په بهر کې خواره واره افغانان
افغان ډیاسپورا ؛ هغو افغان وګړو ته ویل کېږي چې له افغانستان څخه بهر ژوند او کار کوي. په دغو کې هغه افغان وګړي شاملېږي چې نورو هېوادونو ته کډوال شوي. د دغو ډیاسپورا ډېره کچه په ۱۹۷۹ ز کال کې د افغان ـ شوروي جګړې له پیل وروسته، د افغان کډوالو د شمېر په زیاتوالي رامنځته شوه، چې ګڼ شمېر یې د لنډ مهال لپاره په پاکستان او ایران کې مېشت شول. [۱][۲][۳]
افغانستان ته د نږدې سیمو څخه هاخوا، د افغان وګړو لویې او پخوانۍ ټولنې په جرمني کې شتون لري، نورې لویې ټولنې یې په متحده ایالاتو، عربي متحده اماراتو، روسیې، ترکیې، کاناډا، بریتانیا، سویډن، هالنډ، اسټرالیا او اطریش کې هم شته. یو شمېر یې ان د هغو هېوادونو وګړي ګرځېدلي، چېرې چې دوی مېشت دي، په ځانګړې توګه په متحده ایالاتو، کاناډا، جرمني، اسټرالیا او نیوزلنډ کې. په متحده ایالاتو کې هغه افغانان چې لا د متحده ایالاتو وګړي شوي نه دي (تابعیت نه لري)، د متحده ایالاتو د وګړو سره یوشان قانوني خونديتوب لري. [۴][۵][۶][۷][۸][۹]
تاریخچه
[سمول]په ۱۹۷۹ ز کال کې په افغانستان باندې د شوروي اتحاد له برید وروسته، افغان ملکي وګړو ګاونډیو هېوادونو پاکستان او ایران ته مخه کړه، چېرې چې د هغو هېوادونو د دولتونو له خوا یې هرکلی وشو. له دغه ځایه ډېر یې شمالي امریکا، اروپا او اقیانوسیې ته ولاړل. ډېر لږ شمېر یې شمال لوري ته ولاړل او د شوروي اتحاد په یو شمېر ښارونو کې یې ژوند پیل کړ. یو شمېر هند، سعودي عربستان او د آسیا لویې وچې نورو برخو ته ولاړل.[۱۰]
د ۱۹۸۹ ز کال د فبروري په میاشت کې د شوروي اتحاد د ځواکونو له وتلو وروسته ګڼ شمېر افغانانو بېرته خپل وطن ته په راګرځېدو پیل وکړ، خو وروسته له هغه چې مجاهدینو په ۱۹۹۲ ز کال کې واک خپل کړ، دوی بېرته ګاونډیو هېوادونو ته کډه شول. [۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴]
په ټوله نړۍ کې تیت او پرک افغان
[سمول]په ټوله نړۍ کې ګڼ شمېر داسې ځایونه شته چې په کې د ګڼ شمېر افغانانو د مېشت والي له امله د «کوچني کابل» په نوم یادېږي؛ په دغو ځایونو کې د متحده ایالاتو د کلیفورنیا ایالات په فرمونټ کې سنټرویل سیمه، د جرمني په هامبورګ کې سټینډام، د هند په ډهلي کې لاچپت نګر او د روسیې په مسکو کې سواستپوپل هوټل سیمه شاملېږي.[۳۵][۳۶][۳۷][۳۸]
لوېدیځه آسیا
[سمول]د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ تر ملاتړ لاندې نږدې۰۰۰ ۷۸۰ ثبت شوي افغان وګړي، د لنډ مهال لپاره په ایران کې مېشت دي. دغه کمیشنري په ۲۰۲۰ ز کال کې څرګنده کړه چې، نږدې څه باندې دوه میلیونه بې سندونو افغان وګړي، د دغه هېواد په ګڼ شمېر برخو کې ژوند کوي.[۳۹][۴۰][۴۱][۴۲][۴۳][۴۴][۴۵]
