Jump to content

ځنګلپوهنه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د ځنګل پيژندنه ( تعريف )

[سمول]
:
شکل د ځنګل یوه برخه راښيي ځنګل

ځنګل يا ( Forest ) کلمه د ( Foris ) لاتيني کلمي څخه اخستل شوي چه له کور څخه د باندي ساحي مانا افاده کوي او هغه ساحه بلل کيږي ، چي د لرګيو نباتاتو يوه ټولنه وي . ځنګل هغه حياتي ټولنه ده چي په ترکيب کي يي نباتات ( Flora ) حيوانات ( Founa ) کوچي په سترګو نه ليدونکي ژوي ( Micro Organism ) شامل وي . چې دغه موجودات يو پر بل باندي د متقابلو اغيزو تر څنګ په خپل فزيکي محيط هم متقابلي اغيزي ولري . او د مړه محيط او ژونديو تر منځ د موادو او انرژي تبادله صورت ونيسي او يو ايکو سيستم جوړ کړي . او دا هم په داسي حال کي چه په ټول بيولوژيکي او فزيکي محيط باندي د لرګينو نباتاتو ( ونو ، درخچو ، پيچکونو ) اغيزي زياتي اود دا رنګه ايکو سيستم د نورو ژونديو لپاره همدغه لرګين نباتات د ژوند زمينه برابره کړي. په بل عبارت سره د لرګينو نباتاتو هغه ټولنه چي ديوې ساحي په سلو کي لس برخه پوښلي وي اوديوايكړ( څه دپاسه دوه جريبه )ساحه يى احتوا كړي وي څنګل بلل كيږي. که د سړکونو ، سيندونو ، ويالو ، نهرونو تر غاړو د کرل شوو ونو د قطارونو سرو تر (٢٠) مترو پوري او يا تر هغي زيات وي ، د لرګينو نباتاتو دغه ټولنه ځنګل ګڼل کيږي . همدارنګه که چيري لرکين نباتات ياني وني ، چي د يوي تني لرونکي ، درچي چه د څوتنو لرونکي او پيچونه ، چي په ځان باندي تکيه نشي کولاي اوسيده نشي دريدلاي بلکي په نورو تکيه کوي . د ښکلا ، سيوري ، ميوي د توليد لپاره کرل شوي وي . ځنګلي نباتات نه بلل کيږي او که د بادونو سيلالونو د خاوري تخريب د مخنيوي او هم د هوا د تصفي او د لرګيو د توليد له منظور کر ل شوي وي ځنګلي نباتات بلل کيږي . هغه علم او فن چي د ځنګلونو د پيدايښت ، منشاء ، بيولوژي ، جغرافيوي انتشار ، پالني روزني ، احدات ، احياء ، تنظيم او د هغي د محصولاتو څخه د ګټي اخستني او پروسس ، خرڅلاو لاري مونږ ته ښيئ د ځنګل پوهني (Forestry ) په نامه ياديږي .

د ځنګلونو ارزښتونه :

[سمول]

لکه چي په سريزه کي يادونه وشوه چي ځنګلونه د توليدي ( Productive ) رول تر څنګ د ساتونکي ( Protective ) ارزښتونو لرونکي دي او دواړه يي د ژوند د پايښت لپاره ارزښتمن دي ياني له ځنګل څخه د ساختماني چارو ، سون لرګي ، ميوي ، غوښي ، شات تر لاسه کيږي . بلکي ربړ ، غوړي تيل ، لاک ، وريښم ، کاغذ ، الکول ، سلولوز ، تانين ، ترپنتين ، ويتامني اوړه ، رنګونه ، ژاولي ، سريښ ، کيمياوي مواد او نور فرعي او غير فرعي محصولات تر لاسه کيږئ . چي دا ټول د انساني ژوند او هم د وحشي ژوند د بقا لپاره لازمي مواد ګڼل کيږي . همدا اوس د نړي (٣٠٠٠) ميلونه وګړي د کورونو د ګرمولو ، اخلي پخلي لپاره ، لرګي ، د سون د موادو په توګه استعمالوي ياني د وروسته پاتو او غريبو هيوادونو % ٩٠ خلک لرګي د سون لپاره پکار وړي . په داسي حال کي چي له دغه شمير وګړو څخه هر يو MT ۰.۵ – ۱ يا ( ١٠٠٠- ٥٠٠) کيلو ګرامه لرګي د کال سوځوي او دغه سلسله به د نفتي موادو د نرخونو په لوړيدو سره نوره هم زياته شي . د نړي ځنګلونه د ( ٤٥٠٠- ٤٠٠٠) ميليو نو څارويو لپاره ، په نړيواله سطحه څړ او غذا امکانات برابروي او هغه د نړي ( ٣٠٠ ميلونه نفوس ) مستقيم خپل ژوند د ځنګل څخه په لاسته راغلو موادو او يا هم د ځنګل په چارو کي پر مخ وړي . د غريبو هيوادونو استوګن د لر ګيو د نشتوالي له امله د حيواناتو فضله مواد ( خوشايي ) او کرنيز پاتي شوني چي هغه بايد ځمکو ته د سري به منظور ورکړ شي سوځي چي د هغوي د استعمال له کبله د صحي او ايکالوژيکي ستونزو د رامنځ ته کيدو سره د کرنيزو ځمکو حاصلات هم کميږي . ځکه د يو ټن خوشايو استعمال په ځمکو کي د ٤٠ – ٥٠ کيلو ګرامه حاصلاتو د زياتوالي سبب ګرځي . د ځنګلونو د ساتونکي ارزښت په سلسله کي داسي ويلي شو چي وريدلي واوري به غرونو کي د ونو د سيوري لاندي واقع کيږي او د وخت په اوږدو کي ويلي کيږي . چي ويلي شوي واوري . او د هغي اوبه د ځمکي او د ونو د ريښو له کبله چي په ځمکه کي درزونه ايجاد کړي جذب . چي په ټيټو ساحو کي د چينو او هم د کاريزونو د ښيرازه کيدو سبب تر څنګ په کراري سره ويلي کيدونکي واوري او په ځنګلونو باندي وريدونکي بارانو نه د غرونو د سطحو څخه د خاوري د بي ځايه کيدو او هم د سيلابونو د جوړيدو سبب نه ګرځي . د بلي خوا د خاوري د نه مينځل کيدل او هم د سيلابونو نشتوالي د سيندونو په مسير او امتداد کي د جوړ شوو بندونو د ډکيدو اود عمر کميدو سبب نه ګرځي . په کراري سره ويلي کيدونکي واوري د کال په اوږدو کي سيندونو ، ويالو چينو ، څاګانو او کاريزونو ته اوبه ورکوي .

