په پولنډ کې ټول‌ وژنه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا


دغه ټول وژنه، په پولنډ کې د نازي جرمني له خوا د مړینې د کمپونو له جوړولو، د جرمنیانو له خوا د ګاز ون( vans)ـ یوه لارۍ وه چې د ګاز د ګرځنده چمبر په توګه په دویمه نړیواله جګړه کې کارول شوې وه او د روح وژونکې په معنا وه ـ له کارولو او د ليتوانیايي او اوکرایني مرستو پر مټ د الماني سرتېرو له ډله‌ییزو ډزو سره په نښه شوې وه. د ټول‌وژنې کمپونو د پولنډي یهودیانو او هغو یهودیانو په نابودۍ کې اساسي رول درلود، چې د جرمني په واسطه له لویدیځې او سويلي اروپا نه بېل شول.

د جرمني د پېچلې بیوروکراسۍ هره څانګه، د کورنیو چارو او مالیې له وزاتونو نه نيولې تر الماني اقتصادي واحدونو، شرکتونو او دولتي رېل ګاډو پورې ټول د وژنې په بهیر کې شامل وو.  د نازي تر اشعال لاندې پولنډ د یهودي نفوس شاوخوا ۹۸ سلنه برخه په اور سره د وژنې(هلوکاست) په ترڅ کې ووژل شول. نژدې ۳۵۰۰۰۰ پولنډي يهودیان، له جنګ نه ژوندي پاتې شول. ډېری ژغورل شوو هېڅکله د نازي تر اشغال لاندې پولنډ کې ژوند نه کاوه، خو د ۱۹۳۹ او ۱۹۴۰ز کلونو په بهیر کې یې د پولنډ په هغو سیمو کې ژوند کاوه چې، د شوروي تر اشغال لاندې وې او په ۱۹۴۱ز کال کې د جرمني له پرمختګ نه د مخنیوي په موخه وتښتېدل یا د شوروي له خوا د ختیځ پر لور بې ځایه شول.[۱]

له ۳۰۰۰۰۰۰ نه زیاتو پولنډي یهودیانو نه، چې د نازیانو په کمپونو کې په جبري ډول کار ته تبعید(شړل) شوي وو، یوازې ۵۰۰۰۰ کسان ژوندي پاتې شول. 

مخینه(شالید)[سمول]

پر پولنډ د ۱۹۳۹م کال تر یرغل وروسته، نازي آلمان او د شوروي اتحاد د مولوتوف-ریبنترب (Molotov–Ribbentrop) د محرمانه تړون له پروتوکول سره سم پولنډ په اشغالي سیمو/زونونو وویشه. د پولنډ لویدیځه پراخه سیمه د جرمني ضمیمه شوه. د پولنډ د خاورې شاوخوا ۵۲ سلنه خاوره په ځانګړ ي ډول د کرېسې (Kresy ) سرحدي سیمې چې د ۱۳۰۰۰۰۰پولنډي یهودیانو په ګډون شاوخوا له ۱۳.۲ تر ۱۳.۷ میلیونه کسانو په کې ژوند کاوه د شوري اتحاد ضمیمه شوه. شاوخوا له ۱۵۷۰۰۰ نه تر ۳۷۵۰۰۰ پولنډي یهودیان یا شوروي اتحاد ته وتښتېدل یا هم د شوروي اتحاد د لوړپوړو چارواکو له خوا ختیځ ته تبعید شول. هغه پولنډي یهودیانو چې له بیعت کولو نه ډه‌ډه کوله په څو میاشتو کې د شوري په سیمه کې له قومي پولنډیانو سره د شوروي داخلي ژورو ته وشړل. د تبعید شویو پولنډي يهودیانو شمېر د اټکل له مخې له ۲۰۰۰۰۰ نه تر ۲۳۰۰۰۰ پورې و چې ماشومان، ښځې او نارینه په کې شامل وو. [۲]

دواړه نیواکګر/اشغالګر ځواکونه د پولنډ د خپلواک دولت له شته‌والي سره مخالف وو. که څه هم د شوري ولکه لنډ مهاله وه، ځکه د شوروي او جرمني تر منځ تړون چې په مسکو کې امضأ شوی د ۱۹۴۱م کال د جون په ۲۲ د شوروي تر یرغل لاندې سیمه باندې د جرمني له برید سره مات شو(نقشه وګورئ). له ۱۹۴۱ نه تر ۱۹۴۳ ټول پولنډ د جرمني په واک کې و.عمومي نیم استعماري دولت چې د پولنډ په مرکز او سویل لویدیځ کې رامنځته شوی و، د تر اشغال لاندې پولنډ ۳۹ سلنه خاوره یې جوړوله. 

