په کاناډا کې اقلیمي بدلونونه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

په کاناډا کې اقلیمي بدلونونو د دغه هېواد په چاپېریال او طبیعي مناظرو پام وړ اغېز لرلی. دغه اغېز کېدای شي په راتلونکي کې د لا زیاتو ګلخانه یي ګازونو د خپرېدو له امله لا زیات شي. د ۲۰۲۱ زکال پر مهال د بریتېش کلمبیا د سېلاب او د ګڼ شمېر ځنګلي اور لګېدنو په څېر اقلیمي بدلونونو ته اړوندې پېښې د وخت په تېرېدو سره په مخ پر زیاتوالي بڼه د اندېښنو لامل ګرځېدلې دي. له ۱۹۴۸ زکال راهیسې د دغه هېواد د تودوخې کچه په اوسط بڼه ۱.۷ سانتي ګراد درجې زیاته شوې ده. له دې سره د کاناډا په شمال، د کاناډا په دښتو او شمالي بریتېش کلمبیا کې د تودوخې د زیاتوالي کچه له دې هم لوړه ده. په وروستیو کلونو کې په دغه هېواد کې د ورښت کچه زیاته شوې او د هوا په حالاتو کې یې شدید بدلونونه رایج شوي دي. [۱]

کاناډا اوس مهال په ټوله نړۍ کې د ګلخانه یي ګازونو د تولید ۱۰م تولید کوونکی هېواد دی او د نوولسمې پېړۍ راوروسته په صنعتي کچه د ګلخانه یي ګازونو د تولید اوږده مخینه لري. په ۲۰۱۹ زکال کې د دغه هېواد له خوا د خپرېدونکو ګلخانه یي ګازونو څه باندې نیمايي برخه د ټرانسپورټي چارو او همدارنګه د نفتو او ګازو د تولید له صنعت څخه سرچینه اخیسته. له ۱۹۹۰ زکال راهیسې د کاناډا د فوسیلي سون توکو د استخراج صنعت د ګلخانه يي ګازونو د تولید کچه ۲۱.۶٪ زیاته کړې ده. [۲][۳]

کاناډا د پاریس د هوکړې له مخې ژمنه وکړه چې تر ۲۰۳۰ زکال پورې به د ګلخانه یي ګازونو د خپرولو کچه د ۲۰۰۵ زکال له کچې څخه ۳۰ سلنه راکښته کړي. د ۲۰۲۱ زکال په جولای میاشت کې کاناډا د پاریس د هوکړې د پروګرامونو پلي کولو ته مخه کړه او موخه یې دا وټاکله چې تر ۲۰۳۰ زکال پورې به د ګلخانه یي ګازونو د خپرولو کچه د ۲۰۰۵ زکال له کچې څخه ۴۰ تر ۴۵ سلنه راکمه کړي. په دغه هېواد کې د اقلیمي بدلونونو په برخه کې د کاربن د بیو، د ګلخانه یي ګازونو د سوداګرۍ او د اقلیمي بدلونونو سره د مبارزې په موخه د بودیجې برابرولو په څېر ګڼ شمېر نورې پالیسۍ پلې شوې دي. په ۲۰۱۹ زکال کې د کاناډا ولسي جرګې په کاناډا کې په ملي کچه د اقلیمي بېړني حالت د اعلانولو په موخه رایه ورکړه. [۴]

د ګلخانه یي ګازونو خپرول[سمول]

اقلیمي بدلونونه د ګلخانه يي ګازونو د خپرېدو له امله رامنځته کېږي چې له انساني فعالیتونو سرچینه اخلي. کاناډا اوس مهال په ټوله نړۍ کې د ګلخانه يي ګازونو د تولید په برخه کې اووم مخکښ هېواد دی. په ۲۰۱۸ زکال کې د جي -۲۰ هېوادونو له ډلې کاناډا په سړي سر کچه د ګلخانه یي ګازونو د تولید له مخې له سعودي عربستان وروسته دویم ځایګی درلود. په دې معنی چې په ۲۰۱۸ زکال کې کاناډا په اتومسفیر کې په ټولیزه توګه ۷۲۹ میلیون ټنه کاربن ډای اکساید خپور کړی و. دغه کچه د ۲۰۰۵ زکال له کچې څخه چې ۷۳۰ میلیونه ټنه کېده ډېره لږ وه، خو د ۱۹۹۰ زکال له ۶۰۲ میلیونه ټنه کچې څخه ډېر زیاته وه. [۵][۶][۷]

