په ۲۰۲۱ زکال کې له کابل څخه هوايي تخلیه
د افغانستان د جګړې (۲۰۰۱ – ۲۰۲۱ زکال) په وروستیو او همدارنګه د متحده ایالاتو او ناټو ځواکونو د وتو په درشل کې په پریمانه کچه بهرنيان او یو شمېر له ګواښ سره مخ افغان وګړي له هېواده وویستل شول. طالبان کابل ته ننوتل او د ۲۰۲۱ زکال د اګست په ۱۵مه یې خپله بریا اعلان کړه، په دې سره د ناټو ملاتړ لرونکی افغان اسلامي جمهوري دولت وپاشل شو. د حامد کرزي له نړیوال هوايي ډګر (کابل نړیوال هوايي دګر) پرته طالبانو د ټول ښار واګې په خپل لاس کې واخیستې او تاوتریخوالي ودرېدل، ورته مهال طالبانو د حامد کرزي د نړیوال هوايي ډګر په شاوخوا کې په امنیت ساتلو او همدارنګه د تخلیه کېدونکو وګړو په څارنې د تخلیې په دغو هڅو کې مرسته وکړه.
په داسې حال کې چې د ۲۰۲۱ زکال اګست میاشتې ته په نږدو میاشتو کې یو شمېر هېوادونو د متحده ایالاتو د متحدینو د پناه د عملیاتو (Operation Allies Refuge) او د بریتانیا د پټینګ عملیاتو (Operation Pitting) په څېر د تخلیې عملیات پیل کړي و، خو افغان دولت د استخباراتي اټکلونو پرخلاف د تخلیې له هڅو وړاندې وپاشل شو؛ له همدې امله د تخلیې عملیاتو چټکتیا ومونده. ګڼ شمېر هېوادونو د کاناډا د AEGIS، د هند د دیوي شکتي (Operation Devi Shakti) او د سویلي کوریا د میراکل عملیاتو (Operation Miracle) په څېر د تخلیې نوي عملیات پیل کړل. [۱]
د تخلیې دغه عملیات د افغان تاریخ په اوږدو کې په لویه کچه هوايي تخلیه ګڼل کېږي. متحده ایالاتو په یوازې ځان د اګست له ۱۴مې نېټې څخه د اګست تر ۲۵مې نېټې پورې ۸۲۳۰۰ تنه د حامد کرزي له نړیوال هوايي ډګر څخه وویستل چې په دغو کې د متحده ایالاتو وګړي، د کډوالۍ د ځانګړې ویزې غوښتونکي او نور له ګواښ سره مخ افغان وګړي شامل وو. په ټولیزه توګه د دغې تخلیې په ترڅ کې ۱۲۲۰۰۰ تنه له افغانستان څخه وویستل شول. د تخلیې بهیر له طالبانو سره د ټاکل شوې مودې له بشپړېدو یوه ورځ وړاندې، د اګست په ۳۰مه نېټه پای ته ورسېد. [۲][۳][۴][۵][۶]
مخینه[سمول]
له طالبانو سره د متحده ایالاتو د سولې له خبرو وروسته د ټرمپ ادارې او طالبانو د ۲۰۲۰ زکال په فبروري میاشت کې د دوحې هوکړه لاسلیک کړه. د دغې هوکړې پر بنسټ متحده ایالاتو ژمنه وکړه چې ټول امریکايي ځواکونه به د ۲۰۲۱ زکال د مۍ تر لومړۍ نېټې پورې له افغانستان څخه وباسي. ورته مهال طالبانو ونشو کولای په دغه هوکړه کې خپلې کړې ډیری ژمنې پوره کړي. له دې سره هم د بایډن ادارې پرېکړه وکړه چې د ځواکونو د ویستلو پلان به مخته یوسي، ورته مهال یې د ځواکونو د وتو نېټه یوځل د ۲۰۲۱ زکال د سپټمبر ۱۱مې او بیاځلي د ۲۰۲۱ زکال د اګست ۳۱مې نېټې ته را لنډه کړه. [۷][۸][۹]
