په متحده ایالتونو کې د یهودو تاریخچه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

په متحده ایالتونو کې د یهودیانو ټولنې د ښکېلاک له مهال راهیسې شته وې. د یهودیانو لومړۍ ټولنې تر ډېره سفارډي(Sephardi ) پرتګالي او هسپانیوي‌الاصله یهودان وو، چې په ښارونو کې له مېشتو برازیلي کډوالو او سوداګرو نه جوړ وو. تر ۱۸۳۰ ز لسیزې د چارلستون د یهودانو ټولنه، جنوبي کارولینا په  شمالي امریکا کې تر ټولو لویه ټولنه وه. د ۱۸۰۰ ز لسیزې په وروستیو کې او د ۱۹۰۰ ز لسیزې په پیل کې ډېری یهودي کډوال له اروپا نه راورسېدل. د مثال په ډول: ډېری جرمني یهودیان د ۱۹ پېړۍ په منځنۍ برخه کې راورسېدل او په ټول ښار کې يې د جامو پلورنځي پرانیستل، اصلاح‌پاله یهودیت ( Reform synagogues)  یې رامنځته کړ او د نیویارک په بانکي چارو کې فعال وو. د ۱۹۸۰-۱۹۱۴ ز کلونو تر منځ د ختيځ ‌والو اشکانزي (Ashkenazi) او یېدېش (Yiddish) ژبو ، د یهودانو تر مهاجرت وروسته یې د بې‌وزلۍ لوی دودیز عناصر د نیویارک ښار ته راوړل. هغوی په مذهب کې اورتوډوکس (Orthodox ) یا محافظه‌کار وو. هغوی په متحده ایالتونو کې د صهیونیزم غورځنګ بنسټ کېښود او د سوسیالست ګوند او کارګرانو د اتحادیو له فعالو پلویانو نه وو. له اقتصادي پلوه د جامو پر صنعت متمرکز وو. 

له دویمې نړیوالې جګړې وروسته، په اروپا کې د دیاسپورا (diaspora) له ټولنو او له ۱۹۷۰ز کال نه وروسته پناه‌غوښتونکي له پخواني شوري اتحاد نه را ورسېدل. له سیاسي اړخه امریکايي یهودیان، په ځانګړي ډول د ديموکراتیک ګوند د نیولېبرال ډېل (liberal New Deal) ائتلاف د یوې برخې په توګه له ۱۹۴۰ ز لسیزې راهیسې فعال وو، که څه هم په دې وروستیو کې د محافظه کاره جمهوري غوښتونکو یو عنصر د اورتدوکسانو تر منځ شته. هغوی د لوړو زدکړو کچې او مخ پر لوړالي ټولنیزو غورځنګونو په برخه کې لوړه وړتیا څرګنده کړې ده. په کوچنيو ښارونو کې د یهودیانو ټولنې لږ شوې او نفوس يې په لویو ښاري سيمو کې متمرکز شوی دی. په ۱۹۴۰ ز لسیزه کې یهودیانو د ملي نفوس ۳.۷ سلنه جوړوله. په ۲۰۱۹ ز کال کې یې شمېر شاوخوا ۷.۱ میلیونه چې د ټول ملي نفوس ۲ سلنه جوړوي وو، چې په پایله کې د یهودایانو د یوشان کېدلو او زېږون کچه راکمېږي. د یهودیانو د نفوسو لوی مرکزونه د نیویارک (۲.۱ میلیون)، لاس‌انجلس (۶۱۷۰۰۰)، میامي (۵۲۷.۷۵۰)، واشنګټن ډي سي (۲۹۷،۲۹۰)، شیکاګو (۲۹۴.۲۸۰) او د فيلادلفیا (۲۹۲.۴۵۰) ښاري سیمې دي. [۱][۲][۳]

د یهودیانو مهاجرت[سمول]

د متحده ایالاتو یهودي نفوس، په ځانګړي ډول په اروپا کې د دیاسپورا ټولنو د مهاجرتونو د څپو محصول دی. مهاجرت په لومړیو کې د امریکا د کار زېږنده او ټولنیزو موکو(فرصتونو) له کشولو نه په الهام تر سره شو او وروسته په اروپا کې د یهودیانو پر وړاندې د روان زور زیاتي (antisemitism) له ګواښ نه د خلاصون یو پناه‌ځای وو. د هغوی لږ شمېر بېرته اروپا ته راوګرځېدل، که څه هم د صهیونیزم متحد پلویان، له اسرائیلو سره یو ځای شوي دي. ځینې شمېرې ښيي چې د یوې افسانې له مخې هېڅ کوم یهودی خپل پخوانی دياسپوریک ټاټوبي ته نه دی ورګرځېدلی، خو په داسې حال کې چې ، کچه یې نژدې ۶ سلنه وه، له ګڼو نورو قومي ډلو نه تر ټولو لږ شمېر وو.  [۴][۵]