سربېره پر دې، کاناډا په ټوله نړۍ کې د اقلیمي پورونو له مخې یو له ډېرو پوروړو هېوادونو څخه دی. په واقعیت کې دغه هېواد د صنعتي ګلخانه یي ګازونو د تولید په برخه کې ډیره اوږده مخینه لري. تر ۲۰۲۱ زکال پورې کاناډا د ګلخانه یي ګازونو له لویو تولید کوونکو هېوادونو څخه و چې ۶۵ زره مټریک ټنه ګلخانه یي ګاز یې په هوا کې خپور کړی. د نړیوالو منابعو د انستیتیوت د اقلیمي تحلیل شاخص پخلی کړی چې کاناډا له ۱۹۵۰ زکال څخه تر ۲۰۰۰ زکال پورې د لومړۍ نړۍ د هېوادونو ترمنځ د سړي سر کچې له مخې تر ټولو زیات ګلخانه یي ګازونه تولید کړي دي. [۸][۹]

د انرژۍ لګښت[سمول]

په کاناډا کې د برېښنا تولیدي سکتور د دغه هېواد د ګلخانه یي ګازونو شاوخوا ۱۰ سلنه برخه خپروي چې د کاربن ډای اکساید له ۷۴ میلیون ټنو سره برابرېږي. په اقلیمي بدلونونو کې د دغه سکتور اغېزې په وروستیو لسیزو کې د ډبرو په سکرو باندې د برېښنا تولید کوونکو ګڼ شمېر سټېشنونو د تړل کېدو له امله په پام وړ کچه راکمې شوې دي. اوس مهال د کاناډا ۸۱ سلنه برېښنا د ګلخانه یي ګازونو د نه تولید کوونکو منابعو، لکه اوبو، اټوم، لمر او باد پر مټ تولید کېږي. [۱۰][۱۱]

د دغه هېواد ۱۹ سلنه برېښنا د فوسیلي سون توکو پر مټ تامین کېږي چې نږدې نیمایي برخه یې د ډبرو له سکرو (په ټولیزه توګه ۹٪) او پاتې نوره یې هم د طبیعي ګاز او نفتو څخه تولید کېږي. د دغه هېواد ۵ ایالتونه د برېښنا په تولید کې د ډبرو له سکرو څخه کار اخلي. البرټا، ساسکاچوان او نواسکوشیا د نږدې نیمايي نسل له مهاله د ډبرو د سکرو پر مټ د تولید کېدونکې برېښنا څخه ګټنه کوي په داسې حال کې چې نور ایالتونه او قلمرونه یې بیا په لږ کچه او یا هم ترې هېڅ ګټنه نه کوي. البرټا او ساسکاچوان د ډبرو دسکرو په خوا کې د طبیعي ګازو څخه هم ګټنه کوي. د ټول نوناووت او د شمال لویدیځو قلمرونو د ډیرو برخو په ګډون د دغه هېواد لرې پرتې ټولنې د خپلې اړتیا وړ برېښنا ډېره برخه د ډیزلي جنراتورونو څخه په ګټنې تولیدوي چې لوړه اقتصادي او چاپېریالي بیه ورته لري. ورته مهال فدرال دولت بیا د ډیزلو پر مټ تولید کېدونکې برېښنا ته د اړتیا د راکمولو په موخه یو لړ اقدامات هم ترسره کړي دي. [۱۲]

ټرانسپورټ[سمول]

کاناډا د مساحت له مخې پراخ هېواد دی چې د وګړو شمېر یې د هغو په پرتله ډېر کم دی، له همدې امله ټرانسپورټ – تر ډېره په سړه هوا کې چې د تېلو موثریت په کې راکمېږي – د دغه هېواد د اقتصاد لویه برخه جوړوي. په ۲۰۱۷ زکال کې د کاناډا د ټولو خپرېدونکو ګلخانه یي ګازونو ۲۴٪ برخه د ټېلرونو، اورګاډو، الوتکو او موټرو څخه اخراج کېده. [۱۳]

د کاناډا د ګلخانه یي ګازونو تر ټولو لویه برخه له ټرانسپورټ هم هغه د ځمکني ټرانسپورټ څخه سرچینه اخلي چې د ټولیزې کچې ۲۰٪ برخه یا ۱۴۴ میلیون ټنه کاربن ډای اکساید تولید کوي. په دغو کې شخصي موټر او همدارنګه د اوږدو لارو وهونکي ټېلرونه شامل دي چې په ټول هېواد کې د توکو د لېږد را لېږد په موخه ترې ګټنه کېږي. په ۲۰۱۸ زکال کې د کاناډا د ټېلري موټرو صنعت ۶۳.۷ میلیونه اموال تر خپل مقصد ځایونو پورې لېږدولي وو. په ۲۰۱۹ زکال کې کاناډايي کارخونو ۱.۴ میلیونه نوي ټېلرونه تولید کړل چې د کوچنیو موټرو د تولید له کچې درې چنده زیات وو. [۱۴][۱۵]

