په سعودي عربستان کې دیني آزادي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د سعودي عربستان شاهي هېواد یو مطلقه اسلامي سلطنتي رژیم دی چې سني اسلام یې د شرعي قانون پر بنسټ رسمي دولتي دین دی. غیر مسلمان وګړي باید خپل دین په خپل خصوصي حریم کې عملي کړي او له تبعیض او جلاوطنۍ څخه زیانمنوونکي دي. ویل کېږي چې د هېڅ قانون پربنسټ شرط نه دی چې ټول اتباع باید مسلمان وي،مګرغیر مسلمان د سعودي تابعیت اجازه هم نه لري. د قانون په بنسټ د مسلمانو پلرونو څخه زېږېدلي ماشومان مسلمان ګڼل کېږي او بل دین ته له اسلام څخه اوښتل ارتداد ګڼل کېږي چې سزا یې مرګ دی. سني اسلام ته د سپکاوي سزا هم مرګ دی، خو تر ټولو عامه سزا د اوږده بند سزا ده. د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت، د ۲۰۱۳ ز کال، د نړیوالې دیني آزادۍ د راپور پر بنسټ، د ۱۹۱۳ ز او ۲۰۱۳ ز کلونو ترمنځ "د ارتداد یا دین ته د سپکاوي په تور د اعدامونو هېڅ تایید شوی راپور نشته.[۱][۲]

دیني آزادي په عملي توګه نشته. دولت دیني آزادۍ ته قانوني رسمیت یا خوندیتوب نه دی وکړی، نو له دې امله سخته محدوده ده. د حکومت د پالیسۍ له مخې د شخصي عبادت حق د ټولو لپاره، غیرمسلمانانو په ګډون چې د عبادت لپاره په کورونو کې راټولېږي، تضمین او خوندي دی؛ خو په عمل کې دې حق ته نه درناوی کېږي او نه په قانون کې تعریف شوی دی. [۳]

د سعودي مطوعين Mutaween چې د تقوا د پراختیا او د فسق او فجور د مخنیوي کمېټې یا "دیني پولیس" په نوم هم یادېږي، په عامه ځایونو کې د غیر مسلمان ادایانو په عمل باندې بندیز پلي کوي، که د هغوی واکونه د ۲۰۱۶ ز کال په اپریل میاشت کې ډېر لږ شول.  

دیني ډيموګرافی[سمول]

د دې هېواد مساحت شاوخوا ۲۱۵۰۰۰۰ کیلومتره مربع دی او نفوس یې شاوخوا ۲۷ میلیونه دی، چې شاوخوا ۱۹ میلیونه یې خپل اتباع دي. په دې هېواد کې د بې اسنادو کډوالو په ګډون بهرني وګړي، ممکن د ۱۲ میلیونه وګړو څخه ډېر وي. د بهرنیو وګړو د دين په اړه  جامع احصایوي شمېرې نشته، خو د اسلام د مختلفو مذهبونو او عقیدو مسلمانان، عیسویان (د ختیځ ارتودوکس، پروتیسټانت، او رومي کاتولیک په ګډون)، یهودیان، له ۲۵۰۰۰۰ څخه ډېر هندوان، له ۷۰۰۰۰ څخه ډېر بودایان، نژدې ۴۵۰۰۰ سیکان او نور د دوی په منځ کې شته،[۱]

