پښتو نثر

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا


د پښتونثر ته يوه لنډه کتنه

نثرپه لغت کې ښوندلو ، پاشلواوخورولوته وائي اوپه اصطلاح کې هغه کلام دى ، چې دوزن له قيدنه خالي اوازاد وي اوپه دوقسمه دى : ١ . دمانا په لحاظ . ٢ . دلفظ په لحاظ . الف – نثر دمانا په لحاظ په درى ډوله دى . هغه خبرې ، چې مونږه يې ديوبل دپوهولو راپوهولو لپاره وايو . خطابه ( وينا ) تقريرونه اوبيانونه ، چې پوهو خلقو اوعالمان ئې دغټواواهمو مقصدونو اود اوريدونکو دتسلي لپاره په مجلسونو ، جمعو جرګو اوغونډوکې اوپرټولنوکې وائي ، داقسم نثر په پښتوکې ډېردي ، خوليکل شوې نمونې يې ډيرې لږدي . دنن ورځې خطابه دادب يوغوره توکى ګڼل کيږي ، سياسي ، ديني ، اخلاقي ، اجتماعي ، علمي اوادبي يې ګڼ ډولونه دي . تحرير ( ښکل ، ليک ) هغه نثر دى ، چې دعلمونو ، مطلبونو اوکتابونو دليکلو لپاره استعماليږي . الف- تحريري نثر دمطلب اومضمون په لحاظ ډير اقسام لري لکه : تاريخي ، مذهبي ، اخلاقي ، اجتماعي ، سياسي ، علمي ، ادبي اوداسې نور .



 پښتوادب ، محمد حليم ، اداره اشاعات ، پيښور ، مخ ٧٠ -٨٠


ب- نثرد مانا په لحاظ په دوه ډوله دي: ١- ساده اوسليس نثرونه . ٢- شاعرانه دانشاء پردازى نثر. دې دريم ډول ته يې ادبي ، لطيف ، منشوراوادب هم ويل کيږي . ج – دلفظ په لحاظ نثر په دوه قسمه دى : ١. يوهغه دى ، چې دقافيي اوسجعې التزام په کې شوى وي ، دې قسم ته قافيه دار، مسجع او مرصع نثر ويل کيږي . ٢. بل هغه دى چې قافيه نه لري ، دې قسم ته ( ازاد نثر ) يعني بې قافيې نثر ويل کيږي په نن ورځ کې دادوهم ډول نثر غوره شوى دى اودموجوده وخت ټول ليکونه ، کتابونه اواخبارونه هم په دې نثر کې ليکل کيږي . پخوانى نثر : په پخواني مرصع نثرکې دسليمان ماکو ( تذکره الاوليا ء ) دحضرت اخون درويزه عليه الرحمه ( مخزن الاسلام اودپيرروښان ( خيرالبيان ) ليکل شوي دي ، وروستى دافضل خان خټک د ( تاريخ مرصع ) نثر دى ، داد پخواني نثر داسي نمونې دي ، چې هم مرصع دي ، دمقتضى نثر رنګ لري ، اوهم دموجوده نثر په شان ترڅه حده ساده دي ، ددې پخوانې نثر نمونې دادي :

 دسليمان ماکو دنثر نمونه: ځه غريب خاوري سليمان ، زوى دبارک خان ماکو ، چې په وياله دارغستان اوسيږم اوپه دې مزکو پائېږم ، په سن دولس شپږسوه ( ٦١٢ هـ ) تللې ومه اود( پښتنخا ، پشتونخوا په راغو اوکلو ګرزيدم او مراقد دواصلينو اواولياو مه پلټل اوپه هر لوري م کاملان موندل اوددوى په خدمت خاک پاى ومه ، اوهر کله په خدمت ورته ولاړ ، چې له دې سفر په کورکښيناستم ، اوتنړاکې م وچاودې دپښو ، بيا پاڅېدلمه اوله څښتن مه مرستون شوم ، چې احوال دهغه کاملانو وکاږم اودوى چې هغه ويناوې پاتې کړې دي اوپښتانه ئې لولي .

١- عبدالقادرخان خټک په (ګلدسته ) کې ليکي : يوبادشاه په کشتۍ کې ناست وو ، يو مريي عجمي هم ورسره په خدمت حاضروو ، ژړا ، زارۍ فريايې اغاز کړو . ٢ – محمد هوتک په پټه خزانه کې ليکي : ځه چې محمد هوتک يم اوپه اصل پښتون ، قندهار کې اوسم له ډېره ده چې په ويلو دداسي وينا ؤ ، بخت يم اوشپه او ورځ همدغه کاردى ، اوداډېرو وختونه وينا تېرشول . چې ماغوښته ، چې ځه دپښتودشاعرانو تذکره واږمه پخوانى نثر دلفظ لحاظ مسجع اومقفي وو ، دافضل خان دنثر نه په دې کې راونى اوساده ګي شروع شوه ، ورپسې نثر لکونکو دغه ساده اوروان نثر له نورو نه هم ترقي ورکړه اونثر يې دوړاندې نه نورهم ساده ، روان ، خوږ په متلونو اومحاورو ښايسته اوخوند ناک کړو داسې چې په پريکړو ، لنډو ، لنډو جملو کې ليکلى شوى . نثر دادب يوه مهمه برخه ده اويوه ژبه هاله ترقي کولى شي ، چې نثر يې وسعت ومومي ارت اوپراخ شي ، اوهرقسم مضامينو نه ډک شي . ددې نثر مثالونه به وروسته راشي ، دهغې نه دامعلومه شوې ده ، چې دتېرو پنځو سو کالو نو نه په خصوصيت سره دى قسم نثر رواج موندلى دى ، او ورځ په ترقۍ کې دى ، اوهرقسم مضمونونه لکه تاريخ ، علمي ، ادبي ، اصلاحي ، اجتماعي ، سياسي اوداسي نور پکې ليکل شوي دي ، دصرف ، نحوه ، لغت ، قصواو افسانو په موضوع هم په دې نوي نثرکې ډېر څه ليکلى شوي دي . دپښتو نثر دلومړنۍ دورې په اوله برخه کې يوازې دڅوکتابونو نومونه مونږته رارسېدلي دي لکه : دسالو وږمه ، چې ابومحمد هاشم سرواني له خوا ددريمې پېړۍ په نيمايي کې دعربي شعرونو دفصاحت اوبلاغت په بيان کې ليکل شوې ده . بل کتاب تاريخ سوري دي چې محمد بن علي البستي له خوا دغور دسوريانو دتاريخ په باره کې ليکل شوى دى ، داکتاب دشيخ کټه دلرغوني پښتانه په واسطه دپټې خزانې دليکوال محمد هوتک يومهم ماخذ دى . پورتني ماخذ ددې دورې په دويمه برخه کې ترټولو مشهور کتاب دسليمان ماکو تذکرۀ الاولياده چې په ٦١٢ هـ کال دکندهار په ارغستان کې ليکل شوې ده چې له نيکه مرغه که ټول کتاب لاس ته نه دى راغلى يوازې يو څوپاڼې يې دعبدالحى حبيبي له خوا په کندهارکې موندل شوې دي ، ددې برخې نورکتابونه دادي : لرغوني پښتانه چې ليکوال يې شيخ کټه نوميږي – دشيخ ملي دفتر ، چې ديوسف زيوروحاني مشر شيخ ملي اکا زوي ليکلى دى دکيمو خان راڼې زي تاريخ ، چې پخپله ده ليکلى دى . مګر دغه درې واړه کتابونه دپښتوپلټونکو لاس ته نه دي ورغلي ، ددې دورې نثر چې يوازې دتذکرۀ الاوليا نثر يې استازيتوب کوي يو عادي اوروان نثر دى ، چې دپښتوسوچه لغات پکې ډېر دي اودعربي لغاتوزيات تائثيرپکې نه ليدل کيږي ، البته په معنوي لحاظ داسلام اومذهب اغيزه پکې څرګنده ده . دبايزيد روښان نثر پښتو نثردمنځۍ دورې په اوله برخه کې دمياروښان خيرالبيان اوداخون درويزه مخزن الاسلام مشهور کتابونه دي ، په دې سلسله کې داخون قاسم فوايد الشريعت دميا کريم داد تحفته الفــــــــــــــــــانيه ، دبابوجان ديني مجموعه ، دفقير حسين هراتي خلاصـــــــــــــــــــته الاسلام اونـورهم شامل دي . دې نثر ته قافيه وال اومسجع نثر وايي چې دځينو پوهــــــانو په اصطلاح فني نثر بلل کيږي ، په پښتوکې ددې قسم نثر موسس مياروښان دى ، په دې نثر کې دعربي اوفارسي ادب اودديني اومذهبي افکاروتاثير زيات ليدل کيږي، ددې تحـــــــــــول يولوى دليل دادى چې دغه قافيه وال اومسجع نثر دوعظونو اوديني تبليغونو دپاره ډېر اغيزناک و ، سربيره پردې بيادافعالوپه اخر کې دترنم دپاره د(نه ) زياتونه داهنګ دخوږ والي سره ډېره مرسته کوي . لکه لرينه ، داشينه ، اوداسي نور . ددې دورې په دويمه برخه کې په پښتونثر کې يولوى تحول راغلى دى اوهغه داچې دپښتو نثر دقافيه وال اومسجع نثر څخه بېرته عادي اوروان نثرته اوښتي اوددې ميدان دنثر پهلوان خوشحال خټک دى او دده زامنو عبدالقادر خټک اوګوهرخان هم پکې لويه برخه اخيستې ده ، په دې برخه کې دخوشحال دستارنامه ، بياض ، هدايه ، دعبدالقادرخټک ګل مظفر تاريخ اثم کوفي ، دمولانا عبدالحليم اختيارات بديعي ( ديوه طبي اثرترجمه ده) دپښتونثر مشهور کتابونه دي . ددې دورې يوبل مهم اثر دمحمد هوتک پټه خزانه ده چې دخپل وخت يوه غوره نثر ګڼل کيږي ، دغه شان دعبدالله احمدشاهي فتاوه ، دمحمد رسول بياض ، دمياا شرف پښتو عروض ، دنور محمد نافع المسلمين ، دميا معظم شاه تواريخ حافظ رحمت خاني ددې دورې نثر ددې لنډې يادونې څخه وروسته به دخوشحال دنثر په کتابونواونثري سبک لږه ډيره رڼا واچوو ، اوپه اصلي مطلب په خبرې وکړو .

