Jump to content

ځنګل سوځېدنه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ځنګل سوځېدنه، د ځنګل اور، د بوټو سوځېدنه، د وحشي ځمکو اور لګېدنه یا په کلیوالو سیمو کې اور لګېدنه په داسې سیمه کې ناپلان شوې، نه کنترولېدونکې او ناڅاپي اور لګېدنې ته ویل کېږي چې په نباتاتو پوښلې وي او اور اخیستی شي او دغه اور لګېدنه په ښاري او کلیوالو سیمو کې پیلېږي. ځينې ځنګلي ایکوسیستمونه په طبیعي حالت کې له دغه ډول اور لګېدنې سره تړلي دي. د نباتاتو د شتون ډول ته په کتو سره ځنګلي اور لګېدنه په ځانګړي ډول په څو ډولونو ډلبندي کولی شو چې د بوټو سوځېدنه (په استرالیا کې)، د دښتې سوځېدنه، د چمن سوځېدنه، د غونډیو سوځېدنه، د ډبرو سکرو د خامو توکو سوځېدنه او د نباتاتو سوځېدنه یې د بېلګې په توګه یادولی شو. ځنګل سوځېدنه د اور له هغو ګټورو استفادو سره توپير لري چې کنترول شوې اورلګېدنې بلل کېږي، که څه هم کنترول شوې اور لګېدنې هم پر ځنګل سوځېدنه بدلېدای شي.[۱][۲][۳][۴]

فوسیلي سکاره څرګندوي چې ځنګل سوځېدنې کابو ۴۱۹ میلیونه کاله مخکې په سیلورین دوره کې د ځمکنیو نباتاتو له را څرګندېدو وروسته پیل شوې. د ځمکني ژوند د تاریخ په اوږدو کې د ځنګل سوځېدنو پېښې دا ګمان رامنځته کوي چې اور باید د ډېرو ایکوسیستمونو پر نباتاتو او حیواناتو څرګندې تکاملي اغېزې ولري. په ځمکه کې د کاربن لرونکو نباتاتو شتون، موسمي وچ اقلیم، اتومسفیري اکسیجن او پراخې رڼاوې او اتشفشاني احتراقونه د اور لګېدنو لپاره ښه شرایط برابروي یا رامنځته کوي.[۵][۶]

ځنګل سوځېدنې تر ډېره د لګېدنې یا احتراق د علت، فزیکي خواصو، د احتراق وړ موجودو توکو او پر اور د اقلیم د اغېزو په څېر ځانګړنو له مخې ډلبندي کېږي. د ځنګل سوځېدنې د چلند او شدت لامل د ځینو عواملو ترکیب یا یوځایوالی دی چې شته سون‌توکي، فزیکي ترتیبات او اقلیم یې د بېلګې په توګه یادولی شو. هغه اقلیمي څرخې چې داسې مرطوبې دورې په کې شاملېږي چې پام وړ سون‌توکي رامنځته کوي او ورپسې وچکالي او ګرمي ورسره وي، تر ډېره د شدیدو ځنګل سوځېدنو لامل کېږي. دغه څرخې د ګرمۍ د څپو او د اقلیمي بدلونونو په دلیل د وچکالیو له امله لا شدیدېږي.[۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

ځنګل سوځېدنې کولای شي انسانانو ته مالي او ځاني زیانونه واړوي، خو له دې سره سره طبیعي اور لګېدنې ښايي پر هغو ځایي نباتاتو، حیواناتو او ایکوسیستمونو ګټورې اغېزې هم ولري چې له اور سره یې تکامل کړی دی. شدیده اور لګېدنه داسې پېچلي لومړني ځنګلي مېشت‌ځایونه رامنځته کوي چې د یوه ناسوځېدلي پخواني ځنګل په پرتله یې د نوعو ډېروالی او بېلابېلوالی ډېر وي. ډېری نباتي نوعې د ودې او مثل د تولید لپاره د اور له اغېزو سره تړلې دي. ځنګل سوځېدنې ښايي په هغو ایکوسیستمونو کې شدیدې منفي اغېزې ولري چې هلته اور لګېدنه غیر معموله ده یا هم هغه ځایونه چې هلته غیر ځايي نباتاتو تجاوز کړی وي. په ورته ډول انساني ټولنې هم د اور لګېدنې تر سختو اغېزو لاندې راتلای شي چې پر روغتیا د لوګي مستقیمې اغېزې، د مالونو ویجاړي، اقتصادي زیانونه، د ایکوسیستمي خدمتونو ویجاړي او د اوبو او خاورې ککړتیا یې د بېلګې په توګه یادولی شو.[۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

