په سعودي عربستان کې د ښځو حقونه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

په تاریخي لحاظ په سعودي عربستان کې د ښځو حقونه په کلکه محدود شوي دي. همدا راز په وروستیو کې ښځو د خپلو حقونو لپاره مبارزه کړې ده؛ لکه "د موټر چلونې لپاره د ښځو" غورځنګ او د نارینه وو د سرپرستۍ پر ضد کمپاین چې د یوویشتمې پېړۍ په دویمه لسیزه کې د دوی د وضعیت د ښه کېدو لامل شوي دي. هغه عوامل چې په سعودي عربستان کې د ښځو حقونه تعریفوي هغه دولتي قوانین، د سُني اسلام حنبلي او وهابي مکتبونه او د عربستان د ټاپووزمې عادات او دودونه دي.[۱]

په ۲۰۲۱ کال کې د اقتصاد د نړیوالې مجمع د نړیوال جنسیتي توپیر په راپور کې سعودي عربستان د ۱۵۶ هېوادونو تر منځ ۱۴۷ام مقام واخیست. په ۲۰۲۱ کال کې د نړیوال بانک د ښځو، سوداګرۍ او قانون په جدول کې سعودي عربستان له ۱۰۰ څخه ۸۰ نمرې واخیستې چې دا نمرې سعودي عربستان په نړیواله کچه تر اوسط نمرو پورته کوي. د ملګرو ملتونو اقتصادي او ټولنیزې شورا (ECOSOC) د ۲۰۱۸-۲۰۲۲ کلونو لپاره د ښځو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو د کمیسیون غړيتوب ته انتخاب کړ، خو پر دغه کار د نړیوالې ټولنې له‌خوا په پراخه کچه نیوکې وشوې. د ښځو د باسوادۍ کچه ۹۳ سلنه ښودل شوې ده. ښځو تر ۲۰۲۰ کال پورې په سعودي عربستان کې د ځايي کاري ځواک ۳۳.۲ سلنه برخه جوړوله چې د ۲۰۱۵ کال په نسبت په دغه هېواد کې د ځايي کاري ځواک تر کچې ۱۳ سلنه لوړه وه. د سعودي عربستان قانون په خصوصي سکتور کې ښځینه او نارینه وو دواړو ته مساوي امتیازات ورکړي دي.[۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲]

پخوا ښځې په هر ډول ټاکنو کې له رایې ورکولو یا هر سیاسي مقام ته له انتخابېدو منع شوې وې، خو په ۲۰۱۱ کال کې ملک عبدالله اجازه ورکړه چې د ۲۰۱۵ کال په محلي ټاکنو کې رایه ورکړي او مشورتي جرګې ته انتخاب شي. له ۲۰۱۳ کال راوروسته په مشورتي جرګه کې چې د سعودي عربستان ملي قوانین پکې تصویبېږي، باید د ښځو استازې لږ تر لږه ۲۰ سلنه څوکۍ ولري چې په یوه مقطع کې یې شمېر د متحدو ایالتونو په کنګره کې تر ښځینه استازو زیات دی. په ۲۰۱۱ کال کې له پوهنتون څخه د فارغو شویو ښځو شمېر تر نارینه وو‌وو زیات و او د ښځو د سواد کچه ۹۱ سلنه وښودل شوه. که څه هم دغه شمېر د نارینه وو‌وو د سواد تر کچې کم دی، خو د ۴۰ کاله پخوا په نسبت ډېر زیات دی. په ۲۰۱۳ کال کې په سعودیو ښځو کې د لومړي واده منځنی عمر ۲۵ کاله و. په ۲۰۱۷ کال کې ملک سلمان فرمان ورکړ چې تر دې وروسته به ښځې د سرپرست موافقې ته له اړتیا پرته دولتي خدمتونو لکه زده‌کړو او حفظ‌الصحې ته لاس‌رسی ولري. همدا راز ښاغلي سلمان د یوه فرمان په صادرولو سره ښځو ته د موټر چلونې اجازه ورکړه او په نړۍ کې یې پر ښځینه موټر چلوونکو یوازنی بندیز هم لرې کړ. په ۲۰۱۸ کال کې د ښځو د کاري ځواک کچه ۲۰.۲ سلنې ته پورته شوه. د سرپرستۍ او طلاق د قوانینو له امله به ډېری ښځې د خپلو مېړونو د طلاق له وخته مخکې له مخکې خبرې نه وې. دغه کار د سرګردانۍ او حتا بې‌کوره کېدو لامل کېده. د ۲۰۱۹ کال په جنورۍ میاشت کې د سعودي عربستان سترې محکمې یو قانون صادر کړ چې له مخې یې ښځې مکلفې شوې وې چې د رسمي طلاق پر مهال له محکمې څخه لیکلی پیغام ترلاسه کړي. پر دې سربېره د ۲۰۱۹ کال د اګسټ میاشتې په لومړۍ نېټه نوي قوانین خپاره شول چې ښځو ته یې د سرپرست د اجازې له اړتیا پرته د طلاق اخیستو، واده کولو یا رسمي اسنادو د اخیستو حق ورکړ. [۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶]

