په امریکا کې دغلامۍ پای
په متحده ایالاتو کې د غلامۍ پای یو داسې غورځنګ و چې په تدریجي یا سمدستی توګه په امریکا کې د غلامۍ د ختمېدو په لټه کې شو. دا د استعمار له وروستیو دورو څخه د امریکا تر کورنۍ جګړې پورې فعال وو، چې د دیارلسم تعدیل له لارې یی د متحده ایالاتو په اساسي قانون کې د امریکا غلامي منسوخ کول شامل کړل. د غلامۍ ضد خوځښت د روښانتیا په وخت کې جوړشو د ترانس اتلانتیک د غلامانو د سوداګرۍ په ختمیدو باندی یی تمرکز وکړ. په استعماري امریکا کې، د یو څو جرمن پروتستانت دیني بېلې شوې ډلې غړو د جرمن ټاون د غلامۍ په وړاندې یې په ۱۶۸۸ کال کې عریضه خپره کړه، چې د امریکا د غلامۍ د پای غورځنګ یې پیل کړ. د انقلابي جګړی نه مخکې، ایوانجیلیکل ښکېلاک ګرو د غلامۍ او د غلامۍ د سوداګرۍ د مخالفت لومړني مدافعین وو، چې دا کار یې په بشري اصولو ترسره کاوه. د جورجیا د مستعمرې انګریزي څښتن، جیمز اوګلیتروپ په اصل کې هڅه وکړه چې د خپلې مستعمرې د بنسټ ایښودلو پر مهال غلامي منع کړي، خو دا پریکړه یې په وروستیو کې بیرته واخیسته.
په انقلابي دوران کې، ټولو ایالتونو د غلامانو نړیواله سوداګري فسخه کړه، خو جنوبي کارولینا خپله پرېکړه برعکس وکړه. د اساسي قانون د اجازې سره سم ، په ۱۸۰۷ کال کې کانګرس د غلامانو راوستل جرم وګاڼه. د انقلابي جګرې نه تر ۱۸۰۴ پورې، ټولو شمالي ایالتونو سمدستی یا په تدریجي ډول غلامۍ فسخه کړه، خو هېڅ سویلي ایالت دا کار و نه کړ. په ۱۸۶۲ کال کې د اتحادیې لپاره سمدستي ازادي اخیستل یو جکړه ییز هدف شو او دا ازادي په ۱۸۶۵ کال کې په بشپړه توګه ترلاسه شوه.
تاريخ
[سمول]په استعماري امریکا کې د غلامۍ پای
[سمول]په استعماري امریکا کې د غلامۍ پر ضد لومړنۍ وینا په ۱۶۸۸ کال کې د ملګرو دیني ټولنې له خوا ولیکل شوه. د ۱۶۸۸ کال د فبروري په ۱۸ مه، د جرمن ټاون او پنسلوانیا فرانسېس دانیل پاستوریوس د ۱۶۸۸ کال جرمن ټاون کویکر (پروتستانت مذهب بېلې شوې ډلې) د غلامۍ ضد عریضه چې د غلامۍ په اړه دوه پاڼې غندنه وه چمتو کړه او دا یې د دوی د کویکریا (پروتستانت مذهب بېلې شوې ډلې) کلیسا حکومت کوونکو ادارو ته ولیږله. د دې سند موخه دا وه چې د کویکر په هغه ټولنه کې غلامي بنده کړي، چې ۷۰٪ کویکرانو د ۱۶۸۱ او ۱۷۰۵ کلونو تر منځ غلامان خپل کړي وو. دوی د ټولو خلکو نړیوال حقونه ومنل. په داسې حال کې چې په هغه وخت کې د کویکر بنسټ هېڅ لاس په کار نشو، خو په غیر معمول ډول له وړاندې روښانه او قوي استدلال په ۱۶۸۸ کال کې د جرمن ټاون کویکر د غلامۍ ضد عریضې هغه روحیه پیل کړه چې بالاخره د ملګرو په ټولنه کې (۱۷۷۶) او د پنسلوانیا په همګټو کې (۱۷۸۰) د غلامۍ د پای ته رسولو سبب شوه. د پینسلوانیا چستر ښار د کویکر ربعوار غونډې په ١٧١١ کال کې خپله لومړنۍ مظاهره وکړه. د غلامانو سوداګري د څو لسیزو په ترڅ کې تر برید لاندې وه، خو د کویکر مشرانو لکه ویلیم برلینګ، بنجامین لی، رالف سنډیفورد، ویلیم ساوتبی، جان وولمن، او انتونی بېنزیت له خوا یی مخالفت کېده. بنزیت یو له هغو ځانګړو اغېزناکو فعالینو څه و چې وروستی نسل یې د غلامۍ په ضد لمساوه او په دې ډله کې ګرینویل شارپ، جان ویسلی، توماس کلارکسن، اولاوده ایکویانو، بنیامین فرانکلین، بنیامین راش، ابسالوم جونز، او بیشوپ ریچارډ ایلن شامل وو. [۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷]
