پټرس کلرس

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
پټرس کلرس
(انګلیسي: Patrisse Cullors د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پټرس کلرس
پټرس کلرس

د شخص معلومات
پيدايښت ۱۹۸۴
لاس انجلس   د (P19) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
تعلیم د کیلیفورنیا پوهنتون، لاس انجلس   د (P69) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کار/مسلک ليکوال   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) امریکايي انګرېزي   د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ويبپاڼه
ويبپاڼه د تاييدولو سرچينه (انگليسي )  د (P856) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB مخونو  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

پټرس ماري خان کلرس برېګناک (Patrisse Marie Khan-Cullors Brigjnac (nee Cullors-Brignac زوکړه: ۱۹۸۳ز – د جون ۲۰مه)) يوه امريکايۍ فعاله، د تور پوستو د ژوند ستونزه (Black Lives Matter) غورځنګ مرستيال بنسټګره، هنرمنده او ليکواله ده. نوموړې په ۲۰۱۳ ز کې د تور پوستو د ژوند ستونزه هشټېګ(#)  وکاروه او د ياد غورځنګ په اړه يې په پراخه ډول ليکنې او ويناوې وکړې. نورې هغه موضوعګانې چې کلرس يې ملاتړ کوي، په لاس انجلس کې د بندخونې له منځه وړل او د LQBTQ حقونه دي. هغې د خپلې نوښتي ارادې په فلسفه کې د نيوکې نظريې (Critical Theory) د نړۍ د ټولنيزو خوځښتونو نه نظريات سره يو ځای کوي. هغه د (کله چې دوی درته يو تروريست وايي: د تورپوستو دژوند ستونزې يادګار :

)When They Call You a Terrorist: A Black Lives Matter Memoir( اثر ليکواله ده.[۱][۲]

د ژوند لومړي وختونه او زده کړې[سمول]

کلرس د کليفورنيا په لاس انجلس کې زېږېدلې ده. د هغې مور Cherice Foley د اسرائيلو د خدای ګواه ده. د هغې بيولوژيکي پلار Gabriel Brignac و، چې د يوولس کلنۍ تر عمره يې ونه ليد. نوموړې د Alton Cullors په کور کې لويه شوه، چې پخوا يې په Van Nuys کې د عمومي ماشينونو (موټرونو) په يوه دستګاه کې د هغه تر بندېدو پورې کار کاوه او پرې فشار و چې بايد د لږې اداينې په بدل کې کار وکړي. کلرس درې خويندې او وروڼه لري، چې دوه وروڼه يې Paul او Monte او يوه خور يې Jasmine نومېږي. پلار يې ګبرېل (Gabriel) يو همېشنی سرغړونکی و، چې د درملو اړوند تورونو له امله څو ځله بندي شو او په ۲۰۰۹ ز کې په يو بې کوره پناه ځای کې وفات شو. کلرس خپل پلار د هغې د ژوند د يو ثابت او پاملرنې د شتون لرلو په توګه راپېژني. [۳][۴][۵][۶][۷]