د ۲۰۱۹ کال د اګسټ میاشتې په لومړۍ نېټه سعودي عربستان ښځو ته اجازه ورکړه چې د نارینه وو سرپرست له اجازې پرته له هېواده بهر سفر وکړي، طلاق واخلي یا واده وکړي او د رسمي اسنادو لپاره غوښتنه وکړي. همدا راز قوانین ښځو ته د صغیرو اولادونو د سرپرستۍ واک ورکوي. په ۲۰۱۹ کال کې د سعودي عربستان حکومت اعلان وکړ چې ښځې په پوځ کې پر لوړ رتبه پوستونو کار پیلولی شي. د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر میاشت کې سعودي عربستان تر ۱۸ کلنۍ د ټیټو نارینه وو او ښځینه‌وو پر واده بندیز ولګاوه. د نړیوال بانک د راپور له مخې په سعودي عربستان کې د ۲۰۱۷ او ۲۰۲۰ کلونو تر منځ د ښځو د کار په شرایطو کې پام وړ ښه‌والی راغلی چې د فعالیت یا تحرک زمینې، جنسي ځورونه، د تقاعد حقونه او د کارځای حقونه پکې شاملېږي. د ۲۰۲۱ کال په جون میاشت کې سعودي عربستان ښځو ته د نارینه وو سرپرست له اجازې پرته د تنها ژوند کولو اجازه ورکړه. دا د یوه مخکېني حکم د پراختیا حیثیت لري چې په یوه جلا کور کې د یوې بالغې ښځې د خپلواکۍ قانوني‌والی تاییدوي. [۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵][۳۶][۳۷]

شالید[سمول]

د عربستان په ټولنه کې جنسیتي رولونه له ځايي فرهنګ او د شریعت (اسلامي قانون) له تفاسیرو څخه اخیستل کېږي. شریعت یا الهي اراده د علماوو له‌خوا د قرآن‌کریم او احادیثو له تفسیر څخه را ایستل کېږي. په سعودي فرهنګ کې شریعت د سخت‌دريځي سُني اسلام له مخې تفسیرېږي چې پېژندل شوې طریقه یې سلفِ صالح یا وهابیت دی. قانون تر ډېره نالیکلې بڼه لري او قاضیانو ته پام وړ اختیاري قدرت ورکوي چې معمولاً د قبیله‌يي دودونو په ګټه عملي کېږي. [۳۸]

په تفسیرونو کې اختلاف تر ډېره د لانجو لامل کېږي. په مکه مکرمه کې د امر بالمعروف او نهی عن‌المنکر یا مطوعینو (اسلامي پولیسو) د کمېټې رئیس شیخ احمد قاسم الغامدي ویلي چې د جنسیتي اختلاط ممنوعیت په شریعت کې کوم بنسټ نه‌لري. په همدې حال کې یوه بل مخکښ دیني عالم شیخ عبدالرحمن البراک فتوا ورکړې چې د اختلاط پلویان باید ووژل شي.[۳۹][۴۰][۴۱]

د بشري حقونو د دایرة‌المعارف له مخې د اسلامي حقوقو په تیورۍ کې دوه "مهم" برداشتونه چې په عربستان کې د ښځو د حقونو محدودولو لپاره بنسټیز شوي، دا دي:

  • جنسي تفکیک، چې له (دارالفساد) "له فساده د خلاصون" د شرعي مفهوم پر بنسټ توجیه کېږي.

