په يمن کې لوږه «قحطي» (2016-تر اوسه)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

له 2016ز کال راهيسې، په يمن کې د خوراک د تامين بحران روان دی، چې د يمن د کورنۍ جګړې پر مهال پيل شوی و. د ملګرو ملتونو د اټکل تر مخې د 2020ز کال تر ديسمبر پورې د جګړې د غېر مستقیمو لاملونو له کله 130000 تنه مړه شوي دي، په کومو لاملونو کې چې د خوراکونو، د روغتيايي خدماتو، او زېربناوو کمښت شامل دي. په 2018ز کال کې، د ماشومانو د ساتنې ادارې (Save the Children) اټکل کړی و چې له دې مخکې په درې کلونو کې 85000 ماشومان د لوږې له امله مړه شوي وو. د 2020ز کال د مۍ په مياشت کې، يونيسف يمن په نړۍ کې د ستر بشري ناورين په توګه بيان کړ، او اټکل يې کړی چې د ټول نفوس 80٪ وګړو بشري مرستو ته اړتيا درلوده، يعنې له څلور ويشت ميلیونه څخه زيات وګړی. د 2022ز کال د سپتمبر په مياشت کې، د خوړو نړیوال پروګرام اټکل کړی و چې اولس اعشاريه څلور ميلیونه يمنيان د خوراک د کمښت سره لاس او ګريوان دي،  ويې ويل چې د کال تر پايه به دا شمېر نولس ميلیونه ته لوړ شي، او روښانه يې کړه چې د لوږې دا کچه بې مخينې ده. دا بحران د نس ناستي ناروغۍ د پيل له امله مخ په زیاتېدو دی، د کوم له امله چې د 2015ز او 2017ز کال تر منځ موده کې له 3000 څخه زيات کسان مړه شوي دي. په داسې حال کې چې هېواد د بحران سره مخ دی او ډېرې سيمې د IPC Phase 4 (بشري بېړنی حالت) په توګه ډلبندي شوي دي، د نړيوالو مرستندويه هڅو له امله په 2018ز کال کې او بيا د 2019ز کال په لومړيو کې د لوږې د حالاتو اصلي ډلبندي ځنډېدلې ده. د 2021ز کال د جنورۍ په مياشت کې، له 33 سيمو څخه دوه سيمې د IPC 4 (بشري بېړنی حالت) په توګه ډلبندي شوې وې، په داسې حال کې چې 26 نورې سیمې د IPC 3 (سخت بحران) په توګه ډلبندي شوې وې.[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹]

د بحران بنسټيز لامل د يمن روانه کورنۍ جګړه ده. په 2015ز کال کې پيل شوې روانې کورنۍ جګړې او د سعودي عربستان له خوا د يمن د محاصرې له امله، خلکو ته مرستې ډېر ځله په اغېزناک ډول نه رسېږي. د 2017ز کال د نومبر په مياشت کې د ټولو سمندري او ځمکنيو بندرونو د بندېدو تر څنګ محاصره هم سخته کړای شوه وه، او د مياشتې په پای کې په بشپړ ډول نه، بلکې تر يو بريده ازاد کړای شول، او ځينو بشرپالو مرستو ته اجازه ورکړل شوې وه، چې هېواد ته داخل شي.[۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

د 2019ز کال د لوږې نړيوال شاخص تر مخې، د منځنۍ افريقا جمهوريت څخه وروسته، يمن په نړۍ کې د لوږې دويم درجه د لوږې لوړې نومرې لري، د منځنۍ افريقا جمهوريت کې له 2000ز کال راهيسې د لوږې نومرې تر يمن يو څه خرابې دي (له 43.2 څخه 45.9 ته لوړې شوې دي). د 2020ز کال لپاره، GHI اټکل کوي چې له پنځو کلونو کم عمره ماشومانو کې د ضياع خپرېدل له 13.3٪ څخه 15.5٪ ته لوړ شوي دي، او د ودې نه کېدو خپرېدل له 46.6٪ څخه تر 5302٪ پورې لوړ شوي دي، په داسې حال کې چې د کورنۍ جګړۍ په اوږدو کې د ماشومانو مجموعي مړينه يو څه کمه شوې ده (2010ز په پرتله).[۱۷][۱۸]

