په دارځړولو ونو نوملړ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د اعدام ونه یا د اعداموونکي ونه، هرې هغې ونې ته ویل کېږي چې، د پهانسۍ د ترسره کولو لپاره کارېږي ،په ځانګړي ډول په متحده ايالتو کې. دا اصطلاح په ټولو انګلیسي ژبیو هېوادونو کې په محاوره‌يي ډول د دار هر لرګي ته د اشارې لپاره کارول کېږي.

د اعدام ونې په متحده ایالاتو کې د ایالت پر بنسټ[سمول]

اریزونا

د ګرېټرویل د اعدام ونه: د ګرېټرویل له بلايي ښار نه بهر د بلوت ونه، چې په ۱۹۱۵ز کال کې د پيما کونټۍ (په متحده ایالاتو کې تر ټولو کوچنۍ خپلواک اداري واحد) پولیسو دوه مکسیکویان د غواګانو د غلا او ګڼو نورو جنایتونو په تور اعدام کړل. یاده ونه، د یوه خاورین سړک په اوږدو کې د سانتا ریتا د غرونو په شمالي برخه کې د ګرېټرویل په تاریخي کونټۍ کې پرته ده. [۱]

د ګرګس ښار د اعدام ونه: د اوسپنیز لرګي ونه د ارېزونا د وولچر ښار د ګرګس په بلایي ښارګوټي کې د هېنري وېکېنبورګ د ډبریز کابین (چې په ۱۹۶۳ کې ودان شوی) د پاتې‌شونو تر څنګ پرته ده. د نولسمې پېړۍ په وروستیو کې اتلس نارینه(نران) د سروزرو کان د غلا په تور په یاده ونه کې اعدام شول. [۲]

کلیفورنیا

د کالاباس د اعدام ونه: د بلوت ونه چې یو وخت د کلیفورنیا په پخواني ښار کالاباس کې پرته وه. یاده ونه په ۱۹۶۰ ز لسیزه کې وچه او په ۱۹۹۵ ز کال کې د توپان له امله پرې شوه. د یوې انګازې پر بنسټ، یوه بله دویمه ونه چې د دار کولو لپاره کارېده، لا هم په کالاباس کې شته، که څه هم په دې اړه بحثونه شته دي، چې د په دار کولو اصلي ونه کومه وه.  [۳]

د اعداموونکي ونه: د کلیفورنیا په هلکوب دره کې د نښتر ونه، چېرته چې لږ تر لږه څلور تورن نارینه د نولسمې پېړۍ په وروستیو کې په قانوني ډول په دارشول. [۴]

د اعداموونکي ونه: د چنار ونه چې د کلیفورنیا په اورېنج کونټۍ کې د اېروېن په څړځای کې پرته ده. جنرال انډرس پيکو په ۱۸۵۷ ز کال کې دوه غله په دې ونه کې په دار کړل. اوس‌مهال د هغې پېښې په یاد یو تاریخې نښګر شته دی. [۵]

د اعداموونکي ونه: د کلیفورنیا د دویم ګاروت په بلايي ښار کې د بلوت ونه، چې اوس‌مهال وچه شوې. د لومړي ځل لپاره په ۱۸۴۹ ز کال کې وکارول شوه، دویم ګاروت په هسپانوي ژبه کې د «دویم اعدام» په معنا ده. په یاده ونه کې شاوخوا ۶۰ کسان په دار شوي دي. د دې ونې پاتې کونده، لا خوندي ساتل شوې او د ۱۲۰ ایالتي لویې لارې پر سر پرته ده. [۶]

د جکسون د اعدام ونه: ژوندۍ د بلوت ونه، چې یو وخت د کلیفورنیا په جاکسون کې په ۲۶ مېن کې ولاړه وه او وروسته په ۱۸۶۲ ز کال کې د جکسون د اورلګېدنې پر مهال پرې شوه. د ۱۸۵۱ او ۱۸۵۵ ز کلونو تر منځ لس سړي، په دې ونه کې په دار شول. اوس‌مهال یو تاریخي نښګر د یادې ونې اصلي موقعیت ښيي. [۷]

د نیوالمادین د اعدام ونه: د کلیفورنیا په سان جوزه کې د نیوالمادین په کان سیمه کې پرته د بلوت ونه ده. [۸]

کلوراډو

د اعدام ونه: د کلوراډو په مونتروس کې پرته ده، چې په ۱۸۷۸ز کال کې د جورج‌بېکفورډ چې د آسانو په غلا تورن و، د اعدامولو لپاره وکارول شوه. یاده ونه اوس‌مهال خوندي او وچه شوې او یو تاریخي نښګر يې پر ځای جوړ شوی.

