د هېوادونو له مخې د دین آزادي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا


د نړۍ په کچه د دینې آزادۍ کچه له یوه هېواد څخه بل هېواد ته توپير کوي. دولتونه پر دې اساس سره فرق کوی شي چې دوی د مختلفو ادیانو د پيروانو لپاره د قانوني مساوي چلند ضمانت کوي که نه، آیا دوی رسمي دین رامنځته کوي (او قانوني اجراآت د دواړو اجراکوونکو او نه اجراکوونکو لپاره)، تر هغه حده پورې چې د دیني بنسټونو کړنې په هېواد کې تر څارنې لاندې راځي، یا تر هغه حده چې دیني قانون د هېواد د قانوني نظام  لپاره د اساس په توګه وکارول شي.   

د ځینو هېوادونو په قانون کې د دیني آزادۍ پروړاندې د خپل سرو دریځونو او په دې هېوادونو کې د مسوولو بنسټونو د واقعې کړنو ترمنځ د توپیرونو برسېره خورا نور توپېرونه هم شته: د یوه هېواد له لوري د دوی په اساسي قانون یا هم نورو قوانینو کې د دیني مساوات رامنځته کول اړینه نه ده چې د دې هېواد د اوسېدونکو لپاره د عمل کولو د آزادۍ په توګه و انګېرل شي. برسیره پردې، ورته کړنې (لکه د اتباعو له لوري حکومت ته د دوی د دیني غوره توب ښکاره کول یا یې هم په پېژندپاڼو کې درج کول) د پام وړ هېوادونو د نورو سیاسي-ټولنیزو ځانګړو شرایطو سره تړلې مختلفې پایلې درلودلای شي.

په څه د پاسه ۱۲۰ ملي اساسي قوانینو کې د دین په پام کې نه نیولو سره د برابرۍ یادونه شوې ده.

افریقا[سمول]

په ډېری افریقایي ملکونو کې وګړو ته قانوناً دا حق ورکړل شوی چې دیني آزادي ولري. په عمل کې د دې چارې د پلي کولو کچه له یوه هېواد څخه تر بل هېواد پورې خورا ډېر توپیر لري.

ډیری هېوادونه د تبعیض ضد قوانین لري کومو چې دیني تبعیض یې هم منع اعلان کړی دی. د افریقا په ډېرو هېوادونو کې په ځانګړې ډول  په لویدېځې او سهیلي افریقا کې د دیني تحمل (هم پذیرۍ) لوړه کچه لري، چې دواړه څرنګه چې هم د دولت په واسطه پلي کېږي او هم په ټولیزو کړو وړو کې  منعکس کېږي.

که څه هم ځيني نور هېوادونه په لوړه سطحه دیني تبعیض لري، چې دا هم د حکومتي دستګاه او هم  د عامو وګړو له خوا تر سره کېږي. هغه ډلې چې افریقا کې په لوړه سطحه قانوني تبعیض سره مخامخې دي مسلمانان (پّه ډیرو مسیحي هېوادونوکې) مسیحیان (پّه ډیرو اسلامي هېوادونو کي) د بهایی د عقیدی پیروان د احمدیه دین مسلمانان (په اسلامي هېوادونو کې) او د راستافر عقیدې پیروان دي.

د دې سربېره، ځینې هېوادونه د ملحدانو سره په لوړه کچه ټولنېزې تربګنۍ او دښمني پالي، ځینو هېوادونو کوډګري منع کړې ده. ډیری هېوادونو اسلام د رسمي دين په توګه اعلان کړي او په ځینو ګڼ مېشته اسلامي هېوادونو کې د اسلام پر پلي کېدنې باندې د پآم وړ څار شتون لري،  چې له هغې ډلې څخه دیني محکمې دې چې ډیری د کورنیو مسایلو د حل لپاره ور څخه ګټه اخیستل کېږي. چې دا ډول محکمې معمولاً د سیکولاري محکمو ترڅنګ شتون لري او اساساً یو فرعي رول لري، که څه هم تل دا شان نه وي.

ډیری هېوادونه غواړي چې دیني ډلې له دولت سره ثبت او راجستر شي او ځینې هېوادونه د دیني سیاسي ‌ډلو جوړښت منع کوي. ډیری هېوادونه د دیني بنسټونو او زیارت کوونکو لپاره بودیجه برا بره وي.

دیني کړکېچ په ځینو هېوادونو کې شتون لري،  په ځانګرې توګه هغو هېوادونو کې چې سیاسي بې ثباتي او فعاله ترهګري لري ډېر لېدل کېږي.

