چاد

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
و اصلی برخی ته ورشی د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی

چاډ چې رسمي نوم یې د چاد جمهوریت دی په مرکزي افريقا کې په وچې پورې تړلی هیواد دی. د چاد پلازمینه د انجامنا ښار او رسمی ژبي یې فرانسوي او عربي ژبهي دي ، ۰۰۰'۲۸۴'۱ کیلومتره مساحت او ۲۰۸'۳۲۹'۱۰ میلیونه وګړي لري. چاد په ۱۱ د اګست ۱۹۶۰م کال له فرانسه خپلواکی ترلاسه کړه.

بيرغ نښان
نخشه
موقعيت
حکومت
 -  ولسمشر ادریس دبی
 -  د ولسي جرګې رئیس هاروون کابادي
Legislature ولسي جرګه
جوړښت
 -  له فرانسې ۱۱ اګسټ ۱۹۶۰ 
ارتوالی
 -  ټولټال ۱٬۲۸۴٬۰۰۰ کيلومتر2 [۱](20ام)
۴۹۵٬۷۵۵ sq mi 
 -  اوبه (%) ۱٫۹
د وگړو شمېر
 -  ۲۰۱۵ estimate ۱۳٬۶۷۰٬۰۸۴[۲] 
 -  ۲۰۰۹ census ۱۱٬۰۳۹٬۸۷۳[۳] 
 -  گڼه گونه 8.6/km2 
۲۲٫۳/sq mi
نا خالص داخلي تولید (PPP) ۲۰۱۸ اټکل
 -  ټولټال $۳۰ بیلیونع[۴] (۱۲۳ام)
 -  پر کس $۲٬۴۲۸[۴] (۱۶۸ام)
GDP (nominal) ۲۰۱۸ اټکل
 -  ټولټال $۱۱ بیلیون[۴] (۱۳۰ام)
 -  پر کس $۸۹۰[۴] (۱۵۱ام)
Gini (۲۰۱۱) ۴۳٫۳ 
بشري پرمختيا (۲۰۱۸) ۰٫۴۰۱ (۱۸۷ام)
د وخت سيمه (UTC+۱)
د موټر چلولو سمت راست
د انټرنټ مخکښ شپول .td
پيل گڼ +۲۳۵

چاد (/tʃæd/؛ (اورېدل ) په عربي ژبه: تشاد Tšād تلفظ یې: ت‌شاد (tʃaːd)؛ په فرانسوي تچاد، تلفظ یې ت‌چاد/[tʃa(d)] په رسمې ډول د چاد جمهوریت په نوم پېژندل کېږي. په  وچه کې پروت هېواد دی چې د سویلي او مرکزي افریقا د تقاطع پر کرښه موقعیت لري. د شمال لور ته له لیبیا، د ختیځ لور ته له سوډان، د سویل لور ته د مرکزي افریقا جمهوریت، سویل  لویدیځ ته له کامرون، سویل ختیځ ته له نایجیریا (د چاد خلیج کې) او د لویدیځ لورته له نایجیریا سره پوله لري. چاد ۱۶ میلیونه نفوس لري چې له ډلې یې ۱,۶ میلیونه په پلازمېنه او تر ټولو لوی ښار ندجامېنا کې ژوند کوي.

چاد څو سیمې(زونونه) لري: په شمال کې د بېدیا زون، په مرکز کې یو وچ ساحلي کمربند او په سویل کې د سوډاني حاصل‌خېزه سیمه ساوانا. د چاد خلیج چې دا هېواد یې په نوم نومول شوی د افریقا په کچه دویم لوی تالاب دی. د چاد هېواد رسمي ژبې عربي او افریقایي دي. یاد هېواد له ۲۰۰ څخه زیاتو قومي او ژبني ډلو کور دی. په چاد کې اصلي دینونه اسلام (۵۱.۸٪) او عیسویت (۴۴,۱%) دي.[۵]

