په متحده ایالاتو کې اقلیمي بدلونونه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

له ۱۹۷۰ زکال راهیسې په متحده ایالاتو کې اقلیمي بدلونونه د ۲.۶ فارنهایت درجو (۱.۴ سانتي ګراد درجو) په کچه د هوا د ګرمښت لامل ګرځېدلي دي. د متحده ایالاتو اقلیم په داسې ډول د بدلون په حالت کې دی چې پراختیا مومي او همدارنګه د سیمو له مخې له یو بل توپیر کوي. له ۲۰۱۰ زکال څخه تر ۲۰۱۹ زکال پورې متحده ایالاتو په خپل تاریخ کې تر ټولو ګرمه لسیزه تجربه کړه. ورته مهال غیرعادي د هوا حالات، د بېلابېلو حیواناتو د له منځه تلو ګواښونه، سېلابونه او وچکالۍ مخ پر زیاتوالي دي. له دې سره په استوايي طوفانونو او د سمندر د سطحې په لوړوالي باندې د اقلیمي بدلونونو اغېزو د دغه هېواد ډیرې برخې تر خپل اغېز لاندې راوړې دي.[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷]

په ۱۸۵۰ زکال کې متحده ایالاتو د بل هر هېواد څخه زیات ګلخانه یي ګازونه په هوا کې خپاره کړل چې د نړۍ د ټولیز کاربن ډای اکساید ۲۰ سلنه برخه یې جوړوله، دغه ګازونه له بل هر څه ډیر د اقلیمي بدلونونو لامل ګرځي. اوس مهال هم متحده ایالات یو له هغو هېوادونو څخه دی چې په سړي سر کچه د نورو هېوادونو په پرتله په زیاته کچه ګلخانه یي ګازونه تولید کوي. له دې سره چې په ایالتي او فدرال کچه یې د اقلیمي بدلونونو اړوندې پالیسۍ جوړې کړې او همدارنګه یې د موقت خروج په شرط د پاریس هوکړه هم تصویب کړې ده. په ۲۰۲۱ زکال کې دغه هېواد پرېکړه وکړه چې باید تر ۲۰۳۰ زکال پورې د ګلخانه یي ګازونو تولید تر نیمايي پورې راکم کړي. [۸][۹][۱۰]

اقلیمي بدلونونه د متحده ایالاتو په چاپېریال او ټولنې پام وړ اغېزې لري. په دغو کې په کرهڼې، اقتصاد، عامې روغتیا او بومي وګړو اغېزې شاملېږي؛ همدارنګه د دغه هېواد د ملي امنیت پر وړاندې ګواښ ګڼل کېږي. هغه ایالاتونه چې د نورو په پرتله ډیر کاربن ډای اکسایډ تولید کوي او د اقلیمي چارو په مخالفت پالیسۍ وړاندې کوي له نورو ډیر د دغو بدلونونو تر اغېز لاندې دي. ۲۰۲۰ زکال د متحده ایالاتو لپاره د اقلیمې فاجعې له مخې تاریخي کال و چې ورته په میلیاردونو ډالر زیان واوښت. [۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

په داسې حال کې چې اقلیمي موضوع یوه غیرګوندي مسئله ده، خو په وروستیو لسیزو کې اقلیمي بدلونونه بحث پارونکي شوي او له سیاسي پلوه یې په هېواد کې اختلافات رامنځته کړي. د نفتو شرکتونه له ۱۹۷۰مې لسیزې راهیسې پوهېدل چې د نفتو او ګازو سوزول د ځمکې د کرې د ګرمښت لامل ګرځي، خو د دغې موضوع د پټولو په خاطر یې د هغو رد کوونکو ته بډې ورکولې. له دې سره چې یوې واضحې علمي اجماع شتون درلود، خو تر ۲۰۲۱ زکال پورې یو پر درې برخه امریکايي وګړو له دې انکار کاوه چې انسانان د اقلیمي بدلونونو لامل ګرځي، په داسې حال کې چې ټول یې اړوند اندېښمن دي او د هغو اړوند خبرداری ورکوي. [۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

د ګلخانه یي ګازونو خپرېدل[سمول]

