ځمکني توتان

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
How to read a taxoboxويکيپېډيا:How to read a taxobox
How to read a taxobox
Strawberry

ساينسي ډلبندۍ
سلطنت: Plantae
وېش: Magnoliophyta
ټولگی: Magnoliopsida
Order: Rosales
کورنۍ: Rosaceae
څېرمه کورنۍ: Rosoideae
ټبر: Potentilleae
څېرمه ټبر: Fragariinae[۱]
Genus: Fragaria
L.
Species

20+ species; see text

ځمكنی توت په كلونو كلونو په وحشي ډول شنه كيدل، دا بوټي مخكي له ميلاد څخه وكرل شو او د پخوانيو روميانو له خوا ارزښتناك و ګڼل شول، د روميانو له سقوط څخه وروسته خپل ارزښت يي له لاسه وركړ تر هغه چې په منځني پيړيو (Middle Age) كلونو كي په اروپا كي دوباره څرګند شو. او وروسته له هغه دابوټي بيا د طبي كيفيت او خوند له مخي ارزښتناك وګڼل شو. اګر چې په هغه وخت كي توت داسي خوشبو او خوندور نه وو لكه چې اوس دي نو له دي امله دا توت په پراخه توګه تيت نه شول. په ۱۸ پيړي كي كله چې د طبيعت پټ رازونه څرګند شول ځمكنی توت په يوه خوشمزه ميوه بدل شول او په پراخه توګه د قدر وړ شول. په ۱۷۱۴ كال كي يوه فرانسوي انجينير د پيرو او چېلي هيوادونه ته د هسپانوي كارونو د ليدلو لپاره وليږل شو، هغه ځمكنی توت چې د اروپايي توتو څخه څو ځله غټ و هغه كشف كړل هغه دا توت د نموني په ډول فرانسي ته راوړل او وروسته هلته وكرل شول، دا تر هغه خوندور نه و كله چې Cross Breding په مابين د دي توتو د نوعو او دشمالي امريكا هغه نوعي چې هلته كرل شوي وو، واقع شو چې په نتيجه كي يي دو رګه (hybride) ځمكنی توت چې لوي او خواږه وو، او په چټكي په اروپا كي عام شول، منځ ته را غلل. ځمكنی توت لكه نوري ميوي د يوي تجملي ميوي په توګه د پډايه خلكو لپاره تر ۱۹مه پيړي نيمايي پوري پاتي شول، كله چې د اورګاډيو كرښي جوړي شوي او ترانسپورت چټك شو، ځمكنی توت هم لري ځايو ته وليږدول شول، ځمكنی توت اوس يوه ډېره عامه ميوه په نړي كي ده، په اوسني وخت كي امريكا، فرانسه، ايتاليا، جاپان، استراليا او نوي زيلاند په لويه او تجارتي پيمانه د ځمكنیو توليدونكي دي. د ځمكنیو توتو نموم له پخواني انګليسي) Old English(يعني streawberige څخه اخيستل شويدي كوم چې تركيب شوي له streaw په معني د واښه "straw" او berige په معني د "berry". يعني توت دي چې ددي دليل واضح ندي. دا ممكن د runners واښه ته ورته شكل يا مطلق معني د واښو، خاشاك او سبوس وي چې ارتباط د بوټي د تيت ظاهريدل دي. په زړه پوري داده چې په جرمني هيوادونو (هالند، جرمني، انګلستان چې په جرمني ژبو پړاو لري) وحشي ځمكنی توت ټولوي او په واښو يي سره پيي، په هغه ملكو كي خلكو straw-berry پيدا كړه ترڅو چې يوه اسانه كلمه چې ددوي جامعي ته قابل د ملاحظي وي. هلته يو بل بديل هم شته چې دا كلمه د Anglo-Saxon د يو فعل څخه اخيستل شوي چې "strew" په معني د شا او خوا تيتيدل) (spread around كوم چې streabergen وه Strea په معني د "strew"او Bergen په معني د "berry" يا ميوه ده او له هغه ځايه او وخته په straubery، strauberryاو بالاخره په strawberry كلمه كومه چې نن ورځ استعماليږي بدل شوي ده. دا نوم كيداي شي چې له دي حقيقت څخه اخيستل شوي وي چې داميوه او ډېر runners په تيت او پاشان شكل "strewn" د ځمكي په مخ ظاهريږي.

عامه ريښه پيژندنه Popular etymology:

چې دا د باغوانانو د mulching عمليي چې د ځمكنی توت لپاسه يي واښه استعمالول ترڅو ميوه له يخ وهلو (rot) څخه وژغوري (دا ريښه پيژندنه په Old Farmer's Almanac 2005 كي پيدا كيږي) اګر چې داسي يو مدرك په لاس كي نشته چې د Anglo-Saxons خلكوكوم وخت ځمكنی توت كرلي وي او حتي لږ ددي عملياتو په اړه پوه شوي وي. ځمكنی توت د كورنيو كروندو لپاره يوښه مناسب بوټى او غوره ميوه ده ځكه بوتي په چټكۍ سره ميوه توليدوي او د روزنې لپاره لږې ځمكې ته اړتيا لري، هر بوټى په لومړي كال كښې ¼ حصه ميوه توليدوي كه بوټي په كتارونو كښې په كمه فاصله وكرل شي25 بوټي په نورماله توګه د يوې متوسطې كورنۍ لپاره په كافي اندازه توت توليدوي. حاصل معمولا په دوهم او درېم كال لږيږي، نو له دې كبله نوي بوټي په درېم او ځلورم كال له سره بايد كينول شي. ځمكنی توت جلبونكې ميوه د ښه خوند سره توليدوي، ځمكنی توت په لويه پيمانه ويتامين سي Vitamin C لري. دځمكنی توتوډېر كلتيوارونه د تازه خوړولو او ديخ پروسس لپاره ښه مناسب دي. زيات خلك ددې ميوې له تازه خوړولوڅخه خوند اخلي، همدارنګه له دې څخه دلوړكيفيت مربا او شيرنۍ جوړيږي. ځمكنی توت strawberry(Fragaria) د Plant جنس Genus او د Rosaceae له فاميل څخه دي، په نړي كي له ۲۰ څخه ډېري نومول شوي نوعي species او ډېري دورګه hybrids او cultivars يي وجود لري. تر ټولو عمده ځمكنی توت چې په تجارتي بڼه كرل كيږي د Garden strawberry a Fragaria × چې د ananassa hybrid له دورګه والي څخه منځ ته راغلي دي.

