په افغاني ټولنه کې د بې وزلۍ سببونه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
و اصلی برخی ته ورشی د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی

په افغاني ټولنه کې د بې وزلۍ گڼ شمېر سببونه دي. دلته يې پر باندني عواملو چې د افغاني ټولنې د بې وزلۍ سبب گرځېدلي بحث شوی چې په دې کې پر افغانستان باندى د خارجيانو تيرى، او يرغل دى، او په ځانگړي توگه د روسانو يرغل او تيرى د يادونې وړ دی. د روسانو د يرغل وروسته په افغانستان کې کورنۍ جگړې او د افغانستان د گاونډيو هيوادونو لکه پاکستان، تاجکستان، ازبکستان، تورکمنستان او د ايران لاسوهنې او خپل د گټو ساتونکو ډلگيو ملاتړ د افغانستان د كمزورتيا او بې وزلی سبب گرځېدلی.

په افغانستان باندې د روسانو يرغل افغانانو ته هر اړخيز تاوانونه واړول. تر كومه چى د هيواد اقتصاد پورى اړه لري نو په لنډه توگه د ځينو مراجعو په حواله د هغوي د نهو كلونو د تيرى د لگښت اندازه 70 بليونه ډالر ښودل شوى، چى دغه ټول مصارف ئ زمونږ د هيواد له اقتصادي ذريعو څخه پوره کړي دي ،ځكه چى روسان پخپله د اقتصادي بحران سره مخ و او دى ته اماده نو چى د جنگ مصارف په ځانونو ومني . روسي يرغلگر چى زمونږ د هيواد د بربادۍ لپاره كوم ټانكونه ،الوتكي ،عراده جات او ماشينونه راډالۍ و په بدل كى ئ د هيواد طبيعي موارد لكه : معدنيات ،طبيعي گاز او داسى نور په ټيټ نرخ كوم چى ښكاره نه وو يوړل.

د ځينو مراجعو له مخى د روسانو او كمونستي رژيم په وخت كى تركال 1990ميلادي پورى د افغانستان د اقتصادي مواردو اساسي سرچينو ته د تاوان اندازه په لاندى شكل سره ښودل شوى:

  1. 1-له %23 څخه تر % 85 پورى په اطرافي او زراعتي مځكو كى د دهقانانو د كموالي اندازه .
  2. 2-له %55 څخه تر %77 پورى د زراعتي پيداواور او وسائلو له منځه تلل.
  3. 3- %47 په زراعتي پيداوار كى ټيټوالى .
  4. 4- %75 د صنعتي پروژو په توانائي كى كموالى .
  5. 5- %70 د پخو ( قير شوو )سركونو له منځه تلل.
  6. 6- % 25 د فرعي او خامو سركونو له منځه تلل.
  7. 7- %50 د زراعتي مځكو كموالى .
  8. 8- %60 د اوبو او ابيارى د سيستم له منځه تلل .
  9. 9- %5،54 په مكمل ډول د قريو او كلو ورانول او تباهي .
  10. 10- %5،47 د لويو څارويو ( غوايان گگ،اوښان اونور) له منځه تلل .
  11. 11- %68 د وړو څارويو (ميإي وزى) له منځه تلل.
  12. %59 د روغتونونو او روغتيائي مركزونو ړنگيدل .
  13. نزدى د 2000 مكتبونو تعميرونه ړنگيدل .
  14. %50 د بريښنا د انتقال دخطونو له منځه تلل.
  15. %79 د ساتل شوي ( زخيره شوي ) طبيعي گاز كموالى .
  16. % 50 د ولسي پيداواركموالى .

او داسى نور هغه تاوانونه چى د هغوي د تيري په نتيجه كى زمونږ قوم او ولس ته ورسيدل، او ضرر يي نه يواځى موجودو وگړو ته بلكه اينده نسل ته هم شامل شو.

