Jump to content

په افغانستان کې ټولیزې رسنۍ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

په افغانستان کې په ټولیزو رسنیو باندې د څار مسئولیت د اطلاعاتو او کلتور وزارت پر غاړه دی چې د دغه رسنیو په ډله کې راډیویي او تلویزیوني شبکې، ډیجیټل رسنۍ او چاپي رسنۍ شاملېږي. دغه رسنۍ تر ډېره پورې په پښتو او دري ژبو باندې چې د افغانستان رسمي ژبې دي، خپرونې لري. په ۲۰۱۹ زکال کې راپور ورکړل شو چې په افغانستان کې څخه باندې ۱۰۷ تلویزیوني شبکې، ۲۸۴ راډیویي شبکې، له زرو زیاتي چاپي رسنۍ او څه باندې ۱۸۰۰ پرلیکه یا انلاین رسنیز بنسټونه شتون لري. په ۲۰۲۱ زکال کې د افغانستان د اسلامي امارت د یو ځل بیا واکمنېدو وروسته دغه اندېښنې شتون لري چې د ټولنیزو رسنیو شمېر به ورځ تر بلې پام وړ کمښت ومومي. ورته مهال د فیس بوک، انسټاګرام، ټویټر، ټیک ټاک، یوټیوب او نورو آنلاین سیسټمونو په مرسته د ډیجټل رسنیو شمېر مخ پر زیاتوالي دی. د افغانستان د اسلامي امارت ویاند زبیح الله مجاهد څرګندوي چې په افغانستان کې رسنۍ باید د اسلامي شریعت او ملي ګټو له اساساتو سره همغږې وي. [۱][۲][۳][۴]

په افغانستان کې د رسنیو تاریخچه

[سمول]

په افغانستان کې لومړنی اخبار د شمس النهار په نامه و چې په ۱۸۷۳ زکال کې د امیر شیرعلي خان د واکمنۍ پر مهال خپور شو. له دې وروسته د ۱۹۰۶ زکال د جنوري په ۱۱ مه نېټه د عبدالروف قندهاري په مدیر مسئولیت د سراج الاخبار په نامه دویم اخبار هم خپور شو. دغه اخبار چې په بشپړه توګه په دري ژبه باندې و د یوې ګڼې له خپرېدو وروسته یې چاپ ودرېد. یاد اخبار بیاځلي د ۱۹۱۱ زکال کې په اکتوبر میاشت کې د محمود طرزي په مدیر مسئولیت او امتیاز سره خپور شو؛ طرزی د افغانستان او بریتانیا د اړیکو منتقد و. په دې سره محمود طرزی په افغانستان کې د ژورنالېزم او خبریالۍ مخکښ وګڼل شو؛ هغه په ۱۹۱۶ زکال کې د سراج الاخبار اړوند ولیکل: سراج الاخبار الافغانیه (د شپږ ګڼو له چاپ وروسته یې نوم سراج الاخبار افغانیه وټاکل شو) نه انګلیسي، نه روسی، نه فرانسوي، نه ایټالوي، نه جرمني او نه هم چینايي یا جاپاني دی. دا یو اسلامي او په ځانګړې توګه افغاني اخبار دی. هر څه چې وایي او هره میلوډي چې غږوي د افغاني لیدلوري له مخې دي او د افغانستان د ملي عزت له غږ څخه سرچینه اخلي». په ۱۹۱۹ زکال کې د غازي امان الله خان د واکمنۍ پر مهال د امان افغان اخبار د سراج الاخبار پر ځای چاپ شو او د دولتي رسنۍ په توګه یې خدمت کاوه، په داسې حال کې چې بېلابېلو وزارتخونو هم ځانته ځانګړي نشریات لرل. له دغو بدلونونو سره هم مهاله د کابل راډیو په ۱۹۲۵زکال کې خپرونې پیل کړې او په دې سره په هېواد کې د ټولیزو رسنیو نوې دوره پیل شوه. د ۱۹۶۴ زکال اساسي قانون او د ۱۹۶۵ زکال د مطبوعاتو قانون د مطبوعاتو آزادي د مناسب چلن په محدوده کې تضمین کړه. ۱۹۶۰مه لسیزه په ټوله نړۍ کې د تلویزیوني خدماتو د چټکې ودې شاهده وه. خو د سیاسي بې ثباتیو له امله په افغانستان کې تر ۱۹۷۸ زکال پورې تلویزیوني شبکه جوړه نه شوه؛ د افغانستان لومړنۍ تلویزیوني شبکه په ۱۹۷۰مه لسیزه کې د جاپان په مالي مرستې په کابل کې جوړه شوه. دغه مهال مطبوعاتو په خپلو لیکنو او څرګندونو کې له دولت څخه خپلواکي لرله، خو لارښوونه ورته شوې وه چې حکومتي ګټو، مشروطه سلطنت، اسلام او عامه نظم ته په خپلو خپرونو کې پام ولري. په داسې حال کې چې په افغانستان کې خبریالۍ له ۱۹۵۰مې لسیزې څخه تر ۱۹۷۰مې لسیزې وده وکړه، خو چارې یې لا هم محدودې وې. [۵][۶][۷][۸]

