چاپېریالي ټيکنالوژي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا


چاپېریالي ټيکنالوژي (envirotech)، شنه ټيکنالوژي (greentech) يا پاکه ټيکنالوژي (cleantech) د چاپېریالي علم، شنې کيميا، چاپېریالي څارنې او برېښنايي يو يا زياتو وسيلو کاريال دی، چې د طبيعي چاپېریال د څارنې، موډل، ساتنې او په کې د انساني ونډې د منفي اغېزو د مخنيوي لپاره کارېږي. ياده اصطلاح لکه د فوټو ولټايک بادي توربينونو او داسې نورو د دوام وړ انرژي توليد ټيکنالوژۍ د تشرېح کولو په موخه هم کارول کېږي. د چاپېریالي ټيکنالوژيو اصطلاح د برېښنايي وسيلو د يو ټولګي د تشرېح کولو په موخه هم کارول کېږي، چې د سرچينو د پايښت وړ مديريت ته وده ورکولی شي.

تصفیه او د ضايعاتو مديريت[سمول]

بېلګې[سمول]

  • Biofiltration [د ژونديو موجوداتو پاکول]
  • Bioreactor [د ژونديو غبرګون کوونکي]
  • Bioremediation[دژونديو بيا سمونه]
  • Desalination [له مالګينو اوبو څخه منرالي موادو د لرې کولو پړاو]
  • Thermal depolymerization [حرارتي ناترکيب کوونه]
  • Composting toilet [د نباتي سرې زېرمې يا تشناب]
  • Pyrolysis

د اوبو تصفیه[سمول]

د اوبو تصفیه: په چاپېریال کې د ناپاکه، ميکروب لرونکې او ککړتيا څخه د پاکو اوبو بهير لرلو ټول مفهوم يا نظريې ته وايي. د اوبو تصفیه له دې مفهوم څخه نورې زياتې ښکارندې تر لاسه کېږي. د اوبو ککړتيا د دې مفهوم اصلي دښمن يا ضد دی او د نړۍ په کچه د اوبو پاکول په برخه کې د مرستې په موخه ګڼې مبارزې او فعاليتونه ترتيب شوي دي. [۱]

د هوا تصفیه[سمول]

د هوا تصفیه: د هوا د تازه ساتنې په موخه د کورونو په دننه کې ساده او عام شنه نباتات کرل کېدای شي، ځکه چې ټول نباتات کاربن ډای اکسايد له منځه وړي او په اکسيجن يې بدلوي. غوره بېلګې يې: Dypsis lutescens, Sansevieria trifasciata او Epipremnum aureum دي. په خپله د نباتاتو د کارونې تر څنګ د بکتريا ځينې نوعې لکه (toluene) د زهري ګازونو د له منځه وړنې په موخه د دې نباتاتو پاڼو ته ورزياتېدلی شي. [۲][۳][۴]

د چټلو اوبو درملنه[سمول]

د چټلو اوبو درملنه په مفهومي ډول د اوبو له پاکولو سره ورته ده. د چټلو اوبو درملنه ځکه اړينه ده، چې د نفوس د کچو په نسبت اوبه پاکوي. تر ټولو زياتې ککړې اوبه د هيڅ شي لپاره نه کارول کېږي او لږې ککړې اوبه هغو ځايونو ته ورکول کېږي، چې اوبه په کې په پرېمانه يا پرله پسې ډول کارول کېږي. د اوبو درملنه کېدای شي د چاپېریال ساتنې، پايښت او داسې نورو ګڼو مفهومونو ته لاره هواره کړي. [۵]

چاپېريالي درملنه يا سمول[سمول]

چاپېریال درملنه د چاپېریال د عمومي ساتنې لپاره د ککړونکو يا ناپاکه کوونکو له منځه وړنه ده. دا موخه د ګڼو کيمياوي، بيولوژيکي او اغېزناکه مېتودونو له مخې تر لاسه کېږي. [۶]

د جامد ضايعاتو مديريت[سمول]

د جامد (کلکو) ضايعاتو مديريت د جامد ضايعاتو د تصفیې، مصرف، بيا کارونې، ترتيبونې او درملنې عمل دی، چې د يو ښار يا ښارګوټي د حکومت يا واکمن ډلو له خوا تر سره کېږي. [۷]

د دوام وړ انرژي[سمول]

د ککړتيا او شنو خونو ګازونو په اړه اندېښنو زموږ د اوسنيو سون توکو کارونې په برخه کې د دوام وړ متبادلو لارو لپاره څېړنه هڅولې ده. د شنو خونو ګازونو نړيوال کمښت د انرژي د ساتنې د توافق او همدارنګه د پايښت وړ توليد غوښتنه کوي. د چاپېریالي زيان د کمښت عوامل چې نړيوال بدلونونه رانغاړي، ځينې يې:

