په چین کې د مذهب ازادي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د مذهب ازادي په چین کې ممکن لاندې ادارو ته اشاره کړې چې د تایوان تنګي له خوا جلا شوې:

  • د چین په اصلي خاوره کې د مذهب ازادي د چین د ولسي جمهوریت په اساسي قانون کې اټکل شوې ده تر اوسه په احتیاطي توګه: حکومت هغه څه کنټرولوي چې "عادي مذهبي فعالیت" يې بولي او په عمل کې د هغو فعالیتونو په توګه تعریف شوې چې د حکومت په منل شويو مذهبي سازمانونو او راجستر شويو عبادت ځایونو کې ترسره کېږي. که څه هم د چين کمونیستي حکومت د مذهبي چارو د عملي کولو مسؤلیت په غاړه اخیستی خو د بشري حقونو ادارو لکه د متحده ایالاتو د نړیوالې مذهبي ازادۍ کمېسیون یا USCIRF دا توپیر په کلکه غندلی چې د مذهبي ازادۍ د ساتنې لپاره يې په نړیوالو معیارونو کې بې پروايي کړې ده.[۱][۲]
  • د چین ولسي جمهوریت کې د چین جمهوریت اساسي قانون چې په ټایوان کې لازم الاجراء دی وړاندوینه یې شوې ده. د چین حکومت په عمل کې د مذهبي ازادۍ درناوی کوي، له هغو سیاستونو سره چې په عمومي توګه د دین له ازادۍ سره مرسته کوي.[۳]

د مذهب د ازادۍ په محدودیت کې د ROC اوږد تاریخ د چین د ولسي جمهوریت لپاره یوه مقدمه ده؛ د چین واکمن کمونست ګوند په رسمي توګه د دولتي الحاد ملاتړ کوي او د دې لپاره یې تر دې دمه د مذهب ضد کمپاینونه ترسره کړي دي. د چین پینځه رسمي تصویب شوي مذهبي سازمانونه د چین بودایي ټولنه، د چین ټاویستي ټولنه، د چین اسلامي ټولنه، د درې-ځانی وطنپالي غورځنګ او د چین د وطن پالنې کاتولیکي ټولنه دي. دغه ډلې د چین د کمونست ګوند د متحده محاذ د کار څانګې له خوا په ۲۰۱۸ ز کال کې د متحدې جبهې د کار څانګې ته د مذهبي چارو د دولتي ادارې له جذب راهیسې څارل شوې او کنټرول شوې دي. نه راجسټر شوې مذهبي ډلې – د کورنی کلیساګانو په شمول، لکه فالون ګونګ، تبتي بودایان، له پامه غورځول شوي کاتولیکان او ایفور مسلمانان – د بېلابېلو درجو ځورونې سره مخ دي چې بندی کول او شکنجه هم په کې شامل دي. د چین دولت له خوا د بشري حقونو خوندیتوب کې ډېر غفلت، د دولت له خوا تصویب شوی تبعیض او په عمومي توګه د مذهب یا عقیدې ازادۍ ته ټیټ درناوی هم د ROC  سره پرتله کیږي. فریډم هاوس په ۲۰۱۸ ز کال کې د ټایوان په اړه د مذهبي ازادیو لپاره ترټولو غوره نومرې ورکړې. په تایوان کې د یوې ځانګړې عقیدې د عملي کولو یوازینی جبر احتمالاً د کورنۍ له منځ څخه راځي  چې د غیر دودیزې عقیدې غوره کول ځینې وختونه د حقوقو څخه د محرومیت لامل کیدی شي "ځکه چې دوی د پلرونو عبادت او رواجونو ترسره کول بندوي."[۴][۵][۶][۷][۸][۹]

قانوني چوکاټ[سمول]

د چین جمهوریت[سمول]

د چين د جمهوريت اساسي قانون د مذهب ازادۍ ته لاره برابروي او عموماً چارواکي  په عمل کې د دې حق درناوی کوي. چارواکي په هره سطح کې د دې حق بشپړه ساتنه کوي، له هغې نه د رسمي یا خصوصي چارواکو ناوړه ګټه اخیستنه نه زغمي. هېڅ دولتي مذهب نشته.