مخينه[سمول]

په نړيواله کچه په رسميت پېژندل شوي حکومت د ځواکونو او حوثیانو تر منځ له جګړې وروسته په 2014ز کال کې د يمن کورنۍ جګړه پيل شوه. د ايران حکومت حوثيانو ته پوځي ملاتړ وړاندې کړ، او د یمن پلازمېنه يې ونيوله. د ناکامو مذاکراتو له يوې لړۍ وروسته، د 2015ز کال په جنورۍ مياشت کې پاغيانو ولسمشريزه ماڼۍ ونيوله. ولسمشر عبد ربه منصور اړ کړای شو چې د خپلو دولتي چارواکو سره يو ځای استعفاء وکړي. د همدې کال د مارچ مياشتې په پيل کې، متحده ايالاتو او سعودي عربستان يو لړ اقتصادي بنديزونه پلې کړل او د سعودي عربستان په مشرۍ يو ايتلاف پر حوثي ياغيانو هوايي بريدونه پيل کړل.[۱۹][۲۰]

جګړې په ملکيانو منفي اغېز کړی، له امله يې سخت اقتصادي سقوط منځ ته راغی، سلګونه زره خلک له خپلو کورنو تېښتې ته اړ شوي، او شپږ شپېته سلنه خلک جدي بشري مرستو ته اړتيا لري. له اوسني بحران مخکې، يمن په منځني ختيځ کې تر ټولو ډېر ناوخوندي هېواد و. دا هېواد د نړۍ تر ټولو زیات سوء تغذيې سره مخ هېوادونو کې شمرل کېدو، او د دې هېواد پنځوس سلنه وګړي پاکو اوبو ته د محدود لاسرسي تر څنګ په بې وزله حالاتو کې اوسېدل.[۲۱]

لاملونه[سمول]

د سعودي عربستان په مشرۍ مداخله[سمول]

په يمن کې لوږه په دې هېواد کې د سعودي عربستان په مشرۍ د مداخلې د بنديز مستقیمه پايله ده. يمن له مخکې څخه په عربي ټاپووزمه او منځني ختيځ کې تر ټولو زيات بې وزله هېواد و، او الحديدة د يمن يو له تر ټولو بې وزلو ښارونو شمېرل کېدو، خو د سعودي په مشرۍ ايتلاف له خوا د جګړې او سمندري بنديز له امله وضعيت لا زيات خراب کړ. د کب نيونې کښتۍ، کومې چې د الحديدة د اوسېدونکو د معيشت بنسټيزه سرچينه وه، د سعودي د هوايي بريدونو له امله ويجاړې شوې، او له هغوی سره هېڅ داسې وسيله پاتې نه شوه چې کورنيو ته خوراک برابر کړي. د پايلې په توګه، په اوسط ډول په هرو لسو دقيقو کې يو ماشوم مري. د ملګرو ملتونو د ماهرينو يو پلاوي موندلې ده چې سعودي عربستان په قصدي ډول يمن ته د بشري مرستو د رسېدو په مخ کې خنډونه پیدا کوي. [۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳]

د سعودي عربستان په اړه ويل شوي دي چې په قصدي ډول په يمن کې د خوراک د تولید او وېش سرچينې په نشه کوي، په دې ډول چې په فارمونو، د کب نيونې کښتيو، بندرونو، د خوراکونو زېرمې، د خوراکونو فابريکې، او نورو سوداګريو بمبارۍ کوی، تر څو هلته لوږه نوره هم زياته کړي. د دې اقداماتو په پايله کې ملګرو ملتونو د سعودي عربستان په مشرۍ ايتلاف باندې د جنګي جنايتونو د کولو او په بشپړ ډول د انساني ژوند له نظره غورځولو تور پورې کړی دی. د يمن د کورنۍ جګړې پر مهال 1500 شوونځيو ته زيان رسېدلی او ويجاړ شوي دي. د سعودي عربستان له ملاتړ څخه برخمن د هادي ځواکونو له خوا له حوثيانو څخه ساحلي ښار موخا ونیو، دوی کب نيونکي له کار منع کړل. د يمن کب نيونې اتحاد پر ايتلاف د کب نيونکو پر ضد د جګړې د پيل تور پورې کړ.[۳۴][۳۵][۳۶][۳۷][۳۸][۳۹][۴۰][۴۱][۴۲][۴۳][۴۴][۴۵][۴۶][۴۷][۴۸][۴۹][۵۰][۵۱]

