پولی باکا

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
پولی باکا
د شخص معلومات
پيدايښت ۱۳ فبروري ۱۹۴۱[۱]
تابعیت د امریکا متحده ایالات   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ګوند ديموکراتيک ګوند   د (P102) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک سياستوال   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکې ژبه(ې) انگليسي   د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

پولی باکا (د ۱۹۴۱ز کال د فبرورۍ په ۱۳مه زیږیدلی) یوه امریکایي سیاستواله ده چې له کولرادو ایالت نه استازو په مجلس کې یې د دیموکراتیکې ډلې د رییسې (۱۹۷۶ز کال نه تر ۱۹۷۹ز کال پورې) په توګه دنده ترسره کړې. باکا لومړنۍ ښځه وه چې یاده دنده یې تر لاسه کړه او همدارنګه لومړنۍ هسپانوي ښځه ده، چې د کولرادو ایالت نه استازو مجلس او سنا ته وټاکل شوه.

هغه لومړنی کس و چې د ملي ډیموکراتیک کنوانسیون مشري یې په غاړه واخیسته. دغه راز باکا د ۱۲ کلونو لپاره د کولرادو ایالت استازو جرګې غړې وه او په ۱۹۷۸ز کال کې د کولرادو مشرانو جرګې ته وټاکل شو. دغه راز هغې د لاتینې امریکا د څیړنې او خدماتو موسسه (LARASA) تاسیس او اداره کړ او د یاد انسټیټوټ د رییس او اجرایوي مدیرې په توګه یې دنده ترسره کړه، چې نوموړې په ​​۱۹۶۴ز کال کې د LARASA غیر انتفاعي موسسې « د دافع، ظرفیت لوړولو او زده کړې له لارې د لاتیني امریکایانو د ژوند کیفیت ښه کولو په موخه » تاسیس کړه.[۲]

برسېره پر دې هغه اوس د "Baca Barragan & Perez Associates" مشره او اجرایوي رییسه ده. نوموړي لاهم په خپله ټولنه کې فعال ده او په هغو محلي او ملي مسلو باندې کار کوي چې د ټیټ عاید لرونکي امریکایانو لپاره مهم دي. باکا تل د مدني حقونو او سیاسي خوځښتونو پورې اړوند مسلو کې همکاري کړې او د شرکتونو او ادارو سره د څو کلتوري اړیکو پراختیا لپاره په برنامو کار کوي.[۳]

لومړنۍ ژوند[سمول]

پولی باکا بارګان په ۱۹۴۱ز کال کې د کولرادو په ویلډ کاونټي کې زیږیدلی. هغه د خوسی مانوئل باکا او لیډا سیرا باکا لور ده، د هغې مور او پلار د هسپانوي او مکسیکوي استعمارچیانو اولاده  ده، چې په ۱۶۰۰ لسیزه کې نیو مکسیکو او کولرادو ته ورسیدل. د هغې مور او پلار په کروندو کې په کار بوخت وو، خو وروسته یې پلار د یخ ذخیره کولو شرکت کې او مور یې د کب نیولو لپاره د چنګک جوړولو په فابریکې کې دنده تر لاسه کړه. برسېره پر دې، د هغه پلار د کلیسا د پور ورکولو د ټولنې لومړی رییس و، چې د کوچنیو پورونو سره یې د سیمې خلکو سره مرسته کوله. باکا دوه خویندې لري: فرني چې د کولرادو پوهنتون تقاعد شوی رییسه ده او بیټي باکا چې په واشنګټن ډي سي کې مشاور ده. دغه راز د باکا د نیکه پلار د کولرادو د ټرینیډاډ ښار په تاسیس کې همکاري کړې وه.[۲][۴]

کله چې باکا درې کلنه وه، د هغې کورنۍ د کولرادو ایالت ګریلي سیمه ته لاړه، چې وروسته هغې د کولرادو ایالت پوهنتون نه په سیاسي علومو کې د لیسانس سند ترلاسه کړ. په پوهنتون کې د خپل نوي کال په لړ کې هغې په ​​فزیک کې زدکړې وکړې، خو دا چې هغې له ​​​​ډېرو سیاسي سازمانونو سره اړیکې درلودې نو ځکه د نوموړې پروفیسورانو هغې ته وړاندیز وکړ چې خپل تخصص سیاسي علوم کې واخلي او هغې هم ومنله.[۵][۶]