  • له ژونديو کتلو څخه د هوا ککړتيا او ميتان کمول
  • په رښتيني ډول د ګاډو، تودوخې او برېښنا لپاره چې په چاپېریال کې پاتې دي، د فوسيلي سون توکو له منځه وړل
  • د عامه لېږد رالېږد، بټري او د سون بټرۍ ګاډو پراخه کارول
  • د باد، لمر يا اوبو پر مټ يو څه زياته توليد شوې برېښنا
  • د کاربن مالياتو او د کارونې د وخت په بيې سره لوړې غوښتنې کمول

دا چې د صنعت او لېږد رالېږد وسيلو په واسطه کارول سون توکي د نړۍ د سترې غوښتنو لپاره منسوبېږي، په ساتنې او ګټورتوب کې (د لږ سون توکو کارول) د پانګه اچونې په واسطه له دې دوه برخو څخه د ککړتيا او شنو خونو ګازونه په ټوله نړۍ کې کمېدلی شي. د پرمختللې انرژي اغېزناک برېښنايي موتور يا ماشين (او برېښنايي توليدونکې) ټيکنالوژي چې د خپل کاريان د هڅونې په برخه لکه د بدلون وړ چټکتيا توليدوونکي او د ګټورې انرژي کارونه کې اغېز لرونکې بيه لري، د کاربن ډای اکسايد او سلفرډای اکسايد اندازه کمولی شي چې د نه کمېدلو په حالت کې که چېرې برېښنا د فوسيلي سون توکو د کارونې پر مټ توليد شوي وي؛ ياد اکسايدونه به هوا کې خپاره شي. (Greasestock) يوه پېښه ده چې د نيويارک په (Yorktown Heights) کې په کلني ډول تر سره کېږي، چې په متحده ايالتونو کې د چاپېریالي ټيکنالوژۍ يو له سترو نندارو څخه ده. ځينو عالمانو اندېښنه څرګنده کړې ده، چې په لوړ پرمختللي ملي اقتصاد کې د نوې چاپېریالي ټيکنالوژيو پر لاره اچول کېدای شي په لږ پرمختللو هېوادونو کې د اقتصادي او ټولنيزې ماتېدنې سبب شي. [۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

بېلګې[سمول]

  • د اوبو برېښنا
  • بادي انرژي يا برېښنا
  • بادي توربين
  • د سمندر د حرارتي انرژۍ اوښتون
  • لمريزه انرژي
  • فوټوولټيک [د انځوريزې برېښنا بهير]
  • څپه ايزه (موجي) انرژي
  • برېښنايي ګاډي
  • د تودوخې پمپ
  • هايدروجني برېښنايي بټري
  • شنه محاسبه (Green Computing)
  • د انرژي ساتنه يا خونديتوب
  • په دوه ګوني ډول تغذيه شوی برېښنايي ماشين
  • د انرژي ساتنې موډلونه
  • د کورونو دننه د هوا د کيفيت او چاپېریال اداره کول

د نوې کېدو وړ انرژي[سمول]

د نوې کېدلو وړ انرژي هغه ده، چې په اسانۍ سره بېرته بشپړېدلی شي. موږ کالونه کېږي چې د خپلو اړتياوو او انرژي توليدلو لپاره د لرګيو، لمر، اوبو او داسې نوروې سرچينې کاروو. هغه انرژي چې د طبيعي شيانو لکه: لمر، باد او داسې نورو په واسطه توليدېږي، د نوې کېدو وړ په توګه په پام کې نيول کېږي. هغه ټيکنالوژي چې تر اوسه کارول کېږي، بادي برېښنا، د اوبو برېښنا، لمريزه انرژي، د ځمکې د تودوخې انرژي او د ژونديو موجوداتو په واسطه توليد شوې انرژي ده.

د انرژي ساتنه[سمول]

د انرژي ساتنه د هغو وسيلو څخه ګټه اخيستنه ده، چې د برېښنا د مصرف د کمولو په موخه لږې انرژي ته اړتيا لري. د برېښنا د کارونې کمښت د موخه برېښنا د چمتو کولو په پار د لږو فوسيلي سون توکو د سوځېدنې سبب کېږي.

eGain forecasting [د eGain اټکل][سمول]

eGain اټکل يو مېتود دی چې پر يوې ودانۍ باندې د راتلونکې هوا اغېزې د اټکلولو په موخه د اټکل اړوند ټيکنالوژي کاروي. ياد سيستم د هوا د اټکل پر بنسټ د تودوخې برابرولو په واسطه د تودوخې زياته ګټه اخيستنه کموي يا له منځه وړي، چې د همدې له امله د انرژي مصرف او د شنو خونو ګازونو توليد کموي. [۱۴][۱۵]