په پام وړ کچه افغان وګړي په ترکیه او عربي متحده اماراتو کې ژوند کوي. د راپورونو له مخې: نږدې ۳۰۰۰۰۰ افغان وګړي، په متحده عربي اماراتو کې ژوند کوي، چې ډېری یې په ساختماني او کرنیزو برخو کې کار کوي او یو شمېر نور یې هم په دوبۍ او ابوظبۍ کې په سوداګرۍ بوخت دي. یو شمېر له دغو هم ایرانیان او پاکستانیان دي، چې په جعلي ډول له افغان پاسپورت ګټنه کوي. نږدې ۱۰۰۰۰ افغان وګړي په اسرائیلو کې ژوند کوي او دوی د اسرائیلو تابعیت لري. له ۳۵۰۰ څخه تر ۴۰۰۰ افغان وګړي په قطر کې مېشت دي.[۴۶][۴۷][۴۸][۴۹][۵۰][۵۱][۵۲][۵۳][۵۴]
سویلي آسیا
[سمول]څه باندې ۱.۴ میلیونه افغان ثبت شوي وګړي، په لنډ مهالي ډول په پاکستان کې ژوند کوي. له دغو څخه ۵۸.۱٪ یې په خیبر پښتونخوا، ۲۲.۸٪ په بلوچستان، ۱۱.۷٪ په پنجاب، ۴.۶٪ په سند، ۲.۴٪ په پلازمېنه اسلام آباد او ۰.۳٪ هم په آزاد کشمیر کې مېشت دي.[۵۵][۵۶][۵۷][۵۸][۵۹][۶۰][۶۱][۶۲][۶۳][۶۴][۶۵]
نږدې ۱۵،۸۰۶ تنه افغان وګړي، په هند تر ډېره د دغه هېواد په پلازمېنه ډیلي کې میشت دي. په دې سربېره، په دغه هېواد کې ۳.۲ میلیونه په خټه پښتانه وګړي ژوند کوي چې رېښه یې افغانستان او معاصر پاکستان ته اړوندېږي. دغه وګړي تر ډېره د اتراپردیش په روهیلکنډ او ممبۍ او کلکتې ښارونو کې مېشت دي. دوی نه هم د افغانستان او نه هم د پاکستان وګړي دي. په دغه هېواد کې یو شمېر مخکښې څېرې، لکه: عامر خان، سلمان خان، سیف علي خان، فیروز خان، قادر خان، مدهوبالا، ذاکر حسین او محمد یونس، دغې هندي ډلې ته اړونديږي.[۶۶][۶۷][۶۸][۶۹][۷۰]
مرکزي آسیا
[سمول]په ۱۹۹۹ ز کال کې نږدې ۱۰۰۰۰ افغان وګړي، په اوزبیکستان کې مېشت وو. ګڼ شمېر یې بېرته افغانستان او یا هم نورو هېوادونو ته ولاړل. په ۲۰۰۵ ز کال کې یې ټولیز شمېر ۲۵۰۰ تنه وو. په ۲۰۱۷ ز کال کې په تاشکند کې د افغان وګړو شمېر ۱۰۰۰ کسه وو. په ۲۰۲۱ ز کال کې په تاجیکستان کې د افغان وګړو شمېر، نږدې ۶۷۷۵ تنه ښوول شوی. په سلګونو نورهم په نورو برخو کې اوسېږي. باور دا دی چې له ۲۵۰۰ څخه تر ۳۰۰۰ افغان وګړي په قزاقستان کې مېشت دي.[۷۱][۷۲][۷۳][۷۴]
ختیځه او سوېل ختیځه آسیا
[سمول]د ۲۰۲۰ ز کال تر ډسمبر میاشتې پورې، د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د کمیشنرۍ تر ملاتړ لاندې ۷۶۲۹ تنه ثبت شوي افغان کډوال په اندونیزیا کې مېشت دي. د جاپاني دولت د راپور له مخې، ۳۵۰۹ کسه اصلي افغان وګړي، په دغه هېواد کې ژوند کوي. په مالیزیا کې نږدې ۱۱۰۰ افغان وګړي مېشت دي. د چین په نړیوال سوداګریز ښار ییوو کې هم نامعلوم شمېر افغان سوداګر اوسېږي. په کم شمېر افغان وګړي، په تایلنډ، سویلي کوریا، هانګ کانګ او فلیپین کې ژوند کوي. [۷۵][۷۶][۷۷][۷۸][۷۹][۸۰][۸۱]
اروپا
[سمول]د افغانستان اصلي وګړي، په ټوله اروپا کې شته. په دغه لویه وچه کې د افغانانو تر ټولو لویې ټولنې په جرمني کې دي. د ۲۰۲۰ ز کال په وروستیو کې د شمېرو له مخې، په ټولیز ډول ۲۷۱۸۰۵ تنه افغان وګړي، چې کډوال او پناه غوښتونکي دي په جرمني کې ژوند کوي. په هامبورګ کې افغانان له هالنډیانو او ترکانو وروسته، د بهرنیو وګړو درېیمه لویه ډله جوړوي، چې په دغه ښار کې ژوند او کار کوي.[۸۲][۸۳][۸۴]