متحده ایالاتو په ۲۰۲۰ زکال کې د کاربن ډای اکساید معادل ۵.۲ بیلیونه مټریک ټنه ګلخانه یي ګازونه په هوا کې خپاره کړل، چې له چین څخه وروسته یې د ګلخانه یي ګازونو د تولید په برخه کې دویم ځایګی خپل کړ او یو له هغو هېوادونو څخه شو چې په سړي سر کچه زیات ګلخانه یي ګازونه تولید کوي. په ۲۰۱۹ زکال کې چین د ټولۍ نړۍ ۲۷ سلنه ګلخانه یي ګازونه په هوا کې خپاره کړل، له هغو وروسته متحده ایالات د ۱۱ سلنو په کچه او هند د ۶.۶ سلنو په کچه دویم او دریم ځایګی لري. متحده ایالات هر کال سړي سر ۱۵ ټنه ګلخانه يي ګازونه په هوا کې خپروي چې د ګلخانه یي ګازونو د خپرونکو اتو لویو هېوادونو په کتار کې ځای لري. ورته مهال د انرژۍ نړیوال اژانس اټکل کوي چې په متحده ایالاتو کې تر ټولو بډایه ټولنې په سړي سر کچه هر کال ۵۵ ټنه کاربن ډای اکساید تولید کوي. له دې امله چې د ډبرو د سکرو پر مټ چلېدونکي د برېښنا سټېشنونه په تدریجي ډول مخ پر تړل کېدو دي، خو له دې سره هم په ۲۰۱۰مه لسیزه کې د ګلخانه یي ګازونو د تولید له مخې د برېښنا د تولید صنعت د ټرانسپورټ څخه وروسته دویم ځایګی خپل کړ چې اوس د ګلخانه یي ګازونو د تولید تر ټولو لویه واحده منبع ده. په ۲۰۲۰ زکال کې د متحده ایالاتو د ګلخانه یي ګازونو د تولید ۲۷٪ برخه د ټرانسپورټ، ۲۵٪ د برېښنا له تولید، ۲۴٪ له صنعت، ۱۳٪ له سوداګریزو او مسکوني ودانیو او ۱۱٪ د کرهڼیزو چارو څخه تولید کېده. په ۲۰۲۱ زکال کې د برېښنا تولیدي سکتور په متحده ایالاتو کې د ګلخانه یي ګازونو د تولید دویمه لویه منبع جوړله چې د متحده ایالاتو د ټولو خپرېدونکو ګلخانه یي ګازونو ۲۵٪ برخه یې تولید کوله. د دغو ګازونو تولید په متحده ایالاتو او ټوله نړۍ کې له اقلیمي بدلونونو سره مرسته کوي. [۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸]

په خلکو اغېزې[سمول]

اقتصادي اغېزې[سمول]

د علمي وړاندوینو په برخه کې یوې مقالې څرګنده کړې چې د متحده ایالاتو سویلي ایالتونه لکه تکزاس، فلوریډا او ډیپ سوت به له اقتصادي پلوه د سویلي ایالتونو په پرتله د اقلیمي بدلونونو تر زیات اغېز لاندې راشي، ان تر دې چې د شمالي اړخ یو شمېر ایالتونه به «په منځنۍ کچه ګټې» هم وکړي. [۲۹][۳۰]

کرهڼه او خوراکي امنیت[سمول]

په ۲۰۱۸ زکال کې د اقلیمي بدلونونو څلورمې ملي ارزونې وښووله چې د کرهڼې پر مټ سیمه ییز اقتصادونه کېدای شي د اقلیمی بدلونونو څخه پام وړ زیان وویني. د اقتصاد په برخه کې د نوبل د جایزې ګټونکي جوزف سټیګلیټز څرګنده کړې چې په ۲۰۱۷ زکال کې اقلیمي افاتو د ۱.۵ سلنه ناخالصو داخلي تولیداتو له کچې سره برابر لګښت درلود. د اقلیمي بدلونونو له امله کرهڼه او مالداري په مخ پر زیاتوالي بڼې له ستونزې سره مخ ده. [۳۱][۳۲][۳۳]

د افاتو پر مهال د مرستې رسونې لګښتونه[سمول]

له ۱۹۸۰ زکال راهیسې متحده ایالاتو اقلیمي مواردو ته د اړوندو افاتو ۳۲۳ موارد تجربه کړي چې په ټولیز ډول یې لګښت ۲.۱۹۵ ټریلیون ډالرو ته رسېږي. د چاپېریالي اطلاعاتو د ملي مرکز د راپور له مخې په ۲۰۲۱ زکال کې اقلیمي بدلونونو ته اړوندې ۲۰ فاجعې رامنځته شوې چې د هرې یوې زیان له یو میلیارد ډالرو څخه زیات و. [۳۴][۳۵]