ساختمان Morphology

دځمكنی توت ګل او پرمختللي ميوه

ځمكنی توت يوه ثانوي ميوه) accessory fruit(ده، د ميوي غوښينه بڼه له تخمدان څخه سرچېنه نه اخلي مګر له peg څخه چې د hypanthium كوم چې تخمدان يي ساتلي، سرچېنه اخلي. نو له تخنيكي نظره تخمونه اصلي ميوه ددي بوټي ده او غوښينه برخه د ځمكنی توت يو ډول سابه دي. د انكشاف په وخت كي ميوه سپين شنه ته ورته رنګ لري او په ځينو نوعوكي كله چې ميوه پخه شي سره رنګ ته بدليږي. ګل ماننده (rosette growth) نمو د نبات يو ښه پيژندل شوي خاصيت) (characteristicددي بوټي دي. اكثر نوعيrunners دباندي وباسي چې هغه نوي جواني) (bud په څنډو (extremity) كي منځ ته راوړي. پاڼي خصوصا درې برګچې) leaflets (لري مګر تعداد ددي برګچو كيداي شي چې ۵ او يا يوه وي. كله چې ګل يوه مخصوص سره ته ورته ساختمان)(typical rosaceous structure ولري، ميوه ډېره ځانګړي وي، مګرهغه كيداي شي په ګلابو كي له تشكيل شوي ميويrose hip سره په مقايسه و پيژندل شي. په ګلاب ګل كي د ګل د ساقي پاسني برخه كله چې ګلاداني ته ورته شكل ته (vase-shaped cavity) نمو كوي منبسط كيږي يعنيhip) (ته بدليږي هغه چې حقيقي ميوه ياتخم مستوروي (پټوي)، او لرونكي د carpels (د ښځينه د توليد مثل اندام چې عبارت له تخمدان او كلالي څخه دي) په خپله داخلي برخه كي دي. په ځمكنی توت كي Floral axis ساختمان ددي په ځاي چې مقعر شكله وي، د باندي خواته په غوښينه بڼه پړ سيږي، ګنبدي ته ورته (dome-shaped) او يا همواره كتله وي چې درلودونكي د carpels او يا حقيقي ميوي (true fruits)دي، عموما تخم ورته ويل كيږي لږ يا ډېر احاطه شوي وي خو هيڅكله په په پوره ډول نه وي پټ شوي.يو پوخ شوي ځمكنی توت ميوه په حقيقت كي په مناسب ډول د يو ګلاب) (rose له ميوي سره پرتله شي كله چې هغه د سر خوا څخه دباندي خوا ته ووځي.


د ځمكنیو توتو په فارمونو كي عموما د شاتو مچېو صنوقونه ايښودل كيږي تر څوګرده افشاني (pollination) ته انكشاف وركړي.

ټولګی بندي

په نړيواله كچه له ۲۰ څخه ډېري د Fragaria species نوعي وجود لري. د ځمكنی توتو كليدي طبقه بندي د هغوي د كروموزومونو د تعداد د تغير له مخي، ددوي نوعي پيژندل كيږي، په عامه ډول ځمكنی توت ۷ قسمه كروموزومونه لري، اګر چې دوي مختلف)polyploidy (بيانوي، ځيني ددوي diploid (دوه سيټه كروموزومونه يعني ۱۴ كروموزومونه)، tetraploid (څلور سيټه كروموزومونه يعني ۲۸ كروموزومونه)، hexaploid (شپږ سيټه ټول ۴۲ كروموزومونه)، octoploid(اته سيټه ټول ۵۶ كروموزومونه) او يا decaploid (لس سيټه ټول ۷۰ كروموزومونه)دي. په عمومي ډول (سره له استثنا)، دځمكنی توتو نوعي species چې ډېر كروموزومونه ولري ډېر قوي دي او لو ي بوټي له ډېرو ميوو سره توليدوي. Diploid species • Fragaria daltoniana • Fragaria iinumae • Fragaria nilgerrensis • Fragaria nipponica • Fragaria nubicola • Fragaria vesca (Woodland Strawberry) • Fragaria viridis • Fragaria yezoensis Tetraploid species • Fragaria moupinensis • Fragaria orientalis Hexaploid species • Fragaria moschata (Musk Strawberry) Octoploid species and hybrids • Fragaria x ananassa (Garden Strawberry) • Fragaria chiloensis (Beach Strawberry) • Fragaria iturupensis (Iturup Strawberry) • Fragaria virginiana (Virginia Strawberry) Decaploid species and hybrids • Fragaria × Potentilla hybrids • Fragaria × vescana

يو تعدا د نوري نوعي طرح شويدي، ځيني يي اوس د subspecies له يوه د پاسنو نوعو څخه پيژندل شوي (د GRIN taxonomy database جدول وګوري) Mock Strawberry او Barren Strawberry دواړه د Fragaria سره يو شان دي او په جنس كي نيږدي ارتباط د Potentilla سره لري.


د ځمكنیو توتو ډولونه او دورايتي انتخاب :

June- Bearers ياSpring bearing، Ever-Bearers او Day- Neutral درې ډولونو د ځمكنی توتو دي د Day- Neutral اوEver-Bearer ډول نظرJune- Bearer ته واړه دي. June- Bearers ډول په پسرلي كښې د 2-3 اونيو په اوږدو كې ګلان توليدوي، ميوه او رينر Runners په درې ډول طبقه بندي شوې، وختي فصل د منځنى فصل او ناوخته فصل ورايټي گانو. Ever-bearers ډول درى دورې ميوه، ګلان او Runners د پسرلي،دوبي او مني په دوران كښې توليدوي. Day- Neutral ډول ځمكنی توت د ټول وده ايز فصل په اوږدوكښې ميوه توليدوي. او دټول وده ايز فصل په اوږدو كښې يو ځل Runner توليدوي. د Day- Neutral او Ever-Bearers ډولونه د هغه باغ لرونكو لپاره چې لږه ځمكه لپاره غوره ده. همدا راز دوي كولاي شي په Terraced bed، په بيلرو او ګلدانيو كښې وكري،او كروند ګر كولاي شي ځمكنی توت د ځمكې دپوښښ بوټو په توګه وكري. . June- Bearers دا عادت لري چې پوره بوټى يو فصل له كرلوڅخه وروسته منځ ته راوړي. په Day- Neutral ډول د June- Bearers له ډول څخه توپير لري. هغه دا چې دوي پوره بوټى په لومړني فصل كښې كله چې وكرل شي تشكيلوي. د June- Bearers ډول د كورنيو مزرعولپاره او همدارنګه د تجارتي استعمال له كبله او همدارنګه د خوند او كيفيت له مخې ډېر مشهور او عام او هم ارزښناك دي. په يوځل كتو دانشي معلوميداي چې كوم بوټى Day- Neutral او كوم يو June- Bearers له ډول څخه دي. نو له دې كبله كله چې بوتى كري دا مهمه ده چې څرګند كړي كوم يو ستاسو د خوښې وړ دي. دا غوره ده چې دواړه ډولونه وكرل شي تر څوچې د Day- Neutral ځخه په لومړني كال ميوه تر لاسه كړي او لوړ حاصل او ښه كيفيت د June- Bearers څخه ترلاسه كړي. دكورنيو ميوو كرونكي دانتخاب لپاره يو ډېر شمير ورايټي ګاني لري د June -Bearers لپاره انتخاب دير زيات دي نظرDay -Neutral ډول ته