د متحده ایالاتو د ځواکونو د وتلو د بهیر په دوام سره طالبانو او د هغو متحدو ترهګرو ډلو د ۲۰۲۱ زکال د مۍ په لومړۍ نېټه پر افغان دولت او ملکي وګړو باندې د بریدونو نوې لړۍ پیل کړه. د دوحې د هوکړې پر بنسټ طالبانو ته د واک سپارلو ژمنه شوې وه، همدا و چې طالبانو وکولای شول د یو لړ مذاکراتو او بریدونو پر مټ د افغان ځواکونو د یو شمېر واحدونو بشپړ کنټرول په لاس کې واخلي، په دې سره یې د همدغه کال د اپرېل له ۱۳مې نېټې څخه د جون میاشتې تر ۱۶مې نېټې پورې په هېواد کې واک له ۷۷ ولسوالیو څخه ۱۰۴ ولسوالیو ته زیات شو او د اګست تر ۳مې نېټې پورې یې ۲۲۳ ولسوالۍ په خپل واک کې لرلې. د ۲۰۲۱ زکال په جولای میاشت کې د متحده ایالاتو استخباراتي ټولنې پخلی وکړ چې له افغانستان څخه به د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته افغان دولت له ۶ میاشتو څخه تر ۱۲ میاشتو فاصله کې سقوط وکړي. وروسته بیا استخباراتي ادارو په یوه میاشت کې د افغان دولت د سقوط وویل. [۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]
ورته مهال افغان دولت د څو ورځو په ترڅ کې چې لا امریکايي ځواکونه نه و وتلي، له اټکل شوې مودې څخه وړاندې سقوط وکړ. د افغانستان ملي اردو د کمزورې رهبرۍ او پراخه فساد له امله په ناڅرګند حالت کې پرېښودل شوه، همدا و چې د اګست میاشتې تر نیمايي پورې یې یوازه دوه واحدونه؛ ۲۰۱ نمبر قل اردو او ۱۱۱مه فرقه فعاله پاتې شوه چې د دواړو مرکزونه په کابل کې و. استخباراتي وړاندوینې په چټکۍ سره غلطې ثابتې شوې. د اګست په ۱۴مه طالبان د کابل تر دروازو را ورسېدل. دغه مهال ولسمشر محمد اشرف غني په کابل کې له جګړې څخه د مخنیوي په موخه جلا وطني غوره وګڼله همدا و چې په سبا باندې یې (اګست ۱۵مه) له کابل څخه ووت او کابل سقوط وکړ؛ په دې سره طالبانو په جګړه کې د بریا اعلان وکړ.[۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]
وروسته له هغه چې طالبانو د هېواد کنټرول په لاس کې واخیست، د طالبانو له ګواښونو سره د مخ یو شمېر افغانانو تخلیه هم اړینه وه، په دغو کې د بهرنیو ځواکونو سره ژباړونکي او همدارنګه هغه کسان شامل و چې د د دوامدارې آزادۍ له عملیاتو، ایساف ځواکونو، سینټینل عملیاتو (OFS) او د پریکنده ملاتړ له ماموریت سره یې مرسته کړې وه.
