چارلز ال. ریسون

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
چارلز ال. ریسون
چارلز ال. ریسون
چارلز ال. ریسون

د شخص معلومات
پيدايښت ۲۱ جولای ۱۸۱۸[۱]
نيويارک  د (P19) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مړینه 16 اگسټ 1893 (75 کاله)[۱]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
نيويارک  د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
نسل امریکی افریقی [۲][۳][۴]  د (P172) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ


چارلز لوئیس ریسون (۱۸۱۸ - ۱۶ اګست ۱۸۹۳ ز کال) امریکايي ریاضي پوه، ژب پیژندونکی او ښوونکی و. هغه په متحده ایالاتو کې د تورپوستو د کالج لومړنی پروفیسور/ښوونکی و، چې د نیویارک په مرکزي کالج، مک ګراویل کې یې درس ورکاوه.[۵][۶]

د ژوند لومړي کلونه او زده کړې[سمول]

چارلز لوئیس ریسون په نیویارک ښار کې وزېږېد. هغه د میشل او الیزابت (ملویل) ریسون له دریو زامنو یو و چې دواړه آزاد رنګین پوستان و (د هغوی کورنی نوم په اصل کې ریسون و).

میشل او الیزابت په نوبت سره د ګودالوپ او سنت دومینګ سیمو وګړي و. په ۱۷۹۳ ز کال کې د هائیتي انقلاب له لومړنیو کلونو وروسته د پناه غوښتونکو په توګه کډوال شول. وروڼه یې الور دبلیو او پاتریک اچ ریسون نومونه لرل او له رهبرانو څخه وو. د هغوی مشره خور پولیکار د څلورو کلونو په عمر په ۱۸۱۸ ز کال کې مړه شوه.[۷][۸]

چارلز له خپلو دوه وروڼو سره په نیویارک کې د آزادو افریقایانو ښوونځي ته لاړ. د هغوی له ټولګیوالو څخه هنری هایلند ګارنت، جورج تی داونینګ او ایرا آلدریج و. له هغه ځایه چې چارلز له ماشومتوبه د ریاضیاتو نابغه و، په څورلس کلنۍ کې یې په ښوونځي کې د دغه مضمون په تدریس پیل کړ. هغه په ۱۸۳۵ ز کال کې په کینن نیو همپشایر کې نویز اکاډمي کې ګډون وکړ. وروسته له هغه په ۱۸۴۹ ز کال کې، چارلز د علمي پلاوي غړی شو او د نیویارک د مرکزي کالج په پیل غونډه/افتتاح کې یې وینا وکړه. دغه کالج یو موټی بنسټ و چې د امرکا د باپتیست آزاد ماموریت ټولنې د غړو له خوا د نیویارک په مک ګراوېل کې یې بنسټ کېښودل شو (هغه مهال ورته مک ګراویل ویل کېدل، چې نه باید له اوسني مک ګراویل سره غلط شي).[۹][۱۰][۱۱]

هغه د یو «پیاوړي عالم او نابغه»، «روښانه څېرې لرونکی، ښکلو تاو ویښتانو لرونکي او برېتور» کس په توګه یاد شوی. «هغه ډېر په آسانۍ سره له آنګلو ساکسون سره غلط کېده». د یوې بلې ستاینې له مخې ویل کېږي چې هغه «په دغه ښار (نیویارک) کې د رنګین پوستو له نژاد څخه یو با وقاره نارینه و».[۱۲][۱۳]

مسلک[سمول]

د ښوونکي په توګه د ریسون لومړنۍ دنده، په ۱۸۳۰ مه لسیزه کې «د لورن سړک په کویکر ښوونځي» کې وه.[۱۴]

ریسون له چارلز بنت ری سره، د رنګین پوستو ماشومانو ترمنځ د زده کړو د ترویج په موخه په ۱۸۴۷ ز کال کې یوه ټولنه تاسیس کړه. دوه کاله وروسته هغه په مک ګریول کې د نیویارک په مرکزي کالج کې د یوناني، لاتین او فرانسوي ژبو د خطاطۍ د ښوونکي په توګه وټاکل شو او همدارنګه هم مهاله د ریاضیاتو د پروفیسور په توګه په تدریس بوخت و. مرکزي کالج لومړنی کالج و چې له لومړۍ ورځې یې د انساني ځواک په بشپړتیا پیل وکړ او ریسون یې یو په شرایطو برابرو غوښتونکو څخه و چې په کار یې وګماره.[۱۵]

