په دويمه نړيواله جګړه کې د بریتانیا د یرغل ضد تیاری

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

په دویمه نړيواله جګړه کې د بریتانیا د یرغل ضد تياری په ۱۹۴۰ او ۱۹۴۱ کلونو کې د الماني پوځيانو د یرغل د تهدید (د سمندري زمري عملیات) په ځواب کې د ملکي او پوځي بسیج د پراخ وېش متضمن و. د بریتانیا پوځ باید په فرانسه کې د بریتانیا د اکتشافي پوځيانو تر ماتې وروسته رغېدلی وی او ۱.۵ میلیونه سړیو د نیمې ورځې سرتېرو په توګه په کورني ګارد (د دویمې نړیوالې جګړې په بهیر د بریتانیا فرعي پوځي رضاکاره ډله، ژباړن) نوم لیکنه وکړه. د سیمه‌ییزو استحکاماتو/مورچلو چټکې جوړونې د بریتانیا ډېره برخه په ځانګړې ډول انګلستان د جګړې په تیار ډګر بدل کړ. د سمندري زمري عملیات هېڅ‌کله د ځواکونو له لومړنۍ اسامبلۍ څخه مخکې ترسره نه شول. اوس مهال د بریتانیا د یرغل ضد لږ تدارکات پاتې دي، که څه هم پیاوړې کانکریټي ودانۍ لکه پلي‌باکسونه (دا یو ډول ځانګړې کانکريټي مورچلې دي چې له کوچنیو غارونو سره مجهزې وې تر څو مدافعین ورڅخه ډزې وکړی شي، ژباړن) او د ټانګ ضد مکعبونه لا هم معمولاً په سمندري کاونټيو کې لیدل کېږي. [۱]

پوځي او سیاسي مخینه[سمول]

المان د ۱۹۳۹ کال د سېپټمبر په لومړۍ پر پولنډ برید وکړ؛ دوه ورځې وروسته بریتانیا او فرانسې له المان سره د جګړې اعلان وکړ او دویمه نړیواله جګړه یې پیل کړه. د دریېو اونیو په بهیر کې د شوروي اتحاد سره پوځ له المان سره د مولوتوف-ریبنتروپ د پټ تړون په پلي کولو کې د پولنډ پر ختيځو سیمو برید وکړ. د بریتانیا یو اکتشافي پوځ (BEF) د فرانسې او بلژیک سرحد ته ولېږل شو، خو فرانسې او بریتانیا له پولنډیانو څخه د ملاتړ په درشل کې هېڅ مستقیم اقدام ونه کړ. د اکتوبر په لومړۍ ټول پولنډ ولکه شوی و. په راتلونکو میاشتو کې لږ لانجه موجوده وه. یوه دوره چې د فوني جګړې (هغه جګړه چې یواځې ځمکني عملیات په کې شامل وو، ژباړن) په نوم پېژندل کېږي، د دواړو لورو سرتېري د جګړي لپاره وروزل شول، فرانسوي او بریتانوي پوځيانو د فرانسې په ختيځو سرحدونو کې دفاعي تجهیزات جوړ کړل او هغه یې جګړې ته تیار کړل. [۲][۳]

که څه هم د بریتانیا د جګړې کابینه د سترو فراشوټي ځواکونو په اړه چې پر بریتانیا يې راخوشي کولی شوی د المان د ناسمو معلوماتو د خپرولو په مرسته د الماني استخباراتو د اغراقي راپور له مخې اندېښمنه وه. د وخت د سمندري ځواکونو د لومړي لارد/ارباب د وینستون چرچيل په ټینګار، یو غوښتنلیک جوړ شو چې د داخلي پوځيانو عمومي قوماندان جنرال ښاغلی والټر کرک د یو په لویه کچه یرغل پر وړاندې دفاعي برنامه جوړه کړي. کرک د ۱۹۳۹ کال د نوامبر په ۱۵مه خپله طرحه وړاندې کړه چې د «جولیوس سزار» یا « J-C طرحې» په نوم پېژندل کېده ځکه دا یوه کودي کلیمه وه چې «جولیوس» د احتمالي یرغل او «سزار» د حتمي/نږدې یرغل لپاره کارول کېده. د کرک اصلي مسولیت په فرانسه کې د BEF  پیاوړتیا وه، ډېرو لږو سرچینو ته يې لاس رسی درلود، ۶ لږ روزل شوي او لږ مجهز ځمکني لښکر يې په انګلستان، دوه نور په سکاټلند او درې نور لښکر یې زېرمه‌يي پوځيان وو. په داسې حال کې چې فرانسه يې لا یوه پیاوړې متحده وه، کرک باوري و چې د انګلستان ختیځې سمندرغاړې او سکاټلند تر ټولو ډېر زیانمنونکي دي او بندرونو او هوايي ډګرونو ته یې لومړیتوب ورکړ. [۴]