د چين د ۱۹۴۷ ز کال د اساسي قانون د ۱۳ مادې له مخې:

خلک باید د دیني عقیدې ازادي ولري.[۱۰]

که څه هم نوم لیکنه ضرور نه ده، خو د کورنیو چارو وزارت د دیني چارو له څانګې سره ۲۶ دیني سازمانونه ثبت شوي دي. مذهبي سازمانونه کولی شي د خپلو ټاپوګانو په کچه د بنسټونو له لارې د معبد مدیریت قانون، د مدني سازمانونو قانون، یا د مدني قانون څپرکي پر اساس چې بنسټونه او ټولنې اداره کوي د مرکزي چارواکو سره یې ثبت کړي. په داسې حال کې چې فردي عبادت ځایونه کولی شي د ځايي چارواکو سره ثبت شي، ډير دغه کار نه خوښوي او د خپلو مشرانو شخصي ملکیت په توګه کار کوي. ثبت شوي مذهبي سازمانونه د مالیې څخه د معافیت پر اساس فعالیت کوي او اړ دي چې د خپلو مالي عملیاتو کلني راپورونه وسپاري. د نه ثبت کولو یوازینۍ پایله د مالیې ګټو ضبط کول دي چې د ثبت شویو مذهبي سازمانونو لپاره شته. داسې راپورونه نه شته چې چارواکو دې د نویو مذهبونو له ثبت څخه  انکار کړی وي.

مذهبي سازمانونه اجازه لري چې ښوونځي اداره کړي خو په هېڅ عامه یا خصوصي لومړني، منځني، یا عالي ښوونځي کې چې د پوهنې وزارت جواز لري د اجباري مذهبي ښوونو اجازه نه لري. عالي ښوونځۍ چې د پوهنې وزارت نه جواز لري، په داسې حال کې چې دیني ښوونو ته اجازه نه لري کولی شي په دیني زده کړو کې انتخابي کورسونه چمتو کړي، په دې شرط چې دا ډول کورسونه ځینې مذهبي عقیدو ته د نورو په پرتله وده ورنه کړي. پوهنتونونه او څېړنیز بنسټونه ممکن د دیني مطالعاتو څانګې ولري. قانون د  ۲۰۰۴ ز کال مخکې دیني ښوونځي او د دیني علومو انسټیټیوتونه منع کړل چې د پوهنې وزارت نه د اعتبار ورکولو غوښتنه ونه کړي او د پوهنې وزارت د پوهنتون په کچه هغه درجې چې د داسې ښوونځیو ته ورکړې، نه پیژني. قانون جوړونکی یووان د ۲۰۰۴ ز کال په مارچ کې د خصوصي ښوونځیو قانون تعدیل کړ او د پوهنې وزارت ته یې واک ورکړ چې د پوهنتون په کچه د دیني زده کړو موسسو لپاره د اعتبار ورکولو پروسه رامنځ ته کړي چې د مذهبي سازمانونو یا خصوصي بنسټونو له خوا یې ملاتړ کېږي. د پوهنې وزارت د ۲۰۰۶ ز کال په اپریل کې د اعتبار ورکولو پروسې لپاره یې مقررات اعلان کړل. د ۲۰۰۶ ز کال په اګست کې د پوهنې وزارت خپلې لومړۍ مدرسې ته د درما ډرم بودیست کالج اعتبار ورکړ.

د چین د خلکو جمهوریت[سمول]

د ١٩٨٢ ز کال د چين د ولسي جمهوريت د اساسي قانون په ٣٦ ماده دا تصریح کوي چې :

د چين د ولسي جمهوريت وګړي د مذهبي عقيدې له ازادۍ څخه برخمن دي. هېڅ دولتي اداره، عامه اداره یا فرد نه شي کولی چې اتباع دې ته اړ کړي چې په کوم مذهب باور وکړي او یا یې ونه نه کړي، او نه به د هغو اتباعو سره تبعیض کوي چې په کوم مذهب باور ولري  او یا یې نه لري. دولت د عادي مذهبي فعالیتونو ساتنه کوي.هېڅوک نشي کولای له دین څخه په استفادې په داسې کړنو کې ګډون وکړي چې عامه نظم ګډوډ کړي، د خلکو روغتیا ته زیان رسوي او یا د دولت په تعلیمي سیستم کې لاسوهنه کوي. دیني ارګانونه او دیني چارې تر بهرنۍ ولکې لاندې نه دي.[۱۱]