امریکايي سناتور «Chris Murphy» په امريکا د يمن په بشري بحران کې د ښکېلتيا تور پورې کړی، او وايي: "اوسمهال د يمن په داخل کې زرګونه او زرګونه مري. ... دا وحشت تر يو بريده د يوې داسې بمبارۍ په مبارزو کې د اسانتيا برابرولو برخه کې زموږ د پرېکړې له امله منځ ته راغلی دی، کوم چې ماشومان وژني، د يمن په داخل کې د سعودي تګلاره  تاييدوي، کوم چې په قصدي ډول د ناروغۍ او لوږې او بشري مرستو له مخنيوی څخه د يوې حربې په توګه کار اخلي".[۵۲]

برتانوي څېړونکي « Alex de Waal» په يمن کې د لوږې په اړه لاندې څرګندونه کړې

په 1990ز لسيزه کې له شمالي کوريا وروسته د نړۍ تر ټولو ناوړه او په کوم کې چې د لوېديځ مسئولیت تر ټولو روښانه دی... د جګړې له پیل راهيسې، برتانيې لږ تر لږه د 4.5 مليارده پاونډو وسلې په سعودي عربستان او 500 ميليونه پاونډه په ارزښت په متحده عرب اماراتو پلورلي دي. ټرمپ په تېره مۍ مياشت کې په سعودي عربستان د 110 مليارده ډالرو وسلو د پلور اجازه ورکړې وه. يمن به د دې نسل، يا د دې پېړۍ د لوږې جنايت ثابت شي.[۵۳]

د بې پولې ډاکټرانو سازمان (MSF) د لوږې او نس ناستي ناروغۍ له قربانيانو سره مرسته کوي، تر څنګ يې هغو ته د رواني روغتيا مرستې وړاندې کوي چې د جګړې له امله اغېزمن شوي دي.[۵۴]

د حوثيانو له خوا د خوراک نيول[سمول]

په حوثيانو د بشري حقوقو د څار (HRW)، MSF، او خوړو نړيوال پروګرام (WFP) په ګډون ادارو له خوا تر خپل واک لاندې ښارونو کې په غېر قانوني ډول د خوراکونو او درملو د نیولو تور پورې شوی دی، داسې حال کې چې د خوړو نړيوال پروګرام د يوې سروی موندنې ښيي چې د حوثیانو تر واک لاندې صنعا او صعده کې دا خوراکي مرستې اکثريت وړ خلکو ته نه رسېږي.[۵۵][۵۶]

سرچينې[سمول]