په ۱۷۳۳ کال کې د جورجیا په مستعمره کې غلامۍ د هغی د تأسیس نه وروسته ژر تر ژره منعه شوه. د مستعمرې مؤسس جیمز ایدوارد اوګلیتورپ د سویلی کارولینا سوداګرو او ځمکې جلابانو په مټ مستعمرې ته د غلامانو د ورپېژندنې تکراري هڅې پای ته ورسولې. په ۱۷۳۹ کال کې هغه د جورجیا امانتیانو ته ولیکل چې په خپل تصمیم کلک پاتې شي:
که مونږ غلامانو ته اجازه ورکړه نو موږ به د هغو اصولو خلاف عمل وکړو چې د هغو په بنسټ موږ سره یو ځای شوي وو، چې هغه د کړاوونو کمول دي. په داسې حال کې باید موږ په افریقا کې د زرګونو خلکو د بدمرغیو په اړه فکر ولرو، اوس موږ باید په افریقا کې د زرګونو خلکو بدمرغۍ ته وخت ورکړو او داسې هنر وکاروو چې بېوزله وګړي چې اوس مهال په افریقا کې ازاد ژوند کوي، د پیرودلو او دایمي غلامۍ ته له راوړلو څخه یې مخنیوی وکړو.[۸]
د جورجیا او سویلي کارولینا تر منځ د غلامۍ د موضوع په اړه جنجال په پارلمان کې د لومړۍ مناظرې لامل شو، چې د ۱۷۴۰ او ۱۷۴۲ کلونو په ترځ کې رامنځته شوه. د ١٧٦٤ او ١٧٧٤ کلونو ترمنځ، اوولس تنه افریقایي امریکایي غلامان د مسیچوسیت په محکمه کې د آزادۍ په جامو کې راښکاره شول، چې د سامرسیت ستیوار په قضیه کې یې پر شوې پریکړې باندې ټینګار وکړ، که څه هم په مستعمرو کې د هغې نه پلي کول د غلامۍ منسوخ کوونکو له خوا مثبت بلل کېده. د بوستون ایالت وکیل بنیامین کېنت د دوی استازیتوب وکړ. په ۱۷۶۶ کال کې کېنت یوه قضیه (سلو وي ويپل) وګټله چې جیني سلو چې یوه دوه رګه ښځه وه چې په میسیچوسټ کې تښتول شوې وه او بیا د غلام په توګه کارول کېده، آزاده کړه.[۹][۱۰][۱۱][۸]
د تاریخ پوه ستیون پینکوس په وینا، ګڼ شمېر استعماري قانون جوړوونکو د داسې قوانینو د تصویبولو لپاره کار کاوه چې غلامي یې محدودوله. د مسچوسېت خلیج ولایتي مقننه قوي، لکه څنګه چې د تاریخ پوه ګري بی نش لیکي، داسې یو قانون تصویب کړ "هر مسچوسېت تبعه له خوا د غلامانو واردول او پېرودل منع دي". د مسچوسیت انقلابي والي توماس هوچینسن قانون رد کړ، د نوموړې دې کار د عامو خلکو غوسه ناک غبرګون راوپاروه. په ۱۷۷۴ کال کې، د فیرفاکس اغیزمنو پرېکړو د اتلانتیک د استبدادي او غیر اصولي د غلامانو سوداګرۍ ته د پای ته رسولو غوښتنه وکړه. [۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]
American abolitionists were cheered by the decision in Somerset v Stewart (1772), which prohibited slavery in the United Kingdom, though not in its colonie.