دغه اقلیمي مخ پر زیاتوالي رایجو او شدیدو پېښو په طبیعي افاتو کې د مرستې رسونې پر هڅو فشار وارد کړی دی. د بېلګې په توګه د ځنګلونو د اور اخیستنې د کچې زیاتوالی، د اورلګېدنې د فصلونو اوږدوالی او د هغو مخ پر زیاتوالي شدت، ملي او نړیوال منابع تر فشار لاندې راوړي. په متحده ایالاتو کې د اور وژنې د فدرال هڅو لګښت په ۲۰۱۷ زکال کې د لومړي ځل لپاره په کال کې له ۲ میلیارد ډالر څخه زیات شو چې بیا ځلي په ۲۰۱۸ زکال کې هم همدغه کچه لګښت پرې راغی. ورته مهال په نړیواله کچه مشترکو تجهیزاتو لکه اور وژونکو الوتکو ته په مخ پر زیاتوالي بڼه اړتیا زیاته شوې چې نوې پانګونې ته اړتیا لري.[۳۶][۳۷]

روغتیايي اغېزې[سمول]

دا څرګنده ده چې اقلیمي بدلونونه د انسانانو د روغتیا پر وړاندې پام وړ ګواښونه رامنځته کوي. په متحده ایالاتو کې د اقلیمي بدلونونو فزیکي او اروايي اغېزې په ډېر احتمال سره ځانګړو سیمو ته په پام له یو بل توپیر لري. څېړونکو ښوولې ده چې تر ټولو اندېښنې وړ ځایونه «سواحلي سیمې، ټاپوګان، په سوېل لویدیځ کې دښتي، د انسانانو او حیواناتو د مشترکو ناروغیو ناقلې سرحدي سیمې، ښارونه او د متحده ایالاتو شمالي قطب (الاسکا)» دي. په فزیکي اغېزو کې یې د لویو اقلیمي پېښو یا د هوا د حالاتو د بدلون له امله د رامنځته کېدونکو لومړنیو حوادثو په ترڅ کې ټپي کېدل او یا هم له هغو سرچینه اخیستونکې ناروغۍ او همدارنګه د هغو وروسته اغېزې شاملېږي. په اروایي اغېزو کې یې له پېښې وروسته مغزي اختلال، اجباري کډوالي او د ځای او هویت سره د اړوندتیا د ټولنیزو احساساتو له لاسه ورکول شاملېږي. دغه فردي اغېزې بیا په ټوله ټولنه کې احساس کېږي. د یوې لویې اقلیمي پېښې وروسته د وګړو ځای پر ځای کول د تعامل او انعطاف منلو په برخه کې د یوې ټولنې ظرفیت ته زیان اړوي. [۳۸][۳۹]

په کډوالۍ اغېزې[سمول]

اقلیمي بدلونونه له مرکزي امریکا څخه متحده ایالاتو ته د وګړو د کډوالۍ د زیاتوالي لامل ګرځېدلي دي. د سمندر د سطحې لوړوالي ته په پام وړاندوینه کېږي چې د متحده ایالاتو په سواحلي سیمو کې ۱۳ میلیونه امریکايي وګړي اړ دي له سواحلي سیمو څخه لرې کډه وکړي. [۴۰][۴۱]

په امنیت اغېز[سمول]

د متحده ایالاتو د دفاع وزیر په خبره اقلیمي بدلونونه د متحده ایالاتو ملي امنیت ته ګواښ دي. ولسمشر بایډن ادعا وکړه چې لوړپوړي پوځي چارواکی اقلیمي بدلونونه د خپل هېواد د امنیت پر وړاندې تر ټولو جدي ګواښ بولي. د متحده ایالاتو د پوځ لوی درستیز مارک میلي د دغو خبرو په غبرګون کې وویل چې د نظامي اړخه روسیه او چین د متحده ایالاتو پر وړاندې لوی ګواښونه دي، خو د ملي امنیت موضوع بیا ډیره پراخه لمن لري. په داسې حال کې چې دغه اړیکه لا تر اوسه په سمه توګه نه ده درک شوې، خو د اقلیمي بدلونونو بین الدولتي کمېټې په منځنۍ کچې ډاډ سره څرګنده کړې چې اقلیمي بدلونونه په متحده ایالاتو کې له تاوتریخوالو څخه ډکو او همدارنګه ملکیتي جنایاتو سره اړیکه لري. [۴۲][۴۳][۴۴]

