Jump to content

چټک سکس

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
چټک سکس ډېر وخت ته اړتيا نه لري او ژرترژره دخول ترسره کېږي

چټکه جنسي اړیکه (په انګرېزي: quickie) هغه حالت دی چې جنسي شريکان يعنې د سکس ترسره کوونکي نارينه او ښځه په چټکۍ او تېزۍ سره سکس ترسره کوي. معمولاً د جنسي اړيکې څخه وړاندې ځينې کارونه شته چې د چمتووالي لپاره باید ترسره شي لکه؛ ښکلول، د ښځې سينې لمسول، پاروونکي خبرې او داسې نور... خو په چټکې يا تېزې جنسي اړيکې کې دا ډول فعاليتونه نشته او ژرترژره دخول-خروج ترسره کېږي. دا ډول جنسي اړيکه ښايي په بېلابېلو دلايلو ترسره شي.

کړنه او تفصيل

[سمول]

د چټک سکس پرمهال جنسي شريکان د سکس څخه مخکې فعاليتونه له پامه غورځوي؛ ښځه په سمه توګه نه لمسېږي او نه پارېږي. [۱] چټک سکس ښايي له مخکې پلان شي؛ د بېلګې په توګه نارينه او ښځه چې په خپل مېنځ کې د جنسي اړيکو عادت سره لري په هر دليل يا يې مېرمنه وي يا يې ملګرې يا همکاره، ټولګيواله... لنډه دا چې جنسي اړيکې يې په مینځ کې عادي وي شايد له مخکې دې ډول جنسي اړيکې ته وخت وټاکي، د بېلګې په توګه؛ نارينه او ښځه د پوهنتون په ټولګي کې خبرې سره وکړي چې په يوه څنډه يا تشناب کې په پلانکي ساعت سکس کوو نو چمتو اوسه، يا د يوې جلسې وروسته نر او ښځه يو څنډې يا يو اتاق ته د سکس لپاره لاړ شي، يا په سفر کې نر او ښځه د سکس لپاره له مخکې چمتووالی نيسي، دغه چمتوالی په دې شکل وي چې ښځه له مخکې داسې جامې اغوندي چې د سکس پرمهال ژر وکاږل شي او بېرته واغوستل شي [۲]

چټک سکس کې ښايي نارينه له ښځې څخه ډېر خوند واخلي ځکه چې د سکس پرمهال ښځې پارېدو او لمسېدو ته اړتيا لري، په دې ډول حالت کې نارينه دخول او خروج ترسره کوي او انزالېږي چې د ښځې د انزال او اورګاسم ته د رسېدو لپاره ډېره کمه موده ده، خو په هر حال دا ډول جنسي اړيکې ښايي ښځو ته هم د خوند وړ وي [۲] . چټک سکس ښايي د اړتيا له مخکې په داسې حالاتو کې ترسره شي چې ترسره کوونکي مناسب وخت نه لري خو زړه يې سکس غواړي يا هم شايد په يو نورمال او سم حالت کې ترسره شي چې د ترسره کوونکيو د غوښتنو او وخت سره تړاو لري.[۳]

اړونده ليکنې

[سمول]

سرچینې

[سمول]
  1. Hilda Hutcherson (2006). Pleasure: A Woman's Guide to Getting the Sex You Need, Want, and Deserve. Perigee. ISBN 0-399-53286-2.
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ William Cutrer (2007). Sexual Intimacy in Marriage. Sandra Glahn. Kregel Publications. ISBN 978-0-8254-2437-3. Invalid <ref> tag; name "Cutrer" defined multiple times with different content
  3. Joel Block (2006). Art of the Quickie: Fast Sex, Fast Orgasm, Anytime, Anywhere. Quiver. ISBN 1592332404.