د تخلیې پر مهال ځانمرګی برید[سمول]
د اګست په ۲۶مه د حامد کرزي د نړیوال هوايي ډګر د آبي دروازې څخه بهر ستره چاودنه وشوه. د دغه برید مسئولیت د داعش ډلې د خراسان ولایت پر غاړه واخیست. دغه ډله په افغانستان کې د متحده ایالاتو او طالبانو پیاوړې دښمنه ډله بلل کېده. برید د یو ځانمرګي برید ګر له خوا ترسره شو. ځانمرګي بریدګر له ۲۵ پونډه چاودېدونکو توکو څخه ډک واسکټ اغوستی و او د هغو امریکايي ځواکونو په خوا کې یې ځانته چاودنه ورکړه چې هوايي ډګر ته یې د دننه کېدونکو افغان وګړو اسناد کتل او هغوی یې تلاشي کول. [۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲]
د سیمه ییزو روغتیايي چارواکو له خولې په دغه برید کې لږ تر لږه ۱۷۰ تنه مړه او ۱۵۰ نور ټپیان شول. د هوايي ډګر په دروازه کې ډزې پیل شوې. ډیری وژل شوي کسان افغان ملکي وګړي و، خو د وژل شویو ترمنځ ۱۳ امریکايي پوځیان او ۲ بریتانوي وګړي هم شامل وو. یو طالب چارواکي بیا وویل چې په دغه برید کې ۲۸ طالبان هم وژل شوي، خو وروسته بیا طالب ویاند د خپلو جنګیالیو د مړینې موضوع رد کړه. په ټپیانو کې افغان ملکي وګړي او ۱۸ امریکايي سرتېري شامل وو. ټپي امریکایان د درملنې په موخه په جرمني کې رامشټاین هوايي اډې ته څېرمه لنډشټوهل سیمه ییز روغتیايي مرکز ته ولېږدول شول. [۲۳][۲۴][۲۵][۲۶]
دغې چاودنې د تخلیې چارې ګډوډې کړې، په داسې حال کې چې الوتنې له کوم ځنډ پرته ډیر ژر بېرته پیل شوې. د متحده ایالاتو د پوځ د مرکزي قومندانۍ رئیس فرانک مکنزي څرګنده کړه چې د متحده ایالاتو پوځ په تیارسۍ حالت کې دی څو په راتلونکي کې په هوايي ډګر باندې د راکټونو یا موټر بمونو د احتمالي بریدونو مخه ونیسي؛ مکنزي زیاته کړه چې دوی خپل اطلاعات له طالبانو سره شریک کړي او طالبانو هم د یو شمېر بریدونو پلانونه شنډ کړي.[۲۷][۲۸]
د دغه برید په غبرګون کې د متحده ایالاتو یوې بې پیلوټه الوتکې د ننګرهار ولایت په جلال آباد ښار کې د داعش ډلې د بریدونو یو پلان کوونکی په نښه کړ. له برید وروسته د متحده ایالاتو دفاع وزارت د موخې د وژل کېدو وویل او څرګنده یې کړه چې په دغه برید کې ملکي تلفاتو شتون نه درلود.
ورته مهال له یاد ځانمرګي برید درې ورځې وروسته د اګست په ۲۹مه نېټه د متحده ایالاتو د بې پیلوټه الوتکو په بل برید کې چې د کابل هوايي ډګر ته یې څېرمه ترسره کړ ۱۰ تنه افغان ملکي وګړي ووژل شول. له برید وروسته امریکايي چارواکو اعلان وکړ چې په دغه برید کې یې د کابل په هوايي ډګر باندې د برید طراح په نښه کړی، خو وروسته یې ومنله چې برید ناسم و او ملکي وګړي یې وژلي دي. [۲۹]
د تخلیې اړوند غبرګونونه[سمول]
د بریتانیا د پوځ پخواني لوی درستیز ریچارډ ډانات څرګنده کړه چې بریتانیا له کلونو څخه را په دېخوا له ګواښ سره د مخ افغانانو د ویستو په اړتیا پوهېده، خو «داسې ښکاري چې دولت د غفلت په خوب ویده و او یوازې یې ننداره کوله». بل پلو دا څرګنده شوه چې د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت هغه ډلې چې د تخلیې مسئولیت یې پر غاړه درلود د تخلیې په وروستۍ اونۍ کې یې ۵۰۰۰ برېښنالیکونه نالوستي پرېښي و؛ په دغو برېښنالیکونو کې له ګواښ سره د مخ ګڼ شمېر افغانانو مهمو اطلاعاتو شتون درلود. [۳۰][۳۱]