د خوشحال خان نثر خوشحال خټک څنګه چې دشعر په نړ‌‌ۍ کې دلوى نوم او شهرت خاوند دى ، دغسې دنثر په جهان کې هم يو غښتلى پهلوان ګڼل کيږي،په لسمه او يوولسمه پيړيو کې چې د پښتو نثر په باغ و بڼ دقافيه وال نثر کومه څپه راغلې وه،اوپښتو نثر يې له راونۍ او ساده ګۍويستلى ؤ،نو دخوشحال په وخت کې هغه باغ وبڼ بيا تازه ګي وموندله او دپښتو نثر له منځه دقافيي او سجع تکلف لرې شو، ددې کار لومړۍ بيرغ دخوشحال په لاس پورته شو ،په پخپلو آثارو کې دعادي او روان نثر ليک ډول بيا ميدان ته راويست اودميا روښان اواخون درويزه دنيم منظم نثر کړۍ يې وشلوله لکه څنګه چې خوشحال په منځنۍ دوره کې دپښتوشاعرۍ په تيره دعمومي اوملي شاعرۍ پيشوا ء اوپوميا ګڼل کيږي ، دغسې دنثر په ډګر کې هم ديوه پوه لارښوونکي اومشر په نامه ياديږي . د پښتو اوسنى نثر مخکې لدې څخه چې پښتوپه اوسني نثر باندې دغږيږو لازمه بولم چې اول دنثر په تعريف باندې ځان پوه کړو : نثر : نثر عربي کلمه ده په لغت کې شيندلو، پاشلو ته وايي اوپه اصطلاح کې نثر هغه کلمه ده، چې دوزن اوقافيي له قيد څخه ازاد وي . دپښتو ژبې اوسنى نثر دپخوانيو نثرونو ځينې توپيرونه لري ، لکه دسليمان ماکوتذګرته الاوليا ځينې دبايزيد روښان نثر خوبيخي فرق درلود اومسجع نثر و، بيا راشه خوشحال خان نثرته ،هغه خوکله چې موږ اوسني نثر دخوشحال دنثر سره پرتله کوو، هغه ترکيبات چې دخوشحال په نثر کې ليدل کيږي په اوسني نثر کې نشته اوياهغه جمله بندې چې سليمان ماکوکړې ده په اوسنې نثرکې نه ترسترګو کيږي دنثر دډولونوپه باره کې هم مختلف نظرونه ورکړل شوي پوهاند عبدالحى حبيبي دپښتو نثرونه دسليمان ماکو له وخته بيا دده ترزمانې پورې په اوو برخو باندې ويشلي دي. ديني نثرونه سياسي اوصحافتي نثرونه . تاريخي ، فلکوري نثرونه تعليمي نثرونه تحقيقي نثرونه هنري نثرونه قانوني نثرونه که دغې ويشنې ته ځير شو حبيبي حاصب دموضوعاتو په اساس باندې کړې ده .په دې باب باندې پوهنمل محمد نسيم نګهت هم نظرڅرګند کړى اونثر يې په دريو برخو باندې ويشلى : ساده نثرونه مصنوعي نثرونه مسجع نثرونه دغه ويش ملک الشعراپه معيار سبک پيژنده کې ترسره کړى دى . دعربي ژبې پوهانو هم دعربي نثر دويش لپاره بيلا بيل طرحې وړاندې کړې دي خوښکاره خبره داده چې دهر اولس ادبيات ځانته اوبيلا بيل خصلتونه اوځانګړتياوې لري ، دپښتو نثرهم په همدغه شکل دى چې دلفظ ځانګړونو په اساس دنورونثرونو سره توپير لري اوهغه ځانګړوتياوې چې پښتو نثر لري په نورونثرونوکې نشته مثﻻً دسيدبهاوالدين مجروح ځانځاني ښامار دنمونې په توګه وړاندې کولى شم . دپښتو اوسنى نثر روش يوه طرحه: دادب پېژندنې په اکثره متنونوکې نثر په دوه ډوله ويشل شوى : مرسل نثر. مسجع نثر. الف – مرسل نثر هغه ته وايي ، چې دوزن اوقافيي څخه ازاد وي . ب _ مسجع نثر هغه نثر ته وايي دسجعې مرعات پکې شوى وي.

چې مسجع هم پخپله يوډول اهنګواله کلمات دي ، چې دجملو په اخرکې راوړل کيږي بعضې بيا دغه ويش پدې ډو ل باندې کوي:

مرسل نثر مسجع نثر موخبرنثر خوداچې په موخبر نثر کې متوازي مسجع راوړل کيږي نوپدې لحاظ دغه موخبر نثر دمسجع نثر يوډول دى . په ادبياتوکې هرې کړې وړه خبرو ته نثر نه ويل کيږي بلکه يوډول اهنګ لري خودغه اهنګ بيا ټاکلي قاعده نه لري . ځيني ادب پيژندونکو دنثر ځانګړنې داسې ښودلې دي : باقاعده اومنظم نثر چې اهنګ نه لري اوبايد پکې رانه وړل شي . په نثر کې ګرامري قاعدې اومنطقي ارتباط بايد وساتل شي . نثر بايد دفصاحت اصول پلي کړي وي . لوديځ پېژندونکو بيا نثر په څلورو ډولونه ويشلى دى: .ستايني نثر. توصيفي نثر استدلالي نثر داستاني نثر ستايني نثر دجريانونو، مفکورو اوپرنسيپونوپه بيانولوسره اړه لري خو استدلالي نثر منطق اوبرهان په واسطه لوستونکو اوريدونکو دحکم په صحت اوبذلان قانع ولري حکم کوي ، ستاينز نثر بيا هغه نثر ته وايي چې يوه موخه په داسې حال بيان شي چې ليکونکيو حق بل ِطرف ته خپل احساس په داسې ډول انتقال کړي چې دهغې احساس درويا روى اوداستاني نثر کې خيال ياواقعي مېنې دزمان اومکان په ترتيب سره بيانږي .


د پښتود هر نثر پيل اوپايښت په افغانستان کې دننه اوپه کوزه پښتونخواکې هنري نثر ديولړبدلونونوسره يوځاى مطالعه اوڅېړل کيداى شي ، دغه بدلونه دزمانې په تيريدوسره په ټولنه کې رامنځ ته شول اوزمونږ عادي نثر په هنري نثرباندې واړولو دغه اوښتنې په صنعتي ، اوځيني نورو برخوپورې لاره پيداکول په افغانستان کې دامير شېرعلي خان اويا هم دامير دوست محمد خان له وخته راپيل کيږي يعني په دغه وختکې صنعتي فابريکه جوړه شوه له هغه وخته که لږ څه راتيرشو بيا دامير حبيب الله اوامير عبدالرحمن اوداميرامان الله خان وخت راځي اوپه دغه وخت کې بيا نوروپرمختګونه هم وشول اومطبعې . سينماوي اوراډيوګانې هم جوړې شوې . په دغه وخت کې دشمس النهار جريده هم شروع شوه اوخپرونې يې پيل کړي دامير حبيب الله خان په وخت کې دمولوي عبدلروف کندهاري په مشرۍ سراج الاخبار جريده هم نشر شوه خو ديوې ګڼې له خپرويدو څخه وروسته بنده شوه وروسته دغه اخبار دامان افغان په نوم دعلامه محمود طرزې لخوا دنثر ډګرپوخ کړ . دغه اودې ته ورته نورهم ګټورګامونه دهنري نثر پيلامه ګڼل کيداى اوله دې څخه وروسته په دغه برخه کې دپام وړکارونه شوي دي . د(١٩٠٥م ) کال راهيسي يعنې کله چې په افغانستان کې مشروطيت غورځنګ کارباندې شروع کوي يوڅه وروسته دغې برخې ته ګټور کارونه شوي . پدغه غورځنګ کې يو شمير ليکوالانو ګډون درلودلکه مولو ى محمد سرور واعظ کندهاري ، عبدالعزيز لا کوزي ،مولوي عبدالواسع ، مولوي عبدالروف ، غلام محى الدين افغان ، عبدالهادي داوي ، پريشان اوداسې نور... چې داهغه ليکوالان دي چې هر يوه په زړه پورې نثري ليکنې خپرې ولې په دغه وخت کې ژباړه هم زموږ په ادبي بهير کې لازم اغيزه درلوده.

په ايران ، ترکيه ،اودوخت برتانوي هندکې يوشمير داستاني اثارو لکه ناول ، لنډه کيسه ، افسانو چاپ هم زمونږ په هيواد کې   لوستونکي پيداکړي محمود طرزي هم يوشمير ناولونه چې دفارسي ژبې څخه ژباړلي اويا سراج الافغان کې چې خپرول ، چې دغسي اودې ته ورته نور ادبي ټوټو دهنري نثر په نوښت اوپايښت باندې مثبت اغيزي درلودې .