بادونه که د يوي خوا د خاوري د بي ځايه کيدو اسباب برابروي د بلي خوا د هوا د نسبتي لنده بل د کميدو ، د وريځو د انتقال او د باران د نه کيدو لپاره شرايط برابروي . چي البته د ونو او ځنګلونو سره د ټکر په صورت کي شدت ئي ماتيږي او ناوړه اغيزي کميږي . ځنګلونو د هوا د تصيفي سبب ګرځي . ځکه خاوري ، د وړي ، غازونه ، مضره مواد د هغو د پاڼو په وسيله جذبيږي . او په اتمسفير کي ئي د انتشار څخه مخنيوي کوي . ځکه يو ځنګل چي يو هکتار مساحت ولري . د يو کال په اوږدو کي ( MT ٧٥ ) خاوري او د وړي جذبوي او هغه بيرته محيط ته د O2 اکسيجن په شکل ورکوي ياني يو هکتار ( پنځه جريبه ) ځنګل د اوړي په يو ورځ کي ( ٢٢٠ – ٢٧٥ کيلو ګرام ) کاربن داي اکسايد ( CO2 ) جذبوي او ١٨٠ – ٢١٥ کيلوګرامه پاک اکسيجن ازادوي . همدا اوس د نړي موجوده ځنګلونه د کال ٣٠٠٠ ميليارده ټنه ( CO2 ) چي د هوا د موجوده ( CO2 ) د مقدار څخه دري ځلي زيات دي په خپل ځان کي جذبوي . ځنګلونه نړۍ د ګرميدو ، د بحرونو د اوبو د سطحي د لوړيدو او د اوزون طبقي د تخريب څخه ساتي د پلن پاڼو ونو يو هکتار ځنګل په کال کي ٢ کيلو ګرامه فيتن سايد ( Python Cide ) او د ستن پاڼو ونو ځنګل ٥ کيلو ګرامه دا مواد ترشح کوي . چي دو مره ترشحات د يو وړو کي ښار د فضا څخه د مضره مايکروبونو د له منځه وړلو لپاره کفايت کوي . ځنګلونه د سلګونو ارزښتونو لرونکي دي خوزه يي د اصل سکالو ( موضوع) د پيل په خاطر را لنډوم نو ويلي شو چي : وني او ځنګلونه د طبعيت لپاره فلرتر کوونکي اوصفا کوونکي وسيلي تر ځنګ د موادو او انرژي چي يو آزاده او طيعي انرژي ده په کيمياوي انرژي او نورو ، ځمکي ، هوا څخه اخستونکي مواد د انساني استفاده وړ ګرځوي . دا چي له ځنګلونو څخه د څوګوني ګټه احستني اصول په نظر کي ونيول شي د هغه څخه ترڅنګ د دوامداري او معقولي استفادي Systamnable yieldconcept اړخ ياني په دي مانا چي د ځنګل څخه ګټه پورته کونه يوازي زمونږ حق نه دي . بلکي د راتلونکو نسلو نو لپاره بايد د امانت بڼه غوره کړي . له ځنګلونو څخه د څوګوني ګټه اخستي او په دوامداره توګه له هغي څخه دا عظمي ګټه اخستني لپاره بايد موږ د هغوي د احيا او احداث لپاره اهداف ( Objectives ) او د هغي د لاسته راوړني لپاره فعاليتونه ( Activities ) او هغه هم د پروژو ( Projects ) په ډول وټاکو . البته په دي اړه به داسي وايم چه دغه جملي به د موضوع په منځ منځ او يا هم په پاي کي په تفصيلي ډول وڅيړو . پورته ليکنه چي د ځنګل پيژندنه او د هغي د ارښتونو په اړه پکي يو لږ څه غوندي معلومات وركول ممکن چي همدومره به کافي وي نو زه هم دغه عنوانونو ته د پاي ټکي ږدم او خپل اصل مطلب چي د افغانستان د ځنګلونو پيژندني په نامه ياديږي پيل کوم .

د افغانستان ځنګلونه

[سمول]

زمونږ ګران وطن ( ٦٥ ) ميليون هکتاره يا ( ٦٥٢٦٢٦ ) کيلو متر مربع عمومي مساحت لره چې لدي جملي څخه ٩٧ ، ١ ميليون هکتاره ساحه ځنګلونو اشغال کړيده چې د هغي جملي څخه ٩٥% يي طبعي ځنګلونه دي چې د هيواد د مساحت ٣ % مساحت ئي نيولي دي . افغانستان داسي يو هيواد دي چې د مختلفو جغرافياوي او ضاعو لرونکي دي . د هيواد اقليمي رژيم د هغي د توپوګرافي سره ژوري اړيکي لري . لکه : د بابا غر _ ( m ۰ ٥١٤ ) نورستان ٦٣٠٠ متر ، د پاميرواخان ٧٥٠٠ متره د بحر د سطحي څخه يي اعظمي لوړوالي دي او اصفري لوړوالي يي د بحر د سطحي څخه ٣٠٠ متره دي . همدارنګه د هيواد د ورښت اندازه او رژيم متفاوت دي چې تر اوسه پوري د ١٠ – ٤٠ سانتي مترو پوري ريکارد شوي دي . او په هيواد کې د تودوخي درچه د منفي ١٥، ٥ او مثبت ٥، ٣٥ درچو د سانتي ګراد تر منځ معمول ده زمونږ د هيواد غرونه او دري مهمي طبعي سيمي دي چې د ځنګلي نباتاتو د ودي او نمو لپاره خورا مساعدي دي . دافغانستان تر ټولو لوي غر هندوکش دي چې د پامير د لمني څخه شروع اود هيواد د ختيڅ څخه تر شمال او د شمال څخه د جنوب پوري پراخه او پلني دښتي احاطه کړيدي . په منځني ډول د دغه غرونو لوړوالي ( ٣٠٠٠ متره ) دي او په ځيني نقطو کې د هغي لوړوالي ( ٦٠٠٠ مترو ) ته رسيږي . د هيواد د سويل او سويل لويديځ دښتي د ٣٠٠ - ١٠٠٠ مترو په لوړوالي کې څاي لري . د افغانستان تر ټولو لويه دښته د مارکو دښته ده چې د لوت دښتو د سويل په برخوپوري دښته ده . د غواو ددي په څيرنورو دښتو د هيوادلو يه برخه نيولي ده . د اقليم د څورنګي فارمول چې د وچوبي د معيار ( ديمارتونز ) به نامه ياديږي په نظر کې نيولو سره د هيواد دښتي لرونکي سيمي د وچ او مديتراني اقليم لرونکي دي . د وچوبي د معيار ( ديمارنوتز ) فارمول په لاندي ډول دي . ( ١٠ + T ) / I=P ) په پورته فارمول کې ياد شوي ټکي ) حروف لاندي مطلبونه افاده کوي . I = Index (معيار) P = Precipitation or annual rain falling (په اوسط ډول د سيمي كلني ورښت. T= Average Temperature (د تودوځي منځني درجه په سانتي ګراد) که چيرته په پورته فارمول يا معاد له کې د I يا اندکس قيمت ( ٢٠ ) شميري څخه کم وي د سيمي اقليم وچ دي . که چيري د اندكس قيمت د ٢٠ او ٤٠ شميرو سره تصادف ولري نو د سيمي اقليم به نيمه وچ وي . که چيري د اندکس قيمت د ٤٠ شميرو څخه تيري وکړي نو د سيمي اقليم به لوند ( مولوب ) وي . او که چيرته د اندکس قيمت په دغه سيمو کې معمولا د ( ٢٠ ) شميرو څخه کم وي نو لدي امله شو سوزونکي حالوتونه پدغي سيمو باندي حاکم وي چه د وچوايکو سيستونو په نامه ياديږي . د افغانستان ختيځي او سويل ختيځي سيمي د لوړو ، ځوړو او ميلانونو د موجوديت له مخي د هند د موسوني اقليم لاندي قرار نيولي دي په ځانګړي توګه په نورستان او پکتيا کې . ځکه نو٢٠٠٠ – ٣٠٠٠ منرو په لوړوالي کې د ستن پاڼوونو ښه ځنګلونه راښکاره کيږي . په هيواد کې د هندوکش د څوکي لوړوالي د هند مونسون ماتوي او د هغه بيا د اوبو د څاڅکو په شکل لاندي راوليږي . ولي د پامير لوړه څوکه ياد پامير لوړوالي په هيواد کې د طبيعي موانعو په څير د سايبيريا سړو څپوته اجازه نه ورکوي چې د شمال ختيځ د لاري هيواد ته راننوزي د سايبيردا سړي څپي پاميرد په او چتوارتفاعاتو کې د هندي مونسون د ګرمو څيو سره مخامخ کيږي چه په نتيجه کې ملايمي ( معتدلي ) څپي جوړوي چې د اوړني ورښتونو د وريدلو سبب ګرځي . په هيواد کې ديوي خوا د اقليمي توپيرونو او د بلي خواد توپوګرافي د لوړو او ژورول وچي په مختلفو سيمو او ارتفاعاتو کې مختلف نباتي ايکوسيستمونو موجوديت څرګند شويدي . د لرګينو نباناتو د ايکالوجيکي ډلبنديي په پام کې نيولو سره دغه کړونو ( عواملو ) ر يښيتن والي موندلي دي .