ځنګل سوځېدنې د سایبریا، کلفورنیا او استرالیا په څېر په ځینو سیمو کې د طبیعي غمیزو یو ډېر معمول ډول دی. د مدیترانه‌يي اقلیم لرونکې سیمې یا د ټایګا بایوم سیمې په دې برخه کې ډېرې حساسې دي. په نړیواله کچه د انساني کړنو له امله ځنګل سوځېدنې تر طبیعي حد ډېرې شدیدې شوې دي، په داسې ډول چې د طبیعي سطحو په پرتله د اور لګېدنو له امله سوځېدلې ځمکې دوه برابره ډېرې شوې دي. انسانان د ځمکې په کارولو کې د بدلون او اور لګېدنو د مهار په څېر مستقیمو انساني فعالیتونو له امله د ځنګلي اور لګېدنو په ډېروالي او د اقلیمي بدلونونو له امله د ګرمۍ او وچکالۍ د دورو په زیاتوالي کې رول لري. د اور لګېدنو دغه ډېروالی د منفي فیډبک کړۍ رامنځته کوي او په طبیعي ډول جلا شوی کاربن بیاځلي اتومسفیر ته ګرځوي او په پایله کې د نړۍ ګرمي لا ډېره زیاتوي.[۱۹][۲۰][۲۱]

فزیکي مشخصات

[سمول]

ځنګل سوځېدنې هغه مهال پېښېږي چې د اور لګېدنې لپاره ټول اړین عناصر په یوه حساسه سیمه کې سره راټول شي: د احتراق یا اور لګېدنې یوه سرچینه چې د نباتاتو په څېر له لګېدونکو یا احتراق وړ موادو سره په داسې ډول په اړیکه کې وي چې کافي حرارت ورته ورسېږي او د چاپېریال له هوا څخه کافي اکسیجن ولري. ډېر رطوبت معمولاً د اور لګېدنې مخنیوی کوي او خپرښت ټکنی کوي، ځکه چې په موادو کې د شته اوبو د تبخیر او د جوش تر ټکي پورې موادو ته د حرارت ورکولو لپاره ډېرې لوړې تودوخې ته اړتیا ده. ګڼ ځنګلونه معمولاً ډېر سیوری لري او په پایله کې یې د چاپېریال تودوخه کمېږي او رطوبت زیاتېږي چې له همدې امله یې د سوځېدنې شونتیا کمه ده. د وښو او پاڼو په څېر کم غلظت لرونکي مواد په اسانۍ سره اور اخلي، ځکه چې د ښاخونو او تنو په څېر د غلظیو موادو په پرتله کمې اوبه لري. نباتات په دوامدار ډول د تبخیر له لارې خپلې اوبه له لاسه ورکوي، خو بېرته یې دغه له لاسې تللې اوبه د خاورې، رطوبت او باران له امله په جذب شویو اوبو سره د تعادل حالت ته ځي. کله چې دغه تعادل وساتل شي، نباتات وچېږي او د وچکالۍ په پایله کې د سوځېدو یا اورلګېدنې وړ ګرځي.[۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹]

د اقلیمي بدلون اغېزې

[سمول]

د ګرمۍ او وچکالۍ د څپو له امله د خطرونو لوړوالی

[سمول]