هغه مهال چې د ظاهرشاه حکومت د هغه د تره زوی سردار محمد داوود خان له خوا په ۱۹۷۳ زکال کې د یوې کودتاه په ترڅ کې راوپرځول شو، نږدې ۱۹ اخبارونه وتړل شول او رسنۍ د شدیدو محدودیتونو سره مخ شوې؛ په دې سره د مطبوعاتو د نسبي آزادۍ دوره پای ته ورسېده. په رنګي ډول باندې لومړنۍ تلویزیوني خپرونې په ۱۹۷۸ زکال کې خپرې شوې. له دې وروسته له ۱۹۷۹ زکال څخه تر ۱۹۹۲ زکال پورې د افغانستان د دیموکراتیک جمهوریت پر مهال رسنۍ د شوروي تر نفوذ لاندې وې. [۹][۱۰]

د ۱۹۹۰مې لسیزې په وروستیو کې د طالبانو د حکومت تر ولکې لاندې رسنۍ د سخت دریځو قوانینو سره مخ شوې چې دغه سخت قوانین د تلویزیوني خپرونو په ممنوعیت مشخص کېږي. طالبانو په ۱۹۹۸ زکال کې د تلویزیوني دستګاوو په ماتولو لاس پورې کړ. د هغه کسانو په کورونو کې به چې تلویزیون نیول کېده، نغدي جریمه به پرې لګول کېده، یا به یې بندي کول او یا به یې هم وهل ډبول. دغه مهال ډېری رسنیو له هېواده بهر فعالیت کاوه؛ یوازې د افغانستان په شمال کې له هغې کوچنۍ برخې پرته چې د بدخشان د تلویزیون په نامه تلویزیوني خپرونې ترې خپرېدې. دغه تلویزیوني چینل په ورځ کې د دریو ساعتونو لپاره د شاوخوا ۵۰۰۰ لیدونکو لپاره خبرونه او فلمونه خپرول. د طالبانو په امر ټول تلویزیوني چینلونه وتړل شول او چاپي رسنۍ هم د تبصرو، انځورونو او د لوستونکو د لیکونو له خپرولو منع شوې. راډیويي چینلونو هم د مذهبي پروګرامونو او انتخابي خبرونو پرته نور نشرات نه لرل. له دې سره هم نږدې ۷۰ سلنه وګړو د دغو راډیويي چینلونو نشراتو ته غوږ نیو. په ۲۰۰۰ زکال کې د طالبانو دولت د اسلامي امارت په نامه په انګریزي ژبه یوه دولتي ورځپاڼه تاسیس کړه چې د دوی په خبره د «اسلام د دښمنانو» له خوا د تولید شوو اطلاعاتو سره د مقابلې په موخه طراحي شوې وه. د بې ثباتۍ له امله یوازې د روسیې، چک جمهوریت او سربیا د رسنیو دفترونو په کابل کې فعالیت درلود. د کابل د ملي راډیو تلویزیون ودانۍ په پوځي قرارګاه بدله شوې وه او خبریالانو له خارجي رسنیو سره د همکارۍ اجازه نه لرله. له همدې امله رسنیز چاپېریال د ۲۰۰۱ زکال تر وروستیو پورې، هغه مهال چې د طالبانو حکومت راوپرځول شو تپه تیاره و. [۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

