په هانګ کانګ کې بشري حقونه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د بشری حقونو خوندیتوب په اساسی قانون او د دې هېواد د حقوقو په قانون (د وګړي پروړاندې جرایم. ۳۸۳) کې ساتل شوی دی. د مدني او سیاسي حقونو نړیوال تړون (ICCPR) په هانګ کانګ کې د حقوقو د قانون او د اساسي قانون د ۳۹ مادې پر بنسټ پلي کېږي. هر هغه سیمه ییز قانون چې د اساسي قانون سره په ټکر کې وي د محکمو له لوري لغوه کېدای شي. په دې کې هغه ملي قوانین نه راځي چې په هانګ کانګ کې پلي کېږي، لکه د ملي امنیت قانون، چې حتې که د حقوقو د قانون، ICCPR، یا اساسي قانون سره په ټکر کې وي.[۱][۲]

په عموم ډول داسې انګېرل کېږي چې هانګ کانګ په منځنۍ کچه له مدني آزادیو څخه برخمن دی. که څه هم د هانګ کانګ حکومت وایي چې د وګړو بشري حقونو ته درناوی لري، خو د بشري حقونو په اړه په عمل کې، په ځانګړې توګه په سیاسي ډګر او مطبوعاتو کې، پراخې اندیښنې شته. په دې کې د خلکو د آزدیو په اړه اندیښنې دي چې د عامه نظم د قانون له لوري محدودې شوي او همدارنګه د ملي امنیت په قانون باندې سختې کورنۍ او نړیوالې نیوکې شته، چې د زیاترو له خوا داسې انګېرل کېږي چې ګواکي د آزادۍ ځیني حقونه یې محدود کړي دي. ملګرو ملتونو او د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کارپوهانو په مکرر ډول خبرداری ورکړی چې د ملي امنیت په قانون کې راوړل شوې سرغړونې مبهمې او پراخې دي چې ناوړه یا خپلسر چلند ته لاره هواروي. ځینې وختونه د لاریون کوونکو پر وړاندې پولیس د سختو تاکتیکونو په کارولو تورن شوي او د پولیسو د پراخو واکونو په اړه اړه یې پوښتنې را پورته کړې دي. د محرمیت د حق، پټې څارنې په لویو اندېښنو بدلې شوې دي. د جنسي لېوالتیا د تبعیض قانون د نشتوالي له امله د همجنسبازانو لپاره خوندیتوب نشته. همدارنګه د کارګرانو د حقونو د نه خوندیتوب په اړه هم تبصرې شته دي.  [۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰]

نړوال ښار د حیثیت د درلودلو له امله، کله ناکله په هانګ کانګ کې بشري حقونه د نړیوالې ټولنې تر نظر لاندې راځي. دا کله ناکله د مبصرینو له لوري د معیار په توګه کارول کېږې چې پر بنسټ یې دوی قضاوت کوي چې ایا د چین ولسي جمهوریت د "یو هېواد، دوه نظامونو" د معاملې اصول چې د هانګ کانګ د ځانګړې اداري سیمې ته هغې د اوسني کوچني اساسي قانون له خوا، چې د چین او بریتانیې د ګډې اعلامیې پر بنسټ ورکړل شوي دي، پلي کړي او که نه.   [۱۱]

د خوندیتوب چارچوکاټ[سمول]

چیني-بریتانوي ګډه اعلامیه[سمول]

د چین او بریتانیې د ګډې اعلامیې د ضمیمې تر (د یولسمې برخې) لاندې، داسې صراحت لري:

د هانکانګ د ځانګړې اداري سيمې حکومت، به د قانون په رڼا کې د هانکانګ د ځانګړې اداري سيمې د اوسېدونکو او نورو وګړو د حقونو او آزادۍ ساتنه کوي. د هانګ کانګ د ځانګړې اداري سیمې حکومت باید د هغو حقونو او آزادیو وساتنه هم وکړي چې له وړاندې په هانګ کانګ کې د نافذو قوانینو پر بنسټ وړاندې کېدل چې په کې شخص آزادي، د بیان آزادي، د مطبوعاتو آزادي، د غونډو آزادي، د ټولنو آزادي، په سوداګریزو اتحادیو کې ګډون او د هغوی د را منځ ته کولو آزادي، د مکاتباتو او اړیکو آزادي، د سفر آزادي، د خوځښت آزادي، د کاربندیز آزادي، د لاریون آزادي، د مسلک د غوره کولو آزادي، د علمي څېړنو آزادي، د عقیدې آزادي، د کور خوندیتوب او حرمت، د واده کولو آزادي او په آزاده توګه د کورنۍ د را امنځ ته کولو حق ګډون لري.

