Jump to content

چاپېریالي عدالت

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

چاپېریالي عدالت د سرچینو د استخراج، خطرناکو ضایعاتو او د ځمکې د نورو استفادو له اړوندو زیانونو سره د بېوزلو او څنګ ته شویو ټولنو ناعادلانه مخ کېدنې ته د رسیده‌ګۍ لپاره یو ټولنیز غورځنګ دی. دغه غورځنګ سلګونه څېړنې خپرې کړې دي چې له دې ډلې یې له چاپېریالي زیانونو سره د ناعادلانه مخ کېدنې دغه بېلګه جوړه کړې او د دې تر څنګ یې د ټولنیزو علومو د ادبیاتو یوه لویه مجموعه رامنځته کړې ده چې د چاپېریال او عدالت تیورۍ، چاپېریالي قوانین او پالیسۍ، پایداري او سیاسي ایکولوژي په کې شاملېږي. د چاپېریالي عدالت غورځنګ په ۱۹۸۰یمه لسیزه کې په متحدو ایالتونو کې پيل شو او د امریکا د مدني حقونو د غورځنګ تر کلکې اغېزې لاندې راغی.[۱][۲][۳]

د چاپېریالي عدالت لومړنی مفهوم په ۱۹۸۰یمه لسیزه کې د متحدو ایالتونو په څېر په شتمنو هېوادونو کې د ځانګړو توکمیزو ډلو پر زیانونو متمرکز و او چاپېریالي توکمیز چنلد ګڼل کېده. دا غورځنګ وروسته پراخ شو او جنسیت، نړیوال چاپېریالي تبعیض او په محرومو ډلو کې نابرابري یې په بشپړ ډول راونغښتل. دا چې دغه غورځنګ په پرمختللو او شتمنو هېوادونو کې بریالی شو، د چاپېریال مسؤولیتونه د نړۍ سوېلي لوري ته ولېږدېدل. له دې امله د چاپېریالي عدالت غورځنګ څه ناڅه نړیوال شوی دی او ځینې موخې یې دا مهال د ملګرو ملتونو سازمان بیان کړې دي.

تعریف

[سمول]

سیاسي تیورېستانو چاپېریالي عدالت د چاپېریالي ګواښونو او ګټو د عادلانه وېش په توګه تعریف کړی دی. نورو تیورېستانو خو هڅه کړې چې تر دې تعریف هم هاخوا لاړ شي او هغه پروسې په نښه کړي چې د ګواښونو او ګټو د ناعادلانه وېش لامل ګرځي. دغه پراخ تعریفونه په تصمیم نیونه کې عادلانه او بامعنا ونډه؛ په زیانمنو ټولنو کې د ظلم او تبعیض پېژندنه؛ او پر غوړېدونکې ټولنه د ټولنیزو توکو د بدلولو لپاره د خلکو ظرفیت د یوې عادلانه ټولنې لپاره د نورو معیارونو په توګه را پېژني.[۴]

د متحدو ایالتونو د چاپېریال ساتنې اداره چاپېریالي عدالت په دې ډول را پېژني:[۵]

په چاپېریالي پراختیا، اجرايي قوانینو، مقرراتو او پالیسیو کې توکم، رنګ، ملي اصلیت یا عاید ته له کتو پرته د ټولو خلکو بامعنا ونډه او عادلانه چلند چاپېریالي عدالت دی.

نړیواله چاپېریالي بې‌عدالتي "د داسې چاپېریالي مسؤولیت د بیان په معنا ده چې تر ډېره هغه محرومې ټولنې/ یا هغو لږه‌کي او هېوادونو ورسره مخامخ دي چې له بېوزلۍ او محرومیت څخه کړېږي." نړیواله چاپېریالي بې‌عدالتي داسې موضوع ده چې هم د پرمختګ په حال کې او هم پرمختللي هېوادونه دواړه په ټوله نړۍ کې تر اغېز لاندې راولي.[۶]

تاریخچه او پراخوالی

[سمول]