په ۱۷۹۰ ز کال کې، له ۱۰۰۰ نه تر ۲۰۰۰ مېشت یهودیان تر ډېره سفارډي یهودان لویې بریتانیا او هالنډ ته کډوال شول، د امریکا د یهودیانو د ټولنې شمېر تر ۱۸۴۰ز کال پورې ۱۵۰۰۰ کسانو ته ورسېد او په ۱۸۸۰ ز کال کې لږ تر لږه۲۵۰۰۰۰ کسانو ته ورسېده. د نولسمې پېړۍ په منځنۍ برخه کې د جرمني په لوی مهاجرت سربېره له دیاسپورا ټولنو نه جرمني ژبي اشکانزي یهوديان ،متحده ایالاتو ته کډه شول. هغوی په لومړیو کې په جرمني ژبه خبرې کولې، په ټول هېواد کې ځای پر ځای شول او له خپلو نویو هېوادوالو سره یوډول شول، د دوی تر منځ یهودیان په ډېری ښارونو کې د وچو توکو (جامو) د تولید او راکړې ورکړې پر سوداګرۍ بوخت وو. [۶]

د۱۸۸۰ ز کلونو او لومړۍ نړیوالې جګړې د پيل ترمنځ  په ۱۹۱۴ز کال کې شاوخوا ۲۰۰۰۰۰۰ یدېش ژبو اشکانزي یهودیانو، په ختيځې اروپا کې له دیاسپورا ټولنو نه چېرې چې پرله پسې ټولوژنې ژوند، د زغم له دایرې نه ايستلی و، مهاجرت وکړ. هغوی د روسیې له یهودي دیاسپورا ټولنو، د دوی د هستوګنې له قلمرو( مډرن پولنډ، لوتوانیا، بېلاروس، اوکراین او مالدیف) او په پولنډ کې د روسیې تر کنترول لاندې سیمو نه راغلي وو. دویمه ډله د نیویارک په ښار کې راټول شول او هلته یې د جامو(کالواو لباس) صنعت او په ټول هېواد کې یې د وچو توکو د وړاندې کولو لوی پلورنځي رامنځته کړل او په سخت ډول د کارګرانو په اتحادیو کې بوخت وو. هغوی د ختیځې او سویلي اروپا له اصلي اوسېدونکو سره یو ځای مهاجرت وکړ، چې د اروپا له لويديځ او شمال نه د امرکايي نفوس د تاريخي ډېروالي د چټکې ودې خلاف و. د ۱۸۸۰ او ۱۹۲۰ ز کلونو تر منځ ریکارډونه ښيي چې، له ټولو شاوخوا نږدې ۵۰ سلنه اروپايي مهاجرینو نه دا نوي مهاجرین له پنځه سلنه نه راکم شول، دا وېروونکی بدلون، له ۱۹۰۷ ز نه تر ۱۹۱۱ ز کال پورې د اصلیت‌پالنې د احساساتو د نوي کولو او پر مهاجرت د محدویتونو د اتحادیو د رامنځته کېدلو او د ډيلېنګام کمیسیون (Dillingham Commission) په واسطه د کانګریس د مطالعاتو لامل شو. د ۱۹۲۱ز کال د بېړنۍ سهمیې قانون پر دې ډلو ځانګړي مهاجرتي محدودیتونه وضع کړل او د ۱۹۲۴ز کال د کډوالۍ قانون دا محدودیتونه په لاسختۍ سره تدوین کړل. په راتلونکي لوی فشار سربېره، په اروپا کې د یهودیانو د ډېر بد حالت او د الماني نازي له رامنځته کېدو سره یاده سهمیه تر ۱۹۶۵ز کال پورې د قوم او کډوالۍ له جزئي بدلونونو سره په خپل ځای پاتې شوه.

یهودیانو په چټکتیا سره، په همغه کلي او ښار کې د يهودیانو په ملاتړ شبکې رامنځته کړې چې کوچني عبادت ځایونه او د اشکانزي یهودیانو سیمه‌ييزې اتحادیې، چې په الماني ژبه د لنډسمانشافټېن (Landsmannschaften ) په نامه يادېږي، په کې شاملې وې.

