ډانیل اورتېګا

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
ډانیل اورتېګا
(هسپانوي: José Daniel Ortega Saavedra د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ډانیل اورتېګا
ډانیل اورتېګا

د شخص معلومات
پيدايښت ۱۱ نومبر ۱۹۴۵[۱][۲][۳][۴]
تابعیت نيکاراګوای  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
دنده سياستوال
ليکوال  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مورنۍ ژبه هسپاني  د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) هسپاني[۵]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پوځي خدمت
لاسلیک
ډانیل اورتېګا
ډانیل اورتېګا

جوزه ډانیل اورتېګا ساوېدرا (اسپانیایي تلفظ: [daˈnjel oɾˈteɣa]؛ زوکړه د ۱۹۴۵م کال د نومبر په ۱۱مه) یو نیکاراګوایي انقلابي او سیاستوال دی چې له ۲۰۰۷م کال راهیسې د نیکاراګوا ولسمشر په توګه خدمت کوي. مخکې له دې، هغه له ۱۹۷۹ تر ۱۹۹۰م کاله د نیکاراګوا رهبر وو، لومړی د ملي بیارغونې جنټا د همغږي کوونکي په توګه (۱۹۷۹-۱۹۸۵) او وروسته بیا د نیکاراګوا د ولسمشر په توګه (۱۹۸۵-۱۹۹۰). په ۲۰۰۸م کال کې د فیډل کاسټرو تقاعد څخه وروسته، اورتېګا د نړۍ په کچه یو له لرغونو غیر سلطنتي رهبرانو او د امریکا په براعظم کې ترټولو اوږد غیر سلطنتي رهبر دی.

په ۱۹۸۴م کال کې د نیکاراګوا عمومي ټاکنو کې، اورتېګا د نیکاراګوا ولسمشرۍ په ټاکنو کې د FSLN نوماند په توګه بریالی شو. اورتېګا چې یو مارکسیسټ – لېنینیسټ وو، د ملي کولو، ځمکني اصلاحاتو، د شتمنۍ بیا وېش او د نیکاراګوا سوادآموزۍ کمپاین پروګرامونه یې د خپلې ولسمشرۍ په لومړۍ دوره کې تعقیب کړې. هغه چې د سانډینېسټا ملي آزادۍ جبهې (په اسپانیایي کې: Frente Sandinista de Liberación Nacional، FSLN) رهبر وو، کین اړخه اصلاحاتو ته د لاسرسۍ لپاره یې په ټوله نیکاراګوا کې ځینې سیاستونه ترسره کړل. په وروستیو کلونو کې، د اورتېګا کین اړخه راډیکال سیاستونه له مخکې څخه لا ډېر تعدیل شول او د سوداګرۍ پلوي سیاستونه او ان کاټولیک کلیسا ته نږدې کېدل یې تعقیب کړل، د ۲۰۰۰مې لسیزې په اوږدو کې د اورتېګا چې پخوا ملحد وو او د هغه د دولت لخوا د جنین سقط په وړاندې پیاوړي سیاستونه جوړ شول، او پیاوړي مذهبي سیاستونه یې پلي کړل.[۶][۷][۸]

د ولسمشرۍ له یوې دورې وروسته چې له جګړې او اقتصادي سقوط سره یوځای وه، اورتېګا په ۱۹۹۰م کال کې د نیکاراګوا په عمومي ټاکنو کې د ویولېټا چامورو لخوا ماتې وخوړه. هغه لا هم د نیکاراګوا مخالف سیاست کې یوه مهمه څېره وه. اورتېګا په ۱۹۹۶م او ۲۰۰۱م کلونو کې د ولسمشرۍ ناکامه نوماند وو خو په ۲۰۰۶م کال کې د نیکاراګوا په عمومي ټاکنو کې بریالی شو. هغه په ولسمشرۍ مقام کې د لاتین امریکا له نورو سوسیالیسټانو لکه د ونزویلا ولسمشر هوګو چاوز سره اتحاد وکړ. د اورتېګا تر مشرۍ لاندې، نیکاراګوا د امریکا براعظم لپاره د بولیواریایي اتحاد سره یوځای شو. د هغه دوهم دولت په زیاتېدونکې توګه د ډیموکراټیک ضد شو او خپل ډېری پخواني انقلابي متحدین یې له ځانه لرې کړل، ځینو یې هغه له سوموزا سره پرتله کړ کوم چې دوی پرځولی وو. د ۲۰۱۸م کال په جون کې، نړیوالې بښنې او د امریکايي هېوادونو سازمان لپاره د امریکا ترمنځ د بشري حقونو کمیسون رپوټ ورکړ چې اورتېګا په نیکاراګوا کې د اورتېګا ضد ۲۰۱۸-۲۰۲۱م کلونو لاریونونو کې، له تاوتریخوالي ډک ډول د معترضانو په ځپلو کې ښکېل وو. په ۲۰۱۸م کال کې د اعتراضونو تاوتریخوالي ډک ځپل او ورپسې د مدني آزادیو کمېدل کاسټاریکا ته د مهاجرت د لویې څپې لامل شو او له ۳۰۰۰۰ څخه زیاتو کسانو له نیکاراګوا څخه دې ګاونډي هېواد کې د پناه غوښتنه وکړه. دا ځپل د هغه د ولسمشرۍ په څلورمه دوره کې لا زیات شو او د څو غیردولتي سازمانونو، پوهنتونونو او خپلواکو ورځپاڼو د بندېدو امر یې صادر کړ.[۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

