په متحده ایالاتو کې تجدید وړ انرژي
عمومي معلومات | |
---|---|
ځانګړې وېشنيزه | |
هېواد |
د متحده ایالاتو د انرژۍ د ادارې د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۲ زکال کې د متحده ایالاتو د ټولې اړتیا وړ برېښنا د تولید ۸.۴٪ برخه د تجدید وړ انرژۍ له منابعو تولید کېده چې د ټولیز تولید له مخې یې موثریت ۲۱٪ وو. [۱]
ورته مهال له ۲۰۱۹ زکال راوروسته بادي برېښنا د دغه هېواد د تجدید وړ انرژۍ لویه برخه جوړوي. په ۲۰۲۲ زکال کې د باد پر مټ په ساعت کې ۴۳۴ تېراواټه برېښنا تولید کېده چې د ټول هېواد د برېښنا ۱۰٪ او د ټولې تولید کېدونکې تجدید وړ انرژۍ ۴۸٪ برخه یې جوړوله. د ۲۰۲۳ زکال تر جنوري میاشتې پورې د دغه هېواد د بادي برېښنا د تولید ظرفیت ۱۴۱.۳ ګېګاواټه ته ورسېد. د ۲۰۲۳ زکال په لومړیو دریو میاشتو کې تکزاس د بادي برېښنا د تولید په برخه کې له مخکښو ایالتونو څخه و چې له هغه وروسته آیووا او اوکلاهاما ځای درلود. [۲][۳]
د اوبو پر مټ تولید کېدونکې برېښنا بیا د دغه هېواد د تجدید وړ انرژۍ د تولید له مخې دویم ځایګی لري چې له ۲۰۲۲ زکال راهیسې د ټول هېواد د تولید کېدونې برېښنا ۶.۲ سلنه او د تولید کېدونکې تجدید وړ برېښنا ۲۹٪ برخه جوړوي. په دې سره متحده ایالات له چین، کاناډا او برازیل څخه وروسته د اوبو پر مټ د برېښنا تولید کوونکی څلورم مخکښ هېواد دی.
لمریزه برېښنا هم د دغه هېواد د برېښنا په تولید کې پام وړ ونډه لري؛ د دغه هېواد د لمریزې برېښنا تاسیسات د ۱۱۱.۶ ګېګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت لري چې په ۲۰۲۲ زکال کې یې د دغه هېواد د ټولې تولید کېدونکې برېښنا ۳.۴٪ برخه تولید کوله په داسې حال کې چې په ۲۰۲۱ زکال کې دغه کچه ۲.۸٪ وه. له ۲۰۲۰ زکال راهیسې د دغه هېواد څه باندې ۲۶۰ زره وګړي د برېښنايي انرژۍ په صنعت کې بوخت دي او ۴۳ ایالتونه هم له هغو مېترونو ګټنه کوي چې اضافه تولید کېدونکې برېښنا په عمومي برېښنا کې ورګډوي. د متحده ایالاتو د لمریزې برېښنا په لویو تولید کوونکو سټېشنونو کې د مونټ سېګنال سولر (۶۰۰ مېګاواټه) او سولر سټار (۵۷۹ مېګاواټه) په نومونو سټېشنونه شامل دي. له هغه مهال راهیسې چې متحده ایالات د سولر ون پروژې پر مټ د لمریزې حرارتي انرژۍ په برخه کې مخکښ شول؛ همدغه ډول څو نور سټېشنونه یې هم جوړ کړل. د دغه هېواد د لمریزې حرارتي انرژۍ تر ټولو لوی سټېشن د ایوانیا لمریزې برېښنا تاسیسات (۳۹۲ مېګاواټه) دي چې د لاس وېګاس سوېل لویدیځ ته موقعیت لري ورته مهال د کالیفورنیا په موجاوي دښته کې نور ورته تاسیسات لري چې د ۳۵۴ مېګاواټه انرژۍ د تولید وړتیا لري.[۴][۵][۶]
د تجدید وړ انرژۍ په نورو سرچینو کې یې د ځمکې د تودوخې څخه ګټنه شاملېږي چې په شمالي کالیفورنیا کې یې د ګیزرز (The Geysers) په نامه تاسیسات د ځمکې د تودوخې څخه د ګټنې په برخه کې د نړۍ تر ټولو لوی تاسیسات دي.