د ګرمۍ څپې، وچکالي، د «ال نینو» په څېر اقلیمي بدلونونه او سیمه‌ييزې اقلیمي بېلګې یا الګوګانې کولای شي خطرونه لا ډېر کړي او د ځنګل سوځېدنو ډول په پام وړ ډول بدل کړي. څو کاله ورښت او ورپسې د ګرمو دورو راتګ کولای شي له پراخو اور لګېدنو او د اوږدمهالو اورونو له موسمونو سره مرسته وکړي. تودوخه په همدې ډول پر ځنګل سوځېدنو اغېز کوي، وچوي یې او وروسته یې د احتراق یا اور اخیستو جوګه ګرځوي. د ۱۹۸۰یمې لسیزې له منځنیو کلونو راهیسې د لومړنیو واورو ویلي کېدل او اړونده ګرمي په متحدو ایالتونو کې د ځنګل سوځېدنې د موسم د شدت او اوږدوالي له ډېرېدو سره مله ده. د ځمکې ګرموالی ښایي په ډېرو سیمو کې د وچکالیو شدت او ډېروالی زیات کړي او له امله یې شدیدې او پرله‌پسې اور لګېدنې رامنځته شي. په ۲۰۱۹ کال کې یوې څېړنې وښوده چې په کلفورنیا کې د اور لګېدنې د خطر ډېروالی ښايي د انساني فعالیتونو له امله د اقلیمي بدلونونو لامل وبلل شي. د څه باندې ۸۰۰۰ کلونو د مخکېنیو رسوباتو څېړنې وښوده چې په ګرمو اقلیمي دورو کې شدیدې وچکالۍ او بدیلې اور لګېدنې پېښېږي او پایله یې دا وه چې اقلیم پر ځنګل سوځېدنو دومره قوي اغېز کړی چې په څه ناڅه ګرم راتلونکي کې د ځنګلونو د جوړښت د بیارغونې لپاره هڅې ناشونې دي.[۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵][۳۶][۳۷][۳۸][۳۹]

د ۱۹۷۴-۱۹۷۵ کلونو په اوړي کې استرالیا د خپل تاریخ له تر ټولو بدې اور لګېدنې سره مخ شوه او دا هغه مهال و چې د استرالیا په ۱۵ سلنه وچه سیمه کې پراخې اور لګېدنې زیانونه واړول. د هغه اوړي اور لګېدنې شاوخوا ۱۱۷ میلیونه هکتاره (۲۹۰ میلیونه اېکړه، ۱۱۷۰۰۰۰ کیلومتره مربع، ۴۵۰۰۰۰ مایل مربع) ځمکه وسوځوله. په استرالیا کې د ګرمو ورځو کلنی شمېر (تر ۳۵ سانتي ګراد پورته) او د ډېرو ګرمو ورځو شمېر (چې تر ۴۰ سانتي ګراد درجو پورته وي) له ۱۹۵۰ کال راهیسې د دغه هېواد په ډېرو سیمو کې په پام وړ ډول زیات شوی دی. په دغه هېواد کې تل ځنګل سوځېدنې پېښې شوې دي، خو په ۲۰۱۹ کال کې د دغو اور لګېدنو پراخوالی او شدت ډېر زیات شو. د لومړي ځل لپاره د سیډني لپاره د اور لګېدنو سخت شرایط اعلان شول. «نیو سوت وېلز» او «کویینزلنډ» بیړنی حالت اعلان کړ، خو په سوېلي او لوېدیځه استرالیا کې هم اور ولګېد.[۴۰][۴۱][۴۲][۴۳]