د هيواد طبعي ځنګلونه د تکامل د تګ لوري له نظره

[سمول]
چه دوه عمده کټګوريو کې ويشل شويدي . 

لمړي کټګوري : بوټه ايزيا بوټي ډوله څنګلونه :

[سمول]

د هيواد بوټه ايز ځنګلونه د نباتي تشکيلاتو يا Plant formation په نوم ياد شويدي . چه د طبعي نباتاتو د هغو ټولنو په ځانګړي توګه هغه چې لا تر اوسه په پوره ډول خپل تکامل (بشپړوالي) ته نه وي رسيدلي او د پرله پسي والي ( Succession ) مرحلي پر مخ وړي . بوټه ايز ځنګلونه په فرعي ګړوپونو ويشل شويدي چې هر ګروپ يي د نباتي Biom يا Ecosystem په نامه ياديږي .


دغه ګروپونه په لاندي ډول دي . ١- د باوکي يا اسکنبل نباتي ټولنه Colligonata  : دا نباتي ټولنه يا ( Biom ) د هيواد په سويل او سويل لويديځ کې په شګلنو سيمو کې منځ ته راغلي دي . د نوموړو سيمو کلني ورښت د mm ١٥٠ څخه کم دي او خاوره ئي Endodynamomrphic پاکاڼيزه او بکري لرونکي ده . ددي بايوم نباتات د قد له مخي د Manophanirophytes په ګروپ پوري او د او بودګټي او لګښت له مخي د Xerophytes په ګروپ پوري تړلي دي چې د سخت وچوبي سره مقاومت لري . د ايکالوچيکي له مخي د Psemosere په مسيرکي ځاي لري . د پرله پسي والي يا Succission مرحله يي په کاټيزو ( ريګي ) خاورو کې پيل او په همدي کې دوام مومي. ددغه نباتاتو نوعي Colligonum turkistaniouse ، C mommosum ، C Bungi او .... څخه عبارت دي . (ددغه پورته ياد شوي نباتات د باوکي يا اسکنبل مختلف ډولونه دي ) دانباتات د ژوروريښو لرونکي دي چې د سياروياګرځنده شګو په ثابت ( محکم ) ساتلوکي ځانګړي ګټور ارزښت لري . ددغه بوټو څخه د ښووښوپه توګه د حيواناتو په خوراکه کې ګټه اخيستل کيږي . دغه بوټي د دښتو د پراختيا او دښتو جوړولويا Desertification په مخنيوي کې ډير لوي ارزښت لري . په همدي ډول بي ثباته يا ګرځنده شګو په ثابت ساتلو سره د چاپيريال ساتني وظيفه په غاړه لري . ولي بدبختانه چې دغه بوټي په هيواد کې د سون د موادو په توګه را ټول شوي او د ګټي لاندي نيول شوي چې په نتيجه کې د نشت سره مخامخ شويدي . د ننګرهار ولايت دګمبيري ډاګ شګلني ياريګ لرونکي ساحي ددغه نباتي ټولني لاندي وي چې د ريښو سره ويستلو او مفرط څړله امله ډيري سختي تخريب شويدي چې په نتيجه کې يي د باد په وسيله د خاوري د وړلو ستونزي را منځ ته کړيدي چي بالاخره د دښتو د پراختيا او ددي ترڅنګ د کاونډيو کرنيزو ځمکو د صحرايي کيدو سبب شويدي . چې مخنيوي يي د موجوده حاکم نظام د توان څخه ليري بريښي .

٢ – د ښوره خوښوونکويا Halophileta نباتاتو ټولنه : دغه نباتي ټولنه په مالګينو ځمکو کې په اساني سره وده کوي چې د ښوره خوښوونکو په نوم ياد شويدي . د هيواد په لويديځ او سويل لويديځ ( ذابل ، کندهار ، هلمند اوفراه په د خښتوکي دغه ځنګلونو وجود درلوده . ددغو سيمو د کلني ورښت اندازه هم د mm ١٥٠ پوري ده . د چزګس يا Salsola subphylla بوټي ددغه ټولني زياته برخه تشکيلوي . دغه بوټي د خاوري د عضويت په اصلاح کې په طبعي ډول عمده رول لري . ولي د خلکو په وسيله ددي راټولول او د سون د موادو په توګه استعمالول ، د بيخونو ويستل او هم په يو کامانه پريکول د صحرايا دښتي د لمني د پراختيا لامل ګرځيدلي دي . برسيره پردي دغه ټولني ګاونډي خوږي او حاصلخيزه خاوري هم په تدريجي ډول په مالګينو خاورو بدلي شويدي .


٣ - د سکسوال ياتاغ ( Haloxylontea ) نباتي ټولنه : دغه نبتاتي ټولني د هيواد شمالي او سويل لويديځي وچي اوريګ لرونکي سيمي پوښلي دي . په منځني ډول د سکساول لرونکو سيمو د کلني ورښت اندازه ١٥٠ ملي متره ده . ددغه نباتي ټولني ډيري نباتات سکساول يا تاغ تشکيلوي . ددي ډول کلکتيفونو موجوديت د بلخ ولايت د تاشګند په سيمه کې څرګنديږي . په دي نباتي ټولنه کې دوه ډوله سکساول وجود لري چې د Haloxylion ، Persicum او Haloxylon salicornium څخه عبارت دي . ددغه بوټي د ډيرو ژرورو ريښو د لرلو له کبله د ګرځنده يا بي ثباته شګو په ثابت ساتلو کې ژوندي ارزښت لري . ددي ټولني پيوسته نبابات د قندم يا چرګس Salsola subaphylla ، ژمي يا صابون بوټي Seidlitzia rosmariunus او اترپلکس Atriplex spp څخه عبارت دي . دغه بوټي هم د شدبدي قطع لاندي دې چې د سون د موادو په توګه تري کار اخيستل کيږي .

