په ۲۰۲۱ ز کال کې د افغانانو لاریونونه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

په ۲۰۲۱ ز کال کې د افغانانو لاریونونه په افغانستان کې د طالبانو پر وړاندې هغه لاریونونه دي، چې د ۲۰۲۱ ز کال د اګست په ۱۷ مه وروسته له هغې چې د اګست په ۱۵ مه کابل سقوط وکړ پیل شول. دغه لاریونونه د اسلامي دېموکراتانو او فېمینستانو له خوا پیل شول. دواړو ډلو د طالب واکمنۍ په اډانه کې له ښځو سره د چلن له څرنګوالي سره مخالفت درلود، هغه یې تبعیضي او (له ښځو سره زیاتی) باله. د افغانستان د ملي مقاومت جبهې په مشرۍ لاریون کوونکو، همدارنګه د نه مرکزي توب، ګن کلتوریز او ټولنیز عدالت ملاتړ کاوه. همدارنګه د طالبانو په پلوي لاریونونه هم ترسره شول.[۱]

مخینه(شالید)[سمول]

په ۲۰۲۱ ز کال کې د طالبانو د جګړې پر مهال، کله چې طالب جنګیالیو ګڼ شمېر سیمې تر خپلې ولکې لاندې راوستې او په څو ښارونو یې برید وکړ، ګڼ شمېر ملکي وګړو د دولت په پلوي او د طالبانو پر ضد په لاریونونو لاس پورې کړ. د اګست په ۲ مه په لویدیځ ولایت هرات کې ګڼ شمېر وګړي د خپلو کورونو بامونو ته وختل او د الله لوی دی (الله اکبر) ناره یې اوچته کړه چې تر ټولو اغېزمنه ناره ده. راتلونکې ورځ ورته لاریونونه په نورو سیمو کې هم وشول؛ د کابل اوسېدونکي چې په واټونو کې راغونډېدل او افغان درې رنګه بیرغونه یې رپول، له همدغې ټولیزې نارې ګټنه وکړه. په هرات کې دغه لاریون په ننګرهار، خوست، کنړ او بامیان ولایتونو کې لاریونونو ته الهام بښونکی و.[۲][۳][۴]

د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵ مه طالبانو کابل ونیو. دغې چارې ډېری کسان ووېرول، کوم چې د پوځیانو، دیپلماتیکو کارکوونکو او تر یوه بریده د ملکي وګړو د تخلیې لامل وګرځېده.

لاریونونه[سمول]

اګست[سمول]

د ۲۰۲۱ ز کال د اګست په ۱۷ مه د ښځو له خوا کوچنی لاریون ترسره شو، چې د ښځو لپاره یې د برابرو حقونو غوښتنه کوله. راتلونکې ورځ په پښتون مېشت ختیځ ولایت کې لوی لاریون ترسره شو. د اګست په ۱۸ مه طالبانو په جلال آباد کې په لاریون کوونکو باندې ډزې وکړې، ۳ کسه  په کې مړه او په لسګونو نور ټپیان شول. طالبانو ژمنه کړې وه چې په خپله حکومتولۍ کې به په بې رحمانه ډول چلن نه کوي. د پېښو د شاهدانو په وینا: دغه مرګ ژوبله هغه مهال رامنځته شوه چې، سیمه ییزو وګړو غوښتل د افغانستان درې رنګه ملي بیرغ د جلال آباد په څلور لارې کې ولګوي. همدارنګه په ختیځو ښارونو خوست او اسعد آباد کې د درې رنګه بیرغ د نصبولو په موخه د وګړو د هڅو راپورونه هم شته.[۵][۶][۷][۸][۹][۱۰]