آسیا[سمول]

په آسیا کې ډیری هېوادونو رسماً د قانون په واسطه دیني ازادي رامنځته کړې ده، مګر دا چې ترکومې کچې پلي کېږي تفاوت لري. ځیني هېوادونه د تبعیض ضد قوانین لري او ځیني نور بیا دیني مقدساتو ته د توهین پر وړاندې قوانین لري.

قانوني دیني تبعیض په ډیری آسیایي هېوادونو کې شتون لري. ځینې هېوادونو تر ډیره په کلکه د هغو اسلامي ډلو فعالیتونه چې دوی یې بنسټپاله بولي محدود کړي دي. ډیری هېوادونو په عمومي کچه او یا هم د ځانګړو دیني ډلو لپاره دیني تبلغ منع کړي دي.

د تاجکستان او ترکمنستان په څېر هېوادونه په ټوله کې پر دیني کړنو د پام وړ محدودیتونه لږولي دي او نور هېوادونه لکه د چین یې په پراخه توګه مخنیوی کوي. په آسیا کې ډیری هېوادونو رسمي دین رامنځته کړی، چې اسلام (معمولاً سني اسلام) پکې ترټولو عام ده او بودیزم ورپسي دوهم ځای لري. لبنان او ایران او همدارنګه د شمالي سوریې دیموکراتیک فدراسیون بیا یو ډول فرقوي سهمي سیاسي سیستم رامنځته کړی کوم چې په حکومت کې تر ټاکلې کچې پورې د هېواد د ځانګړو دیني ډلو د نمایندګی ضمانت کوي. 

ځینې اکثریت مسلمان هېوادونه د مختلفې کچې قانوني اختیاراتو سره اسلامي دینې محکمې لري. د ځینو اسلامي هېوادونو حکومتونه په خپلو هېوادونو کې د مسلمانانو په دیني کړنو او د بڼې په څارولو او لارښوونې کې فعاله ونډه لري.

په ټوله آسیا کې د دیني ذغم ټولنیزه کچه خورا تفاوت لري. په هغو ډلو کې چې په منفي توګه اغېزمنې شوي مسلمانان، عیسویان، یهودیان، بودایان، ملحدان او هندوان شامل دي.

دیني تبعیض په ډیری هېوادونو کې د حکومتونو له لوري په مختلفو کچو کې د ملاتړ او مداخلې سره شتون لري. د مسلمانانو، عیسویانو، بودایانو، هندوانو او ملحدانو په شمول ډلې له دیني انګېزي تاوتریخوالي سره مخ دي.

اروپا[سمول]

په اروپا کې نږدې هر یو هېواد د خپلو وګړو لپاره په قانوني ډول دیني  آزادي په رسمیت مني، او ډیرې یې د تبغیص ضد قوانین لري چې په ځانګړي توګه په دینی آزادي ټینګار کوي. په هر حال د دې قوانینو پلي کول تل یو شان نه وي او ډیرې هېوادونه په محلي سطحه د دې قوانینو په پلي کولو په منظمه توګه پاته راغلي دي. په اروپا کې يو څو هېوادونه لاهم رسمي دین لري.  د پخوانۍ ختیځې اروپا کې ډیری هېوادونه د پخوانیو سوسیالستي حکوموتونو له خوا ظبط شوي دیني ملکیتونو د بیرته ورکولو لپاره حکومتي برنامې لري. ډیرې اروپايي هېوادونو د ثبت شوو دینی ډلو لپاره دولتي بودیجه او نور امتیازات برابر کړي دي. په ډیر شمیر هېوادونه د حیواناتو د ذبحې قوانین لري قصابان یې په مکمل ډول د پاکې او حلالې غوښې له تیارولو څخه منع کړي دي، او یوې کوچنې ډلې انساني او حیواني حقونو ته درناوی لپاره قیر طبي حلاله (وژنه-ختنه) منع کړې ده. هغه دیني وګړي چې غواړي یادې کړنې ترسره کړي، د دولت له مداخلې پرته د قوانینو رعیاتولو لپاره په ډیرې مواردو کې باید له نورو هېوادونو څخه غوښه وارده او یا د ذبح (حلالې) لپاره ورته سفر وکړي.