د پوبلو د اعدام ونه: مخکې د کلوراډو په پوبلو کې د یونین پر سړک پرته وه او د ۱۸۸۳ ز کال د جون په ۲۵ مه ړنګه شوه. [۹]

جورجیا

د ساوانا د اعدام ونه: ژوندۍ د بلوت ونه، چې د جورجیا په سوانا کې د پارک هدیرې په مستعمره کې پرته ده.

کنزاس

د اعداموونکي ونه: د کنزاس په داج ښار کې د بوت هېل په هدیره کې پرته ده. [۱۰]

ماساچوست

ګالوز هېل: یوه لویه ونه چې، یو وخت د ماساچوسېټ په سېلم کې، د ګالوزغونډۍ لمنې ته څېرمه، د پروکتور پر څنډه پرته وه او ښايي چې په ۱۶۹۲ز کال کې د سېلم د جادوګرانو د محاکمې له خوا د ۱۹ کسانو د اعدام ځای و. [۱۱]

مونتانا

د اعداموونکي ونه: د پونډرسا د کاج ونه یو وخت د مونتا په هېلنا کې پرته وه. د ۱۸۶۵ او ۱۸۷۰ کالونو ترمنځ ۱۰ نران د هلنا وېجېلاتیس په واسطه په دې ونه کې ځوړند شول او په ۱۸۷۵ م کال کې د ځمکې د څښتن مټدیست وزیر W. M. Shippen په واسطه پرې شوه. اوس‌مهال د دې ونې دوه ټوټې د مونتا د تاریخي ټولنې په ټولګه کې په هلنه کې شته دي. [۱۲]

د جفرسون کونټۍ د اعدام ونه: د پونډرسا د کاج ونه چې ویل کېږي، د دې ایالت د تاریخي قلمرو په دوره کې د ځړولو لپاره کارول شوې. دا ونه د جفرسون کونټۍ په مونتا کې کلنسي ته څېرمه پرته وه. [۱۳]

نوې مکسیکو

د کلورایډ د اعدام ونه: د نوې مکسیکو د کلورایډ په بلایي ښار کې پرته د بلوت لویه ونه. [۱۴]

نیویارک

د اعدامولو اېلم( ( Elm )(یو ډول جګه ونه چې کلک لرګی لري): انګلیسي اېلم د نیویارک په منهاټان کې د واشنګټن سکوېر په پارک کې پرته ده. [۱۵]

د پاتچوګ د اعدام ونه: د نیویارک په پاتچوګ کې د ګروف پر سرک د سوان سیند په دوام پرته ده. [۱۶]

اوکلاهوما

د کریک د اعدام ونه: دوه سوه کلنه د بلوتو ونه ده چې  د غلو او د کریک قبیلې/ټبر د اعدامولو لپاره کارېده. دا ونه د اوکلاهاما په تولسا کې د لاوټون پر سرک/جاده پرته ده. [۱۷]

اورګن

د دالاس د اعدام ونه: د بلوت ونه، چې په ۱۸۸۷ز کال کې د اوسکار کېلټي د ځړولو لپاره چې خپله مېرمنه يې وژلې وه او په دې وروستیو کې په ۱۹۰۰م کال کې د پولک په کونټۍ کې د اورګن د دار د رسمي لرګي په توګه د قانوني اعدام لپاره کارول شوې. دا ونه د اورګن په دالاس کې د پولک کونټۍ محکمې ته څېرمه پرته وه. [۱۸]

