چو شي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
چو شي
چو شي
چو شي

د شخص معلومات
پيدايښت ۱۸ اکتوبر ۱۱۳۰[۱]
د مړينې نېټه 23 اپرېل 1200 (70 کاله)[۱]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
دنده شاعر[۲]
ليکوال
فیلسوف[۲]  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) چيني[۳][۴]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګه فلسفه  د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

چو شي (په چینایي: 朱熹؛ په انګلیسي: Zhu Xi؛ پیدایښت: ۱۸-اکټوبر-۱۱۳۰؛ مړینه: ۲۳-اپرېل-۱۲۰۰ز) چې پخوا د رومي شوې بڼې «Chu Hsi» په ډول لیکل کېده، یو چینایي کنفسیوس څېړونکی، فیلسوف او د چین د سانګ لړۍ دولتي چارواکی ؤ چې د نوي کنفسیوس فلسفي مکتب په پراختیا کې خورا اغېزمن تمام شو. په چینایي فلسفه کې هغه ستره ونډه درلوده او په بنسټیزه توګه یې چینایي نړۍلید ته بدلون ورکړ. ګڼ شمېر آثار لري: د څلور کتابونو اېډېټ او تفسیر (چې وروسته، له ۱۳۱۳ څخه تر ۱۹۰۵ز پورې د چین په ټولواکمنۍ کې د ملکي خدماتو د ازموینې په درسي نصاب کې شامل شول)، «د اشیاوو څېړنې او شننې» لړۍ په هکله لیکنې (په چینایي: 格物؛ په پین‌یین: géwù) او د نفس د تزکیې د لارې په توګه د تفکر پراختیا.

هغه داسې یو څېړونکی ؤ چې د پخوانیو کلاسیک آثار، تفسیرونه، تاریخونه او نورې لیکنې یې په ژوره او دقیقه توګه لوستلې وې. که څه هم هغه په خپل زړښت کې له دولتي دندو څخه ډډه کوله، خو د ژوند په اوږدو کې یې څو ځلي د دولتي چارواکي په توګه خدمت کړی. هغه کابو سل کتاب ولیکل، راغونډ او اېډېټ کړل او له لسګونو پوهانو سره یې مکاتبه درلوده. هغه د زده‌کوونکو د څوګونو ډلو روزونکي په توګه پاتې شوی، چې ډېري زده‌کوونکي یې د کلونو لپاره د هغه تر نظر لاندې ښوونه ټاکلې وه. د چنګ د وروڼو او نورو د ښوونې بنسټ هغه کېښود او خپلې ډېر مېتافزیکي تیوري‌ګانې یې د ( 理) اصل او ( 氣) حیاتي ځواک له‌مخې وپنځولې. لارویانو یې د هغه زرګونې مکالمې په مکتوبي بڼه ثبت کړې دي. [۵][۶][۷]

ژوندون[سمول]

چو شي، چې کورنۍ یې په خټه د هویژو له وویوان ایالت څخه وو (اوسنی جیانګشي ایالت)، په فوجیان کې زېږېدلی ؤ او پلار یې هلته د حاکم مرستیال په توګه کار کاوه. پلار یې، وروسته له‌دې چې په ۱۱۴۰ز کې د جورچن په اړه د دولت د سوړ سیاست پر وړاندې مخالفت وښوده، له دندې څخه ګوښه کړل شو؛ چو شي په کور کې د پلار له‌خوا وروزل شو. ډېري روایتونه ښیي چې هغه په ماشومتوب کې خورا ځیرک ؤ. داسې نقل کېږي چې هغه په پنځه کلنۍ کې زړه وکړ ترڅو وپوښتي چې له جنت هاخوا څه شی پراته دي او په اته کلنۍ کې د فیلیالیتي (شیایوجینګ) د کلاسیک ارزښت ورته جوت شو. په ځلمیتوب کې، هغه د منسیوس له هغې قضیې څخه الهام واخېست چې، «هر وګړی کولای شي حکیم شي». په ۱۱۴۳ز کې د پلار مړینې څخه وروسته، هغه د پلار له ملګرو «هو شیان»، «لیو زیهوي» او «لیو میانجي» څخه درس واخېست. په ۱۱۴۸ز کې، په ۱۹ کلنۍ کې، چو شي د ټولواکمنۍ په ازموینه کې بریالی شو او یو عالم ته وروپېژندل شو (جینشي進士). د چو شي لومړۍ رسمي دنده د تونګان د نفوسو د ثبت مدیریت ؤ (同安縣主簿) چې هلته یې له ۱۱۵۳ څخه تر ۱۱۵۶ز پورې خدمت وکړ. په ۱۱۵۳ز کې یې د لي تونګ تر نظر لاندې خپلې زده‌کړې پیل کړې، چې لي تونګ د «چنګ هو» او «چنګ یې» د نوي کنفوسیوس د دود لاروی ؤ او په ۱۱۶۰ز کې یې رسمي شاګرد شو.[۸]

