منځپانگې ته ورتلل

په جرمني کې د یهودو تاریخ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د یهودانو تاریخ په جرمني کې لږ تر لږه له ۳۲۱ ز کال سره سمون لري او د منځنیو پیړیو تر لومړیو (له پنځمې تر لسمې ز پیړۍ پورې) او لوړو منځنیو پېړیو (شاوخوا له ۱۰۰۰ نه تر ۱۲۹۹ ز پورې) په اوږدو کې یې دوام درلود، لکه چې یهودي کډوالو د اشکنازي یهودي ټولنې بنسټ کېښود. ټولنه د شارلمان د واکمنۍ په دوران کې خوندي پاتې شوه، خو د صلیبي جګړو په اوږدو کې زیانمنه شوه. د تور مرګ (۱۳۴۶ – ۱۳۵۳ز) په ترڅ کې په څاه ګانو کې د زهرو د اچولو تور د جرمني یهودانو د ډله ییزې وژنې لامل شو او دوی په لویه کچه پولنډ ته وتښتېدل. د مینز، سپییر او وارمز د ښارونو یهودي ټولنې، د منځنیو پیړۍ په اوږدو کې د یهودانو د ژوند مرکزونه شول. "دا د یوې زرینې دورې په توګه انګېرل کېږي، ځکه چې د سیمې د کلیسا مشرانو د یهودانو ساتنه کوله، چې په پایله کې یې سوداګري او سوکالي پراخه شوه."[۱][۲][۳][۴]

د لومړۍ صلیبي جګړې په اوږدو کې د یهودانو د ځورونې دوره په جرمني کې پیل شوه. د تریر، وارمز، مینز او کولن په څېر ښاورنو کې ټولې ټولنې تر تیغ تېرې شوې. د هوسي جګړو د یهودانو د تازه ځورولو لپاره نوی ګواښ را پورته کړ. د ۱۵مې پېړۍ پای، د دیني نفرت یوه داسې دوره وه چې ټولې ممکنه بدمرغۍ یهودانو ته اړوند ګڼل کېدلې. په ۱۸۱۵ ز کال کې د ناپیلیون له سقوط سره سم، د ودې په حال کې ملتپالنه د ځپلو د زیاتوالي لامل شوه. د ۱۸۱۹ ز کال د اګسټ له میاشتې نه تر اکتوبر میاشتې پورې، په ټول جرمني کې د هپ-هپ پاڅون تر نامه لاندې خوځښتونه پیل شول. په دې وخت کې، د جرمني زیاتره ایالتونو  یهودان له خپلو مدني حقونه نه محروم کړل. په پایله کې، زیاتره جرمني یهودانو کډوالۍ ته مخه کړه.  [۵]

د موسی مینډیلسون له وخت نه تر شلمې پېړۍ پورې، دا ټولنه په تدریجي ډول وژغورل شوه او بېرته یې پرمختګ وکړ. [۶]

په جرمني کې د ۱۹۳۳ ز کال د جنورۍ په میاشت کې نږدې ۵۲۲۰۰۰ یهودان مېشت وو. وروسته له هغه چې نازي ګوند واک ته ورسېد، دوی د یهودیت ضد ایډیالوژي او سیاست پلی کړ، چې یهودي ټولنې په پراخه کچه و ځورول شوې  او تعقیب شوې. نږدې ۶۰٪ (۳۰۴۰۰۰ ) یهود د نازي دیکتاتورۍ په لومړیو شپږو کلونو کې کډوال شول. په ۱۹۳۳ ز کال کې د یهودانو ځورول او تعقیب د نازیانو رسمي سیاست شو. په ۱۹۳۵ او ۱۹۳۶ز کلونو کې، د یهودیت ضد تعقیب او ځورونه په چټکۍ سره زیاته شوه. په ۱۹۳۶ ز کال کې، یهودان له ټولو مسلکي کارونو نه منع شول، چې په عملي توګه په تعلیم، سیاست، لوړو زده کړو او صنعت کې د ګډون نه منع شول.Schutzstaffel  یا SS د هغه څه امر وکړ، چې د ۱۹۳۸ ز کال نومبر د ۱۹ – ۱۰ په شپه کې پیښ شول، چې د ماتې شوي ښیښې د شپې (Kristallnacht) په نامه  یادېږي. د یهودانو د هټیو مخې او دفترونه وېجاړ او وران شول او زیاتره عبادت ځایونه د اور په لمبو کې له منځه ولاړل. د دویمې نړیوالې جګړې په پیل کې یوازې ۲۱۴۰۰۰ یهودیان، د جرمني (۱۹۳۷د پولو) اړوندو سیمو کې پاتې شول. [۷]

