په متحده ایالاتو کې د دین ازادي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د دین ازادي د متحده ایالاتو په اساسي قانون کې خوندي حق دی چې د دین تر بند لاندې په لومړي تعدیل کې راوړل شوې ده. د دین ازادي د کلیسا او دولت جلاتوب چې د استعمار د بنسټ ایښودونکو، ډاکتر جان کلارک، راجر ویلیامز، ویلیم پین او وروسته د متحده ایالاتو د بنسټ اېښودونکو له خوا لکه جیمز میډیسن او ټوماس جیفرسن له خوا یې ملاتړ کېده، سره نږدې تړاو لري. [۱][۲]

په متحده ایالاتو کې د دین د ازادۍ تفسیر د وخت په تېرېدو سره بدل شوی او تر اوسه لانجمنه موضوع ده. دغه مسئله د جورج واشنګټن د مخه ښې د وینا یو مهم ټکی ؤ. د لومړي تعدیل له تصویب مخکې او وروسته د امریکا څو ایالتونو خپلې رسمي دولتي کلیساګانې لرلې. د ۱۸۹۰ – ۱۸۹۱ ز کلونو ګاست ډانس (د روح نڅا) د جګړې یو لوی لامل ناقانوني دین و. په ۱۹۱۸ ز کال کې د جګرې په  پیل سره، کله چې جوزف او مایکل هوفر د جګرې لپاره د سرتېرو د جذب په مسوده د اعتراض له امله د شکنجې په پایله کې مړه شول، نږدې ټول سوله غوښتوونکي هوترین مذهبه عیسویان کاناډا ته کډوال شول. ځینې ​​یې بیرته راستانه شول، خو ډېری يې په کاناډا کې استوګن شول.   [۳]

اوږد مهاله ليدلوری دا و چې په حکومت کې سیکولري لیدلوری پیاوړی شي. پاتې دولتي کلیساګانې په ۱۸۲۰ ز کال کې منحل شوې او په کال ۱۸۲۰ ز کې د ښوونکي په مشرۍ د دعا لوستل په عامه ښوونځيو کې لغوه شول خو په پوځي برخه کې د روحاني کس شتون تر نن پورې پاتې دی. که څه هم د سترې محکمې ډېری حکمونه د دین په اړه سازش پلوه وو خو په وروستیو کلونو کې هڅه دا وه چې د عبادت محدوده ازادي د دین د ازادۍ ځای ناستې کړي. که څه هم د دین ازادي د هر وګړي انفرادي قضاوت په نظر کې نیسي څو د یو قانون یا پالیسي پر وړاندې اعتراض وکړي (په پوځي خدمت کې)، خو د عبادت په ازادۍ کې دا شونې نه ده. 

د عبادت ځایونو جوړول، اجباري وینا، ممنوع مشورې، اجباري لګښت، کار ځای، واده او کورنۍ، د دیني مشرانو انتخاب، د نارینه ماشومانو سنتول، کالي، تعلیم، قسم خوړل او دعا، د ناروغانو لپاره طبي پاملرنه، د قرنطین په وخت کې عبادت کول، د دولت له خوا د بومي امریکایانو د مقدسو ځمکو کارول، د قبرونو ساتنه، د بدن لپاره د سپېڅلو توکو کارول، د روحانیونو ډله ییز زنداني کول، د غوښې لپاره د څارویو ذبح او د ژوندیو څارویو ساتل، د کارمندانو، بندیانو او پوځي پرسونل لپاره د استوګنې ځای، په متحده ایالاتو کې د دین د ازادۍ په اړه لانجمن موضوعات دي.  

حقوقي او عامه بنسټونه[سمول]

د متحده ایالاتو اساسي قانون په دوه ځایونو کې د دین په اړه بحث را پورته کوي: په لومړي تعدیل او شپږمه ماده کې. شپږمه ماده په عامه دفترونو کې د کار کولو لپاره دیني ازموینه منع کوي. لومړی تعدیل کانګرس د داسې قانون جوړول منع کوي چې "د مذهب تاسیس ته درناوی کوي یا د هغه ازاد عمل منع کوي". دغه حکم وروسته د لومړي تعدیل د الحاق له لارې دولتي او محلي ادارو ته پراخ شو.  