د لافایټ د اعدام ونه: د لومړي ځل لپاره په ۱۸۶۳ ز او د وروستي ځل لپاره په ۱۸۸۷زکال کې وکارول شوه، هغه مهال چې قاتل ريچارډ مارپل په دار وځړول شو او دا پېښه، د «لعنت پرلېفیاټي ګایپسي/ The Lafayette Gypsy » په نوم یاده شوه. دا ونه مخکې په یوه خصوصي ملکیت کې د اورګن په لافایټ کې پرته وه. په ۱۹۴۰ لیزه کې د ځمکې د څښتنانو له خوا پرې شوه.  [۱۹][۲۰]

د سېلم د اعدام ونه: د اورګن په سېلم کې پرته ده.[۲۱]

سویلي کارولینا

د چارلستون د اعدام ونه: د سویلي کارولینا په چارلستون کې پرته ده او د هغه ځای په توګه مشهوره ده چېرته چې ډېنمارک ویسي (Denmark Vesey) او ۳۴ کسه نور لارویان یې په ۱۸۲۲ کال کې په دار وځړول شول.

سویلي ډاکوتا

د اعداموونکي ونه: د سویلي ډاکوتا په راپيډ ښار کې د ډاناسورونو په پارک کې د یوې غوڼدۍ پر مخ پرته ده، چې مخکې  د اعداموونکي د غوڼدۍ په نوم یادېده.[۲۲]

سرچينې[سمول]

  1. Pfeifer, Michael J. (2013). Lynching Beyond Dixie: American Mob Violence Outside the South. University of Illinois Press. د کتاب پاڼي 125–127. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780252094651. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "Vulture Mine Ghost Town Near Wickenburg Arizona". د لاسرسي‌نېټه ۲۰ جولای ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "CALABASAS: Old 'Hanging Tree' Felled by Storm - latimes". Frank Manning. 1995-01-27. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ جولای ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "Hangmans Tree - Gold Fever Trail - Big Bear California". د لاسرسي‌نېټه ۲۰ جولای ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "Witness to a hanging". Jared Farmer. 2013. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ جولای ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "Second Garrotte (No. 460 California Historical Landmark)". د لاسرسي‌نېټه ۲۱ جولای ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "Jackson Hanging Tree- Amador County, California". د لاسرسي‌نېټه ۲۰ جولای ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "Hanging tree still stands at old mine". Scott Herhold. 2007-09-30. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ جولای ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "Three One Three Gallery: Union Ave. Hanging Tree in Pueblo, Colorado c. 1880". د اصلي آرشيف څخه پر ۱۸ اگسټ ۲۰۱۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ جولای ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "Cemetery of the Week #95: Dodge City's Boot Hill". Loren Rhoads. 2013-04-03. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ جولای ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Baker, Emerson W. "The Gallows Hill Project". The Gallows Hill Project. Salem State University. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۳ جولای ۲۰۱۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ مارچ ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. "Hanging Tree - Helena, Montana". د لاسرسي‌نېټه ۲۱ جولای ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. "Hanging tree in Jeffco 02". د لاسرسي‌نېټه ۲۰ جولای ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. "Chloride New Mexico". د لاسرسي‌نېټه ۲۰ جولای ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. "Hangman's Elm in Washington Square Park". د لاسرسي‌نېټه ۲۰ جولای ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. "The Hanging Tree, A Haunted Spot Not For the Faint of Heart". د اصلي آرشيف څخه پر ۰۶ اگسټ ۲۰۱۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ نومبر ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. "Dubious history marks bur oak tree in Tulsa". Penny Owen. 2002-03-24. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ جولای ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Friedman, Ralph (1990). In Search of Western Oregon. Caxton Press. د کتاب پاڼي 179–180. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780870043321. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. "An ax murder, a hanging, and a "curse" in Lafayette". د لاسرسي‌نېټه ۲۱ جولای ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. "Was there really a hanging tree in Lafayette?". د لاسرسي‌نېټه ۲۱ جولای ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. "Hanging Tree, Salem Oregon". د لاسرسي‌نېټه ۲۱ جولای ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. "The Story of Charleston's Hanging Tree". Prof. Damon L. Fordham, MA. 2013-11-13. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۳ ډيسمبر ۲۰۱۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ جولای ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)