د نازي د لږه کیو د رامنځته کولو پالیسي[سمول]

له دویمې نړیوالې جګړې نه مخکې، په پولنډ کې ۳۵۰۰۰۰۰ یهودیان وو، چې په اصل کې يې په ښارونو کې ژوند کاوه او د عمومي نفوس شاوخوا لس سلنه برخه یې جوړوله. د پولنډي يهودیانو د تاریخي موزیم پولېن (POLIN) ډېټابېس په هېواد کې د یهودیانو د ۱۹۲۶ ټولنو په اړه معلومات وړاندې کوي. په ۱۹۳۹ز کال کې د روڼ‌اندو د وژلو او د پولنډ تر فتحې وروسته، د یهودیانو ضد د جرمنیانو لومړۍ اقدام د پولنډ له لانجمنو سیمو نه چې د درېیم رایک (Reich) له خوا الحاق شوې وې، د یهودیانو د اېستلو(اخراج) سیاست و. د لوی پولنډ او پومیريليا (Pomerelia) ترټولو لویدیځ ولایتونه، د بشپړ الماني کولو په موخه د لېبېنزرام (Lebensraum) کډوالو د استعمار له لارې د وارټلېنډ (Wartheland) او ډېنزېک وېسټ –پروشيا (Danzig-West Prussia) په نامه، د نوي جرمني رایشګاو (Reichsgaue ) ته واوښتل. د لوډز (Łódź) ښار چې په مستقیم ډول د ووردېګو (Warthegau ) له نوې سیمې سره ضمیمه شوی و، د لومړي ځل لپاره شاوخوا ۴۰۰۰۰ پولنډي یهودیان جذب کړل، چې له شاوخوا سیمو نه په زور اېستل شوي وو. په ټوله کې ۲۰۴۰۰۰ یهودي وګړي، د لوډز په ښار کې منزوي(تجرید) شول. په پيل کې دوی باید عمومي دولت ته شړل شوي وی. په هر حال د یهودیانو د له منځه وړلو پراخ وروستی مقصد، تر هغه پورې پرانیستی و، چې وروستۍ حل لاره دوه کاله وروسته پیل شوه.  [۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰]

تر اشغال وروسته سملاسي د پولنډي يهودیانو پر وړاندې زور زیاتی د جرمني اشغالګرو چارواکو په واسطه په ځانګړي ډول په لویو ښاري سیمو کې پیل شو. په لومړي یو نیم کال کې نازیانو ځانونه د یهودیانو د ګټو لپاره د دوی د ارزښتمنو شتمنیو او ملکیتونو په اېستلو پورې محدود کړل او د لنډمهاله منزوي کولو له لارې يې د غلامۍ کار ته مجبور کړل. د دې دورې په ترڅ کې جرمنیانو د یهودایانو ټولنو ته امر وکړ چې د یهودیانو شوراګانې (Judenräte) رامنځته کړي، تر څو د تجرید شویو سیمو (ګيټو/ ghettos) اداره پر غاړه واخلي او د اوامرو د لېږد په برخه کې سخت د مسؤلیت احساس ولري. ډېری د یهودو تجرید شوې سیمې (ګيټو- ghettos) په ښارګوټو او ښارونو کې چېرته چې مخکې د یهودیانو ژوند ښه تنظیم و جوړې شوې وې. د لوجستیکي دلیلونو له امله په اشغال شوي پولنډ کې هغه ښارګوټي چې د رېل پټلۍ نښلونه يې نه لرله منحل شول. د تبعید په یوه پراخ اقدام کې چې د بار وړلو له رېلونو نه کارونه په کې شامله وه، ټول پولنډي یهودیان د ټولنې له نورو برخو نه په یوه نړېدلې سیمه (Jüdischer Wohnbezirk) کې د رېل پټلۍ شته لارې ته څېرمه بېل کړای شول. د خوړو مرستې په بشپړ ډول د نازي ګوند د خوندیتوب سازمان (اېس اېس -SS)  پورې تړلې وې. په لومړیو کې يهودیان په قانوني ډول د ډوډۍ له پخولو نه منع کړل شوي وو، هغوی په نا پرله پسې ډول له عامه خلکو نه محصوراو بند کړل شوي وو.    [۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