په عامه ټولنه کې دیني زغم په ټوله اروپا کې توپیر لري. پداسې حال کې چې ځیني هېوادونه د دیني زغم لوړه کچه لري ، نور په عامو خلکو کې د پام وړ د مسلمانانو او یهودانو ضد احساسات لري او همدارنګه د یهودو شاهدانو پر وړاندې تبعیض، کله نا کله د دیني انګیرنې پر بنسټ د فزیکي تاوتریخوالي یا تخریب لامل کیدلای شي. په ځینو مواردو کې، دا ډول چلند د حکومتي چارواکو له خوا هم منعکس کیږي. په یو څو هېوادونو کې په ځانګړي توګه په پخوانیو يوګوسلاوایا آیالتنو کې، مګر په اوکراین کې هم د عیسویانو ترمنځ دښمني شتون لري چې د اورتودوکس کلیسیا ګانو ترمنځ د دیني واکونو او د سپیڅلو ځایونو کنټرول په اړه شخړې سره تړاو لري.

شمالي امریکا[سمول]

د شمالي امریکا هر هېواد په خپل اساسي قانون کې د دین یا وجدان آزادۍ ته اجازه ورکړې ده. ډیرې هېوادونو په رسمي توګه د دیني کړنو پر وړاندې تبعیض منع کړې دی، او د امریکا د دولت رسمی اعلامیې له مخې داسې کوم راپور نشته چې په سیمه کې دې دولت یا ټولنیز فشار د دیني آزادۍ پر وړاندې تبعیض په اړه کومه مسله کې ښکيل وي. اووه هغه هېوادونه چې د مخکینۍ برطانیې د استعمار برخه وه، د دین پر وړاندې سپکاوۍ يې د قانون يوه برخه وه چې اوس مهال نه پلي کیږي. د سیمې په ډیرو هېوادونو کې رستافاریان د تبیعیض او دیني کړنو پر وړاندنې خنډ سره مخامخ دي ډیر کله د دې لپاره چې د دوی په دیني مراسمو کې له چرسو څخه ګټه اخیستل کیږي. رومان کاتلوکیزم د شمالي امریکا په کم شمیر هېوادونه کې رسمی دین دی، او څو نورو هېوادونو يې په داسې حال کې کاتولیکې کلیسا ته ترجیح ورکړې چې رسمی دولتی دین یې نه بولي.

اقیانوسیه:[سمول]

په اوقیانوسیه کې ټول هېوادونه په رسمي ډول په اساسي قانون یا په حقوقي منشورونو کې د دین د آزادۍ حق تضمینوي، که څه هم تر نیمایي ډیر دا آزادي د نورو اندیښنو لکه د عامه خوندیتوب یا "اخلاقي" فعالیت تابع بولي.  برسیره پردې، یو څو هېوادونه د ټولنیز محلي مشرتابه جوړښتونه لري چې ځینې وختونه، د رسمي قوانینو په شتون سربېره، د بهرنیو دینونو سره دښمني لري.

په اوقیانوسیه کې یوازې دوه هېوادونه، ساموا او تووالو، رسمي دینونه لري (د ساموا لپاره عیسویت او د تووالو لپاره یوه ځانګړې عیسوي کلیسا)، او یو څو نور هېوادونه په ځانګړي توګه عیسویت ته د خپل هېواد د اصلي یا بنسټیزو اصولو په توګه اشاره کوي.

د متحده ایالاتو د حکومت د راپورونو له مخې، په اوقیانوسیه کې شاوخوا یو پر څلورمه برخه هېوادونو د دین د آزادۍ هیڅ ډول سرغړونه نه ده کړې. په ورته تناسب، په 21 پیړۍ کې د دیني لږکیو په وړاندې د تاوتریخوالي پیښې، د هندوانو (فیجي)، یهودانو (آسټرالیا) او مسلمانانو (نیوزیلینډ) او پاپوا نیو ګیني په ضد ثبت شوي دي، پداسې حال کې چې نور هېوادونه بیا د مسلمانانو ضد د پام وړ سیاسي بحثونه لري.

سویلي امریکا[سمول]

په سویلي امریکا کې هر هېواد په خپل اساسي قانون کې د دین د آزادۍ شرایط شامل کړي دي. لږو هېوادونو په ښکاره ډول په دیني تبعیض بندیز لگولې دی. پداسې حال کې چې په سویلي امریکا کې هیڅ هېواد رسمي دین نلري، ځینې یې د کاتولیک کلیسا پلوي کوي. د سویلي امریکا په دریو هېوادونو کې د یهودانو ضد ورانکاریو راپور ورکړل شوی دی.