دا ساتنه یوازې هغه څه تر خپل چتر لاندې راولي چې د "عادي مذهبي فعالیتونو" په نوم یاديږي او عموماً هغو مذهبونو ته راجع کېږي چې د مذهبي چارو لپاره د دولت د ادارې له لارې د دولت کنټرول ته سپارل کېږي. اساسي قانون له مذهب نه هغه استفاده منع کوي چې "په داسې فعالیتونو کې ښکیل شي چې ټولنیز نظم ګډوډ کوي، د خلکو روغتیا زیانمنه کوي یا د دولت په تعلیمي سیسټم کې لاسوهنه کوي."  سربېره پردې دا بیانوي چې "مذهبي سازمانونه او مذهبي چارې تر بهرنی ولکي لاندې نه دي."[۱۲][۱۳]

دغه قانون د پینځه رسمي منل شويو مذهبونو حمایت او ساتنه کوي: د چین د بوډا ټولنه، د چین تاویسټ ټولنه، د چین اسلامي ټولنه، درې ځاني وطنپالنې غورځنګ او د چین د وطن پالنې کاتولیک ټولنه. مذهبي ډلې اړ دي چې د مذهبي چارو لپاره د ایالتي اداره (SARA) چې په خوا د مذهبي چارو د مرکزي ادارې په نوم پېژندل کېده) یا د نوموړي ولایتي او محلي دفترونو (اوس هم د مذهبي چارو ادارې (RABs) په نوم پېژندل کېږي) راجستر شي.( SARA) او (RABs ) دواړې ادارې د دیني فعالیتونو د مشروعیت د څارنې او قضاوت مسئولیت لري.

دیني تبلیغ یوازې په شخصي مسایلو کې یا په ثبت شویو عبادت ځایونو کې اجازه لري. ديني تبلیغ په عامه ځایونو، د بهرنیانو له خوا نه راجستر شویو کلیساګانو یا معبدونو کې منع دی. په رسمي ډول د ملحد کمونست ګوند غړي د مذهبي عقیدې ساتلو نه په کلکه منع شوي.[۱۴][۱۵]

د پام وړ نه تصویب شوې کلیساګانې او معبدونه شته چې هم ځایی خلک او هم بهرنیان ورځي. نه ثبت شوي یا ځمکې لاندې کلیساګانې په رسمي توګه منع نه دي خو د مذهبي فعالیتونو د ترسره کولو اجازه نه لري. دغه بنسټونه ممکن د دولتي او ګوندي ارګانونو له خوا د لاسوهنې، ځورونې او ظلم له بېلابېلو درجو سره مخ شي. په ځینو مواردو کې نه ثبت شوي مذهبي معتقدین او مشران په "غیر قانوني مذهبي فعالیتونو" یا د "ټولنیز ثبات په ګډوډی" تورن شي. مذهبي معتقدین هم د جزا قانون د ۳۰۰ مادې له مخې تورن شوي چې د "قانون تطبیق کمزورتیا" لپاره د بدعت کارو سازمانونو کار اخیستل. د ۶-۱۰ دفتر په نوم یو لوړ قضایي، د کمونست ګوند تر مشرۍ لاندې امنیتي ارګان د فالون ګونګ د ځپلو او په زیاتیدونکي توګه د نورو نه ثبت شویو مذهبي سازمانونو باندې څارنه کوي. قومي مذهبونه که څه هم رسماً نه دي ساتل شوي ځینې وختونه د چارواکو له خوا زغمل کېږي. د مذهبي چارو ادارې د خلکو د مذهبونو د مدیریت د څارنې لپاره یوه څانګه جوړه کړې ده.[۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