"دا فرهنګ دی، دین نه دی" د سعودي د خلکو یو متل دی. لږ تر لږه د کانګرس د کتابتون پر اساس، د عربستان د ټاپو وزمې عادات او دودونه هم د عربستان په ټولنه کې د ښځو په مقام کې برخه لري. دغه ټاپو وزمه د بېدیا مېشتو قبیلو پلرنی ټاټوبی دی چې د ښځې او نر جدایي او ناموس ډېر اهمیت پکې لري. ډېری سعودیان اسلام د ښځو د حقونو اصلي مانع نه ګڼي. یوه خبریاله وايي: "که قرآن‌کریم پر کومه موضوع بحث نه وي کړی، دیني عالمان د احتیاط له خاطره تېروتنه کوي او هغه موضوع حرامه بولي. د ښځو لپاره د موټر چلونې ممنوعیت یې تر ټولو ښه مثال دی." بله خبریاله صبریه جوهر په دې اند ده چې: "که ټولو ښځو ته هغه حقونه ورکول کېدای چې قرآن‌کریم تضمین کړي دي او عاداتو او دودونو یې ځای نه نیولای، په دې صورت کې دا مسئله کمېده چې سعودیانې ښځې برابر حقونه لري که نه."[۴۲][۴۳][۴۴]

د العربیه تلویزیوني شبکې اېډېټره اسماء ال محمد وايي چې ښځې په نورو ټولو مسلمانو هېوادونو لکه د فارس خلیج د حوزې په هېوادونو کې د سعودي د ښځو په نسبت ډېر سیاسي قدرت لري. په ۲۰۱۳ کال کې د نړیوال جنسیتي توپیر راپور ګڼ مسلمان هېوادونه لکه قرغېزستان، ګامبیا او اندونیزیا د ښځو د برابرۍ له نظره تر سعودي عربستان ډېر پورته درجه‌بندي کړل. له دې سره سره یې په پارلمان کې (له ۰ څخه ۲۰ سلنې ته) د ښځو د سلنې د ډېرېدو له امله (په پارلمان کې ښځو ته د نوې ونډې د ورکولو پر اساس) د وروستي راپور په نسبت څلور مرتبې پرمختګ وکړ او د منځني ختیځ د هېوادونو تر منځ یې د ۲۰۰۶ کال په نسبت د پرمختګ تر ټولو ډېرې نمرې واخیستې.[۴۵][۴۶]

سرچينې او ياداښتونه[سمول]