سرچينې

[سمول]
  1. Cambridge Advanced Learner's Dictionary (Third ed.). Cambridge University Press. 2008. ISBN 978-0-521-85804-5. خوندي شوی له اصلي څخه په 13 اگسټ 2009.
  2. "CIFFC Canadian Wildland Fire Management Glossary" (PDF). Canadian Interagency Forest Fire Centre. بياځلي په 16 August 2019.
  3. "Drought, Tree Mortality, and Wildfire in Forests Adapted to Frequent Fire" (PDF). UC Berkeley College of Natural Resources. بياځلي په 15 March 2022.
  4. "Forest fire videos – See how fire started on Earth". BBC Earth. خوندي شوی له the original on 16 October 2015. بياځلي په 2016-02-13.
  5. Scott, Andrew C.; Glasspool, Ian J. (2006-07-18). "The diversification of Paleozoic fire systems and fluctuations in atmospheric oxygen concentration". Proceedings of the National Academy of Sciences (in انګليسي). 103 (29): 10861–10865. Bibcode:2006PNAS..10310861S. doi:10.1073/pnas.0604090103. ISSN 0027-8424. PMC 1544139. PMID 16832054.
  6. Bowman, David M. J. S.; Balch, Jennifer K.; Artaxo, Paulo; Bond, William J.; Carlson, Jean M.; Cochrane, Mark A.; D’Antonio, Carla M.; DeFries, Ruth S.; Doyle, John C. (2009-04-24). "Fire in the Earth System". Science (in انګليسي). 324 (5926): 481–484. Bibcode:2009Sci...324..481B. doi:10.1126/science.1163886. ISSN 0036-8075. PMID 19390038. S2CID 22389421.
  7. Flannigan, M.D.; B.D. Amiro; K.A. Logan; B.J. Stocks & B.M. Wotton (2005). "Forest Fires and Climate Change in the 21st century" (PDF). Mitigation and Adaptation Strategies for Global Change. 11 (4): 847–859. doi:10.1007/s11027-005-9020-7. S2CID 2757472. خوندي شوی له the original (PDF) on 25 March 2009. بياځلي په 26 June 2009. {{cite journal}}: More than one of |archivedate= and |archive-date= specified (help); More than one of |archiveurl= and |archive-url= specified (help)
  8. Graham, et al., 12, 36
  9. National Wildfire Coordinating Group Communicator's Guide For Wildland Fire Management, 4–6.
  10. "National Wildfire Coordinating Group Fireline Handbook, Appendix B: Fire Behavior" (PDF). National Wildfire Coordinating Group. April 2006. خوندي شوی (PDF) له اصلي څخه په 17 December 2008. بياځلي په 11 December 2008.
  11. Trigo, Ricardo M.; Provenzale, Antonello; Llasat, Maria Carmen; AghaKouchak, Amir; Hardenberg, Jost von; Turco, Marco (2017-03-06). "On the key role of droughts in the dynamics of summer fires in Mediterranean Europe". Scientific Reports (in انګليسي). 7 (1): 81. Bibcode:2017NatSR...7...81T. doi:10.1038/s41598-017-00116-9. ISSN 2045-2322. PMC 5427854. PMID 28250442.
  12. Westerling, A. L.; Hidalgo, H. G.; Cayan, D. R.; Swetnam, T. W. (2006-08-18). "Warming and Earlier Spring Increase Western U.S. Forest Wildfire Activity". Science (in انګليسي). 313 (5789): 940–943. Bibcode:2006Sci...313..940W. doi:10.1126/science.1128834. ISSN 0036-8075. PMID 16825536.
  13. Parmesan, Camille; Morecroft, Mike; Trisurat, Yongyut; et al. "Chapter 2: Terrestrial and Freshwater Ecosystems and their Services" (PDF). Climate Change 2022: Impacts, Adaptation and Vulnerability. Contribution of Working Group II to the Sixth Assessment Report of the Intergovernmental Panel on Climate Change. Intergovernmental Panel on Climate Change (PDF).{{cite book}}: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link)
  14. Heidari, Hadi; Arabi, Mazdak; Warziniack, Travis (August 2021). "Effects of Climate Change on Natural-Caused Fire Activity in Western U.S. National Forests". Atmosphere (in انګليسي). 12 (8): 981. Bibcode:2021Atmos..12..981H. doi:10.3390/atmos12080981.
  15. "The Ecological Importance of Mixed-Severity Fires – ScienceDirect". www.sciencedirect.com. خوندي شوی له اصلي څخه په 1 January 2017. بياځلي په 2016-08-22.
  16. Hutto, Richard L. (2008-12-01). "The Ecological Importance of Severe Wildfires: Some Like It Hot". Ecological Applications (in انګليسي). 18 (8): 1827–1834. doi:10.1890/08-0895.1. ISSN 1939-5582. PMID 19263880.
  17. Stephen J. Pyne. "How Plants Use Fire (And Are Used By It)". NOVA online. خوندي شوی له اصلي څخه په 8 August 2009. بياځلي په 30 June 2009.