څه باندې ۱۵۰۰۰۰ افغان کډوال، په روسیه کې مېشت دي، چې د دغو دریمه برخه یې په مسکو کې ژوند او کار کوي.[۸۵][۸۶]
د اروپا په نورو هېوادونو، لکه: بریتانیا، سویډن، اطریش، هالنډ، ډنمارک، ناروې، بلجیم، سویس، فرانسې، یونان، ایټالیا، فنلنډ، آیرلنډ او نورو کې په بېلابېلو کچو افغان ټولنې شتون لري. یو شمېر یې د دغو هېوادونو وګړي شوي او یو شمېر نورو یې هم په هغو هېوادونو کې پناه غوښتې ده. هغه کسان چې له دغه ډول ملاتړ بې برخې کېږي، هغوی بېرته افغانستان ته لېږل کېږي. په ۲۰۰۱ ز کال کې راپور ورکړل شوی دی چې، نږدې ۲۰۰۰۰ افغان وګړي په اوکراین کې ژوند کوي. له دغو څخه ۱۵۰۰۰ یې کیف او پاتې نور دنیپر کې مېشت دي.[۸۷][۸۸][۸۹][۹۰][۹۱][۹۲][۹۳][۹۴][۹۵]
د امریکا لویه وچه
[سمول]په امریکا لویه وچه کې متحده ایالات له اوږد مهال څخه د تر ټولو زیاتې کچې افغان وګړو کوربه دی، چې په ۲۰۲۲ ز کال کې په دغه هېواد کې د مېشتو افغان وګړو شمېر نږدې ۲۵۰۰۰۰ تنو ته رسېږي. دوی د متحده ایالاتو په ټولو ایالتونو، لکه: کالیفورنیا، نیویارک، اریزونا، تکزاس، جورجیا، مشیګان، ایداهو، میسوري، ایلینوی، پنسلوانیا، فلوریډا، شمالي کارولینا، ماساچوستس، واشنګټن، مریلنډ، کانتیکات، کولراډو، اوهایو، یوتا، نیومکسیکو، اوریګان او تنیسیس کې مېشت او کار کوي.[۹۶][۹۷][۹۸][۹۹][۱۰۰][۱۰۱][۱۰۲][۱۰۳][۱۰۴][۱۰۵][۱۰۶]
په شمالي امریکا کې افغان کاناډایان، له افغان امریکایانو وروسته دویمه لویه افغان ټولنه جوړوي. څه باندې ۸۳۹۹۵ افغان وګړي، په کاناډا کې مېشت دي او د دغه هېواد وګړي شوي. د دغو افغانانو ډېری په ټورنټو ښار او د هغه په شاوخوا کې میشت دي. پاتې نور هم په ونکوور، اوتاوا، مونټریال، وینیپګ، ادمنټون، کلګری او نورو کې ژوند کوي.[۱۰۷][۱۰۸]
په اکوادور، برازیل، کیوبا، چلي، ارجنټاین، ونزویلا، کلمبیا، دومنیکن جمهوریت، یوروګوای، پاناما، کوستاریکا، مکسیکو، کیمن ټاپوګانو او ترینداد او توباګو هېوادونو کې په لږ کچه افغان وګړو د ژوند او کار کولو راپورونه ورکړل شوي دي.[۱۰۹]
اقیانوسیه
[سمول]افغانانو د ۱۹ مې پېړۍ له نیمايي څخه اسټرالیا ته کډه کړې. په سويل کې له ادلاید څخه د شمال تر داروین پورې د غان په نامه مسافر وړوونکی رېل پټلۍ هم د افغانانو په نوم نومول شوې. په اسټرالیا کې ۴۷۴۸۴ افغان اسټرالیایان ژوند کوي چې تر ډېره په ملبرون، سیډني، ادلاید، پرث او برزبن کې ژوند کوي. نږدې ۳۴۱۴ افغانان هم په نیوزلنډ کې ژوند کوي. ه د پاپونیوګینه، نائورو او فیجي په ټاپوګانو کې هم په لږ کچه، د افغانانو د ژوند او کار کولو راپور ورکړل شوی.[۱۱۰][۱۱۱][۱۱۲][۱۱۳]
افریقا
[سمول]په مصر، کینیا، ماداګاسکار، سویلي افریقا، موراکو، الجزایر، چاد، ایتوپیا او نایجریا کې په لږ شمېر اصلي افغانانو د ژوند کولو او کار کولو راپور ورکړل شوی دی.
