په عربي نړۍ کې ښځې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

په عربي نړۍ کې د ښځو رول د تاریخ په اوږدو کې بدلونونه لرلي دي، هغه هم له دې امله چې په هغه کلتور او ټولنه کې چې دوی ژوند کاوه له مهمو بدلونونو سره مخ شوي دي. له تاریخي پلوه او همدارنګه اوس مهال په عربي ژب ویونکو سیمو کې د ښاري او کلیوالي ژوند او عمر ته د اړوند ډلو پر بنسټ د ښځو حالت په پام وړ کچه له یوبل توپیر لرلی. د نورو فکتورونو په خوا کې دغه توپیرونه کولای شو سیمه ییزو دودونو، کلتور او مذهب، د ښځو ټولنیز او حقوقي وضعیت، زده کړو، روغتیا او یا هم د ځان اړوند آګاهي ته اړوند وبولو. له ۱۹مې پېړۍ راهیسې د شمالي افریقا د استعماري کېدو، په مصر، لبنان او سوریه کې د عربي رنسانس د رامنځته کېدو او سربېره پردې د عثماني سترواکۍ د پاشل کېدو د اغېز له امله په په پام وړ توګه په عربي نړۍ کې په چټکۍ سره ټولنیز او اقتصادي بدلونونه رامنځته شوي او تنوع یې موندلې. [۱]

په عربي نړۍ کې د ښځو د ځایګي تاریخچه[سمول]

له اسلام وړاندې عربې ښځې[سمول]

ګڼ شمېر لیکوالانو له اسلام وړاندې سعودي عربستان کې د ښځو د ځایګي اړوند بحثونه کړي او د هغو موندنې له یو بل سره ګډې دي. د عربي قبایلو د رواجونو له مخې چې د اسلام د ظهور پر مهال یې هم په عربستان کې شتون درلود، د یوې عمومي قاعدې په توګه ښځو په عملي توګه هېڅ قانوني ځایګی نه درلود. هغوی د خپلو سرپرستانو له خوا د ټاکل شوې کچې پیسو په بدل کې د واده په موخه خرڅول کېدلې، مېړه چې په هر څه به واکمن و، کولای یې شو رابطه فسخ کړي او ښځو د هغه په مالکیت یا میراث کې هېڅ حق نه درلود او یا به یې هم ډېر لږ حق درلود. بل پلو یو شمېر نور لیکوالان بیا په دې اړوند یوه خوله دي چې له اسلام وړاندې عربستان کې ښځې په ډېر بېوزله حالت کې وې؛ دوی د نویو زېږېدلو نجونو ژوندي خښولو، نامحدودو ودونو، له والدینو سره واده او نورو مواردو ته اشاره کوي. [۲][۳][۴][۵]

سعودۍ تاریخ لیکونکې هتون الفاسي د عربو ښځو ډېرې لرغونې تاریخي ریښې ته نغوته کوي. نوموړې د نبطیا عربي پاچاهۍ له شواهدو څخه په ګټنې موندلې چې په نبطیا کې عربو ښځو خپلواک حقوقي شخصیت درلود. هغه څرګندوي چې هغوی خپل ډېری حقونه د اسلام له ظهور وړاندې د لرغوني یونان او روم د قوانینو له مخې له لاسه ورکړل. ولنټاین م. مقدم د ښځو وضعیت د مارکسېستي فکري اډانې له مخې تحلیل کوي او استدلال کوي چې د ښځو ځایګی د کلتور یا د اسلام د ذاتي ځانګړنو پر ځای تر ډېره د ښاري ژوند د کچې، صنعتي کېدو، پرولتاریايي کېدو او سیاسي مدیرانو د کړنلارو تر اغېز لاندې دی؛ د مقدم پر باور اسلام د نړۍ د نورو دینونو په ځانګړې توګه د عیسویت او یهودیت په نسبت نه له هغو زیات او نه له هغو کم نارینه سالاره دی. [۶][۷][۸][۹]

له اسلام وړاندې عربستان کې د ښځو ځایګیو د اړوندو قبایلي کلتوري دودونو او قوانینو پر بنسټ له یو بل ډېر توپیر درلود. د بېلګې په توګه د عربستان د ټاپووزمې په هوسا سویلي برخه کې د صابئیانو او حمیریانو ترمنځ د عیسویت او یهودیت دیني احکام حاکم و. په نورو ځایونو لکه په مکې ښار کې – چېرې چې د اسلام سپېڅلی پیغمبر حضرت محمد(ص) وزېږېد – یو شمېر قبیلوي قواعد واکمن و. دغه قواعدو د بدوي (صحرا نشینو) وګړو ترمنځ هم شتون درلود او له یوې قبیلې څخه به یې تر بلې توپیر درلود. له همدې امله د اسلام له ظهور وړاندې په دغه سیمو کې د ښځو د ونډې او حقونو اړوند هېڅ واحده توضېح شتون نه لري.

