په جاپان کې بشري حقونه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

په جاپان کې د بشري حقونو موضوع په ځانګړې توګه د دویمې نړیوالې جګړې له پای ته رسیدو را په دې خوا په کورنۍ کچه جنجالي ده، چې ناڅاپې توګه د نظامي پراختیا د پای لامل شوه په داسې حال کې چې یو وخت یې ځان سترواکی ګڼلو. د جاپان د پرله پسې حکومتونو تمایل په ځانګړې توګه د لیبرال ډیموکراټیک ګوند یا ډېرې ملتپالې ډلې لکه اویوکو ډانتای چې په پرلپسې توګه د خپل تاریخ د بشري حقونو لويې سرغړونې سپینوي یا ترې انکار کوي، چې په اوسني جاپان کې اوس هم یوه عادي خبره ده. [۱][۲]

جاپان داسې قانون نه لري چې نژادي، قبیلوي یا دیني تبعیض یا هم د جنسي تمایل یا جنډر د هویت پر بنسټ تبعیض منع کړي. دغه هېواد د بشري حقونو ملي بنسټ هم نه لري. د بشري حقونو سکور ډیټاورس بنسټ جاپان د بشري حقونو د فعالیت په برخه کې د G7 هیوادونو په په منځ کې د آلمان او کاناډا څخه ښکته او د انګلستان، فرانسې، ایټالیا او متحده ایالاتو څخه پورته درجه بندي کړی. د ماتېدونکو هېوادونو شاخص د "بشري حقونه او د قانون د حاکمیت" په فرعي شاخص کې د G7 هېوادونو تر منځ چاپان دویم، یعنی  له متحده ایالاتو وروسته درجه بندي شوی. [۳][۴]

په جاپان کې بهرنیان ډېری وختونه د بشري حقونو له داسې سرغړونو سره مخ کېږي چې پر جاپاني اتباعو باندې نه عملي کېږي. په وروستیو کلونو کې، غیر جاپاني رسنیو راپور ورکړی چې جاپاني شرکتونه په مکرر ډول په جاپان کې د میلمنو کارګرانو، په ځانګړې توګه د غیر مسلکي کارګرانو، پاسپورتونه ضبطوي. نیوکه کوونکي دغه عمل، چې په جاپان کې قانوني او هڅول کېږي، جبري او د انساني قاچاق یوه بڼه بولي.  [۵][۶]

د عدلیې وزارت د شمېرو له مخې، د جاپان د حقوقي چارو دفترونو او د مدني آزادیو رضاکارانو د ۲۰۰۳ په اوږدو کې د ۳۵۹۹۷۱  بشري حقونو اړوند شکایتونه او د ۱۸۷۸۶ شکمنو بشري سرغړونو راپورونو ترلاسه کړي وو.  

لوېې ستونزې[سمول]

جاپان د اساسي قانون ۱۴مه ماده د جنسونو تر منځ د برابرۍ ضمانت کوي. په اداري کارونو کې د ښځو سلنه د ۱۹۸۰ او ۱۹۹۰ کلونو په لومړیو کې په دوامداره ډول وده وکړه. په ۱۹۸۵ کې د نارینه او ښځو لپاره د کارموندنې د مساوي فرصت لپاره د قانون تصویب د ښځو د حقونو په خوندي کولو کې یو څه مرسته وکړه، که څه هم دا قانون د "لارښوونې" په شان دی او د هغه کارګمارونکو لپاره هېڅ قانوني سزا نه لري چې تبعیض کوي.  (په جاپان کې کارکونکي میرمنې وګورئ). 