3- زمونږ په ټولنه كى د فقر داخلي لاملونه[سمول]

لدى لاملونو څخه زمونږ مراد هغه عوامل او اسباب دي چى د هيواد له دننه څخه د قوم، او ولس د بچيانو او په ځانگړي ډول د مسئولينو او حاكمانو د رعيت په وړاندى د ذمه وارۍ او مسئووليت په درسته او سهي توگه نه ادا كولو، او د هغوي د بي كفايتى ،غلطى او ناوړه اداري ظلم ، درغلۍ ،او د چوكى او منصب په سر د كشمكشونو له امله منځ ته راغلي وي . چى په لاندى څو نكاتو كى يي څرگندونه كوو:

اول- د حاكمانو او مسئولينو بي كفايتي :[سمول]

پوښتنه داده چى ايا له كمونستى كرغيرنى كودتا څخه وړاندى زمونږ د هيواد اقتصادي وضعه ښه وه ؟

ځواب ټولو ته معلوم دى چى زمونږ هيواد له كمونستي انقلاب څخه مخكى په زياتو حالاتو كى د نړۍ له خورا ډيرو فقيرو، او نيستمنو هيوادونوله جملى څخه شميرل كيدلو. د هغه مرحلى دځينو مهالونو د ولإى او نيستئ كيسى او داستانونه خو له خلكو څخه هير ندي. له كمونستي كودتا څخه د مخه د نوموړى وضعى د مسئوليت يوه لويه برخه پاچاهانو او حاكمانو ته متوجه ده.

دويم- كمونستي كودتا :[سمول]

د كمونستي رژيم په وخت كى زمونږ قوم او ولس ته په ځاى ددى چى كمونستان ورسره خيله ددوكى ژمنه :"كور كالي ډودۍ " پوره کړي ، لا ئ له كور،كالي اوډوډئ څخه خلاص کړل، او ددوي بى وزلي او خواري ئ لاپسى زياته کړله .

دريم - خپلمنځي جنگونه :[سمول]

كله چى له افغانستان څخه د كمونستانو د رژيم ټغر ټول شو، او هيواد مو ازاد شو،مجاهدين په قدرت ورسيدل ،او ورپسى متصل د چوكى په سر خپلمنځي جگړى او جنگونه گرم شول ، نو هيواد ته ئ د بدبختى او خوارى يو نوي عذاب راوړ، او د قوم او ولس بى وزلي او نيستي په ځاى ددى چى ختمه کړي لا زياته کړله.

څلورم - اداري كمزورتيا:[سمول]

د تش په نامه فتحى او د تش يه نامه " د مجاهدينو حكومت" څخه وروسته چى كله د طالبانو د حكومت مهال راورسيد، او د هيواد په اكثره سيمو كى يي امن قايم کړ، د ملت سترگى ورته راوگرځيدلى ترڅو ئ په پخوانيو زخمونو باندى ملهم واجوي ،اوخواري ئ ختمه کړي، لكن متاْسفانه چى هغسى ونشول .د هغوي په وخت كى خو د هيوادوالو لويه ستونزه فقر او نيستي وه، چى پدى وجه له ځينو سيمو څخه يو زيات شمير هيوادوال د وطن په پريښودلو مجبور شول ،د هغوي د وطن پريښودلو يو سبب كه وچكالي وه نو بل مهم سبب ئ د حكومت د اقتصادي شامل پلان نشتوالى او اداري كمزورتيا هم بلل كيدله.

پنځم- په هيواد كى مسلسلى كډوډۍ :[سمول]

د هيواد د مسلسلو جنگونو او نااراميو او گډوډيو په نتيجه كى د دولت او ملت د بيت المال پانگه شخصي جيبونو ته ولاړله، ځكه چى په نوموړوحالاتو كى ددى زمينه برابره شوه چى ځينى عناصرد بانكونو ، موْسسو ،شركتونو ،گمركونو او داسى نورو حكومتي مالياتو په لوټولو پيل وکړي ..يا نورى ناوړه استفادى وکړي .