راتلونکې ورځ، د اګست ۱۹ مه، د افغانستان د خپلواکۍ په ورځ، لاریونونه نورو ولایتونو ته پراخ شول، په کابل کې بېلابېل لوی لاریونونه پیل شول، چې له هغو په یوه کې ۲۰۰ تنه په زور د طالبانو له خوا تیت کړای شول. د اګست د ۱۹ مې په وروستیو کې د ځینو سرچینو د راپورونو له مخې په کابل کې په لاریونونو کې د لاریون کوونکو شمېر زرګونو تنو ته ورسېد. بېلابېل راپورونه وو چې د طالبانو بیرغونه ښکته او د افغانستان د اسلامي جمهوریت بیرغونه یې پرځای لګول شوي، د راپورونو له مخې لاریون کوونکو دویم بیرغ رپانده کړی وو. د راپورونو پر بنسټ ګڼ شمېر لاریون کوونکي هغه مهال د طالبانو له خوا ووژل شول، کله چې دوی د افغانستان د خپلواکۍ پر ورځ په اسعد آباد ښار کې د افغانستان ملي بیرغ رپاوه، چې وروسته په سلګونو کسان له دغو لاریونونو سره یوځای شول. په همدغه ورځ په کابل کې د موټرو لوی کاروان او خلکو د افغانستان لوی درې رنګه بیرغ د نارضایتي د نښان په توګه له ځان سره لېږداوه. په خوست ولایت کې طالبانو له تاوتریخوالي څخه په کار اخیستو لاریون مات او د ۲۴ ساعتونو لپاره یې ګرز بندیز ولګاوه؛ په همدې حال کې یوه ویډیو خپره شوه چې ښيي ، په ننګرهار ولایت کې په ګولۍ ویشتل شوي لاریون کوونکي وینې بهېږي او لېږدول کېږي.[۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

سپټمبر[سمول]

د سپټمبر په دویمه، په هرات ولایت کې ۲۴ ښځو د واټ پر سر اعتراض وکړ، دوی غوښتنه کوله چې ښځو ته باید د طالبانو په حکومت کې ځای ورکړل شي او کاریګرې مېرمنې دې بېرته خپلو دندو ته ستنې شي. په یوه پوسټر کې لیکل شوي و: "زده کړې، کار او امنیت – زموږ مسلم حق دی". لاریون جوړونکو ویل چې:  دوی پلان لري په ټول افغانستان کې ورته لاریونونه ترسره کړي. د ښځو ورته اعتراض د سپټمبر په درېمه په کابل کې ترسره شو، یوځل بیا یې وغوښتل چې ښځو ته باید په دولت او نورو پریکړه کوونکو سیاسي بهیرونو کې ونډه ورکړل شي. لاریون کوونکو په ښځو غږ وکړ، څو د خپلو حقونو په برخه کې د وروستیو دوو لسیزو لاسته راوړنو څخه دفاع وکړي. په ټولنیزو رسنیو کې د خپرې شوې ویډیو پر بنسټ، په همدغه ورځ په کابل کې د مېرمنو بل لاریون هم ترسره کېده، چې د طالبانو له خوا بند شو.

په کابل کې د مدني حقونو په دفاع لاریونونو د خبریالانو او نورو مدني فعالینو په ګډون چې ډېری ګډون کوونکې یې ښځینه وې، د سپټمبر په ۴ مه هم دوام وکړ. دوی د ولسمشریزې ماڼې مخې ته لاریون وکړ، د لاریون مخه د طالب ځواکونو له خوا بنده شوه. طالبانو د لاریون کوونکو په منځ کې په ور ګډېدلو، هوایي ډزو او اوښکې بهونکي غاز په کارولو سره لاریون ختم کړ. طالبانو د لاریون کوونکو پر وړاندې د ټوپک له کنداغ او نورو فلزي وسایلو کار واخیست.

د سپټمبر په ۷ مه ۲۰۰ تنو په کابل کې د پاکستان د سفارت مخې ته لاریون وکړ. لاریون کوونکو شعار ورکاوه چې "پاکستانه! پاکستانه!افغانستان پرېږده" همدارنګه دوی " آزادي" غوښته. طالب ځواکونو په هوایي ډزو سره لاریون مات کړ. په همدغه ورځ ۲۰۰ نورو کسانو په هرات کې لاریون وکړ. طالبانو لاریون کوونکي ووهل او په هوایي ډزو یې لاریون مات کړ. د هرات په لاریون کې دوه یا درې کسان په ډزوسره  ووژل شول.

د سپټمبر په ۸ مه، په کابل او فیض آباد کې لاریونونه وشول. لاریونونه د طالب ځواکونو له خوا مات شول. د کابل د لاریون په شعارونو کې "له ښځو پرته کابینه ناکامي ده"، د ښځو لپاره برابر حقونه او "ښځې په حکومت کې" شعارونه شامل وو. په دغه لاریون کې ښځینه ګډون کوونکې د طالب ځواکونو له خوا له فزیکي او لفظي تاوتریخوالي سره مخامخ شوې. یوې ښځینه لاریون کوونکې وویل چې:  دا له طالبانو نه وېرېږي او خپل لاریون ته به دوام ورکړي. دې زیاته کړه: "دا غوره ده چې یوځل مړه شي، نه چې په تدریجي ډول ووژل شي".