دا مهمه ده چې د پخيدو فصل،حاصل، دميوې اندازه، د يخ وهلو كيفيت او خوند په كيفيت د سپارش شويوكلتيوارونو په اړه و پوهيږو(T-1)

لومړي جدول : د ځينو ځمكنیو توتو طبيعي خواص varity Ripening Season (Days After Earliglow) Berry Size Freezing Quality Dessert Quality Yield June-Bearers Earliglow 0 Med‚Large Very Good Very Good Medium Lester 5 Large Fair Good Medium Redchief 5 Large Very Good Good High Surecrop 5 Large Good Good Medium Guardian 8 Very Large Fair Good High Midway 9 Med‚Large Very Good Good High Kent 10 Large Poor Fair High Delite 10 Large Good Fair High Lateglow 12 Large Fair Good High Day-Neutral Tristar 5 Small Good Fair Medium Tribute 5 Small Good Fair Medium

د ځمكنی توت ورايټۍ د خوند، د پخوالي فصل، دساتلوظرفيت او د ناروغيو په وړاندې مقاومت په اساس انتخابيږي. د ځمكنی توتو كلتيوار،زر رسيدونكي او وروسته رسيدونكي او د ناروغيو پر وړاندې د تنګښت په اساس طبقه بندي شوي.


Strawberry type Fruit size Red stele Verticillium wilt Region of adaptation* June bearing Earligrow medium R3 R N,C,S Annapolis large R S N Honeoye large S S N,C,S Delmarvel large R R N,C,S Seneca medium S S N,C Jewel large S S N,C,S Kent large S S N,C Allstar very large R R N,C,S Day neutrals Tristar medium R R N,C,S Tribute medium R R N,C,S R = resistant to this disease; S=susceptible to this disease.

  • N = adapted to region north of Interstate 80; C = adapted to region between Interstate 80 and Interstate 70; S = adapted to region south of Interstate 70.

Pathogens and Disease ناروغي اود ناروغيو عوامل

ځمكنی توت هغه ميوه ده چې په پراخه توګه كرل كيږي. ځمكنی توت ښې زهكشي شوې خاورې ته ترجيح وركوي چې په لوړه پيمانه عضوي مواد ولري. بوتي پوره لمر ته اړتيا لري ترڅو لوړ حاصل توليد كړي يعنې شپږ ساعته لمر ته په ورځ كښې اړتيالري. په هغه ځمكه كښې چې د ترمخه رومي بانجان، توربانجان،مرچ او كچالو پكښې كرل شوي وي ځمكنی توت بايد ونه كرل شي ځكه چې په داسې ځمكه كښې بوټى د Verticillum wilt په ناروغۍ چې د ځمكنی توت خطرناكه ناروغي ده ككړيږي

يو تعداد د Lepidoptera  نوعي د ځمكنی توتو څخه تغذيه كوي.

برسيره پر دي د ناروغيو په مقابل كښي د تنګو ورايتيو انتخاب بزګرانو سره د بوټي د ناروغيو د خطر په كمولو كښې مرسته كوي.(T-2) دوهم جدول ته دمقاوموورايتيو سپارښتني ته مراجعه وكړي

دوهم جدول د ځينو ځمكنیو توتو د امراضو په مقابل كي مقاومت Variety Leaf Spot Leaf Scorch Red Stele Verticilium Wilt Powdery Mildew June-Bearers Earliglow R R R R S to I Guardian S to I R R R S Midway VS S R I U Lester U R R S R Redchief S R R I R Kent S I S S S Surecrop I to R I R VR U Delite R R R R U Lateglow R R R VR S Day-Neutral Tristar T T R T to R R Tribute T T R R R S = susceptible, VS = very susceptible, I = intermediate reaction, R = resistant (the disease does not occur on that cultivar or only to a very small degree), VR = very resistant, T = tolerant (the disease is clearly evident, but with little or no apparent detrimental effect on plant or yield), U = unknown.

  • Cultivars are only resistant to specific races of the red stele fungus. If races are present in the planting or are introduced into planting for which resistance genes are not available, red stele can develop on "resistant" cultivars.


د كرلو د ځاي سپارښتنه :

ځمكنی توت د كيفيت او ډېر حاصل لپاره پوره اندازه لمر ته اړتيا لري. ځمكنی توت بوټي په مختلفوخاوروكښې د بوټي توليد كولاى شي. كه څه هم چې ښه نتيجه يې د حاصلخيزو ځمكو چې په لويه پيمانه غوره عضوي مواد ولري وركړى دي. خاوره بايد يوه كمه اندازه تيزابي وي چې پي اچ يې د5.8-6-5 وي. كه چېرې د خاورې حاصلخيزي او تيزابيت معلوم نه وي دا سپارښتنه كيږي چې له [[خاوره|خاورې]] نه نمونه واخستل شي او تيسټ شي. دا خاورې تيست كيداى شي چې ستاسو د سيمه ايز توسعه وي دفتر په واسطه وشي او همدارنګه ځانګړي ځانګړي ازمايښتونه د عضوي موادو او د بوران لپاره هم بايد وشي، چونه او سره بايد د خاورې د ټيست مطابق واچول شي. ځمكنې توت د خاورې د ډېر لندبل سره حساس دي. كه د لندبل (زهكشي) مشكل وي بوټي بايد په جګ بستر كښې و كرل شي.همدارنګه د ځمكنی توت د كرلو څخه په هغه ساحه كښې چې مخكينى فصل تور بانجان، رومي پانجان او مرچ او يا چمن وي،د حشراتو او ناروغىومشكل ممكن منځ ته راوړي. مهم كرنيز فعاليتونه د ځمكنیو توتو لپاره د كرلو تخنيك او فاصله په مابين د بوټوو، د نامطلوبو بوتو مخنيوى،مناسبي سري استعمال،دغوټيو لر ي كيدل، اوبه لګول، د حاصل اخستلو وروسته دتوتو نويول، د ناروغيو او افتونو مخنيوى،ديخ وهنې او ناروغيو د مخنيوي لپاره د ملچ استعمال دي. دكرني طريقه: د پسرلي شروع تر ټولو غوره وخت د ځمكنیو توتو د كرلو لپاره دي كله چې خاوره ډېره لندبل ونه لري. په ديرو لندو خاوروكښې دفصل په شروع كښې كرنه بايد تر سره نه شي ځكه د خاورې د يخ وهنې له امله چې د خاورې د پړسوب د بوټي د زخمي كيدو او له منځه تلو سبب ګرځي. ځمكنی توت ريښې، تاج او پاڼي لري (درېم شكل وګورى)