دهنري نثر دوره په کوزه پښتونخواکې چې کوموليکوالانو په هنري نثر اويا عادي نثر کې لاس درلود همدارنګه چې په بره پښتونخواکې يوشمير ليکوالان موجود وو، چې هغوى هم په دغه برخه کې کار کړى دي لکه : محمود طرزي ، عبدالهادي داوي، پريشان او وروسته حبيبي صاحب ، رشاد صاحب ، بينوا صاحب اوداسې نور ليکوالان کله چې دمولوي صالح محمدکندهاري لخوا پښتودرسي کتابونه وليکل شول په دغه کتابونوکې هم نثري ټوټي موجودى وي .کله چې په کابل کې ادبي انجمن جوړشو په دغه انجمن کې دغې برخې ته زياته پاملرنه وشوه اودهغې نه وروسته دکندهار ادبي انجمن جوړشو نوکله چې دوى دواړه سره يوځاى شول پښتو ټولنه رامنځ ته راغله اودغسې پښتوټولنه يوه مجله دکابل مجلې په نوم باندې شروع شوه اوهمدارنګه پښتوادبياتوکې که شفاهي يا ولسي ادبيا اوکه نوادبيات پکې لازمي ليکنې شروع شوي اوپه خپرويدو يې پيل وکړ . په هغه وخت کې کابل مجله کې دپوهاند عبدالحى حبيبي ، رشاد صاحب ، بينوا صاحب ، خادم صاحب پژواک صاحب ، صديق الله ريښتين صاحب ، اوداسې نورو ليکوالانو ليکنې خپريدې له وخته څخه ترننه دغه مجله چليږي اوخپريږي اوليکوالان پکې ليکنې خپوري ، چې ننۍ بڼه يې ډيره قوي اوغښتلي اوس چې پښتوخپريږي ،اوسنۍ دوره کې هنري نثرزيات پرمختګ کړى اوزيات شمير ليکوالان درامنځته شوي لکه حبيب الله رفيع ، کاروان ، غزنفر صاحب ، واجد ،يون ، اندړ ...

منشي احمد جان ( ١٢٦٧ –١٣٣٠ ش هـ) دپښتو دمعاصر نثر سر لارى مولوي احمد قاضي ميراحمد شاه رضوان اومنشي احمد جان دى ، دځينو ادبپوهانو په نظر منشي احمدجان دمعاصر هنري نثر مؤسس دى دده مثهور اثاردادي : هغه دغه : په ١٩٢٩ ع کال کې چاپ شوى دى . دقصه خوانې ګپ : په ١٩٣٠ ع کال کې چاپ شوى دى . تاريخ افغانستان : دانګريزي ژبې څخه ترجمه شوى دى . غواړم چې دمنشي احمد جان له ليکل شويو کيسو څخه دادم خان درخانۍ کيسه راوړم . آد م خان اودرخانۍ : درخانۍ په سوات کې ديوه طاوس خان نومي پښتون لوروه اودپايوخان نومي پښتون هلک چنغله وه يوه ورځ ددرخانۍ دترور دلورواده اوپه هغه کې يې دکوزې بازدرى په يوه ادم خان نومي خانزاده باندې سترګې خوږې شوې ( ټپ له دواړو لاسو خيژي ). اوهغه هم زړه پرې بايلو ، دې اورداسې لمبه وکړه چې دواده دخلاصيدو اوميلمنو درخصيدو نه پس دواړه په لاره کې يوبل ته په غلاکتل. ماخستن په حجره کې چې دام خان يوه ګوته رباب ووهلو نويو سوړ اسويلي يې وکړ اوميرو بلو خپلو خوږو يارانو ته يې دزړه حال وويلو . دهغه دامراد وو چې په دې شپه داشنا ديدن ته لاړى پردوکورونو ته تلل ( خالصې دل ) نه و ولې ميروبلو ورته حلا ل کړي چرګان وو، سمدستي يې ملا وتړله اوشپه برې بازرې ته لاړل بلو يې چيرته دڅوکۍ دپاره ودراوه اودوى دواړه ددرخانۍ کورته ورغلل ميرو ورته ړومبۍ لاره اوګودر صحيح کړي وو ادم خان داشنا کټ ته ورسيد. درخانۍ تار په تار په پالنګ اوده پرته وه ، څنګزنې سپوږمۍ اويونيم ستوري په غلا غلا ديدن کولو ده يوساعت په غټو سترګو ورته کتل چې زور زيريې ويوست وروغوندې يې دپښې ګټه ګوته ترې نه ونيوه او ويښه يې کړه .

        چې درخو سترګې وغړولې نوهغه بشره ورته ولاړه وه چې دچاپه خيال کې اوده شوې وه حيرانه شوه چې داخوب دي که ويښه څو ځلې سترګې ومښلې اوبيايې وغړولې چې ښه يقين يې راغى نو پاڅيدله او ورترغاړه  وته غوږ کې يې ورته ډېر ډېر هر کلى ووايه اوبيايې دخپلې مينې دفتر ورته پرانيست په خلکو لويه شپه تيره شوه اوپه دوى دسترګو رپ و ميرو شپيلى وو اهله مطلب يې اوچې چرګانو بانګونه ووې ملايان اخ ټوخ جوړ کړه هسې چې شرمينګې جوړه شي اوداوښ په شاموسپي ونه خوري ادم خان ، درخانۍ داوښکو ډکې سترګې يوبل نه جدا شول. دې نه پس دادم خان دعمر مزه ورکه شوه او ورو ورو داسې له برمه پريــــوت چې کټ يې ونيو، په درخانۍ هم خپلې مينې زور وکړ چې خلاص شو نويو ځل داستازي په خوله اويو ځل ددي په خوله چې نخښې نښانې اوسوال ځواب يې ولېږه راوليږه پس له دې پايا و هم زر ترزره واده جوړ کړ او ددرخانۍ ډولۍ يې راوړه ادم خان ډېر يرې پرسر واچولې اوډېري خاورې يې ونوستې آخريې ځان بې شرمه کړ اوخپل پلار حسن خان ته يې غوټ پرېکړي ووې چې که زما ژوند دې په کاروي نودابې له درخونه ګران دى حسن خان ته داخبره دپښتو په مذهب ناروا ښکاره شوه ...

څوورځې پس دهندوستان پاړوګان چېرته دادم خان په حجره راپېښ شول چې دادم خان يې داسې بدحال وليد نوتپوس يې وکړ.

       ميرورته کيسه تيره کړه هغو دديدن ذمه ووهله  ړوند دخداى (ج) نه څه غواړي دوه سترګې ادم خان اوميرو دجوګي جامې واغوستې سرونه يې يې ببرکړل اوګڼاوې يې په  پښوکړې دپاړو ګانو بانکيان شول تلل تلل په بره بازدره ورغلل دپاياو په ډيوډۍ کې پېټارونه کوزکړل دمارانو تماشايې جوړه کړه دبين په اواز ډېر هلکان جينکۍ اونر ښځې پرې راغوند شول. پاياو هم ورته راووت درخوهم تمبې نيمکښو کړې، آشنا سره يې دسترګو هرکلى وکړ

(چاماران کتل چاياران ) پاړوګانو پاياونه بنډاره واخيسته اوکورسره يوباغ کې يې ديره ونيو ه هر چېرته چې ګرځيدل خو دلته به راتلل . درخوهم وخت بې وخته باغ پلو مخ ښکاره کولو ، څو ورځې پاياو پرې بدګمانه شو.

          اودوى يې له باغ نه وشړل داسره هم خوره شوه. لږې ورځې پس ادم خان يخنۍ ووهلو اوتبه بريښ يې ملګري شول .په دارو درملو ښيګڼه ونشوه اوآخريې ددنيا نه سفر وکړ.  دادم خان دمرګ خبروګرځيد اودرخو پرې خبره شوه نو سمدستي په زمکه راپريوته سترګې حق ته ونيولې خپل پردى په راټول شول په لاس پښې يې ورته ومښل سپېلنى يې ورته لوګى کړل نظرونه مات شول لنډه داچې دم ، دعا ، بند ، تعويذ ونه هر څه خلاص شول خو درخانۍ وه چې ساپکې ونه غړيده يخه تخته وه اوتخته پاتې شوه ، چا هوښيار بنده چې کتله نو روح يې پخوا الوتى و.

داستاد الفت نثرونه استاد په خپل خواږه نثرکې دشعر خوند اوباريکي ګډې کړې ، خپل فلسفي افکار يې له خپل محيط اوټولنې څخه اخيستي اوعادي مطلب يې دخپل عام فهم منطق په استناد اواتکا دومره عالي اوپند آموز کړى چې هر چا ته نوى بصيرت ورکوي اودخپلې شا اوخوا پيښو اوڅيروته يې متوجه کوي . ددې ژورو فلسفي مطالبود ادا لپاره له داسې خوږي وينا اوژبې نه کار اخلي چې دمقناطيس غوندې لوستونکي وجذبوي اودشعر اوافسانې غوندې خوند ترې اخلي حتي ځيني پارچې يې دلنډې قيصي خوبې اوکړه لري . ده نثر ښکلي اوروان سبک هم هغه وخت چې استادپيل کړ دپښتو ګڼو ليکوالو تعقيب کړ اوډېر پيروان يې وموندل ، ده هم دهمدې هدف لپاره داسبک راايستلى اودپښتو ليکلو داخواږه لاره يې ټاکلي ده . اوس به دارواښاد استاد الفت له پخو تعميري اوتبصيري کارونه خوند اوپند واخلې ، دمثال په توګه داستاد الفت څونمونې نثرونه به درته وړاندې کړم : داد ب راز : چا چې دشعر اوشاعر په باب ډير فکر کړيدي اودواړه يې ډير ښه پيژندلي دي هغه وايي ډير ښه شاعر هماغه دي چې ډير خودپرست وي اوبي له ځانه به بل هيڅ شي کې فکر نه کوي .

        دغه راز شاعر خپل ځان پخپل شعر کې ښيي اوموږ ګومان کوو ، چې زموږ تصوير يې ايستلى دى .

