Jump to content

په ترانسپورت کې د انرژۍ مؤثريت (اغېزه ناکي)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

په ترانسپورت کې د انرژۍ مؤثريت د مسافرو، توکو يا هر ډول بار لپاره د تر سره شوي سفر ګټور واټن دی؛ چې د ترانسپورت د پورې وهنې (چلول/پر مخ بېول) په وسايلو کې په موجودې ټولې انرژۍ وېشل شوی وي. ورودي انرژي د پورې وهلو د انواعو له پلوه په ګڼو انواعو کې وړاندې کېدای شي، او عموماً دا ډول انرژي په مايعو سون توکو، برېښنايي انرژۍ يا خوراکي انرژۍ کې وړاندې کېدای شي. کله کله د انرژۍ مؤثريت د انرژۍ د شدت په توګه هم پېژندل کېږي. په ترانسپورت کې د انرژۍ د مؤثريت مقابل يا عکس په ترانسپورت کې د انرژۍ مصرف کېدل بلل کېږي. [۱][۲][۳]

په ترانسپورت کې د انرژۍ مؤثريت عموماً د سون توکو د مصرف په توګه تشريح کېږي، د سون توکو مصرف د سون توکو د اقتصاد ضد دی. په هر حال، د سون توکو مصرف د پورې وهلو د وسايلو سره تړلی دی، کوم چې مايع سون توکي کاروي، په داسې حال کې چې د انرژۍ مؤثريت په هر ډول پورې وهلو پلې کېدای شي. د پورته ګډوډۍ څخه د مخنيوي په موخه، او په دې موخه چې په هر ډول موټر کې د انرژۍ مؤثريت پرتله کړای شي، پوهان انرژي د نړيوال سيستم په واحد سره اندازه کوي، چې هغه «جولز» دی.[۴]

له همدې کبله د واحدونو په نړيوال سيستم کې، په ترانسپورت کې د انرژۍ مؤثريت د يو ميټر جول، يا m/J په ډول اندازه کېږي، په داسې حال کې چې په ترانسپورت کې د انرژۍ مصرف د جولز په يو ميټر يا J/m په توګه اندازه کېږي. د موټر د زيات اغېزناک کېدو په موخه، دا موټر چې په يو «جول» کې څومره ميټرونو ته پوښښ ورکوي (ډېر مؤثريت)، يا په يو ميټر کې چې د سفر لپاره دا موټر څومره کم جولز کارو (لږ مصرف) دی. په ترانسپورت کې د انرژۍ مؤثريت تر ډېره بريده ترانسپورتي وسلې ته په کتنې توپير لري. د ترانسپورت بېلا بيل ډولونه د يو بايسيکل لپاره په يو کيلو متر کې سل کيلو جولز (kJ/km) څخه نيولې بیا د هلیکوپتر الوتکې لپاره په يو کيلو متر کې تر لسګونه ميګا جولز (MJ/km) پورې رسېږي.

د استعمال شويو سون توکو او مصرف شويو سون توکو د اندازې له لارې، د انرژۍ مؤثريت همدا راز ډېر ځله په فعال نرخ (($/km) او چاپېريالي اخراج (لکه. CO2/km) پورې هم اړه لري.

د اندازه کولو واحدونه[سمول]

د واحدونو په نړيوال سيستم کې، په ترانسپورت کې د انرژۍ مؤثريت د يو جول ميټر، يا m/J په ډول اندازه کېږي. په هر حال، د واټن تر واحد او انرژۍ د واحد پورې اړه لري، بيا هم ګڼ بدلونونه پلې کیږي. د مايعو سون توکو لپاره، د انرژۍ د ورود مقدار د مايع حجم په اصطلاح سره اندازه کېږي، لکه ليترونه يا ګيلنونه. د هغه ډول پورې وهلو لپاره چې په برېښنا چلېږي، عموماً د kWh کارول کېږي، په داسې حال کې چې د هغه موټر يا وسيلې لپاره چې بايد انسان يې پورې وهي يا وچلوي، د انرژۍ ورود د کالوري په توګه اندازه کېږي. د بېلا بېل ډول انرژۍ او واحدونو تر منځ بدلېدل عام دي.

د مسافرو د ترانسپورت لپاره، د انرژۍ مؤثريت عموماً د مسافرو د وختونو د واټن په نظر کې نيولو سره د انرژۍ د يو واحد په حساب سره اندازه کېږي، چې هغه SI دی، د يو «جول» په حساب په يو جول سره د مسافرو ميټرونه (pax.m/J)؛ په داسې حال کې چې د بار وړونکي ترانسپورت لپاره د انرژۍ مؤثريت عموماً د لېږدول شوي بار کتلې ته په کتنې سره چې د انرژۍ د يو واحد په مسافه کې ضرب شوي وي، او دا په IS سره وي، د کيلوګرام ميټرز په يو جول کې (kg.m/J) په توګه اندازه کېږي. د موټر د ظرفيت په نظر کې نيولو سره، د «والیوميټرک» مؤثريت هم معلومېدای شي، لکه په يو ګيلن کې د مسافر ميل (PMPG)، په دې ډول دا اندازه تر لاسه کېدای شي چې د سون توکو په يو ميل کې يو ګيلن يا د مسافر په ظرفيت کې ضرب شي، او يا د منځنۍ کچې په ځای نيولو کې ضرب شي. د شخصي موټرو ظرفيت (يعنې چې څومره اشخاص پکې ځای نيسي) عموماً له ظرفيت څخه تر ډېره بريده کم وي، او په دې ډول د وړتيا او ځای نيولو پر اساس شمېرل کېدونکي ارزښتونه عموماً ډېر مختلف وي.   [۵][۶][۷][۸]