٤- د ګزيا Tamarixeta نباتي ټولنه : ددي نباتي ټولني اساس د ګز څخه تشکيل شويدي په هيواد کې د ګرڅونوعي وجود لري . د هيواد د سويل لويديځ کې د ګز په خپله منځ ته راتګ ډير معمول دي چې د هرات د هريرود د سيند په ډواړو غاړو کې ليده شي . ګزد دښتو سره ښه توافق کولاي شي . ( تات ) انګليسي عام د خپلو يا دښتونو په کتاب کې ليکلي دي کله چې سکندر کبير د ايران زابل له لاري په افغانستان باندي خپله حمله پلان کړه نود نيمروز ولايت په پراخو لړيو کې د دوو لويو موانعو يعني د افغانانو د سرښندني او شهامت او د کزونو د پراخه او ګڼو ځنګلونو سره مخامخ شو . همدغه و چې د هغوي د لښکر د صفونه يي سخت مات کړل او ويي پاشل او هم د هغوي آرزوګاني تر سره نه شوي . نن ورځ د هغو ځنګلونو هيڅ اثر ندي پاتي او د هغي ځاي اغزي لرونکو دښتو او سيارو شګو نيولي دي . دغه تباه کوونکو او دوامداره ستونزو په نتيجه کې د صحرا جوړوني او ريګ جوړوني د چاپيريال څنډي ته رسولي دي . ددي سيمو کلني ورښت منځني اندازه ١٥٠ ملي متره دي او د تودوخي درجه يي د ٥٠ سانتي ګراد څخه زيات وي . ددغه ټولني پيوسته نباتات د چرکس ، د چاروبوټي Bromus spp شترخار Alhaqi Camelorum او د خوږ بويه بوټي Glyserhizia Glabra څخه عبارت دي . چې د خپلو پيوستونباتاتو سره يو ځاى په داډمنه توګه دبي ثاباته شګويا خاورو ووړل کيدو څخه مخنيوي کوي . او هم د حاصلخيزو سيمو ته د دښتو د پراختيا څخه مخنيوي کوي . ولي د بده مرغه چې زمونږ په هيواد کې ددغه ډول ژونديو بوټو د د پريکولود مخنيوي په باب هيڅ ډول سيستم او ميکانيزم وجود نه لري .

٥- د Zygophilleta يا نباتي ټولنه : دغه نباتي Biom د سختو اقليمي شرايطو لاندي هم په وجود راتلاي شي . ددغه نباتاتو لرونکو سيمو د کلني ورښت د 150 ملي مترو څخه کم دي . هغه ښکاره بوټي چه دغه نباتي ټولنه يي جوړه کړيده د Zygophillum letrapetrum Z atriplioides

څخه عبارت دي . ددي ټولني سره پيوست نباتات د ترخي او  چرګس څخه عبارت دي ، د دښتو د لمني د پراختيا څخه په پوره توګه مخنيوي کوي . 

٦ – د ترخو نباتي ټولنه Artemiseta  : په غالب ګمان دغه نباتي ټولنه د هيواد په شمال سويل او سويل لويديځ کې عموميت لري . ددي ټولني کلني ورښت د ١٥٠ ملي متر څه زيات دي ، ښکاره نباتات يي ترخه يا Artimisia Herba alba تشکيلوي .کله کله دغه نباتات د کرنيزو ځکمو تر څنګ هم ليدل کيږي. د Astroagulus بوټي هم ددي تشکيل لاندي را تلاي شي . دغه نباتاتو د کرنيزو او دشتي نباتاتو تر منځ پوره رابطه قايمه کړيده او په ځيني وختونو کې د اوبه کولو څخه هم ګټه اخلي . ددغه نباتي ټولني د خاوري ګروپ د پخو خاورو د جملي څخه دي چې ژوروالي يي نسبتا زيات دي . د پوره اندازي عضوي او غذايي موادو لرونکي دي . دغه نباتي تشکيل د نسبتا پرمختللي مالچر وظيفه اجرا کوي . ددغه نباتي ټولني د وښينونباتاتو انواع د ګراميني په کورني پوري اړه لري .

دويمه کټګوري : ونه ډوله ياونه ايزځګلونه :

[سمول]

ونه ايزي طبقي د ونه ايزوټولنو ياونه ډوله بايو مونو څخه عبارت دي . چې د وخت په تيريدو سره څو ځله د پرله پسي والي ( Succession ) مرحله سرته رسوي او يو پر مختللي ايکالوجيکي مرحله منځ ته راوړي . ددي بايومونو موجوديت دايمي وي چه د انکشاف ډير چانس لري . ددي بايوم ټول اصلي نباتات لرګين او Phanirophytes دي . يعني د ونو ټول ګروپونه پدغه رديف کې شامل وي . ددي نباتي طبقي ونه ډوله بايومونه د محيصطي عواملو او شرايطو له نظره د خاوري ، اقليم توپوګرافي او بيالوچيکي طرز ( د ژوند ډول ) له مخي په طبعي ډول رشد کړيدي . او ځانګړي سيستمونه يي ايجاد کړيدي چې په مختلفو درجو سره تکامل ته رسيدلي وي . ددغه طبقو بيالوژيکي زونونه د بحر د سطحي څخه په لوړوالي سره نيغ په نيغه رابطه لري .


ددي رديف مختلف ګروپونه په لاندي ډول دي . ١ – د غرني بادامو د ونو ټولنه او طبقه : ددي طبقي د نوم څخه څرګنديږي چې دا طبقه د غربي بادامو Amygdalus communis پواسطه احاطه شويدي . د ونو دغه زون د هيواد په لويديځ او سويل لويديځو صفحاتو کې د بحر د سطحي څخه د ( ٩٠٠ او ١٢٠٠ ( مترو په لوړوالي سره تبارز کړيدي . د د سيمو د کلني ورښت اندازه د ١٥٠ - ٢٥٠ ملي مترو پوري دي . ايکالوجيکي يا چاپيرياليزه بڼه يي نيمه صحرايي ده . غرني بادام د قد و قامت له مخي د Manophanirophytes په رديف کې راغلي دي . يعني دغه وني د لنډ قد لرونکي دي چه د ( 2m ) پوري لوړوالي لري ددي نباتي ټولني بسترتيږي لرونکي او سطحي خاوري تشکيلوي . دغه طبقه په ميلان لرونکو شکوکي موقعيت لري چې د خاوري د وړلو په مخنيوي کې ډير عمده رول لري . ددغه منطقي ايکالوچيکي حالات نسبتا ښه دي . داوني د سون د موادو په توګه د سختي قطع لاندي ځاى نيولي چې ددي افراطي قطع له امله لوړ ميلانونه لوڅ شويدي چې په نتيجه کې بوګنوونکي او ورانوونکي سيلابونه راوځي چې زرګونه جريبه زراعتي ځمکو د تخريب لامل ګرځي .

