پټنګ عمليات

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
پټنګ عمليات
عامه معلومات
عمومي معلومات
airlift (en) ژباړل Edit the value on ویکي‌ډېټا

پټنګ عمليات (Operation Pitting) په 2021ز کال کې د طالبانو تر بريد وروسته، له افغانستانه د برتانوي اتباعو او وړ افغانانو د ايستلو لپاره د يو پوځي عملياتو نوم و. په دې عملياتو کې د  16 هوايي بريد غونډ په ګډون له 1000 څخه زياتو پوځي مامورینو برخه درلوده. دا عمليات د ګڼو نورو هېوادونو د انخلاء د هڅو سره په يو مهال تر سره شوي و.[۱][۲][۳][۴]

له دويمې نړیوالې جګړې وروسته تر ټولو ستره برتانوي انخلاء او د 1948-9 د برلن له محاصرې راهيسې له 100 څخه په زیاتو الوتنو کې له 15000 څخه زيات خلک خوندي ځايونو ته ورسول شول. په ايستل شويو کسانو کې 5000 برتانوي اتباع او 8000 هغه افغانان وو، چې د Herrick (2002-2014) په نوم عملياتو پر مهال د برتانوي ځواکونو د مرستې په برخه کې د دوی د ونډې له امله د طالبانو د تعقيب ښکار ګرځېدای شول. په تخليه شويو کسانو کې د 2200 په شا اوخوا کې ماشومان وو، چې تر ټولو کوچنی يې یوازې يو ورځنی و.[۵]

په دې تخليې سره هغه ژمنې پلې شوې، چې د برتانيې د حکومت له خوا د افغانانو د بيا مېشتولو او مرستې په تګلاره کې شوې وې، او د 2021ز کال په اپريل مياشت کې پيل شوې وه. د پټنګ عملياتو تر پای پورې، د ARAP  سره سم په ټوليز ډول 10000 افغانان ايستل شوي وو.

دې عملياتو په افغانستان کې د برتانيې شل کلن پوځي ماموريت پای ته ورساوه.[۶]

مخينه[سمول]

په افغانستان کې جګړه[سمول]

په 2001ز کال کې، برتانيې د امريکا او د امريکا د ايتلافيانو سره يوځای پر افغانستان بريد وکړ، تر څو طالبان له واکه لېرې کړي، چا چې القاعده او د دې شبکې مشر اسامه بن لادن ته خوندي پناه ځای ورکړی و، او دواړه په متحده ايالاتو کې د 11 ستمبر د بريدونو مسئول وو. په دې بريد کې د برتانيې د مرستې شفري نوم د Veritas عمليات وو، کوم نوم چې په 2002ز کال کې د Herrick په عملياتو بدل شو. د عملياتو پر مهال برتانيې د متحده ايالاتو او ايتلافيانو سره څنګ په څنګ، د نړيوالو مرستندويه امنيتي ځواکونو (ISAF) د برخې په توګه کار وکړ، تر څو د افغانستان ملي امنيتي ځواکونه (ANSF) ورزوي او پياوړي کړي او د طالبانو د بغاوت مقابله وکړي. د خپل عروج پر مهال په افغانستان کې د برتانيې 9500 پوځي مامورين ګومارل شوي وو. په 2013ز کال کې په پيل کېدو له اتحاديانو سره په همغږۍ، دا شمېر په کرار کرار کم کړای شو. تر 2014ز کال پورې ټول جګړه ييز عمليات بند کړای شول، په داسې حال کې چې د نوي شفري نوم Toral عملياتو لاندې د روزنې بهير روان و، چې دا عمليات د ناټو د پراخه غوڅ ملاتړ ماموريت برخه وه.[۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲]

د دوحې تړون او د طالبانو بريد[سمول]