د متحده ایالاتو د پخواني ولسمشر بارک اوباما په خبره د تجدید وړ انرژۍ پراختیا او د هغو موثریت په متحده ایالاتو کې «د انرژۍ د اکتشاف د نوي عصر» څرګندويي کوي. ولسمشر اوباما د ۲۰۰۹ زکال د فبروري په ۲۴مه د کانګرس ګډې غونډې ته د وینا پر مهال په راتلونکو دریو کلونو کې د تجدید وړ انرژۍ له منابعو څخه د برېښنا په تولید کې د درې چنده زیاتوالي غوښتنه وکړه. د تجدید وړ انرژۍ تولید د ۲۰۱۱ زکال په لومړیو دریو میاشتو کې د عطف یوې مهمې نقطې ته ورسېد، هغه مهال چې له دغو منابعو څخه د متحده ایالاتو د ملي انرژۍ د ټولیز تولید ۱۱.۷٪ برخه (۶۶۰ تېراواټه پر ساعت) تولید شوه او له ۱۹۹۷ زکال راوروسته یې د لومړي ځل لپاره وکولای شول د اټومي انرژۍ د تولید له کچې (۶۲۰ تېراواټه پر ساعت) مخکې شي. په ۲۰۱۲ زکال کې ولسمشر بارک اوباما د خپلې وینا پر مهال د تجدید وړ انرژۍ په برخه کې خپله ژمنه تکرار کړه او د کورنیو چارو وزارت هغې ژمنې ته یې نغوته وکړه چې په ۲۰۱۲ زکال کې به د هېواد په عامه ځمکو کې د ۱۰ ګېګاواټه تجدید وړ انرژۍ د تولید اجازه ورکړي. د بایډن د ولسمشرۍ پر مهال کانګرس دغه موخه تر ۲۰۲۵ زکال پورې ۲۵ مېګاواټه وټاکله. د ۲۰۲۳ زکال له مۍ میاشتې وروسته د ځمکو د مدیریت ادارې داسې پروژې تصویب کړې چې د دغې موخې شاوخوا ۳۷٪ برخه پوره کولای شي. [۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲]
د تجدید وړ برېښنا منابع[سمول]
د اوبو برېښنا[سمول]
د اوبو پر مټ تولید کېدونکې برېښنا تر ۲۰۱۹ زکال پورې د متحده ایالاتو د تجدید وړ برېښنا تر ټولو لویه برخه جوړوله، تر هغه چې بادي برېښنا ترې مخکې شوه. د اوبو پر مټ ۲۵۴.۹ تېراواټه برېښنا تولید کېده چې په ۲۰۲۲ زکال کې یې د ټول هېواد د تولیدي برېښنا ۵.۹۴٪ برخه او همدارنګه د تجدید وړ تولید کېدونې برېښنا ۲۶.۴۸ برخه جوړوله. متحده ایالات له چین، کاناډا او برازیل وروسته د اوبو پر مټ د برېښنا تولید کوونکی څلورم لوی هېواد دی. د دغه هېواد لوی کولي بند (Grand Coulee Dam) په نړۍ کې د اوبو د برېښنا اووم لوی تولید کوونکی بند دی چې پاتې نور شپږ بندونه یې بیا د نړۍ د لویو ۵۰ بندونو په کتار کې ځای لري. په دغه هېواد کې د اوبو پر مټ د تولید کېدونکې برېښنا کچه په کلکه سره د اورښت او د سطحي اوبو په کچه کې د توپیر تر اغېز لاندې ده. ورته مهال د اوبو پر مټ د برېښنا تولید کوونکې پروژې لکه د هوور بند، لوی کولي بند او د ټنسي درې اداره اوس مهال له تر ټولو لویو ودانیزو پروژو څخه بلل کېږي. [۱۳]
بادي برېښنا[سمول]
په متحده ایالاتو کې د بادي برېښنا د تولید ظرفیت له ۲۰۰۸ زکال څخه تر ۲۰۱۶ زکال پورې درې چنده زیاتوالی لرلی، په داسې توګه چې هغه مهال یې د دغه هېواد د برېښنا د تولید د ټولیزې کچې ۵٪ برخه جوړوله. د تجدید وړ برېښنا د سرچینې په توګه بادي برېښنا په ۲۰۱۹ زکال کې د اوبو پر مټ د تولید کېدونکې برېښنا څخه زیاته شوه او تر ۲۰۲۲ زکال پورې یې د دغه هېواد د ټولیز تولید ۱۰.۲۵٪ برخه تولید کوله. له ۲۰۱۵ زکال راهیسې په متحده ایالاتو کې د انرژۍ د تولید د نوو تاسیساتو دوه پر درې برخه تاسیسات باد او لمر ته اړوند وو. له همدې امله تر ۲۰۲۳ زکال پورې د متحده ایالاتو د بادي برېښنا د تاسیساتو ظرفیت له ۱۴۱ ګېګاواټه څخه واوښت. تر اوسه پورې یوازې چین له دغې کچې زیات د باد پر مټ د برېښنا تولید لري. [۱۴][۱۵]
د التا په نامه د دغه هېواد د بادي برېښنا د تولید مرکز په متحده ایالاتو کې تر ټولو لوی او په نړۍ کې د جانسو بادي برېښنا د تولید له مرکز څخه وروسته دویم لوی مرکز دی چې د ۱۵۵۰ مېګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت لري. [۱۶]