د ۲۰۲۱ ز کال له اګست میاشتې وروسته، یوګاناډا ۲۰۰۰ او روانډا هم ۲۵۰ افغان کډوال منلي.[۱۱۴]
سرچینې
[سمول]- ↑ See generally
- کينډۍ:Uscsub
- کينډۍ:Uscsub
- کينډۍ:Uscsub
- "Matter of Izatula, 20 I&N Dec. 149" (PDF). Board of Immigration Appeals. U.S. Dept. of Justice. February 6, 1990. p. 154.
- "Matter of B, 21 I&N Dec. 66" (PDF). Board of Immigration Appeals. U.S. Dept. of Justice. May 19, 1995. p. 72.
- ↑ See generally

- ↑ * "Gomez-Diaz v. Ashcroft, 324 F.3d 913". U.S. Court of Appeals for the Seventh Circuit. Harvard Law School. April 7, 2003. p. 915. بياځلي په 2021-08-02.
The Child Citizenship Act of 2000, Pub.L. No. 106-395, 114 Stat. 1631, revised the manner in which children of non-citizens born outside the United States are eligible to become U.S. citizens.
{{cite web}}
: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link)- "Belleri v. United States, 712 F.3d 543". U.S. Court of Appeals for the 11th Circuit. Harvard Law School. March 14, 2013. p. 545. بياځلي په 2021-08-02.
A child acquires derivative citizenship by operation of law, not by adjudication.
{{cite web}}
: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link) - "In re Fuentes-Martinez, 21 I&N Dec. 893" (PDF). Board of Immigration Appeals. U.S. Dept. of Justice. April 25, 1997. p. 896 n.4. بياځلي په 2021-08-02.
A person who claims to have derived United States citizenship by naturalization of a parent may apply to the Attorney General for a certificate, but a certificate is not required.
- "Robertson-Dewar v. Mukasey, 599 F. Supp. 2d 772". U.S. District Court for the Western District of Texas. Harvard Law School. February 25, 2009. p. 779 n.3. خوندي شوی له the original on 2023-05-28. بياځلي په 2021-08-02.
The Immigration and Nationality Act defines naturalization as 'conferring of nationality of a state upon a person after birth, by any means whatsoever.'
- "Petition for Naturalization of Tubig ex rel. Tubig, 559 F. Supp. 2". U.S. District Court for the Northern District of California. Harvard Law School. October 7, 1981. p. 3. بياځلي په 2021-08-02.
A person naturalized under § 1433(a) need not meet many of the requirements for naturalization—such as language, residence, and physical presence requirements—imposed upon those who seek naturalization under other provisions.... Thus, qualifying for naturalization under § 1433(a) can be of substantial importance to applicants for naturalization.
{{cite web}}
: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link)
- "Belleri v. United States, 712 F.3d 543". U.S. Court of Appeals for the 11th Circuit. Harvard Law School. March 14, 2013. p. 545. بياځلي په 2021-08-02.
- ↑ "Khan v. Barber, 253 F.2d 547". U.S. Court of Appeals for the Ninth Circuit. Harvard Law School. March 11, 1958. p. 548. بياځلي په 2021-08-01.
{{cite web}}
: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link) - ↑ "In the Matter of K, 2 I&N Dec. 253". Board of Immigration Appeals. Casetext.com. May 26, 1945. بياځلي په 2021-08-01.
- ↑ * "Gomez-Diaz v. Ashcroft, 324 F.3d 913". U.S. Court of Appeals for the Seventh Circuit. Harvard Law School. April 7, 2003. p. 915. بياځلي په 2021-08-02.
The Child Citizenship Act of 2000, Pub.L. No. 106-395, 114 Stat. 1631, revised the manner in which children of non-citizens born outside the United States are eligible to become U.S. citizens.
{{cite web}}
: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link)- "Belleri v. United States, 712 F.3d 543". U.S. Court of Appeals for the 11th Circuit. Harvard Law School. March 14, 2013. p. 545. بياځلي په 2021-08-02.
A child acquires derivative citizenship by operation of law, not by adjudication.
{{cite web}}
: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link) - "In re Fuentes-Martinez, 21 I&N Dec. 893" (PDF). Board of Immigration Appeals. U.S. Dept. of Justice. April 25, 1997. p. 896 n.4. بياځلي په 2021-08-02.
A person who claims to have derived United States citizenship by naturalization of a parent may apply to the Attorney General for a certificate, but a certificate is not required.
- "Robertson-Dewar v. Mukasey, 599 F. Supp. 2d 772". U.S. District Court for the Western District of Texas. Harvard Law School. February 25, 2009. p. 779 n.3. خوندي شوی له the original on 2023-05-28. بياځلي په 2021-08-02.