اکتوبر[سمول]

په اکتوبر میاشت کې ډېرو کمو لاریونونو دوام وموند، د لاریونونو شمېر راکم شو. د بهرني پالیسي په برخه کې د کارپوه فابین باوسارت (Fabien Baussart) پر باور:  د طالبانو د ځپلو پر وړاندې د افغان مېرمنو اعتراضات مخ پر کمزوري  کېدو دي. د اکتوبر په وروستیو کې د فعالو مېرمنو یوه کوچنۍ ډله د لاریون په موخه راغونډه شوه.[۱۵][۱۶]

د طالبانو غبرګون[سمول]

له دې سره چې طالبانو ژمنه کړې وه، چې له اعتدال څخه به کار اخلي، طالب ځواکونو په هغو خبریالانو چې په جلال اباد او کابل کې یې د اګست میاشتې لاریونونه تر پوښښ لاندې راوستل برید وکړ.[۱۷]

د اګست په ۱۹ مه، طالبانو له اسلامي مشرانو وغوښتل، چې خپلو پیروانو ته ووايي، په هېواد کې پاتې شي او د "منفي پروپاګند" مخه ډب کړي. دوی له افغانانو وغوښتل، څو خپلو کارونو ته ستانه شي. همدارنګه طالبانو له ملا امامانو څخه وغوښتل چې، د جمعې په لمانځه کې خلک له هېواد څخه بهر ته له تلو د مخنیوي په موخه تشویق کړي. [۱۸][۱۹]

د ملاتړ لاریونونه[سمول]

د تخلیې د بهیر د پای ته رسولو په موخه، د کاناډا فدرال دولت له پریکړې وروسته، په کاناډا کې ګڼ شمېر کاناډایان واټونو ته راووتل، څو له هغو کسانو چې په افغانستان کې پاتې دي خپل ملاتړ اعلان کړي.[۲۰]

په آتن کې، په سلګونو افغانان د امریکا د سفارت مخې ته راغونډ شول او له نړیوالې ټولنې یې د سولې غوښتنه وکړه.[۲۱]

سرچينې او ياداښتونه[سمول]

  1. "The leader of the anti-Taliban resistance speaks out". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Latifi, Ali M. "Afghans chant 'Allahu Akbar' in defiant protests against Taliban". www.aljazeera.com. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "8 Killed, 20 Wounded in Attack on Acting Defense Minister's House". TOLOnews. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "Taliban Claim Attack in Kabul as Cries of Defiance Echo". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. (په August 17, 2021 باندې). Watch Afghan women on the streets of Kabul protest against the Taliban.
  6. "Watch: Afghan women hold street protest as Taliban fighters look on". The Indian Express. 18 August 2021. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. (په August 18, 2021 باندې). Taliban face stiff resistance in several provinces; violence breaks out in Pashtun-dominated Jalalabad.
  8. "Taliban keep some evacuees from reaching Kabul airport, as U.S. vows to finish airlift". Reuters. August 18, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "Taliban militants violently disperse rare Afghan protest". AP NEWS. August 18, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. (په August 18, 2021 باندې). Afghanistan's Taliban Rulers Meet Their First Political Protests With Gunfire.
  11. (په August 19, 2021 باندې). As demonstrations spread, the Taliban face growing challenges in running the nation..
  12. (په August 19, 2021 باندې). Afghanistan war: Deadly protests as people fight against Taliban takeover.
  13. (په August 19, 2021 باندې). Afghan protests spread to Kabul in early challenge to Taliban. Reuters.
  14. Ahmad Seir, Rahim Faiez, Kathy Gannon and Jon Gambrell (په August 19, 2021 باندې). Afghans protest Taliban in emerging challenge to their rule. Associated Press.
  15. "Afghanische Frauen: Warum schweigt die Welt?". WAZ (په الألمانية ژبه کي). 28 October 2021. د لاسرسي‌نېټه ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: لغة غير مدعومة (link)
  16. "Women's protests weaken as Taliban tighten grip over Afghanistan". ANI. 15 October 2021. د لاسرسي‌نېټه ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. (په August 19, 2021 باندې). Reality behind 'press conference': Taliban brutally assault journalists for covering protests, prevent woman anchor from entering office.
  18. Ahmad Seir, Rahim Faiez, Kathy Gannon and Jon Gambrell (په August 19, 2021 باندې). Afghans protest Taliban in emerging challenge to their rule. Associated Press.
  19. "Taliban Urge Afghan Unity as Protests Spread to Kabul". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. "Canadians rally to raise awareness on Afghanistan crisis as feds end evacuations - National | Globalnews.ca". Global News. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. "'We Want Peace From the World,' Afghans Protest in Athens". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)