په ۲۰۱۵ز کې د ولسمشر غني لاسته راوړنې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د افغانستان اسلامي جمهوریت ولسمشر اشرف غني په خپل تېر کاري کال کې لاندې لاسته راوړنې درلودی:

ستر قراردادونه بشپړ شفاف شوي، تر یو ملیارد ډالره پورې په قراردادونو او د کابل بانک په را ستنو شویو پیسو کې سپمول شوي، په تاپي پروژه کار روان دی، کاسا زر پرانیستل شوه. په کابل کې د چین سفیر وایي، د وریښمو لار جوړو. طالبان دوه ډلې شوي، اسلامي حزب سولې ته چمتو شوی، توتاپ پروژه تیریږي. د اوبو د شل بندونو سروې او کار روان دی، د گردیز- خوست لاره پخه شوه، له پیښوره - جلال اباد ته د ریل کرښه تیریږي، له جلال اباد نه کابل ته پر دوهم سړک کار روان دی، د کابل وران شوي مهمې ودانۍ لکه دارالامان جوړیږي، د دفاع وزارت ودانۍ پرانیستل شوه، د ملي شورا ودانۍ پرانیستل شوه، د کورنیو چارو د وزارت ودانۍ پرانیستل شوه. نړیوال بانک له افغانستان سره د مرستو ژمنه وکړه او ویې ویل چې کارونه سم دي نو پیسې ورکوو، د کانکور امتحان هیڅ کال دومره شفاف نه و لکه سږکال، افغان پاسپورټونه نوي شو، په سعودي عربستان کې د کارگر افغانانو د ویزو ستونزه تقریبا هواره شوه، د وارسا غونډې ته پنځه کلن پوځي پلان چمتو شو، هوایي ځواکونو مو د اول ځل د پاره الوتکې پیدا کړې، تر سلو ډیر نوي پیلوټان روزل کیږي، راتلونکې میاشت د چابهار بندر افغان سوداگرو ته پرانیستل کیږي، نوې میاشت د سلما بند پرانیستل کیږي، د پکتیکا پلتوی د بند پروژه رسماً اعلان شوه چې په راتلونکو څو میاشتو کې به یې د رغونې چاري پيل شي، د زراعت په برخه کې یوه سترپلان تر کار لاندې دی، د ځنگلونو په باره کې له جنوبي کوریا سره خبرې شوي...د اذربایجان د لارې اروپا ته د لاجورد د لارې کارونه ډير مخته تللي، د جنگ په برخه کې پر کندز دوهم برید ناکام شوی، پر هلمند برید ناکام شوی، د مخالفینو تر اتلسو تنو والیان او لوړپوړي غړي وژل شوي، د اعلی سرقوماندانۍ لپار توحید مرکز جوړ شوی، د امنیتي ځواکونو لوژستیکي چارې له نشت څخه هست شوي، پاکستان لومړی ځل منلې چې له افغانستان سره دښمني لري، لومړی ځل یې پر خپلو ټولو رذایلو اعتراف کړی، سعودي، خلیجي هېوادونه او چین د لومړي ځل لپاره په سیاسي لحاظ په اعتماد کې اخیستل شوي، د متحده ایالتونو او پاکستان اړیکې چې د کرزي له امله نیږدې شوې وې، بیرته کافي اندازه سړې شوي، د پاکستان د ۷۵۰ ملیونه ډالره مرسته ځنډېدلې ده، په اداره کې په لسگونو ځوان کدرونه او ښځې معینیتونو، وزارتونو، سفارتونو او مهمو پوسټونو ته معرفي شوي، د کابل ښار پر عمده سړکونو (لکه د کمپنۍ او سېلو په سړکونو) کار زور اخیستی، نور نو دا سپین ږیري ولسمشر په یو نیم کال کې تاسو مریخ ته وخیږوي؟