نوموړې په Van Nuys کې په اتمه برخه هستوګنځي کې لويه شوه، چې د سن فيرناډو تنګي کې د مکسيکو الاصل امريکايي يو پراخه او بې وسه ګاونډيتوب و. د هغې پلندر (ناسکه پلار) Alton بالاخره خپله کورنۍ پرېښوده او د کلرس مور Cherice يې پرېښوده چې په يوازې ځان خپل کوچنيان وروزي. کلرس وايي چې: هغه په نهه کلنۍ کې خپل يوولس کلن او ديارلس کلن وروڼه وکتل، چې له اړتيا پرته د پوليسو له خوا پر يو دېوال باندې ورزور شوي (وروهل شوي) وو. د ۱۲ کلنۍ په عمر د کنف يا حشيش څښلو له امله ونيول شوه. په دې وخت کې نوموړې د Millikan په منځني ښوونځي کې زده کوونکې وه، چې دا په Sherman Oaks کې د ډالۍ شويو کوچنيانو لپاره د ډېری شتمنو سپين پوستو يو ښوونځی و. کلرس څرګندوي چې: په موټر کې هلته له خپلې مور سره په تللو ځکه وشرمېده، چې ياد موټر يې د خپل ګاونډي او د Monte له ملګرې Cynthia نه په پور اخيستی و او په داسې حال کې و [د زړښت له امله]، چې بيا جوړولو (ترميم) ته يې اړتيا لرله. نوموړې دا هم وايي چې ناپېژاندو سپين پوستو نجونو د تباهۍ کندې (ورکېدلو) ته ورمخامخ کړه. که څه هم کله چې کلرس ونيول شوه، د Van Nuys عالي لېسې کې د خپلو ټيټو درجو له امله درس وايه، دا د اوړي ښوونځي Summer school د يوې برخې په توګه د کارګر پوړ کورنيو او ناسپين پوستو ښوونځي و. د هغې لپاره لېږد ځکه ټکان ورکوونکی و، چې د نوموړې د بل ښوونځي په خلاف دې ښوونځي د فلز کشف کوونکې وسيله لرله او پوليسو يې ساتنه کوله. [۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

Monte په ۱۹۹۹ ز کې د خپلې مور د موټر غلا کولو نه وروسته ونيول شو، چې وروسته يې Schizoaffective disorder او bipolar disorder ستونزې تشخيص شوې. د بندخونې له يو افسر سره په جنګ کې هغه د يوې ادعا په توګه زندۍ (خفه) شو، په ظالمانه ډول ووهل شو او د تشناب اوبو څښلو ته مجبور کړی شو. پټرس دا د خپل فعاليت د يو دليل په توګه يادوي. هغه د ژوند په لومړيو کې د يوې نوې پېغلې په توګه د Eric Mann تر مشرۍ لاندې د بس چلوونکو ټولنې سره په يو ځای کېدو سره يوه فعاله شوه. په دې وخت کې نوموړې د تنظيمولو په يو کلن پروګرام کې ګډون وکړ، چې د کارګرو ټولنې د کړنلارې مرکز (Labor Community Strategy Center) له خوا چې BRU يې رامنځته کړ، اداره کېده. نوموړې د نوښتي ارادې فلسفې د عملي کولو پر مهال د نړۍ شاوخوا اوښتونونو (انقلابونو)، د نيوکې کولو نظريې او ټولنيزو غورځنګونو په اړه زده کړل. کلرس په Reseda کې د Grover Cleveland په عالي ښوونځي کې چې اوس د (Cleveland Humanities Magnet) په نامه دی، شامله شوه او د ياد ښوونځي د ټولنيز عدالت د راښکون په خپرونه کې اجازه ورکړل شوه. هغه په UCLA کې د دين او فلسفې او د سويلي کليفورنيا په پوهنتون کې د Roski هنر او ډيزاين له ښوونځي نه د MFA د سند تر لاسه کولو په موخه لاړه. [۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]

کلرس د شپاړلس کلنۍ په عمر د خپلې کورنۍ له خوا پرې د کړي جبر يا زور بيا يادونه کوي، چې له امله يې خپل مور او پلار ته د خپل نااشنا شناخت ورڅرګند کړ. نوموړې د Jehovah [د اسرائيلو خدای] د ګواه په توګه وروزل شوه، مګر د هغې د مور د پېغلتوب اميندوارۍ له امله د کلرس له نږدې کورنۍ نه د کليسا او د دوی د اوږدې کورني غړو دواړو ډډه وکړه. کلرس د کلونو لپاره ياد باور يا عقيدې ته ان په جلا وطنۍ کې هم ژمنه پاتې شوه، مګر وروسته له کليسا نه په غفلت کې لويه شوه. هغه د سياسي لاريون پېښو ته د مذهب په ورګډولو سره د (Ifá) په نايجريايي مذهبي دود کې لېوالتيا پيدا کړه.هغه په ۲۰۱۵ز کې يوه مرکچي ته وويل چې: «د روحانيت لټولو ډېر څه لرل، چې بايد په هغې هڅې سره شوی وی، چې زما د حالتونو په اړه يې د ادراک غوښتنه کوله ـ دې حالتونو زما په ورځني ژوند کې څه ډول بڼه راکړه او زه يې څه ډول د يو پراخه الوت (پرواز)، زما د ژوند لپاره د يو پرواز په توګه درک کوم». [۲۴][۲۵]