تاج يوه لنډه تنه Stem) (ده چې د پاڼو او ريښو تر منځ موقعيت لري.د كرنې په وخت كښې ريښې او نيمايي تاج بايد په خاورو كښې پټ شي. دكرنې لپاره د خاورې سوري په كافي اندازه بايد ژور وي تر ځو ريښې په عموي ډول پكښې ځاي شي.بوټى په داسې ډول چې ريښې يې په خاوره كښې په افقي شكل ځاي به ځاي شي بايد ونه كرل شي.د June- Bearers بوټي د 12-24in انجوفاصلې په لرلوسره يو له بل نه لرې كرل كيږي.په لنډه فاصله كښې د بوټو رينر بايد كنترول شي، هغه رينرچې ضرورت ورته نشته بايد په لومړي فصل كښې لرې شي د اګيست په مياشت كښې كتارونه بايد 18-24 انچوپورې دي او بوټي بايد 6-8 انچو پورې يو له بل څخه لرې وي. حلقوي تيراسونه هغه وخت پكار وړل كيداى شي كله چې فاصله كمه شي.(ځلورم انځور)

د Day- Neutral ځمكنی توتو كښې بوټي 8-12 انچو پورې يو له بل څخه لرې وي او 30-36 انچو پورې فاصله په مابين د دوو قطارونو كښې دي. د لومړني فصل كښي Runner په جريان كښې لرې كري. اوګلان په شپږو لومړنيو هفتو كښې له كرلو وروسته لرې كيږي.

ځمكنی توت څه وخت بايد وكرل شي:

د ځمكنی توتو كرنه په پسرلي كښې هغه محال شروع كيږي چې ځمكه د كار د تر سره كولو اجازه وركړي. كرنه معمولا د مارچ او اپريل په مياشتو كښې مخكښې له دې چې توده هوار راورسيږي تر سره كيږي. كه چېرې خاوره لنده وي كرنه بايد و ځنډول شي تر څوخاوره وچه او د كښت لپاره برابره شي.كرنه بايد په وريځ لرونكې ورځ يا په مازديګر كښې تر سره شي.


د كرنې ژوروالى

بوټى په خاوره كښې په داسې ډول كيښودل كيږي چې يواځې پاشنۍ ريښې يې په خاوره پټې شي د بوټي تاج په خاوره كښې بايد پټ نه شي. بوټي له پنځو اونيو وروسته رينر او نوي بوټي توليدوي.


The center plant is set correctly, with the soil just covering the tops of the roots. The plant on the left is set too shallow; the plant on the right too deep.

اووم انځور

ماپيني بوټي په سم ډول كينول شوي دي خاورې يواځې پاسنۍ ريښې پټې كړې دي. په كيڼ اړخ كښې نبات په لږ ژوروالي سره كرل شوى، ښي اړخ ته بوټي ډېر ژور كرل شوي دي.

د كرلو سيستم:

د قطارونو سيستم Method Row System : د June- Bearers كلتيوارونه لپاره داسيستم تر ټولو ښه سيستم دى په دې سيستم كښې د ځمكنیو توتو بوټي يو له بل څخه د 3-18 انچو پورې لرې دي او همدارنګه قطارونه 3-4 فوټه يو له بل څخه لرې دي. تشكيل شويو نويو بوټو daughter Plant بايد پريښودل شي چې ريښې تشكيل كړي تر څو يو گڼ قطار چې له دوه فوټوڅخه پراخه نوي رامنځ ته شي.


فاصله لرونكى سيستم Spaced Row System :

په دې سيستم كښې Daughter Plant تعداد كميږي تر څو چې له خپل مورني بوټي Mother Plant څخه زرغون شي. بوټي د 3-18 انچو پورې لرې يو له بل څخه كرل كيږي او قطارونه بايد3-4 فوټو يو له بل څخه لرې وي Daughter Plant يا نوي تشكيل شوي بوټي د ريښو څخه بايد د 4 انچو څخه لرې واقع وي. نور ټول رينر Runner د مورني بوټي څخه بايد پرې شي.

تصوير:

4R فاصله وركړل شوې 2R فاصله وركړل شوې گڼ قطارونه

Hill System

دا يو سيستم د Day- Neutral او Ever -Bearer يو ښه سيتم دي. په دې سيستم كښې ټول Runner له منځه وړل كيږي يواځي اصلي مورني بوټي پريښودل كيږي.ريتر Runner لري كول دمورني بوټي د ښه انكشاف د ډېرو تاجونو او د ګلانو د Stalk سبب كيږي.


د نامطلوبو بوټو مخنيوى Weed Control: ميخانيكي طريقه،دملچ استعمال Mulching اود Herbicides كولاى شي چې د د نامطلوبوبوټو څخه خلاصه كرونده ولرو.دمخنيوي لپاره د ميخانيكي طريقې او د ملچ استعمال سپارښتنه كيږي.

د چوني او سري استعمال:

د خاورې ازمايښت په لوړه كچه په هر دوو او درېو كلونوكښې د ښه حاصل او كيفيت لپاره ضروري دي. غذايي مواد او چونه كه ضروري وي د خاورې د ازمايښت په نظر كښې نيولو سره د كرنې تر مخه په خاوره كښې اچول كيږي. يوپونډ (10-10-10) NPK سره بايد په سل فوټ مربع 100ft2 ځمكه كښې وپاشل شي.اويا0.5 پونډه 10-10-10 د باند په شكل 4-6 انچه لرې له بوټو څخه د 7-10 ورځو وروسته له كرلو څخه واچول شي.. دا سره د شپږو انجو په ژوروالي سره بايد په ځمكه كښې خښه شي 1-1.5 pound نايتروجن د جون په نيمايي كښې و پاشل شي كه چېرې باران ډېر وي په نيمايي د اګيست كښې دوهم ځل بايد واچول شي. دميوې اچولوكال كښې 1-1.5 pound نايتروجن وروسته له حاصل اخستلو څخه او داګست په نيمايي كښې وشنل شي. ډېرې سرې بايد ونه لګول شي ځكه د ودې د ډېريدو،د حاصل د كموالي،د يخ وهلو په وړاندې د مقاومت د نه لرلو او د ناروغيو په وړاندې مقاومت له لاسه وركوي. او په ژمي كښې متضرركيږي

د ګلانو لرې كول Blossom Removal :

د June- Bearers ځمكنی توتو Flower stalk يا ګلان كله چې څرګنده شي په لومړى فصل كښې لرې شي. لوړ حاصل هغه وخت په لاس راتلاى شي كله چې بوټي پريښودل شي مخكښې له ميوې اچولو څخه خپل لوى سايز ته ورسيږي. Day- Neutral د بوټو غوټۍ په لومړي كال كښې بايد د جون تر نيمايي پورې له منځه لاړې شي. وروسته بايد ګلانو ته اجازه وركړل شي تر ځوچې د ميوې څخه حاصل واخستل شي په پاتې فصل كښې (د اكيست څخه تر اكتوبر پورې).