  1. "Saudi Arabia: Cultural Homogeneity and Values". US Library of Congress. 1992. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "Women in Saudi Arabia to be allowed to live, travel without male guardian". The Jerusalem Post | JPost.com (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۱ جون ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "Women, Business and the Law - Gender Equality, Women Economic Empowerment - World Bank Group". World Bank (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۲ جولای ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "Saudi Arabia moves up global women inclusion rankings: World Bank". Al Arabiya English (په انګلیسي ژبه کي). 2021-02-24. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ جولای ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "Firestorm as Saudi Arabia elected to UN Women's Rights Commission". UN Watch. 25 April 2017. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ جنوري ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "No Joke: U.N. Elects Saudi Arabia to Women's Rights Commission, For 2018-2022 Term - UN Watch". 22 April 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "Literacy rate, adult female (% of females ages 15 and above) - Saudi Arabia | Data". data.worldbank.org. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ جون ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "Labor market statistics Q4 2020" (PDF). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "Women constitute 13% of Saudi workforce: stats agency". english.alarabiya.net. 10 February 2015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "Archived copy". د اصلي آرشيف څخه پر ۰۸ جولای ۲۰۱۵ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ فبروري ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: الأرشيف كعنوان (link)
  11. "Men and women in Saudi Arabia private sector must be paid equally: Ministry". Al Arabiya English (په انګلیسي ژبه کي). 2020-09-16. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ جون ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. "Saudi Arabia Issues Resolution With Equal Pay Rules Among Changes Applicable to the Employment of Women". Ogletree Deakins (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۱ جون ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. "Saudi king: Women will be allowed to vote and run for office". PBS. 26 September 2011. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۱ جنوري ۲۰۱۴ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ نومبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. (په 2013-01-11 باندې). Saudi Arabia's king appoints women to Shura Council. BBC News.
  15. Higher Education: the Path to Progress for Saudi Women Archived 4 July 2017 at the Wayback Machine. World Policy, 18 October 2011.
  16. January 04; Feminism, 2018 | Aviva Stahl |; International; Politics. "U.S. ranks behind Saudi Arabia in representation of women in office, even as more women contemplate running here - Women's Media Center". womensmediacenter.com (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۳۱ جنوري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Vocativ, ContributorVocativ-news sourced from the deep web (2015-12-15). "Saudi Arabia's Version Of Parliament Has More Women Than U.S. Congress". HuffPost (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۳۱ جنوري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Saudi women no longer confined to their conventional roles Arab News, Retrieved 3 July 2013
  19. Age at First Marriage, Female – All Countries Archived 2014-04-21 at the Wayback Machine. Quandl, Retrieved 3 July 2013
  20. "Saudi Youth: Unveiling the Force for Change" (PDF). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. "Saudi Arabia's King Salman has issued a new order loosening some guardianship rules on women". 5 May 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. "Landmark day for Saudi women as kingdom's controversial driving ban ends". CNN. 24 June 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. (په 2019-05-24 باندې). Saudi Arabia's Housing Goals Need Empowered Women.
  24. "Women in Saudi Arabia Will Be Notified of Divorce by SMS". Time (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۱ جولای ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. (په 2019-08-03 باندې). 'We feel empowered': Saudi women relish their new freedoms. The Guardian.
  26. "Saudi Arabia to allow adult women to travel, register divorce". The Nation (په انګلیسي ژبه کي). 2019-08-02. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ اگسټ ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. (په 3 August 2019 باندې). 'We feel empowered': Saudi women relish their new freedoms. The Guardian.
  28. "Saudi Arabia to allow adult women to travel, register divorce". The Nation. 2 August 2019. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ اگسټ ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. Yeung, Jessie; Alkhshali, Hamdi (2 August 2019). "Saudi Arabian women finally allowed to hold passports and travel independently". CNN. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ اگسټ ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. "Saudi women can now join the armed forces - News | Khaleej Times". 2019-10-06. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۶ اکتوبر ۲۰۱۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ جنوري ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. "Saudi Arabia's child marriage ban a leap forward". Arab News (په انګلیسي ژبه کي). 2020-01-15. د لاسرسي‌نېټه ۳۱ جنوري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. "Saudi Arabia issues de facto ban on child marriages with court order". Washington Examiner (په انګلیسي ژبه کي). 2019-12-26. د لاسرسي‌نېټه ۳۱ جنوري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  33. "World Bank's Women, Business and the Law 2020 report" (PDF). World Bank. 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  34. (په 2020-01-14 باندې). Saudi Arabia leads in women's legal gains at work, World Bank says. Reuters.
  35. "Saudi women allowed to live alone without permission from male guardian". The Independent (په انګلیسي ژبه کي). 2021-06-11. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ جون ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  36. "Women in Saudi Arabia to be allowed to live, travel without male guardian". The Jerusalem Post | JPost.com (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۱ جون ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  37. "Saudi Arabia's historic ruling for woman living independently without permission". Al Arabiya English (په انګلیسي ژبه کي). 2020-07-15. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ جون ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  38. Ertürk, Yakin (14 April 2009). "Report of the Special Rapporteur on violence against women, its causes and consequences: Mission to Saudi Arabia" (PDF). United Nations. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); Cite journal requires |journal= (مساعدة)
  39. Wagner, Rob L. (23 April 2010) "Saudis Debate Gender Segregation" Archived 2013-10-10 at the Wayback Machine."NewsTilt"
  40. . Hai'a chief's 'ikhtilat' interview welcomed.
  41. (په 31 May 2010 باندې). Talk of Women's Rights Divides Saudi Arabia. The New York Times.
  42. Agarwal, Nitin; Lim, Merlyna; Wigand, Rolf T. (2012). "7.4.1 Women's Right-to-Drive Campaigns in Saudi Arabia: A Case Study". In Reddick, Christopher G.; Aikins, Stephen K. (المحررون). Web 2.0 Technologies and Democratic Governance: Political, Policy and Management Implecations. Springer. د کتاب پاڼې 103. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781461414483. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  43. Wagner, Rob L. (13 April 2010) "Saudi Female Journalist Tackles Muslim Stereotypes" Archived 2013-10-10 at the Wayback Machine. Sabria Jawhar| NewsTilt.
  44. . STORY OF SUCCESS.
  45. "Global Gender Gap Index 2015". World Economic Forum. 2015. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۷ اپرېل ۲۰۱۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ نومبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  46. al-Mohamed, Asmaa. "Saudi Women's Rights: Stuck at a Red Light". د لاسرسي‌نېټه ۲۴ جون ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)