٢- د اتلانتيکي پستي ټولنه او طبقه : دغه نباتي زون د هيواد په مرکزي سيمو کې د ١٢٠٠ او ١٨٠٠ مترو په لوړوالي سره د بحر د سطحي څخه موقعيت لري . ددغه سيمو د کلني ورښت منځني اندازه د ٢٥٠ او ٤٠٠ ملي مترو په منځ کې ده ددغه نباتي بايوم ښکاره نباتات د خنجک ( شني ) Pistacia Khinjuk څخه عبارت دي . ددي ټولني پيوسته نباتات له غرني بادامو څخه عبارت دي . ٣ - د مغزي بادامو ټولنه او طبقه ددغه ونو ټولنه په هيواد کې د هندوکش د شمال او جنوب په دواړو خواو کې پرته ده چې په جنوبي برخه کې يي په قسمي توګه په لمنو کې دنيمه صحرايي ګڼوبوټو په منځ کې کابلي پسته له هرات نه تر پکتيا پوري په هغو سيمو کې چي لم لوړوالي لري ، يعني لوړوالي يي له ٩٥٠ مترونه تر ١٢٠٠ مترو پوري رسيږي . وده کوي ، په داسي حال کې چې د بادامو د ځنګلونو بله برخه په ګټ مټ سيمه کې په لوړو ځايونو کې چې لوړوالي يي له ٢٠٠٠ نه تر ٢٨٠٠ مترو پوري رسيږي ، ليدل کيږي ددغي سيمي د هغولويديځو او جنوب لويديځو برخو د بادام ډولونه چې لږ لوړوالي لري د Amygdaluas ebranea څخه عپارت دي او په داسي حال کې چې ددغي سيمي په مرکزي او ختيځو سيمو کې دغه بادام شته Amygdalus mugdol A - braclutca -

په همدي ډول په طبيعي توګه ډول ډول بادام ددغي جنوبي سيمي په لوړو برخو کې د کاپلي پسي او نورو بوټو تر منځ وده کوي ز. هغه نور بوټي چې ددي ځنګل په منځ کې په زيردرختي بڼه زرغونيږي دادي .

١ - شيرخشت

٢ - د وحشي ګلاب بيل بيل ډولونه

٣ - بندک

٤ - ترخه

٥ - ګوند يا صمخ کثيرا

٦- غوزيه يا ژړکه يادغون لوټي

٧ - خاراهو ، پشمک خاريا ګاوهار

د ياودني وړ ده چې ددغو بوټو زياتره ډولونه طبي دي چې له هيواد نه بهر ته صادريږي .