اوبه لګول Irrigation :

په وچ وده ايز فصل كښې د زياتو اوبو لګولو سپارښتنه كيږي.بوټى د جون له نيمايي څخه د اګست تر نيمايي پورې 1-1.5 انچ اوبه په يوه هفته كښې ضرورت لري. اوبه لګول بايد په ښه منظم ډول تر سره شي. زيات اوبه لګولوته اړتيا نشته پاملرنه بايد وشي چې خاوره د اوږدې مودې لپاره لنده پاتې نشي.

د ځمكنیو توتو تمديد(نويول) له حاصل اخستلو وروسته:

ځمكنی توت كولاى شي چې د يوه كال څخه ډېر حاصل وركړي نظر د بوتي په اندازه او قدرت سرهممكن تر درېو فصلونو يورې. June- Bearers ځمكنی توت بايد هر كال له حاصل اخستلو وروسته بايد نوي كينول شي. او كه چېرې يې په ښه ډول ميوه توليدوي نو بيا له يو كال نه زيات په ځمكه كښې پريښودل شي. نا مطلوبه بوټي لومړى په ميخانيكي طريقه اويادHerbicides په وسيله له منځه وړل كيږي. ټول زاړه بوټي د لاسي وسائلو(لور...) په واسطه پرې كيږي. د پاڼو د پرې كولو په وخت كښې بايد د بوټي تاج ته ضرر ونه رسيږي. كه په پاڼو كښې كمه ناروغي شتون ونه لري په خاوره كښې دې خښې شي تر څو كمپوست ورنه جوړ شي. كتارونو پراخوالي تر 12 انچه كيږي،په هر كتار كښې بايد د بوټو تعداد كم شي. د بوټو تر منځ فاصله بايد د 4-6 انچو پورې وساتل شي. د بوټي د بستر لپاره د 0.5-1 انچه خاوره اچول كيږي. دبوټوترميمول (نويول) د ځمكنی توتو د روزنې يوه مهمه برخه ده، تر څو د ميوې ښه توليد لاس ته راشي.په June- Bearers توت چې په ګڼو قطارونو كښې كرل شوي وي. د حاصل اخستلووروسته هر كال بايد ترميم شي. قطارونه بايد د بيل يا كتمن په واسطه 6-12 انجو پورې نرم شي، ټول نامطلوبه بوټي هم ترې لري كيږي، د بوټي ګڼ والى بايد لږ شي. په نويو قطارونوكښې د بوټو كرنه په داسې ډول تر سره كيږي چې د بوټو تر منځ واټن 4-6 انچو پورې وي. په اونۍ كښې يو ځل اوبه لګول تر سره كيږي تر ځو د بوټو ودې او انكشاف ته پراختيا وركړي او نوي Runner د نوى كال لپاره جوړ كړي.

د ژمي ملچ:

د نا مطلوبوبوټو له لرې كولو پرته د ملچ پوښل اړين بريښي تر څو چې بوټي په ژمي كښې له يخ وهلوڅخه وساتل شي. د ملچ لپاره داسې واښه او د بوټو پاتې شوڼي په كار يوړل شي چې د هرزه بوټو تخمونه له ځان سره ونه ليږدوي. د دوو او درېو انچو په پنډوالي سره ملچ كولاي شي چې بوټى له سختې يخنۍ(+20 څخه تر -30) دمني او ژمي په اوږدوكښې په ښه ډول وساتي. ځمكنی توت د يخ وهنې په وړاندې زيات حساس دي،هغه ملچ چې بوټي په ژمي كښې پوښلي وي بايد پسرلي په پيل كښې له بوټي څخه لرې او د پولو دپاسه واچول شي، كه په پسرلي كښې يخ راځي بايد ګلان پرې وپوښل شي. زړه كمبله او يا درخت ټوټه هم كولاى شي د يخ وهنې نه مخنيوى وكړي. كله چې په مني كښې (د نومبر د نيمايي د ډيسمبر تر نيمايي پورې چې هوا د 20C درجو سانتي ګراد نه راښكته شي د قطارونو د پاسه د 3-4 انجو په پلنوالي د وښو ملچ د بوټو د پاسه اچول كيږي. دا ملچ د بوټي دهغې يخ وهنې نه چې bud له منځي وړي،ريښو او تاج ته زيان رسوي، مخنيوى كوي. په پسرلي كښې هغه محال چې د بوټو پاڼې په زيړيدو شي ملچ د بوټو نه لري كيږي. يوه اندازه د ملچ واښه د بوټوشاوخوا پريښودل كيږي، تر څو ميوه د خاورې سره د تماس څخه وساتي. همدارنگه د خاورې لندبل ساتي.

شپږم انځور

د ګلانو لرې كول Blossom Removal :

په لومړي وده ايز فصل كښې د June- Bearers ځمكنیو توتو ګلان دراځرګنديدو سره سم لري كيږي. د ګلانو لمنځه وړل د بوټي او رينر Runners د پراخيتاسبب ګرځي اوپه راتلونكي كال كښې به بوټي لوي او ښه قوي وي.

په Ever- bearer  او Day- Neutral     توتو كښې  د جون د مياشتې تر وروستيو پورې  لرې كيږي  او وروسته له هغې  ګلانوته  اجازه وركول كيږي  تر ځو د اوړي او مني په اوږدوكښې  ميوه  توليد كړي.

.

طبي ګټي

برعلاوه څمكني توت يو طبيعي ماده Ellagic acid لري. دا ماده د سرطان د ناروغي څخه مخنيوي كوي ځمكنی توت د يوي بډايي منبع د Phenol اود Phyto Nutrient په نړي كي ګڼل كيږي، دا فينول د Antocyanin او ellagitanins په وسيله رهبري كيږي. Antocyanin په ځمكنیو توتو كي نه يوازي دا چې د سره رنګ برابرونكي دي،دوي د Antioxidant په توګه چې د حجري ساختمان ساتي او د بدن په ټول ارګان كي د اكسيجن د زيان څخه مخنيوي كوي، دا ميوه د يوه ځانګړي Phenol محتوياتو ددرلودو له كبله د زړه د ساتلو، د سرطان ضد او ددرد ضد(Anti inflammatory) ده. د ضد درد مواد چې په ځمكنیو توتو كي شتون لري د Cyclooxygenase (COX) انزايمونو فعاليت كموي او د Aspirin يا Ibuprofen په شكل درد كموي. د (COX) ډېر فعاليت د زيات درد سبب ګرځي، دا نزايمونو په Rheumatoid،Osteoarthirtise, Asthma, atherosclerosis او سرطان كي شامل دي. ځمكنی توت د كولمو د خونريزي (inotestinal bleeding) مخنيوي كوي. ځمكنی توت د Vitamin C, Vitamin K او منګانيز نظر نورو ميوو ته په پراخه پيمانه لري. همدارنګه د Dietary Fiber, Iodine, Potassium, Folate, riboflavin, Vit B5, Omega-3 Fatty acide, Vit B6, Magnissium او Copper دي.