سرچينې[سمول]

  1. "Earth Day: U.S. Warming Rankings". Climate Central. April 20, 2022. مؤرشف من الأصل في April 20, 2022. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "Sixth Assessment Report". www.ipcc.ch. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Heidari, Hadi; Arabi, Mazdak; Warziniack, Travis; Kao, Shih-Chieh (2020). "Assessing Shifts in Regional Hydroclimatic Conditions of U.S. River Basins in Response to Climate Change over the 21st Century". Earth's Future (په انګلیسي ژبه کي). 8 (10): e2020EF001657. Bibcode:2020EaFut...801657H. doi:10.1029/2020EF001657. ISSN 2328-4277. S2CID 225251957. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. US EPA, OAR (2016-06-27). "Climate Change Indicators: U.S. and Global Temperature". www.epa.gov (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۰ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Heidari, Hadi; Arabi, Mazdak; Ghanbari, Mahshid; Warziniack, Travis (June 2020). "A Probabilistic Approach for Characterization of Sub-Annual Socioeconomic Drought Intensity-Duration-Frequency (IDF) Relationships in a Changing Environment". Water (په انګلیسي ژبه کي). 12 (6): 1522. doi:10.3390/w12061522. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. US EPA, OAR (2015-11-06). "Climate Change Indicators in the United States". www.epa.gov (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۹ جولای ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Casagr, Tina (2022-02-16). "Climate Change and Invasive Species - NISAW" (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۹ جولای ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "Analysis: Which countries are historically responsible for climate change?". Carbon Brief. 2021-10-05. مؤرشف من الأصل في December 23, 2021. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ ډيسمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. www.climatewatchdata.org Archived 2021-06-24 at the Wayback Machine., at Calculations select per capita.
  10. "New momentum reduces emissions gap, but huge gap remains - analysis". Climate Action Tracker. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ اپرېل ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "Climate Change and US National Security: Past, Present, Future". atlanticcouncil.org. Atlantic Council. March 29, 2016. د لاسرسي‌نېټه September 21, 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Tollefson, Jeff (12 February 2019). "US climate costs will be highest in Republican strongholds". Nature. doi:10.1038/d41586-019-00327-2. S2CID 188147110. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. (په October 29, 2019 باندې). States Blocking Climate Action Hold Residents Who Suffer the Most From Climate Impacts.
  14. Smith, Adam B.; NOAA National Centers For Environmental Information (December 2020). "Billion-Dollar Weather and Climate Disasters: Overview / 2020 in Progress". NCDC.NOAA. National Centers for Environmental Information (NCDC, part of NOAA). doi:10.25921/stkw-7w73. مؤرشف من الأصل في ۱۰ ډيسمبر ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ ډيسمبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) and "Contiguous U.S. ranked fifth warmest during 2020; Alaska experienced its coldest year since 2012 / 2020 Billion Dollar Disasters and Other Notable Extremes". NCEI.NOAA.gov. NOAA. January 2021. مؤرشف من الأصل في ۰۸ جنوري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) For 2021 data: "Calculating the Cost of Weather and Climate Disasters / Seven things to know about NCEI's U.S. billion-dollar disasters data". ncei.noaa.gov. 6 October 2017. مؤرشف من الأصل في ۱۱ جنوري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. (په November 5, 2015 باندې). Exxon Mobil and the G.O.P.: Fossil Fools. The New York Times.
  16. (په July 8, 2015 باندې). Exxon knew of climate change in 1981, email says – but it funded deniers for 27 more years. The Guardian.
  17. (په 2021-07-08 باندې). A third of Americans deny human-caused climate change exists.
  18. (په 13 January 2021 باندې). Six in 10 Americans 'alarmed' or 'concerned' about climate change – study.
  19. US EPA, OAR (2017-02-08). "Inventory of U.S. Greenhouse Gas Emissions and Sinks". www.epa.gov (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۴ اگسټ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. (په 2021-05-07 باندې). Report: China emissions exceed all developed nations combined. BBC News.
  21. "Cumulative [[:کينډۍ:CO2]] emissions globally by country 2018". Statista (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۹ فبروري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); وصلة إنترويكي مضمنة في URL العنوان (مساعدة)
  22. "The world is still falling short of meeting its climate goals". Environment (په انګلیسي ژبه کي). 2021-10-26. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. "Who has contributed most to global [[:کينډۍ:CO2]] emissions?". Our World in Data. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ ډيسمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); وصلة إنترويكي مضمنة في URL العنوان (مساعدة)
