په افغانستان کې ښځې د کرهڼه په برخه کې
د کرهڼې په برخه کې د افغان مېرمنو ونډې د دې هېواد له فرهنګي جوړښت يا شاليد څخه شکل اخيستی دی. په دې هېواد کې مېرمنې د کرکېلې او کرهڼې نيمايي ځواک تشکيلوي. په وروستيو کلونو کې افغان مېرمنې د مالدارۍ او کرهڼیز کارونو کې ونډه لري او پيسې تر لاسه کوي يا يې د خپلو اړتياوو د پوره کولو لپاره توکي تبادله کوي.
تاریخچه
[سمول]افغان نارينه لکه په متحده ايالاتو کې د اميش خلکو غوندې په سنتي ډول کرهڼیز کارونه په غاړه لرل، په داسې حال کې چې د دوی مېرمنو په ځينو وختونو کې په کرهڼیز کارونو يا د حيواناتو په ساتنه کې مرسته کوله. په افغانستان کې د تخم توليد هم په سنتي ډول عمدتاً د نارينه بزګرانو په واسطه تر سره کېږي. [۱][۲]
په افغانستان کې ښځې د ځمکې د مالکيت لږ حقونه لري، که څه هم د افغانستان اساسي قانون ښځو ته اجازه ورکړه چې د ځمکې مالکانې اوسې او د اسلام شريعت هم حکم ورکړی دی چې له مخې يې کونډې او نجونې هم د ځمکې د ميراث برخه لري. هغه ښځې چې د هېواد په ځينو برخو کې د ځمکو څښتنانې دي او يا هغه اداره کوي، ځمکې نه شي خرڅولی او ځمکه د ميراث له لارې وارثانو ته پاتې کېږي. په سنتي ډول د ښځو د تګ راتګ لپاره محدوديتونه وضع شوي دي او ډېری ښځې نه شي کولی له خپل کلي څخه د باندې سفر وکړي. [۳][۴][۵]
عصري کرهڼه
[سمول]نننۍ ښځې د کرهڼیز کارونو نيمايي ځواک تشکيلوي، که څه هم په زياترو کليوالي سيمو کې ښځې اوس هم ګوښه دي (په حاشيه کې قرار لري). د زراغت په برخه کې د ښځو فعاليتونه په غالب ګومان «لږ عايد» لري. د ترياکو په کښت، مالدارۍ او د شيدو محصولاتو په برخو کې د ښځو د مرستې کچه ډېره لوړه ده، مګر په نهايت کمه اندازه اداينه ترلاسه کوي. سربېره پر دې په کرهڼیز فعاليتونو کې د ښځو ګډون « نه يوازې د کرهڼیز توليداتو د زياتوالي د ډاډمنتیا لپاره؛ بلکې د غذايي او خوراکي موادو د خونديتوب د غوره والي لپاره اصلي لامل ګڼل کېږی». ښځې «د دوی په ټولنو کې د ثبات لپاره ځواک» دی. ښځې همدا راز ښځې په خپلو کورنيو کې د بدلون د عامل په توګه ګڼل کېږي. [۶][۷][۸][۹]
ښځې په وروستيو کلونو کې د کليو (قريو) په کچه د کوچنيو کرهڼیزو اتحاديو په تنظيم کې اغېزناکه ونډه درلوده. په دې ډول کرهڼیزو اتحاديو کې د ښځو کار د اوسېدلو په سيمه کې د هغوی د موقف د لوړوالي سبب شوی دی، هغوی نور د نارينه وو د مېرمنو يا ميندو په نه پېژندل کېدلې؛ بلکې په همغه ونډې سره پېژندل کېدلې چې دوی په اتحاديه کې لرله. د دې تر څنګ ښځې توانېدلې دي چې کرهڼیز محصولات لکه: کرم، ګلپي، روميان او لوبيا چې په بازار کې غوره رقابت کوي، په هغو سيمو کې چې کرهڼه په کې کوي معرفي کړی. [۱۰]
په پروان ولايت کې ښځو دا فرصت درلوده چې د تخم په توليدولو کې ګډون وکړي او «د کليو په سطحه د تخم دستګاهګانې» جوړې کړې. د ښځو لپاره د بزګرانو د روزنې پروګرامونه له ۲۰۰۹ کال راپدېخوا له کابله د باندې تطبيقېږي. دا پروګرامونه به ښځو سره مرسته کوي، چې پيسې تر لاسه او مالي خپلواکۍ ته ورسېږي. [۱۱]