زده کړه[سمول]

په چاپېریالي سيستمونو يا چاپېریالي ټيکنالوژۍ کې د ځانګړو مهارتونو په لرلو سره د فارغانو د ورکولو په موخه کورسونه (زده کړيزې دورې) يو څه زياتې عامې کېږي او په درې پراخو ټولګيو کې وېشل کېږي:

  • چاپېریالي انجنيرينګ يا د چاپېریالي سيستمونو دورې د سيول انجينري پر لور متمايل دي، چې ساختمانونه او منظرې په کې د چاپېریال ساتنې په موخه جوړې شوې دي.
  • چاپېریالي کيميا، د پايښت وړ کيميا يا چاپېریالي کيمياوي انجنيري دورې چې په چاپېریال کې د کيمياوي اغېزو د پوهېدنې لپاره متمايل دي. دا ډول جايزې د معدن ويستنې پر پړاوونو او ککړوونکو باندې تمرکز کوي او په عام ډول حياتي کيمياوي پړاوونه هم رانغاړي.
  • د چاپېریالي ټيکنالوژي دورې چې د برېښنايي توليد، برېښنايي يا برېښنايي ټيکنالوژي فارغانو تمايل لري، چې د وده وال وسيلو او د نوې کېدلو وړ سرچينو څخه د څارنې، د انرژي د توليد اداره کولو او د غير عادي انرژي توليد ټیکنالوژيو ته د ودې ورکولو په ګډون د څارنې، اندازې، موډل او د چاپېریالي اغېزې د اداره کولو وړ لاسي توکو وړ وي. 

سرچینې[سمول]

  1. Recycling”. Retrieved June 15th, 2009. http://earth911.com/recycling/. “Recycle.gif”. Retrieved June 15th, 2009. "Archived copy". د اصلي آرشيف څخه پر ۲۳ نومبر ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ جون ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: الأرشيف كعنوان (link) “What is Water Purification”. Retrieved June 16th, 2009, [۱] “Sewage Treatment”. Retrieved June 17th, 2009 "Archived copy". د اصلي آرشيف څخه پر ۲۶ مارچ ۲۰۰۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ جون ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: الأرشيف كعنوان (link) “Environmental Remedies and water Resource
  2. Kamal Meattle on how to grow fresh air Archived 2011-06-06 at the Wayback Machine. TED (conference)
  3. EOS magazine, February 2017; Azalea's with extra bacteria can help to degrade toluene
  4. "Bacteria on Hedera helix able to help degrade exhaust gases from Diesel engines running on Diesel". د اصلي آرشيف څخه پر ۰۱ سپټمبر ۲۰۱۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ جنوري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. “Sewage Treatment”. Retrieved June 17th, 2009 Starrett, Steve, المحرر (2009). World Environmental and Water Resources Congress 2009. doi:10.1061/9780784410363. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780784410363. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۶ مارچ ۲۰۰۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ جون ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) “Environmental remedies and water Resource"
  6. Livescience. Retrieved June 27, 2009.10 top emerging environmental technologies. http://www.reference.md/files/D052/mD052918.html
  7. Retrieved June 16th, 2009. “Urban Waste Management”. Retrieved June 16th, 2009. http://documents1.worldbank.org/curated/en/237191468330923040/pdf/918610v20WP0FM0BE0CATALOGED0BY0WED0.pdf
  8. Eric Bonds and Liam Downey, "“Green” Technology and Ecologically Unequal Exchange: The Environmental and Social Consequences of Ecological Modernization in the World-System" in: Journal of World-Systems Research, Volume 18, Issue 2 (http://jwsr.pitt.edu/ojs/index.php/jwsr/article/view/482)
  9. Norman, Jim. "Where There’s Never an Oil Shortage". The New York Times. May 13, 2007.
  10. Tillman, Adriane. "Greasestock Festival returns, bigger and better Archived 2008-05-18 at the Wayback Machine.". May 14, 2008.
  11. "Greasestock 2008 Archived 2008-05-29 at the Wayback Machine.". Greasestock Archived 2008-05-29 at the Wayback Machine. . Retrieved May 20, 2008.
  12. Max, Josh. "Gas-guzzlers become veggie delights at Greasestock in Yorktown Heights Archived 2011-08-05 at the Wayback Machine.". Daily News. May 13, 2008.
  13. "Greasestock 2008: Alternative Fuel, Fun and French Fries Archived 2008-05-29 at the Wayback Machine.". Natural Awakenings. May 2008.
  14. Taesler, R. (1990/91) Climate and Building Energy Management. Energy and Buildings, Vol. 15-16, pp 599 - 608.
  15. United States Patent 6098893 Comfort control system incorporating weather forecast data and a method for operating such a system (Inventor Stefan Berglund)