په سعودي عربستان کې بشري حقوق

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

په سعودي عربستان کې د بشر حقوق د اندېښنې وړ موضوع ده. د سعود کورنۍ تر مطلقه واکمنۍ لاندې د دې هېواد حکومت چې پر مسلمانانو او غیرمسلمانو د شرعي قوانینو رعایت فرض ګڼي، په هېواد کې د بشري حقونو د سرغړونې له امله د امریکا په څېر د بېلابېلو نړیوالو بنسټونو او حکومتونو له خوا تورن او غندل شوي دي. استبدادي رژیم چې د سعودي عربستان شاهي نظام اداره کوي  ،په پر له پسې توګه د ازادۍ کور بنسټ د سیاسي او مدني حقونو په کلنۍ سروې کې د "تر ټولو بد"  ځای کې راځي. د ریاض جنایي محکمې د ۲۰۲۰ ز کال د ستمبر په ۲۸مه نېټه د سعودي د ښځو د حقونو یوه مشهوره فعاله په نږدې دوه کاله بند محکومه کړه، چې نوې پاملرنه یې د شاهي نظام د بشري حقونو ستونزو ته راجلب کړه. قارویس ام س ال ګروپ  چې د متحده ایالاتو د پبلیسیس ګروپ فرعي څانګه ده، له سعودي عربستان سره له یوې لسیزې راهیسې، د سیاسي لاریون کوونکو او مخالفینو د اعدامونو په اړه کار کوي ،ترڅو د دې هېواد د بشري حقونو د سرغړونو ریکارډ سانسور او پاک وښیي.   [۱][۲][۳][۴]

سابقه[سمول]

د نړۍ له شاوخوا ۳۰ هېوادونو څخه سعودي عربستان هغه هېواد دی، چې قضايي سیستم کې بدني سزا لري، لکه:  د غلا لپاره د لاسونو او پښو پرې کول او د سپکو جرمونو، لکه:  "جنسي انحراف" او شراب څښلو لپاره په دورو وهل، چې د دې هېواد په قضیه کې شامل دي. د سعودي سترې محکمې د ۲۰۲۰ ز کال د اپریل په میاشت کې له خپل سیستم څخه د دورو وهلو جزا لغوه کړه او پر ځای یې د بند او جریمې مجازات و ټاکل. په ۲۰۰۰ ز لسیزه کې، داسې راپورونه ورکول کېدل، چې ښځې د زنا له امله په دورو محکومې شوې دي، خو په حقیقت کې  ښځې د جنسي تېري قرباني وې، مګر دا چې دوی دا ثابته نه کړه چې، مرتکبین څوک دي، دوی د زنا په ارتکاب محکومې شوې. د دورو د وهلو شمېر، د قانون له خوا په څرګنده نه دی ټاکل شوی او د قاضیانو له حکم سره سم له لسګونو څخه تر څو سوو پورې توپیر لري، چې معمولاً د څو اونیو یا میاشتو په موده کې پلي کېږي. د ملګرو ملتونو د شکنجې د منعې کمیټې، په ۲۰۰۴ ز کال کې په سعودي عربستان باندې د دې لپاره نیوکه وکړه چې د شریعت په بنسټ د پریکولو او دورو وهلو پرېکړې کوي. سعودي پلاوي د هغو قانوني دودونو چې ۱۴۰۰ کاله وړاندې د اسلام له پیل راهیسې یې شتون لاره، دفاع وکړه او په خپل قانوني نظام کې یې لاسوهنه رد کړه. سعودي عربستان وروسته د دورو وهلو سزا لغوه کړه او پر ځای یې د بند یا جریمې یا دواړو ګډه سزا وټاکله.   [۵][۶][۷]

د ډېرو جرمونو لپاره، محکمې دورو وهلو ته د اصلي یا اضافي مجازاتو ته دوام ورکوي. لږترلږه پنځه تورن له ۱۰۰۰ څخه تر ۲۵۰۰ د دورو په وهلو محکوم شوي. دورې وهل په زندانونو کې ترسره کېږي. د ۲۰۲۰ ز کال په اپریل میاشت کې، په دورو وهلو سزا نور د سعودي په محکمو کې نه ترسره کېږي.  [۷][۸]