امریکایی منسوخ کونکي د (۱۷۷۲ کال) سامرسیټ وي سټوارټ په پرېکړه ډېر خوشحاله شول، چې په انګلستان کې یې غلامي منع کړې وه، که څه هم په خپلو مستعمرو کې یې نه وه منعه شوې.
د هېواد د جوړښت پر مهال
[سمول]د آزدو تورپوستو چې په ناقانونه توګه په اسارت کې نیول شوي وو د خلاصون ټولنه (د پنسلوانیا د غلامۍ د پای ټولنه) لومړنۍ امریکایی ملغا کوونکې ټولنه وه، چې د ۱۷۷۵ کال د اپریل په ۱۴ مه په فیلدلفیا کې اساساً د کویکر د غړو له خوا جوړه شوه. دې ټولنې د امریکا د انقلابي جګړې پر مهال خپل فعالیت ځنډولی وو او په ۱۷۸۴ کال کې د بنیامین فرانکلین چې لومړی مشر یی ؤ، بېرته فعاله شوه. د رودي ټاپو د کویکر غړو، چې د موسی براون تر مشرۍ لاندې وو، د نورو په څېر په امریکا کې لومړي کسان وو چې غلامان یې آزادول. بنیامین راش د نورو ډېری کویکرانو په څېر یو بېل رهبر ؤ. جان وولمن په ۱۷۵۶ کال کې د خپل کاروبار ډېره برخه پريښوده تر څو خپل ځان د نورو کویکرانو سره یو ځای د غلامۍ پر ضد کمپاین ته ځانګړی کړي. یو له لومړنیو موضوعاتو څخه چې د غلامانو د آزادولو او د غلامۍ د منسوخ کولو په اړه یې دفاع کوله، د توماس پن له خوا لیکل شوې وه. په امریکا کې د افریقایي غلامۍ تر سرلیک لاندې، دا د ۱۷۷۵ کال د مارچ په اتمه د پنسلوانیا ژورنال او اوونیزې نشریې په پاڼه کې راښکاره شوه. [۱۶][۱۷][۱۸]
اساسي قانون څو مادې درلودې چې غلامۍ په کښې ځای پرځای شوې وه، که څه هم هېچا دا کلیمه نه وه کارولې. په ۱۷۸۷ کې د کانفدراسیون کانګرس د رایو په اتفاق سره، د شمال لوېدیځ په فرمان په شمالي سیمه کې غلامي منعه کړه، چې یو پراخه سیمه وه چې پکې ( راتلونکی اوهایو، ایندیانا، ایلینوي، میشیګان، او ویسکانسین) شامل وو چې په هغې کې غلامي قانوني وه خو نفوس یې لږ ؤ.
