پيټريک فرانسس هيلي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
پيټريک فرانسس هيلي
(انګلیسي: Patrick Francis Healy د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پيټريک فرانسس هيلي
پيټريک فرانسس هيلي

د شخص معلومات
پيدايښت ۲۷ فبروري ۱۸۳۴
مړینه 10 جنوري 1910 (76 کاله)  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک ښوونکی   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مورنۍ ژبه انگليسي   د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي
لاتين ژبه
فرانسوي
ایټالیایي ژبه
آلماني ژبه   د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کار ورکوونکی جورج ټاون پوهنتون   د (P108) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

پيټريک فرانسس هيلي (۲۷ فبروري، ۱۸۳۴ – ۱۰ جنوري، ۱۹۱۰ز کال) يو امريکايي کاتولیک پادري او يسوعي و، څوک چې د جورج ټاون پوهنتون بانفوذه رئيس او د دې پوهنتون د دويم بنسټګر په توګه يې شهرت موندلی و. د پوهنتون په بيرغ لرونکې ودانۍ «هيلي هال» د هغه نوم ليکلی. که څه هم هغه باور درلود او ډېرو منلې وه چې هغه سپين پوستی و، بيا هم وروسته هغه لومړی تور پوستې امريکايي وبلل شو چې يسوعي شو، د دوکتورا سند يې تر لاسه کړ او د هغه پوهنتون رئيس شو چې تر ډېره بريده د سپين پوستو تر واک لاندې و.

هيلي په جورجيا کې په داسې يوه کورنۍ کې زېږېدلی و چې ډېرې کاتوليک مشران يې وړاندې کړي وو. مور يې له نسلي اړخه تر يو بريده تور پوستې وه او پلار يې د ايرلينډ کډوال سپين پوستی و. د جورجيا د قانون له مخې: له تخنيکي اړخه د هيلي پلار خپله مېرمن او د هغې بچيان د مريانو په توګه تر لاسه کړي وو. پلار يې «هيلي» او نور بچيان شمال ته د زده کړې لپاره واستول، «هيلي» خپلو لوړو زده کړو ته د «لوين» په کاتوليک پوهنتون کې دوام ورکړ او له همدې ځايه يې په ۱۸۶۴ز کال کې د دوکتورا سند تر لاسه کړ. نوموړی بېرته امریکا ته راستون شو او د جورج ټاون په پوهنتون کې يې د فلسفې مشري پيل کړه.

«هيلي» په ۱۸۷۳ز کال کې د جورج ټاون پوهنتون د رئيس په توګه وټاکل شو. يو کال وروسته د دې پوهنتون د مشر په توګه وګومارل شو. په يوه عصري پوهنتون د دې ادارې د بدلولو په لټه کې، هغه د پوهنتون د ودې څارنه وکړه. هغه د ساينس اهميت زيات کړ، د طبابت د ښوونځي معيارونه يې لوړ کړل او د قانون د پوهنځي د چټکې پراختيا څارنه يې وکړه. هغه همدا راز ستره ودانۍ جوړه کړه چې د «هيلي هال» په نوم پېژندل کېږي، د همدې ودانۍ لګښت پوهنتون زيات پوروړی کړ. په ۱۸۸۲ز کال کې، هغه له خپل ورور «جيمز» سره اوسېدو ته ولاړ، څوک چې د «مين» پورټلينډ پادري و او دواړو په شريکه په ټوله اروپا کې زيات سفرونه وکړل. «هيلي» جورج ټاون ته له راستنيدو مخکې په «روډ ايلينډ» او نيويارک کې د پادري په توګه د کار لپاره ولاړ او بيا په جورجټاون کې مړ شو.

د ژوند لومړي کلونه[سمول]

پيټريک فرانسس هيلي د ۱۸۳۴ز کال د فبرورۍ په اووه وېشتمه نېټه د جورجيا د «ماکون» په يوه لرګينه خونه کې زېږېدلی و. د پيټريک پلار «مايکل موريس هيلي» له ايرلينډ څخه متحده ايالاتو ته د کاناډا له لارې کوچېدلی و. په ۱۸۱۸ز کال کې، په «جورجيا لينډ لوټريس» کې، په هغه ځمکه چې د هغه پلار درلوده، د پمبې کرونده جوړه کړه، کوم ځای چې د «اوکمولجي» سيند په څنډه کې موقعيت درلود. هغه ډېر بريالي شو او په پايله کې په «جونز» سيمه کې يو له سترو زميندارانو څخه شو چې ۱۵۰۰ جريبه (۶۱۰ هيکتاره) ځمکه يې درلوده. هغه نهه څلوېښت مريان لرل چې د پاټريک مور يې يوه وه، د هغې نوم «ميري اليزا سميت» و. مايکل هيلي هغه په ۱۸۲۹ز کال کې د پنبې له يو برلاسي سوداګر «سيم ګريسولډ» څخه پېرلې وه چې هغه د کور د مريۍ په توګه کار ځينې اخيست (د کور مريې هغه څوک و چې د کور کارونه به يې کول او د مالک له خوا د جنسي اشباغ لپاره کارول کېده). «اليز» تر يو بريده تور پوستې وه چې د «اوکټورون» په نوم پېژندل کېږي (اوکټورون هغه تن چې اروپايي او افريقايي نسب ولري)، بچیان يې هم په همدې ترتيب کې تريو بريده تور پوستي شول. د هغې له مور او پلار څخه يو يې د «هايتي انقلاب پر مهال» د فرانسې له مستعمرې«سينټ-ډيمينيف» څخه په ۱۷۹۰ز لسيزه کې متحده ايالاتو ته تښتيدلی و.[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷]

