په ترکیه کې دینی آزادي
ترکیه د خپل اساسي قانون 24 مادې سره سم یو سیکولر دولت دی. په ترکیه کې سیکولریزم د مصطفی کمال اتاترک له شپږو کړنلاور څخه اخیستل شوی: جمهوریپالیزم، پاپولیزم، لاسیتي، اصلاحات، ملتپالنه او او اقتصادی تمرکز له حکومت سره. د ترکیې حکومت په مسلمانانو او نورو مذهبي ډلو ځینې محدودیتونه وضع کوي، په بیله بیا د پوهنتونونو په ګډون په دولتي دفترونو او دولتي ادارو کې د مسلمانانو مذهبي څرګندونو باندې [۱][۲]
دیني دیموګرافي
[سمول]د ترکي د حکومت له شمېرو سره سم، د نفوس 90 سلنه مسلمانان دي (په عمده توګه سني). د نړۍ حقیقت کتاب د ترکیې 99.8 سلنه نفوس د مسلمان په توګه بیانوي. حکومت دری اقلیت مذهبي ټولنې په رسمیت پیژني: یوناني ارتودوکس عیسویان، ارمني اپاستولیک عیسویان او یهودان (که څه هم نورې غیر مسلمانې ټولنې هم شتون لري). د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د 2006 راپور په ترکیه کې لاندې مذهبي اقلیتونه شمېرلي: [۳][۴]
Armenian Apostolic Christians | 65,000 | ارمني اپاستولیک عیسویان |
Jews | 23,000 | یهودیان |
Greek Orthodox Christians | 6,500 | یوناني ارتودوکس عیسویان |
Baha'is | 10,000 | بهایي |
Syrian Orthodox (Syriac) Christians | 15,000 | د سوریې ارتودوکس (سیریاک) عیسویان |
Yazidis | 5,000 | یزیدیان |
Jehovah's Witnesses | 3,300 | د عیسی شاهدان |
Protestants | 3,000 | پروتستانت |
دا ارقام په پراخه کچه، د 3000 یوناني ارتودوکس عیسویانو په توپیر او 3000 د کالداني عیسویانو په ډېروالي د 2009 د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت په راپور کې تکرار شوي. په سویل ختیځ کې د یو وخت سیریاک عیسویانو او یزیدیانو شمېر لوړ و؛ اما، د حکومت فشار او د کرد کارګرانو ګوندPKK)) سره د جګړې له امله، ډیری سیریایی عیسویان استانبول، لویدیځې اروپا او شمالي او سویلي امریکا ته کډه شول. د ترکي ټولنپوه احمد تسکین له قوله، په ترکیه کې یزیدیانو په 1985 کال کې 22632 شمیر درلود، تر 2000 کال پورې، د هغوی نفوس 423 ته راټیټ شو. تکسین وویل چې په 1985 کې په ترکیه کې 23546 او په 2001 کال کې 2010 سیریاک عسویانو ژوند کولو. [۵][۶][۷]
د 1923 د لویزیانا تړون د لاسلیک کونکي په توګه، ترکیه د غیرمسلمانو اقلیتونو مدني، سیاسي او کلتوري حقونه په رسیمت پېژني. په عمل کې، دا هیواد یوناني، ارمنیان او یهودي دیني اقلیتونه په رسمیت پیژني مګر دوی ته په تړون کې ټاکل شوي ټول حقونه نه ورکوي. علوی – بکتاشی، جعفري مسلمانان، لاتین کاتولیک، او پروتستانت په رسمي توګه په رسمیت ندي پېژندل شوي. [۸]
Religions in Turkey
ادیان په ترکیه کې | ||||
Religions
ادیان |
Estimated population
اټکل شوی نفوس |
Expropriation
measures د مالکیت سلب یا مصادرې اقدامات |
Official recognition
رسماً په رسمیت پېژندنه |
Government financing
دولتي مالي ملاتړ |
Sunni Islam
سنی اسلام |
70 to 85% (52 to 64 million)
له 70 نه تر 85 % (52 نه تر 64 میلیونه |
No
نه |
Yes, through the Diyanet mentioned in the Constitution (Article 136)
هو ، په اساسي قانون کې د ذکر شوي دیانت له لارې (136 ماده) [۹] |
Yes, through the Diyanet
هو، د دیانت له لارې[۱۰] |
Twelver Islam-Bektashi
دولس امامه شعیه اسلام – بکتاشي |