په ۲۰۲۱م کال کې د هغه د سیاسي مخالفینو ځپل زیات شول. د هغه دولت په ۲۰۲۱م کال کې د نیکاراګاوا عمومي ټاکنو کې د هغه احتمالي ډ‌ېری سیالان، له هغې جملې څخه چامورو باریوس، د پخواني ولسمشر ویولېټا چامورو دي باریوس لور، زنداني کړل. د اورتېګا دولت نور هغه کسان چې هغه سره مخالف وو، له هغې جملې څخه د هغه پخواني متحدین دورا ماریا تلز او هوګو تورس جیمنز زنداني کړل. د ۲۰۲۱م کال په آګسټ کې، د امریکایي او اروپایي غیردولتي شپږ عملیاتي سازمانونو جوازونه لغوه کړل. د اورتېګا دولت ډېری منتقدین، د مخالفو رهبرانو، خبریالانو او مدني ټولنې غړو په شمول په ۲۰۲۱م کال کې له دې هېواده وتښتېدل. جو بایډن په ۲۰۲۱م کال کې بیا ځلې د ټاکل کېدو وروسته، د دې ولسمشر د ننه کېدل متحده ایالتونو ته منع کړل.[۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲]

لومړنی ژوند[سمول]

اورتېګا د نیکاراګوا د چونتالس برخې په لالیبرتاد کې د کارګرې طبقې په یوه کورنۍ کې زېږېدلی وو. د هغه پلار او مور، دانیل اورتېګا سردا او لیدیا ساودرا، د آناستازیو سوموزا دبایله له رژیم سره مخالف وو. د هغه مور د «مینې لیکونو» لرلو له امله د سوموزا ملي ګارډ لخوا بندي شوه، چې پولیسو به ویل دا سیاسي رمز کړل شوي لیکونه دي. اورتېګا او د هغه دوه وروڼه لوی شول ترڅو انقلابیان شي. د هغه ورور هامبرټو اورتېګا یو پخوانی جنرال، نظامي رهبر او نامتو لیکوال دی او کامیلو اورتېګا هم له سیاسي اړخه فعال وو. هغوی د جرمانیا په نوم یوه خور درلودله چې ومړه.[۲۳][۲۴][۲۵]

د یوه ښه کار پیدا کولو په لټه کې، کورنۍ له لالیبرتاد څخه د جویګالپا ولایت مرکز ته او وروسته په ماناګوا کې د منځنۍ طبقې یوې سیمې ته مهاجرت وکړ. په ماناګوا کې، اورتېګا او د هغه ورور د منځنۍ کچې عالي ښوونځي، لاسال انسټیټوټ، کې، چېرته چې اورتېګا له پخواني ولسمشر آرنولډ آلېمان سره ټولګیوال وو، زده کړې وکړې. د اورتېګا پلار دانیل اورتېګا سدرا په نیکاراګوا کې د متحده ایالتونو له نظامي مداخلې او د سوموزا ډیکټاټورۍ څخه د واشنګټن له ملاتړ څخه کرکه لرله. هغه د امریکا ضد دا احساسات خپلو زامنو ته ولېږدول.[۲۶]

اورتېګا له ماشومتوبه د نیکاراګوا ډیکټاټور آناستاسیو سوموزا دبایله سره مخالفت وکړ او د هغه د دولت په وړاندې د ځمکې لاندې خوځښت کې یې ګډون وکړ. اورتېګا او ورور یې هامبرتو بغاوتي اړخ یا Tercrista (دریمه لار) جوړ کړ چې د نیکاراګوا په انقلاب کې خپل اوج ته ورسید. د سوموزا دبایله دولت له پرځېدو او جلاوطنه کېدو وروسته، اورتېګا د څو ګوندي حکومت او ملي بیارغونې دولت مشر شو.

