منځپانگې ته ورتلل

چسکي شټرنبېرک کلا

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
چسکي شټرنبېرک کلا
hrad (چېکي)[۱]
jádro hradu (چېکي)[۱] پر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
اداري سیمه
هېواد
څښتن
Zdeněk Sternberg (en) ژباړل ( – ۲۰۲۱)
Filip Sternberg (en) ژباړل (۲۰۲۱ – ) پر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول
تاريخي اثار
د تاريخي‌ اثارو ډلبندي
جوړښت
د معماري سټایل
بنسټګر
نور مالومات
د لیدونکو کلنی شمېر
۳۷٬۳۶۲[۴] (۲۰۲۱)
۴۱٬۵۷۰[۴] (۲۰۲۰)
۸۴٬۱۱۳[۴] (۲۰۱۹) پر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول
وېب‌پاڼه
hradceskysternberk.cz (چېکي ژبه) پر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول
کورډي‌نېشن
۴۹°۴۸′۳۲″شمال ۱۴°۵۵′۳۵″ختیځ / 49.808889°شمال 14.926389°ختيځ / 49.808889; 14.926389 پر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول
Map

چسکي شټرنبېرک کلا (په چېکي: Hrad Český Šternberk) د گوتي سبک یوه کلا ده چې د چېک په جمهوريت کې د سازاوا سیند ته نژدې ترته ده. نوموړي کلا د ۲۰۰۸ کال څخه د چېک جمهوریت ملي یادگار دی.

تاريخ

[سمول]

چسکي شټرنبېرک کلا په ۱۲۴۱ کال کې د چېکي اشراف Zdeslav z Divišova په هدایت (امر) جوړه شوه. په ۱۵ پېړی کې نوموړي کلا د شټرنبرک د اشرافانو په لاس کې وه. د شټرنبرک اشرافانو کاتوليکی دين تر سره کول او د چېکي واکمن یرژي پوديېبراد مخالفین ول. کله چې په بوهميایی واکمنی د ماتیاس کوروېن او یرژي پوديېبراد په منځ کې مذهبی جگړه پېل شوه نو Zdeněk Konopišťský ze Šternberka چې د چسکي شټرنبېرک کلا حکمران وو د یرژي پوديېبراد پر ضد یی قیام وکړ. خو په ۱۴۶۷ کال کې چسکي شټرنبېرک کلا د یرژي پوديېبراد لخوا ونیول شوه او Zdeněk Konopišťský ze Šternberka مجبور شو چې مجارستان ته ولاړ شی.کله چې یرژي پوديېبراد په ۱۴۷۱ کې له دنیا سترگی پټی کړی نو پولنډي کاتوليکي پاچا ولاديسلاف یاگيلون د چېکي پاچا په توگه د چېکي اشرافانو لخوا وټاکل شو. کله چې ولاديسلاف یاگيلون پر چېکې تخت کښېناست نو د شټرنبېرک اشرافانو ته چسکي شټرنبېرک کلا یی بيا ورکړه. په ۱۷۱۲ کال کې د شټرنبرک وروستي اشراف له دنیا سترگی پټی کړی . په ۱۹۴۹ کال کې چسکي شټرنبېرک کلا د چېک د حکومت لخوا ضبط شوه. او په ۱۹۵۸ کال کې دغه کلا د چېکي تاريخي یادگار په توگه اعلان شوه. نوموړي تاريخي يادگار د ۱۹۹۲ کال څخه د Zdeněk Šternberk بيا په لاس کې دي.

کلا

[سمول]
  1. ۱٫۰ ۱٫۱ "Památkový katalog NPÚ". ترلاسه‌کېدو نېټه ۱۹ سېپتمبر ۲۰۱۷.{{cite web}}: د سي‌اس۱ تېروتنې: نېټې (link)
  2. "Památkový katalog NPÚ". ترلاسه‌کېدو نېټه ۱۴ فېبروري ۲۰۱۹.{{cite web}}: د سي‌اس۱ تېروتنې: نېټې (link)
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ ۳٫۲ ۳٫۳ ۳٫۴ ويل شوي په: Památkový katalog NPÚ. National cultural monument of Czechia ID: 332. بياځلي سمون: ۲۱ نومبر ۲۰۲۵.
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ ۴٫۲ https://www.statistikakultury.cz/navstevnost-pamatek-2021/. ترلاسه‌کېدو نېټه ۷ اکتوبر ۲۰۲۲. {{cite web}}: Missing or empty |title= (help)د سي‌اس۱ تېروتنې: نېټې (link)