د چاپېریالي عدالت د غورځنګ پیل د متحدو ایالتونو په شمالي کارولینا کې د ۱۹۸۲ کال د پي.سي.بي (PCB) له اعتراضي غبرګونونو سره تړلی بلل کېږي. په افتون سیمه کې چې تر ډېره تور پوستي په کې مېشت دي، په پي.سي.بي د ککړو خاورو انبارولو پراخ غبرګونونه را وپارول او په پایله کې یې څه باندې ۵۰۰ کسان ونیول شول. له همدې امله داسې څېړنې وشوې چې ویې ښوده په متحدو ایالتونو کې د خطرناکو ضایعاتو د انبارولو د ځای په وړاندوېینه کې توکم تر ټولو مهم عامل دی او چاپېریالي عدالت په لومړیو کې د چاپېریالي توکم پالنې په توګه مطرح شو. په دغو څېړنو پسې ګڼ غبرګونونه او شکایتونه را پورته شول چې په بېوزلو او عموماً تور پوستو ټولنو کې د خطرناکو ضایعاتو د خښولو پر خلاف وو. د چاپېریالي غورځنګ پر اصلي بهیر ځکه پراخې نیوکې وشوې چې رهبري یې له سپین‌پوستانو سره وه، پر ساتنه یې ټینګار کاوه او د ټولنیزې برابرۍ د دغو اندېښنو په حلولو کې پاتې راغلي وو.[۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲]

د ۱۹۷۰یمو او ۱۹۸۰یمو لسیزو په جریان کې ولسي غورځنګونو او چاپېریالي سازمانونو داسې چاپېریالي مقررات دود کړل چې په متحدو ایالتونو او نورو صنعتي هېوادونو کې یې د خطرناکو ضایعاتو د دفعې لګښتونه ډېر کړل. په ۱۹۸۰یمو او ۱۹۹۰یمو لسیزو کې له دغو هېوادونو څخه د نړۍ سوېلي لوري ته د خطرناکو ضایعاتو صادرات زیات شول. په نړیواله کچه د زهرجنو ضایعاتو خښول، د ځمکې تصرف کول او د سرچینو استخراج د بشري حقونو د نقض لامل کېږي او د چاپېریالي عدالت د غورځنګ بنسټ جوړوي.[۱۳]

په نړیواله کچه د چاپېریالي عدالت رسميت په ۱۹۹۱ کال کې د رنګین‌پوستانو د چاپېریالي رهبرۍ له لومړۍ ملي سرمشریزې سره پیل شو. دا ناسته په واشنګټن ډي سي کې وشوه او د متحدو ایالتونو له هر ایالت، مکسیکو، چیلي او نورو هېوادونو څخه څه باندې ۶۵۰ استازو ګډون په کې کړی و. دغو استازو د چاپېریالي عدالت ۱۷ هغه اصول تصویب کړل چې په ۱۹۹۲ کال کې به «ریو» کې د ځمکې په سرمشریزه کې خپاره شول. د «ریو» د اعلامیې لسم اصل د چاپېریال او پراختیا په اړه وايي چې خلک باید د چاپېریالي مسائلو، په تصمیم نیونو کې د ونډې او عدالت ته د لاسرسي اړوندو معلوماتو ته لاسرسی ولري.[۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

په ۱۹۹۱ کال کې د رهبرۍ تر سرمشریزې وړاندې د چاپېریالي عدالت غورځنګ په لومړي ګام کې له زهري ضد موادو او په شتمنو هېوادونو کې د څنګ ته شویو توکمیزو ټولنو له زیانمنۍ سره سروکار درلود. د دغې سرمشریزې په جریان کې دغه غورځنګ عامې روغتیا، د کاریګرو خوندیتوب، د ځمکې استفادې، لېږد رالېږد او ډېرو نورو مسائلو ته پراخ شو. وروسته دا غورځنګ دومره پراخ شو چې جنسیت، نړیوالې بې‌عدالتۍ او د محرمونو ټولنو دننه نابرابرۍ یې په بشپړ ډول راونغښتلې. چاپېریالي عدالت پر یوه پراخ نړیوال غورځنګ بدل شوی او له سیاسي ایکولوژۍ سره یې د ګڼو مفاهیمو مرسته کړې ده چې په اکاډمیکو ادبیاتو کې منل شوي او رسمي شوي دي. په دغو مفاهیمو کې چاپېریالي پورونه، چاپېریالي توکم پالنه، اقلیمي عدالت، خوراکي حاکمیت، د شرکتونو مسؤولانه چلند، اکوسایډ، خطرناکې سیمې، د بېوزلو چاپېریال پالنه او نور شاملېږي.[۱۸][۱۹]