شعر دزړه غږ دي اودزړه غږ دمنطق له غږ نه ډير قوي دى ، شاعر پوهيږي چې عقل اومنطق دليل اوبرهان په موږ باندې حاکم نه دي بلکه غرايز اواحساسات زموږ رهبر ي کوي دهمدې لا مله هغه له احساس اوغريزې سره خپل تعلقات ټينګ ساتي اوله زړه سره کارلري هغه څوک چې زړونوته ښه ښه پيغامونه راوړي اوزړونه خوشحالوي شاعر دى ، هغه پيغام چې دمعشوقې له خوا عاشق ته راځي شعر دي . د سعدالدين شپون هنري نثر دپښتو ليکوالو اوشاعر انو په پاخه نسل کې څوتنه ليکوال اوشاعران په هنري لحاظ دډير اوچت مقام خاوندان دي. لکه الفت ، حمزه شينوارى ، عبدالباري جهاني ، اجمل خټک ، بينوا ، لايق ، پسرلى اوشپو ن په دغه کتارکې دريږي . شپون دخپل ژوند خاطره په يوښکلي هنري نثرکې دغسي بيانوي : مورمې راته په ګونډوشوه ، دشنه پاچ پګړۍ مې چې ول ول په غاړه و ليدلې وه په سراروتړله اوپه دواړو مخويې چپ کړم بيايې زما مخ په دواړو پستو لاسونوکې ونيو اوهمداسې يې راته کتل په سترګې کې يې اوښکې ډنډوي په ژړغوني غږ يې راته وويل : (( ځه ورځه بچيه ! زه پوهيږم چې ته د اوبو ماهۍ بې ځه خپل همت دې مـــل شه !)) زه اريان پاتې شوم چې خدايه داڅنګه چل دي ، په خپله خوښه مې کابل ته ليږي اوبيا راته وايي ته داوبوماهى يې! خونن چې له هغې ورځې نه ديارلس کاله تيريږي دمورهماغه غږ مې په غوږوکې لکه ګونګرو داسې شرنګيږي . اوس هم چې کال يو وارخان اباد ته ولاړشم دمورپه زنګانه سرږدم اوزاري ورته کوم چې (( ادکو! زه په سترګې پټې کړم ته راته يوه شيبه للو وايه )) ادې للو راته وايي او خويندې وروڼه راپورې خاندې ، هيڅوک نه پوهيږي.

          چې دالړزانده غږ مې په زړه کې داسرافيل دشپيلۍ په شان دعواطفو اواحساساتو څه قيامت جوړوي ، زه يې هم چاته نه وايم ځکه نوروته څه اهميت لري ، دپسرلي يوه ورځ مې ادې دويالي په غاړه ويلنې کول زه يې په اوږو سپوروم ، دلمدو خټو ، دبادام دګلونو ، ولې دتاندو لښتو اودپسرلي خاورين بوى سره يوځاى کيدل اودټولو دترکيب نه داسې يوه وږمه جوړيده چې لکه هيرکړي خوب  غير مجسم وي اوداوږمه په مالګېده ليري چرته دبوراګانو بڼهارو چې دوريو اوغواوو درمباړو اوچرګوړو دچوڼ چوڼ  سره يوځا ى کيده اوداسې يوغږ ترې جوړيده چې يوازي احساس يې اوري اوهمداغږ ما اوريده. دادې په للو مې مخيله کې دا ټولى سحنې او ډېرې نورې چې دخلکو ته تردې نه هم بې اهميته دې را پاريږي .
         کله چې دهندوکش دلړنه ديخوا راپنا شوم ځان مې په داسې يوسيند کې وليد چې نه يې دجريان پلو ښکاره و اونه  دساحل څرک لګيده ، لامبه ، غرقېږه،غرقيږه،لامبه، دلته غرقېږه په اوبوکې ډوب اوسه ناڅاپه دې همت ملګري شه اوهوغلته راوزه ، دتيرو تيږو سره ټکر خوره اودپښو لاندې دې شګه ژريږه ، ښوييږه اوښوييږه اوتصادفي دي لاس دوني يوې ريښې ته برابرشه ، منګولې پکې خښې کړه ، داريشه وشکيږه او بيا ډوب شه او لرې چيرته  بله دنجات کړۍلاس ته درشه ...

ورو ورو مې لامبو زده کړه دجريان سمت مې بياموند اودساحل ليکه مې سهي کړه ، غوښتل مې چې ساحل ته وروخېژم خو چې مې کتل کب رانه جوړ شوى و نورمې نو دوچې طاقت نه لاره ، نورهمزولې هم کبان وو ، ځينې غټ ، واړه ، ديارلس کاله په سيند کې اوسيدل دسړي نه کب جوړوي . نو مې ځان بېرته لاهو کړه ، اوس دنورو کبانو په کتا رکې کب يم ، لامبم ، دورې کوم غوټې وهم اوداسې رنګينې پوکڼې په اوبو کې جوړوم چې د نوروکبانوراته پام شې اوداګرده مې پوښتي چې ته څوک يې چې داسې رنګينې پوکڼى په اوبوکې جوړوې ، زه وايم همزولو ! زه هم ستاسې په شان يوکب يم ، په قام هم کب يم اودهماغه اول نه کب وم ...

         خو دزړه په ګوټ کې مې يوتته شانتې ارزو ده چې کاشکې هډو دې سيند ته نه واى رالويدلي اوکب شوى نه واى اودساحل دهوغې شنې کيلې نه څو غرونه ها خو ادخان اباد په چارتوت نومې کلي کې مې لوبې کولى خوبيا مې دمور خبره سترګوته راته ودريږي :(( ځه ورځه زه پوهيدم چې داوبوماهى يې و همت دى مل شه )) البته ماهى به يم نو! دغه ليکنه  دشپون صاحب په ادبياتو کې داتو بيوګرافي ( دخپل ژوند ليک ) ليکنه چې دهنري نثر په ګاڼه ښکولل شوې وي ، ادبي اثر ګڼل کيږي اوکيداى شي چې لنډه کيسه يې هم وبولو .

دسهيلي پښتونخوا داوسنې نثر بهير دپښتو ننى نثر چې بديعي روان اوسليس نثر هم ورته وايي ، نولسمي پيړۍ په ورستيو کې په ختيځه پښتونخوا کې دمولـــــــوى احمد ( ١٨٤٥- ١٨٨٢ ) او امير احمدشاه رضواني لخوا رامنځ ته شو اودالړۍ يې دروښودله . منشي احمد جان هم دغه لړۍ ته مخه کړه اودغه لړۍ يې ښه دغايط اودرې سره سره دسيمي په ګوټ ګوټ کې يوشمير ليکوالانو په دغه وخت کې دغې برخې ته پام شو اګر که دوى دانګريزانو ترمستقيم اوغير مستقيم تيري لاندې هم وو . په ختيځه پښتونخوا کې دغې نثر سرلاري راحت زاخيلي دى او ورسره ليکوالانو ته ميامحمد يوسف ، کاکا خيل، عبدالله اکبرخان ، سيا اکبرشاه ، اميرنوازجليا ، عبدالخالق خليق او... يو لړ نورو ليکوالانو برخه واخيسته په بره پښتونخواکې هم دغه نثر دنولسمې پيړۍ په وروستيو لسيزوکې پيل شو ورځنۍ ليکنې يې دامير عبدالرحمن خان دپښتوليکونکي ميرزاغلام جان ددولتي په سوال اوځواب په ليکلو سره رامنځ ته شوى . لدې څخه وروسته ، دغې بڼه ورکړه . لدې څخه وروسته دهيواد وتلى اونامتو شخصيت مرحوم پوهاند عبدالحى حبيبي پښتو نثر دافسانو ، ناولونو ، ډرامو، نکلونو اوادبي ټوټو په ليکلو سره پښتو نثر ته تنوع اورنګانګي ورکړه .

        په سهيلي پښتو نخوا کې دغه لړۍ ديولړ ډليزو هڅو په واسطه دغه  برخه ډېره پياوړې شوه . په کوټه کې دپښتو مجلې په خپرېدو سره په دغه لړۍ کې تنوع رامنځته شوه اوټوله په پښتو ژبه باندې خپريده .

په ١٩٥٩ م کال کې په سيمه کې دظوالسورم جريدو په خپرېدوسره او ١٩١٦ کال داولس دسرکاري مجلې په خپريدو سره دغه لړۍ دوامداره شوه . په کوټه کې ادبي ملګرو دګهيځ په نوم يوه خپرونه شروع کړه خو فقط يوه ګڼه خپره شوه اوبيا بنده شوه ، وروسته دادب زرکلن تاريخ يې پخپله غېږه کې ونيوه . په سهيلي پښتونخوا کې زيات شمېر ليکوالان نثر ته مخه کړه اوپخپل وارسره مقالې خپرې ولې . له هر جملې څخه مولوي رحمت الله مندخيل او ملا عبدالرحيم خلوتي چې دوه مذهبي ليکوالان اودنثر ګڼ شمېر کتابونه يې ليکلي دي . دمجلو ، جريدو، اومقالوسربېره دکومکي ډلو هم په دغه برخه کې فعاله ونډه درلوده ، دغې راډيو ( ١٩٥٦) کال راهيسي خپرونې پيل کړې او وخت په تيريدو سره يې نوري خپرونې هم پيل کړې ، دشلمې پيړۍ دوروستيو لسيزو کې دحکيم عبدالرحمن خان کتاب ( پښتانه خويونه ) هم ديادولو وړ دى چې دغه کتابونه کې هررنګه مضامين راغلي دي .

       په سهيلي پښتونخواکې ګڼ شمېر ليکوالانو دغې لارې ته مخه کړه چې فقط دغو ليکوالانو نومونه دنمونې په ډول ذکر وم ، حافظ  محمد خان ،ډاکټر انورالحق ، ډاکټرخدايداد ، سلطان محمد صابر ، افضل احمد غازې ، جعفر اڅکزى ، عبدالطيف شارانى ، يوسف ګل وردګ ، محمد نزير خيال ، سيد عابدشاه عابد، عبدالباري اسير، جعفرالله خان ، ولي محمدولي او داسې نور...

