پښتو ياگانې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

په پښتو ژبه کې "ی گانې" په پینځه ډوله دي:

  1. نرمه يا بې ټکو یا (ی): په نارینه مفردو نومونو، ځينې نسبي نومونو، ستايننومونو (صفتونو) او کړونو (فعلونو) کې راځي لکه : ستوری، زلمی، زمری، سړی، مزاری، خوستی، ژوندی، ځای، راتلای، کولای، زوی، توی، لوی…
  2. څرگنده يا ( ي ) چې دوه ټکي څنگ پر څنگ ولري: په نارینه جمع نومونو (ځينو مفردو نومونو)، ځينې نسبتي ستایننومونو (صفتونو) او کړونو (فعلونو) کې راځي لکه: ستوري، منگي، موچي، سړي، والي، ځي، خوري، مولوي، وروري، بنگړي او نور…
  3. لکۍ لرونکې یا ( ۍ): په ښځینه مفردو نومو او ځينو ستايننومونو کې راځي لکه: تڼۍ، مرمۍ، لکۍ، کېږدۍ، کابلۍ، گلالۍ، لېونۍ، خوښۍ، سپوږمۍ…
  4. اوږده یا ( ې ): په ښځینه جمع نومونو، نومځرو (ضميرونو) او ستاينونونو او کړونو کې راځي لکه: کې، چې، راځې، تودې، مستې، واورې، پلمې، شېبې، تودې، کارنامې، جگړې…
  5. همزه لرونکې يا ( ئ ): تر ډېره د امر او نهې اړوند په کړونو (فعلونو) کې راځي لکه: وخورئ، راځئ، مه کوئ، وکړئ، راشى، او داسى نور...

سرچینه[سمول]

  1. لومړيتوب lomritob.com ویب سایټ