د 2020ز کال د فبرورۍ په مياشت کې، متحده ايالاتو او طالبانو د دوحې تړون لاسليک کړ، د کوم تړون تر مخې چې له افغانستانه د متحده ايالاتو او ناټو د وتلو، د طالبانو تر واک لاندې د القاعده د فعاليت د مخنيوي او د طالبانو او افغان حکومت تر منځ د مذاکراتو په بدل کې د 400 هغو کسانو په ګډون چې د قتل په څېر په سترو جرمونو  تورن او مجازات شوي وو، د 5000 طالب بنديانو د خوشې کېدو اجازه ورکړل شوه. په هر حال، د تړون څخه وروسته په 45 ورځو کې، د 2020ز کال د مارچ د میاشتې د لومړۍ او اپريل د مياشتې د پنځلسمې نېټې تر منځ، د افغان امنيتي ځواکونو پر ضد د طالبانو په بريدونو کې د پام وړ زياتوالی راغی. د 2020ز کال د جون د مياشتې په 22مه نېته، په تېره اونۍ کې د طالبانو له خوا تر سره شويو 422 بريدونو کې، 291 افغان امنيتي ځواکونه وژل شوي او550 نور ټپيان شوي وو. په اتلسو ولايتونو کې، د مېرمنو او ماشومانو په ګډون، لږ تر لږه 42 ملکيان هم وژل شوي او 105 نور ټپيان شوي وو. له دې سره، په متحده ايالاتو کې د ټرمپ ادارې، د 2020ز کال د جولای تر مياشتې پورې په ابتدايي ډول له 13000 څخه تر 8600 پورې د خپلو سرتېرو د کمولو سره موافقه وکړه، چې له دې وروسته به په 2021ز کال د مۍ د مياشتې په لومړۍ نېټه له افغانستانه په بشپړ ډول سرتيري باسي. د بايډن په مشرۍ نوې راتلونکې ادارې د انخلاء ضرب الاجل د 2021ز کال د سپتمبر تر يوولسمې نېټې وغزاوه. دا نېټه وروسته د اګست مياشتې يو دېرشم ته بدله شوه. د متحده ايالاتو او ناټو د انخلاء په ځواب کې طالبانو خپل فعاليتونه زيات کړل، په کليوالو سيمو کې يې د پام وړ پرمختګ وکړ، او په لومړيو درې مياشتو کې يې تر خپل واک لاندې ولسواليو شمېر له 73 څخه تر 223 پورې لوړ کړ. د 2021ز کال د اګست له شپږمې نېټې څخه، طالبانو د افغناستان د 34 ولايتي مرکزونو څخه شل نيولي وو، چې به هغې کې کندهار او هرات هم شامل وو، او د اګست تر لسمې نېټې، طالبانو د هېواد په 65٪ سيمه واک درلود. د برتانيې د دفاع وزير (Ben Wallace) د متحده ايالاتو او طالبانو پر معامله سخته نيوکه وکړه، او دا تړون يې خرابه شوی او تېروتنه وبلله. له رسنيو سره په يوه مرکه کې (Wallace) همدا راز څرګنده کړه چې هغه د متحده ايالاتو د وتلو په پرېکړه دومره غوصه و، چې  د ناټو د نورو ايتلافيانو څخه يې وغوښتل، تر څو وګوري چې ايا له متحده ايالاتو پرته د کوم بل ايتلاف څخه ملاتړ کېدای شي که نه.[۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲]

د افغانانو د بيا مېشتولو او مرستې تګلاره[سمول]

په انګلستان کې، پخوانيو پوځيانو، سياستوالو او کمپاينرانو له حکومت وغوښتل هغو افغانانو ته پناه ورکړي، کومو چې د جګړې پر مهال د برتانوي سرتېرو مرسته کړې وه، لکه ژباړونکي، ځکه چې د طالبانو د غچ اخيستنې وېرې موجودې وې. د 2020ز کال د ديسمبر په مياشت کې، د برتانيې حکومت د افغانانو د بيا مېشتولو او مرستې تګلارې (ARAP) طرحه پر لار واچوله، تر څو په برتانيه کې د وړ افغانانو بيا مېشتول وړاندې کړي. په کابل کې د برتانيې په سفارت کې د افغانانو د ګواښ او خطر ارزونې واحد (ATREU) جوړ کړای شو، څو د نوماندانو ارزونه وکړي. دې طرحې د 2021ز کال د اپريل په مياشت کې د بې ميشتېدو يا نورو مرستو په وړانديزونو پيل وکړ.[۲۳][۲۴][۲۵][۲۶]