نثرليکونکو دغه دوروپاله ، پدې سربېره ښځينه ليکوالانې هم پدغه وخت کې راپيداشوې لکه : عاليه ، اسما ، تاجه ، سلمي جبين ، ميرمن صفيه ، پروين اويولړ نوري ښځينه ليکوالانو هم په دغه برخه کې پاخه قدمونه واخيستل اوخپلې هلې ځلې يې دريغي نه کړې . راحت زاخيلى ( ١٩٦٣ – ١٨٨٤ م ) :

       راحت الله راحت دسيد فريح الله زوى په ( ١٨٨٤ ع کال کې دنوښار په زاخيل  نومي کلي کې زيږيدلى دى . راحت زاخيلى لومړنى ليکوال دى چې په پښتو ژبه  يې لنډې کيسې اوناول ليکلي دي . (١) هميش خليل دده په باب ليکلي : ((...دخپل پلارسره دابتدايي زده کړې نه پس دديني تعليم حاصلولو په غرض يې وطن پريښو. دغه دوران کې راحت صاحب دعربي صرف ونحو اوطب په ژورنظر مطالعه کړل . د خپل کشر ورور سيد شفقت الله په ناڅا په مرګ راحت صاحب وطن ته واپس راغلو. د ورور په فرقت راحت صاحب ته يوه داسې صدمه ورسيده چې داصدمه وروستو بيا داشعارو په شکل څرګنده شوه . دورور مرګ هغه په ميرواوځنګلو سره کړو دفراق په دغه لحظه کې راحت صاحب دخپل محبوب ورور په بيلتون کې پنځوس دفارسۍ اودرې دعر بي غزلې وويلې . دغه شان فطرت دپښتو ادب ددې نوموړى اديب اوليکوال دزړه تارونه دهغه د ورور دهجر په مضراب کې داسې ټنګ وهل چې لا تراوسه دپښتو ادب په ورشوکې خپلې سوې ساندې وايي. ويلى شى کوم وخت چې د راحت صاحب اشعار دهغه پلاروليده نـــــــــو ويې ويل: تا

خپل ليونتوب دې دپاره په کاغذ ښکاره کړ چې نورخلک پرې ليوني کړې.)) راحت زاخيلي په ( ١٩٠٨ م ) کې دپښتو لومړنى اووه ورځنى اخـبار( افغان ) خپورکړ اوله دې امله ، دلومړنيو پښتوژورناليستانو په کتارکې هـم دريږي . راحت صاحب ځيني اثارپه پښتو ترجمه کړي دي اودحمزه شينواري پـه قول (( دبلې ژبې نه نثر په نثر اونظم په نظم پښتو کې چې راحت صــاحب ترجمه کوي داسې بل زوى پښتنې دنيا لا نه دى پيداکړى )) . دراحت زاخيلي ( کونډه جينۍ ) يوادبي شاهکاردى . دده دادبي خدمتونه په باره کې دپښتو دغه لنډۍ صدق کوي : ستا دښايست ګلونه ډيردي ځولۍ مې تنګه زه به کوم يو ټولومه


    دلته به دارواښاد راحت صاحب دهنري نثر دښودلو دپاره د(کونډه جينۍ )

په ځاى يوه بله لنډه کيسه رانقل کړو . دغه کيسه په شاعرانه سبک ليکل شوې چې هم لنډکيسه ده هم شعر دى . سين چپې چپې _ اباسين چپې چپې

        په نغښتو مټو چې ( بخملۍ ) دبروزو شوړه تنورته ورواچوله نو داورلمبو به يې دسرنه اوچتې ژبې ووهلې . دهاړ غرمې اودتنورتاويې په بدن باندې دخولونيزرامات کړو . شين خال يې دزنې په کوهي کې غوپې ووهلې . سپين دنرۍ خامتا کميس يې ورپورې داسې ليوشو چې دبدن په خوځيدويې دشا په تخته دنرو نرو ګونجو ګلګاري کيده اوورانيده .

( حسن ) کورته دراننوتلو سره وويل :

      دادغرمې تنوريې تود کړ      شينکي خالونه يې خولو کې  غوپې خورينه 

بخملۍ موسکۍ شوه :ستا خوله کې هر وخت ټپې وي.حسن وويل: بل هيچرته زما ټپه نه راياديږي خو تا ووينمه نو. بخملۍ دبڼو غشي ، لکه سنګينو نه زمکې ته ټيټ کړل خپل کارکې يې تلوار راواخيسته . حسن : په تامې داورځ پيرزونه ده . ارمان مې دادى چې ته لکه بي بي کټ کې ناسته واى اوبل چا درله په خولې سړولى ...خو ... خو . بخملۍ : يعنې زه شله ګيدړه واى يا په نري پرته واى چې دبل چاراته په خوله کې راکولى ؟ حسن : خداى دې نه کړي هسې ... بخملۍ : نوپښتنه په کاربده نه ښکاري اوهره ښځه هم اوبيا په تيره په خپل کارزه ډير شکرونه وايم چې دخپل .... خدمت کوم ! حسن : زما نوم دې ولې وانخيست ؟ بخملۍ په کټ کټ وخندل . داسې خبرې به ددوى هر ورځ کيدې خونن دخولو سپرلي بل رنګ پيداکړى و. حسن : کميس دې دخولو له زوره داسې غورځي ، لکه دسين چپې . بخملۍ : نه ! داباسين چپې حسن : نو چې لږ ترې بيرته شو هسې نه چې ډوب موکړى ... اولاړ دلوخې کچه څپرې لاندې کښيناست . دينه پس داددوى دمينې محبت ظاهرولومشغولا اودخبرو ګډولوبسم الله شوه (( سين چپې چپې _ اباسين چپې چپې )) دډو ډوۍ په وخت . دخندلو په وخت ، دژړلو په وخت . لنډه داچې دسلام ځاى دمحبت دې کلمې ونيو . ددوى محبت ته به خلکو په کمه سترګه کتل ؟ دادهر چا خپل نيت و. دخلکو په مخکې به داکلمې په سترګو کې ويلې شوې . دحسن سترګې چې به ځير ځير شو ې نودهغې به ټيټې شوې

لکه چې چا ويلي دي :
                                 په لـکونو اشارې شته دښايست په پوټي نازکې
                               په کــــروړونو سلامونه شته دمينې په پټ رازکې     

شپې اوورځې اوړيدې اوښې تيريدې . دتير ې سنې ( ١٨٥٣ ع ) په اوړي کې ځاى په ځاى وباغوندې جوړه شوه . په غره په سمه دمړو کړساوه . ډيريې يتمان اوډير يې کونډان کړل ، ډېرې يې بورې کړې اوډيرې يې سر تورې کړې حسن اوبخملۍ هم په دې شمېر کې راغلل . له فاني محبت نه يې ابدي محبت خوښ کړ، خلکو اسمان ته خولې بقې کړې ، باران دپاره خيراتونه ، زارۍ وشوې . خداى سره هر څه ډير دي . دباران فرشتو داسمان دسمندر ورخ رامات کړ اولکه دزوره ورې ګرمۍ زوره وربارانو نه راښکې شوه ... يا خوچا دباران سوال سره خيرنه وغوښتى اويا خودګرمۍ په اخرينه ورځ دحسن اوبخملۍ په نامراده شوې مينه باندې اسمان داسې بې اختياره وژړل چې دچا داسې ژړا ياده نه وه . دومره سيلابونه چې ډير کلې يې يووړل چې ډيري مقبري يې هوارې کړې ، ژوندي يې دپولۍ پړق ته کښينول اومړى يې دکالى درياب تلې ته ورسول . اباسين خواباسين دى ، دلنډي اوسوات دسيندنيزونو هم دتاريخ دپاڼو يوګوټ کې ځاى وموند . (( سين چپې چپې _ اباسين چپې چپې )) عين هغه ځاى نه چې کوم ځاى لنډى اواباسين غاړه وزي ، داوبو له منځه يوې زرينې ښاپيرۍ وزرونه پړقول اواسمان پلوته وچته شوه .

        مازيګري لمر اوداوبودپړقا په رنګينوپلوشوکې مخ په قبله دهغو دوو مسافروميلمنو استقبال ته والوته کوم چې دڅپو په بادياوښانوسواره راتلل : (( سين چپې چپې – اباسين چپې چپې )) ښاپيرۍ دهغو په سرونو دخپلو ځليدونکو وزرو سورى وکړ او ورسره پښتنه شو .

مسافرپه داسې سيالۍ راځي چې کله يوه مخکې شې اوکله بل . هر مخکې چې يو فرلانګ نيم لاړشي نو داوبو په يوچورلک کې دخپل اوښ مهاردومره راتاو کړي چې وروستنى ورورسي ، اوجوړد(( سين زنده باد)) او(( اباسين زنده باد )) چيغه هم وباسي ، ځکه چې خلکو جدا جدا ښخ کړي وو خو سين يو ځاى کړل . خير اباد سره دادواړه يو قطب بل سو يل لوري ته بيل شول . ناڅاپه دقطب غاړې مسافر داباسين يوې زوره ورې چپې دسترګو رپ کې دسويل مسافر ته څوقدمه مخلکې بوته خوبيا راستون شو. ملګري ورته دتورو ويښتو په بوکره کې پټ مخ را ورسيده (( سين چپې چپې ، اباسين چپې چپې)) دواړه داسې غاړه غړۍ شول چې داباسين چپو څه چې دغرونو تړوهم نه شو جداکولاى ، ښاپيرۍ دزري وزرو په کفن کې ونغښتل اوداوبوتل ته يې وسپارل . دغرونو څوکو اوداکبر پاچا دقلا ديوالونو په زوره چيغې کړې  : ((سين چپې چپې _ آباسين چپې چپې )) . زيتون بانو ميرمن زيتون بانو په ( ١٩٣٦ م) کې دخليلو تپې په مشهورکلي (سپينه وړۍ ) کې دنيا ته راغلې ده . پلاريې ، سيد سلطان محمود، دپښتو ژبې ښه ليکوال اونيکه يې سيد عبدالقدوس تندر دپښتو ښه شاعر و. زيتو بانو شاعره اوليکواله ده او ( دهنداره ) په نوم دافسانو يوه مجموعه يې چاپ شوې ده . ددې په افسانو ( لنډوکيسو ) کې دقامولى احساس اوله غريبانو سره همدردي په ښکلي هنري انځور کې منعکس شوې ده .