المان د ۱۹۴۰ کال د اپرېل په ۹مه پر دنمارک او ناروې برید وکړ. دغو عملیاتو پر ناروې د برید لپاره خپله د بریتانيا له پلانونو څخه مخنیوی وکړ. دنمارک په بېړه تسلیم شو او د هېواد په شمالي برخه کې د موضع جوړولو لپاره د بریتانیا تر لنډمهالې هڅې وروسته ناروې هم سقوط وکړ. پر ناروې برید د ترکیبي ځواکونو یو عملیات وو چې په هغه د المان د جګړې ماشین په ټول سمندر کې خپل ځواک نندارې ته وړاندې کړ. دا المانیانو دا بریا د بریتانویانو له‌خوا د یو بوږنوونکې بد فال په توګه لیدل کېږي. د ۱۹۴۰ کال د مې په ۷مه او ۸مه د بریتانيا په ولسي جرګه کې د ناروې مناظرې شدیده نارضایتي او د لومړي وزیر نویل چمبرلین د دولت پر وړاندې یوه څرګنده دوښمني ښکاره کړه. دوه ورځې وروسته چمبرلین استعفا وکړه او چرچېل يې ځای ناستی شو. [۵][۶][۷]

د ۱۹۴۰ کال د مې میاشتې په لسمه المان پر فرانسه برید وکړ. هغه مهال د BEF پوځ په درېیو قول اردوګانو کې له لسو پليو لښکرو د جنګي ټانګ/شوبلې له یوې لوا او له شاوخوا د ۵۰۰ جنګي الوتکو لرونکي شاهي هوايي ځواک څخه جوړ و. د BEF ځواکونه او د فرانسې غوره ځواکونه پر بلجیم او هالنډ د المان په برید کې محاصره شول، خو تر هغې وروسته له اصلي برید سره مخ شول چې د اردن ځنګل له طریقه د هغوی له شاه څخه د ورماخت (دفاعي ځواکونو) د پانزر ډېر متحرک لښکر له یوې خوا پرې راوګرځېد او په هر ډول دفاع يې غلبه وکړه چې د دوی په لاره کې درېدلی شوی. په شدیدو جګړو کې د BEF ځواکونو د فرانسې د دانکراک بندر په کوچنۍ سیمه کې له په شا تګ سره وکولی شوی له محاصره کېدلو څخه مخنیوی وکړي.  دا چې المانیان دغه مهال د فرانسې په سمندرغاړو کې وو، دا روښانه شوه چې پر بریتانیا د الماني پوځيانو د برید پر وړاندې د مقاومت د امکان لپاره یوه نوې چټکه ارزونه لازمه ده.  [۸][۹][۱۰][۱۱]

د بريتانیا وسله‌وال ځواکونه  [سمول]

د بریتانیا پوځ[سمول]

د فرانسې او انګلیس د ځواکونو تخلیه (د دینامو عملیات) د شاهي ځواکونو د هوايي پوښښ په مرسته له لوړ لګښت سره پیل شوه. د ورپسې لسو ورځو په بهیر کې ۳۳۸۲۲۶ فرانسوي او انګلیسي سرتېري په بریتانیا کې تخلیه شول. د پرسونل ډېره برخه بریتانیا ته راستنه شوه، خو د پوځ ډېری نقلیه وسایل لکه ټانګونه، ټوپکونه، مهمات، درانه تجهیزات او د RAF ځمکني تجهیزات او زېرمتونونه په فرانسه کې پرېښول شول. ځینې سرتېري پرته له خپلو ټوپکونو راستنه شول. ۲۱۵۰۰۰ نور کسان په لا ډېرو سازمان شویو هوايي عملیاتو کې د کانال له سویلي بندرونو څخه په جون میاشت کې تخلیه شول. [۱۲][۱۳]

