په کاناډا کې د ښځو د رايې حق

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

په کاناډا کې د ښځو د رايې ورکولو حق د مختلفو قانوني صلاحيتونو په حدودو او مختلفو وختونو کې د ښځو نفوس شمېرنې له مخې ورکول شوی دی. د ښځو د رايې حق په درېيو غرنيو کليوالي ولايتونو کې پيل شو. په (۱۹۱۶م) کال د البرټا، ساسکاچيوان او مانيټوبا سيمو ښځينه وو د رايې کارولو حق تر لاسه کړ. فدرالي حکومت په (۱۹۱۷م) کال ځينو ښځينه وو ته په محدود ډول او په تعقيب يې په (۱۹۱۸م) کال په مکمل ډول د رايې ورکولو حق ورکړ. د (۱۹۲۲) کلونو په شاوخوا کې د کيوبک (Quebec) ولايت څخه پرته، د نورو ټولو ولايتونو سپين پوستو او تور پوستو ښځينه وو ته د رايې ورکولو حق ورکړل شو. نيو فاونډلنډ چې هغه وخت يوه جلا مستعمره وه، مېرمنو په کې په (۱۹۲۵م) کال د رايې حق تر لاسه کړ. د (Quebec) ولايت مېرمنو تر (۱۹۴۰م) کال پورې دا حق تر لاسه نه کړ. [۱]

د (Quebec) او (Ontario) ولايتونو شتمنو کونډو ته په (۱۸۸۴)، او بې دندو مېرمنو ته په (۱۸۸۶) کال د ښاري حکومتولۍ په چارو کې د رايې کارولو حق ورکړل شو. په (۱۸۸۶م) کال د New Brunswick ټولو هغو مېرمنو ته د رايې ورکولو حق ورکړل شو چې مېړونو (خاوندانو) يې په Nova Section کې خپله رايه نه کاروله. همدارنګه په (۱۸۸۶م) کال په Prince Edward Island  (پرينس ايدوارد) جزيره کې دواړو شتمنو کونډو او په کور ناستو (بې دندو) پېغلو ته د رايې ورکولو حق ورکړل شو. [۲]

اسيايي ښځينه وو او نارينه وو د دويم نړيوال جنګ تر پايه (۱۹۴۸) کال پورې د رايې ورکولو حق نه و تر لاسه کړی. د Inuit سيمې مېرمنو ته تر (۱۹۵۰م) کال پورې ذکر شوی حق نه و ورکول شوی، تر دې چې په (۱۹۶۰م) کال په فدرالي انتخاباتو کې يوازې د لومړنيو مليتونو (شتمن قشر) مېرمنو بې له دې چې له خپل تعهد څخه واوړي؛ خپلې رايې يې وکارولې. هغو ښځينه محبوسينو (بنديانو) ته چې د بند موده يې له دوه کلونو څخه کمه وه په (۱۹۹۳م) کال او هغوی ته چې د بند موده يې له دوه کلونو څخه زياته وه، په (۲۰۰۲م) کال د رايې ورکولو حق ورکړل شو. [۲]

تاريخچه[سمول]