د اتباعو په اړه د کره دیني ډیموګرافیکو شمېرو ترلاسه کول ستونزمن کار دی. سلفي مسلمانان د سعودي ډېری(اکثریت) اتباع جوړوي او د اسلام سخت درېځه تفسیر د سلفي یا وهابي مذهب یوازینی په رسمیت پېژندل شوی مذهب دی (چې د اسلام په لومړیو کې له تاریخي اړخه صوفیاني په نوم يادېدل او اوس د سلفي په نوم یادېږي). د اتباعو په منځ  کې یې لږه کي شیعه مسلمانان هم شته دي. دوی په ۲۰۰۶ ز کال کې د بومي نفوس شاوخوا ۱۵ سلنه برخه جوړوله. ډېری دوی د فارس خلیج په ختیځ (قطیف، الحساء او دمام) ښارونو کې ژوند کوي، چې په دې ځای او د عربستان په لویدیځ کې (د جازان، نجران، اسیر، مدینې ، طائف او حجاز ښارونو). کې دوی د بومي نفوس نږدې درې پر څلور برخې جوړوي. د هېواد له خوا د اسلامي قانون د تصویب شوو نسخو پر بنسټ، له اسلام څخه د وتلو (ارتداد) سزامرګ دی، مګر له ۲۰۱۱ ز کال نه را په دېخوا، په دې وروستیو کې د ارتداد په تور اعدامونو هېڅ تایید شوي راپورونه نشته، خو له قانون پورته د اعدامونو شتون لاهم پاتې دی. د ګالوپ د نظرپوښتنې پر بنسټ، ۱۹ سلنه سعوديان دین پاله نه دي او ۵ سلنه ملحدین دي.  [۴][۵][۶][۷]

د ديني آزادی حالت[سمول]

سعودي عربستان یو اسلامي دیني نظام دی چې حکومت قرآن او محمدي سنت د محمد (ص) د هېواد اساسي قانون اعلان کړی دی. د دین آزادي غیر قانوني نه ده، خو د بل دین تبلغ غیر قانوني دی. اسلام د دې هېواد رسمي دین دی. د مسلمانو پلرونو څخه زېږیدلي ماشومان، پرته له دې چې د هغوی د ودې هېواد یا دیني دود په پام کې ونیول شي، د قانون پر بنسټ مسلمان دي. حکومت په عامه ځایونو کې د نورو ادیانو اعمال منع کوي،مګر په خصوصي توګه هغوی ته اجازه شته. په سعودي عربستان کې د قانون لومړنۍ سرچینه شریعت (اسلامي قانون) دی، چې شرعي محکمې په پراخ ډول د قرآن او سنتو پر بنسټ، د قانون له مخې پریکړې کوي. له دې سره، قبیلوي دودیز قانون او دود په پراخه کچه شته.   [۸][۹]

دوه اخترونه، چې یو د روژې په پای کې کوچنی اختر او بل د حج نه وروسته لوی اختر او د سعودي ملي ورځ، په سعودي عربستان کې یوازینۍ ملي رخصتۍ ده. برعکس، د میلاد النبی (ص)نماځنه او د مشهورو مسلمانانو مقبرو ته تلل منع دي، که څه هم د نورو په پرتله په ځینو ټولنو کې د دې قوانیو پلي کول له نرمښت سر مل دي او شیعه مذهبو ډلو ته د عاشورا د لمانځلو اجازه ورکول کېږي.  [۱۰]

سرچينې او ياداښتونه[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ "2013 Report on International Religious Freedom:Saudi Arabia". state.gov. Washington, D.C.: United States Department of State. 28 July 2014. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ فبروري ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "Middle East :: Saudi Arabia — The World Factbook - Central Intelligence Agency". www.cia.gov. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. IRF2013: "Freedom of religion is not recognized but individuals are protected under the law and the government restricted it in practice."
  4. Lionel Beehner (June 16, 2006). "Shia Muslims in the Mideast". Council on Foreign relations. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۱ اپرېل ۲۰۱۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ مې ۲۰۰۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "Global Index of Religiosity and Atheism" (PDF) Gallup. Retrieved 2017-01-12 http://www.wingia.com/web/files/news/14/file/14.pdf Archived 2013-10-21 at the Wayback Machine.
  6. Murphy, Caryle. "Atheism explodes in Saudi Arabia, despite state-enforced ban". Salon. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ جنوري ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "A surprising map of where the world's atheists live". Washington Post. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ جنوري ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Campbell, Christian (2007). Legal Aspects of Doing Business in the Middle East. د کتاب پاڼې 265. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4303-1914-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Otto, Jan Michiel (2010). Sharia Incorporated: A Comparative Overview of the Legal Systems of Twelve Muslim Countries in Past and Present. د کتاب پاڼې 157. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-90-8728-057-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "Saudi Arabia Public Holidays 2012 (Middle East)". د لاسرسي‌نېټه ۰۴ مې ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)