د ورسو په تجرید شوې سیمه (ګېټو- ghetto) کې له ټولې فرانسې نه زیات شمېر یهودیان ځای پر ځای شوي وو. د لوډز تجرید شوې سیمې د یهودیانو شمېر له ټول هالنډ نه زیات و. د هغو یهودیانو شمېر چې په کراکوف (Kraków) ښار کې يې ژوند کاوه، له ټولې ايټالیا نه ډېر و او په حقیقت کې د پولنډ هر منځنی ښار د ټولې سکاندینویا په پرتله، د یهودانو زیات شمېر نفوس درلود. د عمومي دولت د څلورو اصلي زونونو په پرتله د اروپا ټول ختیځ (مجارستان، رومانیا، بلغاریا، یوګوسلاویا او یونان )د یهودو لږ نفوس درلود.  

په جګړه ځپلي پولنډ کې د یهودیانو سخت حالت، د تجرید شویو سیمو (ghettos) د شته‌والي د تعریف پر بنسټ په پړاوونو وېشلی شو. د تجرید شویو سیمو له رامنځته کېدو نه مخکې، له ځورولو او شکنجې نه تېښته د اعدام په غیرقانوني سزا کې ښکېله نه وه. هغه مهال چې تجريدي سیمې له دننه خوا نه وتړل شوې، د ناروغیو او لوږې په سبب مړینه نه کابو کېدونکی فساد و، چې یوازې پولنډي داوطلبانو د خوړو او درملو د غیر یهودي قاچاق‌وړونکو په واسطه را کم شو او دا هغه څه وو چې، رېنګبلوم (Ringelblum ) له خوا په شلمه پېړۍ کې د دوو قومونو د وګړو تر منځ د تاریخ د غوره پاڼو په توګه وستایل شول. په ورسو (Warsaw) کې مصرف شوي ۸۰ سلنه خوراکي توکي، په ناقانونه ډول تجرید شویو سیمو ته د ننه کېدل. د جرمنیانو له خوا د خوراکي توکو پېژندل شویو کوپونونو د بقا لپاره يوازې ۹ سلنه لازمه انرژي تامينوله. د ۱۹۴۰ ز د نومبر او ۱۹۴۳ ز د مې میاشتې تر منځ په دوو نیمو کلونو کې شاوخوا ۱۰۰۰۰۰ یهودیان د ورسو په تجریدي سیمه کې له لوږې او ناروغۍ نه په جبري ډول ووژل شول او د ۱۹۴۰ د مې او د ۱۹۴۴ د اګست میاشتې تر منځ په څلورنیمو کلونو کې شاوخوا ۴۰۰۰۰ کسان د لوډز په تجریدي سیمه کې په قتل ورسېدل. د ۱۹۴۱ز کال په پای کې تجرید شویو یهودیانو هېڅ پانګه نه درلوده چې د اړینو خوړو د ترلاسه کولو لپاره يې د نازي ګوند د خوندیتوب سازمان (اېس اېس - SS) ته تحویل کړي. توليد‌پالونکو چې د جرمني چارواکو تر منځ د تشبث له لارې د یهودیانو د په ځان بسیا کولو لپاره هڅه کوله، یوازې پر شوروي اتحاد د جرمني تر یرغل وروسته په تدریجي ډول برلاسي شول.  په دې توګه تر ټولو نومیالۍ تدریجي سیمې په لنډمهاله ډول داړتیا وړ توکو د تولید په برخه کې ثابتې شوې، داسې چې هلته د یهودي نفوس د مړینې په کچه کې کموالی راغی. [۱۷][۱۸]

سرچینې[سمول]

