په قزاقستان کې بشري حقونه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

په قزاقستان کې بشري حقونه د خپلواکو څارونکو له خوا په یوه خوله ضعیف بلل شوی. د بشري حقونه څار ډله څرګندوي چې «قزاقستان په کلکه سره د غونډو، بیان او مذهب آزادۍ محدودې کوي. په ۲۰۱۴ زکال کې چارواکو ورځپاڼې وټړلې او په لسګونو تنه یې له سوله ئیزو، خو بې اجازې لاریونونو له امله بندي یا جریمه کړل او هغه عبادت کوونکي یې ونیول چې د دولتي کنټرول څخه بهر یې مذهبي چارې ترسره کولې. د اپوزیسیون د مشر ولادیمیر کوزلوف په ګډون دولتي منتقدین له ناعادلانه محکمو وروسته په بند کې دي. په بندخونو کې شکنجه کول لا هم دود لري». [۱]

په ۲۰۱۲ زکال کې قزاقستان د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا غړی وټاکل شو. په ۲۰۱۴ زکال د بشري حقونو د نړیوالې ارزونې د دورې پر مهال، ملي استازو «د قزاقستان د بشري حقونو د ملي ادارې یا کمیسیون او همدارنګه د شکنجې کولو څخه د مخنیوي د کړنلارې له جوړولو ستاینه وکړه»، خو له دې سره یې «په آزادیو باندې د قانوني محدودیتونو اړوند مشترکې اندېښنې لرلې». [۲]

له ۲۰۱۹ زکال وروسته قزاقستان له اروپايي شورا سره په ګډه د بشري حقونو او د قانون د حاکمیت په برخو کې د ودې رامنځته کولو اړوند کار کړی چې په دغه چارو کې د بشري حقونو په برخه کې د حقوقي متخصصینو لپاره اروپايي روزنیز پروګرام شاملېږي، چې قزاقي حقوقي متخصصین په کې روزل کېږي او له ۲۰۲۲ زکال راهیسې دوام لري. [۳]

د ۲۰۲۰ زکال په سپټمبر میاشت کې قزاقستان د مدني او سیاسي حقونو د نړیوال کنوانسیون دویم اختیاري پروتوکول لاسلیک کړ او دغه هېواد یې د اعدام جزا لغو کولو ته ژمن کړ. دغه چاره د بشري حقونو د سازمانونو او نړیوالې ټولنې له پراخ هرکلي سره مخ شوه. د بخښنې نړیوال سازمان دا یو هیله بخښونکی ګام وباله. [۴]

په مرکزي آسیا کې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د کمیشنرۍ عالي کمېشنر د کډوالو د کړکېچ اړوند د قزاقستان ګامونو ته په نغوتې کولو د «قزاقستان مشرتابه ته د قومونو ترمنځ د یووالي په پیاوړتیا ټینګار وکړ». په قزاقستان کې د ملګرو ملتونو استازولي دا تائید کړې چې د قزاقستان دولت د هېواد د پرمختګ په برخه کې د ملګرو ملتونو له مشارکتي اډانې او د هغو له لارښوونو ملاتړ کوي او همدارنګه د ملګرو ملتونو له خوا د بشري حقونو کړنلارې پلې کوي.[۵][۶]

د ۲۰۲۱ زکال په جون میاشت کې د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارت توقایف «په قزاقستان کې د بشري حقونو د پراختیا» اړوند داسې حقوقي فرمان لاسلیک کړ چې په کې د لږکیو او زیان منونکو ډلو، لکه د ښځو او معلولیت لرونکو وګړو له حقونو ملاتړ شوی او له نړیوالو سازمانونو سره د لا زیاتې همغږۍ لارښوونه کوي. [۷][۸]

په سیاسي ډګر کې د بیان او مطبوعاتو آزادي[سمول]