په IS واحد سره عامې بدلونې

جولز
د پيټرولو ليتر 0.3x108
امریکايي د پيټرولو ګيلن (ګيسولين)[۹] 1.3x108
ايمپيريل ګيلن پيټرول (ګيسولين) 1.6x108
ګيسولين[۱۰][۱۱] 4.2x103
کيلوواټ ساعت[۱۲] 3.6x106
BTU (برتانوي حرارتي واحد)[۱۳] 1.1x103

مايع سون توکي[سمول]

د انرژۍ مؤثريت د سون توکو په اقتصاد (يعنې په څومره سون توکو څومره واټن وهل کېدای شي) سره ښودل کېږي:[۱۴]

  • د سون توکو د حجم د يو واحد پر اساس د يو موټر واټن؛ بېلګه، km/L يا په يو ګیلن څو ميله (امريکايي يا امپيريال).
  • د يو موټر لپاره د سون توکو حجم یو واحد واټن؛ بېلګه، km/kg.[۱۵]
  • په يو موتر کې د يو واحد انرژۍ پر سر واټن؛ بېلګه، د يو ګيلن سره برابر ميلونه (mpg-e).

د انرژۍ مصرف (متبادل مؤثريت) د سون توکو مصرف ته په کتنې سره څرګندېږي:[۱۶][۱۷]

  • په يو موټر کې د واټن د يو واحد پر اساس د سون توکو مصرف شوی حجم (يا ټوله انرژي)؛ بېلګه l/100 km يا MJ/100 km.
  • د يو مسافر پر سر د واټن د يو واحد په وهلو سره د سون توکو مصرف شوی حجم (يا ټوله انرژي)؛ بېلګه، l/(100 مسافر. km).
  • د لېږدول شوي بار د کتلې د يو واحد پر اساس چې د واټن په يو واحد کې لېږدول شوي د سون توکو مصرف شوی حجم (يا ټوله انرژي)؛ بېلګه، I/ 100 kg·km يا MJ/t·km.

برېښنا[سمول]

د برېښنا مصرف:

  • ·برېښنايي انرژي چې د واټن د يو واحد پر سر د يو موټر پر اساس استعمال شوې وي؛ بېلګه، kWh/100 km.

له سون توکو څخه د برېښنا توليدول له هغې برېښنا څخه زياتې ابتدايي انرژۍ ته اړتيا لري، چې له دې لارې توليد کېږي.

خوراکي انرژي[سمول]

د انرژۍ مصرف:

  • د بدن د میتابوليزم په واسطه په يو کيلو متر کې سوځول شوي کالوري؛ بېلګه: Cal/km.
  • د بدن د ميتابوليزم په واسطه په يو ميل کې سوځول شوې کالوري؛ بېلګه، Cal/miles.[۱۸]

د ځمکني ترانسپورت وسايل[سمول]

قدم وهل (مزل کول)[سمول]

يو 68 کيلو ګرامه (150 lb) شخص چې په يو ساعت کې څلور کيلو متره مزل کوي (2.5 mph)، په يو ساعت کې  تقريباً 210 کيلو کالوري (880 kJ) خوراکي انرژۍ ته اړتيا، کوم چې له 4.55 km/MJ سره مساوي ده. د پيټرولو يو امریکايي ګيلن (3.8 L) کې د انرژۍ شا او خوا 114,000 برتانوي حرارتي واحدونه (120 MJ) موجود وي، نو په دې ډول دا د يو امريکايي ګيلن (0.65 L/100 km) له 360 ميله سره برابر دی.[۱۹][۲۰]

ويلومبايل[سمول]