غير دولتي سازمانونو لکه د افغانستان لپاره نړيواله مرسته (GPFA) له ښځو سره مرسته کړې ده چې په کرهڼیزو فعاليتونو کې زياته ونډه واخلي. دا نوښتونه د نوو باغونو په جوړولو، د سړو خونو په جوړولو او د محصولاتو او منابعو په برابرولو کې ګټور واقع شوي دي. يو بل پروګرام چې د ښځو له کرهڼیزې سوداګرۍ سره يې مرسته کړې ده د ملي پيوستون پروګرام (NSP) دی، چې په ۲۰۰۳ کال د د کليو د پراختيا او بيا رغونې وزارت له خوا پيل شو. د ملي پيوستون پروګرام ښځو ته کرهڼیزې سرچينې چمتو کوي، دا سرچينې د چرګانو د وېش، د ماليې موقتي معافيت او د هغوی سوداګرۍ ته د بازار موندنې برخې رانغاړي. [۱۲][۱۳]
جنسيتي توپير يا تبعيض
[سمول]ځينې افغان مېرمنې د هغوی د جنسيت له امله د خپلو محصولاتو په پېرلو کې له ستونزو سره مخامخ دي. د بغلان ولايت يوې مېرمنې خپله تجربه داسې شريکه کړه: «دا مې په ريښتيا ځوروي، چې کله له هټيوالو سره د خپلو مېوه جاتو د خرڅلاو په اړه خبرې کوم؛ هغوی راته وايي، چې لاړه شه او د کورنۍ يو نارينه غړی راولېږه، ځکه چې ته ښځه يې».
سرچینې
[سمول]- ↑ Mohammadai, Arzo (23 June 2016). "Afghan Women Take on Farming". Global Voices. بياځلي په 12 November 2016.
- ↑ Lala-Pritchard, Tana (9 March 2016). "Women Farmers in Afghanistan Score Success With Village Seed Enterprise". CGIAR. بياځلي په 12 November 2016.
{{cite web}}
: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link) - ↑ Afghanistan: Land Ownership and Agricultural Laws Handbook. Vol. 1. International Business Publications. 2011. pp. 47–78. ISBN 978-1438758442.[مړه لينکونه]
- ↑ Grace 2004، م. 16.
- ↑ Grace 2004، م. 5.
- ↑ Skaine, Rosemarie (2008). Women of Afghanistan in the Post-Taliban Era: How Lives Have Changed and Where They Stand Today. McFarland & Company, Inc. p. 94. ISBN 9780786437924.
- ↑ "Afghanistan: Launch of National Strategy on Women in Agriculture Development". Food and Agriculture Organization of the United Nations. بياځلي په 12 November 2016.
{{cite web}}
: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link) - ↑ Epatko, Larisa (4 December 2014). "Helping Afghan Farmers Regrow the Economy". PBS Newshour. بياځلي په 12 November 2016.
- ↑ Deveraux, Taryn. "Strengthening Agricultural Extension for Female Afghan Farmers". YPARD. بياځلي په 12 November 2016.
{{cite web}}
: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link) - ↑ Mashal, Mujib (31 August 2016). "In Afghanistan's Farm Belt, Women Lead Unions and Find New Status". The New York Times. بياځلي په 12 November 2016.
- ↑ "How This Farming Project Helps Afghan Women Grow Financial Independence". PBS Newshour. 29 September 2016. بياځلي په 12 November 2016.
- ↑ Fischer, Yael Julie (25 May 2011). "Amid Afghanistan's Turmoil, Farmers Learn And Thrive". The Huffington Post. بياځلي په 12 November 2016.
- ↑ Mohammadai, Arzo (23 June 2016). "Afghan Women Take on Farming". Global Voices. بياځلي په 12 November 2016.