چو شي له ۱۱۵۶ز څخه وروسته په رسمي موقف کې دنده ترسره نه‌کړه، ترڅو په ۱۱۷۹ز کې د نانکانګ نظامي سیمې (南康軍) مشر وټاکل شو او هلته یې د «White Deer Grotto» اکاډمي پرانېسته او در کاله وروسته د ځینو بارسوخو چارواکو له فساد او بې‌کفایتۍ څخه د شکایت له‌امله، تنزیل د رتبې شو. هغه څو، څو ځلي په دنده وګومارل شو او بېرته ګوښه کړل شو. له وروستۍ ګوښه کېدو وروسته، په یوشمېر جرمونو تورن شو او د اعدام مجازات ورته وړاندیز شول. ډېري مخالفان یې د صدراعظم «هان توژوو» له‌خوا، چې د چو شي سیاسي سیال ؤ، رهبري کېدل. سره له‌دې چې د هغه تعلیمات د ګڼ‌شمېر تنظیمي شخصیتونه له‌خوا تر برید لاندې نیول شوې وې، په جنازه کې کابو زرو زړورو کسانو ګډون کړی ؤ. د هان توژو له مړینې وروسته، د چو شي ځایناستي «ژېن دکسیو» له «وي لیاوونک» سره په ګډه د سونګ په محکمه کې د شي د نوي کنفوسیوسیزم څانګه د متداولې فلسفې په توګه جوړه کړه.[۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

په ۱۲۰۸ز کې د شي له مړینې څخه اته کلونه تېر وو چې د سانګ ټولواکمن نینګرزونګ، د چو شي حیثیت بېرته اعاده کړ او هغه ته یې د «وېن ګونګ (文公) وروسته له مړینې نوم ورکړ، چې د «فرهنګ ښاغلی او دروند شخصیت» په معنی دی. د ۱۲۲۸ز کال په شاوخوا، د سانګ ټولواکمن لیزونګ هغه ته د هوی ایالت دوک (徽國公) وروسته له مړینې اشرافي لقب ورکړ. په ۱۲۴۱ز کې د قوفو په کنفوسیوس معبد کې د هغه یادګاري لوح کېښودل شو او په‌دې توګه د هغه مقام د کنفوسیوس تقدس ته لوړ کړل شو. اوس مهال، چو شي ته د کنفوسیوس‌والې له «دوولسو فیلسوفانو (十二哲)» څخه د یوه فیلسوف په توګه درناوی کېږي. نومهال چین‌پوهان او چیناییان، هغه د چو وېن ګونګ (朱文公) په نامه یادوي. [۱۵][۱۶][۱۷]

پر چو شي باندې د تاوویزم او بوداییزم فلسفې اغېزه[سمول]

چو شي داسې یو څه ولیکل چې په تاوویزم او بوداییزم کې د یو شمېر مفهومونو ارتودوکس کنفوسیوسي تفسیر په بڼه څرګند شي. په داسې حال کې چې چو شي داسې معلومېده چې ځینې مفکورې یې د فکري فلسفو له پرتله کولو څخه اقتباس کړې دي، خو د نوي کنفوسیوس پخوانیو پلویانو پر خلاف، د فعالې اخلاقي روزنې لپاره هغه په کلکه د کنفوسیوس له اصولو څخه تابعیت کاوه. هغه د بوداییزم اصول، د اصلي ذهن تیاره کوونکي او تېراېستونکي او همدا راز د انساني اړیکو له‌منځه وړونکي ګڼل.[۱۸][۱۹]

میراث[سمول]

له ۱۳۱۳ څخه تر ۱۹۰۵ز پورې، پر څلور کتابونو د چو شي تفسیرونه، د چین د ملکي خدماتو د ازموینو بنسټ ګڼل کېده. د هغه ښوونې، د وانګ فوژي په څېر د نوي کنفوسیوس لارویان تر اغېزې لاندې راوستلي وو، که څه هم دوه نیمې پېړۍ وروسته د وانګ یانګ‌مینګ او «د ذهن مکتب» په څېر مخالفان یې هم راڅرګند شول.[۲۰]

د هغه فلسفه د ۱۹۱۷ز کال له فکري اوښتون څخه روغه پاتې شوه او وروسته فینګ یولان د هغه د «لي»، «چي» او «تایجي» مفهومونه د یوې نوې مېتافزیکي تیوري په ترڅ کې تفسیر کړل.