په یو شمېر قبایلو کې ښځو آن د نن ورځې له ډېرو معاصرو معیارونو سره پرتله کېدوني حقونه لرل. داسې موارد هم شتون لري چې ښځو د واک لوړ ځایګي او صلاحیتونه لرل. [۱۰][۱۱]

د اسلامي موضوعاتو مشهور تفسیر کوونکی محمد اسد وايي چې په ژوندي حالت کې د نویو زېږېدلو نجونو خښول له اسلام وړاندې عربستان کې تر ډېره دود چاره وه. د دغې چارې لپاره انګېزې دوه ډوله وې: له دې وېره چې د نجونو اولادونو زیاتوالی اقتصادي ستونزې ورته جوړوي، همدارنګه له سپکاوي وېره چې تر ډېره به د دښمنو قبایلو له خوا ښځې د اسیرانو په توګه نیول کېدلې له همدې امله به غوره ګڼل کېده چې خپله والدین یا د هغو وروڼه اسیران شي. [۱۲]

دا په ټولیزه توګه منل شوې چې اسلام د عربي ټولنې جوړښت ته بدلون ورکړ، تر ډېره بریده یې وګړي یو موټي کړل او په ټوله دغه سیمه کې یې جنسیتي موضوعات اصلاح او معیاري کړل. د اسلامي مطالعاتو د پروفیسور ویلیام مونتګومري واټ په خبره، اسلام د «مالکیت، میراث، تحصیل او طلاق د حقونو په تائید» د ښځو په وضعیت کې مثبت بدلون رامنځته کړ.[۱۳][۱۴]

د بخاري شریفې په احادیثو کې راغلې چې اسلام د ښځو ځایګی بهتره کړ، د اسلام دویم خلیفه حضرت عمر فاروق(رض) وایي چې «موږ د جاهلیت په دوره کې ښځو ته هېڅ اهمیت نه ورکاوه، خو کله چې اسلام راغی او الله(ج) د هغوی د حقونو یادونه وکړه، موږ هغوی ته خپل حقونه ورکړل، خو هغوی ته یې هم اجازه ورنکړه چې زموږ په یو شمېر چارو کې دې واک ولري»؛ (۷۷ کتاب، ۶۰ حدیث)، ۵۸۴۳ ګڼه او اووم ټوک، ۷۲ کتاب، ۷۳۴ حدیث.

له اسلام وروسته ښځې[سمول]

اسلام د اوومې پېړۍ پر مهال د عربستان په ټاپووزمه کې معرفي شو او د پخوانیو عربي کلتورونو سره په پرتله یې د ښځو په وضعیت کې پام وړ ښه توب راووست. د قرآني احکامو له مخې ښځې او نارینه دواړه د الله(ج) په عبادت کې یو شان مسئولیتونه او دندې لري. هماغه ډول چې په قرآن کریم راغلي: « بېشكه زه په تاسو كې د هېڅ یو عمل كوونكي عمل نه ضايع كوم، نر وي او كه ښځه». (سوره آل عمران: ۱۹۵ آیت)[۱۵][۱۶]

اسلام په ټولنه کې د ښځو ځایګی د پخوانیو هر ډول قدرتونو پر خلاف په یو ځل بدل کړ، په داسې توګه چې په عمومي او کورني ډګر کې یې د هغوی ځایګی لوړ کړ او هغوی یې د خدای پر وړاندې له اخلاقي او حقوقي پلوه له نارینه و سره برابرې وبللې. اسلام ښځو ته یو لړ حقونه ورکړل چې نارینه یې د هغو په ورکړې مکلف وبلل لکه مهر، میراث او په طلاق کې د نفقې ورکړه؛ همدارنګه یې د نویو زېږدلو نجونو وژنه منع اعلان کړه. د اسلام سپېڅلي پیغمبر حضرت محمد(ص) خپله فرمایلي چې تر ټولو ښه نارینه هغه دی چې د خپلو ښځو لپاره ښه وي. همدارنګه یې د هغې پوښتنې په ځواب کې چې باید له چا سره ښه وکړل شي وړاندې له دې چې د پلار اړوند ووايي درې ځله یې د مور سره په ښه چلن ټینګار وکړ. همدارنګه یې وفرمایل چې څوک درې لوڼې ولري او په هغو رحم وکړي د هغو لپاره جنت لازمي دی؛ خپله د ده نسب هم یوازې د هغه د یوې لور فاطمې(رض) څخه دی. ښځې یې خدیجې(رض)هم له ټولو مخکې اسلام ومانه، هغه مخکښه سوداګره او بډایه وه چې له خپل مېړه څخه یې غوره اقتصادي وضعیت درلود. [۱۷]