مسلک[سمول]

کلرس په اوټس د هنر او ډيزاين پوهنځي (Otis College of Art and Design) د عامه مشق په خپرونه کې تدريس کوي. نوموړې د ټولنيز عدالت (Social Justice) په سترو هنرونو کې د استادې او په Prescott College کې د ټولنې تنظيموونکې (Community Organizer) په توګه دنده کوي. [۲۶][۲۷][۲۸]

د تور پوستو د ژوند ستونزه[سمول]

کلرس د ټولنې تنظيموونکو او Alicia Garza او Opal Tometi په نومونو د ملګرو سره د تور پوستو د ژوند ستونزه (Black Lives Matter) [يو غورځنګ دی] بنسټ کېښود. يادو درې اړخونو له ناهيلۍ پرته د Trayvon Martin په وژنه کې د George Zimmerman په برائت الذمې په برخه کې خوځښت يا غورځنګ پيل کړ. کلرس په ۲۰۱۳ ز کې د Martin د قضيې په اړه د فيسبوک په يو خپراوي (پوسټ) کې د Graza له خوا د کارېدلي عبارت د کره کولو په موخه، د تورپوستو د ژوند ستونزه هيشټېګ (#BlackLivesMatter) رامنځته کړ. نوموړې څرګندوي چې: د افريقايي الاصل امريکايانو د حقونو پر مخ وړلو لپاره د هغې انګېزه د خپل ۱۹ کلن ورور نه سرچينه اخلي، چې د Los Angeles Country بندخونې کې د بند پر مهال ورسره ناسم (وحشي) چلند شوی و. [۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳]

کلرس او د هغې د BLM مرستيال بنسټګران Graza  او Opal Tometi د يوه نامتمرکز غورځنګ د جوړولو په موخه سره کېناستل، چې ياد غورځنګ به د غړو د يوې ټولګې په اجماع (د نظرياتو په سمون) سره اداره کېږي او په ۲۰۱۵ز کې د فصلونو يوه شبکه جوړه شوه. نوموړې د مرستيال بنسټګرو تر ټولو زياته څرګنده څېره ده، په ځانګړي ډول وروسته له هغې چې Graza او Opal Tometi په سازمان کې د منظم ګډون نه په شا شول. هغه ټولنيزو رسنيو ته د افريقايي الاصل امريکايانو پر ضد د تاوتريخوالي په مخنيوي کې په دې ويلو سره د يوې وسيلې اوسېدلو امتياز ورکوي، چې: «هره ورځ او هره شېبه تور پوستي وګړي زموږ په مرګونو انځورونو سره بمبار کېږي... د ټولنيزې رسنۍ دا سمه وينا چې: «تورپوستو! تاسې کېدای شي راتلونکي ياست. تاسې به راتلونکي اوسئ، مګر زموږ د ملت لپاره به دا په ادراک کې غوره وي، چې هر څومره چې زموږ رحم لږ وي، همغومره به مو ملت خوندي وي». [۳۴][۳۵]

په ۲۰۱۷ ز کې کلرس وويل چې: د دوی غورځنګ به د امريکا متحده ايالتونو له ولسمشر ډونالډ ټرمب سره ونه ويني؛ لکه له اډولف هټلر سره به يې چې نه وی ليدلی [ټرمپ يې له هټلر سره پرتله کړ]. نوموړې همداراز وويل چې: «ټرمپ د زيان لنډيز دی، د دې هيواد د ټولو زيانونو لنډيز، که هغه نژاد پالنه، پانګه یيز نظام، جنسيت پالنه او که homophobia ده. [۳۶][۳۷]