د وخت مشرانو په پراخ امریکايي کلتور کې د ادغام او انضمام غوښتنه وکړه او یهودیان په چټکۍ سره د امریکايي ژوند برخه وګرځېدل. د دویمې نړیوالې جګړې په بهیر کې ۵۰۰۰۰۰ یهودی امریکایانو، چې د یهودي نارینه‌وو شاوخوا نیمايي برخه یې جوړوله او عمرونه یې له ۱۸ نه تر ۵۰ کلونو پورې وو، د خدمت لپاره نوم‌لیکنه وکړه او له جګړې نه وروسته یهودیانو د ښاري  کېدلو فرهنګ غوره کړ، ځکه لا ګرځنده او شتمن شول. د یهودیانو ټولنې نورو لویو ښارونو په ځانګړي ډول د لاس انجلیس او میامي شاوخوا ته وغځېدې. يهودي ځوانانو به په سیکولر ښوونځیو او پوهنتونونو کې زده کړې کولې او له غیر یهودیانو سره به یې لیدل. په دې وجه د توپير مذهبو ودونو کچې شاوخوا ۵۰ سلنه زیات‌والی وموند. په هر حال، د کنیسه (د یهودیانو عبادت ځای) د غړو شمېر، چې په ۱۹۳۰ز کې  ۲۰ سلنه و، په ۱۹۶۰ز کال کې ۶۰ سلنه ته رسېده.  

د مهاجرت او د مهاجرت د محدودیتونو لومړنۍ څپې، د هلوکاست (the Holocaust ) په واسطه وڅارل شوې چې په ۱۹۴۵ز کال کې يې د اروپايي یهودیانو ډېری ټولنې له منځه یووړې او همداراز یې متحده ایالتونه په نړۍ کې د دیاسپورا ټولنو د یهودي نفوس پر لوی کور بدل کړل. په ۱۹۰۰ز کال کې ۱.۵ میلیونه امریکايي یهودیان شته وو. په ۲۰۰۵ ز کال کې ۵.۳ میلیونه وو. د یهودیانو د نفوس تاریخي پرتلنې وګورئ.

د دیني پوهې له پلوه د امریکا یهودیان په یو شمېر یهودي مذهبونو(فرقو) وېشل شوي دي، چې تر ټولو اړین یې اصلاحي یهودیت، محافظه کار یهودیت او اورتدوکس یهودیت دی. له دې سره ۲۵ سلنه امریکايي یهودیان، له هېڅ یوه مذهب سره نه دي تړلي. محافظه کار یهودیت په امریکا کې رامنخته شو او اصلاحي یهودیت، په المان کې رامنځته شو او د امریکايي یهودیانو په واسطه دود شو. [۷]

سرچینې[سمول]

  1. An estimated figure, as the following sources claim the number to be either slightly higher or lower:
    • Sheskin, Ira M.; Dashefsky, Arnold (2018). "United States Jewish Population, 2018". In Sheskin, Ira M.; Dashefsky, Arnold (المحررون). The American Jewish Year Book, 2018, Volume 118. Dordrecht: Springer. د کتاب پاڼي 251–348. The 2018 American Jewish Year Book (AJYB) estimate for the US Jewish population is about 6.925 million and is based, as in previous years, on the aggregation of over 900 local estimates. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); روابط خارجية في |chapter= (مساعدة)
    • کينډۍ:Cite report
  2. . The Vanishing American Jew.
  3. Sheskin, Ira M.; Dashefsky, Arnold (2018). "United States Jewish Population, 2018". In Sheskin, Ira M.; Dashefsky, Arnold (المحررون). The American Jewish Year Book, 2018, Volume 118. Dordrecht: Springer. د کتاب پاڼي 251–348. The 2018 American Jewish Year Book (AJYB) estimate for the US Jewish population is about 6.925 million and is based, as in previous years, on the aggregation of over 900 local estimates. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); روابط خارجية في |chapter= (مساعدة)
  4. Hasia Diner, The Jews of the United States (2004)
  5. "Jonathan D. Sarna "The Myth of No Return: Jewish Return Migration to Eastern Europe, 1881-1914" American Jewish History, December 1981, Volume LXXI, Number 2" (PDF). د لاسرسي‌نېټه ۲۸ جون ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Paul Johnson, A History of the Jews, p. 366
  7. National Jewish Population Survey 2000-2001, "Archived copy". د اصلي آرشيف څخه پر ۲۸ اکتوبر ۲۰۰۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ مې ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: الأرشيف كعنوان (link)