ډېرمخکې له دې چې امریکا د یوه ملت په توګه منځ ته راشي په امریکا کې د غلامۍ د پای ته رسولو کار پیل شوی و. د راجر ویلیمز او سامویل ګورتن له خوا یو لومړی قانون د غلامۍ (اما نه قرادادي غلامي) د ملغا کولو لپاره په ۱۶۵۲ کال کې په روډ ټاپو کې تصویب شو ځکه چې هغې د دوی له پروټیسټانو له عقیدې سره په تضاد کې وه؛ خو بیا هم، دا د ۵۰ کلونو په ترڅ کې وتپیده، او روډ ټاپو په ۱۷۰۰ کال کې د غلامۍ په سوداګرۍ کې شامل شو. سامیول سیوال، چې د بوستون ایالت یو نومیالی او د سیلم د جادوګرۍ په محاکمو کې د قاضیانو څخه و، د یوسف پلورلو تر نامه لاندې په لیکنه کې یې په مستعمرو د غلامۍ په پراخېدو باندې د اعتراض په توګه ولیکل چې د قرادادي خدمت سره په ټکر کې وه. دا د غلامۍ ضد تر ټولو لومړی ثبت شوې تبلیغ پاڼه ده چې په متحده ایالاتو کې خپره شوه. [۱۹][۲۰][۲۱]
په ۱۷۷۷ کال کې خپلواک ورمونت، چی لا ایالت نه ؤ، په شمالي امریکا کې لومړی حکومت شو چې غلامي یې منعخ کړه: غلامان په مستقیمه توګه آزاد نه شول، خو دا د غلامانو باداران وو چې باید هغوی له ورمونټ څخه لرې کړی. په ۱۷۸۰ کال کې لومړنی ایالت چې د غلامۍ د تدریجي منسوخ کولو پیل یې وکړ، پنسلوانیا وه. د غلامانو راوړل منع شو، خو په لومړي سر کې هېڅ یو هم آزاد نه شو، یوازې د بادارانو اړوند غلامان او ورسره د غلامو میندو "راتلونکو ماشومان" چی د دولت سره د هغوی په ثبتولو کې پاتې راغلي وو، آزاد شول. هغه کسان چې په پنسلوانیا کې د ١٧٨٠ کال د قانون د پلي کولو څخه مخکې غلام شوی وو، تر ١٨٤٧ کال پورې آزاد نه شول. [۲۲]
په ۱۸ پېړۍ کې، بنیامین فرانکلین چې د خپل ژوند د ډېر وخت لپاره غلام لرونکی ؤ، د پنسلوانیا د الغأ د ټولنې، چې په امریکا کې د منسوخ کوونکو لومړنی پیژندل شوی سازمان ؤ، مخکښ غړی وو. [۲۳]
مسچوسېت یو ډېر بنسټپال دریځ غوره کړ. په ۱۷۸۳ کال کې، د دې ایالت سترې محکمې، د کامن ویلت وی ناتانیل جینیسن په قضیه کې یی، د بروم او بیټ وي اشلي قضیه تأیید کړه، چي و یې ښوده چې غلامان هغه خلک وو چې په اساسي قانون کې د آزادۍ حق لري. دې کار غلامانو ته آزادي ورکړې وه او په اغیزمنه توګه یې د غلامۍ پای ته رسول پیل کړ. هغه ایالتونه چې د غلامانو سره زیاته اقتصادی ګټه درلوده، لکه نیویارک او نیوجرسی، د تدریجي آزادولو قوانین یی تصویب کړل. په داسې حال کې چې ځینې دا قوانین تدریجي وو، دې ایالتونو په ټوله "نوې نړۍ" کې د فسخې لومړني قوانین تصویب کړل. په نیوجرسي کې غلامۍ تر دیارلسم تعدیل پورې نه وه منع شوې. [۲۴]
د میریلیند شمال ته نورو ټولو ایالتونو د ۱۷۸۱ او ۱۸۰۴ کلونو تر منځ په تدریجي توګه د غلامۍ ختمول پیل کړل، د پنسلوانیا د ماډل پر بنسټ او تر ۱۸۰۴ کال پورې، ټولو شمالي ایالتونو د غلامۍ د منسوخولو قوانین پاس کړل. ځینو غلامانو په بې واکه توګه دوام وکړ، چې د دوو نورو لسیزو لپاره یې د بې معاشه "د غلامۍ لپاره په لنډ مهاله قرارداد شول"، او ځینې نور یې د جنوب په لور ولېږدول شول او په غلامو ایالتونو کې په نویو څښتنانو وپلورل شول. [۲۵]
ځینو انفرادي بادارانو، په ځانګړي ډول په بر سویل کې، ځینې وخت د هغوی په واک کې غلامان آزادول. ډېرو ویل چې دوی د نارینه وو د برابرۍ لپاره د انقلابي فکرونو له خوا په حرکت راغلي وو. د دې کړنو په پایله کې د آزادو تورپوستانو شمېر په بر سویل کې د ڼول نفوس له یوې سلنې څخه کم وو چی د ۱۷۹۰ او ۱۸۱۰ کلونو ترمنځ نږدې ۱۰ سلنې ته زیات شو. د غلامانو ځینو څښتنانو، د آزادو تورپوستو د زیاتوالي په اړه اندیښنه لرله، چې آزاد غلامان په دې شرط ازاد کړي چې افریقا ته یې بیرته ولیږي کوم چې دوی د بې ثباته کوونکو په توګه ګڼل.