اورتېګا لومړی ځل په پنځه‌لس کلنۍ کې د سیاسي فعالیتونو له امله ونیول شو او په چټکۍ سره په ۱۹۶۳م کال کې د ساندېنیسټا ملي ازادۍ جبهې (FSLN) ځمکې لاندې خوځښت سره یوځای شو. په ۱۹۶۴م کال کې، اورتېګا ګواتیمالا ته سفر وکړ، چېرته چې پولیسو هغه ونیوه او د نیکاراګوا ملي ګارډ ته یې وسپاره. اورتېګا له بند څخه تر آزادېدو وروسته، د ۱۹۶۷م کال په آګسټ کې د خپل شکنجه کوونکي، ګارډ ګونزالو لاکایو د وژنې پلان ونیوه.[۲۷][۲۸][۲۹]

هغه په ۱۹۶۷م کال کې د امریکا بانک څانګې څخه وسله والې غلا کې د ګډون له امله زندان ته ولوېد. هغه خپلو همکارانو ته وویل چې که په دې غلا کې ګډون ونکړي باید ووژل شي. اورتېګا د ۱۹۷۴م کال په وروستیو کې د سانډینیسټا نورو زندانیانو سره د سوموسیستا یرغملانو په بدل کې آزاد شو. کله چې اورتېګا د ال موډلو په زندان کې، ماناګوا څخه د باندې، بندي وو، شعرونه یې ولیکل چې یوه ته یې د «ما هیڅکله ماناګوا ونه لیده کله چې هلته لنډې لمنې موډ وې» نوم ورکړ. اورتېګا د زندان په دوره کې ډېر سخت شکنجه شو. کله چې هغه په ال موډلو کې بندي وو، مور یې د لاریونونو په جوړولو او د سیاسي زندانیانو لپاره د ډوډۍ نه خوړلو اعتصاب کې مرسته وکړه. دا کار په زندان کې د سانډینیسټایانو سره د ښه چلند لامل شو.[۳۰][۳۱][۳۲][۳۳]

په ۱۹۷۴م کال کې له آزادېدو وروسته، اورتېګا کیوبا ته جلاوطنی شو. په هغه ځای کې د فیډل کاسټرو مارکسیسټ – لېنینیسټ دولت څخه د چریکي جګړو روزنه ترلاسه کړه. هغه وروسته په پټه بېرته نیکاراګوا ته راغی.[۳۴]

د ۱۹۷۰مې لسیزې په پای کې، د سوموزا په وړاندې د FSLN کمپاین پر سر اختلافاتو، اورتېګا او د هغه ورور هامبرټو د بغاوتي اړخ یا Tercerista (دریمه لار) جوړولو ته اړ کړل. ترسریسټایان د دوه نورو اړخونو د چریکي جګړې بېلابېلو سټراټېژیو د ترکیب په لټه کې وو؛ یعنې د توماس بورګه د خلکو جګړه (GPP یا د خلکو اوږده جګړه)، او د جیمي ويلاک پرولیټاریان. د اورتېګا وروڼه د سوموزا ضد پراخه کچې پوځ سره، د کاټولیک او پروټسټانټ فعالانو او غیر مارکسیسټي مدني ټولنو نورو ډلو په ګډون، اتحاد جوړ کړ. ترسریسټان د سیاسي او نظامي ځواک په کارونه کې ترټولو اغیزناکې ډلې باندې بدل شول او د FSLN پیوستون لپاره د هغوی فشار د فیډل کاسټرو په شان انقلابي رهبرانو له ملاتړ څخه برخمن شو.[۳۵][۳۶][۳۷][۳۸]

اورتېګا په ۱۹۷۹م کال کې په پټو مراسمو کې له روزاریو موریلو سره واده وکړ. هغوی له مخکېني واده څخه له خپلو درې اولادونو سره کاسټاریکا ته لاړل. اورتېګا په ۲۰۰۵م کال کې بیاځلې له موریلو سره واده وکړ ترڅو دا واده د کاټولیک کلیسا لخوا په رسمیت وپېژندل شي او له کلیسا سره د هغه د پخلاینې هڅې یوه برخه وه.[۳۹][۴۰][۴۱][۴۲][۴۳][۴۴]

سرچينې[سمول]

