په مسيحيت کې یهود مخالفت

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

په مسيحيت کې د يهودو مخالفت (یهود ځورول) د يهودو د مذهبي مخالفت يوه بڼه ده، د دوښمنۍ هغه احساس دی چې ځينې مسيحي کليساوې، مسيحي ډلې او عادي مسيحيان يې د يهودي دين او يهوديانو په وړاندې لري.

د يهوديانو پر ضد د مسيحيانو ويناوې کول او له دې څخه د يهودو په وړاندې زېږېدلې کرکه، د دواړو تاريخ د مسيحيت تر لومړيو کلونو پورې رسېږي او دا د بې ديني يهوديت ضد سلوک څخه راوتلي دي، کوم چې د دې عقيدې په مټ پیاوړي شوي وو چې عيسی مسيح يهوديانو وژلی دی. مسيحيانو په راتلونکو پېړيو کې پرله پسې زياتېدونکي يهود مخالف اقدامات عملي کړل، په کومو کې چې شړل، سپکاوی، د شتمنيو مصادره کول، تاوتريخوالی او وژنې شامل دي، هغه اقدامات چې پايله يې هالوکاسټ ته ورسېده.[۱][۲][۳]

د مسيحي يهود دوښمنۍ بېلا بېل لاملونه ښودل شوي دي، په کومو کې چې الاهي توپيرونه، د کليسا او يهودو عبادتځای ترمنځ سيالي، د مذهب د بدلولو لپاره د عيسايانو هڅونې، د يهودي عقايدو او عبادتونو ناسم پوهاوی او دا انګېرنه چې يهوديت له مسيحيت سره دوښمني لري، شامل دي. د دوه زريزو لپاره، دا کړنې په مسيحي تبليغ، هنر او عامو تعليماتو کې پياوړې شوې چې ټول د يهوديانو په وړاندې د سپکاوي ښودنه کوي، تر څنګ يې هغه اصول چې د يهوديانو د تذليل او بدنامۍ لپاره جوړ شوي دي.[۴][۵]

اوسنی يهود مخالفت په بنسټيز ډول د يو توکم په توګه له يهودو څخه د کرکې په څېر تشريح شوی دی او د دې تر ټولو وروستۍ څرګندونې د اتلسمې پېړۍ په توکميزو نظرياتو کې رېښې لري، په داسې حال کې چې د يهوديانو مخالفت د يهوديت دين په وړاندې په دوښمنۍ کې رېښې لري، خو په لوېديځ مسيحيت کې، د دولسمې پېړۍ په اوږدو کې د يهوديت د دين مخالفت په اغېزناک ډول د يهوديانو په مخالفت کې ضم کړای شوې. پوهانو په دې بحث کړی چې مسيحي يهود مخالفت څه ډول د نازيانو په درېيمه سترواکۍ، دویمه نړيواله جګړه او هالوکاسټ کې ونډه درلوده، په داسې حال کې چې تاريخ پوهان په دې یوه خوله دي چې په ټوله کې نازيزم يا خو له مسيحيت سره اړه نه درلوده يا يې په فعال ډول مخالفت کړی و. هالوکاسټ ډېر مسيحيان د مسيحي الاهياتو (علم التوحيد يا الهي دين) او مسيحي عباداتو تر منځ د اړيکې او دا چې څه ډول دوی په هالوکاسټ کې ونډه درلوده، په هکله فکر کولو ته اړ کړل.[۶][۷]

د مسيحيت او یهوديت تر منځ لومړي توپيرونه[سمول]

د رومي سترواکۍ په داخل کې د مسيحيت او يهوديت قانوني حيثت توپير درلود: له دې امله چې په يهوديت عمل کول يواځې تر يهوديانو او يهوديت پلوو پورې محدود و، په همدې بنسټ د يهوديت پيرويان په عموم کې د هغو مسئولیتونو له پيروۍ څخه مستثنا وو، کوم چې د رومي واکمنې طبقې له خوا د نورو دينونو پر پيرويانو تحميل شوي وو، د «جولیان سيزر» (قيصر) له وخت راهيسې، یهوديت ته د يو «شرعي دين» درجه ورکړل شوې وه، خو بيا هم کله کله د ځورېدو پېښې منځ ته راتلې، د بېلګې په ډول په ۱۹ کې «تايبيريس» يهوديان له روم څخه و ايستل، په ورته توګه «کلاډيس» په ۴۹ کې همدا کار بيا تکرار کړ. خو مسيحيت بیا تر يوې طبقې خلکو پورې نه و محدود او له دې امله چې يهودي عيسايان د يهودو له عبادتځای څخه ايستل شوي وو (وګوره د جمنيا شورا)، دوی همدا راز هغه خوندي حيثيت هم له لاسه ورکړ چې يهوديت ته ورکړل شوی و، بيا هم دې خوندیتوب خپل حدود درلودل (وګوره ټيټوس فيويس کيمينۍ (کنسول)، رابي اکيوا او لس شهيدان).[۸][۹]