٤ - د پستي د ونو ټولنه او طبقه : ددغه ټولني لويه برخه د پستي وني تشکيلوي . دغه بيالوژيکي زون د يو نيمه کمربند په خير دي چه د هيواد شمال ځتيځو غرينو سيمو کې يي ٤٥٠ زره هکتاره ساحه نيولي ده چې د بدخشان له ولايت خخه شروع او د تخار ، کندز ، سمنګکان ، بلخ ، سرپل ، جوزجان ، فارياب ، بادغيس ، او څه حصه يي د هرات ولايت هم نيولي ده . د پستي ونه د Hngiosporm په کروپ او د Anacardiaceae په کورني او د pistacia په جنس پوري اړه لري . زمونږ د هيواد پسته د Vera له نوع څخه ده چې علمي نو ئي Pistacia vera دي . د پستي د ونو حنکلونه د ٦٠٠ او ١٨٠٠ مترو پوري او يا ددي تر منځ په لوړوالي سره د بحر د سطحي څخه موقعيت لري . ددي منطقي اقليم وچ دي ، ژمي يي يخ او اوړي يي ګرم دي په ژمي او پسرلي کې پکي ورښت کيږي دغه نباتي زون زمونږ په هيواد کې د پسته نو په نامه ياديږي . ددي زون عمده توليدات د پسته مغز دي . ولي متاسفانه چې په هيواد کې يي ميوي په غير فني ډول راټوليږي چې ميوه توليدونکي څانګي د داني د شکولو په وخت کې ماتيږي او وني ورو ورو خپل شکل د لاسه ورکوي چې بالاخره د وچوالي سره مخامخ کيږي . زمونږ د هيواد د پستي مغز ډير لوړ غدايي ارزښت لري ، چې په خارجي مارکيټونو کې په لوړ قيمت سره پلورل کيږي . د ١٣٥٧ لمريز ليږديز کال تر مخه د پستي کلني توليد ٢٠٠٠ ټن په اندازه وو . چې د سوداګري د وزارت له لاري نورو هيوادوته په رسمي ډول ليمديده . د هيواد دغه با ارزښته حنګلونه د خاوري خويدني په مخنيوي او د اوبو په نيونه کې ځانګړي ارزشت لري . ولي د بده مرغه د دوو لسيزو د غميزي په جريان او پاى کې د سون د لرګيو په منظور بي رحمانه توګه پريکړل شويدي . ٥ - د ارچي د ونو ټولنه او ذبقه : ددغه ونو ټولنه د هيواد په شمال ، شمال ختيځ او شمال لويديځو سيمو کې وجود لري ددي نباتي ټولني دارچي د مختلفو انوعو څخه نماينده ګې کوي . د بحر د سطحي خخه د ١٨٠٠ او ٣٢٠٠ مترو تر مڼح موقعيت لري . د ارچي ونو د هيواد د غرنيو سيمو تندځوړي نيولي دي . ددي طبقي خاوره نيمه ژوره او؛س سري و نيمه وچه او وچه ده . او د کلني ورښت اندازه د لوړوالي سره په تفاوت کې ده هغه ارچي چې د هيواد په شمال لويديځ کې موقعيت لري د Juniperus excelsa په نوم ياديږي . ولي د هيواد د شمال ختيځو سيمو ارچه د J serninlobosa له نوعي څخه ده . په دغه طبقه کې د ارچي د ونو سره يو ځاى ځيني درختچي او بوټي لکه Crateagus seugarica دولانه ، اووم يا سروه Peripleca calopilla خنجک ( شني ) او غرني بادام هم وجود لري . په نتدو سيلانونو ( خوړو ) کې د ارچي د ونو موچوديت د سيلابونو د سخت جريان څخه په مخنيوي سره ژوندي ارزښت لري . د هيواد د ارتفاعاتو په ښکلا ، د وحشي ژوند او مرغانو لپاره په پنا ځاى کې لوړ وته ييز او د چاپيريال په ساتني او د غرنيو سيمو د اوبو د ساتني او کرنه کي لوړ وټه ئيز ارزښت لري . ولي د بده مرغه د زياتي بي پروا يي او يو سري پريکړي ( قطع ) او د ارچيد ونو د لرګيو څخه د سکار جوړوني ، سيزني او د نورو ونو د لرګيو څخه د سوخت لپاره ګته پورته کويي په نتيجه کې زښت زياتي له منحه تللي دي . بايد يادونه وکړو چې د ارچي وني او نور ستن پاڼي وني د Coppcicing power توانايي نلري . نو د دوي له حده زياته اويو مخيزه پريکونه ددي او نورو ستن پاڼو ځنګلونو د کامل له منځه تګ سبب ګرځي . نو د همدي امله زمونږ د هيواد چاپيريال په هيڅ وجه ددي ونو يو مخيزه پريکوني تحمل نه لري . هغه کسان چېدددغه عمل سرته رسوي . پوه وي او که نا پوه وي د خپل پلرني چاپيريال دښمنان دي . سربيره پردي چه خپله پښه په خپله به تيشه وهي . د خداى اووطن په نزد ايماني او تاريخي مسوليت لرونکي دي . ٦- د نيمه وچو او ګرمو طبقو نباتي ټولنه : دغه نباتي تولنه د هيواد په ختيحو او سويلي ولايتونو کې د ٥٨٠ او ٨٥٠ مترو د لوړوالي تر منځ د بحر د سطحي څخه موقعيت لري . ددي سيمو کلني ورښت د ١٣٠ او ٣٥٠ ملي مترو تر منځ دي . وچ او ګرم اقليم لري د کنړونو ، لغمان ، ننګرهار ، پکتيا او پکتيکا د دښتو لمي ددغو طبقو څخه نماينده ګې کوي . دغه نباتي ټولنه په ګوم خاص نبات پوري نده تړلي بلکه پدغه نباتي ذبقه کې د بوټه ئيزو نباتاتو ګروپونه لکه د : ګنديري Rhazia stricta خمزوري Withania Coagolensis ، د ښتي انګور Zizypahus moretiana ، سپلمني Calotropis procera ( غوواسکي ) Dodonia viscosa اووم periploca calophylla شني . Pistacia hkinjuke ، شيشم Dalbregia sissoo اسفند Pegonumhar mala ، اصيل ګنديري nerium leaader مزري Chemarups ritchiana ، مماڼه Corisa opacca ، مانو Myrtus communis ، او داسي نور ددغه ، زون د پيوسته نباتاتو په توګه يو د بله سره وده کوي . دغه نباتي پوښ د سيلان لرونکو لمنو او د سيلاوونو د وراني خخه مخنيوي کوي چې يو ژونددي ارزښت لري . ولي د بده مرغه چې ددغه ټولني ټول نباتات بوتي دي او که درخپي سوخت د موادو لپاره ديره شديد قطح او حتي د بيخه ويستل شويدي چې د دښتو دلمني په پراختيا کې يي زياتوالي راوستي دي . ٧ - د زيتونو ( خون ) او ګرګرو د ونو ټولنه او طبقه : دغه نباتي زون غالبا د هيواد په ختيځو او سويل ختيځو او سويلي سيمو کي ليدل کيږي . ښکاره نباتات يي جون Olea cuspidato او ګرګره Qqtonia baxifolia دي د ٨٥٠ او ١٣٠٠مترو لوړوالي تر منح د بحر د سطحي څخه موقعيت لري کلني ورشښت يي ٤٠٠ ملي متره دي . هغه نور بوتي چې ددي ځنګل لاندي په زيردرختي شکل وجود لري له ک غرني ګلاب Rosa moscata و پلوخه Acacia modesta ، زرک barbowis spp غرني تاک Vitis vincfera شالخي romix ، زرک contoneaster macrophylla خخه عبارت دي . د دغه نباتي زون پريکونه هم په ديره بيړه سره روانه ده په همدي دول په دغه زون کې د حيواناتو مفرذ يا له حده زيات خړپه نهايي دول صورت نيولي دي چې دري امله د پرله پسي سيلاوونو له وجي حساسي ساني او ذبعي موانع يو د بل پسي له منح تلونکي دي . ٨ - د څيړني د ونو ټولنه او طبقه : - د دغه نپاتي ټولنه د ١١٣٠٠ او ٢١٠٠ متر لوړوالي تر منځ بخر د سطحي څخه موقعيت لري چې د کلني ورښت اندازه يي د ٤٠٠ او ٧٠٠ ملي مترو تر منځ ريکارد شويدي . ددغه ټولني زياته برخه د څيړني د ونو خخه جوړه شويده چې د پت تخم لرونکي Aangiosperm په ؛ګروپ او د Cupuliferae يا fergaceae په کورني پوري اړه لري . د افغانستان د څيړيو ځنګلونه د Quercus deletata او Q baloot او carprifolia semi Q خخه عبارت دي . دغه ځنګلونه د کنړونو و ننګرهار ، پکتيا ، لغمان و پکتيکا او کاپيسا په ولايتونو کې موقعيت لري او تخمينا ١٣٠ زره هکتاره ساحه يي پوښلي ده ز زمونږ د هيواد په غرنيو سيمو کې ددغه ځنګلونو د پاڼو او ناکوشاخونو خخه د ژمي په موسم کې د حيواناتو د وښو په توګه استفاده کيږي . پلوخه ، ګورګري و خون او نور ددغه زون پيوسته نباتات دي . د خيړي وني په داسي صورت کې ې ديښي يي ونه وځي له منحه وړل يي نا ممکن دي ځه د دوي د Coppicing power قدرت لري . او د يوشاخ پريکوني خخه وروسته ونه کولاي شي چې حونو رښاخونه توليد کړي تردي چه دغمونه بيرته ځوانيږي . په هيواد کې د څيړيو حنګلونه د سون د موادو او ښکاره جوړوي لپاره وهل شويدي او نږدي دير يي له منحه تللي دي . د خيړيو د ځنګلونو موجوديت د هيواد د غرنيو سيمو په څوړوکي د خاوري په سانته او د ابشارونو په تنظيمونه کې ژوندي او فوق العاده ارژزښت لرلي دي . ٩ - د ناجو يا د کاج د ونو تولنه او ذبقه : د دغه نباتي ټولني زيات نباتات د جلغوزي Pinus gerardiana او نشتر wallichiana Pinus خخه عبارت دي . دير پراخه ځنګلونه يي په کنړونو و ننګرهار ، لغمان ، پکتيا ، پکتيکا او کاپيسا کې د ١٣٠٠ او ١٨٠٠ مترو لوړوالي تر منځ موقعيت لري ليدل کيږي . د جلغوزي د ځنګلونو لاندي سيمي د کلني ورښت اندازه د ٣٠٠ او ٦٠٠ ملي مترو تر ږڼح دي . د ١٩٧٨ زيږديز کال ترمخه د پکتيا ، لغمان او پکتکا د جلغوزو د ځنګلونو ميوه په زياته اندازه نوو هيوادونو ته ليږدول کيده ځکه نو د پورته سيمو د ځنګلونو چې ميوي د توليد له پلوه خاص اقتصادي ارزښت لري . د چلغوزي د ونو لرګي په صنعت کې دومره ارزښت نه لري . دغه وني هم دي ضميره او غله شخصيتونو لخوا خوندي پاته نه شوي او په ديره بي رحمانه توګه پريکړل شوي او خارج ته قاچاق شويدي . ددي ټولني بله ونه د نښتره څخه عبرت ده چې لرګي په صنعت کې ځانګړي او لوړ مقام لري دغه ځنګلونه هم په ډيره بي زړه سويه او بي شرمائه ډول پريکړل شوي او خارج ته قاچاق شويدي او لاسته راغلي عوايد يي د حوتنو غلو چب ته لويدلي دي . په افغانستان کې ددغه حنګلونو موقعيت د خاوري په ساتني او دوپد سوني په شبکو کې ځانګړي چاپيريالي ارزښت لري .