         د ( اباسين کيسې کوي ) په منتخبه مجموعه کې چې دزرين انځور له خواه تدوين شوې ده . دزيتون  بانو دوې لنډې کيسې د( دلشاده ) او( داوسپنې چڼې) په نامه راغلي دي . دلته به يې يوه بله لنډه کيسه رانقل کړو . د بيزو قبر

هسې خوبه چې زه کله هديرې ته لاړم نودمور دقبر نه به مې يوڅوګامه بيرته په هغه کچنه غونډۍ مونډۍ غوندې وړوکې موړې نظر پريوتو. ليکن دکله راهيسى چې ما دنورو ښځونه اوريدلي وو چې داهسې موړه نه ده ، بلکې قبر دى اوقبر هم دبيزوو په دې حقله داجې ته هم څه خاص معلومات شته نوبيا په ماورته په څه بل نظر کتل اوددغه ځاى ليدو سره زما زړه کې څه عجيبه سوالونه راپيداشوو . په دغه سوالونو به ماترډيره وخته پورې سوچ کولو او جوابونه به مې لټول ،ولې داسې څه نتيجې ته به نه رسيدم چې زما پرې اطمينان شوى وى . څوڅوځله مې اراده وکړه چې راشه دداجې نه پوښتنه وکړه خوخداى خبر څه چل و چې بيا به مې جرات ونه کړى شو اوپه تپوس کولو کې به مې ژبه بنده شوه . زه هم ددغه تپوس کولو اونه کولو په کشمکش کې لاراګيره وم چې جيل کې مې دداجې ملازمت ختم شو اوهغه په پنشن شو . اوس هغوى په هفته کې ديوځل په ځاى دوه دوه درې درې ځله هديرې ته تګ شروع کړو .اصل کې دمور دمرګ مې کافي موده شوې وه اوهغه ورځوکې دهغوى عمر لا دومره زيات هم نه و، خوبيا هم دمورسره مې يې دومره مينه وه چې نه صرف بل واده يې ونه کړو ، بلکې دملازمت دډير مصروفيت با وجود به يې هم هفته نه خطا کوله اوځان به يې هديرې ته ضرور رسولو. اوس چې ملازمت نه وزګار شو نوزه به يې هم ځان سره هديرې ته بوتلم . يوڅوځله هغوى سره دمور قبرته تلو راتلو نه پس ما دا پخه اراده وکړه اوس به ضرور دبيزو ددې قبر په حقله تپوس کوم .

       دزيارت ورځ وه اوموږ دواړه مې دمور قبر ته ولاړو ، دعا موکوله ، زه دمورقبر خواکې کښيناستم اوداجې لاړو هغه موړې سره چې دبيزو په قبرمشهور وه وريدو .

دهغوى لاسونه خودعا ته نه وو پورته خو سترګې يې پټې وې اوشونډې يې خوځيدې، لکه چې ځان سره لګياوي څه وايي .زه هم ورپاڅيدم اوخواکې يې ودريدم . دهغوى شونډې خوځيدل اوس بند شوه . ماسوچ وکړو چې اوس موقع ده تپوس وکړه زړه مې ټينګ کړو اوورنه مې تپوس وکړو: ((دارښتيا د بيزو قبر دى ؟ )) خواول زما په دې ناڅاپه پوښتنه پريشان غوندې شو، خوبيا يې په شونډو طنز يه غوندې خندا خوره شوه اووې ويل : (( هو ... خودې بيزو چې قام سره څومره ښيګړې کړې دي نودومره ترې نه هغه بې خبره پاتې شوي دي .))

      دقام سره ښيګړه اوبيزو ؟؟ زه حيرانه شوم اوداجي مې سنجيده ګۍ سره ووې : ((حيرانه ولې شوې ؟ زه رښتيا وايم . ليکن څنګه ؟ دازموږ دغفلت ،

احسان فراموشي اوناداني ډيره اوږده اودردناکه کيسه ده . اوس ددې وخت نه دى . دشپې راته ياده کړه نودې راز نه به دې خبره کړم . راځه اوس کورته ځو .)) اوهغوى روان شول ، ما په هغه وخت دبلې خبرې جرات ونه کړى شو . دماسخوتن مونځ نه پس لاداجې کټ کې ډډه نه وه لګولې چې ما بياخبره وځيرله اوپه ويره ويره مې ووې :(( تاسو ويلي وو چې زه به دې دشپې ددې رازنه خبروم .)) کوم راز ؟ دبيزودقبر ((هو، لږې اوبه را. )) ما اوبه ورکړې اودڅښلو نه پس داجې بيا کټ کې ډده ووهله ، اووې ويل : ((هو،دادشپږو ، اووه ويشت کلو مخکې خبره ده ، شپږ اووه ويشت کاله اول دهغه عمر به هم شپږ اووه ويشت کاله و، بلکې شايد چې ددې نه به هم کم و.

        ولې څومره چې هغه دکچه عمر څښتن و، نودومره دپوخ فکر خاوند و چې په دې عمر کې به چې هغه چرته حجره ، جما ت يا کومې جرګې کې ناست و اوخبرې به يې کولې نوداسې به معلوميده ،لکه څوک چې دډير پوخ عمر فلاسفه ناست دى ګړيږي )) داجي ، لکه دسيلاب غوندې روان و ، خبرې يې کولې اوزه په سوچ کې وم چې څنګه ورته ووايم چې داخودبيزو دقبر کيسه نه وه .اخر چې زړه صبر نه شو اوتپوس مې وکړ:

دادچاکيسه مورااخيستې ده ؟ داجي موسکى شو: (( دادهغه زلمي )) ليکن ما دبيزو دقبرکيسه يادوله

    هو، خودادزلمى کيسه دبيزو دقبر سره ډير جوخت تړون لري اوددې نه بغير هغه رازته رسيدل نه شي کيدى .ماوې : ښه نو اوهغوى بيا خپله خبره شروع کړه :

_ دپخو خبرو سره دهغه زلمي عقل هم دلويو پوهانو په شان پوخ و. ډير ژور سوچ به يې کولو چې دهمابه يې په تصورهم وزرې ماتيدې . ليکن ددې هرڅه باوجود هم هغه په ليوني مشهورو. _ (( په ليوني مشهور و ؟ )) ما په حيرانتيا کې پوښتنه وکړه اوهغوى جواب راکړو : (( هولويو وړو ټولو کې هغه په ليوني ياديدو . څوک دوه تنه به چې ورسره خواکې تير شوو اوڅوګامه به وړاندې لاړل نويو بل ته به مسکي شول ، يا به يې دهغه پلوته سترګو کې اشارت وکړو اوخپل ملګري ته به يې ووې: (( توبه ، خداى مې دې ساتي . وګوره څنګه غټ پت سور سپين زلمى دى خواوس چې ليونى دى ...)) اوليونى اوس دهغه نوم و دهغه خپل اصلي نوم ، قام قبيل يې هيچا ته نه و معلوم . نه څوک دې نه خبروو چې هغه کوم ځاى پيداشوى و او کوم ځاى لوى شوى دى . بس يوليونى و چې دادهغه نوم قام اوځاى ځايګى هر څه وو، دغه باندې هغه ترلرې لرې پيژندى شو .)) ليکن هغه چې دومره دپوخ شعورخاوند،لايق قابل اوهوښيارو ، نوبيا خلقو ولې ليونى بللو ؟ ځکه چې داصفتونه په هغه ورځوکې دليونتوب ډيرې غټې نخښى ګڼلې شوې . داجې زر جواب راکړو اوبيايې ووې : (( هغه څه عجيبه دورو،هغه د زور، ظلم اواستبداد دورو ، ددروغو اوباطلو زمانه وه اوهغه به په لويو لويو جرګو کې پاڅيد واو درښتيا وو اواز اوچغې به يې پورته کولې . هغه دغلامۍ بدترينه موده وه اوهغه به خلکو ته دازادۍ ګټلو ترغيب ورکول اوبيا هغه ته دغه لارې نه داوړيدو دپاره غټ غټ رشو تونه ، خطابونه اوجاګيرونه پيش کړى شو . ليکن هغه هر څه په لته ووهل اوخپله لاره پريښودوته تيارنه شو . دادهغه وخت دحکومت خلاف – چې بنياد يې په ټګۍ ، رشوت، زور، ظلم اواستبداد قايم و – ښکاره بغاوت و او ددې بغاوت اولنۍ سزا هغه له دا ورکړى شوه چې هغه پسې حکومت خپل ايجنټان خواره کړل اوهغه يې په ليونى مشهورکړو . په لږو ورځوکې هغه ته خپل قام په رښتيا دليونى ويل شروع کړل هغه قام دکوم دازادۍ ، ابادۍ ، اولوړتيا دپاره چې هغه ، لکه دليوني غوندې سروهلى بروهلى ګرځيدو اوبيا ..)) داجې لږ شان خاموش شو ، لکه چې څه سوچ کوي ليکن ما دهغوى په داسې نازکې برخې کې خاموشي اوسوچ کله زغملى شو . ما ترينه پوښتنه وکړه : (( ښه نوبيا؟ بيا څه چل وشو داجې ؟ )) هو ، نوچې دليونتوب دې نوم هم هغه دخپلو خبرونه منع نه کړو نوبيا يوه شپه چې هغه ستړى ستومانه اوټوله ورځ درپه درګرځيدونه پس خپل وران ويجاړ کورکې پروت و. اوايله يې سترګې ورغلې وې چې په دې کې ورود رزيدو اوهغه راويښ شو. پاڅيدو وريې لرې کړو. دورد لرې کيدو سر ه يوپوره ګارډ کورته راننوتل اودوو مضبوطو شين سترګو چې انګريزى توپۍ يې په سروې اوافسران معلوميده هغه کلک دمټونه ونيو اونوروسپايانو ته يې دکوردتلاشۍ حکم ورکړو.