له دې امله چې د تور پوستو او سپین پوستو تر منځ واده د جورجيا «د نسل د ګډوډولو» قانون له مخې ممنوع و، مايکل په ۱۸۲۹ز کال کې له شپاړس کلنې «اليزا» سره د عام قانون له مخې واده وکړ. په داسې حال کې چې کاتولیکې کليسا د تورپوستو او سپین پوستو تر منځ واده تاييد کړی و، بيا هم په «ماکون» سيمه کې هېڅ داسې پادري پیدا نه شو چې د دې واده رسمي مراسم تر سره کړي. هغه مهال په سويل کې د تور پوستو او سپین پوستو تر منځ واده عام نه و او نه بل چا داسې واده کړی و، دواړو د یو بل لپاره په وفادارۍ سره ژوند وکړ، تر دې چې په ۱۸۵۰ز کال کې مړه شول. [۶][۷]

پيټريک د خپلو لسو خوېندواو وروڼو په منځ کې درېیم زېږېدلی ماشوم و، د دې لسو له ډلې اته يې تر بلوغ ژوندي پاتې شول. د هغه درې خوېندې راهبانې شوې، د اليزا هيلي په ګډون، څوک چې د يو عبادتځای لومړۍ تورپوسته مشره راهبه شوه. د هغه دوه وروڼه هم پادريان شول؛ يو يې «جيمز اګوسټاين هيلي» و چې د مايني د پورټلينډ پادري شو، هغه په متحده ايالاتو کې لومړی تور پوستی کاتولیک پادري و. د مايکل په نوم يو بل ورور يې د متحده ايالاتو په الاسکا کې د مالياتو د کمولو په خدماتو کې مدير شو. پيټريک او د هغه ټولې خوېندې او وروڼه د مريانو په توګه زېږېدلي وو، ځکه چې د «partus sequitur ventrem» د اصولو له مخې، دوی له خپلې مور څخه حقوقي حيثيت تر لاسه کاوه. د جورجيا قانون مايکل هيلي ته اجازه نه ورکوله چې خپله مېرمنه او بچيان ازاد کړي، کوم کار چې يواځې په استثنايي حالاتو کې د جورجيا د عمومي اسامبلۍ له خوا تر سره کېدای شوای.[۸][۹]

زده کړه[سمول]

دا چې د قانون له مخې دوی مريان و، د «هيلي» بچيانو نه شول کولای چې ښوونځيو ته ولاړ شي. په دې هيله چې په جورجيا کې د مريانو له شرايطو څخه خپل بچيان وباسي، مایکل هيلي د زده کړې لپاره خپل ټول بچيان شمال ته واستول او د ۱۸۵۰ز کال د اګست په مياشت کې د هغه د مړينې پر مهال، هغه غوښتل چې له خپلو بچيانو سره يو ځای شی. په لومړي سر کې «هيلي» ونه شول کولای، په شمال کې يو ښوونځي ومومي چې د دوی ماشومانو ته داخله ورکړي، خو «فلوشنګ کواکر اکاډمي» يې وموندله چې د نيويارک په فلوشنګ کې د «اولډ کواکر ميټنګ هاوس» اړوند وه (اوس د کوينز يوه محله ده)، په دې ځای کې تور پوستو او سپين پوستو دواړو ته داخله ورکول کېده، د هيلي درې مشران زامن هم دلته داخل شول.[۱۰][۱۱][۱۲]