  1. Graham-Harrison, Emma; agencies (4 October 2016). "Yemen famine feared as starving children fight for lives in hospital". The Guardian. مؤرشف من الأصل في ۰۴ اکتوبر ۲۰۱۶. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ ډيسمبر ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "UN humanitarian office puts Yemen war dead at 233,000, mostly from 'indirect causes'". UN News. 1 December 2020. مؤرشف من الأصل في ۲۳ اگسټ ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. (په 21 November 2018 باندې). 85,000 Children in Yemen May Have Died of Starvation.
  4. "85,000 children in Yemen have starved to death: Save the Children report - ABC News". ABC News. مؤرشف من الأصل في ۰۹ اپرېل ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "Yemen conflict: A devastating toll for children". UNICEF. مؤرشف من الأصل في ۱۶ مارچ ۲۰۱۷. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ مارچ ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. (په 25 June 2017 باندې). Yemen faces world's worst cholera outbreak - UN. BBC News.
  7. "Archived copy" (PDF). مؤرشف (PDF) من الأصل في ۲۳ اگسټ ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: الأرشيف كعنوان (link)
  8. "Yemen 2018 | IPC Global Platform". مؤرشف من الأصل في ۲۳ اگسټ ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "Yemen: Acute Malnutrition January - July 2020 and Projections for August - December 2020 and January - March 2021 | IPC Global Platform". مؤرشف من الأصل في ۲۳ اگسټ ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "'Catastrophic' Saudi Blockade on Yemen Could Starve Millions". Time. مؤرشف من الأصل في ۰۴ اکتوبر ۲۰۱۸. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ نومبر ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Dewan, Angela (9 November 2017). "Saudi blockade pushing Yemen to 'worst famine in decades'". CNN. مؤرشف من الأصل في ۲۸ مارچ ۲۰۱۹. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ نومبر ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. (په 8 November 2017 باندې). 'Catastrophic' Yemen crisis grows as blockade cuts Red Cross and UN aid. ABC
  13. (په 21 November 2017 باندې). Famine survey warns of thousands dying daily in Yemen if ports stay closed.
  14. "Saudi Arabia is using famine as a weapon of war - Opinion". Newsweek. 28 November 2017. مؤرشف من الأصل في ۰۸ مې ۲۰۱۹. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ ډيسمبر ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. (په 22 November 2017 باندې). Saudi Arabia just reopened two key ports in Yemen. That won't prevent a famine..
  16. (په 1 December 2017 باندې). Saudi Arabia lifted its blockade of Yemen. It's not nearly enough to prevent a famine..
  17. "2020 Global Hunger Index Results - Global, Regional, and National Trends" (PDF). Global Hunger Index (GHI) - peer-reviewed annual publication designed to comprehensively measure and track hunger at the global, regional, and country levels (په انګلیسي ژبه کي). مؤرشف (PDF) من الأصل في ۱۵ اکتوبر ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ جون ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. "2019 Global Hunger Index Results - Global, Regional, and National Trends" (PDF). 2019 Global Hunger Index (GHI) - peer-reviewed annual publication designed to comprehensively measure and track hunger at the global, regional, and country levels (په انګلیسي ژبه کي). مؤرشف (PDF) من الأصل في ۰۲ جنوري ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ جون ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Sugara, Robi (2018). "The Responses of Indonesian Muslims to Humanitarian Crisis in Syria, Yemen, and Myanmar". Proceedings of the 1st International Conference on Recent Innovations. SCITEPRESS - Science and Technology Publications: 1737–1744. doi:10.5220/0009934517371744. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-989-758-458-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. "War and Peace in Yemen", The Palgrave Encyclopedia of Peace and Conflict Studies, Cham: Springer International Publishing, 2022, د کتاب پاڼې 1676, doi:10.1007/978-3-030-77954-2_300719, د کتاب نړيواله کره شمېره 978-3-030-77953-5, مؤرشف من الأصل في ۱۵ فبروري ۲۰۲۳, د لاسرسي‌نېټه ۱۶ ډيسمبر ۲۰۲۲ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Fink, Martin D. (July 2017). "Naval Blockade and the Humanitarian Crisis in Yemen". Netherlands International Law Review. 64 (2): 291–307. doi:10.1007/s40802-017-0092-3. ISSN 0165-070X. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. . Saudi de facto blockade starves Yemen of food and medicine. Reuters.
  23. "Yemen under de facto blockade". Reuters. مؤرشف من الأصل في ۲۲ اکتوبر ۲۰۱۷. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ نومبر ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Kristof, Nicholas (31 August 2017). "The Photos the U.S. and Saudi Arabia Don't Want You to See". The New York Times. مؤرشف من الأصل في ۱۷ مې ۲۰۱۹. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ نومبر ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. (په 7 November 2018 باندې). Battle rages in Yemen's vital port as showdown looms. The Guardian.