نوموړې د ۲۰۲۱ ز په می کې (له شپږو کلونو موقف نيولو نه وروسته چې د سازمان جوړښت يې راونغاړه) پر خپل دويم کتاب او له Warner Bros سره د تلویزيون پر څو کلنۍ راکړې ورکړې باندې د تمرکز کولو په موخه د تور پوستو د ژوند ستونزې نړيوالې شبکې بنسټ د اجرائيه رئیسې په توګه له خپلې رسمي ونډې [دندې] نه استعفا وکړه. هغې وويل چې: له دندې ګوښه کېدنې يې په بې امتيازۍ کې هيڅ ونډه نه لرله او دا يوازې د يو کال لپاره پلان شوې وه. کلرس وايي: «فکر کوم، زه به کېدای شي لږه ځکه لږه څرګنده (محسوسه) شم، چې د خپل خوځښت په تاريخ کې اوس د يو تر ټولو ستر او تر ټولو جدلي سازمان په راس helm کې نه يم... مګر هيڅ غورځنګ يا خوځښت يو مشر لرونکی نه دی». [۳۸][۳۹]

سرچینې[سمول]

  1. Gyarkye, Lovia (2018-02-15). "Arrested at 12, She's Now an Activist Fighting for Social Justice". The New York Times (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۳۰ مې ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Walcott, Rianna (2018-04-05). "How the founder of Black Lives Matter started a global movement". Dazed digital (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۱ اگسټ ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. (په November 6, 2020 باندې). Patrisse Cullors loves To Kill a Mockingbird and thinks everyone should read Octavia E. Butler. Entertainment Weekly.
  4. (په January 16, 2018 باندې). 'When They Call You a Terrorist': The Life of Black Lives Matter Co-Founder Patrisse Khan-Cullors. Democracy Now!.
  5. (په January 20, 2018 باندې). 'When They Call You a Terrorist': A Black Lives Matter leader details the life that turned her into an activist.
  6. (په August 18, 2015 باندې). Opinion: #BlackLivesMatter Will Continue to Disrupt the Political Process.
  7. Dal Checco, Monia (2018). ""Not Your Grandmamma's Civil Rights Movement": A New Take on Black Activism" (PDF). RSAJournal: Rivista di Studi Americani. Associazione Italiana di Studi Nord-Americani: 55. د لاسرسي‌نېټه May 31, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. (په June 23, 2020 باندې). Black Lives Matter Co-Founder on Building a Movement Through Art.
  9. (په August 26, 2018 باندې). How 2 women turned L.A. pain into influence. Ventura County Star.
  10. Cullors, Patrisse; bandele, asha (16 January 2018). When They Call You a Terrorist. St. Martin's Publishing Group. د کتاب پاڼې 15. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781250171092. د لاسرسي‌نېټه June 2, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. (په February 26, 2018 باندې). Black Lives Matter Co-Founder Patrisse Cullors on Her Book.
  12. (په February 15, 2018 باندې). 'When They Call You a Terrorist': A Black Lives Matter leader details the life that turned her into an activist. The New York Times.
  13. (په January 19, 2018 باندې). When They Call You a Terrorist. In These Times.
  14. (په January 16, 2018 باندې). 'When They Call You a Terrorist': The Life of Black Lives Matter Co-Founder Patrisse Khan-Cullors. Democracy Now!.
  15. (په May 13, 2018 باندې). Twelve Years Old and Out of Time. Yes!.
  16. (په February 26, 2018 باندې). Black Lives Matter Co-Founder Patrisse Cullors on Her Book.
  17. (په April 13, 2018 باندې). My brother's abuse in jail is a reason I co-founded Black Lives Matter. We need reform in L.A.. Los Angeles Times.
  18. Greene, Robert (2015). Newton, Jim (المحرر). "Black Lives Matter". UCLA Blueprint. العدد 1. مؤرشف من الأصل في اکتوبر 15, 2015. د لاسرسي‌نېټه اګست 29, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Fern Tiger Associates for the Marguerite Casey Foundation (2005). "A case study: Labor / Community Strategy Center" (PDF). racialequitytools.org (pdf). د کتاب پاڼي 21–22. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۰۱ نومبر ۲۰۲۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ اگسټ ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Lucas, Karen (2004). Running On Empty: Transport, Social Exclusion and Environmental Justice. University of Bristol: Policy Press Books. د کتاب پاڼي 220–242. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1861345691. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. (په September 18, 2017 باندې). The Powerful Story Behind Black Lives Matter. i-D.