د ۱۹۴۰ کال په جون کې د بریتانیا پوځ ۲۲ پلي ځمکني لښکر او یو زغره‌وال لښکر درلود. د پوځ پلي لښکر په منځنۍ کچه د نیم ځواک لرونکي وو او د خپلې معمولي توپخانې یواځې یو پر ۶مه برخه یې په واک کې لرله. له ۶۰۰ څخه زیاتې متوسطې وسلې، ۱۸/۲۵ او ۲۵ پونډي او ۲۸۰ هویتزر د لاس رسي وړ وو او ۱۰۰ نور ۲۵ پونډي ټوپک په جون کې تولید شول. سربېره پر دې له ۳۰۰ څخه ډېر ۴.۵ اېنچي هویتزر – ۹۰۰ یې یواځې په ۱۹۴۰ کال کې سم شول- او ځینې ۶۰ پونډي هویتزرونه او ۴.۵ اېنچي سمې شوې نسخې او همدارنګه د ۶ اینچي هویتزر پخوانۍ نمونې په فرانسه کې د خپل اوسني ماډل له لاسه ورکولو وروسته له زېرمو څخه ترلاسه شول. دا وسلې له څو سوه، ۷۵ ملي متري - M1917 وسلو او مهماتو سره د متحده ایالاتو له خوا هلته ډېرېدې. ځینې سرچینې همدارنګه لیکي چې د بریتانیا پوځ په لېږد او رالېږد کې له کمښت سره مخ و (له ۲۰۰۰ څخه ډېر زغرګاډي د لاس رسي وړ وو چې د جولای تر پای پورې يې شمېر ۳۰۰۰ ته ورسېد) د مهمو مهماتو کمښت موجود و، داسې چې د روزنې لپاره يې ډېر لږ سپمولی شوی.   [۱۴][۱۵][۱۶]

د دې خلاف ریکارډونه ښيي چې بریتانویانو له ۲۹۰ میلیون څخه ډېر ۳۰۳ ډوله مهماتو بېلابېل ډولونه لرل چې د جون په ۷مه یې شمېر ۴۰۰ میلیون ته ورسېد. ۷م عسکري واحد د داخلي پوځیانو د عمومي زېرمې لپاره رامنځته شو چې لومړی زغره‌وال لښکر په کې شامل و. د جولای په میاشت کې په نوي سازمانولو کې ځينې برخې د تحرک له درجې سره له واش څخه په ساسک کې تر نیوهون پورې په دفاع شویو سمندري سیمو کې د «ساحلي قشر» تر شا ځای پر ځای شوې. د مرکزي دفتر زېرمو د دوو قول اردو ګانو خورا وړ واحدونو ته پراختيا ومونده. ۷م عسکري واحد د لندن په سویل کې د هېډلي کورټ په ساري کې مېشت و چې لومړی زغره‌وال لښکر، لومړی کاناډايي لښکر او د جنګي ټانګ لومړنۍ لوا په کې شامله وه. څلورم عسکري واحد د لندن په شمال کې په لاتمیر هاوس کې مېشت و چې د دویم زغره‌وال لښکر، ۴۲م او ۴۳م پلي لښکرڅخه جوړ و.  [۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]

سرچينې[سمول]

  1. "World War 2". A PICTORIAL POSTCARD HISTORY OF HARWICH, DOVERCOURT AND PARKESTON. (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۲ جنوري ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Ray 2000، صص. 49–51.
  3. Ray 2000، صص. 46–48.
  4. Barclay 2013، Chapter 2 Complacency: to May 1940.
  5. War crimes trial judgement on the invasion of Norway, via the Avalon Project – accessed 14 January 2008
  6. Ray 2000، ص. 61.
  7. MacKenzie 1995، ص. 20.
  8. Barclay 2013، Chapter 3 The May Panic.
  9. Ray 2000، صص. 64–67.
  10. Ray 2000، ص. 63.
  11. Ray 2000، ص. 53.
  12. (په 4 June 1940 باندې). 1940: Dunkirk rescue is over – Churchill defiant. BBC.
  13. "Operation Aerial, the evacuation from north western France, 15–25 June 1940". Military History Encyclopedia on the Web. 
  14. Boyd, David. "British Equipment Losses at Dukirk". British Equipment of the Second World War. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ مارچ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. MacKenzie 1995، ص. 52.
  16. Lowry 2004، ص. 11.
  17. Collier 1957, p. 220
  18. Stevens 1958, pp. 27–28
  19. McClymont 1959, p. 36
  20. Forrester, Rochelle (2021-06-28). "Operation Sea Lion, the Luftwaffe, the Kanalkampf and the Battle of Britain - the Defence of Britain in1940 and Air Power in World War 2". dx.doi.org. doi:10.31235/osf.io/fb7xw. S2CID 240943296 Check |s2cid= value (مساعدة). د لاسرسي‌نېټه ۱۲ جنوري ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Long 1952، صص. 306–307.