مازن عبدالجواد په ۲۰۰۹ کال کې د سعودي په یوه تلویزیوني خپرونه کې د خپلو جنسي اړیکو د ویاړلو له کبله په ۱۰۰۰ دورو او پنځه کاله بند محکوم شو.[۹][۱۰]

رایف بدوي، چې د سعودي یو ویب پاڼه چلوونکی دی، کله چې په په ۲۰۱۲ ز کال کې په ارتداد تورن شو،په ۲۰۱۴ ز کال کې د هغه سزا  ۱۰۰۰ دورو او لس کاله بند ته لوړه شوه. د دورو وهل د ۲۰ اونیو په ترځ کې ترتیب شول. لومړی پړاو (۵۰ دورې) د ۲۰۱۵ ز کال د جنورۍ په ۹ مه کې تنظیم شوې، خو دویم پړاو یې د روغتیايي ستونزو له امله و ځنډول شو. دا قضیه په نړیواله کچه وغندل شوه او د سعودي په قانوني سیستم یې زیات فشار راوړ.

کارل انډري چې د انګلستان هېواد یو متقاعد تبعه او د سرطان قرباني دی چې ۷۴ کاله عمر یې درلود، د ۲۰۱۵ ز کال په اکتوبر کې په کور کې د الکولو د جوړولو له امله، د ۳۶۰ دورو له سزا سره مخامخ شو. د هغه کورنۍ وېره درلوده چې د سزا په بهیر مړ نه شي، مګر هغه آزاد شو او د همدې کال په نومبر کې کور ته راستون شو.  [۱۱]

یو سعودي وګړی، په ۲۰۱۶ ز کال کې چې په اسلام باندې یې نیوکه کوونکي ټویټونه کول او د خدای له وجوده یې انکار کاوه، په ۲۰۰۰ دورو، لس کاله بند او د ۲۰ زره ریال (۵۳۰۰ امریکايي ډالرو) د جریمې په سزا محکوم شو.[۱۲][۱۳]

د سعودي عربستان د څارنوالانو د ټویټر یوې رسمي پاڼې، د ۲۰۱۸ ز کال په سپتمبر کې یو خبرداری خپورکړ، چې هغو کسانو ته به سزا ورکول کېږي چې په ټولنیزو رسنیو کې داسې څه شریک کړي، چې "عام نظم، دیني ارزښتونو او عامه اخلاق تر پښو لاندې کړي". په سزا کې پنځه کاله بند او درې میلیونه ریال (۸۰۰،۰۰۰ امریکایي ډالر) جریمه په ګوته شوې وه. دسعودي عربستان حکومت، تېر کال یو شمېر روښنفکران، سوداګر او فعالان په همدې دلیل ونیول.  [۱۴]

شکنجه[سمول]

په داسې حال کې چې د سعودي عربستان د جزايي اجراآتو(کړنو) قانون(دویمه ماده)  "شکنجه" او "ناوړه چلند" منع کوي، په عمل کې شکنجه د جرم د جبري اقرار لپاره معمول کار دی. [۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

د بښنې د نړیوال سازمان پر بنسټ، امنیتي ځواکونو د اعترافاتو د ترلاسه کولو لپاره د بندیانو شکنجې او ناوړه چلند ته دوام ورکوي ، ترڅو د محاکمې په ترڅ کې د دوی پروړاندې د شواهدو په توګه وکارول شي. د دې سازمان په وینا: ایران ته د جاسوسۍ په تور ۳۲ تورن کسان شکنجه شوي او اعتراف ته اړ شوي دي. تر توقیف لاندې کسان پټ ساتل کېږي او له خپلو کورنیو سره له اړیکې منع دي.   [۲۰]

د ملګرو ملتونو یوه پلاوي چې په ۲۰۱۸ ز کال کې یې د پلټنو لپاره د سعودي عربستان د پاچا په بلنه، له هغه هېواد څخه لیدنه وکړه، و موندل چې دا هېواد په په منظم ډول د شکنجې د توجیه کولو لپاره د تروریزم ضد قوانینو څخه کار اخیستی دی. راپور وموندل چې، د سعودي وګړي چې په هېواد کې په سوله ییزه توګه او آرامۍ سره د بیان د ازادۍ له حق څخه ګټه اخلي، په منظم ډول د چارواکو له خوا ځورول کېږي.   [۲۱][۲۲]