په جاپان کې د محکومیت کچه له ۹۹٪ څخه زیاته ده. په څو قضیو کې، محکمو اعتراف کړی چې وګړي په جبري توګه نیول شوي او بندیان له زندان څخه خوشې شوي دي. د دې سره د مبارزې لپاره، په ۲۰۱۶ کال کې یو قانون تصویب شو چې ځینې تحقیقات باید په ویدیویي بڼه ثبت شي. خو، دا یوازې په هغو کسانو باندې تطبیق کېږي چې په جدي جرمونو تورن وي، لکه وژنه، سوځول او انسان تښتوونه، چې یوازې ۳ سلنه قضیې جوړوي. د کامن لا په هېوادونو کې چې محاکمه د ژوري هیئت له خوا ترسره کېږي، د محکومیت لوړه کچه ښایي دا په ګوته کړي چې تورن په عادلانه ډول نه محاکمه کېږي. ځینې ​​وختونه جاپاني څارنوالان پرېکړه کوي چې د کوچني جرمونو قضیې یا کله چې د بې ګناهۍ ډیر احتمال شتون ولري، تعقيب نه کړي. ځینې جاپاني څېړونکي په دې باور دي چې دا په جاپان کې د محکومیت د لوړې کچې یو له لاملونو څخه دی. په جاپان کې د تعقیب کچه ۳۳.۴ سلنه ده او باقي ۶۴.۳ سلنه نه تعقیب کېږي. [۷][۸][۹][۱۰][۱۱]

د مدني قانون په هغو هېوادونو کې چې یو قاضي القضات د قضاوت پرېکړه کوي، دا معمول دی ځکه چې مدعي الیه او څارنوال دواړه د محاکمې په پایلو پوهېږي. جاپان همدارنګه د اعدام سزا عملي کوي، چې د ملګري ملتونو او ډېری نامتو غیردولتي بنسټونو او اروپایي ټولنې تر تر نیوکې لاندې ده. (په جاپان کې د مرګ سزا وګورئ). 

جاپاني ټولنه، د خپلې کنفوسیوسي آیدیالوژۍ له مخې، په عمومي توګه د ځوانانو او د تازه ګډون کونکو خلکو حقونو او عزت ته درناوی نه کوي. دا په ښوونځيو، انستیتوتونو او کورنو کې د لویانو له خوا د ځوانانو او ماشومانو د ټولنیزې پېژندل شوې ناوړه ګټه اخیستنې او ځورونې لامل کېږي. که څه هم زیاتره جاپاني ټولنه پر دودیز سیستم ویاړي، خو د پام وړ لږکي شته چې د دې سیستم سره موافق نه دي.

د لږکیو سره د ټولنیز او قانوني چلند په اړه ډېر تناقض شته. که څه هم جاپانیان ځانونه یو متجانس خلک ګڼي، لږکۍ ډلې شته، او دوی زیاتره وختونه د تبعیض سره مخ کېږي. په جاپان کې د اجرایوي رییس لقب د جاپان اجرایوي څانګه ده. ترټولو لوی بومي لږکي د دوه څخه تر څلورو ملیونو هیسابیتسو بوراکو ("تبعیض شوي ټولنې") دي، چې د جاپان د فیوډالي ټولنو نسل دی. په نورو ورته لږکیو کې آینو، د شمالي جاپان بومي اوسیدونکي او د اوکیناوا خلک شامل دي. جاپان هم د کوریایی او چینایي نسل څو سوه زره بومي اوسیدونکي لري چې د نورو بهرنیو اوسیدونکو سره یوځای ډول ډول تبعیض تجربه کوي.[۱۲]

قضایي نظام[سمول]

جرمي سزا[سمول]