د اګست په شپږمه نېټه، د بهرنيو، ټولګټو او پرمختيا دفتر (FCDO)، د امنيت مخ په خرابېدو حالت ته په کتنې سره ټولو برتانوي اتباعو ته په سملاسي ډول د افغانستان د پرېښودلو اعلان وکړ؛ خو بيا يې هم خلکو ته خبرداری ورکړ چې په کابل کې د برتانيې د سفارت د محدود واک له امله د مرستې لپاره په FCDO باور ونه کړي. FCDO باور درلود چې هغه مهال افغانستان کې له 4000 څخه زيات برتانوي اتباع موجود وو.[۲۷][۲۸]

عملياتي تاريخ[سمول]

واک ورکول[سمول]

د (Boris Johnson) له خوا له اجازې ورکولو وروسته دا عمليات په لومړي ځل د 2021ز کال د اګست په ديارلسمه نېټه اعلان شول. د دې اعلان شوې موخه د برتانوي اتباعو، د سفارت د کار کونکو او د افغانانو د بيا مېشتېدو او مرستې تګلارې (ARAP) تر مخې د بيا مېشتېدو لپاره د وړ افغانانو ايستل وه، دا عمليات د نږدې 600 پوځي کارکونکو په مرسته پيل شول، په کومو کې چې ځينې يې د برتانوي پوځ د لوړ چمتوالي لرونکي 16 هوايي بريد غونډ څخه راوستل شوي وو، چاته چې د لوژيستيکي ملاتړ او ځواکونو د خونديتوب دنده سپارل شوې وه. له دوی سره په کابل کې د FCDO سره د ويزو د بهير او نورو سفري اسنادو په برخه کې د مرستې لپاره يو کوچنی ټيم هم ملګری کړای شوی و. د عملياتو لپاره مشرتابه او اداره د لندن په (نارت ووډ) کې په خپلواک شريک مرکز کې وه، او د دې مشري د شريکو عملياتو قوماندان (Sir Ben Key) کوله. متحده ايالاتو په همدې موخه هممهاله پوځي عمليات تر سره کړل، چې شفري نوم يې (Allies Refuge) و، او همدا راز نورو هېوادونو هم ورته عمليات پر مخ وړل. انګلستان د انګلستان او افغانستان تر منځ يو هوايي پول جوړ کړ، چې په متحده عرب اماراتو کې يې يوه دمه درلوده. دا عمليات څو مياشتې مخکې طرحه شوي و، خو د طالبانو بريد له تمې ډېر زيات په چټکۍ سره پرمختګ وکړ.[۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴]

سرچينې[سمول]