په ۲۰۱۵ زکال کې د بادي برېښنا د تولید عملیاتو ۹۰ زره تنه په کار بوخت کړي و. دغه صنعت په لسګونو زرو کسانو ته دنده برابره کړې او په میلیاردونو ډالر اقتصادي ګټه رامنځته کوي. د بادي برېښنا پروژو د سیمه ئیزو مالیاتي بنسټونو پایې پیاوړې کړې دي او همدارنګه یې د کلیوالي ټولنو اقتصاد هغو کروندګرو ته د ثابتو عوایدو د ورتګ پر مټ پر پښو درولی چې په خپلو کروندو کې یې د بادي برېښنا د تولیدي توربینونو نصب کېدو ته اجازه ورکړې ده. په دغه هېواد کې د جنرال الکټریک کمپنۍ د بادي برېښنا د توربینونو لوی تولید کوونکی شرکت دی. [۱۷][۱۸]
بادي برېښنا په ۲۰۱۳ زکال کې د متحده ایالاتو په فدرال بودیجه کې د ۵.۹۳۶ بیلیون ډالرو د تولید لامل ګرځېده چې د برېښنا له تولید څخه د برابرېدونکې بودیجې ۳۷٪ برخه یې جوړوله. [۱۹]
متحده ایالات په وچه کې د ۱۰ تېراواټه او په سمندري برخو کې د ۴ تېراواټو په ظرفیت د بادي برېښنا د توربینونو د نصب وړتیا لري. تر ۲۰۳۰ زکال پورې د ۲۰٪ بادي برېښنا تر عنوان لاندې د متحده ایالاتو د انرژۍ د ادارې راپور ښيي چې بادي برېښنا کولای شي د دغه هېواد د برېښنا ۲۰٪ برخه پوره کړي، په دغو کې د ۴٪ سواحلي بادي برېښنا ظرفیت هم شامل کړای شوی دی. ورته مهال دا اضافي شبکې ته اړتیا لري څو برېښنا له باد لرونکو ایالتونو څخه د هېواد نورو برخو ته ورسوي. د ۲۰۱۱ زکال په اګست میاشت کې د ۲۴ ایالتونو د والیانو څخه جوړ ائتلاف د اوباما له دولت څخه وغوښتل څو د بادي انرژۍ د پراختیا لپاره غوره کاري زمینه برابره کړي. [۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]
لمریزه برېښنا[سمول]
متحده ایالات په نړۍ کې د لمریزې برېښنا له لویو تولید کوونکو هېوادونو څخه دی. دغه هېواد د لمریزې برېښنا د لویو مراکزو د لرلو په برخه که مخکښ هېواد دی او همدارنګه د لمریزې او فوټوولټیک انرژۍ په برخه کې ډېرۍ پراختیاوې د دغه هېواد په ملي کچه څېړنو څخه سرچینه اخلي. [۲۵]
د ځمکې له تودوخې اخیستل کېدونې انرژي[سمول]
متحده ایالات د ځمکې له تودوخې څخه د تولید کېدونکې انرژۍ په برخه کې د نړۍ تر ټولو مخکښ هېواد دی. په ۲۰۲۲ زکال کې د انرژۍ د ادارې د معلوماتو له مخې له دغې سرچینې څخه په ساعت کې ۱۶ تېراواټه برېښنا تولید کېږي چې د دغه هېواد د ټولې تولید کېدونکې برېښنا ۰.۳۷٪ برخه جوړوي. د ۲۰۰۷ زکال تر مۍ میاشتې پورې د دغه هېواد په پنځو ایالتونو؛ الاسکا، کالیفورنیا، هاوايي، نوېډا او اوتا کې د دغه ډول برېښنا د تولید مرکزونو شتون درلود، خو اوس مهال په ډېری نورو ایالتونو کې هم شتون لري. [۲۶]
سرچينې[سمول]
- ↑ "Electricity Net Generation: Total (All Sectiors)" (PDF). EIA. 29 Jan 2024. لاسرسينېټه ۰۳ فبروري ۲۰۲۴. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ "ACP Clean Power Quarterly Report Q3 2021" (PDF). cleanpower.org. American Clean Power Association. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر November 29, 2021 باندې. لاسرسينېټه November 29, 2021. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ "U.S. Installed and Potential Wind Power Capacity and Generation". WINDExchange. United States Department of Energy. لاسرسينېټه November 29, 2021. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ Editorial Board (26 April 2014). "The Koch Attack on Solar Energy". New York Times. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ "National Solar Jobs Census". The Solar Foundation. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ "SEGS I, II, III, IV, V, VI, VII, VIII & IX". fplenergy.com. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۵ اگسټ ۲۰۱۴ باندې. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ "President Obama Touts Clean Energy on Earth Day". د اصلي آرشيف څخه پر ۲۹ اپرېل ۲۰۰۹ باندې. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ Ron Pernick and Clint Wilder (2012). "Clean Tech Nation" (PDF). مخونه 5. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ "Total Energy". US Energy Information Administration. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ کينډۍ:Cite wikisource
- ↑ کينډۍ:USC
- ↑ (په May 9, 2023 باندې). Biden's energy goals run up against painful WWII legacy.
- ↑ "Wind has overtaken the top position for renewable generation in the U.S., EIA says". 27 February 2020. د اصلي آرشيف څخه پر May 26, 2022 باندې. لاسرسينېټه April 7, 2021. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ "Electric Power Monthly - U.S. Energyy Information Administration". منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ DOE charts show why climate doom and gloom isn't needed 3.10.2016 Guardian
- ↑ "Alta Wind Energy Center (AWEC), California)". October 2020. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ "Strengthening America's Energy Security with Offshore Wind" (PDF). U.S. Department of Energy. April 2012. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ American Wind Energy Association (2009). Annual Wind Industry Report, Year Ending 2008 Archived 2009-04-20 at the Wayback Machine. pp. 9–10.
- ↑ "Direct Federal Financial Interventions and Subsidies in Energy in Fiscal Year 2013". Energy Information Administration. لاسرسينېټه ۱۰ نومبر ۲۰۱۵. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ "Industry Statistics". د اصلي آرشيف څخه پر July 27, 2012 باندې. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ "Farm Progress - Effective solutions & advertising for US agriculture marketers". Farm Progress Agricultural Marketing. د اصلي آرشيف څخه پر August 2, 2012 باندې. لاسرسينېټه July 30, 2012. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ "Strengthening America's Energy Security with Offshore Wind" (PDF). U.S. Department of Energy. April 2012. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ "24 governors ask President to focus on wind energy deployment". Renewable Energy World. 25 August 2011. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ Alvarez, Alayna; Fitzpatrick, Alex; Beheraj, Kavya (Apr 8, 2024). "Colorado's solar and wind production blows away 2014 records". www.axios.com. لاسرسينېټه ۱۰ اپرېل ۲۰۲۴. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ "Electric Power Annual". US Energy Information Administration. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۶ جون ۲۰۱۸ باندې. لاسرسينېټه ۰۴ نومبر ۲۰۲۲. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ Geothermal Energy Association, 6 Million American Households to be Powered by Geothermal Energy, New Survey Reports Archived 2007-05-27 at the Wayback Machine.