15 to 25% (11 to 19 million)
له 15 نه تر 25 % (11 نه تر 19 میلیونو |
Yes
هو[۱۱] |
No. In 1826, with the abolition of the Janissary corps, the Bektashi tekke (Dervish convent) was closed. ·
نه، په 1826 کې، د جانیسري لښکر له مینځه وړو سره ، بکتاشي تیکه (درويش خانقا) وتړل شو. [۱۲][۱۳][۱۴] |
No
نه[۱۵] |
Twelver Islam-Alevi | No. In the early 15th century, due to Ottoman oppression, Alevi supported the Turkmen shah Ismail I. Ismail's supporters, who wear a red cap with twelve folds, were called Qizilbash. Arabized and Persanized Ottomans considered Qizilbash (Alevi) enemies because of their Turkmen origin. Today, cemevi (places of worship of Alevi Bektashi) have no official recognition.[citation needed]
نه،د پنځلسمې پیړۍ په پیل کې، د عثماني ظلمونو له امله، علويانو د ترکمن شاه اسماعیل اول ملاتړ وکړ. د اسماعیل پلویانو چې سرې خولی له دولس قاتو سره په سر کړې وې، قزلباش نومېدل. عرب شوو او پارسیان شوي عثمانیان قزلباش (علوي) د دوی د ترکمن اصل له امله دښمنان ګڼل. نن ورځ، سیمیوی (د علوی بکتاش د عبادت ځایونه) هیڅ رسمي پیژندنه نلري. [۱۶][۱۷] | |||
Twelver Islam-Câferî
دولس امامه شعیه اسلام – جعفری |
4% (3 million)
4 % (3 میلیون)[۱۸] |
No
نه[۱۹] |
No
نه[۲۰] | |
Twelver Islam-Alawite
دولس امامه شعیه اسلام – علوي |
300,000 to 350,000
300000 نه تر 350000 [۲۱] |
No
نه[۲۲] |
No
نه[۲۳] | |
Judaism
یهودیت |
20,000 | Yes
هو[۲۴] |
Yes, through the Treaty of Lausanne (1923)
هو، د لویزیانا د تړون په بنسټ (1923)[۲۵] |
No
نه[۲۶] |
Christian (Protestant)
عیسوي (پروتستانت) |
5,000 | No
نه[۲۷] |
No
نه[۲۸] | |
Christian (Roman Catholics)
عیسوي (رومی کاتولیک) |
No
نه[۲۹] |
No
نه[۳۰] | ||
Christian (Greek Catholics)
عیسوي (یونانی کاتولیت) |
Yes
هو[۳۱] |
Yes, through the Treaty of Lausanne (1923)
هو، د لویزیانا د تړون په بنسټ (1923)[۳۲] |
No
نه[۳۳] | |
Greek Orthodox (Ecumenical Patriarchate of Constantinople)
یونانی ارتودوکس (د قسطنطنیه عمومی پلارنونه) |
Yes
هو[۳۴] |
Yes, through the Treaty of Lausanne (1923)
هو، د لویزیانا د تړون په بنسټ (1923)[۳۵] |
No
نه[۳۶] | |
Armenian Orthodox (Armenian Patriarchate of Constantinople)
ارمني ارتودوکس (د قسطنطنیه ارمني پلارنونه) |
57,000 | Yes
هو[۳۷] |
Yes, through the Treaty of Lausanne (1923)
هو، د لویزیانا د تړون په بنسټ (1923) [۳۸] |
No
نه[۳۹] |
Turkish Orthodox (Autocephalous Turkish Orthodox Patriarchate)
ترک ارتودوکس (د ترک ارتودوکس خود مختار پلارنونه) |
400 | No
نه[۴۰] |
No
نه[۴۱] | |
Chaldean (Armenian) Christians
کلداني (ارمني) عیسویان |
3,000 | Yes
هو[۴۲] |
Yes, through the Treaty of Lausanne
هو، د لویزیانا د تړون په بنسټ [۴۳] |
No
نه[۴۴] |
Syriac Orthodox and Catholic Churches
سیریاک ارتودوکس او کاتولیک کلیسایان |
15,000 | Yes
هو[۴۵] |
No
نه[۴۶] |
No
نه[۴۷] |
Tengrism
تنګیریزم |
1,000 | No
نه[۴۸] |
No
نه[۴۹] | |
Yazidi
یزیدي |
377 | No
نه[۵۰] |
No
نه[۵۱] |
د دیني آزادۍ حالت
[سمول]قانونی او د پالیسي چارچوکاټ