شپإم- د جهاد او هجرت له مالونو څخه ناوړه استفاده كول :[سمول]

د يادولو وړ ده چى له هيواد څخه دباندى د هيوادوالو مهاجرينو په سر باندى په پيسو راټولولو كى هم پوره درغليانى، او خيانتونه شوي دي . پدى ځاى كى مناسب بولم دا پوگښتنه مطرح کړم چى :څه شول هغه مالونه چى د جهاد او هجرت په نامه راغلل او خپل ځاى ته ونه رسيدل، شخصي جيبونو ته ولاړل؟ څه شوى د اسلامي نړۍ د هغو پيغلو گانگى چى د جهاد او هجرت په نامه ئ راوليإلى؟

نو اى د قوم او ولس هغه وگړو چى د د بيت المال څخه مو ناوړه استفادى کړۍ، او د ملت سرمايه مو په ناجايزه طريقه خپلو جيبونو ته تللى د الله تعالى په څارلو، او محاسبى باندى باور كلك کړى كه د ملت له محاسى څخه په دنيا كى خلاص شى ،نو د الله تعالى له محاسبى او نيونى څخه خو نشى خلاصيدلى . ايا تاسى ته د الله تعالى د استازي صلى الله عليه وسلم دا حديث ندى معلوم چى :"ډيما لحم نبت بالسحت فالنار ډولى به"،د هر يو بدن غوښه چى په حرامو لويه شي اور ورته بهتر دى.

كه تاسو د خپلو كورنيو ، او اولادونو د خوشحالولو او عيش كولو لپاره دغه مالونه له ځانونو سره ساتلي وي نو د پنځم عادل خليفه عمر بن عبد العزيز-رحمه الله - دغه موقف را ياد کړى چى :"كله هغه ته د مرگ شيبي رانزدى شوى يو مشاور ئ ورته وويل ته خو دى زامنو (چى دولس زامن ئ و) ته د بيت المال له مال څخه د څه برخى وصيت وکړه ؛ځكه چى دوي نيستمن دي ،نو هغه په ځواب د قرانكريم دا ايت ولوست :" إن ولي الله الذي نزل الكتاب و هو يتولى الصالحين " بيشكه زما ساتونكى الله تعالى دى ،هغه ذات چى كتاب يي نازل کړى او د نيكانو ساتنه كوي او د هغوي كار جوړوي. بيايي وويل : زما زامن له دو حالاتو څگخه خالي ندى ،كه چيرته نيكان وي نو الله تعالى د نيكانو ښه ساتنه كوي ،او كه بدان وي نو زه نه غواړم چه په بدكارى او فسق كى له هغوي سره مرسته وکړم. اووم - ظلم او تيرى :په ټولنه كى د مشرانو ،او مسئولينو ظلم او تيرى هم ټولنه د فقر او نيستمنى له گواښ سره مخ کړى ده، او كه چيرته د ظلم د پديدى ،خيانتونو، او درغليو دروازى بندى نشي نزدى ده چى قوم او ولس د نورى تباهۍ سره مخ شي . د اځكه چى په ټولنه كى درغلي، تيرى او ظلم ،بى انصافى او د عدل نشتوالى ، د قوي خلكوله خوا د كمزورو وگړو حقوق پيمالول، او په معيشت كى سر كشي او زياتى كول د هغى الهي سنت او طريقى په اساس كومه چى يي په ټولنو او قومونو كى گرځولى ، د هغوي د تباهۍ او زوال سبب گرځي، پدى هكله د قران عظيم الشان دى لاندى يو څو ويناوو ته ځيرشي.

ا- "فلو لا كان من القرون من قبلكم اْولوا بقيۍ ينهون عن الفساد فى الارض إلا قليلا ممن ډنجينا منهم و اتبع الذين ظلمو ما اْترفوا فيه وكانوا مجرمين . وما كان ربك ليهلك القرى بظلم و اْهلها مصلحون. " ولى نه و اهل د زمانو پخوا له تاسى خاوندان د فكر او عقل چى په مځكه كى ئ د فساد كولو مخنيوى كولاى ؟ مگر داسى خلك لإ و ،نو چى كله عذاب راغلو نو همدوي (لإو خلكو) ته مو نجات ورکړ ،او هغه كسان چى ظالمان و پيروي ئ وکړه د هغه څه چى پكى اسوده و( نو الله تعالى تباه کړل) ،يقينا چى هغوي مجرمان و.نو نه دى پالونكى ستا چى د كومى سيمي يا كلى خلك په ناحقه سره تباه کړي پداسى حال كى چى هغوي نيكان او اصلاح كوونكى وي . شهيد سيدقطب رحمه الله ددى ايت په تفسير كى وائي :هغه امت او ولس چى پكى په يو شكل د اشكالو د غير الله د نظام د غلامۍ او بندگۍ فساد كيإي ،نو كه چيرته پدوي كى داسى څوك پيداشي چى دوي له نوموړي كار څخه منعه کړي، نو دا وگړي نجات موندونكي دي ،الله تعالى به ئ له تباهۍ او هلاكت څخه وساتي . لكن هغه ولسونه او امتونه چى پكى ظالمان خپل ظلمونه ،او مفسدين پكى خپل فسادونه كوي ،او د هغوي د ظلم او فساد د مخنيوي لپاره ځوك را ولاړ نشي ،او يا د هغى د مخنيوي لپاره راولاړ شي لكن هغوي ئ په منځه وړلو كى اغيزناك نشي تماميدلاى ، نو د داسى حال لرونكى گټولنى لپاره الهي طريقه داده چى له مخى ئ په طبيعي او اسماني عذاب سره تباه کړي ،او يائ د لويدنى (انحلال) او گډوډۍ په بيماريانو اخته کړي .