د اساسي قانون ۳۶مه ماده "د هر دولتي مامور له خوا شکنجه او ظالمانه مجازات" منع کوي او د جزا قانون ۱۹۵مه ماده وايي، هغه دولتي مامورین چې له شکمنو کسانو، تورن کس یا بل هر چا سره د خپلي دندې، لکه د جنایي جرمونو تحقیق، په مهال تاوتریخوالی کوي او یا ترې ناوړه ګټه پورته کوي، د مجازاتو وړ دي او ۱۶۹مه ماده غوښتنه کوي چې دا ډول عملونه په سخته سزا محکوم شي، مګر دا چې بل ډول وړاندوړینه یې شوي وي. خو، د جاپاني مدافع وکیلانو د انجمنونو، د بشري حقونو د ډلو او ځینو بندیانو له خوا راپورونه، چې ډېری راپور هم نه ورکوي، د غیرقانوني کډوالو سره د چلند په اړه ډول ډول فزیکي ناوړه ګټه اخیستنې ته اشاره کوي. همدارنګه، د بښنې نړیوال سازمان راپور ورکوي چې د سزا په سیستم کې د فزیکي ځواک کارول غیر معمولي کار نه دي. د ملي پولیسو قانون خلکو ته اجازه ورکوي چې د پولیسو په وړاندې د ملي او محلي عامه خوندیتوب کمېسیونونو ته شکایت وکړي. دا کمېسیونونه کولی شي پولیسو ته لارښوونه وکړي چې تحقیقات ترسره کړي. 

اعترافونه[سمول]

په اساسي قانون او د سزا په قانون کې داسې خوندیتوبونه شته چې ډاډ ورکړي چې هېڅ مجرم شکمن کس دې ته اړ نه کړي چې په خپل جرم اقرا وکړي (ځان مجرم وګڼي). له دې سره، د ځینو پولیسو او څارنوالانو په وړاندې د تحقیق او توقیف په وخت کې د ناوړه ګټه اخیستنې په اړه مدني او جنایي قضیې ثبت شوي دي. په ۲۰۰۳ کال کې، د بدن د توقیف د چرمي کمربندونو کارول  لغوه شول. نرم چرمي لاس بند له کمربندونو پرته د بدیل په توګه د توقیف لپاره وړاندې شول. د بښنې نړیوال سازمان پر جاپان غږ کړی چې د پولیسو د څېړنو په تګلارو کې دې سمون راولي.[۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

سرچينې او ياداښتونه[سمول]

  1. "Concluding observations on the sixth periodic report of Japan". Docstore. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ نومبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "Article 6". www.mofa.go.jp. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ ډيسمبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "Global Data | Fragile States Index". fragilestatesindex.org. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ مارچ ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Fariss, Christopher (2019-05-27) (in en). Latent Human Rights Protection Scores Version 3. Harvard Dataverse. doi:10.7910/DVN/TADPGE. https://dataverse.harvard.edu/dataset.xhtml?persistentId=doi:10.7910/DVN/TADPGE. 
  5. "Ghosn wasn't the only one trapped in Japan — many foreign workers also want to escape". د لاسرسي‌نېټه ۱۰ جون ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. (په 2020-01-23 باندې). Japan should ban confiscation of foreign employees' passports, lawyer says. Reuters.
  7. . Japan's notoriously ruthless criminal justice system is getting a face lift.
  8. . Diet passes legislation to revamp Japan's criminal justice system. The Japan Times.
  9. 【解説】 カルロス・ゴーン前会長と日本の「人質司法」 – BBCニュース
  10. 起訴猶予付微罪処分 – 犯罪白書 – 法務省
  11. 平成29年版 犯罪白書 第2編/第2章/第3節
  12. . Think you've got rights as a foreigner in Japan? Well, it's complicated. The Japan Times.
  13. Roland Buerk (په October 5, 2009 باندې). Japan urged to end 'false confessions'. BBC
  14. Imtiaz A. Chaudhry. "Japanese Government's Mysterious Policies". United for a Multicultural Japan. د اصلي آرشيف څخه پر April 25, 2009 باندې. د لاسرسي‌نېټه May 19, 2010. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. "1998 Annual Report for Japan". Amnesty International. 1998. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. (په November 4, 2005 باندې). Japan 'water hose' jailors freed. BBC News.
  17. (په November 15, 2002 باندې). Inhumane behaviour.
  18. (په May 13, 2010 باندې). A nation's bouncers: A suspicious death in police custody.
  19. (په April 13, 2010 باندې). 50 rally for investigation of deportee's death.