مېرمنو ته د رايې ورکولو د حق سبب په (۱۸۷۶م) کال هغه وخت پيل شو چې Dr. Emily Stowe د طبي تمريناتو په موخه ټورانټو ته راغله. نوموړې په کاناډا کې لومړنۍ او د ډېرو کلونو له پاره يوازينۍ ښځينه ډاکتره وه. مېرمن Stowe په ښځو پورې تړلو ټولو موضوعاتو ته ځانګړې علاقه درلوده، تر دې چې د خلکو پر وړاندې يې د «ښځو کره» او «ښځې په مسلکونو کې» تر عنوانونو لاندې موضوعات هم وړاندې کړل. نوموړې نه يوازې په ټورانټو کې؛ بلکې په Ottawa, Whidbey او Bradford کې د ګڼو ميخانيکي انستيتيوتونو په ملاتړ ذکر شوي موضوعات وړاندې کړل. د ښځينه وو د پرمختګ په موخه د امريکايي ټولنې په يوه ناسته کې له ګډون څخه وروسته، چې په (۱۸۷۷م) کال په Cleveland کې داېر شو، آغلې Stowe پکې له ډېرو امريکايي مېرمنو ته وکتل. هېواد ته د بېرته راتللو پر مهال يې فکر وکړ چې په کاناډا کې هم بايد امريکا ته ورته د مېرمنو ټولنې جوړې شي. د ټولنې د جوړولو موضوع يې له خپل ملګري Helen Archibald سره شريکه کړه. دواړو پرېکړه وکړه چې په يو ځل د رايې کارولو د حق غوښتنې ټولنې د جوړولو هڅه به مناسب نه وي. هماغه و چې د (۱۸۷۷م) کال په نومبر کې يې د ټورانټو د مېرمنو ادبي کلب جوړ کړ. [۳][۴]

په لومړيو کې د رايې کارولو د حق پلوي د منځنۍ کچې سپين پوستې مېرمنې وې. دې مېرمنو د نسبتاً غوره ټولنې د جوړېدو په موخه د خپلو اجتماعي کارونو او حالت د پرمختګ لپاره مبارزه وکړه؛ که څه هم د غلامۍ د لغوه کولو پلويانو، اتحاديو مدني او عدالت غوښتونکو فعالانو د دوی ملاتړ هم وکړ. [۵]

د ټورانټو د مېرمنو ادبي کلب[سمول]

د راتلونکو پينځو کلونو پر مهال دې کلب ته د Mary McDonnell, Mrs. W.B Hamilton, Mrs. W.I, Mrs. J. Autin Shaw او نورو مېرمنو په ورتللو سره Mackenzie خارق العاده وده وکړه. کلب د رسنيو ځانګړی پام ځانته کړ. د ګڼو لايقه او وړ همکارانو له ډلې يوه يې Sarah Anne Curzon وه چې د څو پرله پسې کلونو لپاره د Canada Citizen همکاره ايدېټره وه. د کلب غړي به هره پنجشنبه د ماسپخين په ۰۳:۰۰ بجو د يوې همکارې غړې په کور کې ناسته کوله. که څه هم په ښکاره د رايې حق غوښتنې ټولنه نه وه، مګر د کلب د بنسټګرانو د دې اساسي موخې او نظريې د پرمختګ لپاره يې هيڅ موقع نه ضايع کوله. په دې اړه لومړنۍ هڅه د مېرمن Archibald هغه ليک و، چې د «مېرمن تر مدني قانون لاندې» سرليک يې ورکړی و. دې ليک د مباحثې او نتعليمي توکي په توګه رول ولوباوه. د دې کلونو په جريان کې د ښځو ادبي کلب د فعاليتونو په واسطه د ټورانټو پوهنتون دروازې د مېرمنو په مخ خلاصې شوې او Eliza Ballmer يې لومړنۍ ښځينه محصله وه.[۳]

د کاناډايي مېرمنو د رايې کارونې ټولنه[سمول]