له میلاد څخه مخکې په ۷مه زریزه کې ګڼ شمېر انساني نفوسونه چادي حوزې ته کډه شوي. له میلاد څخه وروسته د لومړنۍ زریزې په پای کې د چاد په ساحلي کرښه کې د ایالتونو او امپراتوریو ټولګه رامنځته شوې او نسکوره شوې، چې هر یو یې د سب صحرا د سوداګریزو لارو پر کنترول تمرکز درلود. فرانسې دا خاوره په ۱۹۲۰ ز کال کې فتحه کړه او د فرانسې د استوایي افریقا د برخې په توګه یې خپله ضمیمه کړه. چاد په ۱۹۶۰ز کال کې د فرانسس تومبالبایې په مشرۍ خپله خپلواکي ترلاسه کړه. د هغه د سیاستونو په اړه په شمال کې د مسلمانانو کرکه په ۱۹۶۵ ز کال کې د یوې اوږد مهاله سختې کورنۍ جګړې لامل شوه. یاغیانو په ۱۹۷۹ ز کال کې پلازمېنه ولکه کړه او د سویل لوړتیاپالنې ته یې د پای ټکی کېښود. وروسته یاغي قومندانان له یو بل سره په جګړه کې ښکېل شول تر هغه چې حسین هابري خپلو سیالانو ته ماته ورکړه. په ۱۹۷۸ ز کال کې د چاد او لیبیا نښته د لیبیا له یرغل سره پیل شوه چې په ۱۹۸۷ ز کال کې د فرانسي له پوځي مداخلې (د اېپيرېویر عملیات) سره ودرول شوه.حسین هابري هم په خپل وار سره په ۱۹۹۰ زکال کې د خپل جنرال ادریس دبي له خوا له واک څخه لرې شو. په ۱۹۹۱ ز کال کې د فرانسې په ملاتړ د چاد نوي کول پیل او د چاد ملي پوځ رامنځته شو. په ۲۰۰۳ کال کې  په سوډان کې د دارفور کړکېچ پولو ته وغزېد او هېواد یې بې ثباته کړ. خلک او ملت چې تیار بې وزله وو د چاد د ختیځ په  کمپونو کې یې د سلګونه زره سوډاني کډوالو د ځای پر ځای کولو هڅه وکړه.

په داسې حال کې چې د چاد د مقننې قوې په  ملي اسامبلۍ کې ډېری سیاسي ګوندونه شته وو. د ادریس دبي د ولسمشرۍ په دوره کې چې واکمني يې د زوراکۍ په توګه يادېږي، واک ​​​​په کلک ډول د هېواد پالنې د ژغورنې غورځنګ لاسته ولویده. د ۲۰۲۱ ز کال په اپرېل کې د FACT یاغیانو له خوا د ولسمشر دبي تر وژل کېدو وروسته د هغه د زوی مهامت دبي په مشرۍ انتقالي پوځي شورا واک ترلاسه کړ او اسامبله یې منحل کړه. چاد په سیاسي تاوتریخوالي او پرلپسې کودتاوو کې ښکېل هېواد دی. دا لږ پرمختللی هېواد دی او د انساني پرمختیا په شاخص کې تر ​​​​ټولو ټيټه درجه لري. چاد د نړۍ په کچه تر ټولو بې وزله او فاسد هېواد دی. ډېری اوسېدونکي یې مالداران او کروندګر دي چې په بې وزلۍ کې ژوند تېروي. له ۲۰۰۳ ز کال څخه خام تېل د یاد هېواد د صادراتي عاید په اصلي سرچینه بدل شوي او د پنبې د دودیز صنعت ځای یې خپل کړی. چاد د انساني حقونو په برخه کې کمزوری ریکارډ لري او له پرله پسې ناسمو کارونو، لکه: خپل سرې بندخونې، له قانون څخه وتلې وژنې او د امنیتي ځواکونو او وسله والو ډلو له خوا د مدني آزادیو له محدودیت سره مل دي.[۶][۷][۸][۹]

تاریخچه[سمول]

له ميلاد څخه مخکې په ۷مه زریزه کې د چاد خاوري په شمالي نیمه برخه کې چاپېریالیز شرایط د انسانانو د مېشتېدو وړ شول او په پام وړ ډول یې نفوس زیات شو. د افریقا د لرغون پوهنې ځینې مهم ځایونه په چاد کې اساسا د بوروکو - اینوډي - ټېبېسټي (Borkou-Ennedi-Tibesti Region) په سیمه کې موندل کېږي. ځینې یې له میلاد څخه مخکې د ۲۰۰۰ کال لومړیو ته ورګرځي.[۱۰][۱۱]

له ۲۰۰۰ ز کلونو څخه زیات مهال راهیسې چادي حوزه،  د لږ فعالو او کروندګرو خلکو مېشت  ځای دی. دا سیمه د تمدنونو څلور لارې ده. له دغو تمدنونو څخه تر ټولو لرغونی یې افسانوي سایو دی چې له لرغونو آثارو او شفاهي تاریخ څخه پېژندل کېږي. سایو د کانم د امپراتورۍ لاس ته ورغی چې له میلاد څخه مخکې په لومړۍ زریزه کې د چاد په ساحلي حوزه کې تر ټولو لومړۍ او اوږدمهاله امپراتوري وه چې د نورو امپراتوریو تر منځ یې په یاده سیمه کې پراختیا ومونده. په سیمه کې دوه نور ایالتونه د باګریمي سلطنت او وادیه امپراري وه چې په ۱۶ او ۱۷ پېړۍ کې رامنځته شوې. د کانم او د هغه د ځای ناستو ځواک د ترانس - صحرا د سوداګریزو لارو پر کنترول ولاړ و چې له یادې سیمې څخه تېرېدلې. پر غلامانو د یرغل پرته دغه ملتونه اودولتونه، لږ تر لږه په ضمني ډول مسلمانانو هېڅکله خپل کنترول سویلي شنو سیمو ته ونه غزاوه. د کانم د نفوس یو پر درېيمه برخه غلامان وو.[۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