ب- "وإذا اردنا ان نهلك قريه امرنا مترفيها فحق عليها القول فدمرناها تدميرا." كله چى مونږ د كومى قریې (سيمى) د تباهۍ اراده وکړو نو غټانو او مشرانو ته ئ د پيروۍ كولو امر وکړو ، كله چى داسى ونکړي ، او په هغه ځاى كى فساد او ناروا وکړي (او د هغوي مخنيوى ونشي ) نو د الله تعالى د عذاب وينا پرى ثابته شي، نو هلا ك کړو خلك د هغه قرئ په هلاكولو سره . ج-"وكم اهلكنا من قرية بطرت معيشتها فتلك مساكنهم لم تسكن من بعدهم إلاقليلا وكنا نحن الوارثين " او څومره ډير مو هلاك کړل اهل د قريو ځكه چى هغوي پخيل معيشت كى سركشي کړى وه ،نو دا (پاتى اثاراو كنډوالى ) د دوي هستوگنځي دي چى له هغوي وروسته پكى څوك ونه اوسيدل . او يواځى مونږ ئ ميراث يوړ .

امام ابن تيميه رحمه الله ويلي :” په دنيا كى د هغه وگړو كارونه ښه دي ( په اعتبار ددنياوي انجام ) د چا چى په ځينو گناهونو كى شرك موجود وي او په عدل (برابرى) سره چلند كوي په پرتله د هغه خلكو چى په حقوقو كى تيرى او ظلم كوي ،اگر كه دا دواړه ( شرك او ظلم ) سره ( په قباحت او بدوالي كى ) برابر ندي.نو په همدى اساس ويل شوي چى : الله تعالى عادل دولت اگر كه كافر وي اودروي (او پريږدي يي)، او ظالم دولت اگركه مسلمان وي نه اودروي (او نه يي پاتى كوي ) .او ويل شوي : دنيا د عدل او كفر سره دوام (هميشوالى ) موندلاى شي ، مگگر د ظلم او اسلام سره نشي پاتى كيدلاى .

نو په ټولنه كى د فقر د منځه وړلو لپاره اړتيا ليدل كيإي چى له ايماني او انساني تدابرو څخه كار واخلو.د ايماني تدايبيرو په سلسله كى بايد چى په قوم او ولس كى ديني اصلاح او سمون شروع شي ، د كومى په نيتجه كى به چى : په ټولنه ى باكفايته او اهل مسئوولين رامنځ ته شي ، په هيواد كى د گډوډيو، جنگونو او شخړو مخنيوى وشي ،حكومتي ادارات پياوړي وشي، او كار اهل او مسلكي وگړو ته وسپارل شي ، به بيت المال او نورو حكومتي بوديجو او مووسساتو كى د درغليو، او لوټولو مخنيوى وشي،د فقر او نيستئ د مخنيوي لپاره ، په ټولنه كى د همدردۍ او خواخوږۍ روح تازه شي . او كوم چى انساني تدابير دي نو د اسلام سپيڅلي دين يي مونږ ته پوره وضاحت او څرگندونه کړى ، چى د كتاب په دويمه برخه كى يي څيړنه او بحث شوى دى.

تړلې لیکنې[سمول]

سرچینه[سمول]

وېشنیزه:اسلام وېشنیزه:اسلام او ټولنه