د بشري حقونو د څارډلې او د آزادۍ د خونې په ګډون د څارونکو په وینا د ۲۰۰۵ زکال په ډسمبر میاشت کې د قزاقستان ولسمشریزو ټاکنو ته په نږدې میاشتو کې سیاسي څرګندونې محدودې شوې وې. د راپورونو له مخې قزاقستاني چارواکو هڅه وکړه د خپلواکو رسنیو او د مدني ټولنو د ډلو په تړلو سره د بیان آزادي محدوده کړي. په سپټمبر میاشت کې ورمیا (Vremya) چاپ خونې په ناڅاپي ډول پرته له دې چې کومه توضېح وړاندې کړي له اووه ورځپاڼو سره یې خپل قرارداد لغو کړ. په همدې ډول د قزاقستان په پخوانۍ پلازمېنه الماتی کې ډېری چاپ خونو د دغو نشریاتو له چاپولو ډډه وکړه. د دغو ورځپاڼو د مدیر مسئولانو د نه خوړولو له څه باندې یوې اونۍ اعتصاب وروسته د داور په نامه چاپ خونې له دغو ورځپاڼو څخه د پنځو د چاپولو سره هوکړه وکړه. نږدې په ټولیزه بڼه د قزاقستان غږېزې رسنۍ هغو شرکتونو ته اړوندې دي چې له دولت سره نږدې اړیکې لري؛ ورځپاڼې یو له هغه محدودو منابعو څخه دي چې په خپلواکه توګه د اطلاع رسونې په برخه کې کار کوي. [۹][۱۰]

د بشري حقونو د څار ډلې په ګډون یو شمېر بهرني څارونکي د پخواني شوروي اتحاد په یو شمېر هېوادونو له دې ډلې په ګرجستان، اوکراین او قرغیزستان کې د وروستیو دیموکراتیکو انقلابونو را وروسته د قزاقستان په دولت کې مخ پر زیاتوالي اندېښنو ته نغوته کوي. د ۲۰۰۵ زکال د ډسمبر د ۲مې نیټې له ټاکنو وړاندې د مخالفینو د محدود کولو هڅې کېدای شي په قزاقستان کې د دغه ډول بدلون څخه د دولت د مخه نیونکو ګامونو څرګندونکې وي. [۱۱]

د ۲۰۱۶ زکال د ډسمبر په ۱۰مه نېټه آستانه د بشري حقونو په نړیواله ورځ د یوه ګردي مېز کوربه و. په دغه غونډه کې قزاقستاني چارواکو او د نړیوالو بنسټونو لکه د کډوالۍ د نړیوال سازمان (IOM)، د ملګرو ملتونو د پراختیايي سازمان (UNDP)، د اروپايي همکاریو او خوندیتوب د سازمان (OSCE) استازو ونډه لرله. [۱۲]

د ۲۰۱۸ زکال د نومبر په ۱۰مه د قزاقستان د کارګري اتحادیې رهبر دیمتري سنیاوسکي د ناڅرګندو کسانو تر شدید برید لاندې راغی او روغتون ته ولېږدول شو. د کار نړیوال سازمان (ILO) په مکرر ډول د قزاقستان له دولت څخه غوښتي چې د سوداګرۍ اړوند خپل محدود کوونکي قوانین اصلاح کړي او د کار د نړیوالو حقونو اړوند پر خپلو ژمنو پاتې شي. [۱۳][۱۴]

د عادلانه محکمې حق[سمول]

د متحده ایالاتو د دولتي راپور له مخې چې په ۲۰۱۴ زکال کې خپور شو، په قزاقستان کې:

قانون په کافي کچه قضایه قوه خپلواکه نه ده بللې. اجرایوي قوې په کلکه سره د قضايي قوې خپلواکي محدوده کړې. څارنوالان د نیمه قضايي رول لرونکي و او د محاکمو د پرېکړو د ځنډولو واک یې درلود ... د قضا په هر پړاو کې فساد څرګند و. په داسې حال کې چې قاضیان د دولت له تر ټولو ډېر معاش لرونکو مامورینو څخه و، خو د بشري حقونو څارونکو او مدافعینو ادعا کړې چې قاضیان، څارنوالان او نورو اړوند مامورین د جنايي جرمونو په پېښو کې د خوښې وړ حکم کولو په موخه بډې اخلي. [۱۵]

د جنايي جرمونو له یو فیصد څخه لږ تورن کسان د عامه محاکمو په لومړنۍ محکمه کې له تور پاک ګڼل کېږي. ورته مهال د ایستناف محکمې بیا له محکوم کولو څخه ډېر د برائت د احکامو له لغو کولو سره لېوالتیا لري. [۱۵]

قومي جوړښتونه[سمول]

