په ۲۰۲۲ زکال کې په افغانستان باندې د پاکستان هوايي بریدونه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د ۲۰۲۲ زکال د اپرېل په ۱۶مه د پاکستان پوځ د لمر خاته وړاندې د افغانستان په خوست او کنړ ولایتونو کې په څو ځایونو هوايي بریدونه وکړل. افغان چارواکو وویل چې په دغو بریدونو کې شاوخوا ۴۷ ملکي وګړي مړه او ۲۳ تنه نور ټپیان شوي چې ډیری له دغو څخه ښځې او ماشومان دي. ډیری وژل شوي د پاکستان د خیبر پښتونخوا د شمالي وزیرستان هغه اوسېدونکي و چې افغانستان ته راکډه شوي و. د لومړنیو راپورونو له مخې دغه بریدونه هغه هوايي او راکټي بریدونه وبلل شول چې د پاکستان د هوايي پوځ د یو شمېر الوتکو له خوا ترسره شول؛ افغان چارواکو ادعا وکړه چې دغه بریدونه د پاکستان د پوځي جټ الوتکو او چورلکو له خوا ترسره شوي. پاکستاني چارواکو په پیل کې د دغو بریدونو ترسره کول رد کړل، خو وروسته یې ادعا وکړه چې دغه بریدونه د پاکستان له خاورې څخه د بې پیلوټه الوتکو بریدونه و او هېڅ جېټ الوتکې په کې نه دي کارول شوې. یو شمېر نورو راپورونو څرګنده کړه چې په دغو هوايي بریدونو کې د افغانستان د پکتیکا ولایت یو شمېر برخې هم په نښه شوې دي. [۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

ملګرو ملتونو تائید کړه چې په دغو هوايي بریدونو کې په ټولیزه توګه ۲۰ ماشومان له دې ډلې ۱۲ نجونې او درې هلکان په خوست ولایت او درې نجونې او ۲ هلکان هم په کنړ ولایت کې په خپلو کورونو کې وژل شوي. په کابل کې د طالبانو ادارې د تلفاتو شمېرې اعلان نه کړې، خو وه یې ویل چې په دغو بریدونو کې ملکي وګړي وژل شوي او په دیپلماتیکه بڼه یې د دغو بریدونو اړوند اعتراض کړی. داسې ښکاري چې دغه هوايي بریدونه د اپرېل په ۱۴مه په شمالي وزیرستان کې د پاکستاني پوځ په کاروان باندې د برید په غبرګون کې وشول چې له امله یې اووه پاکستاني سرتېري ووژل شول. پاکستاني رسنیو او د طالبانو تر ولکې لاندې د افغانستان یو شمېر رسنیو راپورونه خپاره کړل چې په دغو بریدونو کې د پاکستاني طالبانو د تحریک وسله وال کسان په نښه شوي. همدارنګه د راپورونو له مخې د اپرېل په ۱۵ مه د خوست ولایت په ګربزو ولسوالۍ کې د شپې پر نهو بجو د طالب ځواکونو او پاکستاني سرتېرو ترمنځ هم نښته شوې وه چې له امله یې دوه طالب جنګیالي وژل شوي و. [۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]

د دغو بریدونو په غبرګون کې د نیمروز په ګډون د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې لاریونونه وشول. په نیمروز ولایت کې دغه لاریون هغه مهال په تاوتریخوالي واوښت چې د پاکستان سرحدي ځواکونو په لاریون کوونکو ډزې وکړې او له امله یې ۶ لاریون کوونکي ټپیان شول. د پاکستان د خیبر پښتونخوا په بنو سیمه کې د دغه هوايي ځواکونو په غبرګون کې اعتصاب پیل شو. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) په دغو هوايي بریدونو کې د ملکي وګړو د تلفاتو اړوند اندېښنه څرګنده کړه او وه یې ویل چې هڅه کوي حقایق ثابت کړي او تلفات تائید کړي. [۲۵][۲۶][۲۷]

غبرګونونه[سمول]

افغان دولت[سمول]