په ۱۷۸۰ کې، د انقلاب په دوران کې، مسچوست خپل اساسي قانون تصویب کړ او په هغه کې یې یوه داسې ماده شامله کړه چې ټول نارینه یې مساوي اعلان کړل. د دې بند پر بنسټ، د غلامو افریقایي امریکایانو له خوا چې په میسیچوسیټ کې یې ژوند کولو، زیاتې د آزادۍ دعواوې وړاندې شوې، چې په پایله کې په ایالت کې غلامۍ د پای سبب شو. د نیویارک په ایالت کې، غلام شوي خلک مخکې له دې چې په ١٨٢٧ کال کې بشپړه آزادې ورپه برخه شی، په قراردادي نوکرانو بدل شول . په نورو ایالتونو کې، الغا کوونکو په قانون کې یوازې د غلام شویو ماشومانو لپاره آزادی برابره کړه. د امریکا په سویل کې د آزادۍ دعواووې د محکمو له خوا رد شوې، چې ویې ښودله چې ایالتي اساسي قانون په افریقایي امریکایانو باندې نه پلی کیږي. د متحده ایالاتو ټولو ایالتونو تر ١٧٩٠ کال پورې د ترانس اتلانتیک د غلامانو سوداګري فسخه کړه . جنوبي کارولینا په ۱۸۰۳ کال کې هغه پرېکړه برعکس وکړه چې په ۱۷۸۷ کې یې د غلامۍ سوداګري فسخه کړې وه. د څو لسیزو په ترڅ کې، په شمالي ایالتونو کې د الغا غورځنګ وده وکړه او کانګریس د غلامۍ پراختیا قانوني کړه ځکه چې نوي ایالتونه په اتحادیې کې غړي کېدل. فدرالي حکومت په ١٨٠٨ کال کې د اتلانتیک د غلامانو تجارت منسوخ کړ، په ١٨٥٠ کال کې یې د کولمبیا په ناحیه کې د غلامانو سوداګري منعه کړه او په ١٨٦٥ کال کې یې ټوله غلامي ناقانونه کړه. دا د امریکا په کورنۍ جګړه کې د اتحادیې د بریا مستقیمه پایله وه. د جګړې مرکزی موضوع غلامۍ وه. [۲۶]
سرچينې او ياداښتونه
[سمول]- ↑ Lederer, Laura J. (2018-02-08). Modern Slavery: A Documentary and Reference Guide (in انګليسي). ABC-CLIO. pp. 2–4. ISBN 978-1-4408-4499-7. خوندي شوی له اصلي څخه په 7 July 2021. بياځلي په 25 February 2020.
- ↑ Olmstead, Clifton E. (1964). History of Religion in the United States (in انګليسي). Prentice-Hall. p. 183. خوندي شوی له اصلي څخه په 7 July 2021. بياځلي په 25 February 2020.
- ↑ "Anthony Benezet, Father of Atlantic Abolitionism". خوندي شوی له اصلي څخه په 24 August 2021. بياځلي په 24 August 2021.
- ↑ Sugar and Slavery
- ↑ ""See Benezet's Account of Africa Throughout"". خوندي شوی له اصلي څخه په 1 May 2021. بياځلي په 24 August 2021.
- ↑ "PBS". خوندي شوی له اصلي څخه په 27 April 2021. بياځلي په 26 August 2021.
- ↑ "The Complete Antislavery Writings of Anthony Benezet, 1754-1783". خوندي شوی له اصلي څخه په 24 August 2021. بياځلي په 24 August 2021.