د کاناډا د هوايي چلن صنعت چې د دغه هېواد د دوه لویو هوايي شرکتونو (ایر کاناډا او وېسټ جټ) له خوا یې استازولي کېږي په ۲۰۱۷ زکال کې یې ۷.۱ میلیون ټنه کاربن ډای اکسایډ په هوا کې خپور کړ چې د کاناډا د ګلخانه یي ګازونو د ټولیزې کچې ۱٪ برخه جوړوي. [۱۶]

د فوسیلي سون توکو تولید[سمول]

په کاناډا کې د ګلخانه یي ګازونو د خپرولو تر ټولو مخکښ صنعت د تیلو او ګازو تولیدي سکتور دی. دغه صنعت هر کال ۱۹۵ میلیون ټنه کاربن ډای اکساید تولیدوي چې د ملي ټولیزې کچې ۲۷٪ برخه جوړوي.  [۱۷]

صنعتي خپراوی[سمول]

په ۲۰۱۷ زکال کې د کاناډا درانه صنعت ۷۳ میلیون ټنه کاربن ډای اکساید په هوا کې خپور کړ چې د کاناډا د ګلخانه یي ګازونو د خپرېدونکې ټولیزې کچې ۱۰٪ برخه کېدله. دا له ۱۹۹۰ زکال را وروسته له دغې برخې څخه د تولید کېدونکو ګازاتو په کچه کې د ۲۵٪ کمښت څرګندويي کوي. ورته مهال دغه شمېرې په کاناډا کې د تولیدي چارو له کمښت سره مطابقت لري. [۱۸][۱۹]

په طبیعي چاپېریال باندې اغېزې[سمول]

په وروستیو لسیزو کې کاناډا په منځنۍ کچه د هوا د ګرمېدو، په ورښت کې د زیاتوالي او په هوا کې د شدیدو بدلونونو شاهده پاتې شوې. پخلی کېږي چې دغه بهیر به په راتلونکې پېړۍ کې هم دوام ومومي. د کاناډا د چاپېریالي او اقلیمي بدلونونو اداره څرګندوي چې دغه بدلونونه تر ډېره پورې د انساني فعالیتونو له امله د تولید کېدونکو ګلخانه یي ګازونو څخه سرچینه اخلي.[۲۰]

تودوخه او د هوا په حالاتو کې بدلونونه[سمول]

له ۱۹۴۸ زکال راهیسې د کاناډا هوا په منځنۍ کچه ۱.۷ سانتي ګراد درجې ګرمه شوې ده. د هوا په حالاتو کې دغه ډول بدلونونه د کال په موسمونو کې یو ډول نه ده. په داسې توګه چې په همدغه مهال کې د ژمي پر مهال تودوخې ۳.۳ سانتي ګراد درجې زیاتوالی لرلی چې د اوړي پرمهال بیا د تودوخې منځنۍ کچه ۱.۵ سانتي ګراد درجې زیاته شوې ده. ورته مهال دغه بدلونونه په ټولو سیمو کې یو ډول نه دي. بریتېش کلمبیا، د کاناډا دښتو او شمالي کاناډا په ژمي کې له نورو برخو ډیره تودوخه تجربه کړې ده. ورته مهال د کاناډا یو شمېر سویل ختیځو برخو په همدغه دوره کې په منځنۍ کچه له یوې سانتي ګراد درجې څخه په لږ کچه د تودوخې زیاتوالی تجربه کړی دی. [۲۱]

د کاناډا د اقلیمي او چاپېریالي بدلونونو د ادارې په خبره «په شلمه پېړۍ کې د هوا تودوخه نه انکار کېدونې ده او تر ډېره له انساني فعالیتونو څخه سرچینه اخلي»، همدارنګه یې زیاته کړې چې «د کاناډا د ګرمېدو کچه د نړیوالې کچې ۲ چنده ده: په نړیواله کچه ۲ سانتي ګراد درجې ګرمښت د کاناډا لپاره له ۳ څخه تر ۴ سانتي ګراد درجو پورې د ګرمېدو په معنی دی». [۲۲][۲۳]

د سمندر د سطحې لوړوالی[سمول]

پخلی کېږي چې د کاناډا په ډیری برخو کې به په نړیواله کچه د سمندر د سطحې د لوړوالي او یا هم سمندر ته د نږدې سیمو د ځمکو د کښېناستو او یا هم پورته کېدو له امله ساحلي سېلابونه رامنځته شي. اوس مهال په کلنۍ کچه په دغه هېواد کې د سمندر سطحه له یو میلي متر څخه تر ۴.۵ میلي مترو پورې لوړېږي. هغه سیمې چې تر ډېره له دغه ګواښ سره مخ دي؛ د کاناډا سویل لویدیځې او سویل ختیځې برخې دي. [۲۴][۲۵]

سرچينې[سمول]