د پین فارټینګ او د نوزاد ډاګس په نامه د هغه د حیواناتو د مرستندویه بنسټ تخلیه په بریتانیا کې تر ځانګړې اروزنې لاندې ونیول شوه. د دغه بنسټ کارکوونکو او د هغوی د کورنۍ غړو ته د اګست په ۲۳مه ۶۸ ویزې ورکړل شوې وې، خو فارټینګ پریکړه وکړه په چټکۍ له افغانستان څخه وه نه وزي؛ د دغه بنسټ د حیواناتو (۱۷۳ سپیانو او پشکو) د لېږد اجازه دوه ورځې وروسته ورکړل شوه، خو د اګست په ۲۶مه دوی ته اجازه ورنکړل شوه هوايي ډګر ته دننه شي. سبا ورځ د اګست په ۲۷مه د دغه بنسټ افغان کارکوونکو ته د تخلیې په الوتکه کې د پورته کېدو اجازه ورنکړل شوه. فارټینګ د اګست په ۲۸مه له خپلو مامورینو پرته، له حیواناتو سره یوځای له افغانستان څه ووت. یو شمېر خبریالانو پر دغې چارې نیوکه وکړه او څرګنده یې کړه چې دوی د نژادي تبعیض له مخې حیوانات له افغان وګړو څخه لومړیتوب لرونکي ګڼي، په دې سره د عامو وګړو ترمنځ هم د لویدیځوالو شهرت ته زیان واوښت. [۳۲][۳۳][۳۴][۳۵][۳۶][۳۷]
د اګست په ۲۸مه د افغان وګړو یوې ډلې چې د فنلنډ په سفارت کې یې د امنیتي ساتونکو په توګه دنده ترسره کړې وه لاریون ترتیب کړ، دوی اعتراض درلود چې ولې یې د تخلیې په عملیاتو کې له افغانستان څخه نه دي ویستلي. [۳۸][۳۹]
سرچينې[سمول]
- ↑ Defence, National (24 August 2021). "Operation AEGIS". www.canada.ca. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Fox, Ben; Stengle, Jamie (2021-08-25). "EXPLAINER: What's happening with Afghanistan evacuations?". AP NEWS (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسينېټه ۲۴ مارچ ۲۰۲۳. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Kaufman, Ellie; Liebermann, Oren; Stracqualursi, Veronica; Benveniste, Alexis (22 August 2021). "Pentagon activates US airlines to assist with evacuation efforts from Afghanistan". CNN. د لاسرسينېټه ۲۸ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ (په 25 August 2021 باندې). The latest enemy to U.S. evacuation efforts in Afghanistan: Time.
- ↑ Gaouette, Nicole; Hansler, Jennifer; Starr, Barbara; Liebermann, Oren (30 August 2021). "The last US military planes have left Afghanistan, marking the end of the United States' longest war". CNN. د لاسرسينېټه ۳۰ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ (په 24 August 2021 باندې). CIA Chief And Taliban Leader Meet As Taliban Demand Aug. 31 U.S. Withdrawal. NPR.
- ↑ (په 20 August 2021 باندې). Trump's deal with the Taliban, explained.
- ↑ (په 2021-08-18 باندې). Collapse and Conquest: The Taliban Strategy That Seized Afghanistan. The New York Times.
- ↑ (په 24 August 2021 باندې). Biden says the U.S. is poised to meet the Afghan withdrawal deadline, at least for now.
- ↑ (په 4 May 2021 باندې). Taliban launches major Afghan offensive after deadline for U.S. pullout. Reuters.
- ↑ (په 23 July 2021 باندې). Intel analysis: Afghan government could collapse six months after US troops withdraw. The Hill.
- ↑ (په 18 August 2021 باندې). Intelligence Agencies Did Not Predict Imminence of Afghan Collapse, Officials Say.
- ↑ (په 2021-08-18 باندې). Collapse and Conquest: The Taliban Strategy That Seized Afghanistan. The New York Times.
- ↑ (په 18 August 2021 باندې). Intelligence Agencies Did Not Predict Imminence of Afghan Collapse, Officials Say.
- ↑ (په 15 August 2021 باندې). A tale of two armies: why Afghan forces proved no match for the Taliban.
- ↑ Katchroo, Rohit (13 August 2021). "Taliban expected to reach Afghan capital Kabul 'in seven days', ITV News learns". ITV News. مؤرشف من الأصل في ۱۴ اگسټ ۲۰۲۱. د لاسرسينېټه ۱۴ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ (په 16 August 2021 باندې). Taliban declares 'war is over in Afghanistan' as foreign powers exit Kabul.