[سمول]د 1982 اساسي قانون هېواد د سیکولر دولت په توګه تاسیس کړ او د عقیدې او عبادت ازادي او د دیني افکارو په اړه د شخصي نظر لپاره زمینه برابروي. اما، د سیکولر دولت د بشپړتیا لپاره د اساسي قانون نور احکام دا حقوق محدودوي. اساسي قانون په دیني اساساتو تبعیض منع کوي. [۵۲]
په ترکیه کې دوه اصلي اسلامي جریانونه سني او علوي دي. علوي په ترکیه کې اقلیت دي، چې د اټکل له مخې د مسلمان نفوس 17 سلنه دی. د 1970 لسیزې په وروستیو کې، د دې دوه اسلامي څانګو ترمنځ د شخړې له امله تاوتریخوالی پیښ شو. د 1978 په سمبر کې په قهرمانماراس کې وسله والو سني نفوس د ښار د علوي اوسیدونکو پروړاندې راپورته کړ، او له 100 څخه ډیر خلک پکې ووژل شول. د 1993 کال د جولای په 2 مه، په سیواس کې د علوي روحانیو په وړاندو برید وشو د سیواس قتل عام د 37 خلکو د مړینې لامل شو. [۵۳][۵۴]
د اساسي قانون 24 مادې سره سم، دیني زدکړې په اساسي او ثانوي کچو کې اجباري دي، او سني شرعي علم مسلط دی. یو شمیر علویان دولت په تبعیض تورنوي چې په دیني زدکړو کې د دوی عقیدې په شاملولو حکومت پاتې راغلی. د 2007 کال په اکتوبر کې، د بشري حقونو اروپایی محکمېECHR)) د یوې علوي مور په ګټه پریکړه وکړه چې په 2004 کې یې دعوی وکړه چې جبري دیني زدکړې دیني ازادي تر پښو لاندې کوي. حکومت بیا د دينې لارښوونې لپاره په وروستي کال کې په درسي کتاب کې د علوي دین په اړه 10 مخیزه عمومي کتنه اضافه کړه. [۵۵]
د 2008 کال په دسمبر کې، د کلتور وزیر د لومړي علوي انستېتیوت په پرانستلو کې برخه واخسته او د دولت لخوا د تېرو کړاوونو له امله یې له علویانو څخه بخښنه وغوښته. د 2009 په جنوري کې، لومړي وزیر د دوهم پرله پسې کال لپاره د علوي روژه ماتي مراسمو کې برخه واخسته. حکومت ورکشاپونه په لاره واچول چې هدف یې د علویانو ستونزو او توقعاتو په اړه آزاد بحث کول وو.
د ترکیې حکومت د لومړي وزیر تر واک لاندې د دیني چارو د ریاست له لارې د مسلمانانو دیني تاسیسات او زدکړې څاري. دا ریاست د هیواد 77،777 ثبت شوو جوماتونو فعالیت تنظیموي او ځایی او ولایتي امامان (چې ملکي مامورین دي) په کار ګماري. پدې ځای کې سني امامان ټاکل کیږي او د دولت لخوا تنخوا ورکول کېږي. علویزم په سیمیلیري (د غونډو ځایونو) کې لمونځ کوي، چې د عبادت ځایونو په توګه هیڅ قانوني بڼه نلري. اما، د کواداسا او تونسلي ښاروالیو په 2008 کال کې په ډاکه کړه چې علوي سیمیليري د عبادت ځایونه دي. د ښاروالۍ دریو شوراګانو سیمیليري، جوماتونو ته ورته د مالي سرچینو په ورکړې سره، د عبادت ځایونو په توګه وپېژندل. په انتالیا، انقره او استانبول کې اداري محکمو پریکړه کړې چې د علوي زده کونکي باید د جبري دین او اخلاقو په زدکړو کې له ګډون څخه معاف شي، او د ازمیر اداري محکمې ورته پریکړه د ایالت د شورا لخوا تایید شوه. په 2009 کال کې د دولتي تلویزیوني چینل، TRT ، د هغه پروګرامونو خپرولو لپاره خپل پلان اعلان کړ چې د علوي اقلیت ګټې منعکس کوي. [۵۶][۵۷][۵۸]
سرچينې
[سمول]- ↑ Turkey: International Religious Freedom Report 2007. United States Bureau of Democracy, Human Rights and Labor.
- ↑ "Turkey: Freedom in the World 2022 Country Report". Freedom House. بياځلي په 26 November 2023.
- ↑ US State Dept 2022 report. United States Bureau of Democracy, Human Rights and Labor.