د طالبانو د اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر، امیر خان متقي وویل چې د دغو هوايي بریدونو وروسته یې د پاکستان سفیر منصور احمد خان احضار کړی او هغه ته یې په دیپلماتیکه بڼه خپل دریځ څرګند کړی. د متقي په خبره هغه پاکستاني سفیر ته وویل چې «د افغانستان په خاوره کې ټول پوځي اقدامات له دې ډلې په کنړ او خوست ولایت کې د بریدونو مخه ونیول شي، ځکه دغه چاره د پاکستان او افغانستان ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو د ترینګلتیا لامل ګرځي او دا به ناوړه پایلې له ځانه سره ولري». هغه زیاته کړه چې باید له دغه ډول پوځي اقداماتو څخه ډډه وشي، ځکه کېدلای شي «د بد خواهانو او یا هم د شخصي ګټو د پالونکو» له خوا ترې ناوړه ګټنه وشي. د طالبانو ویاند زبیح الله مجاهد خبرداری ورکړ چې: «د افغانستان اسلامي امارت له پاکستاني اړخ څخه غواړي په دغه ډول مسایلو کې د افغانانو حوصله وه نه ازمايي او دغه تېروتنه بیاځلي تکرار نه کړي، که نه ناوړه پایلې به ولري». مجاهد زیاته کړه «دا ظلم دی او د افغانستان او پاکستان ترمنځ دښمنۍ ته لار برابروي. موږ د دغه ډول بریدونو څخه د مخنیوي په موخه له هر ډول ممکنه لارو ګټنه کوو او له نورو څخه خپل حاکمیت ته د درناوي غوښتنه لرو». هغه څرګنده کړه چې «اته میاشتې وړاندې د متحده ایالاتو ماته ټولو هغو متجاوزینو ته غوره ځواب دی چې غواړي د افغانستان خاورې او آزادۍ ته سپکاوی وکړي». د ملي دفاع وزارت دغه بریدونه ظالمانه وګڼل او خبرداری یې ورکړ چې «هېڅ هېواد باید افغانستان را وه نه پاروي». د ملي دفاع سرپرست وزیر ملا یعقوب وویل چې دا په افغانستان باندې د ګاونډي هېواد پاکستان «تېری» و، اما د طالبانو د ادارې له خوا «د ملي ګټو له امله» وزغمل شو، خو «بل ځل بیا کېدای شي دغه ډول برید ونشو زغملی». [۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵]

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازولۍ اعلان وکړ چې دغه بریدونه «د افغانستان په ځمکنۍ بشپړتیا د پاکستان تېری دی» او په دې سره پاکستان «نړیوال قوانین، د ملګر ملتونو د منشور، د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پرېکړه لیکونو اصول تر پښو لاندې کړي». په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د پاکستان د دغو هوايي بریدونو اړوند رسمي شکایت وړاندې کړ. [۳۶][۳۷]

د افغانستان دیپلماتیکو استازولیو چې لا هم د پخواني جمهوري دولت د چارواکو له خوا اداره کېږي؛ په یوه مشترکه اعلامیه کې دغه بریدونه وغندل او د ملګرو ملتونو له امنیت شورا یې وغوښتل څو د پاکستان پر ضد ګام واخلي. پخواني دیپلمات نورالله راغي وویل چې «د پاکستان هوايي بریدونه په افغانستان باندې څرګند تېری او د بشریت پر ضد جنایت دی ځکه چې ملکي وګړي او بې ګناه کسان یې په نښه کړي. همدارنګه طالبان هم په دغو سترګې پټوي». [۳۸]

پخواني ولسمشر حامد کرزي هم دغه برید د افغانستان د حاکمیت تر پښو لاندې کول، د نړیوالو قوانینو څخه سرغړونه او د بشریت پر ضد جرم وباله. [۳۹]

د پاکستان دولت[سمول]

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې د پوځي اقدام اړوند د خپرو شوو راپورونو د «ارزونې» په حال کې دی. د پاکستان دولت او پوځ په ښکاره توګه د دغو هوايي بریدونو اړوند کوم نظر وړاندې نه کړ. پاکستاني رسنیو بیا راپور ورکړ چې په دغو بریدونو کې د افغانستان په خاوره کې د پاکستاني طالبانو د تحریک جنګیالي په نښه شوي. په کابل کې د پاکستان سفارت په افغانستان کې هر ډول هوايي برید رد کړ، خو څرګنده یې کړه چې سفیر منصور احمد خان او طالب چارواکو د سرحدي موضوعاتو د حل په موخه خبرې اترې کړې دي. [۴۰][۴۱][۴۲][۴۳]