The Immigration and Nationality Act defines naturalization as 'conferring of nationality of a state upon a person after birth, by any means whatsoever.'
- "Petition for Naturalization of Tubig ex rel. Tubig, 559 F. Supp. 2". U.S. District Court for the Northern District of California. Harvard Law School. October 7, 1981. p. 3. بياځلي په 2021-08-02.
A person naturalized under § 1433(a) need not meet many of the requirements for naturalization—such as language, residence, and physical presence requirements—imposed upon those who seek naturalization under other provisions.... Thus, qualifying for naturalization under § 1433(a) can be of substantial importance to applicants for naturalization.
{{cite web}}
: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link)
- "Belleri v. United States, 712 F.3d 543". U.S. Court of Appeals for the 11th Circuit. Harvard Law School. March 14, 2013. p. 545. بياځلي په 2021-08-02.
- ↑ See, e.g.,
- "Reno v. Flores, 507 U.S. 292". Supreme Court of the United States. Harvard Law School. March 23, 1993. p. 306. بياځلي په 2021-08-02.
It is well established that the Fifth Amendment entitles aliens to due process of law in deportation proceedings.
{{cite web}}
: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link) - "Calderon-Rosas v. Attorney General, 957 F.3d 378". U.S. Court of Appeals for the Third Circuit. Casetext.com. April 20, 2020. p. 385. بياځلي په 2021-08-02.
- "Reno v. Flores, 507 U.S. 292". Supreme Court of the United States. Harvard Law School. March 23, 1993. p. 306. بياځلي په 2021-08-02.
- ↑ "The Durand line: History, Consequences, and Future" (PDF). خوندي شوی له the original (PDF) on 9 June 2021. بياځلي په 4 June 2014.
- ↑ "Afghan-Pakistani Forces Exchange Fire Along Shared Border". NPR. May 7, 2013. بياځلي په 2021-08-01.
- ↑ Bose, Nayana (March 10, 2006). "Afghan refugees in India become Indian, at last". UNHCR. بياځلي په 2013-11-07.
- ↑ "Refugees From Afghanistan: The world's largest single refugee group" (PDF). www.refworld.org. November 16, 1999. خوندي شوی (PDF) له اصلي څخه په 2020-11-11. بياځلي په December 11, 2021.
- ↑ "Over 1.1m Afghans repatriated from Iran, Pakistan last year". Pajhwok Afghan News. January 3, 2022. بياځلي په 2022-01-07.
- ↑ "IOM Afghanistan Highlights" (PDF). International Organization for Migration. January 5, 2022. بياځلي په 2022-01-07.
- ↑ "UNHCR in Pakistan". بياځلي په 2021-07-30.
Since 2002, in what has become the world's largest assisted return programme, UNHCR has been facilitating voluntary repatriation of millions of Afghan refugees from Pakistan. Ten years after programme began, UNHCR has directly helped around 4.4 million Afghans to return home.
- ↑ "Registered Afghan Refugees in Pakistan". UNHCR. December 31, 2020. بياځلي په 2021-07-30.
- ↑ Onward Movements of Afghan Refugees (PDF), UNHCR, March–April 2021, بياځلي په 2021-08-10
- ↑ "UN praises Pakistan for carrying out registration of 1.4m Afghan refugees". Dawn News. January 5, 2022. بياځلي په 2022-01-06.

- ↑ Strochlic, Nina (December 15, 2021). "Afghan refugees are finding a warm welcome in small-town America". National Geographic. بياځلي په January 7, 2022.
- ↑ "US Expands Eligibility for Afghan Refugee Resettlement". Voice of America. August 2, 2021. بياځلي په 2021-08-03.
- ↑ "US Announces New Refugee Program for Afghans". TOLOnews. August 2, 2021. بياځلي په 2021-08-02.
- ↑ "Joe Biden approves $300 million for Afghan refugees". Khaama Press. July 24, 2021. بياځلي په 2021-07-29.
- ↑ "First Resettled Afghan Refugees and Families Arrive in Canada". U.S. News & World Report. August 5, 2021. بياځلي په 2021-08-05.
- ↑ "Italy warns of Afghan immigrant wave after troop pull-out". Geo News. June 23, 2021. بياځلي په 2021-08-06.
Italy has agreed to take in 270 people who worked with its soldiers and may accept another 400, the defence ministry said last week.
- ↑ Stainburn, Samantha (May 22, 2013). "UK, Denmark to give Afghan interpreters visas". GlobalPost. بياځلي په November 5, 2013.