په ۲۰۰۰مه لسیزه کې د حامد کرزي د ادارې پرمهال افغان رسنیو چټکه وده تجربه کړه او په ټول هېواد کې په لسګونو تلویزیوني چینلونه تاسیس شول. په دغه تلویزیوني چینلونو کې طلوع، د آریانا تلویزیوني شبکه، لمر، شمشاد او دولتي ملي راډیو تلویزیون شامل و. له دې سره څه باندې ۲۰۰ راډیويي چینلونه هم رامنځته شول چې تر ۲۰۱۹ زکال پورې په افغانستان کې د رسنیزو بنسټونو شمېر له ۱۸۰۰ څخه واوښت. ټولو رسنیو د افغانستان د نوو قوانینو په چوکاټ کې وده وکړه، په داسې حال چې د خبریالانو ترمنځ د ځان سانسور کولو چارې شتون درلود. افرادو ته د سپکاوي او همدارنګه د اسلامي اصولو پر خلاف د مطالبو نشرولو لپاره جزا شتون درلود. [۱۹][۲۰]

یو شمېر دولتي چارواکو هم له خپلو ځایګیو څخه په ګټنې هڅه وکړه چې خپل ارتباطي امکانات یا رسنۍ ولري، له همدې امله په ملي او سیمه ییزو کچو ادارو خپل ګڼ شمېر اخبارونه او د بریښنايي رسنیو بنسټونه لرل. د ۲۰۰۴ زکال د رسنیو قانون سانسور منع اعلان کړ، خو رسنۍ یې اړ وبللې چې له نشراتو وړاندې د اطلاعاتو او کلتور له وزارت څخه د فعالیت جواز ترلاسه کړي. په دې سره تر ۲۰۰۵ زکال پورې شاوخوا ۲۵۰ رسنیو له اطلاعاتو او کلتور وزارت څخه جوازونه ترلاسه کړل. نړیوالو بنسټونو هم د طالبانو له سقوط وروسته د نوو خبریالانو په روزنې لاس پورې کړ. ورته مهال د افغانستان د بې ثباتۍ له امله خبریالان د سرتېرو په کچه په نښه شول، هماغه ډول چې د تښتونو او په مرګ باندې د ګواښلو بېلګې یې څرګندویې دي. د نی په نامه یو غیردولتي بنسټ د رسنیو اړوند خپلو څېړنیزو چارو پر مټ د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي پېښې تعقیب کولې. څه باندې سل خبریالانو په یوه خصوصي تلویزویني چینل باندې د دولتي مسئولینو په ورتلو اعتراض وکړ او د خبریالۍ په چارو کې یې د دولت په لاسوهنې نیوکې وکړې. [۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]

د خبري آژانسونو په ډله کې خپلواک خصوصي آژانس د پژواک افغان خبري اژانس دی چې په ۲۰۰۴ زکال کې د هغو افغان خبریالانو له خوا تاسیس شو چې د جګړې او سولې د راپور خپرونکي انستیتیوت سره یې همکاري لرله. دغه آژانس د افغانستان په نږدې ټولو ولایتونو کې خبریالان لري چې خبرونه په انلاین بڼه په انګریزي، پښتو او دري ژبو خپروي. د باختر خبري آژانس دولت ته اړوند بل پر لیکه یا آنلاین خبري آژانس دی. [۲۶]

په ۲۰۲۱ زکال کې بیاځلي د طالبانو واکمني د دغه هېواد د معتبرو تلویزیوني چینلونو پر خپرونو باندې د مخ پر زیاتوالي سانسور لامل وګرځېده. د ۲۰۲۲ زکال په مارچ میاشت کې د طالبانو د امربالمعروف او له منکراتو څخه د مخنیوي وزارت د بهرنیو سریالونو او ډرامو د نه خپرولو امر صادر کړ. [۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵][۳۶]