دضد سرطان محتويات Anti cancer Compounds:

ځمكنی توت د ellagitanin محتوياتو د سرطان ناروغيو په مړينه كي يي كموالي راوستي، په يوه مطالعه كي ځمكنی توت د هغه ۸ غذايي موادو په راغي كوم چې د سرطان د ناروغي له كبله يي مړينه يي په ۱۲۷۱ ناروغانو په New Jercy كي ټيټه كړي ده. دي ناروغانو به د ورځي درې ځلي ځمكنی توت خوړل او په دوي كه د سرطان ناروغي نظر هغه خلكو ته چې كم او يا هيڅ ځمكنی توت يي نه خوړل كم انكشاف كړي. يوه مطالعه د Jurnal of Agriculture and Food Chimistry چې په ۲۰۰۳ كال نومبر كي خپره شوه، ۸ ډوله د ځمكنیو توتو هغه كلتيوارونه نظر د هغوي د بوټيو د ساتني د اجزاو لكه د anthocyanins او Phenol, Flavonoics او دهغوي د antioxidante ظرفيت له مخي تجزيه كړي وه، اګر چې مختلف كلتيوارونه نظر دهغوي بيلابيلو مفيده اجزاو درلودو له كبله داهميت وړ و، ټول كلتيوارونه (Earliglow, Annapolis, Evangeline, Allstar, Sable, Sparkle, Jewel, and Mesabi) په موثره توګه قادر و چې د انسان د جګر د سرطان څخه مخنيوي وكړي. د حيواناتو په مطالعه كي محققينو دا پيدا كړه چې ځمكنی توت د مغز د oxidative له فشار څخه د مغز ساتنه كوي، او همدارنګه په پرمختللي سن كي د حافظي او د مغزو د فعاليت د كموالي څخه مخنيوي كوي. محققينو د موږكانو د ځمكنیو توتو له تغذيي څخه دا پيدا كړه چې ددوي د حافظي په زياتوالي كي په موثره توګه انكشاف وركړ.

دMacular Degeneration څخه ساتل:

Macular degeneration دا يوه طبي حالت دي چې معمولا په زړو خلكو كي د ليدلو د لاسه وركول د ليدلو په مركز (macula) كي د Retina د خرابوالي له امله منځ ته راځي، دا په لامده او وچ شكل منځ ته راځي، دا د ۵۰ كلونو په سن كي د ړندوالي عمده دليل دي. Macular degenerationدا نا ممكنه كوي چې خه ولولي او يا وويني، اګر چې يه اندازه د ليدلو قوه پاتي كيږي تر خو ورځني دندي ترسره كړاي شي. د ګازرو خوړل د سترګو بينايي ډېروي، مګر يوه بالغ انسان ته ضرور دي تر څو د ميوو څخه استفاده وكړي ترڅو چې د هغوي د سترګو بينايي ډېره شي. هغه معلو مات چې د ۲۰۰۴ د جون په مياشت كي په Archives of opthomology كي خپاره شول،دا بيانوي چې په ورځ كي د درېو يا ډېر ځل ميو خوړل د Macular degeneration (ARMD) كس كمښت راولي، همدارنګه د حافظي له منځه تللو څخه په بالغو افرادو كي ۳۶% كمښت نظر هغه اشخاصو ته چې په ورځ كي 1.5 ځله ميوه خوري، راولي. په دي مطالعه كي چې په هغه كي 77562 ښځي او ۴۰۸۶۶ نارينه شامل و محققينو ارزيابي په شاملو كسانو تاثيرات د غذايي مصرف د ميوي، سبزيجاتو Antioridant vit A,C,E مصرف د Carotenoids په انكشاف د Early ARMD يا Neovascular ARM چې دا يو ډول د حافظي د زيان ناروغي ده، د غذايي مصارفو يا اخيستني معلومات په معينو وختونو كي د ۱۸ كلونو څخه د زيات عمر ښځو او ۱۲ كلونو نارينه و څخه ټول شول، په زړه پوري دا چې مصرف د سبزيجاتو Antioxidatns vitamins او Carotenoids داسي شديد برخورد يا مخنيوي د دواړو اشكالو د ARM څخه ونه شو كړاي، مګر د ميوي مصرف په قطعي ډول د سخت شكل د ARM څخه په قطعي ډول مخنيوي وكړ. درې ځله د ميوي خوړل په ورځ كي داسي ښكاري چې په ورځ كي بايد ډېره ميوه وخوړل شي، مګر ځمكنی توت ستاسو سره ددي هدف په لاسته راوړلو كي مرسته كوي.

د Rheumatoid Arthritis (روماتيزمي ناروغي) څخه ساتنه:

يوي مطالعي په ۲۰۰۴ كال كي دا پيشنهاد وكړ چې دلوړي پيماني ويتامين سي درلودونكي مواد او يا ځمكنی توت چې په لوړه پيمانه د ويتامين سي درلودونكي دي، د Osteoarthritis چې يوه خرابه نوع د Arthritis Reumatism ده چې د هندي خوګ د غوښي (Gainea Pig) او يا له (Aging) څخه پيښيږي، مخنيوي كوي. دا د روماتيزمي امراضو (Rheumatic Disease) مطالعه د يوه كال په موده كي په ۲۰۰۰۰ تنو چې پرهيز كړلو او د مرض څخه خلاص و (Arthritis Free) و دا سروي شروع شوه، د هغه له جملي څخه ۷۳ تنه د Polyarthritis په روماتيزم دردونو اخته شول، په دي اشخاصو كي هغه چاچې د كم اندازي ويتامين سي درلودونكي غذا څخه استفاده كوله نظر هغه كسانو ته چې دا ويتامين سي يي مصرفول ۳\۱ ځله زيات په هغوي كي مرض انكشاف كړي و. هغه برخي چې د ځمكنی توت څخه د استفادي وړ ګرځي عبارت دي له ميوي پاڼو او ريښو څخه. له ډېرو پخوا كلونو څخه ددي ميوي له پاڼو او ريښو څخه جي د تانن (Tinin) مادي درلودونكي دي د اسهال ضد او د ميتيازو په ډېريدو كي رول لري. ځمكنی توت د ډېرو ويتامينونو درلودونكي او همدارنګه مشبوع چربي نلري يو توت ۵۰ كالري انرژي لري. ځمكنی توت د نورو توتانو په شكل د كولمو او مثاني پاكونكي دي. اخيري تحقيقات دا څرګندوي چې د ځمكنیو استعمالول د اوسپني په ډېرښت كي مرسته كوي او همدارنګه د لوړ فشار د ټيټيدو سبب ګرځي اوسپنه د ويني د هموستين په كموالي كي رول لري، هموستين هغه امينو اسيدونه دي چې ډېروالي يي د رګونو د بنديدو سبب ګرځي. دا څيړني دا ښيي چې ځمكنی توت د زړه او رګونو د سيستم د ښه والي عامل دي. ځمكنی توت د اشتها راوړونكي دي او ادرار ډېروي. د ځمكنیو توتو پاڼي كولاي شي چې د مثاني د تيږو علاج وكړي. د ځمكنیو توتو اوبه (شربت) د تبو په تداوي كي مرسته كوي، ځمكنی توت د اوسپني او ويتامين سي د درلودلو له كبله د ويني په جوړيدو كي ډېر موثر دي. ځمكنی توت د كلسيم او فاسفورس د ډېري اندازي له كبله د ماشومانو په رشد او د غاښونو په كلكوالي د هډوكي د ماتوالي د جوړيدوسره مرسته وكړي نوي څيړني ښيي چې په ورځ كي ۹-۱۰ دانو توتو خوراك د ويني د لوړ فشار په كمښت كي مرسته كوي د يوه ګيلاس (۱۴۹ګرامه) توتو د خوړلو ګټه