چاپېریالي عدالت د بشري حقونو د هغو قوانینو د لمنې پراخولو په لټه کې دی چې تر دې مخکې د چاپېریال او بشري حقونو تر منځ په عمل کولو کې پاتې راغلي وو. د بشري حقونو ډېری معاهدې په څرګند ډول چاپېریالي مقررات نه لري. له بشري حقونو سره د چاپېریال ساتنې د ګډولو هڅه په یوه روغ چاپېریال کې د انسان د حق تدوینول دي. د بشري حقونو په قانون کې د چاپېریال ساتنې ور ګډول، په ځانګړي ډول د اقلیمي عدالت په مورد کې لا هم ستونزمن کار دی.[۲۰][۲۱][۲۲]

چاپېریالي تبعیض

[سمول]

د چاپېریالي عدالت غورځنګ د خطرناکو ضایعاتو د خښولو، د سرچینو د استخراج، د ځمکې د تصرف او نورو فعالیتونو په اړوند چاپېریالي تبعیض او چاپېریالي توکمیز چلند ته د رسیده‌ګۍ په لټه کې دی. دغه چاپېریالي تبعیض پر ځمکه د ولاړو اقتصادونو د له منځه تلو، وسله‌وال تاوتریخوالي (په ځانګړي ډول د ښځو او ځايي خلکو پر وړاندې) او چاپېریالي ویجاړۍ لامل شوی دی.[۲۳][۲۴][۲۵]

ګڼې داسې ډلبندۍ شته چې د چاپېریالي مسؤولیتونو ناعادلانه وېش څرګندوي. په متحدو ایالتونو کې توکم د چاپېریالي بې‌عدالتۍ تر ټولو مهم عامل دی. په ځینو نورو هېوادونو کې بېوزلي یا ټولنیزې طبقې مهم شاخصونه دي. ټبریز تړاوونه هم په ځینو هېوادونو کې مهم دي. د چاپېریالي عدالت څېړونکي «لوریا ډاري پولیډو» او «ډېوېډ پلو» استدلال کوي چې د چاپېریالي توکمیز چلند په نښه کول د یوه داسې عنصر په توګه چې د توکمیز کپيټلېزم له ریښو څخه سرچینه اخلي، د غورځنګ لپاره ډېر مهم دي او د سپین‌پوستانو برتري لا هم له طبیعت او کاري ځواک سره د انساني اړیکو جوړولو ته دوام ورکوي. [۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱]

چاپېریالي توکمیز چلند

[سمول]

د چاپېریالي توکمیز چلند او چاپېریالي نابرابرۍ تر منځ اړیکه د نړۍ په ټولو پرمختللو او د پرمختګ په حال کې هېوادونو کې څرګنده ده. د نړیوال چاپېریالي توکمیز چلند یوه بېلګه په زیان‌منونکو ټولنو کې د خطرناکو ضایعاتو د تأسیساتو نامناسب ځایونه دي. د بېلګې په توګه د افریقا ډېری خطرناک ضایعات په افریقا کې نه تولیدېږي، بلکې د متحدو ایالتونو په څېر د پرمختللو هېوادونو له‌خوا هلته صادرېږي.[۳۲]

خطرناک ضایعات

[سمول]

دا چې د چاپېریالي عدالت ډلې د متحدو ایالتونو په څېر په پرمختللو هېوادونو کې څه ناڅه بریالۍ شوې دي، د نړیوال تولید مسؤولیتونه د نړۍ سوېلي لوري ته لېږدېدلي او دا هغه ځای دی چې د ضایعاتو د خښولو اړوند سخت مقررات نه‌شته او دغه چاره هلته ارزانه تمامېږي. له متحدو ایالتونو څخه د زهرجنو ضایعاتو صادرات په ۱۹۸۰یمه او ۱۹۹۰یمه لسیزه کې زیات شول. ډېری زیانمن هېوادونه د دغو ضایعاتو د خښولو لپاره د خښولو مناسب سیستمونه نه لري او زیانمنې ټولنې پر هغو خطرونو نه دي خبرې چې ورسره مخامخ دي.[۳۳][۳۴][۳۵][۳۶]