د افغانستان د ځنګلونو موقعيتونه او مساحت ( ځاي او پراخوالي )

[سمول]

د افغانستان ځنګلونه د هيواد په دري حوزو کي ياني د هندوکش د سلسلي په شمالي جنوبي او هم د هيواد په حتيځه حوزه ( ننګرهار ، کنړ ، لغمان ، نورستان ، پکتيا ، خوست او پکتيکا کي واقع چي د شرقي حوزي ځنګلونه صنعتي او اقتصادي ځنګلونه بلل کيږي . چي دلته يواځي

د ختيځي حوزي د ځنګلونو موقعيتونه او مساحت

[سمول]
په لنډ ډول څيړو :

الف - د کنړ ځنګلونه :

[سمول]

ب - د کنړ ځنګلونه چي په ځينو څيړنو کي د نورستان د ځنګلونو په نوم هم ياد شوي د افغانستان خورا مهم تجارتي او اقتصادي ځنګلونه ګڼل کيږي . ت - ددغو ځنګلونو ټولنيز پراخوالي ( ٣٣٢٥٠٠) جريبو ته رسيده او د صنعتي لرګيو اندازه يي له ١٩٧٩ کال څخه مخکي ٢٥ ميليون مکعب متره وه . د ١٩٧٣ کال د څيړني له مخي ددغو د ځنګلونو د لرګيو توليدي قدرت نږدي ٨٦٠٠٠ مکعب متره تجارتي لرګي ؤ . د کنړ ځنګلونه د ترکيب له پلوه د ډول ډول ونو درلودونکي دي چي خورا مهم ئي دادي : الف – پاڼريژي وني : لکه غوزان ، ريمه ، پنجه جنار او د فندق وني .

ب- پلن پاڼي تل شني وني لکه د څيړيو وني .

ج- ستن پاڼي تل شني وني لکه لمنځه ، بيجور ، سرپ ، نښتر ، ارچه او نور.

د- يو شمير د وحشي زيتون وني .

هـ- Eucalyptus وني په تيره بيا چي د کنړ د سيند پر غاړه د ١٦٥ هکتاره سيمه کي کينول شوي او مصنوعي ځنګل ئي جوړ کړيدي .

و- ونه ډوله بوټي او پيچکونه چي په هر بيلا بيل ځنګل کي ددغو نباتي چامعو جز دي په کنړ کي هغي سيمي چي نامتو ځنګلونه لري دادي : مروره ، دا تګام دره ، ساړخوړ ، غزباغ ، ساوخوړ ، کاځکل ، اڼائي ، شيرګل خوړ ، د ناړي حوړ ، کلاګل ، شين کوړک ، څوکي ، مديت دره ، هيلکل دره ، څرنګ ، نانګل ، چيتارخور ، کامديش ، پيچ دره ، اسمار ، سينکل ، اډب خوړ ، برګمتال او داسي نوري ساحي .

٢- د ننګرهار ځنګلونه :

[سمول]

د ننګرهار په ولايت کي نږدي پنځلس زره جريبه ( ٣٠٠٠ هکتاره ) ځمکه د ځنګل په واسطه پوښل شويده دلته هم د کنړ په شان يوه برخه طبيعي ځنګلونه او يوه برخه مصنوعي ځنګلونه دي . ددغو ځنګلونو د توليد ظرفيت ١٧٠٠٠٠ مکعب متره لرګي دي . د طبيعي ځنګلونو مهمي وني ئي د لمنځي ، نښترا جنغوري ، بادام او د مصنوعي ځنګلونو مهمي وني اکليپوس او زيتون دي .

لښتليک :

د ننګرهار ولايت د ځنګلونو موقعيت او ساحه :

[سمول]

‌د ځنګلونو ډول موقعيت ساحه ( هکتار ) په جريب طبيعي ځنګلونه د نورن ١٣٠٠٠ ٦٥٠٠٠ نازيان ٣٠٢٨ ١٥٤١ د خوګيانو ځنګلونه ٢٥٠٠٠ ١٢٥٠٠٠ حصارک ٢٠٠٠ ١٠٠٠٠ شيرزاد ٤٩٠٠٠ ٢٤٥٠٠٠ هسکه مبيته ٢٠٠٠ ١٠٠٠٠ مصنوعي ځنګلونه موقيعت ساحه ( هکتار ) په جريب جمهوريت بڼ ١٠ ٥٠ غلام حيدرخان بڼ ( ٤.٢٣ ) ٢١.١٧ د علي بڼ ( ١٤.١٥ ) ٧٠.٧٤ د ماما خيلو بڼ ١.٢٠ ٦ د غلام حيدر خان د بڼ شمال لوري ته مصنوعي ځنګل ٢٧.٦ ١٣٨ په کمبير کي مصنوعي ځنګل ٢٤٢ ١٢١٠ د سرخاب دپله ځنګل ٧ ٣٥ د درونټي د غونډي بڼ ١.٨ ٩

٣- د پکتيا او سويلي سيمو ځنګلونه :

[سمول]

د پکتيا ځنګلونه چي له سټي کډونه تر ځدراڼو پوري او له خوست نه تر ځمکينو او ځاځيو پوري پراخه پراته دي د هيواد له ښو ځنګلونو څخه دي چي د خپل همدغه ښه شهرت له امله د زياتي پاملرني وړ دي اوله بده مرغه چي له همدي کبله زيات خراب شوي هم دي . ددغو ځنګلونو لرګي په زياته اندازه د چارتراشو په بڼۀ او يا د سون د لرګيو په بڼه پلورل کيږي او زياتره صادريږي . ددغو ځنګلونو پراخوالي ٧٤٥٠٠ جريبه ځمکي ته رسيږي چي د لرګيو د توليد ظرفيت ئي تقريبا دوه ميليون مکعب متره اټکل شويدي . ددغه ځنګلو مهمي وني لمنځه ، نښتر ، بيجور ، سرب ، څيړۍ او يو شمير وحشي زيتون ( ځاځي ميدان کي ) دي .