سیاسي ژوند کې لومړي ګامونه[سمول]

هغه د پوهنتون سیاست ته ننوتل، چې لومړی هغه د کولرادو ایالت پوهنتون کې د «ځوان ډیموکراتانو» ټولنې مرستیاله او وروسته د مشرې په توګه وټاکل شوه. همدارنګه هغه د پوهنتون په لومړي کال کې د ټولګي استازې او د کانګرس یو فعال کمپاین کونکې هم وه.[۷][۸]

په ۱۹۶۲ز کال کې د سیاسي علومو په برخه کې د لیسانس سند ترلاسه کولو وروسته باکا بارګان په واشنګټن ډي سي کې د سوداګرۍ اتحادیې ورځپاڼه کې د مرستیال مدیرې په توګه وګومارل شوه. باکا په ۱۹۶۷ز کال کې وروسته له لنډې مودې د ولسمشر لینډن جانسن ادارې له خوا د سپینې ماڼۍ بین السازماني کمیټې کې د مکسیکوي - امریکایانو لپاره د عامه معلوماتو د رییس په توګه وګومارل شوه، خو هغې یاده دنده په ۱۹۶۸ز کال کې پای ته ورسوله.[۹][۱۰]

په کولرادو کې سیاسي مشرتابه[سمول]

پولی باکا بارګان په ۱۹۷۴ز کال کې د کولرادو استازو مجلس کې غړیتوب تر لاسه کړ او څلور کاله وروسته د لومړي هسپانوي ښځینه سناتور په توګه د کولرادو ایالت سنا ته وټاکل شوه او په ۱۹۷۷ز کال کې باکا په استازو جرګې کې د ډیموکراتیکې ډلې د لومړۍ ښځینه رییسې په توګه وټاکل شوه، او په ۱۹۸۵ز کال کې په سنا کې ډیموکراتیکې ډلې د رییس په توګه وټاکل شوه. دغه راز نوموړې د کولراو مقننه مجلس په ۱۹۷۵ز کال غونډه کې نهه قانونه معرفي کړل او د سنا اته لایحې یې د استازو مجلس کې د رایې ورکولو لپاره وړاندې کړل، چې په دې توګه د ولسي جرګې دوه لايحې او د مشرانو جرګې درې لايحې د دواړو جرګو له خوا تصويب او د والي په تصويب سره د قانون په توګه ومنل شوې. نوموړې په خپله ټوله دوره کې د استازو جړګې کې ۲۰۱ لایحې او په سنا کې ۵۷ لایحې وړاندې کړل، چې له دې ډلې نه ۱۵۶ لایحې د پارلمان د دواړو له خوا تصویب شوې او اوس د قانون حیثیت لري.[۱۱][۱۲]

په ۱۹۸۰ز کال او بیا په ۱۹۸۴ز کال کې هغه د ډیموکراتیک ملي کنوانسیون رییسه وټاکل شو او د ۱۹۷۸ز کال کې ډیموکراتیک منځ مهاله کنفرانس ته د کولرادو پلاوي مشري وکړه. باکا بارګان په بهرنیو چارو کې خپلې پراخې تجربې په کولمبیا، مکسیکو، شوروي اتحاد، اسرایل، مصر، لبنان، کاناډا، بلجیم او لوېدیځ جرمني کې په لویو نړیوالو کنفرانسونو کې د ګډون کوونکي په توګه شریکې کړې. دغه راز باکا له ډېرو مبارزو وروسته له دولتي دندو نه تقاعد شوه او د Sierra Baca Systems رییسه شوه. برسېره پر دې باکا څو ځلې په تلویزیون او راډیو کې د سیاسي مبصرې په توګه څرګنده شوې.[۱۳][۱۴]

په دې وروستیو کې باکا بارګان د هسپانوي زده کړې او اقتصادي پیاوړتیا لپاره د کولرادو انسټیټیوټ رهبري کولو کې بوخت ده، چې موخه یې د هسپانوي مشرانو رامنځته کول وو. دغه راز هغه د لاتینې امریکا څیړنې او خدماتو موسسې (LARASA) مشره او اجرایوي رییس هم وه، چې په ۱۹۶۴ز کال کې  په ټوله کولرادو کې د لاتینیانو د ژوند کیفیت ښه کولو لپاره رامنځته شوه په دې باور چې کله تاسو په کولرادو کې د لاتینو ژوند ښه کوئ، نو تاسو د ټولو کولرادو ژوند ته وده ورکوئ.