  1. (په 23 August 2021 باندې). Global Response Force evacuates over 5,700 people.
  2. (په 23 August 2021 باندې). In Pictures: the UK Armed Forces at Hamid Karzai International Airport. Medium
  3. (په 2021-08-23 باندې). Afghanistan: Why can't the UK hold Kabul airport without the US?. BBC News.
  4. (په 14 August 2021 باندې). Military operation established to support the drawdown of British nationals from Afghanistan. GOV.UK.
  5. Total evacuated:
    (په 29 August 2021 باندې). Fears for Afghans 'abandoned to Taliban' as final UK troops pulled out of Kabul. ITV News.
    (په 30 August 2021 باندې). How many people have been evacuated from Afghanistan?. Sky News.
    . Afghanistan: British ambassador home as last UK troops leave. BBC News.
  6. (په 29 August 2021 باندې). Afghanistan: Last troops touch down in UK – bringing Britain's 20-year campaign to an end. Sky News.
  7. Maloney, S (2005). Enduring the Freedom: A Rogue Historian in Afghanistan. Washington, D.C: Potomac Books Inc. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. (په 2 December 2009 باندې). Updated: Obama speech balances Afghanistan troop buildup with exit pledge. cleveland.com
  9. (په 23 October 2009 باندې). Why Al Qaeda Wants a Safe Haven. Foreign Policy
  10. "Operations in Afghanistan". parliament.uk. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. (په 8 July 2021 باندې). Op Toral: What Is The British Military Mission In Afghanistan?. BFBS.
  12. (په 19 December 2012 باندې). UK to withdraw 3,800 troops from Afghanistan during 2013. BBC News.
  13. (په 3 September 2020 باندې). Afghanistan to Release Last Taliban Prisoners, Removing Final Hurdle to Talks. The New York Times.
  14. (په May 1, 2020 باندې). Taliban step up attacks on Afghan forces since signing U.S. deal: data.
  15. Tanzeem, Ayesha (June 22, 2020). "Afghan Security Forces Suffer Bloodiest Week in 19 Years". Voice of America. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Rai, Manish (21 March 2020). "U.S.-Taliban Deal: India should Chalk-out a New Strategy". مؤرشف من الأصل في ۰۳ جنوري ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ فبروري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Macias, Amanda (13 April 2021). "Biden plans to withdraw U.S. forces from Afghanistan by Sept. 11, missing May deadline, reports say". MSNBC. مؤرشف من الأصل في ۱۳ اپرېل ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ اپرېل ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Miller, Zeke; Madhani, Aamer (2021-07-08). "Biden says US war in Afghanistan will end August 31". AP NEWS (په انګلیسي ژبه کي). مؤرشف من الأصل في ۰۸ جولای ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ جولای ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. (په 25 July 2021 باندې). Mapping Taliban Contested and Controlled Districts in Afghanistan. FDD's Long War Journal
  20. Akhgar, Tameem; Faiez, Rahim; Krauss, Joseph (2021-08-13). "Taliban sweep across Afghanistan's south, take 3 more cities". AP NEWS (په انګلیسي ژبه کي). مؤرشف من الأصل في ۱۳ اگسټ ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. (په 13 August 2021 باندې). US withdrawal from Afghanistan is a mistake, says Ben Wallace. The Times.
  22. (په 13 August 2021 باندې). Rift with US grows as UK minister voices fears over Afghanistan exit. The Guardian.
  23. (په 8 August 2021 باندې). Britain must not desert its Afghan interpreters. The Guardian.
  24. (په 11 August 2021 باندې). Afghan interpreters fear for lives of families left behind. The Times.
  25. (په 28 July 2021 باندې). Let more Afghan interpreters resettle in UK, say ex-military chiefs. BBC News.
  26. "Afghan Relocations and Assistance Policy: further information on eligibility criteria and offer details (Updated 4 June 2021)". GOV.UK. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. (په 6 August 2021 باندې). Foreign Office tells Britons in Afghanistan to leave immediately. The Guardian.
  28. (په 16 August 2021 باندې). UK confident it can get Britons out of Afghanistan, Ben Wallace says. BBC News.
  29. (په 14 August 2021 باندې). Military operation established to support the drawdown of British nationals from Afghanistan. GOV.UK.
  30. (په 17 August 2021 باندې). Afghanistan: UK's Kabul evacuation operating at full pace – commander. BBC News.
  31. Jamali, Naveed (14 July 2021). "Biden to announce "Operation Allied Refuge" to airlift all eligible Afghans". Newsweek. مؤرشف من الأصل في ۱۵ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. (په 16 August 2021 باندې). Western powers scramble to evacuate from Afghanistan. France 24.
  33. (په 19 August 2021 باندې). Kabul evacuees touch down in UAE on way to new life in UK. France 24.
  34. (په 21 August 2021 باندې). Minister for Afghanistan was on staycation holiday as Kabul fell, Sky News understands. Sky News.