د خپلو درې وروڼو په څېر، پيټريک هيلي هم د ماساچوسټ په «هولي کراس» کالج کې زده کړو ته دوام ورکړ. نوموړی په ۱۸۵۰ز کال کې په شپاړس کلنۍ کې فارغ شو او د جورج ټاون پوهنتون څخه يې په فنونو کې لېسانس تر لاسه کړ، ځکه چې د جورج ټاون د منشور له مخې «هولي کراس» اجازه نه درلوده چې سندونه ورکړي. د بوسټن پادري «جان برنارډ فيټزپاټريک» د هيلي او د هغه د وروڼو سرپرستي په غاړه واخېسته. له فراغت وروسته، هيلي د ۱۸۵۰ز کال د سپتمبر په اولسمه نېټه د عيسی مسيح په ټولنه کې داخل شو او د ماريلينډ په «فريډريک» کې يې خپلو تازه زده کړو ته دوام ورکړ. هغه وېره درلوده چې مخلوط توکم به د عيسی مسيح په ټولنه کې د هغه د داخلېدو په وړاندې خنډونه پیدا کړي، خو دا د يوې ستونزې په توګه ثابت نه شو. دې حقيقت چې د هيلي مور او پلار په رسمي ډول واده نه و کړی، دا معنا درلوده چې د «کانون» د قانون له مخې هيله د واده د تړون له شتون پرته زېږېدلی وه؛ دې چارې د دې غوښتنه کوله چې هغه ته په دې ټولنه کې د داخلېدو لپاره استثنا ورکړل شي؛ خو له هغه څخه یې هېڅکله غوښتنه ونه شوه او بې له ستونزې داخله ورکړای شوه. د عيسی مسيح په ټولنه کې په داخلېدو سره هغه لومړی تور پوستی امریکاي يسوعي شو.[۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

له دوه کلونو زده کړو وروسته، هيلې خپله لومړۍ مذهبي ژمنه وکړه او د فيلاډيلفيا په «سينټ جوزف کالج» کې د استادۍ لپاره واستول شو. په ۱۸۵۳ز کال کې، هغه بېرته د «هولي کراس» کالج ته تبديل کړای شو. په دې ځای کې د تدريس پر مهال، هغه پوه شو، ځينې هغه زده کوونکي چې د هغه وروڼه يې پېژندل، د هغه له توکميزې مخینې څخه خبر دي او په پټه به يې د هغه په اړه له سپکاوي ډکې تبصرې کولې.[۱۷]

په ۱۸۵۸ز کال کې، هيلي د «جورج ټاون» پوهنتون ته ولاړ، چېرته چې هغه فلسفه او الهيات ولوستل. په جورج ټاون کې مشران پادريان په فلسفه کې د هغه له مهارتونو متاثره شول او پرېکړه يې وکړه چې هغه اروپا ته واستوي، چېرې چې هغه خپلو زده کړو ته دوام ورکړ. په لومړي سر کې هغه روم ته ولاړ، خو د ژمي په موسم کې يې روغتيايي حالت خراب شو او په پاريس کې د «سينټ سولپيس» مذهبي مدرسې ته ولېږدول شو. په پايله کې هغه بلجيم ته ولاړ، چې د «لوين» په کاتوليک پوهنتون کې خپلې زده کړې پوره کړي. په دې ځای کې د ۱۸۶۴ز کال د سپتمبر په درېیمه نېټه هغه د پادري په توګه وګومارل شو. هغه لاتيني، فرانسوي، ايټالوي او الماني ژبې هم زده کړې. د ۱۸۶۵ز کال د جولای په شپږ وېشمته نېټه، هغه په فلسفه کې د دوکتورا سند تر لاسه کړ او په دې ډول لومړی تورپوستی امريکايي شو چې د دوکتورا درجه تر لاسه کوي.[۱۸][۱۹]

سرچینې[سمول]

  1. Woodstock Letters 1910, p. 387
  2. Picott 1978, p. 803
  3. Sullivan 2002, p. 5
  4. Ferraro, William M. "Patrick Healy Builds a University". Georgetown University Library. د اصلي آرشيف څخه پر December 15, 2013 باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. O'Toole 2003
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ O'Connor 1955, p. 175
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ O'Toole 1996, p. 10
  8. Murphy, Melton & Ward 2011, p. 337
  9. O'Toole 1997
  10. O'Toole 1996, p. 11
  11. (په March 13, 1980 باندې). G.U. Honors Memory Of Patrick Healy, Pioneer in Education.
  12. "A History of Flushing Meeting". Flushing Monthly Meeting of the Religious Society of Friends. September 8, 2014. مؤرشف من الأصل في June 9, 2021. د لاسرسي‌نېټه October 16, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. O'Connor 1955, p. 176
  14. Foley 1955, p. 85
  15. O'Toole 1996, p. 17
  16. "Patrick Francis Healy". National Park Service. September 14, 2017. مؤرشف من الأصل في July 31, 2020. د لاسرسي‌نېټه July 31, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. "Today in History – July 31". Library of Congress. مؤرشف من الأصل في June 28, 2020. د لاسرسي‌نېټه June 29, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. "Passing Grade: Patrick Francis Healy's Academic Achievements". Arthur Ashe Learning Center. University of California, Los Angeles. July 26, 2016. مؤرشف من الأصل في July 28, 2020. د لاسرسي‌نېټه July 28, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Sharps 1994, p. 123