  22. Kengor, Paul (January 2, 2021). "The Politics of Patrisse Cullors, Founder of Black Lives Matter". The American Spectator. د لاسرسي‌نېټه June 2, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. "How two Black women in L.A. helped build Black Lives Matter from hashtag to global movement". Los Angeles Times. June 21, 2020. د لاسرسي‌نېټه April 19, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. (په February 26, 2018 باندې). Black Lives Matter Co-Founder Patrisse Cullors on Her Book.
  25. Farrag, Hebah H. (June 24, 2015). "The Role of Spirit in the #BlackLivesMatter Movement: A Conversation with Activist and Artist Patrisse Cullors". Archived July 17, 2015, at the Wayback Machine. religiondispatches.org.
  26. "Public Practice faculty Patrisse Cullors talks about co-creating #BlackLivesMatter". Otis College of Art and Design. Otis College of Art and Design. مؤرشف من الأصل في January 19, 2017. د لاسرسي‌نېټه January 18, 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. "Archived copy". د اصلي آرشيف څخه پر January 17, 2019 باندې. د لاسرسي‌نېټه January 16, 2019. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: الأرشيف كعنوان (link)
  28. "A Short History of Black Lives Matter". therealnews. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۴ جولای ۲۰۱۵ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. Goldhill, Olivia (November 15, 2016). ""We can feel sad, hurt, demoralized. But we can't give up": A Black Lives Matter founder on Trump's presidency". Quartz. مؤرشف من الأصل في August 27, 2017. د لاسرسي‌نېټه July 19, 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. Garza, Alicia. "Herstory". Black Lives Matter. مؤرشف من الأصل في April 10, 2017. د لاسرسي‌نېټه July 19, 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. "Opinion | A decade of Black Lives Matter gives us a new understanding of Black liberation". NBC News (په انګلیسي ژبه کي). مؤرشف من الأصل في April 25, 2020. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ اپرېل ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. Segalov, Michael (February 2, 2015). "We Spoke to the Activist Behind #BlackLivesMatter About Racism in Britain and America". Vice. مؤرشف من الأصل في July 4, 2015. د لاسرسي‌نېټه June 2, 2015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  33. (په March 4, 2015 باندې). Meet the woman who coined #BlackLivesMatter.
  34. (په September 10, 2014 باندې). Patrisse Cullors Explains How Social Media Images of Black Death Propel Social Change. Huffington Post.
  35. "BLM's Patrisse Cullors to step down from movement foundation". ABC News. May 27, 2021. د لاسرسي‌نېټه June 2, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  36. Relman, Eliza (2017-08-25). "Black Lives Matter founder likens Trump to Hitler: He is 'literally the epitome of evil'". Business Insider. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ اگسټ ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  37. Simmons, Ann M.; Kaleem, Jaweed (2017-08-25). "A founder of Black Lives Matter answers a question on many minds: Where did it go?". Los Angeles Times (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۱ اگسټ ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  38. "BLM's Patrisse Cullors to step down from movement foundation". ABC News. May 27, 2021. د لاسرسي‌نېټه June 2, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  39. (په May 28, 2021 باندې). Patrisse Cullors: Black Lives Matter co-founder resigns. BBC News.