د ښکېلاک په دوره کې قانوني احکام[سمول]

د ۱۶۴۵ ز کال د اکتوبر په ۱۰ نېټه، د فلشینګ، کوینز، نیویارک منشور، "کوم قاضي یا کلیسایي وزیر له خوا د ممنوعیت یا مزاحمت پرته، د هالنډ هېواد د دود او عمل سره سم دیني ازادۍ" ته اجازه ورکړه. خو د نوي امستردام عمومي رییس پیتر ستیویسانت یو فرمان صادر کړ چې د کویکرانو (د کلیسا غړي) ټولنې یې منع کړې. په ۱۶۵۷ ز کال کې د ډسمبر په ۲۷ مه نېټه د فلشینګ اوسیدونکو یو لاریون وکړچې د فلشینګ اعتراض په نوم یادېده. دغه لاریون د دیني دلایلو پر بنسټ ؤ چې ان د "یهودانو، ترکانو او مصریانو" د ازادۍ یادونه یې کوله خو د یو قوي پرېکړه لیک په صادرلو سره پای ته ورسېد چې په کې ویل شوي وو چې د ښار له منشور څخه هر ډول سرغړونه به ونه زغمل شي. [۴]

د مریلند مستعمرې په بنسټ اېښودو کې دیني ازادي په لومړي ځل د یو اصل په توګه عملي شوه چې په ۱۶۳۴ ز کال کې د کاتولیک مشر لارډ بالتیمور له خوا تاسیس شوه. پینځلس کاله وروسته (په ۱۹۴۹) ز کال کې د دیني ازادۍ قانون، یا د مریلند د ازادۍ قانون، چې د لارډ بالتیمور له خوا ترتیب شو، سپارښتنه یې وکړه: " له دې وروسته هېڅ وګړی یا وګړي باید د دین د درناوي یا د هغه په ازاد عمل کې له ستونزې، ځورولو یا سپکاوي سره مخامخ نه شي" .   [۵]

د پروتستانت جرګې د غړو په مرسته د مریلند د ازادۍ قانون لغوه شو او نوی قانون تصویب شو چې کاتولیکان یې په ښکاره له خپلو دیني اعمالو منع کول. لارډ بالتیمور د مستعمرې د پروتستانت اوسېدونکو سره په ۱۶۵۷ ز کال کې له معاملې وروسته کنترول بېرته ترلاسه کړ او دغه قانون په ۱۶۵۸ ز کال کې د مستعمرې د جرګې له خوا بیرته تصویب شو. دا ځل یې تر ۱۶۹۲ ز کال یعني له دېرشو کلونو زیات دوام وکړ، تر هغه چې د ۱۶۸۹ ز کال د مریلند پروتستانت انقلاب وروسته، دیني ازادي بېرته واخیستل شوه. له دې سره، په ۱۷۰۴ زکال کې یو قانون تصویب شو چې "په دې ولایت کې د پاپ د ودې مخه یې نیوله" او کاتولیکان یې د سیاسي دفتر له لرلو منع کول. په مریلند کې بشپړه دیني ازادي د امریکا تر انقلاب پورې تر هغه وخته نه وه راغلې چې د مریلند چارلس کارول کارولتن د امریکا د خپلواکۍ اعلامیه لاسلیک کړه.  [۶][۷]

د روډ ټاپو په ۱۶۳۶ ز کال کې، کنیکتیکیت په ۱۶۳۶ز کال کې، نیو جرسي او پنسلوانیا په ۱۶۸۲ ز کال کې د کلیسا د بابتست غړي راجر ویلیمز، د کلیسا د خپلواکه ټولنې غړي توماس هوکر او د کلیسا د ملګرو د ډلې غړي ویلیم پین لخوا تاسیس شول چې په خپلو مستعمرو کې یې په مستقیم مخالفت کې مذهبي ازادي تاسیس کړه. هغه حکومت چې مذهبی بېلتون غوښتونکو (پیلګریم فادرز) او پیوریتان د پلیموت مستعمره ۱۶۲۰ ز کال او ماساچوست مستعمره یې په ۱۶۲۸ ز کال کې جوړي کړي.[۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

