خبرې اترې:پښتو نثر

Page contents not supported in other languages.
د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
سريزه 
          نثرپه لغت کې شيندلو پاشلو اوخورولــوته وايي ، اوپه اصطلاح کې هغه کلام دى ،چې دوزن له قيدڅخه ازاد وي نثر دانسانـانو دپيدايښت سره جوخت رامنتځته شوى دى ، اوپه لـومړي وخت کې به دوى خپلـې غوښتنې افکار اوخيالات  دعامو خبرواترودنثرپه واسطه بيانـول خوڅرنګه چې دپښتوژبې ليکنې اواثاردبيلابيلو کړاونوسره مخامخ شوى دى ، څرنګـه  چې نثرزموږ په ژوند انه کې ټولنيز ارزښت اواهميت لري اوزموږ ډېره ستونزې دنثرپه وسيله حل کېږي ، نودټولنيزو واقعـاتوانعکاس دنثرهدف دى ، دپښتوبيلابيل ډولونه يې رامنځته کړې دي .
           څــرنګه چې دنثرپه څېړلوتراوسه دومره څه نه دې ليـکل شوي نوماهم دغه اړتـيا درک کړه اوخپله دپـــايليک موضوع مې دهنري نثر دپيدايښت اوپــــايښت ترسرليک لاندې دښــــــاغلـي استاد (پوهيالي  مياولي شاه مياخيل  دلارښـوونې سره سمه واخيسته  په دغه څېړهنېزه رساله کې مې نثرونه دمسـجع بڼې څخه ترهنري بڼې پورې څېړلې دي ، او ورسره مې دځينوادبي ژانرونولـکه : داستان ، رومان ،ناول ، طنز اوداسې نورو ته هم ځغلنده کتنه کړې ده ، اوترخـــپلې وسې مې څه ناڅه مواد هم پکې راغونډکړې دي ، څرنګه چې دايوه څېړنــــيزه موضوع ده ، نودپوهې او قلم دخاوندانو څخه هيله کوم چې په دې اړه نوره هم پــلټنه وکړي اودپښتوادب په دغه برخه کې نوي نوي توکي زمونږ دژبې مينه والــو اويا ددغه پاى ليک په ليکلو راسره ټولـو خواخوږوپه ډېرورين تندي چې په ځانګړي ډول دقدرمن استاد مياولي شاه  مياخيل   څخه يوه نړۍ مننه کوم ، چې په خپل ډېر بوخت ژوند کې يې تــل په ښوونېزو اوروزنيزو نيوکو اومشورلمانځلى يم اونورو همکارانو ته دلـوى رب په ددبارکې لاسونه لپه کوم ، چې دواړه نړۍ بريالۍ اوروښانه کړي .

په درنښت محمدخالد (( پشتون ))

الف