د «نيورو» (يو امپراتور و) له واکمنۍ څخه راوروسته، د چا په اړه چې «ټيسيټس» ويلي چې د روم د سترې اور لګېدنې پړه يې په مسيحيانو اچولې وه، په مسيحيت عمل کول جرم ګرځول شوی و او مسيحيان بيا بيا ځورول شوي وو، خو دې ځورولو له يوې سيمې څخه په بله سيمه کې توپير درلود. له دې سره په پرتله کې، یهوديت د يهوديانو او روميانو د جګړو له امله له شاتګ (ماتو) سره مخ شو او د دې شاتګونو یادونه په «لس شهيدان» کې شوې ده. «رابن لین فاکس» د دې ظلم له لومړي پړاو څخه وروسته د ډېرو دوښمنیو اصل موندلی، دا هغه مهال و کله چې رومي واکمنو په عام ډول تر شک لاندې مسيحيانو د عقيدې د معلومولو هڅه کوله او هغوی يې اړ کړل چې خدای ګرځول شوي سترواک ته درناوی وړاندې کړي. يهوديان تر هغه وخته له دې څخه مستثنا و، تر څو چې هغوی «فيسکوس يهودايکوس» (په يهودو لګول شوې ځانګړې مالیه وه) تاديه کوله او مسيحيان (ډيری يا اکثريت يې له يهودي اصل څخه) به ويل چې دوی يهوديان دي، خو د ماليې له ورکړې يې انکار کاوه. دا بايد سیمه ييزو يهوديانو تايید کړې وای، د چا په اړه چې ګومان دا و چې دوی به مسيحيان د خپلو ملګرو يهوديانو په توګه له منلو انکار کاوه، او په دې ډول به ډيری اعدامېدل. «برکات هامنيم» ډېر ځله د دې تور د تايید په توګه مخې ته راوړل کېدو چې په رومي سترواکۍ کې د مسیحيانو په وړاندې د ظلم مسئوليت د يهوديانو په اوږو دی. په درېيمه پېړۍ کې د مسيحيانو په وړاندې منظم ظلم پيل شو او تر هغه وخته روان و، کله چې قسطنطين مسيحي دين ومانه. په ۳۹۰ کې «تيوډوسيس لومړي»  مسيحيت د رومي سترواکۍ دولتي کليسا وګرځوله. په داسې حال کې چې بې دينه (کافر) ډلې او «مانيکي ايزم» ځپل شوي وو، يهوديت بيا هم د يو شرعي دين په توګه خپل حيثت وساته، خو بيا هم د يهوديانو ضد تاوتريخوالی پېښېدو. په پنځمه پېړۍ کې، په رومي سترواکۍ کې ځينو حقوقي اقداماتو د ریهوديانو حيثيت ډېر خرابه کړ.[۱۰]

د پروټسټان بايبل د نوې KJV تر مخې (KJV د کينګ جيمز بايبل نسخه ده)، د يهوديت په اړه د مسیحيانو لپاره د اختلاف يوه بله نقطه د توکم يا د «ساميت» د مسئلې پر ځای، مذهبي تعصب ته منسوب شوې ده. پال (پولس) (يو بنجاميتي عبراني) «ګلياتيانو» (د غلاطيه اوسېدونکي) ته په يو ليک کې دا نقطه روښانه کړې ده، په کوم کې چې هغه خپل اعلان روښانه کړی دی «دلته نه يهودي شته او نه يوناني، دلته نه څوک بنده دی او نه ازاد، دلته نه نارينه شته او نه ښځينه: ځکه چې تاسې ټول په عيسی مسيح کې يو يئ. او که چېرته تاسې د عيسی مسيح يئ، نو تاسې د ابراهيم نسل يئ، او د ژمنې سره سم وارثان يئ». پال وړاندې وايي: «وروڼو، زه د خلکو د چلند سره سم خبرې کوم، که څه هم دا يواځې د يو انسان ژمنه ده، بيا هم که دا تاييد شي، نو هېڅ انسان يې نه شي منسوخولای، نه پکې څه زياتولای شي. اوس ابراهيم او د هغه له نسل سره ژمنې شوې وې. هغه وويل نه، او نسلونو ته، لکه چې ډېرو خلکو ته؛ بلکې د یو په توګه، او ستا نسل ته چې عيسی مسيح دی». ډېري بې لارې مسيحيانو متیو ۲۳ (انجيل متی)، يوحنا ۸:۴۴(انجيل يوحنا)، رؤيا ۲:۹، ۳:۹ (انجيل رؤيا) ولوست او په ناسم ډول يې دا باور پيدا کړی چې د «يهود» اصطلاح معنا يا خو عبراني يا سامي ده... په اصل کې دا معنا نه لري، بلکې په يهوديت کې په دين باندې باور کولو ته وايي.[۱۱][۱۲]