په ۱۹۰۰ ز کال کې د فرانسې د استعمار پراختیا د Territoire Militaire des Pays et Protectorats du Tchad د رامنځته کېدو لامل شوه. فرانسې په ۱۹۲۰ ز کال کې د مستعمرې بشپړ واک خپل کړ او هغه یې د فرانسې د اوستوایي افریقا برخه وګرځوله. د فرانسې د نورو مستعمرو په پرتله په چاد کې د فرانسې د حکومت ځانګړنه د خاورې د نوي کولو او متحدولو په برخه کې د سیاستونو نشتوالی و.[۱۷][۱۸]

فرانسویانو مستعمره په لومړیو کې د بې ارزښته او داسې کاري ځواک سرچينه ګڼله چې د خامې پنبې د تولید په برخه کې یې هېڅ پوهه نه لرله؛ فرانسې په ۱۹۲۹ کال کې په لویه کچه د پنبې تولید معرفي کړ. د چاد استعماري دولت په شدید ډول د کارکوونکو له کمښت سره مخ و او اړ و چې د فرانسې د دولتي خدمتونو په پاتې شونو تکیه وکړي. په سویل کې یوازې سارا په اغېزمن ډول اداره کېده؛ په اسلامي شمال او ختیځ کې د فرانسې حضور تش په نوم و. ښوونیز سیستم د دغې بې خبرۍ/ غفلت تر اغېز لاندې و.[۱۹][۲۰]

تر دویمې نړیوالې جګړې وروسته فرانسې چاد ته د سیندونو هاخوا وضعیت او اوسېدونکو ته یې په ملي اسامبله کې د استازو د ټاکلو حق ورکړ. تر ټولو لوی سیاسي ګوند د چاد پرمختللی ګوند (په فرانسوي: Parti Progressiste Tchadien, PPT) و چې د سویلي مستعمرې په نیمايي برخه کې مېشت و. چاد ته د ۱۹۶۰ ز کال د اګست په ۱۱ د PPT د مشر فرانسوا تومبالبای په مشرۍ چې د سارا له نژاد څخه لومړنی ولسمشر و، خپلواکي ورکړل شوه. [۲۱][۲۲][۲۳]

ایداري وېش[سمول]

Régions du Tchad.

د چاد عیواد ښارونه

نوملړ

تاریخ[سمول]

کلتور[سمول]

جغرافیه[سمول]

د چاد هیواد طبیعي نقشه.

له سپوږمکۍ نه د چاد هیواد انځور

اقتصاد[سمول]

  1. "Le TCHAD en bref" (په فرانسیسی ژبه کي). INSEED. 22 July 2013. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۲ ډيسمبر ۲۰۱۵ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ ډيسمبر ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. کينډۍ:Cite report
  3. کينډۍ:Cite report
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ ۴٫۲ ۴٫۳ "Chad". International Monetary Fund. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "Enquête Démographique et de Santé 1996–1997" (PDF). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "Chad's authoritarian Deby unwilling to quit". Deutsche Welle (په انګلیسي ژبه کي). 8 April 2016. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ اگسټ ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. کينډۍ:Cite magazine
  8. Werman, Marco (5 June 2012). "ExxonMobil and Chad's Authoritarian Regime: An 'Unholy Bargain'". The World. Public Radio International. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ اگسټ ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. (په 21 April 2021 باندې). Chad in turmoil after Deby death as rebels, opposition challenge military. Reuters
  10. Decalo, pp. 44–45
  11. S. Collelo, Chad
  12. D. Lange 1988
  13. Decalo, p. 6
  14. Decalo, pp. 7–8
  15. S. Collelo, Chad
  16. "Welcome to Encyclopædia Britannica's Guide to Black History". Encyclopædia Britannica. 
  17. Decalo, pp. 8–9
  18. Decalo, pp. 8, 309
  19. S. Collelo, Chad
  20. Decalo, pp. 8–9
  21. S. Collelo, Chad
  22. Decalo, pp. 248–249
  23. Nolutshungu, p. 17