لومړني اصلاحات[سمول]

په اوومه پېړۍ کې د اسلام پر بنسټ اصلاحاتو له مخې ښځو ته د واده، طلاق او میراث په برخو کې یو لړ حقونه خوندي شول. لینډسي جونز څرګندوي چې تر راتلونکو څو پېړیو پورې د لویدیځو کلتورونو په ګډون په نورو کلتورونو کې ښځو دغه ډول قانوني ځایګی نه درلود. د اسلام اړوند د اکسفورډ په ډېکشنرۍ (The Oxford Dictionary of Islam) کې راغلي چې د عربو ښځو د ټولیز وضعیت په بدلونونو کې د نویو زېږېدلو نجونو د وژنې ممنوعیت او همدارنګه د ښځو د شخصیت بشپړ په رسمیت پېژندل شاملېږي. «مهر یا جهیزیه چې وړاندې پلار ته د واده د بیې په توګه په پام کې نیول کېده، د واده په هغې ډالې واوښته چې د ناوې د شخصي شتمنۍ په توګه ورکول کېده». د اسلامي قوانینو له مخې واده نور یو حالت نه ګڼل کېده بلکې هغه «قرارداد» و چې په هغه کې د ښځې خوښه یا رضایت اړین و. «ښځو ته د میراث حق ورکړل شو هغه حق چې په وړاندنیو مرد سالاره ټولنو کې یوازې نارینه خپلوانو به ځانته محدود کاوه».[۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]

سرچينې[سمول]

  1. Zurayk, H. (1979). "The changing role of Arab women". Population Bulletin of the United Nations Economic Commission for Western Asia (17): 18–31. PMID 12338393. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Turner, Brian S. Islam (کينډۍ:ISBN). Routledge: 2003, p77-78.
  3. Beck, lois. and Keddic, Nikki. " Women in the Muslim world", Harvard University Press, London, 1978, p.37.
  4. Turner, Brian S. Islam (کينډۍ:ISBN). Routledge: 2003, p77-78.
  5. Beck, lois. and Keddic, Nikki. " Women in the Muslim world", Harvard University Press, London, 1978, p.37.
  6. (په 2008-04-30 باندې). Saudi scholar finds ancient women's rights. Thomson Reuters
  7. al-Fassi, Hatoon (2007-07-15). Women in Pre-Islamic Arabia: Nabataea. British Archaeological Reports. د کتاب پاڼې 129. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4073-0095-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Unni Wikan, review of Modernizing Women: Gender and Social Change in the Middle East, American Ethnologist, Vol. 22, No. 4 (Nov., 1995), pp. 1078-1079
  9. Valentine M. Moghadam. Modernizing Women: Gender and Social Change in the Middle East. (Lynne Rienner Publishers, US, 1993) p. 5
  10. Islam and Women Archived 2013-08-10 at the Wayback Machine. Dr. Younus Shaikh
  11. "Aspects of Pre-Islamic Arabian Society". د اصلي آرشيف څخه پر ۲۸ سپټمبر ۲۰۰۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ جون ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Engineer, Asgar Ali, "the Rights of Women in Islam", C. Hurst and company, London, 1992, p.21.
  13. Maan, Bashir and Alastair McIntosh. "'The whole house of Islam, and we Christians with them...': An interview with 'the Last Orientalist' - the Rev Prof William Montgomery Watt."] Internet version from www.alastairmcintosh.com. Also published in The Coracle, the Iona Community, summer 2000, issue 3:51, pp. 8-11.
  14. Esposito, John L., with DeLong-Bas, Natana J. (2001). Women in Muslim Family Law, 2nd revised Ed. Available here via GoogleBooks preview. Syracuse University Press. کينډۍ:ISBN (pbk); pp. 4-5.
  15. "Women and Islam - Oxford Islamic Studies Online". www.oxfordislamicstudies.com. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۵ سپټمبر ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ جون ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. "Surah Ali 'Imran - 195". quran.com. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ مې ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. ibn ʿĪsā as-Sulamī aḍ-Ḍarīr al-Būghī at-Tirmidhī, Abū ʿĪsā Muḥammad ibn ʿĪsā as-Sulamī aḍ-Ḍarīr al-Būghī at-Tirmidhī. Jami' at-Tirmidhi. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Esposito (2005) p. 79
  19. Jones, Lindsay. p.6224
  20. "Women and Islam - Oxford Islamic Studies Online". www.oxfordislamicstudies.com. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ جون ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Esposito (2005) p. 79
  22. Khadduri (1978)
  23. Esposito (2004), p. 339
  24. Schimmel (1992) p.65