- ↑ CIA Information on Turkey; accessed on 11 October 2009
- ↑ Turkey: International Religious Freedom Report 2009, United States Bureau of Democracy, Human Rights and Labor, released on 26 October 2009, accessed on 10 November 2009
- ↑ See the article Yezidilerin soyu tükeniyor (Yazidis close to extinction) (په تورکي); published on 13 August 2005 and accessed on 11 October 2009
- ↑ Quoted according to an undated article in the journal Chronicle Archived 2009-07-26 at the Wayback Machine.; (په تورکي); accessed on 11 October 2009
- ↑ The World of the Alevis: Issues of Culture and Identity, Gloria L. Clarke
- ↑ Anayasa 2011 TBMM
- ↑ "Archived copy" (PDF). خوندي شوی له the original (PDF) on 2013-10-02. بياځلي په 2013-03-08.
{{cite web}}
: CS1 maint: archived copy as title (link) - ↑ The World of the Alevis: Issues of Culture and Identity, Gloria L. Clarke
- ↑ The World of the Alevis: Issues of Culture and Identity, Gloria L. Clarke
- ↑ "Les Janissaires (1979) de Vincent Mansour Monteil". خوندي شوی له the original on 3 March 2016. بياځلي په 4 May 2016.
- ↑ "Les minorités non musulmanes en Turquie : "certains rapports d'ONG parlent d'une logique d'attrition", observe Jean-Paul Burdy". بياځلي په 4 May 2016.
- ↑ "Archived copy" (PDF). خوندي شوی له the original (PDF) on 2013-10-02. بياځلي په 2013-03-08.
{{cite web}}
: CS1 maint: archived copy as title (link) - ↑ "Les minorités non musulmanes en Turquie : "certains rapports d'ONG parlent d'une logique d'attrition", observe Jean-Paul Burdy". بياځلي په 4 May 2016.
- ↑ Bacqué-Grammont, Jean-Louis (4 May 1979). "Notes et documents sur les Ottomans, les Safavides et la Géorgie, 1516-1521 [Études turco-safavides, VI] - Persée". Cahiers du Monde Russe. 20 (2): 239–272. doi:10.3406/cmr.1979.1359. بياځلي په 4 May 2016.
- ↑ Rapport Minority Rights Group Bir eşitlik arayışı: Türkiye’de azınlıklar Uluslararası Azınlık Hakları Grubu 2007 Dilek Kurban
- ↑ "Les minorités non musulmanes en Turquie : "certains rapports d'ONG parlent d'une logique d'attrition", observe Jean-Paul Burdy". بياځلي په 4 May 2016.
- ↑ "Archived copy" (PDF). خوندي شوی له the original (PDF) on 2013-10-02. بياځلي په 2013-03-08.
{{cite web}}
: CS1 maint: archived copy as title (link) - ↑ "Dünyada ve Türkiye'de NUSAYRİLİK - psakd.org". خوندي شوی له the original on 2011-12-17. بياځلي په 2013-09-28.
- ↑ "Les minorités non musulmanes en Turquie : "certains rapports d'ONG parlent d'une logique d'attrition", observe Jean-Paul Burdy". بياځلي په 4 May 2016.
- ↑ "Archived copy" (PDF). خوندي شوی له the original (PDF) on 2013-10-02. بياځلي په 2013-03-08.
{{cite web}}
: CS1 maint: archived copy as title (link) - ↑ "Le gouvernement turc va restituer des biens saisis à des minorités religieuses". La Croix. 29 August 2011. خوندي شوی له the original on 14 January 2021. بياځلي په 4 May 2016.

: CS1 maint: archived copy as title (link) - ↑ US State Dept 2022 report. United States Bureau of Democracy, Human Rights and Labor.
- ↑ See the Amnesty International report: Prosecution of Religious Activists, published in November 1987 (AI INDEX: EUR 44/74/87) reproduced in a private Wiki, accessed on 21 September 2009
- ↑ Turkey commemorates 15th anniversary of Sivas massacre, undated article in Hürriyet, accessed on 10 November 2009
- ↑ See the 2008 Human Rights Report of the Bureau of Democracy, Human Rights and Labor (US State Department) of 25 February 2009; accessed on 21 September 2009

- ↑ "TRT to air programs for Alevis during Muharram". Today's Zaman. 2008-12-30. بياځلي په 2008-12-30.[مړه لينکونه]
- ↑ Turkey 2009 Progress Report by the European Commission for Enlargement, dated 14 October; accessed on 10 November 2009