د اپرېل په ۱۷مه د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یوه اعلامیه خپره او په کلکو ټکو یې د ترهګرو له خوا د افغانستان له خاورې څخه ګټنه وغندله او څرګنده یې کړه چې «هغوی په پاکستان کې د خپلو فعالیتونو د جزا څخه د خلاصون په موخه هلته خوندي ځای موندلی». په دغه اعلامیه کې راغلي و چې دواړو هېوادونو له څو میاشتو راهیسې ژمنه کړې چې د پولې په دواړو خواوو کې به امنیت ټینګ ساتي، خو له دې سره هم د پاکستاني سرحدي ځواکونو په پوستو باندې د ترهګرو ډلو بریدونه نه دي درېدلی او پاکستاني اړخ ته هره ورځ تلفات اړوي چې وروستی مورد یې د اپرېل په ۱۴مه و او له امله یې اووه پاکستاني سرتېري ووژل شول. د بهرنیو چارو وزارت خبرداری ورکړ چې پاکستان څو ځله له افغان دولت غوښتي د دغه ډول بریدونو مخه ونیسي، خو دغو غوښتنو چندان پایله نه ده لرلې. په دغه اعلامیه کې سربېره پر دې «د افغانستان خپلواکۍ، حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته په درناوي» ټینګار شوی و او څرګنده یې کړه چې «پاکستان به په ټولو برخو کې د افغانستان له دولت سره د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا په موخه همکاریو ته دوام ورکړي». [۴۴][۴۵][۴۶][۴۷]

د شمالي وزیرستان څخه د پاکستان د ملي شورا استازي او همدارنګه د ملي دیموکراتیک خوځښت مشر محسن داوړ دغه برید «ډیر خواشینونکی» وباله. هغه څرګنده کړه چې په دغو بریدونو کې د شمالي وزیرستان بې ځایه شوي په نښه شوي، دوی د ۲۰۱۴ زکال د جون میاشتې په ۱۵مه په شمالي وزیرستان کې د پاکستاني پوځ د ضرب عضب عملیاتو له پیل وړاندې خوست ولایت ته کډه شوي و. داوړ د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف څخه وغوښتل څو د هغو کسانو پر وړاندې اقدام وکړي چې د دغو عملیاتو امر یې ورکړی او همدارنګه په ځانګړې توګه د «ښو او بدو طالبانو» اړوند د افغانستان په تړاو د پاکستان په پالیسۍ بیا غور وکړي. [۴۸][۴۹]

د متحده ایالاتو دولت[سمول]

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو ویاند نېډ پرایس د دغو هوايي بریدونو په تړاو د پوښتنې په ځواب کې وویل «موږ په افغانستان کې د پاکستان له هوايي بریدونو خبر یو، خو دا به ښه وي چې په دې اړوند د پاکستاني اړخ نظر ترلاسه کړی». پرایس د هغو وسله والو اړوند د پاکستان د سیاستونو په تائید سره چې په افغانستان کې له خپلو پټن ځایونو څخه په پاکستان کې بریدونه طرح کوي وویل: «موږ پاکستان خپل مهم شریک بولو،  مهم همکار مو دی، ورسره بوخت و او ورسره بوخت یو څو په ګده داسې یو افغانستان جوړ کړو چې باثباته، امن، هوسا او تر ټولو مهم دا چې داسې افغانستان ولرو څو د لږکیو، ښځو او نجونو په ګډون د خپلو ټولو وګړو اساسي حقونو ته درناوی ولري». پرایس زیاته کړه، «د څه باندې ۷۵ کلونو لپاره زموږ او د پاکستان ترمنځ حیاتي اړیکې شتون درلود» او «موږ په ډېرې لیوالتیا سره د منطقوي او نړیوالو مسایلو اړوند د لومړي وزیر شهباز شریف له نوي دولت سره د نږدې همکاریو په تمه یو». [۵۰][۵۱]

سرچينې[سمول]