- ↑ ۸٫۰ ۸٫۱ Wilson, Thomas D. (2015-02-12). The Oglethorpe Plan: Enlightenment Design in Savannah and Beyond (in انګليسي). University of Virginia Press. pp. 128–133<. ISBN 978-0-8139-3711-3. خوندي شوی له اصلي څخه په 7 July 2021. بياځلي په 25 February 2020.
- ↑ Blanck, Emily (2014). p. 34. ISBN 9780820338644. خوندي شوی له اصلي څخه په 24 July 2019. بياځلي په 12 May 2019.
- ↑ Adams, Catherine; Pleck, Elizabeth H. (2010-02-01). Love of Freedom: Black Women in Colonial and Revolutionary New England (in انګليسي). Oxford University Press. pp. 130, 137, 239. ISBN 978-0-19-974178-6. خوندي شوی له اصلي څخه په 7 July 2021. بياځلي په 22 May 2020.
- ↑ Sara Kakazu, "Slew, Jenny, 1719–?" in African American National Biographyonline "آرشیف کاپي". بياځلي په 2 November 2021.
{{cite web}}
: CS1 errors: unsupported parameter (link) CS1 maint: url-status (link) - ↑ A Conversation with Steven Pincus Archived 5 August 2020 at the Wayback Machine., Harvard University
- ↑ The Unknown American Revolution: The Unruly Birth of Democracy and the Struggle to Create America Archived 7 July 2021 at the Wayback Machine., pp. 86-87
- ↑ Black America Archived 7 July 2021 at the Wayback Machine., "A bill was passed banning the slave trade in 1771, but Royal Governor Thomas Hutchinson vetoed it."
- ↑ Foner, Eric; Garraty, John A. (2014-01-14). The Reader's Companion to American History (in انګليسي). Houghton Mifflin. p. 705. ISBN 978-0-547-56134-9. خوندي شوی له اصلي څخه په 7 July 2021. بياځلي په 4 July 2021.
- ↑ Newman, Richard S. (2002). The Transformation of American Abolitionism: Fighting Slavery in the Early Republic. Chapel Hill: University of North Carolina Press. ISBN 0-8078-2671-5.
- ↑ John Woolman. "A Quaker Abolitionist Travels Through Maryland and Virginia" Archived 19 October 2014 at the Wayback Machine.. Extract from The Journal of John Woolman, 1757, New York: Houghton Mifflin, 1909, pp. 209–17.
- ↑ Thomas Paine; Thomas Paul Slaughter (2001). Common Sense and Related Writings. Palgrave Macmillan. p. 57. ISBN 9780312237042. خوندي شوی له اصلي څخه په 6 May 2016. بياځلي په 29 October 2015.
- ↑ Lauber, Almon Wheeler, Indian Slavery in Colonial Times Within the Present Limits of the United States. New York: Columbia University, 1913. See also the Rhode Island Historical Society FAQ Archived 11 January 2009 at the Wayback Machine..
- ↑ Jay Coughtry (1981): The Notorious Triangle: Rhode Island and the African Slave Trade, 1700–1807. Philadelphia, Pa.
- ↑ Sewall, Samuel (1700). The Selling of Joseph: A Memorial. Boston: Bartholomew Green and John Allen (Massachusetts Historical Society). خوندي شوی له اصلي څخه په 4 December 2011. بياځلي په 9 December 2011.
- ↑ Pennsylvania's Gradual Abolition Act Archived 22 December 2015 at the Wayback Machine.
- ↑ Seymour Stanton Black. Benjamin Franklin: Genius of Kites, Flights, and Voting Rights.
- ↑ Foner, Eric (2010). The Fiery Trial: Abraham Lincoln and American Slavery. New York: W. W. Norton & Company, Inc. p. 14.
- ↑ Francis D. Cogliano (2 September 2003). Revolutionary America, 1763-1815: A Political History. Routledge. p. 187. ISBN 978-1-134-67869-3. خوندي شوی له اصلي څخه په 23 April 2021. بياځلي په 23 April 2021.
- ↑ "Nic Butler, "The End of the Trans-Atlantic Slave Trade" (Charleston County Public Library, 2018)". 26 January 2018. خوندي شوی له اصلي څخه په 24 February 2020. بياځلي په 24 February 2020.