هغه په جاپان کې د شوشیګاو (朱子学، د استاد چو مکتب) او په کوریا کې د جوجاهاک (주자학) په توګه نفوذ درلود، چې هلته یو اُرتودوکس ګرځېدلی ؤ.

د «Life» مجلې د ټاکنې له‌مخې، په تېرې زریزه کې، چو شي د پنځه‌څلوېښتم تر ټولو مهم شخصیت په توګه ګڼل کېږي.

د چو شي اولاده، د کنفوسیوس او نورو د پام وړ کنفوسیوس فلسفې لارویانو په څېر، د ووجینګ بوشي (五经博士; 五經博士; Wǔjīng Bóshì) میراثي لقب درلود، چې د پنځه کلاسیو د پوهان یا ډوکتور (PhD) په معنی دی او د ماندارین (بوروکرات) سیسټم 8a رتبه یې درلوده.[۲۱][۲۲][۲۳]

د اولادو له ډلې څخه یې، یوې له امپراتور لیزونګ سره واده وړکړ.

سرچينې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb11929676b — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  2. https://cs.isabart.org/person/132934 — د نشر نېټه: ۱ اپرېل ۲۰۲۱
  3. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb11929676b — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  4. CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/324880995
  5. Ebrey, Patricia Buckley (1993). Chinese civilization : a sourcebook (الطبعة 2nd). New York: The Free Press. د کتاب پاڼي 172. OCLC 27226697. د کتاب نړيواله کره شمېره 002908752X. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Confucius, Edward; Slingerland (2006). The Essential Analects: Selected Passages with Traditional Commentary. Hackett Publishing. د کتاب پاڼي 148–9. د کتاب نړيواله کره شمېره 1-60384-346-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Ebrey, Patricia Buckley (1993). Chinese civilization : a sourcebook (الطبعة 2nd). New York: The Free Press. د کتاب پاڼي 172. OCLC 27226697. د کتاب نړيواله کره شمېره 002908752X. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Thompson, Kirill (2017). Zalta, Edward N. (المحرر). The Stanford Encyclopedia of Philosophy (الطبعة Summer 2017). Metaphysics Research Lab, Stanford University. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Gardner, pp. 3 - 6
  10. Chan 1963: 588.
  11. Xu, Haoran. "The Relationship Between Zhen Dexiu and Neo-Confucianism:under the Background of an Imperial Edict Drafter". CNKI. Journal of Peking University (philosophy of Social Sciences). د اصلي آرشيف څخه پر ۱۵ جون ۲۰۱۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ جنوري ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Rodney Leon Taylor; Howard Yuen Fung Choy (January 2005). The Illustrated Encyclopedia of Confucianism: A-M. The Rosen Publishing Group. د کتاب پاڼې 53. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8239-4080-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Bettine Birge (7 January 2002). Women, Property, and Confucian Reaction in Sung and Yüan China (960–1368). Cambridge University Press. د کتاب پاڼې 183. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-139-43107-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. "Writings of the Orthodox School". World Digital Library. Library of Congress. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ جنوري ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Chan 1989: 34. Hui refers to Hui-chou his ancestral place in Anhui, now Jiangxi.
  16. Chan 1989: 34.
  17. Gardner 1989: 9.
  18. The Complete Works of Chu Hsi, section 147 in Chan 1963: 653.
  19. The Complete Works of Chu Hsi, section 138 in Chan 1963: 647.
  20. Chan 1963: 589.
  21. H.S. Brunnert; V.V. Hagelstrom (15 April 2013). Present Day Political Organization of China. Routledge. د کتاب پاڼې 494. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-135-79795-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Chang Woei Ong (2008). Men of Letters Within the Passes: Guanzhong Literati in Chinese History, 907-1911. Harvard University Asia Center. د کتاب پاڼې 132. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-674-03170-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Charles O. Hucker (1 April 2008). A Dictionary of Official Titles in Imperial China. Peking University Press. د کتاب پاڼې 569. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-7-301-13487-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)