  1. "Afghanistan death toll in 'Pakistan strikes' rises to at least 47: officials". France 24. April 17, 2022. Tension between the two neighbours further deepened after Saturday's pre-dawn air assault which Afghan officials now claim was carried out by Pakistani military helicopters. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "At least 47 dead in Afghanistan after Pakistan attacks: Officials". Al Jazeera. April 17, 2022. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "Afghanistan: Afghanistan death toll in 'Pakistan strikes' rises to at least 47: Officials". Al Arabiya English (په انګلیسي ژبه کي). 17 April 2022. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Gul, Ayaz (16 April 2022). "Taliban Condemn Pakistan for Alleged Cross-Border Attacks in Afghanistan". VOA (په انګلیسي ژبه کي). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. (په 17 April 2022 باندې). Death Toll From Pakistani Airstrike Rises to 45, Afghan Officials Say. The New York Times.
  6. Shah, Saeed (28 April 2022). "Pakistani Militants Test Taliban Promise Not to Host Terror Groups". Wall Street Journal. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "Taliban issues warning over civilians killed by Pakistan rockets". Al Jazeera (په انګلیسي ژبه کي). 16 April 2022. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "Afghanistan death toll in 'Pakistan strikes' rises to at least 47: officials". France 24. April 17, 2022. Tension between the two neighbours further deepened after Saturday's pre-dawn air assault which Afghan officials now claim was carried out by Pakistani military helicopters. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "Pakistan, Afghanistan teeter toward a border war". Asia Times. April 18, 2022. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "Pakistan Calls On Taliban To Act Against 'Terrorists' Operating On Afghan Soil". RFE/RL (په انګلیسي ژبه کي). 17 April 2022. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Janjua, Haroon (21 April 2022). "Tensions increase between Taliban and Pakistan over attacks". Deutsche Welle (په انګلیسي ژبه کي). Afghan officials claimed that most of the civilians were killed when a Pakistani jet entered inside Afghanistan. Pakistan denied the claim of carrying out airstrikes. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Kumar, Ruchi (21 April 2022). "'Life destroyed': Afghan civilians describe alleged border raids". Al Jazeera (په انګلیسي ژبه کي). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. "Taliban authorities summon Pakistani envoy to protest military strikes". Reuters (په انګلیسي ژبه کي). 16 April 2022. مؤرشف من الأصل في ۱۷ اپرېل ۲۰۲۱. A local Taliban official and residents said 36 people were killed in air strikes on Friday by Pakistani aircraft entering Afghan airspace. Pakistan denied it carried out the strikes. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. (په 17 April 2022 باندې). Death Toll From Pakistani Airstrike Rises to 45, Afghan Officials Say. The New York Times.
  15. (په 19 April 2022 باندې). 'Pak drone' eliminated TTP targets in Afghanistan. The Express Tribune.
  16. "IEA, Pleads Resolution Between TTP & Pakistan Government Through Negotiation". Bakhtar News Agency. 16 April 2022. Meanwhile, last night, Pakistan targeted airstrikes in parts of Mir Safar and Kurai areas of Khost province, on 20 TTP members in Kunar province, and parts of Paktika province. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. "Pakistan, Afghanistan teeter toward a border war". Asia Times. April 18, 2022. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Shah, Saeed (28 April 2022). "Pakistani Militants Test Taliban Promise Not to Host Terror Groups". Wall Street Journal. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. "UNICEF confirms death of 20 children in Khost and Kunar airstrikes". Ariana News. 20 April 2022. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Baabar, Mariana (18 April 2022). "FO tells Kabul: Terrorists carrying out activities in Pakistan from Afghan soil". The News International (په انګلیسي ژبه کي). However, in what Kabul said was a strong demarche for Pakistan’s leaders, Kabul has not mentioned any deaths or people wounded as has been carried in several media reports. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. (په 18 April 2022 باندې). Pakistan warns neighbor Afghanistan not to shelter militants.
  22. (په April 16, 2022 باندې). Airstrikes in Kunar, Khost: Kabul summons Pakistan envoy.
  23. * "Pakistan, Afghanistan teeter toward a border war". Asia Times. April 18, 2022. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