  1. Berendt, Grzegorz (2019). "Violence against Jews in Poland, 1944–47: The State of Research and its Presentation". New Directions in the History of the Jews in the Polish Lands (په انګلیسي ژبه کي). Academic Studies Press. د کتاب پاڼې 443. doi:10.1515/9788394914912-039. S2CID 212772792. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-83-949149-1-2. It was such an efficient operation that on the territories controlled by the Third Reich at most only 2 percent of Polish Jews survived. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Edele او Warlick 2017، صص. 103, 123.
  3. کينډۍ:Harvp
  4. Gilbert, Martin (1986), The Holocaust: the Jewish tragedy, Collins, د کتاب پاڼي 84–85, د کتاب نړيواله کره شمېره 9780002163057 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة).
  5. Wardzyńska, Maria (2009), "The Year was 1939: Operation of German Security Police in Poland. Intelligenzaktion" (PDF), (Był rok 1939. Operacja niemieckiej policji bezpieczeństwa w Polsce. Intelligenzaktion) (په پولش ژبه کي), Institute of National Remembrance, pp. 8–10 in current document, د کتاب نړيواله کره شمېره 978-83-7629-063-8, PDF file, direct download 2.56 MB, مؤرشف (PDF) من الأصل في November 29, 2014 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة).
  6. Czesław Łuczak (1987). Położenie ludności polskiej w Kraju Warty 1939–1945. Dokumenty niemieckie. Poznań: Wydawn. Poznańskie. د کتاب پاڼي V–XIII. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-83-210-0632-1. Google Books. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "Poles: Victims of the Nazi Era". United States Holocaust Memorial Museum. 2013. (PDF version). Archived from the original on October 3, 2013. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: BOT: original-url status unknown (link)
  8. Rosenberg, Jennifer (2006). "The Łódź Ghetto". مؤرشف من الأصل في April 30, 2006. Sources: Lodz Ghetto: Inside a Community Under Siege by Adelson, Alan and Robert Lapides (ed.), New York, 1989; The Documents of the Łódź Ghetto: An Inventory of the Nachman Zonabend Collection by Web, Marek (ed.), New York, 1988; The Holocaust: The Fate of European Jewry by Yahil, Leni, New York, 1991. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Rotbein Flaum, Shirley (2007). "Lodz Ghetto Deportations and Statistics". Timeline. JewishGen Home Page. مؤرشف من الأصل في March 21, 2015. د لاسرسي‌نېټه March 26, 2015. Source: Encyclopedia of the Holocaust (1990), Baranowski, Dobroszycki, Wiesenthal, Yad Vashem Timeline of the Holocaust, others. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Postone, Moishe; Santner, Eric L. (2003). Catastrophe and Meaning: The Holocaust and the Twentieth Century. University of Chicago Press. د کتاب پاڼي 75–6. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-226-67610-4. مؤرشف من الأصل في July 5, 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Gruner, Wolf (2006), Jewish Forced Labor Under the Nazis: Economic Needs and Racial Aims, 1938–1944, Cambridge University Press, د کتاب پاڼي 249–250, د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0521838757, By the end of 1940, the forced-labor program in the General Government had registered over 700,000 Jewish men and women who were working for the German economy in ghetto businesses and as labor for projects outside the ghetto; there would be more. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Trunk, Isaiah (1972). Judenrat: the Jewish Councils in Eastern Europe under Nazi Occupation. New York: Macmillan. د کتاب پاڼي 5, 172, 352. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8032-9428-8. with an introduction by Jacob Robinson. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Louis Weber, Contributing Writers (April 2000). "1939: The War Against the Jews". The Holocaust Chronicle: A History in Words and Pictures. Publications International. Archived from the original on March 20, 2012 – عبر Internet Archive. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: BOT: original-url status unknown (link)
  14. Michael Berenbaum (2006). The World Must Know. United States Holocaust Memorial Museum. د کتاب پاڼې 114. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780801883583. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Peter Vogelsang, Brian Larsen (2002), The Ghettos of Poland, The Danish Center for Holocaust and Genocide Studies, د اصلي آرشيف څخه پر March 6, 2016 باندې – عبر Internet Archive الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: يستخدم وسيط المؤلفون (link)
  16. Marek Edelman. "The Ghetto Fights". The Warsaw Ghetto: The 45th Anniversary of the Uprising. Literature of the Holocaust, at the University of Pennsylvania. مؤرشف من الأصل في November 25, 2009. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Gutman, Yisrael (1989). The First Months of the Nazi Occupation. The Jews of Warsaw, 1939–1943: Ghetto, Underground, Revolt. Indiana University Press. د کتاب پاڼې 12. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-253-20511-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Walter Laqueur, Judith Tydor Baumel (2001), The Holocaust Encyclopedia, Yale University Press, د کتاب پاڼي 260–262, د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0300138115 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: يستخدم وسيط المؤلفون (link)



























































































Works cited[سمول]