- ↑ Elhamy, Ahmad; Zengerle, Patricia; Martina, Michael; Ali, Idrees; Nichols, Michelle; Ahmad, Jibran (26 August 2021). Cooney, Peter; Milliken, Mary; Wallis, Daniel (المحررون). "Islamic State claims responsibility for deadly Kabul airport attack". Reuters. Archived from the original on ۲۶ اگسټ ۲۰۲۱. د لاسرسينېټه ۲۶ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: BOT: original-url status unknown (link) - ↑ (په 27 August 2021 باندې). Kabul airport attack: What do we know?. BBC News.
- ↑ (په 25 August 2021 باندې). ISIS Branch Poses Biggest Immediate Terrorist Threat to Evacuation in Kabul. The New York Times.
- ↑ Ali, Idrees; Brunnstrom, David; Nichols, Michelle (27 August 2021). Nomiyama, Chizu; Goller, Howard (المحررون). "Pentagon says Kabul attack carried out by one suicide bomber". Reuters (په انګلیسي ژبه کي). مؤرشف من الأصل في ۲۷ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ (په 27 August 2021 باندې). As U.S. Troops Searched Afghans, a Bomber in the Crowd Moved In.
- ↑ (په 27 August 2021 باندې). As U.S. Troops Searched Afghans, a Bomber in the Crowd Moved In.
- ↑ (په 27 August 2021 باندې). Kabul airport attack: What do we know?. BBC News.
- ↑ (په 16 August 2021 باندې). Twin bombings at Kabul airport kill 13 U.S. service members and dozens of Afghans.
- ↑ (په 27 August 2021 باندې). Kabul Airport Attack Kills 13 U.S. Service Members, at Least 90 Afghans.
- ↑ (په 27 August 2021 باندې). Kabul Airport Attack Kills 13 U.S. Service Members, at Least 90 Afghans.
- ↑ (په 27 August 2021 باندې). Kabul's escape routes narrow, but the fearful still seek safety.
- ↑ Smith-Spark, Laura; Starr, Barbara; Walsh, Nick Paton (28 August 2021). "US carries out Afghanistan drone strike as Kabul evacuation effort enters final stretch". CNN. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ (په 29 August 2021 باندې). Ministers 'asleep on watch' over safety of Afghans, says ex-British army chief.
- ↑ Savage, Michael; Ellis-Petersen, Hannah; Graham-Harrison, Emma (2021-08-28). "Revealed: Foreign Office ignored frantic pleas to help Afghans". the Guardian (په انګلیسي ژبه کي). مؤرشف من الأصل في ۲۸ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ (په 26 August 2021 باندې). UK defence secretary hits out at supporters of animal rescuer in Kabul. The Guardian.
- ↑ (په 28 August 2021 باندې). Pen Farthing said to have left voicemail for Ben Wallace's adviser: 'I am going to destroy you'. The Telegraph.کينډۍ:Cbignore
- ↑ (په 28 August 2021 باندې). Afghanistan: Pen Farthing 'on his way home with his dogs and cats' after charter plane picks them up from Kabul. Sky News.
- ↑ (په 31 August 2021 باندې). Questions raised over Afghan animals put ahead of people in Kabul.
- ↑ Wadhera, Celine (28 August 2021). "Afghan staff left behind as Pen Farthing evacuated from Kabul with dogs and cats". independent.co.uk. مؤرشف من الأصل في ۲۸ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Elledge, Jonn (27 August 2021). "The row over Afghan pets shows the UK's animal obsession has gone too far". newstatesman.com. مؤرشف من الأصل في ۱۳ سپټمبر ۲۰۲۱. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ "Afghan embassy guards protest unpaid salaries, lack of evacuation by Finland". Yle Uutiset. 29 August 2021. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Franklin, Jonathan (24 August 2021). "Airbnb Will Provide Housing To 20,000 Afghan Refugees Around The World For Free". NPR (په انګلیسي ژبه کي). مؤرشف من الأصل في ۲۴ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)