ریسون په ۱۸۵۲ ز کال کې دغه څوکۍ پرېښوده او په فیلادلفیا کې د رنګین پوستو ځوانانو د کویکر انستیتیوت (وروسته په چي ني پنسلوانیا پوهنتون واوښت) مدیر وټاکل شو چې تر ۱۸۵۶ ز کال کې پورې په دغه ځای کې پاتې شو. ریسون د خپل خدمت پر مهال، د زده کړیالانو شمېر له شپږ تنو څخه ۱۱۸ تنو ته زیات کړ. هغه په دغه انستیتیوت کې د ریاضیاتو او ساینس په برخه کې له تدریس سره لیوالتیا لره، خو په تدریج سره یې نورو څانګو، په ځانګړې توګه ژبو ته مخه کړه. د وروستي کال زده کړیالانو تمه درلوده چې د هغوی نمرې د متحده ایالاتو د تورپوستو ټولنې په ډېرو چاپ کېدونو ورځپاڼو کې څرګندې شي: «آ.اِم.ایز کریسچین ریکارد». معمول ډول نیمايي زده کړیالان نه توانېدل چې په فراغت کې بریالي شي. په داسې حال کې چې روزنیز مطالب او ازموینې ستونزمنې وې، خو والدینو د خپلو اولادونو د راجستر کولو په موخه خپله هڅه کوله.[۱۶]

ریسون نیویارک، ته چېرې چې هغه د څو لسیزو لپاره د عامه زده کړو په برخه کې د ښوونکي، مدیر او اصلاح غوښتونکي په توګه خدمت کړی و، بېرته راوګرځېد. نوموړی په ۴۱ سړک ۲ بلاک کې د رنګین پوستو د ګرامر د ښوونځي مدیر و. ریسون دغه مهال د غلامۍ او نژادي تبعیض په له منځه وړو ډېرې هڅې وکړې. نوموړی د رنګین پوستو کارګرانو د کنوانسیون استازی و چې په ۱۸۷۰ ز کال کې د نیویارک په ساراتوګا سپرینګز کې جوړ شو. ریسون د نیویارک د دولتي ښوونځیو د ادغام په موخه د ۱۸۷۳ ز کال قانون د تصویب لپاره په بریالي ډول رایې راغونډې کړې. له دې سره هغه په ۱۸۷۶ ز کال کې د نیویارک ښار د رنګین پوستو د دولتي ښوونځیو مشر شو. ریسون په ډېرو ټولنیزو ګروپونو کې په سیاسي ډول فعال و. نوموړی د ۱۸۸۴ ز کال په ولسمشریزو ټاکنو کې ټاکنیز کالج ته نوماند و چې اوس مهال د جمهوري غوښتونکو په ټکټ کې یو له مهمو سیاسي موقعیتونو څخه ګڼل کېږي.[۱۷][۱۸][۱۹]

په ۱۸۷۸ ز کال کې هغه په ۲۴۲ ختیځ ۵۳ سړک کې د قهوه یي ډبرو بیروني څېرې لرونکی کور درلود. دغه کور له کتابونو ډک و. هغه د «هغه سړي په توګه چې ډېره مطالعه کوي او په څو ژبو خبرې کولای شي، یادېږي... ویل کېږي چې هغه د ۶۰ زره ډالرو په ارزښت سرمایه لرله (چې په ۲۰۲۰ ز کال له ۱ میلیون ۶۰۹ زره ۳۴ ډالرو سره برابرېږي)».[۲۰]

د نژادي توپیر له مخې د نیویارک ښار د ښوونځیو له وېش وروسته، نوموړی په ۴۲ سړک کې په لویدیځ ۲۵۲، ۸۰ بلاک کې د ګرامر ښوونځي مدیر شو. په داسې حال کې چې ریسن دوه ځله مغزي سکته کړې وه (یوه په ۱۸۸۵ ز کال او بله په ۱۸۹۰ ز کال کې) او د ده د جسمي کمزورتیا لامل وګرځېدې، خو د تقاعد تر مهاله، نږدې له مړینې تر ۵ میاشتو مخکې پورې یې خپل کار ته دوام ورکړ.[۲۱]

ریسون شاعر هم و. همدارنګه یې په ۱۸۳۰ مه لسیزه کې د رنګین پوستو د امریکايي مجلې له خپرېدو سره مرسته وکړه او په ۱۸۴۰ مه لسیزه کې د نیویارک ښار د فونیکس ټولنې یو له رهبرانو څخه و. هغه د «آزادۍ» شعر ولیکه او په هغه کې یې د غلامۍ د له منځه وړو د بریتانوي پلوي «توماس کلارکسون» ستاینه وکړه. دغه شعر د کلارکسون په ژوند لیک کې په ۱۸۴۹ ز کال کې د الکساندر کرامل له خوا خپور شو.[۲۲]

واده او کورنۍ[سمول]