د پلیموت او ماساچوست د مستعمرو مشران انګلستان ته د دیني ځورونې له امله له تېښتې وروسته، د امتیاز حق یوازې د خپلو کلیساګانو غړو پورې محدود کړ، د الهیاتو له قوانینو څخه تفسیر یې په جدي توګه عملي کړ او ازاد فکرو لکه راجر ویلیامز چې په حقیقت کې له سلېم څخه شړل شوی و او همدارنګه د کویکرانو او اناباپتېس په غړوباندې یې بندیز ولګاوه. د ځورول شویو دیني لږکیو لپاره دغه مستعمرې خوندي ځایونه وګرځېدل. کاتولیکانو او یهودانو په ازاده توګه خپل عبادت کولو بشپړ تابعیت هم د عقیدې ازادي درلودل. ویلیمز، هوکر، پین او د دوی ملګري په کلکه په دې باور وو چې ډیموکراسي او د دین ازادي د خدای اراده ده. ویلیامز خورا ژور دیني دلیل وړاندې کړ: لکه څنګه چې ایمان د خدای وړیا ډالۍ ده، نو دا په یو شخص جبري کېدای نشي. نو ځکه، د کلیسا او دولت سخت جلاتوب باید په پام کې ونیول شي. د متحده ایالاتو تر تاسیس پورې پنسلوانیا یوازینۍ مستعمره وه چې نامحدوده دیني ازادي یې ساتلې وه. د دیموکراسۍ، د دین د ازادۍ او د ازادۍ د نور ډولونو جلا نه کېدونکې اړیکه د نوي ملت سیاسي او قانوني بنسټ وګرځېد. په ځانګړې توګه، د باپتیست غړو او د پریسبی تاریان  غړو په کلکه او په بریالیتوب سره د انګلیسي او کانګریګیشنل دولتي کلیساګانو د له منځه وړلو غوښتنه وکړه چې د اوولسمې پېړۍ راهیسې یې په ډیری مستعمېرو کې شتون درلود.[۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

سرچينې او ياداښتونه[سمول]

  1. Jefferson, Thomas (1802-01-01). "Jefferson's Letter to the Danbury Baptists". U.S. Library of Congress. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ نومبر ۲۰۰۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "The State Becomes the Church: Jefferson and Madison". U.S. Library of Congress. 4 June 1998. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ فبروري ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Vile, John R. "Established Churches in Early America". www.mtsu.edu (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۳ اکتوبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Zimmerman, Mark, Symbol of Enduring Freedom, p. 19, Columbia Magazine, March 2010
  5. Brugger, Robert J. (1988). Maryland: A Middle Temperament, p 21, Baltimore, Maryland: Johns Hopkins University Press. کينډۍ:ISBN.
  6. Finkelman, Paul, Maryland Toleration Act, The Encyclopedia of American Civil Liberties, New York: CRC Press. کينډۍ:ISBN.
  7. Roark, Elisabeth Louise, p.78, Artists of colonial America Retrieved February 22, 2010
  8. Encylclopedia Britannica, https://www.britannica.com/place/Massachusetts-Bay-Colony
  9. Allen Weinstein and David Rubel (2002), The Story of America: Freedom and Crisis from Settlement to Superpower, DK Publishing, Inc., New York, N.Y., کينډۍ:ISBN, pp. 58-63
  10. Christopher Fennell (1998), Plymouth Colony Legal Structure (http://www.histarch.uiuc.edu/plymouth/ccflaw.html Archived 2012-04-29 at the Wayback Machine.)
  11. Hanover Historical Texts Project (http://history.hanover.edu/texts/masslib.html)
  12. M. Schmidt, Pilgerväter, in Die Religion in Geschichte und Gegenwart, 3. Auflage, Band V (1961), Tübingen (Germany), col. 384
  13. M. Schmidt, Hooker, Thomas, in Die Religion in Geschichte und Gegenwart, 3. Auflage, Band III (1958), col. 449
  14. Clifton E. Olmstead (1960), History of Religion in the United States, Prentice-Hall, Englewood Cliffs,74-75, 99-105, 113-115
  15. Edwin S. Gaustad (1999), Liberty of Conscience: Roger Williams in America, Judson Press, Valley Forge
  16. Hans Fantel (1974), William Penn: Apostel of Dissent, William Morrow & Co., New York, N.Y., کينډۍ:ISBN
  17. Heinrich Bornkamm, Toleranz. In der Geschichte des Christentums, in Die Religion in Geschichte und Gegenwart, 3. Auflage, Band VI (1962), col. 943
  18. Robert Middlekauff (2005), The Glorious Cause: The American Revolution, 1763-1789, Revised and Expanded Edition, Oxford University Press, کينډۍ:ISBN, p. 635