- ↑ "Let more Afghan interpreters resettle in UK, say ex-military chiefs". BBC. July 29, 2021. بياځلي په 2021-07-29.
- ↑ "Afghans who worked for France get a chance at asylum – and spark an exodus". France 24. June 30, 2021. بياځلي په 2021-07-31.
- ↑ "How the US and the UK accept far fewer Afghan refugees than other countries". New Statesman. August 19, 2021. بياځلي په 2021-08-19.
- ↑ Goldstein, Joseph (February 23, 2015). "Refugees Are Pushed to Exits in Pakistan". The New York Times. بياځلي په February 24, 2015.
- ↑ "Feature: Afghan refugees regard Pakistan as home". www.xinhuanet.com. Xinhua. June 21, 2019. بياځلي په 2019-09-14.
{{cite web}}
: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link) - ↑ Goldstein, Joseph (September 13, 2015). "For $14.50, Afghan Refugees Make a Desperate Bet on a Way Out". The New York Times. بياځلي په September 15, 2015.
- ↑ "Afghan refugees are reaching Turkey in greater numbers". The Economist. July 31, 2021. بياځلي په 2021-08-03.
- ↑ "Turkey accelerates security wall construction along Iranian border amid migrants' flow". Arab News. July 29, 2021. بياځلي په 2021-08-03.
- ↑ Curiel, Jonathan (4 June 2011). "Little Kabul". The New York Times.
- ↑ "How does Europe's largest Afghan diaspora view the crisis back home?". 20 September 2021. بياځلي په 24 February 2022.
{{cite web}}
: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link) - ↑ "Delhi's Little Kabul: A culinary reminder of home for Afghans in the capital | Delhi News - Times of India". The Times of India.
- ↑ "Moscow's 'Little Kabul'".
- ↑ "Afghanistan: How many refugees are there and where will they go?". BBC News. 31 August 2021. بياځلي په 2022-01-06.
- ↑ "How the US and the UK accept far fewer Afghan refugees than other countries". New Statesman. August 19, 2021. بياځلي په 2021-08-19.
- ↑ Onward Movements of Afghan Refugees (PDF), UNHCR, March–April 2021, بياځلي په 2021-08-10
- ↑ "Refugees in Iran". UNHCR. October 2020. بياځلي په 2021-07-28.
- ↑ "Refugees and internally displaced persons". The World Factbook. بياځلي په 2021-07-29.
refugees (country of origin): 2.6 million undocumented Afghans, 780,000 Afghan refugee card holders

- ↑ "The Afghan refugee crisis brewing on Turkey's eastern border". The New Humanitarian. August 3, 2021. بياځلي په 2021-08-13.
- ↑ "Afghans fleeing the Taliban sparks renewed anti-migrant sentiment in Turkey". The National (Abu Dhabi). July 28, 2021. بياځلي په 2021-07-29.
- ↑ Destination Unknown: Afghans on the move in Turkey, ReliefWeb, June 23, 2020
- ↑ Shahbandari, Shafaat (November 30, 2012). "Afghans take hope from UAE's achievements". Gulf News. بياځلي په November 5, 2013.
- ↑ "UAE is our haven: The Afghan community". Khaleej Times. December 16, 2016. بياځلي په 2021-07-29.
- ↑ "Fraud in Passport Office Revealed After Iranian National Got Afghan Passport". TOLOnews. August 22, 2015. بياځلي په 2021-07-28.
It is now said many Iranians and Pakistanis seek out Afghan passports in order to get easier access to the UAE.
- ↑ Arbabzadah, Nushin (28 February 2012). "The story of the Afghan Jews is one of remarkable tolerance". The Guardian. بياځلي په 2017-04-12.
- ↑ Snoj, Jure (18 December 2013). "Population of Qatar by nationality". bq magazine. خوندي شوی له the original on 12 February 2017.
- ↑ "UN praises Pakistan for carrying out registration of 1.4m Afghan refugees". Dawn News. January 5, 2022. بياځلي په 2022-01-06.
- ↑ Onward Movements of Afghan Refugees (PDF), UNHCR, March–April 2021, بياځلي په 2021-08-10
- ↑ "Registered Afghan Refugees in Pakistan". UNHCR. December 31, 2020. بياځلي په 2021-07-30.
- ↑ "75,000 Afghan refugee families impacted by COVID-19 received emergency cash". ReliefWeb. 29 Jan 2021. بياځلي په 2021-07-30.
- ↑ "Asylum system in Pakistan". UNHCR. بياځلي په 2021-07-30.
- ↑ "200,000 CNICs fraudulently obtained by Afghans cancelled". Pakistan: Dawn News. January 3, 2021. بياځلي په 2021-07-28.