د ریسون د شخصي ژوند په اړه زیات مالومات نشته. خو ویل کېږي چې هغه درې ځله واده کړی او خپلې مېرمنې یې له لاسه ورکړې دي.د هغه دریمه او وروستنۍ مېرمن کلوریس (دوپلسیس) ستیو (۱۸۱۹-۱۸۸۴) وه چې د ۱۸۵۵ ز کال د جولای په ۱۷ مه یې په نیویارک ښار کې له هغه سره واده وکړ. هغوی هېڅ اولاد نه درلود. خو ریسون له خپلې پخوانۍ میرمنې (په نیویارک ښار کې شیریني پخونکې، هوټل لرونکې او د فرانسوي خوړو چمتو کوونکې) لوسین استیو (۱۸۰۹-۱۸۰۵۲) څخه یوه لور لرله.[۲۳]

ریسون دوه ځله مغزي سکته وکړه چې د ښه کېدو له دورې وروسته، اړ شو څو خپل کار ته په بار وړونکې وسیله کې کار ته لاړ شي، ځکه نور یې نشو کولای وګرزي. نوموړی له مړینې ۵ میاشتې وړاندې تقاعد شو او په پایله کې په ۱۸۹۳ ز کال کې د نیویارک ښار په ۵۳ سړک کې په خپل کور کې ومړ. د نوموړي د مړینې لامل برایټ ناروغي (د ګردو التهاب) اعلان شو. د هغه شتمني ۳۰ زره ډالر اټکل شوه.[۲۴]

سرچينې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6gs35f4 — subject named as: Charles L. Reason — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  2. http://vocab.getty.edu/ulan/500450156 — د نشر نېټه: ۱۰ سپټمبر ۲۰۲۱ — پیدا کوونکی: Getty Research Institute
  3. http://vocab.getty.edu/ulan/500450156 — دوتنه: Deborah Willis — ISBN 0-8240-9147-7
  4. http://vocab.getty.edu/ulan/500450156
  5. John H. McLendon III, "Charles L. Reason", Black Past, 2007-2011, accessed 26 February 2011
  6. Donaldson, James (1988–1989). A Century of Mathematics in America. Providence, R.I.: American Mathematical Society. د کتاب پاڼي 450–451. OCLC 18191729. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-8218-0136-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Dorothy B. Porter, "Patrick H. Reason", Dictionary of American Negro Biography, edited by Rayford W. Logan and Michael R. Winston, 1982
  8. "Reason, Patrick Henry (1817–1898) - Artistic Value, Chronology" Archived 2011-07-26 at the Wayback Machine., JRank, accessed 26 February 2011
  9. Simmons, William J., and Henry McNeal Turner. Men of Mark: Eminent, Progressive and Rising. GM Rewell & Company, 1887. p657
  10. Williams, Scott (2001-07-01). "Charles L. Reason, an African American Mathematician in 1850". Mathematicians of the African Diaspora. مؤرشف من الأصل في ۲۳ اپرېل ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ جون ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Scott W. Williams, "Charles L. Reason, an African American Mathematician in 1850", Mathematicians of the African Diaspora Website, State University of New York, Buffalo, 2006, accessed 26 February 2011
  12. (په August 8, 1865 باندې). [{{{url}}} Biography of the Rich Colored Folks of New York]. Included in Parks 2017b, part 2.
  13. (په December 10, 1878 باندې). [{{{url}}} {{{title}}}]. Included in Parks 2017b, part 2.
  14. (په August 19, 1883 باندې). [{{{url}}} Charles L. Reason dead]. Included in Parks 2017a, part 2.
  15. (په March 12, 1850 باندې). [{{{url}}} Promiscuous—Central College, at McGrawville]. Reprinted in the Cortland County Express. Included in Parks 2017a, part 3, p. 3.
  16. Biddle, Daniel R.; Murray Dubin (2010). Tasting Freedom: Octavius Catto and the Battle for Equality in Civil War America. Philadelphia: Temple University Press. د کتاب پاڼي 157–8. OCLC 473123281. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781592134656. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. (په November 2, 1884 باندې). Tuesday, November 4, election of Grover Cleveland.
  18. (په August 11, 1876 باندې). Personal mention.
  19. (په August 24, 1870 باندې). The Colored Labor Convention.
  20. (په December 10, 1878 باندې). [{{{url}}} {{{title}}}]. Included in Parks 2017b, part 2.
  21. (په August 18, 1893 باندې). OBITUARY. Prof. Charles A. [sic Reason].
  22. Joan R. Sherman, Invisible Poets: Afro-Americans of the Nineteenth Century, 2d ed. (1989), pp. 27-32
  23. 1850 Federal Census, Fifth Ward, City of New York, p. 458
  24. (په August 18, 1893 باندې). OBITUARY. Prof. Charles A. [sic Reason].