45 كیلوكالری انرژی 1 گرام پروتئین 5/10 گرام كاربوهیدرات 6/0 گرام چربی 3/3 گرام فایبر 3 معادل رتینول (RE) ویتامینA 5/84 گرام ویتامینC 1/0 میلی گرام ویتامینB1 1/0 میلی گرام ویتامینB2 4/0 میلی گرام ویتامینB3 1/0 میلی گرام ویتامینB6 1/0 میكروگرام ویتامینB12 4/26 میكروگرام فولات 2 میلی گرام سدیم 21 میلی گرام كلسیم 6/0 میلی گرام آهن 247 میلی گرام پتاسیم 2/0 میلی گرام روی 16 میلی گرام منیزیوم


Strawberries, Fresh 1.00 cup 43.20 calories Nutrient Amount DV (%) Nutrient Density World's Healthiest Foods Rating vitamin C 81.65 mg 136.1 56.7 excellent vitamin K 20.16 mcg 25.2 10.5 excellent manganese 0.42 mg 21.0 8.8 excellent dietary fiber 3.31 g 13.2 5.5 very good iodine 12.96 mcg 8.6 3.6 very good potassium 239.04 mg 6.8 2.8 good folate 25.49 mcg 6.4 2.7 good vitamin B2 (riboflavin) 0.10 mg 5.9 2.5 good vitamin B5 (pantothenic acid) 0.49 mg 4.9 2.0 good omega 3 fatty acids 0.11 g 4.4 1.8 good vitamin B6 (pyridoxine) 0.08 mg 4.0 1.7 good magnesium 14.40 mg 3.6 1.5 good copper 0.07 mg 3.5 1.5 good


د ځمكنیو توتو مقايسه د څو نورو ميو سره قند(گرام) فایبر(گرام) ويتامين (ملي ګرام) پتاسیم(میلی گرام) اوسپنه

(میكروگرام)	میوه

7 3 84 210 34 ځمكنی توت 14 4 7 150 4 مڼه د پوست سره 22 1 6 266 6 انگور 17 4 13 504 28 كيله 13 3 74 252 42 مالټه

ځني خلك د توتو د خوراك سره حساسيت لري چې ممكن د استفراغ او يا جلدي حساسيت په ډول څرګند شي، او همدارنګه ځني خلك چې د جلد ناروغي لري، هغه ډېره كړي. هغه كسان چې حساسه معده لري او يا د معدي د زخم او نورو ناروغيو درلودونكي وي، دا بهتره ده چې د توتو له خوراك پرهيز و كړي.


د ځمكنیو توتو په جلد تاثيرات

د زرګونو كلونو را پديخوا ميرمنو د خپل پوست د تازه والي لپاره د ځينو ميو څخه استفاده كوله. اوسنيو څيړنو دا ښودلي چې ميوه د ځينو اسيدونو لكه، Alpha Hydroxy Acide (AHA) درلودونكي دي، دا اسدونه كولاي شي چې د پوست كلك قشر حل كړي سربيره د پوست د تازه ګي د ځينو موادو چې په ښه توګه په وينه كي جذب شي د ويني د دوران او د نويو حجراتو د توليد د تحريك سبب ګرځي، دا اسيدونه ضعيف دي او د ډېرو كلونو لپاره بايد استفاده ورځني وشي. په اوسني و خت كي ډېري كارخاني ددي اسيدو څخه د كريم په ډول توليدات كوي، توپير په مابين د استعمال ددي ميوي دادي چې كريم د دي اسيدونود لوړ غلظت درلودونكي دي او جانبي اثرات هم لري. ددي لپراره چې د جانبي اثراتو څخه مخنيوي وشي بايد د ځمكنیو توتو د د ماسك څخه ګټه واخيستل شي او پايد حوصله ولري ځكه چې د توتو تاثيرات ضعيف دي او ډېره موده وخت نيسي. د توتو د ماسك څخه د استفادي لپاره كولاي شو چې ۵-۱۰ داني توت وروسته له مينځلو څخه سره گډ كړو او وروسته له حمام كړلو څخه د ۲۰ دقيقو لپاره په خپل مخ كيږدو او دا كولاي شو چې هره ۲ ورځي وروسته تكرار كړو. ځمكنی توت د فاسفورس، كلسيم،مګنيزيم، پوتاشيم او اسپني درلودونكي دي، چې د ستړيا په لري كولو كي برخه لري. زده كونكي چې فكري تمرينات كوي بايد حتما توت وخوري ځكه چې ددي ميوي مصرف ددوي د مغزي د اړتيا وړ فاسفورس برابروي. ځمكنی توت د ويتامين بي درلودو له كبله د ډار، عصبانيت، اضطراب او هيجان په كموالي كي موثر دي. ځمكنی توت د ويتامين A درلودونكي دي چې د سترګو د تقويي او نوكانو د رشد سبب ګرځي. د USDA د څرګندولو په اساس ځمكنی توت د انتي اكسيدايز درلودلو له مخي د ۴۰ ميو په منځ كي وروسته له شاتوت څخه په دوهم قدم كي راځي. ځمكنی توت په خارق العاده ډول د سيني او رحم سرطان په مخنيوي كي رول لوبوي، د ځمكنیو توتو عصاره د سيني سرطان په كموالي كي مهمه ونډه لري. ځمكنی توت د بيلا بيلو خاورو سره ساز ګاره دي او نرمو خاورو ته ترجيح وركوي، په ګرم او مرطوب هوا كي مناسب محصول لري، په ۴۰۰-۸۰۰ متره ارتفاع د بحر له سطحي څخه مناسب رشد كوي. په ګلخانه كي د 100m2 ځمكي ته د 3-5 كيلو ګرامه كود وركولاي شو، كودونه بايد د ۱۲-۱۲-۱۷ درجي درلودونكي وي، د ګرده افشاني لپاره بايد په ګلخانه كي د هر 1000m2 سطحي لپاره يو د مچېو صندوق كيښودل شي. د هغه څيړني په اساس چې د يوه مشهور فرانسوي څيړونكي پير برايت له خوا د غذايي موادو د څيړني په مركز كي ترسره شوي دا ښيي چې ځمكنی توت د پولي فينول مادي درلودونكي ده او د انګورو او مڼو څخه مفيده ده، پولي فينول د زړښت په وخت كي د مخ دګونجو، د زړه په محافظت او د جلد په لطافت كي ډېر رول لري. ځمكنی توت د kaemferol او Quercetin لري چې د كلسترول په ټيټوالي او د شريانونو د ديوالونو د اكسيد كيدو او تخريبيدو څخه مخنيوي كوي. ځمكنی توت د Acid allergic درلودونكي دي چې د سرطان د كيمياوي عواملو د منځه وړلو او همدارنګه د هغوي د غير فعاليدو سبب ګرځي او همدارنګه د بكتريا د فعاليت مخنيونكي دي او همدارنګه د سرطان د پيوند په DNA ګرځي، ددي ميوي مصرف قند په وينه كي په كراره لوړوي، ځمكنی توت قوي ترينه ميوه په ضد د سرطان د كولمو او خولي دي. ځمكنی توت د فيتونوترينتونو لرونكي دي چې د سرطان د التهاب او د اعصابو د تخريب د انتي اكسيدان په توګه كار تر سره كوي. دا بايد هي نشي چې دا ميوه حساسيت راوړونكي ده او تر دوو كلونو ټيټو ماشومانو ته ورنكړل شي ، ځمكنی توت اګر چې د قند درلودونكي دي خو بيا هم د شكر د ناروغانو لپاره مضر ندي.