- ↑ "Pakistan scraps 200,000 ID cards issued to Afghans". Pajhwok Afghan News. January 3, 2021. بياځلي په 2021-07-28.
- ↑ "Pakistan cancels 200,000 fake citizen ID cards held by Afghan refugees". The Hindu. January 3, 2021. بياځلي په 2021-07-28.
- ↑ "Nadra cancels ex-senator Hamdullah's citizenship". Pakistan: Dawn News. October 27, 2019. بياځلي په 2021-07-28.
- ↑ "Families of Afghan Taliban Live in Pakistan, Interior Minister Says". Voice of America. June 27, 2021. بياځلي په 2021-07-28.
Pakistan's interior minister said Sunday that the families of Afghanistan's Taliban reside in his country, including in areas around the capital, Islamabad, and the insurgent group's members receive some medical treatment in local hospitals.
- ↑ "Transnational Issues: Refugees and internally displaced persons". The World Factbook. August 16, 2021. بياځلي په 2021-08-20.
refugees (country of origin): 2.58-2.68 million (1.4 million registered, 1.18-1.28 million undocumented) (Afghanistan) (2017)
- ↑ Onward Movements of Afghan Refugees (PDF), UNHCR, March–April 2021, بياځلي په 2021-08-10
- ↑ "Afghan refugees in search of Indian identity". UNHCR. May 19, 2005. بياځلي په 2019-05-01.
- ↑ "Tough times follow Afghan refugees fleeing Taliban to Delhi". The Indian Express. Associated Press. July 24, 2013. بياځلي په 2013-11-07.
- ↑ Ali, Arshad (15 February 2018). "Khan Abdul Gaffar Khan's great granddaughter seeks citizenship for 'Phastoons' in India". Daily News and Analysis. بياځلي په 21 February 2019.
Interacting with mediapersons on Wednesday, Yasmin, the president of All India Pakhtoon Jirga-e-Hind, said that there were 32 lakh Phastoons in the country who were living and working in India but were yet to get citizenship.
- "Frontier Gandhi's granddaughter urges Centre to grant citizenship to Pathans". The News International. February 16, 2018. بياځلي په 28 May 2020.
- ↑ Uzbekistan Gives Afghans No Reason to Stay, IWRP, November 20, 2005
- ↑ Afghanistan's Ghani Visits Uzbekistan on Mission to Plug Into Central Asia, Eurasianet, December 5, 2017
- ↑ "Afghanistan Situation". UNHCR. August 31, 2021. بياځلي په 2022-01-10.
- ↑ Refugees from Central Asia and in Central Asia, Voices on Central Asia, May 27, 2020
- ↑ Onward Movements of Afghan Refugees (PDF), UNHCR, March–April 2021, بياځلي په 2021-08-10
- ↑ "Indonesia fact sheet" (PDF), UNHCR, December 2020, بياځلي په 2021-07-30
- ↑ "The 'forgotten' Afghan refugees taking their own lives". BBC News. April 29, 2021. بياځلي په 2021-07-30.
- ↑ "A Taliban escapee, an English baby - and the dramatic story that followed". BBC News. November 13, 2019. بياځلي په 2021-07-30.
- ↑ "Statistics on foreign residents in Japan (formerly registered alien statistics) - statistics table", Immigration Services of Japan (in Japanese)
{{citation}}
: CS1 maint: unrecognized language (link) - ↑ "Afghan refugees in Malaysia find hope in Theatre of the Oppressed". Turkey: TRT World. September 4, 2017. بياځلي په 2021-07-29.
- ↑ Marsden, Magnus (2020). "Commodities, merchants, and refugees: Inter‐Asian circulations and Afghan mobility". Global Networks. 20 (4): 746–765. doi:10.1111/glob.12272. S2CID 211461831.
- ↑ "Afghan Nationals Remain the Second Top Nation With Most EU+ Asylum Applications, EASO Reports". June 25, 2021. بياځلي په 2021-07-29.
- ↑ Aurin Fouraschen (August 2011), Afghan Dutch or Dutch Afghan?, University of Tilburg
- ↑ "Foreign population by place of birth and selected citizenships". Statistisches Bundesamt. March 29, 2021. بياځلي په 2021-03-29.
- ↑ Moscow's 'Little Kabul', RFE/RL, December 25, 2017
- ↑ Thousands of Afghan Refugees Still In Russia, Voice of America, October 29, 2009, بياځلي په 2021-08-20
- ↑ A Guide to Afghan Diaspora Engagement in Europe (PDF), VIDC Global Dialogue, March 2020
- ↑ "Afghans who worked for France get a chance at asylum – and spark an exodus". France 24. June 30, 2021. بياځلي په 2021-07-31.