          ليکن سوايې دکوردڅه لوښولرګونه نورهيڅ رانه وته ، شپيته اتيا کتابونه اوڅه قلمي نسخې هم ونيوى شوې اوبيا دشپې په تورتياره کې هغه قامي ليوني دجيل تورو تنبوته وروسپارلى شو .))

داجې بيا دلته لږ (غلى) شواوما داسې محسوس کړه ،لکه چې په زړه يې تياره راغلې وي . په دې وجه زه هم چپ ناسته وم ترهغه چې هغوى پخپله غاړه تازه کړه اووې ويل : (( جيل ته دتلونه پس دهغه سره کومې کومې لوبې وشوې اوڅه څه کانې يې ورسره وکړې ،داتپوس مه کوه ... خوصرف دومره به درته ووايم چې ديوى مياشتې دننه دننه هغه داسې حالت ته راورسيدو چې شپه اوورځ به يې چغې وهلې ، دزندان ديوالونو سره به يې ټکرې وهلې اوپه زنځيرونو به يې چکونه لګول . اوس هغه په رښتياليونى و ، بالکل پوره اومکمل ليونى. اويوه شپه چې اسمان دغم په تورو لړوکې نښتى و اوکله کله به وپړ قيدو، نو هغه دزندان داوسپنې په شان کلک ديوال سره يوه ټکره ووهله دا آخرى ټکره وه .بيا دهغې چغې په جيل کې چا وانه وريدې . هغه خاموش شو. څه ساعت پس دشپې په تياره کې څلوروتنودتورې شړۍ يوپنډوکې وويستو اوچې سحر شونوپه لويه هديره کې داموړه غونډې زياته وه چې اوس ورته قام دبيزوقبر وايي .)) داجې چپ شو ،کټ کې يې سرولګولو ، سترګې يې پټى کړې اوزه تصورپه غړيدلو سترګوهغه دغلامۍ دورته رسولم کوم چې يوغاصب حکومت ، يوقامى مين په ژوندليونى وګرځولو، نوخپل قام هم ليونى وګڼلو اودمرګ نه پس يې دانسانيت ددايرې نه وويستو ، نوقام يې اوس هم قبر دبيزو په نوم يادوي .زه په سوچ کې شوم اوهم په دې سوچ کې پاتې شوم چې ترڅوپورې به څوک غاصب زموږ قامى شعورپورې دغسې خنداګانې کوي ؟!


داوسني ځينې ادبي ژانرونه ته کتنه

       داستان : د داستان اصلي مانا ويل اوبيانول دي ، داستان دکيسو تر

ټولو لرغونې اوپخوانۍ شکل دى . په اصطلاح کې داستان بياهغه کيسه ده چې بنسټ يې په تخيل ، رومان اومافوق الطبيعت عناصرو باندې ولاړ وي . د داستان ويونکي زيات زور په مستقيمه توګه سره په وينا اوخطابت وي . دمثال په توګه هغه تل اورونګوته دايي اواخله واوره اومخاطب کوي يي . په يومعياري داستان کې بايد دغه لاندې برخې شاملې وي : پلاټ : پلاټ دداستان لومړۍ برخې ته ويل کيږي ، چې زيات ضروري ده ، اوپدې برخه کې کيسي پيل دپرلوړتيا تراتها پورې پيښيږي ، په يوه موزون نتيجه باندې پاتې ته رسيږي ، ددغسې ترتيب اوتنظيم ته پلاټ ويل کيږي .تخيل: دتخيل مانا خيال ده اوهر داستان ويونکى په اوريدونکي باندې ديوې داسې تخيل نه ډکې نړۍ سيل کوي ، چې دهغې له پاره بېخي پردى وي اوهرشى ورته دحيرانتيا وړبريښي . موراالطيبعت عناصر : د داستان بنسټ همدغه ماوراالطبيعت عناصر لکه : پرى ، ديو ، ښاپيرۍ ، سحر، جادو ، غيبي ملاتړ او ، پير ،فقير اوداسې نو ر تشکيلوي اوقدم په قدم دهغې سره مخامخ کيږي . قهرمانۍ : داستان دغوره قهرمانيو يوه ټولګه ده په قهرمان کې دنړۍ ټولې ښيګڼې وي ، قهرمان په داستان کې ترټولو دخلقت يو حيرانونکى انسان بلل کيداشي ، دخير دکارونکى انجام کونکى اودبديوسخت دشمن وي . خطابت اوښکلې بيان :يو داستان لوستونکى په خطيبانه لهجه سره خبرې کوى ،دهغې په ژبه کې ښکلا او زړه راښکون وي .د داستانونو اسلوب اکثره مسجع او مقضي وي. حيرانتيا : دداستان پېښې دومره حيرانوونکې وي ، چې حتي اوريدونکي يې بېخي په چوپه خوله اوري ، بريالى داستان داوريدونکو دلچسپي اومينې ته دختمېدو موقع نه ورکوي ، بلکه دداستان دجزياتو په ذريعه دهغې حيرانتيا نوره هم زياتيږي . بله مهمه برخه : په داستان کې دهغې اوږدوالى دى ، هر شي په جزياتو سره بيانوو دداستان شننه او اوږدوالى دهغې بنيادي مزاج دى . ٢ – ناول : ناول کلمه ايټالوي ده اولغوي مانايې عجيب نوي اوتازه ده ده . په اصطلاح کې ناول هغه کيسه ده چې موضوع يې انساني ژوند وي ، ناول ليکونکى دژوند بيلابيلو ،بشپړه او ژورو ليدونو، وروسته په يوه خاصه سليقه اوترتيب سره خپلې تجربې اوليدنې ديوې کيسې په شکل سره وړاندې کوي په ناول کې حقيقت اوريښتيا ليکنه بنيادي شى دي ، دخيالي فرضي اومافوق الطبعت خبرو اترونه پکې ترپوره پوره حده پورې پکې ډډه کيږي ، ناول په اصل کې دداستان يو پرمخ تللى شکل دى دفني اعتبار له مخې په ناول کې دغه لاندې برخې شاملې دي . کيسه : په کيسه باندې په وروسته پوره بحث وشي . پلاټ : په پلاټ باندې هم وغږيدو . . مکالمې او منظرکشي (پيښې) طرز اوتفکر ژبه اوبيان منظره ليکنه دغه شپږ اساسي اوبنسټيزې نقطې بايد په ناول ليکنه کې داډول شي اوپه يوه فکر کې ځيني کارواخيستل شي . رومان : رومان فرانسوي کلمه ده چې په ځينو فرهنګونو کې مانا خيالي داستانونه اوپه ځينوکې يې دمينې اومحبت کيسې راغلې دي ، اوپه اصطلاح کې هغه کيسې ته ويل کيږي چې ناول څخه اوږده وي اودژوند بيلابيلې برخې پکې منعکس شوې وي اودبيلابيلو پېښوانځور يې په ادبي قالب کې ځايوي . ٤ .لنډه کيسه لنډه کيسه دداستان هغه شکل دى ، چې په انګريزي کې شارټ ستوري ورته وايي ،يا لنډه کيسه ناول اوداستا ن يوپرمختللى شکل دى ،دلنډې کېسې جامع تعريف څه اسان کارنه دى ، ځکه هر څوک يې دخپل فکر له مخې تعريف وي ،په فني لحاظ دلنډې کېسې لپاره داضروري ده ،چې ديوه واحد تاثير لرونکې وي ،دغه واحد تاثير په موخه زوراچول کيږي ، لنډيز دلنډې کيسې لپاره ډيرقراره خبره ده ، خوبعضي داوايي په يوه ناسته اوپاسته سره وويل شي .پلاټ هم دلنډې کيسې لپاره ډيرمهم ټکى دى چې يوه کيسه شروع دلوړوالي خواته اوانتهاته رسوي اوپه يوه موزونه سجعه باندې پايته رسيږي چې دغې موزونې پايلې ته پلاټ ويل کيږي دوهمه برخه په لنډه کيسه کې رمز اوکنايه ده ، ديوې معياري کيسې لپاره دکردار سيرت ترسيمولو ، دکيسې ليکونکى اسلوب مکالمه دکيسې عنوان اوداسې نور ډير ضروري شيان ګڼل کيدا ى شي ، دلنډې کيسې ناول په ترکيبې عناصر کې ترزياته حده يوالى شته ځکه چې کيسه دناول يوپرمختللى شکل بلل کيږي ، خوبياهم دلنډې کيسې اوناول ترمنځ جوت توپير ليدل کيږي ، چې هغه په لاندې ټکيو کې واضح کيږي : ١. ناول اوږد وي اوکيسه لنډه وي . ٢. لنډه کيسه دلنډوالي له کبله يوخيالي ، پيښه ،يو احساس يوه تجربه وړاندې کوي دهمدې کبله تاثردوحدت لرونکى وي ، خوپه ناول کې تاثر وحدت يوالى نشي راتلاى اودناول ساحـــــــــــه ډيره اوږده وي . ٣. په لنډه کيسه کې دلنډوالي سره په بيړه تګ هــــم شته لکه مسافر چې واټن زيات وهي اووخت يې کم وي ، اوهر ځاى ترلښتيو ټوپونه وهي ترڅوخپل هدف ته ځان ورسوي ،خوپه ناول کې دوخت بيړه نه وي ، په لاره کې دهر ډول رنګينوڅخه خوند اخلي ٤ ) په لنډه کيسه کې يوپلاټ وي .خوپه ناول کې ديومرکزي پلاټ

     په شمول څونور پلاټونه هم وي ، اويو مرکزي پلاټ جوړوي .

٥) دلنډې کيسې کردار دارتقاڅخه خالي وي ، ناول ليکونکى د خپلو کردارونوسيرت په تفصيل سر بيانوي .