ويلومبايل (بند اوږده بايسيکلونه) د کوچنۍ مخکينۍ برخې او ايروډايناميکي بڼې له امله د شخصي ترانسپورت د هر ډول نقليه وسيلې په پرتله د انرژۍ تر ټولو زيات مؤثريت لري. د پنځوس کيلو متره په چټکتيا سره (په يو ساعت کې 31 ميله)، د ويلوموبايل جوړونکی شرکت WAW ادعا لري چې په سل کيلو متره کې يوازې 0.5 kWh (1.8 MJ) انرژۍ ته اړتيا لري، تر څو مسافر ولېږدوي (= 18 J/m). دا شا اوخوا 1⁄5 (20%) دی، کوم چې د یو معياري عمودي بايسيکل لپاره د ايروډاينامک له پوښ پرته د يو رفتار چلېدو لپاره اړينه وي، او 1⁄50 (2٪) کوم چې يې په فوسيلي سون توکو چلېدونکی يا برېښنايي اوسط موټر مصرفوي (د ويلوموبايل مؤثريت د يو امریکايي ګيلن په سر د 4700 ميله، 2000 km/L يا 0.05 L/100 km سره برابر دی). د انسان له خوا کارول شوې خوارکي حقيقي انرژي 4-5 ځله زياته وي. له بده مرغه، په سايکلونو د هغې د انرژۍ د مؤثريت ګټه د کمېدونکي رفتار سره کمېږي، او تقريباً په يو ساعت کې د لس کيلو متره رفتار سره له منځه ځي، په کوم حالت کې چې د ويلوموبايل او «ټرايتلون» موټرسايکل لپاره د ځواک اړتيا تقريباً يو ډول وي.[۲۱][۲۲][۲۳]

سرچينې[سمول]

  1. "Efficiency". لاسرسي‌نېټه ۱۸ سپټمبر ۲۰۱۶. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  2. Assessment of Fuel Economy Technologies for Light-duty Vehicles. The National Academies Press. 2011. doi:10.17226/12924. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-309-15607-3. لاسرسي‌نېټه ۱۸ سپټمبر ۲۰۱۶. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  3. "Glossary of energy-related terms". U.S. Department of Energy. لاسرسي‌نېټه ۲۰ سپټمبر ۲۰۱۶. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  4. Assessment of Fuel Economy Technologies for Light-duty Vehicles. The National Academies Press. 2011. doi:10.17226/12924. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-309-15607-3. لاسرسي‌نېټه ۱۸ سپټمبر ۲۰۱۶. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  5. "US Railroad Passenger Miles Per Gallon". د اصلي آرشيف څخه پر ۱۵ مارچ ۲۰۰۷ باندې. لاسرسي‌نېټه ۰۲ مې ۲۰۰۷. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  6. "Example calculations (Colorado State Exam)". د اصلي آرشيف څخه پر ۱۰ سپټمبر ۲۰۰۶ باندې. لاسرسي‌نېټه ۰۲ مې ۲۰۰۷. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  7. "Vehicle Occupancy per Vehicle Mile by Daily Trip Purpose". د اصلي آرشيف څخه پر ۰۴ جون ۲۰۰۷ باندې. لاسرسي‌نېټه ۰۲ مې ۲۰۰۷. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  8. "Vehicle Occupancy Per Vehicle Mile by Time of Day and Weekend Status". د اصلي آرشيف څخه پر ۰۴ جون ۲۰۰۷ باندې. لاسرسي‌نېټه ۰۲ مې ۲۰۰۷. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  9. "Energy Content of Fuels (in joules)" (PDF). منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  10. "Calories – Joules units conversion". unitsconversion.com.ar. لاسرسي‌نېټه ۲۴ جون ۲۰۱۷. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  11. "Energy Units". aps.org. لاسرسي‌نېټه ۲۴ جون ۲۰۱۷. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  12. "Energy Content of Fuels (in joules)" (PDF). منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  13. "Energy Content of Fuels (in joules)" (PDF). منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  14. Assessment of Fuel Economy Technologies for Light-duty Vehicles. The National Academies Press. 2011. doi:10.17226/12924. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-309-15607-3. لاسرسي‌نېټه ۱۸ سپټمبر ۲۰۱۶. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  15. Aeroplane Efficiency, Fédération Aéronautique Internationale, "FAI – The World Air Sports Federation"
  16. "Glossary of energy-related terms". U.S. Department of Energy. لاسرسي‌نېټه ۲۰ سپټمبر ۲۰۱۶. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  17. Assessment of Fuel Economy Technologies for Light-duty Vehicles. The National Academies Press. 2011. doi:10.17226/12924. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-309-15607-3. لاسرسي‌نېټه ۱۸ سپټمبر ۲۰۱۶. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  18. (په 5 August 2016 باندې). Calories Burned Calculator. Runner's World.
  19. Mackenzie, Brian. "Energy expenditure for walking and running". د اصلي آرشيف څخه پر ۲۳ فبروري ۲۰۰۷ باندې. لاسرسي‌نېټه ۰۴ مارچ ۲۰۰۷. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  20. EPA (2007). "Appendix B, Transportation Energy Data Book". لاسرسي‌نېټه ۱۶ نومبر ۲۰۱۰. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  21. "Waw:: a practical sports car :: – mobilitylab.be". د اصلي آرشيف څخه پر ۰۸ اپرېل ۲۰۲۲ باندې. لاسرسي‌نېټه ۲۷ جون ۲۰۲۴. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  22. (په 6 January 2017 باندې). How to Convert Watts to Calories Burned While Cycling – Gear & Grit.. Gear & Grit.
  23. "Power vs speed calculator". منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)