د ۱۹۴۱ ز په ورستیو کې، پاتې ټولنه په منظم ډول کوچنیو سیمو او بلاخره په ختیځه اروپا کې د مرګ کمپونو ته جلا وطنه شول. د ۱۹۴۳ز کال د مې په میاشت کې جرمني د جوډنرین (له یهودانو نه پاک، له یهودو نه آزاد،  له یهودانو نه خلاص) هېواد په توګه اعلان شو. د جګړې په پای کې، نازي رژیم او د هغوی ملاتړو، د اټکل له مخې له ۱۶۰۰۰۰ نه تر ۱۸۰۰۰۰ جرمني یهودیان وژلي وو.  د نازیانو تر لارښوونې لاندې په ټولیزه توګه نږدې شپږ میلیونه اروپایی یهودان، په نسل وژنې کې ووژل شول چې وروسته د هولوکاسټ په نوم یاد شو. [۸]

له جګړې نه وروسته، د یهودانو ټولنې په کراره بېرته په جرمني کې وده پیل کړه. د ۱۹۹۰ز کلونو په پیل کې، دا وده د پخواني شوروي اتحاد نه د کډوالۍ له امله ګړندۍ شوه، چې د ۲۱ پېړۍ په پیل کې، په اروپا کې جرمني یوازینۍ هېواد و چې د یهودو مخ پر وده ټولنه يې درلوده او د جرمني زیاتره یهودیان روسي-ژبي وو. د ۲۰۱۸ ز کال په پیل کې،  په جرمني کې د یهودانو شمېر، له ۱۱۶۰۰۰ سره برابر شو، چې په کې د کورنیو غیر یهودي غړي نه وو شمېرل شوي. د مېشتو یهودانو ټول اټکل شوی پراخ نفوس، په جرمني کې د کورنیو د غیر یهودي غړو په ګډون، نږدې ۲۲۵۰۰۰ کسان وو.  [۹]

اوس مهال په جرمني کې، د هولوکاسټ یا په هولوکاست کې د شپږ میلیونه یهودانو له وژلو نه نه انکا،ر یوه جرمي کړنه ګڼل کېږي، چې سرغړوونکی یې تر پنځو کلونو پورې له بند سره مخامخ کېږي. په ۲۰۰۶ ز کال کې، په جرمني کې د نړیوال جام په مناسبت، د جرمني د هغه وخت د کورنیو چارو وزیر ولفګنګ شوبل، د ښي اړخ د سخت درېځۍ په وړاندې د احتیاط غوښتنه وکړه او ویې ویل: "موږ به په هېڅ ډول سخت درېځۍ، له پردیو نه ډار یا د یهودیت ضد چلند ته اجازه ورنه کړو." د دې ډلو او مخالفانو پروړاندې د جرمني په ټولو ګامونو سربیره، یو شمېر پېښې په وروستیو کلونو کې تر سترګو شوې دي.    [۱۰][۱۱]

سرچینې

[سمول]
  1. ↑ "1700 years of Jewish life in Germany". Federal Ministry of the Interior, Building and Community (in انگليسي). ترلاسه‌کېدو نېټه February 21, 2021.
  2. ↑ "German Jewish culture through the ages". amp.dw.com. ترلاسه‌کېدو نېټه February 21, 2021.
  3. ↑ Benedictow, Ole Jørgen (2004). The Black Death, 1346–1353: The Complete History. Boydell Press. pp. 392–93. ISBN 1-84383-214-3. ترلاسه‌کېدو نېټه October 1, 2012.
  4. ↑ "The Magic Land of Magenza: Jewish Life and Times in Medieval and Modern Mainz". Mainz.de. City of Mainz. له اصلي څخه خوندي شوی په November 13, 2013.{{cite web}}: CS1 maint: unfit URL (link)
  5. ↑
  6. ↑ The Jews of Germany. The Museum of the Jewish People at Beit Hatfutsot.
  7. ↑ "German Jews During The Holocaust, 1939–1945". USHMM.org. United States Holocaust Memorial Museum. ترلاسه‌کېدو نېټه October 1, 2012.
  8. ↑ Schoelkopf, Katrin (November 18, 2004). "Rabbiner Ehrenberg: Orthodoxes jüdisches Leben ist wieder lebendig in Berlin" [Rabbi Ehrenberg: Orthodox Jewish life is alive again in Berlin]. Die Welt (in جرمني).
  9. ↑ DellaPergola 2019، p. 54.
  10. ↑ "No Room for Holocaust Denial in Germany". dw-world.de. Deutsche Welle. December 23, 2005.
  11. ↑ "Germans warned of neo-Nazi surge". BBC News. May 22, 2006. ترلاسه‌کېدو نېټه June 1, 2007.