  1. Rosano, Michela (July 26, 2018). "Photos: How climate change is transforming Canada". Canadian Geographic. مؤرشف من الأصل في November 28, 2020. د لاسرسي‌نېټه April 18, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "| Greenhouse Gas (GHG) Emissions | Climate Watch". www.climatewatchdata.org. مؤرشف من الأصل في March 21, 2022. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ مارچ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "Greenhouse gas emissions". www.canada.ca. January 9, 2007. مؤرشف من الأصل في October 19, 2017. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ جولای ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Canada, Environment and Climate Change (2021-07-12). "Government of Canada confirms ambitious new greenhouse gas emissions reduction target". www.canada.ca. مؤرشف من الأصل في April 26, 2022. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ اپرېل ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "Greenhouse Gas Inventory Data". di.unfccc.int. مؤرشف من الأصل في February 24, 2021. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ نومبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. https://www.climate-transparency.org/wp-content/uploads/2018/11/Brown-to-Green-Report-2018_rev.pdf Archived December 7, 2019, at the Wayback Machine. کينډۍ:Bare URL PDF
  7. Canada, Environment and Climate Change (August 19, 2019). "Greenhouse gas sources and sinks: executive summary 2019". aem. د اصلي آرشيف څخه پر April 7, 2020 باندې. د لاسرسي‌نېټه April 6, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. CAIT 4.0 database Archived October 22, 2011, at the Wayback Machine. (registration required)
  9. "Analysis: Which countries are historically responsible for climate change?". Carbon Brief (په انګلیسي ژبه کي). 2021-10-05. مؤرشف من الأصل في October 26, 2021. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Canada, Environment and Climate Change (August 19, 2019). "Greenhouse gas sources and sinks: executive summary 2019". aem. د اصلي آرشيف څخه پر April 7, 2020 باندې. د لاسرسي‌نېټه April 6, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Natural Resources Canada (October 6, 2017), Electricity Facts, د اصلي آرشيف څخه پر May 1, 2019 باندې, د لاسرسي‌نېټه February 6, 2021 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Natural Resources Canada (January 30, 2018), Reducing diesel energy in rural and remote communities, د اصلي آرشيف څخه پر June 12, 2019 باندې, د لاسرسي‌نېټه February 6, 2021 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Canada, Environment and Climate Change (August 19, 2019). "Greenhouse gas sources and sinks: executive summary 2019". aem. د اصلي آرشيف څخه پر April 7, 2020 باندې. د لاسرسي‌نېټه April 6, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. "Topic: Trucking industry in Canada". Statista (په انګلیسي ژبه کي). مؤرشف من الأصل في February 14, 2021. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ فبروري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Canada, Environment and Climate Change (August 19, 2019). "Greenhouse gas sources and sinks: executive summary 2019". aem. د اصلي آرشيف څخه پر April 7, 2020 باندې. د لاسرسي‌نېټه April 6, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Canada, Environment and Climate Change (August 19, 2019). "Greenhouse gas sources and sinks: executive summary 2019". aem. د اصلي آرشيف څخه پر April 7, 2020 باندې. د لاسرسي‌نېټه April 6, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Canada, Environment and Climate Change (August 19, 2019). "Greenhouse gas sources and sinks: executive summary 2019". aem. د اصلي آرشيف څخه پر April 7, 2020 باندې. د لاسرسي‌نېټه April 6, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. "Canadian Factories Fading Much Faster Than U.S. Ones Since NAFTA". HuffPost Canada (په انګلیسي ژبه کي). 2016-11-22. مؤرشف من الأصل في March 24, 2021. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ فبروري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Canada, Environment and Climate Change (August 19, 2019). "Greenhouse gas sources and sinks: executive summary 2019". aem. د اصلي آرشيف څخه پر April 7, 2020 باندې. د لاسرسي‌نېټه April 6, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. "CCCR 2019". مؤرشف من الأصل في March 8, 2021. د لاسرسي‌نېټه March 13, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. CCCR 2019 Archived March 8, 2021, at the Wayback Machine., p. 125
  22. Canada, Government of Canada, Environment and Climate Change. "Environment and Climate Change Canada – Publications – The Science of Climate Change". www.ec.gc.ca. د اصلي آرشيف څخه پر November 19, 2016 باندې. د لاسرسي‌نېټه January 24, 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Canada, Government of Canada, Environment and Climate Change. "Environment and Climate Change Canada – Climate Change – The Science of Climate Change". ec.gc.ca. د اصلي آرشيف څخه پر January 24, 2016 باندې. د لاسرسي‌نېټه January 24, 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. CCCR 2019 Archived March 8, 2021, at the Wayback Machine., p. 349
  25. "Rising Sea Levels in Canada: A major crisis". October 16, 2021. مؤرشف من الأصل في February 22, 2022. د لاسرسي‌نېټه February 22, 2022. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)