سرچېنې

  1. "Fragaria". Germplasm Resources Information Network. United States Department of Agriculture. 2008-03-03. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ فبروري ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  1. www.wikipedia.com
  2. http://www.sabziran.ir Archived 2009-03-03 at the Wayback Machine.
  3. http://daneshnameh.roshd.ir
  4. http://www.tebyan.net
  5. http://mizeghaza.wordpress.com/
  6. http://www.parsbiology.com/
  7. http://1000gol.blogtak.com Archived 2009-03-04 at the Wayback Machine.
  8. Caldwell CR. A device for the semiautomatic determination of oxygen-radical absorbance capacity. Anal Biochem 2000 Dec 15;287(2):226-33.
  9. Cho E, Seddon JM, Rosner B, Willett WC, Hankinson SE. Prospective study of intake of fruits, vegetables, vitamins, and carotenoids and risk of age-related maculopathy. Arch Ophthalmol. 2004 Jun;122(6):883-92.
  10. Ensminger AH, Ensminger, ME, Kondale JE, Robson JRK. Foods & Nutriton Encyclopedia. Pegus Press, Clovis, California.
  11. Ensminger AH, Esminger M. K. J. e. al. Food for Health: A Nutrition Encyclopedia. Clovis, California: Pegus Press; 1986.
  12. Fortin, Francois, Editorial Director. The Visual Foods Encyclopedia. Macmillan, New York.
  13. Joseph JA, Shukitt-Hale B, Denisova NA et al. Long-term dietary strawberry, spinach or vitamin E supplementation retards the onset of age-related neuronal signal-transduction and cognitive behavioral deficits. J Neurosci 1998 Oct 1;18(19):8047-55.
  14. Joseph JA, Shukitt-Hale B, Denisova NA, et al. Reversals of age-related declines in neuronal signal transduction, cognitive, and motor behavioral deficits with blueberry, spinach, or strawberry dietary supplementation. J Neurosci 1999 Sep 15;19(18):8114-21.

15. Kahkonen MP, Hopia AI, Heinonen M. Berry phenolics and their antioxidant activity. J Agric Food Chem 2001 Aug;49(8):4076-82. 16. Kalt W, Forney CF, Martin A, Prior RL. Antioxidant capacity, vitamin C, phenolics, and anthocyanins after fresh storage of small fruits. J Agric Food Chem 1999 Nov;47(11):4638-44. 17. Meyers KJ, Watkins CB, Pritts MP, Liu RH. Antioxidant and antiproliferative activities of strawberries. J Agric Food Chem. 2003 Nov 5;51(23):6887-92. 18. Pattison DJ, Silman AJ, Goodson NJ, Lunt M, Bunn D, Luben R, Welch A, Bingham S, Khaw KT, Day N, Symmons DP. Vitamin C and the risk of developing inflammatory polyarthritis: prospective nested case-control study. Ann Rheum Dis. 2004 Jul;63(7):843-7. 19. Wood, Rebecca. The Whole Foods Encyclopedia. New York, NY: Prentice-Hall Press; 1988. 20. Zhang W, Jin MF, Yu XJ, Yuan Q. Enhanced anthocyanin production by repeated-batch culture of strawberry cells with medium shift. Appl Microbiol Biotechnol 2001 Mar;55(2):164-9. 21. Darrow, George M. The Strawberry: History, Breeding and Physiology. New York. Holt, Rinehart and Winston, 1966. Available online. 22. List of Fragaria resources, USDA 23. GRIN Fragaria Taxonomy Database Listing of Fragaria species, also from a USDA website 24. Medicinal uses of strawberries in Armenia, from an ad-supported wiki 25. Fragaria chiloensis pictures from Chilebosque 26. Ellis, M, and C. Welty. OSU Extension Bulletin 780, Controlling Disease and Insects in Home Fruit Plantings. 27. Funt, R., M. Ellis, and C. Welty. OSU Extension Bulletin 861, Midwest Small Fruit Pest Management Handbook. 28. Funt, R. C., B. L. Goulart, C. K. Chandler, J. D. Utzinger, M. Ellis, R. M. Riedel, R. N. Williams, M. A. Palmer. OSU Extension Bulletin 436, Ohio Strawberry Manual. 29. Strang, J., G. R. Brown, and R. T. Jones. University of Kentucky Cooperative Extension Fact Sheet HO-16, "Strawberry Production in Kentucky." 30. Utzinger, J. D., R. C. Funt, M. Ellis, R. L. Miller. OSU Extension Bulletin 591, Growing and Using Fruit at Home. 31. Welty, C., R. C. Funt, R. N. Williams. T. Wall, M. Ellis. OSU Extension Bulletin 506 B2, Ohio Commercial Small Fruit and Grape Spray Guide.

سرچینې

لیکوال: عزت الله نوری