  24. Ge, Mengpin; Friedrich, Johannes; Vigna, Leandro (2020-02-06). "4 Charts Explain Greenhouse Gas Emissions by Countries and Sectors". World Resources Institute (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۹ اپرېل ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. IEA (2023), The world’s top 1% of emitters produce over 1000 times more کينډۍ:CO2 than the bottom 1%, IEA, Paris https://www.iea.org/commentaries/the-world-s-top-1-of-emitters-produce-over-1000-times-more-co2-than-the-bottom-1 , License: CC BY 4.0
  26. EPA,OA, US (2015-12-29). "Sources of Greenhouse Gas Emissions - US EPA". US EPA. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ اپرېل ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. EPA, OA, US (2015-12-29). "Sources of Greenhouse Gas Emissions - US EPA". US EPA. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ اپرېل ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. "Sources of Greenhouse Gas Emissions". EPA. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ اپرېل ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. Hsiang, Solomon; Kopp, Robert; Jina, Amir; Rising, James; Delgado, Michael; Mohan, Shashank; Rasmussen, D. J.; Muir-Wood, Robert; Wilson, Paul; Oppenheimer, Michael; Larsen, Kate (2017-06-30). "Estimating economic damage from climate change in the United States". Science (په انګلیسي ژبه کي). 356 (6345): 1362–1369. Bibcode:2017Sci...356.1362H. doi:10.1126/science.aal4369. ISSN 0036-8075. PMID 28663496. S2CID 217546780. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. Heidari, Hadi; Arabi, Mazdak; Warziniack, Travis; Kao, Shih-Chieh (June 2021). "Shifts in hydroclimatology of US megaregions in response to climate change". Environmental Research Communications (په انګلیسي ژبه کي). 3 (6): 065002. Bibcode:2021ERCom...3f5002H. doi:10.1088/2515-7620/ac0617. ISSN 2515-7620. S2CID 235367031 Check |s2cid= value (مساعدة). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. USGCRP (2018). "Fourth National Climate Assessment" (په انګلیسي ژبه کي). د کتاب پاڼي 1–470. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. Stiglitz, Joseph (20 January 2020). "Donald Trump is a good president … but only for the top 1%". The Guardian. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ جنوري ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  33. Global climate change impacts in the United States : a state of knowledge report (PDF). New York, NY: Cambridge University Press. 2009. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780521144070. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ ډيسمبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  34. NCEI.Monitoring.Info@noaa.gov. "Billion-Dollar Weather and Climate Disasters | National Centers for Environmental Information (NCEI)". www.ncei.noaa.gov (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۶ مې ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  35. "Billion-Dollar Weather and Climate Disasters: Overview | National Centers for Environmental Information (NCEI)". www.ncdc.noaa.gov (په انګلیسي ژبه کي). مؤرشف من الأصل في ۱۰ مې ۲۰۱۲. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ ډيسمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  36. "Suppression Costs | National Interagency Fire Center". www.nifc.gov. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ مارچ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  37. Cave, Damien (21 November 2019). "The World Burns All Year. Are There Enough Planes to Douse the Flames?". The New York Times. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ ډيسمبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  38. Global climate change impacts in the United States : a state of knowledge report (PDF). New York, NY: Cambridge University Press. 2009. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780521144070. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ ډيسمبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  39. Hess, Jeremy J.; Malilay, Josephine N.; Parkinson, Alan J. (2008-11-01). "Climate Change: The Importance of Place". American Journal of Preventive Medicine (په انګرېزي ژبه کي). 35 (5): 473. doi:10.1016/j.amepre.2008.08.024. ISSN 0749-3797. PMID 18929973. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: لغة غير مدعومة (link)
  40. Lee, Deborah Jian (4 December 2019). "How climate change influences immigration to the United States". Yale Climate Connections. ChavoBart Digital Media. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ نومبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  41. Lustgarten, Abrahm. "Climate Change Will Force a New American Migration". ProPublica (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۷ مې ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  42. (په 22 April 2021 باندې). Climate crisis threatens U.S. national security, Defense secretary says.
  43. (په 10 June 2021 باندې). Top Military Officer Clarifies Biden's Threat Assessment: Climate Change – But Also China and Russia.
  44. . Chapter 14: North America.