سرچينې

[سمول]
  1. Schlosberg, David. (2007) Defining Environmental Justice: Theories, Movements, and Nature. Oxford University Press.
  2. Malin, Stephanie (June 25, 2019). "Environmental justice and natural resource extraction: intersections of power, equity and access". Environmental Sociology. 5 (2): 109–116. doi:10.1080/23251042.2019.1608420. S2CID 198588483 – via Taylor and Francis.
  3. Miller, G. Tyler, Jr. (2003). Environmental Science: Working With the Earth (9th ed.). Pacific Grove, California: Brooks/Cole. p. G5. ISBN 0-534-42039-7.{{cite book}}: CS1 maint: multiple names: authors list (link)
  4. Schlosberg, David (2002). Light, Andrew; De-Shalit, Avner (eds.). Moral and Political Reasoning in Environmental Practice. Cambridge, Massachusetts: The MIT Press. p. 79. ISBN 0262621649. {{cite book}}: |work= ignored (help)
  5. "Environmental Justice". U.S. EPA. 3 November 2014. بياځلي په 2020-08-09.
  6. Environmental Inequality by Julie Gobert https://www.encyclopedie-environnement.org/en/society/environmental-inequalities/
  7. Martinez-Alier, Joan (2014). "Between activism and science: grassroots concepts for sustainability coined by Environmental Justice Organizations" (PDF). Journal of Political Ecology. 21: 19–60. doi:10.2458/v21i1.21124.
  8. Perez, Alejandro Colsa (2015). "Evolution of the environmental justice movement: activism, formalization and differentiation". Environmental Research Letters. 10 (10): 105002. Bibcode:2015ERL....10j5002C. doi:10.1088/1748-9326/10/10/105002.
  9. Chavis, Benjamin F.; Goldman, Benjamin A.; Lee, Charles (1987). Toxic Wastes and Race in the United States: A National Report on the Racial and Socio-economic Characteristics of Communities with Hazardous Waste Sites (Report). Commission for Racial Justice, United Church of Christ.
  10. Cole, Luke and Sheila R. Foster. (2001) From the Ground Up: Environmental Racism and the Rise of the Environmental Justice Movement. New York University Press.
  11. Britton-Purdy, Jedediah (December 7, 2016). "Environmentalism Was Once a Social-Justice Movement". The Atlantic.
  12. Morrison, Denton (September 1986). "Environmentalism and elitism: a conceptual and empirical analysis". Environmental Management. 10 (5). New York: 581–589. Bibcode:1986EnMan..10..581M. doi:10.1007/BF01866762. S2CID 153561660.
  13. Adeola, Francis (2001). "Environmental Injustice and Human Rights Abuse: The States, MNCs, and Repression of Minority Groups in the World System". Human Ecology Review. 8 (1): 39–59. JSTOR 24707236 – via JSTOR.
  14. Bullard, Robert D (2001). "Environmental Justice in the 21st Century: Race Still Matters". Phylon. 49 (3–4): 151–171. doi:10.2307/3132626. JSTOR 3132626.
  15. Bullard, Robert (2003). "Environmental justice for all" (PDF). Crisis. 110: 24.
  16. "UNEP - Principle 10 and the Bali Guideline". April 26, 2018.
  17. We, the People of Color (1991). "Principles of Environmental Justice" (PDF). EJ Net.
  18. Busscher, Nienke; Parra, Constanza; Vanclay, Frank (2020). "Environmental justice implications of land grabbing for industrial agriculture and forestry in Argentina". Journal of Environmental Planning and Management. 63 (3): 500–522. doi:10.1080/09640568.2019.1595546. S2CID 159153413 – via Taylor and Francis Online.
  19. Martinez-Alier, Joan; Anguelovski, Isabelle; Bond, Patrick; Del Bene, Daniela; Demaria, Federico; Gerber, Julien-Francois (2014). "Between activism and science: grassroots concepts for sustainability coined by Environmental Justice Organizations" (PDF). Journal of Political Ecology. 21: 19–60. doi:10.2458/v21i1.21124.