  18. Parmesan, Camille; Morecroft, Mike; Trisurat, Yongyut; et al. "Chapter 2: Terrestrial and Freshwater Ecosystems and their Services" (PDF). Climate Change 2022: Impacts, Adaptation and Vulnerability. Contribution of Working Group II to the Sixth Assessment Report of the Intergovernmental Panel on Climate Change. Intergovernmental Panel on Climate Change (PDF).{{cite book}}: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link)
  19. "Main Types of Disasters and Associated Trends". lao.ca.gov. Legislative Analyst's Office. January 10, 2019.
  20. Machemer, Theresa (July 9, 2020). "The Far-Reaching Consequences of Siberia's Climate-Change-Driven Wildfires". Smithsonian Magazine.
  21. Australia, Government Geoscience (25 July 2017). "Bushfire". www.ga.gov.au.
  22. "National Wildfire Coordinating Group Fireline Handbook, Appendix B: Fire Behavior" (PDF). National Wildfire Coordinating Group. April 2006. خوندي شوی (PDF) له اصلي څخه په 17 December 2008. بياځلي په 11 December 2008.
  23. "The Science of Wildland fire". National Interagency Fire Center. خوندي شوی له the original on 5 November 2008. بياځلي په 21 November 2008.
  24. Graham, et al., 12.
  25. National Wildfire Coordinating Group Communicator's Guide For Wildland Fire Management, 3.
  26. "Influence of Forest Structure on Wildfire Behavior and the Severity of Its Effects" (PDF). US Forest Service. نومبر 2003. خوندي شوی (PDF) له اصلي څخه په 17 ډيسمبر 2008. بياځلي په 19 نومبر 2008.
  27. "Prepare for a Wildfire". Federal Emergency Management Agency (FEMA). خوندي شوی له the original on 29 اکتوبر 2008. بياځلي په 1 ډيسمبر 2008.
  28. "Ashes cover areas hit by Southern Calif. fires". NBC News. Associated Press. 15 نومبر 2008. بياځلي په 4 ډيسمبر 2008.
  29. Glossary of Wildland Fire Terminology, 74.
  30. "Chronological List of U.S. Billion Dollar Events". National Oceanic and Atmospheric Administration (NOAA) Satellite and Information Service. خوندي شوی له the original on 15 September 2001. بياځلي په 4 February 2009.
  31. McKenzie, et al., 893
  32. Provenzale, Antonello; Llasat, Maria Carmen; Montávez, Juan Pedro; Jerez, Sonia; Bedia, Joaquín; Rosa-Cánovas, Juan José; Turco, Marco (2018-10-02). "Exacerbated fires in Mediterranean Europe due to anthropogenic warming projected with non-stationary climate-fire models". Nature Communications (in انګليسي). 9 (1): 3821. Bibcode:2018NatCo...9.3821T. doi:10.1038/s41467-018-06358-z. ISSN 2041-1723. PMC 6168540. PMID 30279564.
  33. Graham, et al., 2
  34. Anuprash (2022-01-28). "What Causes Wildfires? Understand The Science Here". TechiWiki (in انګليسي). بياځلي په 2022-02-14.{{cite web}}: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link)
  35. Flannigan, M.D.; B.D. Amiro; K.A. Logan; B.J. Stocks & B.M. Wotton (2005). "Forest Fires and Climate Change in the 21st century" (PDF). Mitigation and Adaptation Strategies for Global Change. 11 (4): 847–859. doi:10.1007/s11027-005-9020-7. S2CID 2757472. خوندي شوی له the original (PDF) on 25 March 2009. بياځلي په 26 June 2009. {{cite journal}}: More than one of |archivedate= and |archive-date= specified (help); More than one of |archiveurl= and |archive-url= specified (help)
  36. Westerling, Al; Hidalgo, Hg; Cayan, Dr; Swetnam, Tw (August 2006). "Warming and earlier spring increase western U.S. Forest wildfire activity". Science. 313 (5789): 940–943. Bibcode:2006Sci...313..940W. doi:10.1126/science.1128834. ISSN 0036-8075. PMID 16825536.
  37. "Fire Terminology". Fs.fed.us. بياځلي په 28 February 2019.
  38. Williams, A. Park; Abatzoglou, John T.; Gershunov, Alexander; Guzman‐Morales, Janin; Bishop, Daniel A.; Balch, Jennifer K.; Lettenmaier, Dennis P. (2019). "Observed Impacts of Anthropogenic Climate Change on Wildfire in California". Earth's Future (in انګليسي). 7 (8): 892–910. Bibcode:2019EaFut...7..892W. doi:10.1029/2019EF001210. ISSN 2328-4277.
  39. Pierce, Jennifer L.; Meyer, Grant A.; Timothy Jull, A. J. (2004-11-04). "Fire-induced erosion and millennial-scale climate change in northern ponderosa pine forests". Nature (in انګليسي). 432 (7013): 87–90. Bibcode:2004Natur.432...87P. doi:10.1038/nature03058. ISSN 0028-0836. PMID 15525985. S2CID 1452537.
  40. de Souza Costa and Sandberg, 228
  41. National Wildfire Coordinating Group Communicator's Guide For Wildland Fire Management, 5.
  42. San-Miguel-Ayanz, et al., 364.
  43. Glossary of Wildland Fire Terminology, 73.