په ۱۹۹۸ز کال کې د عامه چارو له پریښودو نه وروسته باکا یو مشورتي شرکت جوړ کړ او د بشپړ وخت لپاره یې  رضاکارانه کار وکړ. پولي باکا په ګریلي او وارټبرګ کالج کې د شمالي کولرادو پوهنتون نه څو افتخاري تحصیلي درجې هم تر لاسه کړې.[۱۵]

رسنۍ[سمول]

باکا په ​​یو شمېر تلویزیونونو او راډیوګانو لکه ABC's Nightline او The NewsHour کې څرګنده شوې.[۱۶]

شخصي ژوند[سمول]

پولی باکا په ۱۹۶۸ز کال کې د اریزونا په فینکس کې د La Raza په ملي شورا کې د خپل راتلونکي میړه میګویل بارګان، چې د چکانو فعال او پخوانی پادری سره ولیدل او په ۱۹۷۰ز کال کې واده وکړ دوی د مونیکا او مایک  په نامه دوه ماشومان درلودل مخکې له دې چې طلاق واخلي.[۱۷]

ستاینه[سمول]

  • باکا په ۲۰۰۰ز کال کې د کولرادو د Women's Hall of Fame سازمان کې برخه واخیسته او د ملي هسپانوي ( Hall of Fame) سازمان اصلي له ۱۴ غړو نه وه او په ۲۰۰۶ز کال کې هغه د ډېرو نورو جایزو تر څنګ د کولرادو ډیموکراتیک ګوند نه هم جایزه ترلاسه کړه.[۱۸][۱۹]

سرچينې[سمول]

  1. SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6jw9qmx — subject named as: Polly Baca — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ Civil Rights Act: Colorado woman knew the pain, but never stopped fighting for equality Archived 2014-08-12 at the Wayback Machine.. Posted by Carol McGraw on July 1, 2014 at 10:59 am. Retrieved in 10, August, 2014, to 12:08 pm.
  3. Board of Trustees: Polly Baca
  4. Polly Baca-Bacarrán Answer.com.2006. Posted on November 26, 2008. Retrieved in May 22–26, 2010.
  5. Polly Baca-Bacarrán Answer.com.2006. Posted on November 26, 2008. Retrieved in May 22–26, 2010.
  6. Have You Met?
  7. Civil Rights Act: Colorado woman knew the pain, but never stopped fighting for equality Archived 2014-08-12 at the Wayback Machine.. Posted by Carol McGraw on July 1, 2014 at 10:59 am. Retrieved in 10, August, 2014, to 12:08 pm.
  8. Polly Baca-Bacarrán Answer.com.2006. Posted on November 26, 2008. Retrieved in May 22–26, 2010.
  9. Civil Rights Act: Colorado woman knew the pain, but never stopped fighting for equality Archived 2014-08-12 at the Wayback Machine.. Posted by Carol McGraw on July 1, 2014 at 10:59 am. Retrieved in 10, August, 2014, to 12:08 pm.
  10. Polly Baca-Bacarrán Answer.com.2006. Posted on November 26, 2008. Retrieved in May 22–26, 2010.
  11. Civil Rights Act: Colorado woman knew the pain, but never stopped fighting for equality Archived 2014-08-12 at the Wayback Machine.. Posted by Carol McGraw on July 1, 2014 at 10:59 am. Retrieved in 10, August, 2014, to 12:08 pm.
  12. Polly Baca-Bacarrán Answer.com.2006. Posted on November 26, 2008. Retrieved in May 22–26, 2010.
  13. Polly Baca: Powerful Latinas. com Archived 2009-02-02 at Archive.is Monday, June 2010.
  14. Board of Trustees: Polly Baca
  15. Encyclopedia of Great Plains. BACA, POLLY (b. 1941). Edited by David J. Wishart.
  16. Board of Trustees: Polly Baca
  17. Polly Baca-Bacarrán Answer.com.2006. Posted on November 26, 2008. Retrieved in May 22–26, 2010.
  18. Board of Trustees: Polly Baca
  19. Encyclopedia of Great Plains. BACA, POLLY (b. 1941). Edited by David J. Wishart.