    (په 19 April 2022 باندې). 'Pak drone' eliminated TTP targets in Afghanistan. The Express Tribune. (په April 16, 2022 باندې). Pakistan's Airstrikes on Khost, Kunar Provinces Killed Nearly 40 People.
  24. "Local Sources: Airstrikes by Pakistan Army Kill 30 Civilians in Parts of Khost Province". Hasht-e Subh Daily. 16 April 2022. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۶ اپرېل ۲۰۲۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ اپرېل ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. "Taliban Condemn Pakistan for Alleged Cross-Border Attacks in Afghanistan". VOA. April 16, 2022. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. "د خوست په اړه په بنو کې پرلت: تر عدالته به احتجاج دوام وکړي". Deutsche Welle. April 29, 2022. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. "Pakistani Forces Open Fire on Protesters in Nimroz Province, Afghanistan". Hasht-e Subh Daily. April 18, 2022. د اصلي آرشيف څخه پر April 18, 2022 باندې. د لاسرسي‌نېټه July 10, 2023. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. (په April 16, 2022 باندې). Airstrikes in Kunar, Khost: Kabul summons Pakistan envoy.
  29. (په April 16, 2022 باندې). Afghanistan's Foreign Ministry summons Pakistan's Ambassador.
  30. "Taliban issues warning over civilians killed by Pakistan rockets". Al Jazeera (په انګلیسي ژبه کي). 16 April 2022. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. "Taliban Condemn Pakistan for Alleged Cross-Border Attacks in Afghanistan". VOA. April 16, 2022. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. "Don't test Afghans; there will be dire consequences: Taliban warns Pakistan after airstrikes". Asianet News Network. April 16, 2022. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  33. (په April 17, 2022 باندې). Pakistan says cross-border attacks from Afghanistan have increased.
  34. "Afghanistan will not tolerate 'invasions,' defense minister says". Reuters. April 25, 2022. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  35. "Anti-Pakistan sentiments grow in Afghanistan after military air strikes". Business Standard. April 18, 2022. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  36. "Faiq Lodges Complaint at UNSC Over Pakistan Airstrikes". TOLOnews. April 20, 2022. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  37. "Afghanistan's envoy to UN condemns Pak airstrikes". Asian News International. April 17, 2022. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  38. "Kandahar residents protest Pakistan's air strikes on Afghan territory". Business Standard (په انګلیسي ژبه کي). 19 April 2022. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  39. Awrang, Mujeeb R. (17 April 2022). "Pakistan Air Strikes Continue to Face Strong Reactions". TOLOnews. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  40. "Pakistan 'looking into reports' of strike into Afghanistan". Pakistan Today. April 16, 2022. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  41. (په 17 April 2022 باندې). Pakistan warns Afghanistan over militants. Canberra Times.
  42. (په April 16, 2022 باندې). Pakistan's Airstrikes on Khost, Kunar Provinces Killed Nearly 40 People.
  43. "Taliban authorities summon Pakistani envoy to protest military strikes". Reuters (په انګلیسي ژبه کي). 16 April 2022. مؤرشف من الأصل في ۱۷ اپرېل ۲۰۲۱. A local Taliban official and residents said 36 people were killed in air strikes on Friday by Pakistani aircraft entering Afghan airspace. Pakistan denied it carried out the strikes. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  44. (په 17 April 2022 باندې). Pakistan warns Afghanistan over militants. Canberra Times.
  45. "FO condemns 'terrorists operating from Afghan soil' but 'reaffirms respect' for Kabul's sovereignty". Dawn. April 17, 2022. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  46. (په 17 April 2022 باندې). Pakistan warns Afghanistan over militants. Canberra Times.
  47. "FO condemns 'terrorists operating from Afghan soil' but 'reaffirms respect' for Kabul's sovereignty". Dawn. April 17, 2022. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  48. "Terrorist attacks: Pakistan urges Kabul to secure Pak-Afghan border". Geo News. April 17, 2022. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  49. "Pakistan, Afghanistan teeter toward a border war". Asia Times. April 18, 2022. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  50. "Working with Pakistan to bring stability in Afghanistan: US". Aaj News. April 19, 2022. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  51. "US seeks cooperation in Kabul, close links with Shehbaz govt". Dawn. April 20, 2022. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)