قزاقستان د بېلابېلو کلتورونو له ګډوالي ملاتړ کوي. د قزاقستان د خلکو شورا له نږدې ۲۰۰ مرکزونو څخه ملاتړ کوي چې په کې ماشومان او لویان په ۳۰ ژبو زده کړې کوي. [۱۶]

په ۲۰۱۵ زکال کې د قزاقستان د خلکو شورا (APK) د مننې لپاره یوه ورځ په قزاقستان کې د عمومي رخصتۍ په توګه اعلان کړه. د دغې ورځې وړاندیز، ولسمشر نور سلطان نظربایف وکړ. د مننې ورځ د مارچ په لومړۍ نېټه لمانځل کېږي او د دغه هېواد د تاریخي مخینې او څو قومي یوووالي څرګندويي کوي.[۱۷]

د قزاقستان ۷۰ سلنه وګړي په قوم قزاق دي، ۱۶ سلنه یې روسان دي او ۹ سلنه یې هم ازبک، اوکرایني، اویغور، جرمنان او تاتار دي. نږدې ۱۲۵ قومي ډلو ته اړوند وګړي په قزاقستان کې ژوند کوي او شاخوا ۸۱۸ قومي او کلتوري ټولنې د قزاقستان د خلکو د شورا تر چتر لاندې فعالیت لري. [۱۸][۱۹][۲۰]

د ماشومانو حقونه[سمول]

د ماشومانو د حقونو په برخه کې د قزاقستان د بشري حقونو کمېشنر او د قزاقستان لپاره د یونیسف استازي د همکاریو په موخه ګډه بیانیه تصویب کړې. دواړو لورو هوکړه کړې چې په قزاقستان کې به د ماشومانو د حقونو له خوندیتوب څخه د ډاډ ترلاسه کولو په موخه د څارنې د یو خپلواک سیستم د رامنځته کولو لپاره ګامونه اوچتوي.[۲۱]

تر ۲۰۵۰ زکال پورې د قزاقستان ستراتیژي د ماشومتوب په دوره کې په لا زیات ملاتړ ټینګار لري. قزاقستان د ماشومانو د حقونو اړوند له ۹۰ زیات قوانین او مقررات تصویب کړي. [۲۲]

قزاقستان د ماشومانو د حقونو اړوند د ملګرو ملتونو د کنوانسیون (میثاق) غړیتوب لري.

د بشري حقونو کمېشنر[سمول]

د قزاقستان د بشري حقونو کمیسیون د ۲۰۰۲ زکال د سپټمبر په ۱۹مه د ولسمشر د یو فرمان پر بنسټ رامنځته شو. کمېشنر او هغه ته اړوند کمیسیون او د بشري حقونو ملي مرکز د ولسمشر نظربایف د فرمان پر بنسټ په دولت کې د بشري حقونو اړوند مسایلو د څېړنې واک لري.[۲۳][۲۴]

د عامه باور ملي شورا[سمول]

د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارت توقایف د ۲۰۱۹ زکال په جولای میاشت کې وګړو ته د دولتي حساب ورکونې د یوې غوره اډانې د جوړولو په موخه د عامه باور ملي شورا رامنځته کړه. دغې شورا خپله لومړنۍ غونډه د ۲۰۱۹ زکال د سپټمبر په ۶مه نېټه وکړه. یادې غونډې په لاندې مواردو پام درلود: د تهمت یا افترا جرم نه ګڼل، د جزایي سیسټم او قضایه قوې اصلاح، جنسیتي تعادل او د ښځو پیاوړتیا.[۲۵]

سرچينې[سمول]