  1. SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w63g8fv6 — subject named as: Daniel Ortega — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  2. Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/ortega-saavedra-daniel — subject named as: Daniel Ortega Saavedra — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سمونګر: Bibliographisches Institut & F. A. Brockhaus او Wissen Media Verlag
  3. Roglo person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=7929&url_prefix=https://roglo.eu/roglo?&id=p=daniel;n=ortega;oc=1 — subject named as: Daniel Ortega
  4. Munzinger person ID: https://www.munzinger.de/search/go/document.jsp?id=00000016805 — subject named as: Daniel Ortega Saavedra — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb121912875 — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  6. "Ortega Saavedra, Daniel". The Hutchinson Unabridged Encyclopedia with Atlas and Weather Guide. (2016). Abington: Helicon. 
  7. (په 22 August 2018 باندې). A rebel no more, Daniel Ortega comes to resemble the dictator he replaced. The Irish Times.
  8. (په 24 August 2018 باندې). How Daniel Ortega Became a Tyrant - From Revolutionary to Strongman. Foreign Affairs.
  9. "Ortega wins Nicaraguan election", BBC News, 8 November 2006.
  10. (په 19 July 2018 باندې). Profile: Nicaraguan President Daniel Ortega, from revolutionary leader to opposition hate figure. BBC News.
  11. (په 24 August 2018 باندې). From rebel to strongman: How Daniel Ortega became the thing he fought against.
  12. "Shoot to kill: Nicaragua's strategy to repress protest". Amnesty International. 29 May 2018. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ جون ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. "IACHR Condemns Increased Violence in Nicaragua" (Press release). Washington, D.C. Organization of American States. 13 June 2018. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ جون ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. (په 2019-04-16 باندې). Nicaragua crisis forces 60,000 people to flee homes in past year - U.N.. Reuters.
  15. "Daniel Ortega emprende una cruzada contra las universidades privadas de Nicaragua". 15 February 2022. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. "Daniel Ortega arremete contra las universidades rebeldes de Nicaragua". 2 February 2022. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. "El régimen de Daniel Ortega ordenó el cierre de cuatro ONGs". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. . Nicaragua Sees Democracy Crisis As President Ortega Jails Potential Election Rivals.
  19. (په 2021-08-10 باندې). The Arrest of Dora María Téllez Marks a New Low for Nicaragua.
  20. "Nicaragua cancels permits for US, European NGOs". www.aljazeera.com (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۹ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. . Prominent Nicaraguan opposition leaders and journalists flee an escalating government crackdown.
  22. "US bans President Daniel Ortega and Nicaraguan officials from entry to the US | DW | 17.11.2021". Deutsche Welle. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. "Ortega Saavedra, Daniel (1945–) | Encyclopedia.com". www.encyclopedia.com. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ نومبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. "La Jornada – Jueves, 5 de Mayo de 2005". lajornadanet.com. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۶ اگسټ ۲۰۱۴ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ جولای ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. (په 16 August 2016 باندې). Meet Daniel Ortega, Nicaragua's Rising Dictator. PanAm Post.
  26. Kinzer 1991، ص. 186.
  27. . Five facts about Nicaragua's Daniel Ortega.
  28. (په 10 May 2007 باندې). Daniel Ortega Saavedra, candidato presidencial del FSLN. La Prensa.
  29. Kinzer 1991، ص. 187.
  30. (په 16 August 2016 باندې). Meet Daniel Ortega, Nicaragua's Rising Dictator. PanAm Post.
  31. (په 2 September 2001 باندې). Nicaragua's Daniel Ortega; In the Lions' Den Again. The Observer.
  32. Bernard Diederich, Somoza and the Legacy of U.S. Involvement in Central America, p. 85.
  33. Kinzer 1991، ص. 188.
  34. "Hispanic Heritage in the Americas: Ortega, Daniel". Encyclopædia Britannica. 
  35. Perez, Andres (1992). "The FSLN after the Debacle: The Struggle for the Definition of Sandinismo". Journal of Interamerican Studies and World Affairs. 34 (4): 111–139. doi:10.2307/166151. JSTOR 40925837. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  36. "Ortega, Daniel". Encyclopedia of Nationalism: Leaders, Movements, and Concepts. (2000). Oxford: Elsevier Science & Technology. 
  37. Perez, Andres (1992). "The FSLN after the Debacle: The Struggle for the Definition of Sandinismo". Journal of Interamerican Studies and World Affairs. 34 (4): 111–139. doi:10.2307/166151. JSTOR 40925837. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  38. DeFronzo 2011، ص. 258.
  39. . Five facts about Nicaragua's Daniel Ortega.
  40. (په 5 August 2007 باندې). Iran and Nicaragua in barter deal. BBC News.
  41. . Nicaragua-Venezuela Talk Cooperation. Prensa Latina.
  42. Envio, March 2002, No 248 Case 12,230: Zoilamérica Narváez vs. the Nicaraguan State Archived 2007-06-21 at the Wayback Machine.
  43. . Five facts about Nicaragua's Daniel Ortega.
  44. (په 28 September 2005 باندې). Cardenal Obando caso a Daniel Ortega y poetisa Rosario Murillo. Cardinal Rating.