سرچينې

[سمول]
  1. "Farahi Says MoIC Responsible for Addressing Issues Faced by Media". TOLOnews. January 25, 2023. بياځلي په 2023-02-12.
  2. "Suspects Sentenced To Death For Killing Journalist In Kandahar". TOLOnews. April 16, 2019. بياځلي په 2019-04-16.
  3. "Amid Taliban takeover, fear Afghanistan's media landscape will 'disappear'". USA Today.
  4. "Mujahid: The Islamic Emirate believes in freedom of press". Ariana News. February 12, 2023. بياځلي په 2023-02-12.
  5. Dupree, Louis (1997). Afghanistan (2nd ed.). Oxford Pakistan Paperbacks. p. 405. ISBN 978-0-19-577634-8.
  6. Saikal, A., Farhadi, R. & Nourzahanov K. Modern Afghanistan: A History of Struggle and Survival. I.B.Tauris, 2006. ISBN 978-1-84511-316-2.
  7. http://hafizsahar.com/Images/thesis.pdf کينډۍ:Bare URL PDF
  8. Sahar, Hafiz (7 April 2021). Television in Afghanistan: A Comparative Study of Educational Television in Selected Developing Countries and Its Relevance to the Similar Use Television in Afghanistan. ISBN 978-1737020707.
  9. Afghanistan media, Press reference.
  10. Potichnyj, P. J. The Soviet Union: Party and Society. Cambridge University Press, 1988. ISBN 978-0-521-34459-3.
  11. Dartnell, M. Y. Insurgency Online: Web Activism and Global Conflict. University of Toronto Press, 2006. ISBN 978-0-8020-8553-5.
  12. Afghanistan media, Press reference.
  13. World of Information. Middle East review 2003/04. Kogan Page Publishers.
  14. "Afghanistan Country Profile". BBC News. January 31, 2018. بياځلي په 2019-04-19..
  15. Dartnell, M. Y. Insurgency Online: Web Activism and Global Conflict. University of Toronto Press, 2006. ISBN 978-0-8020-8553-5.
  16. Dartnell, M. Y. Insurgency Online: Web Activism and Global Conflict. University of Toronto Press, 2006. ISBN 978-0-8020-8553-5.
  17. Afghanistan media, Press reference.
  18. Dartnell, M. Y. Insurgency Online: Web Activism and Global Conflict. University of Toronto Press, 2006. ISBN 978-0-8020-8553-5.
  19. "Afghanistan Country Profile". BBC News. January 31, 2018. بياځلي په 2019-04-19..
  20. "Suspects Sentenced To Death For Killing Journalist In Kandahar". TOLOnews. April 16, 2019. بياځلي په 2019-04-16.
  21. Afghan journalists protest raid on TV station ordered by attorney general, International Herald Tribune, April 18, 2007.
  22. http://www.nai.org.af Nai Media Watch data - violence against journalists.
  23. Kamalipour, Y. R. & Snow, R. War, Media, and Propaganda: A Global Perspective. Rowman & Little field, 2004. ISBN 978-0-7425-3563-3.
  24. Afghanistan country profile Archived 2014-04-08 at the Wayback Machine.. Library of Congress Federal Research Division (2006). This article incorporates text from this source, which is in the public domain.
  25. World of Information. Middle East review 2003/04. Kogan Page Publishers.
  26. "Unlikely Stories, or the Making of an Afghan News Agency". بياځلي په 2023-06-26.{{cite web}}: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link)
  27. "Afghan reporter tells her story - St. Petersburg Times". خوندي شوی له the original on 2011-07-12. بياځلي په 2011-03-07.
  28. "The Media Report" 22 June 2006
  29. "RFI - Afghan reporters defy government decree and Taliban".
  30. "Afghan TV journalist is detained". 29 July 2008.
  31. "Fewer than 100 of Kabul's 700 women journalists still working | Reporters without borders". RSF (in انګليسي). 2021-08-31. بياځلي په 2022-03-05.
  32. "As winter approaches, Afghan women journalists speak out: "I enjoyed all the liberties of life. Now I feel like a prisoner"". Reuters Institute for the Study of Journalism (in انګليسي). بياځلي په 2022-03-05.
  33. "Just 39 Female Journalists Are Still Working in Kabul After the Taliban's Takeover". Time (in انګليسي). بياځلي په 2022-03-05.
  34. "'For as long as we can': reporting as an Afghan woman as the Taliban advance". the Guardian (in انګليسي). 2021-08-12. بياځلي په 2022-03-05.
  35. Afghan Journalists: 14 journalists, media workers killed this year. TRT World. September 25, 2018. بياځلي په 2019-04-16.
  36. "'A dark day': Tributes for journalists killed in Kabul".