  26. Felipe Bueno (په 6 February 2017 باندې). Food Crisis in Conflict-Ridden Yemen Borders on Famine. The Diplomatic Envoy. School of Diplomacy and International Relations at Seton Hall University
  27. Julian Borger (په 4 June 2016 باندې). Saudi-led naval blockade leaves 20m Yemenis facing humanitarian disaster.
  28. "Bombing of schools by Saudi Arabia-led coalition a flagrant attack on future of Yemen's children". Amnesty International. 11 December 2015. مؤرشف من الأصل في ۱۵ مې ۲۰۱۹. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ مې ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. "Yemen". Doctors Without Borders - USA. مؤرشف من الأصل في ۰۲ مې ۲۰۱۸. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ مې ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. Saeed Kamali Dehghan (په 8 February 2017 باندې). Yemen's food crisis: 'We die either from the bombing or the hunger'.
  31. Ahmed Al-Haj (په 16 September 2016 باندې). Ravaged by conflict, Yemen's coast faces rising malnutrition. U.S. News & World Report.
  32. (په 12 December 2016 باندې). UNICEF: One child dies every 10 minutes in Yemen. Al Jazeera
  33. (په 17 November 2017 باندې). Saudi-led coalition threatens Yemen by blocking aid -U.N. report. Reuters.
  34. "U.S. Fingerprints on Attacks Obliterating Yemen's Economy". The New York Times. 14 November 2016. مؤرشف من الأصل في ۰۷ مې ۲۰۱۹. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ جولای ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  35. MENAFN. "Saudi air campaign targets Yemen's food supplies". مؤرشف من الأصل في ۰۸ جولای ۲۰۱۸. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ جنوري ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  36. . Saudi Arabia 'deliberately targeting impoverished Yemen's farms and agricultural industry'. The Independent.
  37. . Over 100 civilians killed in a month, including fishermen, refugees, as Yemen conflict reaches two-year mark. ReliefWeb.
  38. "Saudi-led coalition strikes Yemeni port, civilians at risk". Reuters. 10 February 2017. مؤرشف من الأصل في ۰۸ جولای ۲۰۱۸. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ ډيسمبر ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  39. "Yemen: Saudi-led coalition intensifies air strikes, hits grains port - CNN". مؤرشف من الأصل في ۲۴ مارچ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  40. (په 24 October 2018 باندې). Air strikes kill at least 16 civilians in Yemen's Hodeidah: medics, residents. Reuters.
  41. "In Yemen, 34 killed in bottling factory bombing". CNN. مؤرشف من الأصل في ۰۱ سپټمبر ۲۰۱۵. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ اکتوبر ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  42. کينډۍ:Cite document
  43. . Saudi-led air strikes in Yemen killed 68 civilians in one day, UN says. The Independent.
  44. کينډۍ:Cite document
  45. . The UN just accused Saudi Arabia led coalition of war crimes. The Independent.
  46. (په 2018-04-23 باندې). Death toll from Saudi airstrike on Yemeni wedding rises to 88: report. AMN - Al-Masdar News | المصدر نيوز.
  47. (په 2018-01-24 باندې). Yemen Devastated by Saudi-Influenced Famine. Americans for Democracy & Human Rights in Bahrain.
  48. "Huge spike in Yemen violence as civilian deaths rise by 164% in four months". The Guardian. 26 September 2018. مؤرشف من الأصل في ۲۹ سپټمبر ۲۰۱۸. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ سپټمبر ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  49. Craig, Iona (12 December 2017). "Bombed into famine: how Saudi air campaign targets Yemen's food supplies". The Guardian. مؤرشف من الأصل في ۱۹ مې ۲۰۱۹. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ ډيسمبر ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  50. "Saudi Arabia 'deliberately targeting impoverished Yemen's farms and agricultural industry'". The Independent. 23 October 2016. مؤرشف من الأصل في ۱۲ مارچ ۲۰۱۷. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ جنوري ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  51. Craig, Iona (12 December 2017). "Bombed into famine: how Saudi air campaign targets Yemen's food supplies". The Guardian. مؤرشف من الأصل في ۱۹ مې ۲۰۱۹. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ جنوري ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  52. "Congress Votes to Say It Hasn't Authorized War in Yemen, Yet War in Yemen Goes On Archived 7 January 2018 at the Wayback Machine.". The Intercept. 14 November 2017.
  53. Waal, Alex de (7 March 2019). "Monuments to Famine". London Review of Books. 41 (5). مؤرشف من الأصل في ۰۲ مارچ ۲۰۱۹. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ مارچ ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  54. "Yemen" (په انګلیسي ژبه کي). Doctors Without Borders - USA. مؤرشف من الأصل في ۱۸ ډيسمبر ۲۰۱۸. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ نومبر ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  55. "Yemen: Houthis Block Vital Goods into Taizz". Human Rights Watch. 2016-01-31. مؤرشف من الأصل في ۰۲ فبروري ۲۰۱۶. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ فبروري ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  56. (په 2018-12-31 باندې). UN threatens to suspend aid to Yemen amid theft by Houthi rebels. The Daily Telegraph.