٤- د بادغيس ځنګلونه :

[سمول]

د بادغيس ځنګلونه چي د هندوکش په شمالي لمنو کي پراته دي د يوه او ږده کمر بند په توګه له بدخشانه تر بادغيس پوري ولي په ځينو کتابونو کي ليکل شويدي چي دغه ځنګل د بدخشانه تر هرات پوري غزيدلي دي چي ١٥٠٠٠٠٠ يو ميليون او پنځه زره جريبه او يا ٣١٠٠٠٠ هکتاره ته البته د يوي بلي ( احصائي په اساس ) سيمه ئي نيولي ده . چي په تيرو وختونو کي کالني صادرات ٢٥٠٠ ټنو ته رسيدلي ، چي همدغه اندازه پسته نړيوالو بازارونو کي دوه ميلونه ډالره بيه لري .

٥- د هيواد د مرکزي سيمو ځنګلونه :

[سمول]

دغه ځنګلونه زياتره پاڼريژي وني لکه ، چنار ، سفيدار ، ولي ، توت او نور دي چي د هغوي مساحت ندي اټکل شوي او نه يي ظرفيت ثابت دي په تيره بيا د چنار ځنګلونه په منځي ډول تر هر دري کاله وروسته د تيرانو لپاره وهل کيږي . بيا په منځني ډول د ٤ مترو په اوږدوالي او ١٥-٣٠ سانتي مترو په قطر پلورل کيږي . دغه ځنګلونه په ميدان ، وردګ ، لوګر ، غزني ، باميان ، کابل او پروان کي موقعيت لري .

٦- د هيواد د سويل او لويديزو سيمو ځنګلي بوټي او اغزي :

[سمول]

د هيواد سويل او سويل لويديځ ( نيمروز ، هرات ، فراه او هلمند ) په دښتي سيمو کي زيات شمير اغزي ډوله بوټو لکه د ګزوني ، دسکساول بيلا بيل ډول ، استکبل ، سوادا ، تساکسپا ، عناب ، انيوش ، زايګويلم ، دودونيا ، ګون ، مونج، غوزبه او نوري دا ډول تيټ قدي بوټي ګڼ ځنګلونه جوړوي چي د Wook lands په نوم ياديږي . چي د سون موادو طبي دوا يانو د جوړلو توکي ( عناب ) د وحشي ژوؤ ژوند ، پر اقليم مثبتي اغيزي او د خاوري ساتني له پلوه ډير اهميت لري .







د افغانستان د ځنګلونو اوسني حالت

[سمول]

دا چي د افغانستان ځنګلونه د نورو هيوادونو په پرتله ډير کم دي علت ئي دادي چي افغانستان دبري او وچ اقليم ( Contineutal Climat ) درلودونکي دي . د ١٣٥٧ کال د ثور له غميزي څخه دمخه د هيواد د خاوري % ٣.٤ برخه ځنګلونو پوښلي وه چي د مساحت له نظره ١.٩ ميلونه هکتاره کيږي . چي په دي ١.٩ ميلونه هکتاره کي ١.٣ ميلونه هکتاره د مخروطيانو او متباقي ٠.٦ ميلونه ئي د پلن پاڼو ونو ځنګلونه دي . د ثور د کودتا څخه وروسته د يوي سروي په سيمه کي چي په ١٩٨٩ کال کي تر سره شويده ، د ځنګلونو فيصدي د پخوا څخه % ٢.٧ حد ته راټيټه شويده ، او له هغي وروسته هر کال ١.٠ – ٢٠ زره هکتاره ځمکه له ځنګلونو څخه پاکيږي . د يوي سروي په اساس چي سويدن د موسسى له خوا تر سره شوي او پايلي ئي د B.B.C راديو څخه خبري شويدي داسي ښودل کيږي چه د پکتيا د ځنګلونو % ٧٠ ساحه له منځه تللي چه % ٢٠ ئي د نجيب الله د رژيم تر سقوط پوري او يا ته % ٥٠ د مجاهدينو او طالبانو د واکمني په دوره کي له منځه تللي دي ، همدا اوس د کنړ په ځنګلونو کي هر ورځ ٣٠٠٠٠ زره ځنګلي وني د قاچاقبرانو له خوا اره کيږي او د ځنګل له لمني څخه د ا بدلپاره رخصتيږي . همدارنګه د بي ، بي ، سي ( B.B.C ) د يو بل راديو له قوله د ځلانده وړانګو په پروګرام کي چي د سعيده مخه وداو خپلواک ( صافي ) په زيار چمتو شوي ؤ د افغانستان د ځنګلونو په رابطه ئي د افغانستان د انتقالي دولت د اوبو لګولو او چاپيريال ساتني د وزير له مرستيال پوهنوال پيرمحمد ( عزيزي ) سره مرکه کړي . نوموړي د افغانستان د ځنګلونو په اړه داسي وويل چي د اوسني مسروي ( ٢٠٠٣ ) کال د سروي له مخي د هيواد ځنګلونه عکسونه مو د سټ لايټ له لاري اخستي څرګنده شويده ده چي د % ٥٠ څخه زيات ځنګلونه له منځه تللي دي . چي د هيواد ځنګلي ساحه د % ١ څخه هم راکمه شويده . د يوي پوښتني په ځواب چي په کومو سيمو کي زيات ځنګلونه له منځه تللي دي نوموړي وويل چه په ځينو سيمو کي کم او ځينو کي زيات ځنګلونه له منځه تللي دي لکه په پکتيا ، ننګرهار ، کنړ او د شمال په بادغيس کي تقريبا د پسيتي % ٥٠ څخه زيات ځنګلونه له منځه تللي تر دي چه اوس د سلو څخه لس وني پاتي دي . ويل کيږي چي دپستي دونو دردانو لو موضوع ډيره په زور سره روان ده پدي ډول چي ډير ولرو بازارونوته دسون لپاره دهغولرګيو دوړاندي کولو سربيره دهغوريښوته هم زيان رسيږي . دنورو هغه کسانو په هڅونه چي زمونږ ملي شتمي هم ورانوي د پستي دونو ريښي له هيواده بهرپلورا کيږي ، دافغانستا ن څنګلونو او په تيره بيادپستي دونو په برخه دګټودترلاسه کولو په څنګ کي يولړدسيسي هم شته دي او دسيمي خلکوته تبليغ کيږي چه دپستي دونو ريښي يوه قيمتي متاع ده او ان په تشويقي توګه دهغه ريښي په بيه اخلي چه په دي ډول دپستي د څنګلو جرړي له بيخه وباسي او سوداګري دسيالي مخه نيسي سره لدي چي د خلکو د يو ستري عايداتي سر چينى د له منځه وړ لو سبب کيږي . په ډيره ساده او اسانه توګه به د افغانستان د پستي ځنګلونه له منځه يوسي ، دلته هم خلک خپلي اوسني ګټي په پام کي نيسي او له هغوي سره د ځنګلونو او د ژوندانه د چاپيريال د ساتني خيال او فکر نشته په همدي ډول د امريکا غږ راديو د يو راپور له مخي د ختيځو ولايتونو ځنګلونه تقريبا له څلورو څخه دري حصي له منځه تللي دي . په دغه راپور کي د امريکا غږ راديو د ختيځ زون د محلي خبريال لعل پاچا ازمون له خولي ويل شويدي چي د کنړ ولايت ځنګلونه له نيمايي څخه زيات له منځه تللي دي . ياني %۰ ٨