ولید فتاحي یو ډاکتر دی چې په امریکا کې یې په ۱۹۸۰ ز لسیزه کې زده کړې او کار کړی دی. نوموړی د سعودي عربستان په جده ښار کې په ۱۹۶۴ ز کال کې زېږېدلی دی. په ۲۰۶۶ ز کال کې هغه بېرته سعودي عربستان ته راستون شو. ډاکتر فتاحي د ریتز کارلتن په هوټل کې د نومبر په ۲۰۱۷ ز کال کې ونیول شو او د پلازمېنې سویل د الحیر زندان ته یووړل شو. د سعودي فعالانو په وینا: د ریتز کارلتن هوټل، د سعودي حکومت د ډېرو مشهورو بندیانو د ساتلو لپاره په ۲۰۱۷ ز کال کې کارول کېده. د الجزیرې شبکې د را پور پر بنسټ:  ډاکتر فتاحي خپل یوه ملګري ته ویلي وو چې:  "سترګې یې تړلې وې، د هغه کالي یې اېستلي وو او په څوکۍ کې تړل شوی و". په راپور کې دا هم ویل شوي وو چې، د سعودي حکومت ،هغه د برېښنا په شاکونو شکنجه کړ، "داسې ښکاري، چې د شکنجې یو بهیر و چې شاوخوا یو ساعت یې دوام وکړ.په " راپورونو کې دا هم ویل شوي دي چې، هغه دومره سخت ووهل شو، چې تر څو ورځو پورې یې په شا خوب نه شوی کولی.  [۲۳][۲۴][۲۵][۲۶]

د ۲۰۱۹ز کال په اګست میاشت کې، په انډيپنډینټ وېپ پاڼه کې یوه مقاله خپره شوه، چې له ۱۰۰ څخه زیات ښځينه او څه کم ۴۵ نارینه بنګلدیشي کډوال له رواني او جنسي ځورونو وروسته، له سعودي عربستان څخه تښتېدلي دي.[۲۷]

شهزاده فیصل بن عبدالله آل سعود، د سعودي د سرې میاشتې ټولنې پخوانی مشر او د مرحوم پاچا عبدالله زوی، د ۲۰۲۰ز کال د مارچ په ۲۷ نېټه ونیول شو او په توقیف کې بې له ارتباطي وسایلو ساتل کېده. شهزاده فیصل، د ۲۰۱۷ ز کال د نومبر په میاشت کې لومړی ونیول شو او د ریتز کارلټن په خپل سري ډله ییز توقیف کې واچول شو. هغه وروسته د ۲۰۱۷ ز کال په دسمبر کې د خپلو شتمنیو د سپارلو په شرط خوشې شو. د بشري حقونو د څار د سازمان په بنسټ، اوس مهال، هغه چارواکي چې هغه په ​​توقیف کې ساتي، د هغه د ځای یا د روغتیا او هوساینې د حالت له شریکولو څخه ډډه کوي.  [۲۸]

د هغه راپور پربنسټ چې په اختصاصي ډول د بشري حقونو د ګرانټ لیبرټي خیریه بنسټ له خوا د ۲۰۲۰ ز کال د نومبر میاشتې په ۱۹مه  نېټه شریک شوی، انډیپنډینټ وېپ پاڼې راپور ورکړ چې، د سعودي عربستان په زندانونو کې د ښځو د حقونو فعالین او سیاسي بندیان د بشري حقونو له سرغړونو سره مخامخ دي. د راپورونو له مخې: سعودي عربستان په توقیف خونو کې د ښځو د حقونو فعالان او سیاسي بندیان له جنسي تېري  او شکنجې سره مخامخ شوي او د ټپونو له امله مړه شوي دي. د څېړنو پر بنسټ، ۲۰ بندیان د سیاسي جرمونو په تور نیول شوي، چې ۵ یې په اعدام محکوم شوي او پاتې ۱۳ یې ممکن په اعدام محکوم شي. دا راپور څو ورځې وړاندې له هغه خپور شو چې ،سعودي عربستان د ۲۰ صنعتي هېوادونو د سرمشریزې کوربه توب کاوه، چې په هغه کې د مېرمنو ځواکمنتیا د اجنډا یوه اساسي برخه وه.[۲۹]