له عهد جديد څخه راپورته شوي موضوعات[سمول]

عيسی د مسیح په ډول[سمول]

په يهوديت کې، عيسی د مسيح په ډول نه و پېژندل شوی، کوم څه چې مسيحيانو د رد په توګه تفسير کړل چې یو ناکام يهودي مسيح مدعي او درواغجن نبي دی. په هر حال، له دې امله چې په دوديز ډول يهوديان عقيده لري چې مسيح تر اوسه نه دی راغلی او مسيحي زمانه تر اوسه نه شته، په همدې بنسټ عيسی د مسيح يا خدای په توګه په بشپړ ډول ردول کله هم په يهوديت کې کومه مرکزي موضوع نه وه.[۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

د فريسيسانو نيوکه (د يهوديانو يوه ډله او فکري مکتب و)[سمول]

د عهد جديد ډېری فقرې (ايتونه) په فريسيسانو نيوکه کوي او دا دليل وړاندې شوی دی چې دا فقرې په داسې ډول جوړې شوي، څه ډول چې مسيحيان يهوديانو ته ګوري. خو د بايبل د ډېرو فقرو په څېر، شونې ده چې په ډول ډول طريقو سره تفسير شوي وي.[۱۸][۱۹][۲۰]

سرچينې[سمول]

  1. Richard Harries. After the evil: Christianity and Judaism in the shadow of the Holocaust. Oxford University Press, 2003. کينډۍ:ISBN
  2. Hans Küng. On Being a Christian. Doubleday, Garden City NY, 1976 کينډۍ:ISBN
  3. Lucy Dawidowicz The War Against the Jews, 1933-1945. First published 1975; this Bantam edition 1986, p.23. کينډۍ:ISBN
  4. Nancy Calvert Koyzis (2004). Paul, monotheism and the people of God : the significance of Abraham traditions for early Judaism and Christianity. Continuum International Publishing Group. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-567-08378-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Jerusalem Center for Public Affairs. May 5, 2009. The Origins of Christian Anti-Semitism: Interview with Pieter van der Horst
  6. Steigmann-Gall, Richard (2003). The Holy Reich: Nazi Conceptions of Christianity. Cambridge: Cambridge University Press. د کتاب پاڼي abstract. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-521-82371-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Heschel, Susannah, The Aryan Jesus: Christian theologians and the Bible in Nazi Germany, p. 20, Princeton University Press, 2008
  8. Suetonius, Lives of the Twelve Caesars, Tiberius 36
  9. Suetonius, Lives of the Twelve Caesars, Claudius XXV.4, referenced in کينډۍ:Bibleref2
  10. In Pagans and Christians
  11. "Strong's Greek: 3004. λέγω (Legó) -- to say". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. "Galatians 3 KJV". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Berger, David; Wyschogrod, Michael (1978). Jews and "Jewish Christianity". [New York]: KTAV Publ. House. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-87068-675-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Singer, Tovia (2010). Let's Get Biblical. RNBN Publishers; 2nd edition (2010). د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0615348391. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Kaplan, Aryeh (1985). The real Messiah? a Jewish response to missionaries (الطبعة New). New York: National Conference of Synagogue Youth. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1879016118. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) The real Messiah (pdf)
  16. Singer, Tovia. "Monotheism". د لاسرسي‌نېټه ۱۹ اگسټ ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Spiro, Ken (Rabbi, Masters Degree in History). "Seeds of Christianity". Judaism online. Simpletoremember.com. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ اگسټ ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Universal Jewish Encyclopedia (1943); Jewish Encyclopedia (1905), Exhibit 264.
  19. "PHARISEES - JewishEncyclopedia.com". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Jewish Encyclopedia (1905)