د هانګ کانګ د ځانګړې اداري سیمې اساسي قانون[سمول]

د اساسي قانون، د هانګ کانګ د ځانګړې اداري سیمې قانوني اسنادو په رڼا کې، د هانګ کانګ د اوسېدونکو (د دایمي اوسېدونکو او لنډمهاله اوسېدونکو په ګډوڼ) ځینې حقونه او آزادۍ د قانون په دریم څپرکي کې تضمين او خوندي شوي دي. دا حقونه او آزادۍ په لاندې ډول ډي: [۱۲]

  • د قانون په وړاندې برابري؛
  • د دايمي اوسېدونکو د رايې حق او د قانون په ړڼا کې په ټاکنو کې د درېدو حق.
  • د بیان، مطبوعاتو او خپرونو آزادي؛
  • د ټولنو، غونډو، د لاریون او لویو حرکتونو آزادي؛
  • د سوداګریزو اتحادیو د را منځ ته کولو او په هغوی کې د ګډون او کاربندیز آزادي؛
  • د خپلسري یا غیرقانوني نیولو، توقیف او بند څخه د خوندیتوب حق؛
  • د شکنجې او له ژوند نه د ناقانونه محرومیت د خوندیتوب حق؛
  • د خپلسري یا ناقانونه تعقیب، یا د استوګنې کور یا نورو ملکیتونو ته د ننوتلو د خوندیتوب حق؛
  • د مکالماتو آزادي او محرمیت؛
  • په هانګ کانګ کې د خوځښت آزادي، نورو هېوادونو یا سیمو ته د کډوالۍ آزادي، او هانګ کانګ ته د ننوتلو یا وتلو آزادي؛
  • فکري آزادي؛
  • د دیني عقیدې آزادي او په عامه ډول تبلیغ او په دیني کړنو کې ګډون او په هغوی عمل؛
  • د مسلک د ټاکلو آزادي؛
  • په علمي څېړنو، ادبي او هنري نوښت او نورو فرهنګي فعالیتونو کې د ښکېلتیا آزادي؛
  • د محرمو حقوقي مشورو، محاکمو ته د لاسرسي، د خپلو قانوني حقونو او ګټو د خونديتوب یا په محکمو کې د استازیتوب لپاره د وکیلانو د ټاکنې او له قضایي مراجعو څخه د حق غوښتنې حق؛
  • په محکمو کې د اجرایوي چارواکو او د هغوی د پرسونل د کړنو پر وړاندې د قانوني اجراتو د ترسره کولو حق؛
  • د قانون په رڼا کې د ټولنیز هوساینې حق؛
  • د واده آزادي او په آزاده توګه د کورنۍ د را منځ ته کولو حق؛ او
  • نور حقونه او آزادۍ چې د هانګ کانګ د ځانګړې اداري سیمي د قوانینو له لوري خوندي شوي دي.

د قانون ۳۹ ماده دا هم په صرات وایي چې د مدني او سیاسي حقونو نړیوال تړون (ICCPR)، د اقتصادي، ټولنیزو او فرهنګي حقونو نړیوال تړون (ICESCR)، او د کار نړیوال کنوانسیونونه چې په هانګ کانګ کې پلي کېږي باید په هانګ کانګ کې تر هغه کچې نافذ وي چې په اساسي قانون کې د خوندي شوو حقونو له احکامو سره په ټکر کې نه وي.  

که څه هم دا حقوق په صراحت د هانګ کانګ وکړو ته ورکړل شوي، غیر هانګ کانګي وکړي هم کولای شي د قانون د ۴۱ مادې په رڼا کې له دې حقونو او آزادیو څخه برخمن شي.  

د دې هرڅنګ، ۸۷ ماده د هغو حقونو خوندیتوب او ساتنه هم کوي چې پخوا په ټولو جنایي یا مدني محاکمو کې د دعوا اړخونه له هغوی څخه برخمن وو، په ځانګړې توګه په محکمو کې پرته له ځنډه د عادلانه محاکمې حق او په محکمو تر محکوم کېدو پورې یو کس بې ګناه انګېرل کېدل. د قانون ۱۰۵ ماده د ملکیت حقوق او د حقیقي و حقوقي اشخاصو د ملکیت د قانوني سلب لپاره د جبران د حق خوندي کوي. [۱۳]

سرچينې[سمول]

  1. Chan, Johannes. "Judicial Responses to the National Security Law: HKSAR v Lai Chee Ying". 51 HKLJ 1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "HKSAR v Lai Chi Ying [2021] HKCFA 3, §§30-37". legalref.judiciary.hk. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ سپټمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "Country Report 2009". Freedom House. مؤرشف من الأصل في ۲۳ اکتوبر ۲۰۱۱. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ ډيسمبر ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "Freedom in the World 2021". Freedom House. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ سپټمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "Hong Kong: UN human rights office urges immediate release of arrested activists". 7 January 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "Protest against HK rail link". The Straits Times. 17 January 2010. مؤرشف من الأصل في ۲۴ جولای ۲۰۱۳. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ اپرېل ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "Data" (PDF). legco.gov.hk. مؤرشف (PDF) من الأصل في ۱۵ جولای ۲۰۱۶. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ مې ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "Archived copy". د اصلي آرشيف څخه پر ۰۴ جون ۲۰۱۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ اپرېل ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: الأرشيف كعنوان (link)
  9. "Sexual Orientation and Human Rights in Hong Kong". Hong Kong Human Rights Monitor. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۶ مې ۲۰۰۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ مارچ ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "2008 Human Rights Report: China (Hong Kong)". U.S. Department of State. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۳ جنوري ۲۰۱۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ مارچ ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Denesha Brar (27 July 2009). "One Country, Two Systems". The Henry Jackson Society. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۲ جولای ۲۰۱۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ اگسټ ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. "Basic Law Full Text – chapter (3)". basiclaw.gov.hk. مؤرشف من الأصل في ۰۹ مې ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ مې ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. "CHAPTER 383 HONG KONG BILL OF RIGHTS ORDINANCE 1991". د اصلي آرشيف څخه پر ۲۱ جولای ۲۰۱۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ مارچ ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)