- ↑ "Afghans in Antwerp: 'The journey begins once we reach our destination'". Mondiaal Nieuws. March 2, 2021. بياځلي په 2021-08-05.[مړه لينکونه]
- ↑ "Italy warns of Afghan immigrant wave after troop pull-out". Geo News. June 23, 2021. بياځلي په 2021-08-06.
Italy has agreed to take in 270 people who worked with its soldiers and may accept another 400, the defence ministry said last week.
- ↑ "The Afghan writer who made Dublin home". UNHCR. September 22, 2016. بياځلي په 2021-07-31.
Nasruddin Saljuqi had to flee from Afghanistan when war broke out. Now he lives in Ireland and is a writer and an advocate for integration of asylum seekers and refugees.
- ↑ "Switzerland: 23% Decrease in Number of Asylum Applications in 2020 Due to COVID-19". schengenvisainfo.com. February 3, 2021. بياځلي په 2021-07-31.
Eritrean citizens (1,917), accounted for the majority number of citizenships who sought international protection in Switzerland during last year, followed by citizens of Afghanistan, Algeria as well as Syria.
- ↑ "Switzerland to return rejected asylum-seekers to Afghanistan". Swissinfo. June 21, 2021. بياځلي په 2021-08-06.
- ↑ "Афганська громада України". October 8, 2001. بياځلي په 2021-07-29.
- ↑ Migrants Protest Kabul, Stockholm Move To Deport Failed Asylum Seekers, 5 December 2015
- ↑ "At Every Step, Afghans Coming to America Encounter Stumbling Blocks". New York Times. December 19, 2021. بياځلي په 2022-01-03.
- ↑ "2019 American Community Survey 1-Year Estimates: Afghan". United States Census Bureau. بياځلي په 2021-03-02.
- ↑ "US Expands Eligibility for Afghan Refugee Resettlement". Voice of America. August 2, 2021. بياځلي په 2021-08-03.
- ↑ "US Announces New Refugee Program for Afghans". TOLOnews. August 2, 2021. بياځلي په 2021-08-02.
- ↑ "'Welcome Home': First Group of Evacuated Afghan Interpreters Arrive in US". WMAQ-TV. July 30, 2021. بياځلي په 2021-07-30.
The interpreters and their family members are being resettled under a visa program for those who worked with U.S. troops and now face retaliation from the Taliban amid America's withdrawal
- ↑ "Afghan who aided U.S. arrive at Virginia base, but many others remain in peril". Los Angeles Times. July 30, 2021. بياځلي په 2021-07-30.
- ↑ "Joe Biden approves $300 million for Afghan refugees". Khaama Press. July 24, 2021. بياځلي په 2021-07-29.
- ↑ "House votes to expand and speed up visa process for Afghans who helped the U.S. during war". CNBC. July 22, 2021. بياځلي په 2021-07-28.
- ↑ "H.R.3985 - Averting Loss of Life and Injury by Expediting SIVs Act of 2021". U.S. Congress. 22 July 2021. بياځلي په 2021-07-23.
- ↑ "Country of origin: Afghanistan". Great Falls Tribune. بياځلي په 2021-08-13.
- ↑ "From Afghan interpreter to US homeless - the long road to the American dream". BBC News. July 30, 2021. بياځلي په 2021-08-01.
- ↑ "Ethnic origin population". statcan. Statistics Canada. 2016. بياځلي په 2018-10-04.
- ↑ "First Resettled Afghan Refugees and Families Arrive in Canada". U.S. News & World Report. August 5, 2021. بياځلي په 2021-08-05.
- ↑ "How the US and the UK accept far fewer Afghan refugees than other countries". New Statesman. August 19, 2021. بياځلي په 2021-08-19.
- ↑ "How the US and the UK accept far fewer Afghan refugees than other countries". New Statesman. August 19, 2021. بياځلي په 2021-08-19.
- ↑ "Greater Brisbane Afghan population". profile.id.com.au. بياځلي په 2021-08-02.[مړه لينکونه]
- ↑ "2016 QuickStats Country of Birth". quickstats.censusdata.abs.gov.au (in انګليسي). بياځلي په 2019-09-01.
{{cite web}}
: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link) - ↑ "2013 Census ethnic group profiles". archive.stats.govt.nz. بياځلي په 2022-02-24.
{{cite web}}
: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link) - ↑ "Why African Governments Are Accepting Afghan Refugees".