په (۱۸۸۳) کال د وګړو عمومي ذهن او عقيدې په کافي اندازه پرمختګ کړی و، چې يوې باقاعده مېرمنې ته په ټولنه  کې د رايې ورکولو تضمين وکړي. کلب د (۱۸۸۳م) کال د فبروري په لومړۍ نېټه ناسته وکړه او په دې ډول پرېکړې يې وکړې: ((د کومې موخې لپاره چې د ټورانټو د ښځينه وو ادبي کلب جوړ شوی و، د تر لاسه کېدلو په حال کې دي. د دې له پاره چې د مېرمنو د رايې کارونې په اړه عمومي او عامه نظر ته وده ورکړو، کلب په پام کې لري چې د کاناډايي مېرمنو د رايې کارونې يوه ټولنه تشکيل کړي. د مارچ په پينځمه د ښار له کونسل سره په ناسته وشوه. د کلب د غړو موخه دا وه چې شتمنو مېرمنو ته د سوداګرۍ له کونسل څخه د کار کولو قانوني حق تر لاسه او همدارنګه د رايې کارونې يو کلب تشکيل کړي. په دې ورځ د کلب رئيسې Jessie Turnbull Mc Ewen او همکارانو يې د ښاروان Arthur Radcliffe Boswell  په ګډون له ګڼو حکومتي مشرانو سره بحث درلود. بالاخره د کاناډايي مېرمنو د رايې کارونې ټولنه په رسمي ډول افتتاح او (۴۰) مېرمنو پکې غړيتوب واخيست. [۳]

د ټولنې لومړنی کار د Ontario مېرمنو لپاره د ښاري حکومتولۍ د مصؤنيت حق و. په (۱۸۸۳ سپتمبر ۱۰) نېټه يوه کمېټه وټاکل شوه، چې بايد د ښار له کونسل سره بحث وکړي؛ تر څو سيمه ايزې ادارې ته وړانديز وکړي چې مېرمنو ته په ښاري حکومتولۍ کې د رايې ورکولو حق ومني او يو ځانګړی صورت حساب (Bill) معامله (پاس) کړي. د Stowe په ګډون د ټولنې ټولو غړو درک کړې وه چې د رايې ورکولو حق يوازې په کونډو او مجردو مېرمنو پورې خاص کول مناسب نه دي، يانې دا چې متاهل (واده شوې) مېرمنې دې له دې امتياز څخه بې برخې کړي؛ که څه هم دوی د يو اصل له مخې چې «نيمه ډوډۍ له هيڅ ډوډۍ غوره ده»، مناسبه نه ګڼله چې پارلمان ته د ذکر شوي بيل (Bill) له ورتللو وړاندې په دې اړه بحث وکړي. انتقادونه هم موجود وو او هرې مېرمنې د دې ناپييلي (بې طرفه) سمون د مصؤنيت لپاره کار وکړ. سره له دې هم واده شوو مېرمنو په مستقيم ډول ورڅخه ګټه نه شوه پورته کولی.[۳]

۱۸۸۰ کلونه[سمول]

په (۱۸۸۲م) کال د اونټاريو ښاري حکومتداري اصلاح او متاهل، مجردو او کونډو مېرمنو ته يې د اړينو معيارونو د درلودلو په صورت کې قانوني او ځينو نورو جزئي ښاري مساېلو کې د رايې ورکولو حق ورکړ. په (۱۸۸۴) دا چاره نوره ههم اصلاح شوه او مجردو او کونډو مېرمنو ته يې د ښارواليو په انتخاباتو کې د ګډون او رايې کارونې حق ورکړ. په (۱۸۸۶م) د جنوري په څلورمه د ټورانټو د ښارواليو په ټاکنو کې د مېرمنو رايې ډېرې مهمې وې او د کانديدانو له خوا په ورکړل شوو هغه ژمنو يې هم اغېز درلود، چې د William Holmes Howland د اصلاحاتو په موخه يې ورکړې وې. [۳]

سرچينې او ياداښتونه[سمول]

  1. Kalbfleisch, John. "Quebec, 1944: Finally, women earned the right to vote". Montreal Gazette. Montreal Gazette. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۳ مې ۲۰۱۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ جون ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ Finley، Falconer او Newbolt 1920، ص. 524.
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ ۳٫۲ ۳٫۳ ۳٫۴ Canadian Magazine 1895، ص. 328-.
  4. Stanton، Anthony او Gage 1886، ص. 832.
  5. "Women's Suffrage in Canada | The Canadian Encyclopedia". www.thecanadianencyclopedia.ca (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۱ نومبر ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)