د چین کمونست ګوند که څه هم د مذهبي ازادۍ د محدودولو اوږد تاریخ لري خو په  وروستیو ۱۸ کلونو کې یې په زیاتیدونکي ډول د مذهب سره دښمني کړې او د اسلام، تبتي بودیزم او عیسویت د چيني کولو کمپاینونه یې پیل کړي څو د "بهرني" نفوذ څخه د خلاصون لپاره مبارزه وکړي. د مذهبي چارو په اړه د ۲۰۱۸ ز کال تعدیل شوي مقررات په  اغیزناکه توګه "غیر مجاز" مذهبي تدریس منع کوي او د مذهبي فعالیتونو په کنټرول کې د ځايي چارواکو رول پراخوي. په چین کې د مذهبي ازادۍ وضعیت په ۲۰۱۸ ز کال کې په دوامدار توګه خراب شو. د چین حکومت د مذهبي اقلیتو د څارنې لپاره د مخ پېژندنې او مصنوعي استخباراتو په کارولو سره د عالي تخنیکي څارنې ریاست رامنځ ته کړی دی. نوي مقررات  د ۲۰۱۸ ز کال اپریل په لمړۍ نېټه اجرا شول چې مذهبي ځایونه اړ دي چې قانوني استازي او مسلکي محاسبین ولري. ځینو کوچنیو مذهبي ځایونو په ځانګړي ډول په کلیوالو سیمو کې د دې اړتیاوو پوره کول ناشوني وبلل.[۲۰][۲۱]

سرچينې او ياداښتونه[سمول]

  1. Constitution of China, Chapter 2, Article 36.
  2. Congressional-Executive Commission on China, Annual Report 2011, Oct 2011.
  3. Constitution of the Republic of China, Chapter 2, Article 13, 1947.
  4. Dillon, Michael (2001). Religious Minorities and China (په انګلیسي ژبه کي). Minority Rights Group International. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Buang, Sa'eda; Chew, Phyllis Ghim-Lian (9 May 2014). Muslim Education in the 21st Century: Asian Perspectives (په انګلیسي ژبه کي). Routledge. د کتاب پاڼې 75. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-317-81500-6. Subsequently, a new China was found on the basis of Communist ideology, i.e. atheism. Within the framework of this ideology, religion is treated as a 'contorted' world-view and believed that religion would disappear at the end, along with the development of human society. A series of anti-religious campaigns was implemented by the Chinese Communist Party from the early 1950s to the late 1970s. As a result, in nearly 30 years between the beginning of the 1950s and the end of the 1970s, Christian churches, mosques (as well as Chinese temples) were shut down and Imams involved in forced 're-education'. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Joske, Alex (May 9, 2019). "Reorganizing the United Front Work Department: New Structures for a New Era of Diaspora and Religious Affairs Work". Jamestown Foundation (په انګلیسي ژبه کي). مؤرشف من الأصل في July 21, 2019. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ نومبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "These are the best and worst countries in the world to be an atheist". journal.ie. 28 October 2018. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ نومبر ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "Taiwan". Freedom in the World 2018. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۲ فبروري ۲۰۲۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ فبروري ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "Spreading the word is no bed of roses". Taiwan Today. 11 September 2008. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ فبروري ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. https://law.moj.gov.tw/ENG/LawClass/LawAll.aspx?pcode=A0000001
  11. English translation of the Constitution of the People's Republic of China of 1982 Archived 2015-12-31 at the Wayback Machine. (page visited on 20 February 2015).
  12. U.S Department of State, International Religious Freedom Report 2010: China Archived 2019-12-18 at the Wayback Machine., 17 Nov 2010.
  13. Constitution of China, Chapter 2, Article 36.
  14. U.S Department of State, International Religious Freedom Report 2010: China Archived 2019-12-18 at the Wayback Machine., 17 Nov 2010.
  15. Xinhua News Agency, 'CPC members shall not believe in religion: senior official' Archived 2013-05-13 at the Wayback Machine., 19 Dec 2011.
  16. The December 2019 law《宗教团体管理办法》 came into force in February 2020 and explicitly bans activities held in the name of unregistered religions.
  17. "China: The crackdown on Falun Gong and other so-called 'heretical organizations'". Amnesty International. 23 March 2000. مؤرشف من الأصل في ۲۵ اپرېل ۲۰۱۹. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ مارچ ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Sarah Cook and Leeshai Lemish, ‘The 610 Office:Policing the Chinese Spirit’ Archived 2011-09-26 at the Wayback Machine., Jamestown Foundation, China Brief , Volume 11 Issue 17 (9 November 2011).
  19. Congressional-Executive Commission on China, ‘Annual Report 2009’ Archived November 3, 2009, at the Wayback Machine., 10 October 2009
  20. United States Commission on International Religious Freedom, Annual Report 2011 Archived 2011-10-23 at the Wayback Machine., May 2011.
  21. "Annual Report 2020" (PDF). United States Commission on International Religious Freedom. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)