  20. Boyle, Alan (October 11, 2012). "Human Rights and the Environment: Where Next?". European Journal of International Law. 23:3 (3): 613–642. doi:10.1093/ejil/chs054 – via Oxford Academic.
  21. Gilio-Whitaker, Dina (2017-03-06). "What Environmental Justice Means in Indian Country". KCET (in انګليسي). بياځلي په 2021-12-09.
  22. "Our ancestors' dystopia now: indigenous conservation and the Anthropocene" (PDF), The Routledge Companion to the Environmental Humanities, Abingdon, Oxon: Routledge, pp. 222–231, 2017-01-06, بياځلي په 2021-12-09
  23. Adeola, Francis (2001). "Environmental Injustice and Human Rights Abuse: The States, MNCs, and Repression of Minority Groups in the World System". Human Ecology Review. 8 (1): 39–59. JSTOR 24707236 – via JSTOR.
  24. Downey, Liam (November 20, 2010). "Natural Resource Extraction, Armed Violence, and Environmental Degradation". Organization and Environment. 23 (4): 417–445. doi:10.1177/1086026610385903. PMC 3169238. PMID 21909231.
  25. Lerner, Steve (2005). Diamond: A Struggle for Environmental Justice in Louisiana's Chemical Corridor. Cambridge, MA: The MIT Press.
  26. Colquette, Kelly Michelle; Robertson, Elizabeth A Henry (1991). "Environmental Racism: The Causes, Consequences, and Commendations". Tulane Environmental Law Journal. 5 (1): 153–207. JSTOR 43291103 – via JSTOR.
  27. Skelton, Renee; Miller, Vernice (March 17, 2016). "The Environmental Justice Movement". National Resource Defense Council. بياځلي په April 23, 2011.{{cite web}}: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link)
  28. Pulido, Laura; De Lara, Juan (March 2018). "Reimagining 'justice' in environmental justice: Radical ecologies, decolonial thought, and the Black Radical Tradition". Environment and Planning E: Nature and Space (in انګليسي). 1 (1–2): 76–98. doi:10.1177/2514848618770363. ISSN 2514-8486. S2CID 149765978.
  29. Pellow, David; Vazin, Jasmine (19 July 2019). "The Intersection of Race, Immigration Status, and Environmental Justice". Sustainability (in انګليسي). 11 (14): 3942. doi:10.3390/su11143942.
  30. Pulido, Laura (2017-08-01). "Geographies of race and ethnicity II: Environmental racism, racial capitalism and state-sanctioned violence". Progress in Human Geography (in انګليسي). 41 (4): 524–533. doi:10.1177/0309132516646495. ISSN 0309-1325. S2CID 147792869.
  31. Downey, Liam (May 2005). "Assessing Environmental Inequality: How the Conclusions We Draw Vary According to the Definitions We Employ". Sociological Spectrum. 25 (3): 349–369. doi:10.1080/027321790518870. PMC 3162366. PMID 21874079.
  32. "The transboundary shipments of hazardous wastes", International Trade in Hazardous Wastes, Routledge, 1998-04-23, doi:10.4324/9780203476901.ch4, ISBN 9780419218906
  33. Pellow, David Naguib. 2007. Resisting Global Toxics. The MIT Press: Cambridge, Massachusetts.
  34. Park, Rozelia S. (1997–1998). "An Examination of International Environmental Racism through the Lens of Transboundary Movement of Hazardous Waste". Indiana Journal of Global Legal Studies. Indiana, IL.
  35. Clapp, Jennifer. "Distance of Waste: Overconsumption in a Global Economy" (PDF). خوندي شوی له the original (PDF) on 2011-06-05.
  36. Adeola, Francis (2001). "Environmental Injustice and Human Rights Abuse: The States, MNCs, and Repression of Minority Groups in the World System". Human Ecology Review. 8 (1): 39–59. JSTOR 24707236 – via JSTOR.