  1. Human Rights Watch, World Report 2015: Kazakhstan Archived 2016-10-28 at the Wayback Machine., accessed October 2015.
  2. "OHCHR | Human Rights Council adopts outcomes of Universal Periodic Review of Kazakhstan, Angola and Iran". 2018-11-06. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۶ نومبر ۲۰۱۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ نومبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "Council of Europe Neighbourhood Co-operation Priorities for Kazakhstan 2019-2022". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "Kazakhstan takes important step towards abolishing death penalty". Amnesty International. 24 September 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. . Kazakhstan Achieves Major Results in Protecting Rights of Refugees and Asylum Seekers, Says UNHCR Representative in Central Asia.
  6. "The UN in Kazakhstan 2020 Annual Report" (PDF). unsdg.un.org. The United Nations. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "Kazakhstan's new decree on human rights reforms may establish effective protection mechanisms". in.news.yahoo.com (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۵ جولای ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Gotev, Georgi (2021-06-11). "Kazakhstan announces new efforts to improve human rights record". www.euractiv.com (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۵ جولای ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. International Freedom of Expression Exchange:GOVERNMENT MUZZLING FREE EXPRESSION IN RUN-UP TO ELECTIONS Archived 2006-04-23 at the Wayback Machine., 19 October 2005
  10. Freedom House:[۱] Archived 2011-12-23 at the Wayback Machine.
  11. International Freedom of Expression Exchange:GOVERNMENT MUZZLING FREE EXPRESSION IN RUN-UP TO ELECTIONS Archived 2006-04-23 at the Wayback Machine., 19 October 2005
  12. "Kazakhstan Marks Human Rights Day". astanatimes.com. 11 December 2015. مؤرشف من الأصل في ۰۳ جنوري ۲۰۱۷. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ جنوري ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. "Kazakhstan: Attack on Trade Union Leader". 12 November 2018. مؤرشف من الأصل في ۱۲ جولای ۲۰۱۹. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ نومبر ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. "Trade Union Leaders Freed in Kazakhstan". 6 June 2018. مؤرشف من الأصل في ۱۴ جولای ۲۰۱۹. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ نومبر ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. ۱۵٫۰ ۱۵٫۱ Trochev, Alexei; Slade, Gavin (2019), Caron, Jean-François (المحرر), "Trials and Tribulations: Kazakhstan's Criminal Justice Reforms", Kazakhstan and the Soviet Legacy (په انګلیسي ژبه کي), Singapore: Springer Singapore, د کتاب پاڼي 75–99, doi:10.1007/978-981-13-6693-2_5, S2CID 159320888, د کتاب نړيواله کره شمېره 978-981-13-6692-5, د لاسرسي‌نېټه ۰۲ اکتوبر ۲۰۲۱ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. "astanatimes.com". Why Kazakhstan's Model of Maintaining Ethnic Diversity Deserves Attention. 26 April 2016. مؤرشف من الأصل في ۲۷ اپرېل ۲۰۱۶. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ جولای ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. "Nazarbayev Congratulates Kazakh People on Day of Gratitude, Recalls Country's Historic Past". astanatimes.com. 3 March 2016. مؤرشف من الأصل في ۰۸ نومبر ۲۰۱۶. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ سپټمبر ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. "#Kazakhstan: A model of inter-ethnic tolerance and social harmony". www.eureporter.co. 11 November 2016. مؤرشف من الأصل في ۱۲ نومبر ۲۰۱۶. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ ډيسمبر ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Tukpiev, Zhanat. "125 наций в одной: в чем уникальность казахстанской модели общественного согласия". Казахстанская правда. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ مارچ ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. "[Results of the 2021 Population Census of the Republic of Kazakhstan] (in Kazakh). Agency of Strategic Planning and Reforms of the Republic of Kazakhstan National Bureau of Statistics". د اصلي آرشيف څخه پر ۰۲ سپټمبر ۲۰۲۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ اپرېل ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); Cite journal requires |journal= (مساعدة)
  21. "inform.kz". Children’s Rights Ombudsman, UNICEF's Kazakhstan Country Office signed Statement of Intentions on coop. مؤرشف من الأصل في ۱۵ اگسټ ۲۰۱۶. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ جولای ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. "Kazakhstan Marks Human Rights Day". astanatimes.com. 11 December 2015. مؤرشف من الأصل في ۰۳ جنوري ۲۰۱۷. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ جنوري ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. "History of the Kazakhstan Human Rights Ombudsman". www.ombudsman.kz. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۷ اپرېل ۲۰۱۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ ډيسمبر ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. "Human Rights Imbudsman". www.kazakhembus.com. مؤرشف من الأصل في ۲۱ ډيسمبر ۲۰۱۶. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ ډيسمبر ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. "Kazakh President calls for gradual reforms in first National Council of Public Trust meeting". astanatimes.com. 7 September 2019. مؤرشف من الأصل في ۰۹ سپټمبر ۲۰۱۹. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ سپټمبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)