سرچينې او ياداښتونه[سمول]

  1. Unattributed (په 28 February 2005 باندې). Country Reports on Human Rights Practices – 2004. US Department of State, Bureau of Democracy, Human Rights, and Labour
  2. Worstest 2010. The World's Most Repressive Societies. freedomhouse.org
  3. (په 17 March 2016 باندې). PR firm accused of helping Saudi Arabia 'whitewash' its human rights record. The Independent.
  4. "Supplemental Statement Pursuant to the Foreign Agents Registration Act of 1938" (PDF). fara.gov. Foreign Agents Registration Act. 5 April 2015. د کتاب پاڼې 12. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ مې ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. (په 24 April 2020 باندې). Saudi Arabia to abolish flogging - supreme court. BBC News.
  6. "Exclusive: Saudi Rape Victim Tells Her Story". ABC News. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ مارچ ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ "Saudi Arabia to eliminate flogging punishment". Saudigazette (په انګلیسي ژبه کي). 24 April 2020. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ اپرېل ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "Annual Report: Saudi Arabia 2013 | Amnesty International USA". Amnestyusa.org. 23 May 2013. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ ډيسمبر ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "Saudi man jailed and gets 1,000 lashes for talking about sex". 7 October 2009 – عبر www.telegraph.co.uk. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "Saudi man gets 1,000 lashes and five years for TV sex boasts". www.thesundaily.my. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۳ نومبر ۲۰۱۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ نومبر ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. . UK pensioner Karl Andree faces 360 lashes over Saudi wine. BBC News.
  12. "Saudi Arabia Sentenced a Man to 10 Years in Prison and 2,000 Lashes for Atheist Tweets". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. "Saudi court sentences man to 10 years, 2,000 lashes for atheist tweets". PBS NewsHour. 27 February 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. (په 4 September 2018 باندې). Saudi Arabia Threatens Prison Time for Satire 'Disturbing Public Order'. Bloomberg
  15. "Saudi Arabia 2017/2018". www.amnesty.org. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. "UN Committee against Torture: Review of Saudi Arabia". 26 April 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Alghoul, Diana (2 May 2017). "Hundreds of 'tortured' Bangladeshi women flee Saudi Arabia". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Kathy Quiano; Moni Basu. "Indonesian maid dies after abuse in Saudi Arabia, rights group says". CNN. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. "Saudi Arabia's Record of Torturing Those Who Dare to Critique It". Human Rights First. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۵ اگسټ ۲۰۱۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ نومبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. "SAUDI ARABIA 2016/2017". د لاسرسي‌نېټه ۰۴ نومبر ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. . Saudi Arabia using anti-terror laws to detain and torture political dissidents, UN says.
  22. "UN accuses Saudi Arabia of using anti-terror laws to justify torture". The Guardian. 6 June 2018. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ جون ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. (په 3 March 2019 باندې). Family of dual US-Saudi citizen being held in Saudi Arabia believes he has been tortured. edition.cnn.com
  24. (په 1 February 2018 باندې). Famous Saudi doctor moved to high-security jail, source says. middleeasteye.net
  25. (په 3 March 2019 باندې). Saudi Arabia tortured US citizen: Report. aljazeera.com
  26. (په 2 March 2019 باندې). Saudi Arabia Is Said to Have Tortured an American Citizen.
  27. . More than 100 Bangladeshi migrant women 'abused and harassed' return home from Saudi Arabia.
  28. "Saudi Arabia: Prince in Incommunicado Detention". Human Rights Watch. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ مې ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. "Women activists, political prisoners 'sexually assaulted, tortured and executed in Saudi Arabia' jails". Independent. 19 November 2020. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ نومبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)