٥) ډرامه : دډرامې بنسټ تاريخي تصوير دلرغوني يونان سره تړلى دى، د ډرامې کلمه ديوناني ژبې څخه جوړه شويده.

چې مانا يې تمثيل اوننداره ده. دډرامې سره دانسان مينه اودزړه تړون فطري اوطبيعي وي ، دډرامې جامع تعريف ډير سخت اوګران دى ، ځکه پدې باب پوهانورنګارنګ تعريفونه وړاندې کړي دي ، لوديځ پوه اونقاد هډسن په دې برخه کې داسې نظر څرګند کړى دى :
     (( ډرامه يوه مقاله ده ، چې دحرکت دعمل اوتقرير په واسطه سره صورت مومي )) په ډرامايي عناصرو شته والى ضروري اوحتمي دى ، دتذبذب پيداکولو لپاره ډرامه ليکونکي ځيني وختونه په ليکنه کې مثبتو کشالو اوکشمکش ته ځاى ورکوي دغه اودې ته ورته نورې کشالې دي ، چې ډرامه منځ ته راوړي اوپه زړه پوې کوي يې ، دپورته ذکر شويو شيانو ځيني پرته دډرامې وجود ممکن نه وي ، دډرامي لپاره ضروري اوبنسټيزه شي تصحيح هم ده ، ځکه چې بدون دستيج ځيني ډرامې نشي وړاندې کيداى ، سټيج په اصل کې دډرامې برخه نه ده ، خود ډرامې په وړاندې کولوکې يوضروري عنصربلل کيږي .
    بل مهم ټکى په ډرامه کې پلاټ دى لکه په داستان ، ناول ، روما ن ، کيسه کې چې پلاټ ضرورې دى ،همدرانګه په ډرامه کې هم پلاټ ضروري اولازمي خبره ده بدون دپلاټ ځيني ديوه ډرامې تصوير نشي کيداى ، ډرامه دهنرمند په واسطه دخپلو خبرواتروسره پيل کوي اوپاى ته رسوي . دډرامې کاميابي اودهمغه ليکونکي او وړاندې کوونکي په لياقت پورې اړه لري ، ډرامه زيات ډولونه لري ، چې دهغې تشريح زموږ دبحث موضوع اوږدوي خو فقط نمونه يې ذکر کوم :

١ . تراژيدي ډرامه ٢ . کوميډي ٣ . ميلوډرامه ٤ . ډرام ٥ . ګډه ډرامه ٦ يو اکټيزه ډرامه ٧ . راډيويي ډرامه ٨ . انټرکټ .


٦) اوتوبيوګرافي : دخپل ژوند داحوالو او واقعاتو بيان ته اوتوبيوګرافي وايي، په اوتو بيوګرافي کې دپيښو ليکونکو داخلي کيفيتونه ، دزړه احساس شخصي او عملي تجربې يې دژوند احساس اړخونه په مجموعي توګه دژوند په برخه کې دهغه نظر ترجماني کوي . ٧ ) مکتوب ليکنه : کله چې موږ دچاسره خبرې کول غواړو اوهغه زموږ سر ه نيږدي سره نيږدې نه وي اودخپل زړه راز اونياز ورسره شريکه وو ، دغسي ليکنې ته مکتوب ليکنه وايي . ٨. بيوګرافي ليکنه : بيوګرافي په اصل کې دمقالې يو شکل دى چې دموضوع داعتبار له مخې په مقاله پورې نښلي . بيوګرافي دادب هغه برخه ده چې په هغې کې ديوتن زيږيدو څخه بيا ترمړينې پورې ټولي پيښې دذهني اوعقلي ودې مختلف مراحل اوکارنامې په تفصيل سره بيانېږي . ٩. طنز : په طنز عربي کلمه ده ، چې مانا يې په فرهنګونو کې ناز کرشمې پېغور اومسخره کول دي ، اوپه ادبي اصطلاح کې دهنري ادبياتو يو ژانر دى چې په ليکنه کې دليکوال اصلي هدف کوتنيفونه و ي،

خودانتقادي شوخۍ  په بڼه اويا په بله وينا دريشخند اوتمسخر په جامه کې نغښتي وي

دوينا لحن اواندازيې په زړه پورې اودټوکوټکالو په شکل وي اوزياتره وخت پکې مسايل سرچپه مطرح کيږي طنز په واقعيت کې هغه ترخه خنداده چې دټولنې په خلکو کې دناوړه اعمال ،عاداتو ، اخلاقو اوافکارو ورباندې کيږي. ١٠. ادبي ټوټه : ادبي ټوټه دهنري ادبياتو يوه ځانګړي صفت دى ، چې ادبپوهانو دمنثورشعر په نوم هم يادکړي دى اوداځکه چې شعري کيفيت لري خواصلاً نثر دي په دې ډول ليکنوکې دلوړي انشاخيال ساتل کيږي اصلاً حکايو بڼه لري ديوه واقيعت اوحقيقت په هکله په زړه پورې تشريح توضيح کوي ، خوداتوضيح په داسي رنګونو اورنګينو الفاظوکې نغښتى وي ، چې په بشري احساس باندې ژور اغيزه کوي .

١١. ادبي راپورتاژ: ادبي راپورتاژ د هنري ادبياتو يو ځانګړى ژانر دى د عادي راپورتاژ سره چې يو ژورنالستيکي ژانر دى ،اصلي توپير يې دادى چې په ادبي راپور تاژ کې دپيښې تفسير ،تحليل او تعبير په ادبي او هنري ژبه شوى وي، ددې ډول راپور تاژ ليکونکي پيښې ته په دقيقه توګه ګوري او دهغې څخه چې کوم برداشت کوي په خوږه هنري ژبه يې نوروته وړاندې کوي ١٢. يو نليک ( سفرنامه ) يونليک يوډول ازلي راپورتاژ دى ، چې اوتوبيوګرافي هم ورته ويلاى شو ، ديونليک غوره والى په دوو ټکو منحصر دى .يو دسفردپيښو مدت اوبل دبيان په طرزکې تازه ګې دغوره توب اودلچسپۍ له مخې يومعياري يونليک اودناول اوافساني څخه په هيڅ توګه کم نه دى په اوسني وخت کې يونليک ( سفر نامه ) دادب دانواعو په لړکې ځانګړى اوامتيازي حيقيت غوره کړى دى .

پايله دهنري اوعادي نثر په باب مکمل توضيحات ورکړل شوي اوپه زړه پورې بحث پرې وشو ، خو دپايلې په توګه ويلى شم : دهنري اوعادي نثر ترمنځ توپير يوازې اويوازې داهنريت يا هنري ادبي ارزښت دي اودهمدغه هنريت په واسطه بېليږي هنري نثرونوکې دلوړې انشا خيال ساتل کيږي اوحکايو بڼه لري ، خوپه عادي نثرونوکې بيا دغسې خبروته ځاى نه ورکول کيږي . په عادي نثر کې ليکوال چې هر څه ويني اويايې ليدل ي وي اويايي په خيال کې تيرېږي دهغه په ليکنه کې دقيق راوړلو ته هيڅ اړتيا نه لري ، څو په هنري نثرونوکې ليکوال دبيلابيلو منظرکشو احساساتو ، عاداتو اوبيلابيلو انساني خصوصياتو اواوداسې نورو ځانګړنو په الفاظو انځور ولو اوخپل تخيلي ځواک څخه کاراخلي . دعادي اوهنري نثرونو ترمنځ زيات توپيرونه ليدل کيږي اوموجود دي ، دهمدغې ليکني لپاره زه همدومره کافي بولم ، داچې ماهم دنثر سره بې شانه مينه درلوده ، نودخپلې مينې په اساس مې ( دهنري نثر پيل اوپايښت ) مې خپلې تحصيلي دورې دپايليک موضوع وټاکله . په دغه ليکنه زما سره لارښود استاد پوهيالي مياولي شاه مياخيل بې شانه مرستې وکړې، اوالله ج ده ته نورهم کمک ورکړي. په دغه پايليک کې مې لومړى دپښتو عادي نثر څيړلى ورپسې مې پښتو عادي نثرونو تر هنري بڼې پورې عنوان واضح کړى اودموضوع دارتباط په صورت کې سهيلي پښتونخوا کې اوسنې نثر ، هنري نثر اودهغوډولونه لکه ناول ، لنډه کيسه ،داستان ،رومان ،طنز ليکنه سفر نامه اوداسې نورمې په مکمل ډول تشريح کړي ، دنيمګړتيا په صورت کې نورهم داستادانوهمکارۍ ته بياهم اړيم

                   په درنښت                                                          محمدخالد

ماخذونه 1) الفت ، ګل پاچا ، غوره نثرونه ، پيښور قصه خواني بازار ١٣٧٣ هـ ل کال مخ 2) ځدراڼ ، سرمحقق عبدالرحيم ، افغانستان کابل علومو اکاډمي ، ١٣٨٤ هـ ل کال ، مخ 3) روهي ، سرمحقق محمد صديق ، دپښتو ادبياتو تاريخ ، دوهم ټوک ، دانش خپرندويه ټولنه ، پيښور ، ١٣٧٨ هـ ل کال ، مخ 4) هيوادمل ، زلمي ، پيښور تذکرۀ الاولياء ، پښتو ټولنه ، دولتي مطبعه ، ١٣٨٠ هـ ل کال ، مخ 5) محمد حليم ، پښتو ادب ، ادراه اشاعات سرحد قصه خواني بازار ،پيښور، ١٣٨٠ هـ ل ، مخ . 6) واجد ،سرمحقق عبدالواجد ، واجد دخوشحال سبک ،دکابل دولتي مطبعه . ١٣٨٣ هـ ل ، مخ 7) هاشمي ، سيد محي الدين ، ادبپوهنه ، داريک ګرځنده کتابتونونو اداره ، پيښور ، ١٣٨١ هـ ل ، مخ .